تبلیغات

( د دې وینا هغه برخه مو را اخستې چې له دې کتاب سره انډول ده) هغه خدای ته ستاېنه، چې وهمونو او انګېرنو ته یې اجازه ورکړې نه ده،چې بې له هستۍ یې پر بل څه لاسرسی ومومي او عقلونه یې د ذات په اړه یې خیال پردازي وکړي؛ ځکه سیال او ساری ورته […]

( د دې وینا هغه برخه مو را اخستې چې له دې کتاب سره انډول ده)

هغه خدای ته ستاېنه، چې وهمونو او انګېرنو ته یې اجازه ورکړې نه ده،چې بې له هستۍ یې پر بل څه لاسرسی ومومي او عقلونه یې د ذات په اړه یې خیال پردازي وکړي؛ ځکه سیال او ساری ورته محال دی ( او عقلونه یوازې په مشابهاتو څيزونه درک کولای شي) ؛ بلکې ((الله)) مازې هستي ده، چې سپېڅلی ذات یې توپیر منلی نشي او په خپلو کمالي صفاتو کې ویشل کېدای نشي. له هر څه جلا دی؛ خو نه په مکاني واټن ، په هر څه کې دی؛ خو نه دا چې ورسره ګډ وي . پوهه یې په وزلو نه ده (چې نور پرې پوهېږي؛لکه سترګې او غوږونه) پوهه یې خپل ذات دی، د هغه او معلوم ترمنځ یې واسطه نشته،چې له لارې یې پر خپل معلوم پوه شوی وي . که ووایو،چې ((و)) پردې مانا ده،چې شتون او وجود یې ازلي دی ( چې ذات یې پیل نه لري) او که وویل شي،چې ((تل تر تله دی)) پدې مانا دی، چې نیستي لار ورته نلري؛ الله د هغو له ویناوو پاک او اوچت دی،چې بې له ده بل نمانځي او پر خدايی نیولی دی. هغه ستایو، داسې ستاېنه،چې له خپلو بندګانو یې ځان ته خوښوي او قبلول یې پر ځان لازم بولي، ګواهي لم چې یوازې الله د نمانځې وړ دی او ګواهي لم،چې محمد یې بنده او استازی دی؛ دوه ګواهۍ دي،چې ویناوې یې اوچتې او کردار یې ( د عمل په تله کې) درنېږي؛په هره عملي تله کې چې دا دواړه ګواهۍ نه وي ، تله سپکېږي او هره عملي تله یې چې ولري،درنېږي . ددې دواړو ګواهیو په سیوري کې، جنت ته بریا او د دوزخ له اوره خلاصون او له صراطه تېرېدل شونې دي. په دې ګواهیو جنت ته ورننوځئ او په درود رحمتونه ترلاسه کړئ؛ نو پر خپل پېغمبر (ص) پرېمانه درودونه واست: ((په حقیقت کې خدای او پرښتې یې پر پېغمبر درود وایي، مؤمنانو ! تاسې هم درود پرې وواست او فرمان ته یې ښه غاړه کېدئ[1]))

خلکو! تر اسلام لوړ شرافت نشته، تر تقوا عزتمن کرامت نشته ، تر پرهېزګارۍ خوندي پناه تون نشته، تر توبې ګټوره شفاعتګره نشته، تر روغتیا با دبدبه جامې نشته، تر سلامتۍ غوره ډال نشته،چې ځان پرې خوندي کړې، قناعت هغه شتمني ده،چې نیستي پرې له منځه ځي، څوک چې په ورځنۍ ګوزاره بسیاېنه وکړي؛ نو خپله سوکالي به یې ترلاسه کړې وي . تمه د رنځونو کونجي ده،احتکار د خپګان سپرلۍ ده، کینه د دین افت دی، حرص په ګناه کې د ورډوبېدو لامل دی،چې د بې برخېتوب لامل ګرځي. ظلم د مرګ پر لور چلوونکی دی ( یا ظلم ظالم هلاکت ته راکاږي.‎) په دنیا پورې زړه تړل ټولې نیمګړتیاوې رانغاړي . ‎ډېرې تمې بې پایلې وختې، ډېرې هیلې دروغ وې. ډېرې هیلې نهیلې شوې او ډېرې سوداګرۍ په زیان پای ته ورسېدې . هن! څوک چې ناسنجیده چارو ته ورودانګي، رسواګرې پېښې به یې راښکېل کړي او مؤمن ته پور (یا ګناه) ناوړه غاړکۍ ده.

