تبلیغات

د حضرت فاطمې بې بې واده په “مدينه” كې تر مېشتېدو وروسته،ډېرو اصحابو كرامو پر فاطمې بي بي مركې وكړې .(سنن ابوداود له انس بن مالکه،ينابيع المودة : ٥٥ باب ،١٧٤ مخ،مناقب احمد بن حنبل، کنزالعمال ٢\٩٩)  روايت کړى چې :  (( لومړى حضرت ابوبکر او ورپسې حضرت عمر (رضي الله عنهما) پر فاطمې د […]

د حضرت فاطمې بې بې واده

په “مدينه” كې تر مېشتېدو وروسته،ډېرو اصحابو كرامو پر فاطمې بي بي مركې وكړې .(سنن ابوداود له انس بن مالکه،ينابيع المودة : ٥٥ باب ،١٧٤

مخ،مناقب احمد بن حنبل، کنزالعمال ٢\٩٩)  روايت کړى چې :

 (( لومړى حضرت ابوبکر او ورپسې حضرت عمر (رضي الله عنهما) پر فاطمې د مرکې په موخه پېغمبر اکرم ته ورغلي؛خو پېغمبر اکرم ورته وويل:”په دې اړه د خداى حکم ته پر تمه يم.”))

هيثمي په مجمع الزوايد کې راوړي چې :

((حضرت ابوبکر خپلې لور عايشې او حضرت عمر  خپلې لور حفصې بي بي ته وويل،چې :”موږ ته دې فاطمه له پېغمبراکرم نه وغواړي”؛خو دې دواړو ته هر ځل پېغمبراکرم ويل،چې په دې اړه د خداى حکم ته سترګې پر لار يم.))

 ټول اصحاب كرام پوه ول،چې رسول الله غواړي، فاطمه حضرت علي (ك) ته وركړي؛خو د حضرت علي (ك) له لوري څه حرکت نه و. يوه ورځ حضرت عمر،حضرت ابوبكر او حضرت سعد بن معاذ (رضي الله عنهم ) په جومات كې ناست ول،چې حضرت ابوبكر وويل:

(( څه موده كېږي د رسول الله يارانو او شتمنو پر حضرت فاطمې مرکې وكړې؛خو پېغمبر اكرم وايي،چې په دې هكله د خداى امر ته منتظر يم. ( ابن سعد طبقات 8/11 ) بلخوا حضرت علي (ك) تر اوسه پر مرکې نه دى ورغلى؛راځئ چې په ګډه علي ته ورشو،كه غواړي،چې واده وكړي او لاس يې تنګ وي؛نو چې لاسنيوى يې وكړو.))

 حضرت “سلمان فارسي” (رض) وايي :و مې ليدل، چې ټول پر همدې ژمنه د حضرت علي (ك) په لټه له جوماته راووتل.حضرت علي(ك) په كور كې يې پيدا نه كړ او خبر شول،چې د انصارو په باغونو كې کجورې خړوبوي .

حضرت ابوبكر (رض) حضرت علي (ك) ته وويل :”ته په ټولو كمالاتو كې تر نورو غوره يې او پېغمبر اكرم ته هم ځانګړى مقام لرې،د قريشو مشران او نور خلك ورته د حضرت فاطمې پر مرکه  ورغلي ول؛خو پېغمبر اكرم وايي ،چې  د فاطمې د واده په هكله د خداى امر ته منتظر يم ،ګومان كوم خدای او پېغمبر يې فاطمه درته غوره كړى او بل څوك يې وياړ نه  لري،نه پوهېږم ولې رسول الله ته د فاطمې پر مرکه نه ځې؟”

 د حضرت علي (ك) په سترګو كې اوښكې راغلې او ويې ويل:”زه غواړم پر فاطمې  مرکه وکړم؛خو لاس مې تنګ دى .”

 حضرت ابوبكر (رض) وويل:” دنيا او مال  د خدای او د رسول پر وړاندې هيڅ ارزښت نه لري . ژر تر ژره د فاطمې پر مرکه ورشه.”

وګورئ :

 (١)بحار الانور : 43/ 125 .

(٢) الطبقات الكبرى 8/12 .

(٣) الصواعق محرقة : 162.

(٤) انصاب الا شراف : 452 .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 د حضرت علي مرکه

حضرت علي كور ته  راغى، پاكې جامې يې واغوستې او د رسول الله كور  ته ولاړ او مخې ته  يې كېناست او له شرمه يې سر ښکته کړى و. څو شېبې چوپ ناست و؛خو پېغمبر اكرم ورته وويل:((ګومان كوم كومې اړتيا ته راغلې يې؛خو له ويلو يې شرمېږې،مه شرمېږه و يې وايه.)) حضرت علي (ك) وويل: ((رسول الله! مور و پلار مې  درځار! زه ستا په كور كې ستا تر روزنې او څارنې لاندې لوى شوى يم او زما په روزنه كې مو خورا زيار اېستلى دى. رسول الله! تاسې زما دنيا او آخرت ياست؛نو زه پر فاطمې مرکه راغلى يم.))

 پېغمبر اكرم ورته وويل:(( صبر وكړه،چې له فاطمې وپوښتم.))

 پېغمبر اكرم له فاطمې وپوښتل: ((ګرانې لورې! ته علي ډېر ښه پېژنې،ستا په مرکه راغلى ايا ستا خوښه ده؟))

 فاطمه له حيا او شرمه چوپ پاتې شوه او څه يې ونه ويل. پېغمبر اكرم يې چوپتيا خوښي او رضا وګڼله او په خوشحالۍ حضرت علي (ك) ته راغى او ويې ويل: (( واده ته څه لرې؟))

حضرت علي وويل: ((رسول الله! تاسې زما له وضع ښه خبر ياست؛يوه توره،اوښ او زغره لرم.))

 پېغمبر اكرم وويل: (( دا چې ته مجاهد يې او پر اوښ كار روزګار چلوې؛ نو هماغه  زغره وپلوره.علي! پر تا زېرى وكړم، له تا مخكې جبراييل پر ما نازل شوى و او راته يې وويل:” محمده! خداى(ج) په ټولو مخلوقاتو كې ته خپل رسالت ته غوره كړې او علي يې ستا ورور کړ ،له علي سره د فاطمې نكاح وتړه، پرښتو په پاسنۍ نړۍ كې د نكاح ښادي ترسره کړې او خداى به ورته نېك اولاد وركړي.”)) وګورئ:بحارالانوار: ۳۶/۲۶ او ناسخ التواريخ:3/46-48 مخونه.

 د نکاح خطبه

پېغمبر اكرم حضرت علي ته وويل :(( ته له ما مخكې جومات ته ولاړ شه ! زه هم در روان يم، چې د خلكو پر وړاندې د نكاح خطبه ووايو.)) ټول مسلمانان په جومات كې راټول شول .

د  پېغمبر اكرم دا خطبه په روايتونوكې په بېلابېل ډول راغلې ده. صفوري په نزهة المجالس کې له حضرت انس بن مالکه او سيوطي