خلکو! په رښتیا علم ګټوره زېرمه ده، زغم ښه عزت دی، ادب تر حسب رسا او څرګند دی ، غوسه دردناکه رنځ دی، عقل غوره ښکلا ده، ناپوهي ناوړه ملګرې ده، دروغ ډېره بدرنګه بدي ده، چوپتیا ټینګه پاسواله (کلا)ده او مرګ ډېر نژدې ناسوب دی .

خلکو! په واقع کې د چا چې خپلو عیبو ته ورپام شي؛ نو د نورو د عیبو له راسپړلو پاتېږي .

څوک چې په الهي رزق خوښ وي؛ نو څه چې له نورو سره دي، افسوس پرې نه خوري . څوک چې په توره ظلم وکړي؛ په هماغې تورې وژل کېږي .

څوک چې خپل ورور ته څاه وکني، په هماغه کې ورولوېږي.

څوک چې د بل پرده څیري کړي، د خپلې کورنۍ عیبونه به یې راښکاره شي.

څوک چې د ځان ښویېدنه هېره کړي، د بل ښویېدنه ستره ویني.

څوک چې پر خپلې خبرې او نظر میین شي؛ نو بې لارې شي.

څوک چې په خپل عقل ونازېږي؛ نو ښویېږي.

څوک چې پر خلکو لویي وکړي،خوارېږي.

څوک چې له خلکو سره بې عقله وچلېږي؛نو کنځل به اوري.

څوک چې له پوهانو سره ملګرتوب کوي، عزتمنېږي.

څوک چې له ناکسه سره ناسته ولاړه کوي، سپکېږي.

او څوک چې له خپلو وسې هاخوا پېټی پورته کوي؛ نو ورلاندې کېږي.

خلکو! عقل ګټوره شتمني ده، ناپوهي ستره نېستي ده، اخلاص څرګند واعظ دی، چاره سنجونه د عقل په څېر ده، د فکر کولو په څېر عبادت نشته . سلا مشوره کول غوره مرستندویه ده، تر خود پسندۍ او ځانخوښوونې وحشتناک یوازېتوب نشته، پرهېزګاري ( له ګناه نه) د ځانساتنې په څېر ده. صبر او چوپتیا ښه زغم دی.

خلکو! په انسان کې لس ځانګړنې دي، چې ژبه یې راښکاره کوي :

ژبه له پټو خبر ورکوي، قاضڼه ده،چې د اړ پېچونو او دعواوو پرېکړې کوي، ځوابي ویانده ده،یوه وزله ده، چې له لارې یې ستونزه هوارېږي، معرفي کوونکې ده، چې څیزونه پرې پېژندل کېږي . یوه بولندویه ده، چې پر ښو چارو امر کوي.

ناصحه ده،چې له بدو چارو منع کوي، تسلیت ویوونکې ده، چې غمونه پرې تسکېنېږي . ستایونکې ده، چې کینې پرې لرې کېږي او زړه نازوونکې ده،چې غوږونه ترې خوند اخلي.

خلکو! څوک چې له حکمته ډکې خبرې کوي؛نو چوپتیا یې ګټه نلری؛لکه څنګه چې د ناپوه خبرې څه ګټه نه لري.

خلکو! پوه شئ د چا چې خپله ژبه په واک کې نه وي، پښېمانېږي. څوک چې ځان زده کړې ته اړ نه کړي، ناپوهه پاتېږي.

څوک چې پر ځان زغم ونه مني، لاسرسی ورته پیدا کولای نشي.

څوک چې له بده چاره لاس وانخلي، عاقل نه دی او څوک چې عاقل نه وي، خوارېږي او څوک چې خوار شي درناوی یې نه کېږي.

څوک چې تقوا او ځانساتنه خپله کړي؛ نو ژغورل کېږي.

څوک چې مال په ناحقه ترلاسه کړي، په داسې ځایونو کې به یې ولګوي، چې ثواپ او اجر به نه لري.

څوک چې تر اوسه نېکنامی دی؛ خو له ناوړه چار لاس وانخلي؛ نو [ دخلکو تر خبرېدو وروسته] به یې د ټپسورۍ له امله پرېښوولو ته اړ شي.

څوک چې د ناستې [ او سوکالۍ] پر مهال ورکړه ونه لري، د ولاړې [ او سختۍ] پروخت به ترې دریغ شي.

څو چې په ناحقه عزت غواړي، خوارېږي.

څوک چې له حق سره دښمنی کوي[ په پای کې] ستړی کېږي .

څوک چې دین ښه زده کړي، عزت یې کېږي.

څوک چې لویي کوي، سپکېږي.

څوک چې احسان نه کوي، نه ستایلېږي .

خلکو! په واقع کې مرګ تر ذلیل او پرېوتي ژونده غوره دی، تر لټۍ زیار ګالل غوره دي، له ځان سره حساب کول تر سزا لیدو وړاندې غوره دي . قبر تر نېستۍ غوره دی، ړوندتوب تر ډېرو لیدنو غوره دی . روزګار [ خو دوه ورځې دی]:

یوه ورځ دې پر ګټه او بله دې پر زیان؛ نو په دواړو حالاتو کې دې زغم خپل کړه،چې دواړه دې د ازمېښت وزلې دي.

خلکو! زړه په انسان کې یو هېښنده څیز دی،چې د حکمت او د حکمت ضد سرچینې لري؛ که هیله ورته مخ کړي، تمه یې ذلت ته راکاږي، که تمه یې راوپارېږي، حرص یې تباه کوي،که نهیلي ورباندې لاسبرې شي؛ نو افسوس یې له پښو راغورځوي،که په خوشحالۍ نېکمرغه شي، د ځان ساتنې واګې له لاسه ورکوي، که ډار یې راونغاړي، غم یې بوختوي او که ډېره سوکالي او امن و امان پرې راشي،غفلت یې سترګې پټوي . که نوی نعمت ورورسي، ویاړنه پرې کوي، که شتمني ترلاسه کړي؛نو پانګوالي یې سرغړاندۍ ته ورکاږي، که د نېستۍ تر د باو لاندې راشي، تنګلاسي یې پر ځان بوختوي، که کړاو ورورسي،تروروي یې او بېتابي یې رسوا کوي، که لوږه یې وځوروي؛ نو بېوسي یې له پښو راغورځوي،که ډېره وخوري، د ګېډې ډکوالی یې زیان وررسوي؛ نو هر تفریط او کموالي ورته زیانمن او هر افراط او زیاتوالی یې د هلاکولو لاملېږي .

خلکو! څوک چې لږه هڅه وکړي،خوارېږي . څوک چې بخشش ورکړي،ښاغلی کېږي . د چا چې شتمني ډېره شوه، ریاست او مشري مومي . د چا چې زغم ډېر شي، شریفېږي . څوک چې د الله په ذات کې فکر کوي، زندیق او له دینه وځي . څوک چې یو څیز ډېر وکړي، په هماغې مشهورېږي . څوک چې ډېرې ټوکې کوي، سپکېږي . څوک چې ډېر خاندي، هیبت یې له منځه ځی.

بې ادبه ته کورنۍ شرافت څه ګټه نه ور رسوي . غوره چار په شتمنۍ د پت ساتنه ده . د ناپوه ملګری به عقلمن نه وي [ یا له ناپوه سره ناسته ولاړه د عقلمنو کار نه دی] څوک چې له ناپوه سره کېني ؛نو بحث ته دې چمتو وي. شتمن د خپلې شتمنۍ په پار د مرګ له منګولو ژغورلېدای نشي او نه نشتمن د نېستې په پار له لاسه یې خوندي کېدای شي.

خلکو! په رښتیا زړه داسې ګواهان لري، چې نفس ( او روح) د تفریطیانو ( تقصیرکارانو) له لارې اړوي . د نصایحو د پوهېدو لپاره ځیرکي، نفس له تېروتنو بچوي ‎. په زړونو کې هوسناکې خاطرې تېرېږي او داعقل دی، چې مخه یې نیسي. په ازمېښتونو کې، نوې پوهې دي .

عبرت اخستنه (خلک) سمې لار ته ورکاږي، څه دې چې له نورو بد ایسي، ادبولو ته دې همدا بسیا دي [چې ډډه ترې وکړې] مؤمن ورور دې هماغه حق درباندې لري،چې ته یې پرې لرې .

څوک چې یوازې پر خپلې رای بسیاېنه کوي؛ نو ځان په خطر کې اچوي.

پر یوه کار تر بوختېدو مخکې، تدبیر او چاره سنجونه دې له پښېمانۍ ساتي. څوک چې ځان له هر ډول نظریاتو او رایو خبر کړي، د تطرونو ځایونه به وپېژني.

څوک چې له ډېرو خبرو ډډه وکړي، عقلونه به یې نظریه عادلانه وبولي.

څوک چې خپل شهوت کابو کړي؛ نو خپل قدر و حیثیت به یې ساتلی وي .

څوک چې خپله ژبه کابو کړي؛ نو خلک به یې له خولې خوندي شي او دې به خپله اړتیا تر لاسه کړې وي .

د حالاتو او اوضاع په لاندې باندې کېدو کې د خلکو حقیقت رابرسېرېږي، روزګار پټ حقایق راسپړي .

څوک چې په تپو تیارو کې غوټې وهي؛ نو د برښنا او تالندې رڼا څه ګټه نه وررسوي.

څوک چې په حکمت مشهور شي،په وقار او دبدبه ورته کتل کېږي .

ارزښتمنه شتمني، د هیلو پرېښوول دی.

زغم، د نېستۍ ډال دی. حرص د (زړه د ) نېستۍ نښه ده. کنجوسي د مسکېنۍ مخ پټې ده . ملګرتوب کول، پخپله یوه ډول خپلوي ده. مهربان فقیر تر نامهربان شتمن ښه دی .

پند، هغه ته پناه تون دی، چې یې ومني .

څوک چې سترګې ګډوي (ازادې پرېږدي) ډېر افسوس به وکړي .

څوک چې بدخویه وي، کورنۍ به یې ترې خپه وی.

څوک چې خپلوهیلو ته ورسېد،سرغړاند شو،هیله ډېره لږه رښتیا درته وایي (ډېرې هیلې دروغجنې و‎ي) .

عاجزي د هیبت جامې دراغوندي، د روزۍ زېرمې په پراخو اخلاقو کې نغښتلي دي .

چا چې د حیا جامې واغوستې عیبونه یې پټ پاتېږي .

خبرې په تول او اندازه کوئ او څوک چې د خبرو تول په پام کې نیسي،لګښت یې کمېږي او (ژورند یې ورباندې نه پېټی کېږي)

د نفس وده ( او سمونه) له ده سره په مخالفت کې (شونې) ده.

څوک چې روزګار ( او ناډاډمني یې) وپېژني، لېږد ته یې له چمتو والي نه غافلېږي. هن! هر غړپ ستونی نیوای شي او ښایي هره مړۍ دې ونښلي، هر نعمت د بل په زوال تر لاسه کېږي،هر څیز ته یوه خوراکه ده او هرې دانې ته یو خوړوونکی شته، ته هم د مرګ خوراک یې.

خلکو! پوه شئ څوک چې د ځمکې پر مخ ګرځي، په واقع کې پکې ورننوځي او شپه و ور‎ځ په بیړه عمرونه ویجاړوي.

خلکو! د نعمت ناشکري د پستۍ نښه ده. له ناپوه سره ملګرتوب ، د بدمرغۍ لامل دی، پستې خبرې د سترتوب نښه ده، ټګي برګي کول د پستو او لئیمانو خوی دی، هر لټونکی موندونکی نه دی او هر مسافر راستنېدونکی نه دی. څوک چې سوړ درسره چلېږي، زړه پرې مه ورتړه . ډېر پردي تر خپلو ډېر نژدې دي .

تر سفر وړاندې ، وپوښته چې ملګری دې ‎څوک دی او د کور تر پېرولو وړاندې وګوره،چې له کوم ګاونډي سره به وسېږي. د خبل ورور عیب دې پټ کړه؛ځکه چې په خپله هم درک دی ( عیب يې پټ کړه، چې عیب دې پټ کړي او یا داچې په خپله معیوب یې؛ نو نه ښایي د نورو پر عیبونو لګیا شې)

د خپل دوست له ښویېدنې دې تېر شه ، په دې پار چې ګڼې یوه ورځ به دې دښمن درباندې لاسبری شي.

څوک چې پر داسې چا غوسه شي،چې د زیان وررسولو وس یې نلري، نو خپل غم يې اوږد کړی او روح یې عذابېږي. څوک چې له خپل پالونکي وډار شي؛ له تېري دې لاس واخلي .

څوک چې ښه (خیر) له بدو (شر) توپیر نه کړي، د څارویو په لیکه کې دی.
په حقیقت کې د توښې له منځه وړل، د تباهۍ نښه ده.

وه! ( د دنیا) مصیبت د سبا د سترې اړتیا په څنګ کې څومره کوچنی دی!

د ګناه او سرغړونو د اغېز له امله یو له بل سره اختلاف لرئ او بې باوره یاست. څومره سوکالي رنځ ته او سختي بدلون ته ورنژدې ده . هغه شر چې جنت ورپسې وي، شر نه دی او هغه خیر چې دوزخ ورپسې وي، خیر نه دی، بې له جنته هر نعمت ناڅیزه دی . هر کړاو د دوزخ له اور سره پر پرتلنه سلامتي ده. د دنننۍ سمونې پر مهال، ستر ګناهونه راښکاره کېږي. د عمل اخلاص، تر خپله عمله ستونزمن دی .

هۍ هۍ! که د تقوا پروا مې نه درلودای [؛ نو په سیاست او ټګۍ کې] تر ټولو عربانو خورا ځیرک وم.

درباندې لازم ده، چې په پټه او ښکاره الهي تقوا په پام کې ونیسئ، په غم او خوشحالۍ کې حق وینا وکړئ، په پانګوالۍ او تنګلاسۍ کې منځلاري خپله کړئ، له دوست او دښمن سره پر عدالت وچلئ، په نشاط او لټۍ کې کار کول، په سوکالۍ او سختی کې له خدایه راضي کېدل.

څوک چې ډېرې خبرې کوي ( کړتېږي) تېروتنې یې دېرې وي، او دچا چې تېروتنې ډېرې وي،شرم او حیا یې لږه وي، او د چا چې شرم لږ وي، پرهېزګاري یې ډېره لږه وي، د چا چې پرهېزګاري ډېره لږه وي، زړه مړی دی او د مړ زړي ځای دوزخ دی .

څوک چې فکر وکړي، عبرت اخلي او څوک چې عبرت واخلي، ګوښي توب خپلوي او څوک چې دا دریځ ونیسي، له فتنو روغ رمټ پاتېږي .

څوک چې هوس او شهوت ته شا کړي، ازاد ژوند کوي.

څوک چې کینه کښ نه وي ، ټولمنلی کېږي.

د مؤمن عزت له خلکو په مړه خواتوب کې ده.

قناعت یوه ناپایه شتمني ده.

څوک چې مرګ ډېر یاد کړي، په ډېرې لږې دنیا هم خوشحالېږي.

څوک چې پوه شي،ویناوې یې له کړنو شمېرلېږي؛ نو یوازې د هغو څیزونو په اړه خبرې کوي،چې توکیزه او مانیزه ګټه یې پکې وي .

له هغه چا هېښتیا ده،چې له سزا وډار شي؛ خو له ګناه لاس وانخلي، ثواب ته هیلمن وي؛ خو توبه ګار او د عمل خاوند نشي!

فکر کول، رڼا راولي . غفلت تیاره ده،ناپوهي بې لارېتوب دی . نېکمرغه هغه دی،چې له نورو پند او عبرت واخلي. ادب غوره میراث دی او ښه خوی غوره ملګری دی . له خپلوانو سره د اړیکو په پرېکون کې [ په ژوند کې] پرمختګ نشته، له فسق او فجور سره شتمني نشته .

سلامتي او روغتیا لس برخې ده،چې نهه یې بې د الله له یاده،چوپه خوله کېدل دي او یوه برخه یې له کم عقلو سره له ملګرتوبه لاس اخستل دي .

د پوهې عنوان؛نرم چلېدل دي او آفت یې توندي ده.

پر کړاوونو زغم، د ایمان له زېرمو ده.

پاکلمني د تنګلاسۍ ښکلا ده او شکر کاږل د پانګوالۍ ښکلا ده.

ډېر لیده کاته ستومانوونکي دي.

تر ازمېښت وړاندې ډاډمنېدل، د احتیاط خلاف یو چار دی .

پر ځان میینېدل د کم عقلۍ نښه ده.

یو ګناهکار هم د خدای له رحمته مه نهیلوه؛ځکه ډېرو ګناهکارانو عاقبت ښه شوی او ډېر نیکچاري ول، چې د عمر په پای کې تباه شوی او دوزخ ته تللي .

آخرت ته بده توښه پر بندګانو تېری کول دی .

هغه دې خوشحال وي،چې پوهه او کړه وړه یې، دښمني او دوستي یې، نیول او خوشې کول یې، خبرې کول او چوپتیا یې، کړه وړه او ویناوې یې یوازې د خدای لپاره وي.

مسلمان چې پرهېزګار نه وي، مسلمان نه دی او پرهېزګار هله وي، چې دنیا ته یې ناڅوبتیا نه وي او دا ځانګړنه هله لري، چې لر اندی ( دور اندیش) وي او لر اندی هله وي، چې عقلمن وي او عقلمن هله وي، چې د خدای پر احکامو پوه شي او آخرت ته کار وکړي.

و صلی الله علی محمد النبی و علی اهل بیته الطاهرین

پر محمد پېغمبر او سپېڅلیو اهل بیتو دې یې د خدای درود وي .

[1] احزاب (۳۳) -۵۶ آیت

سرچینه

د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست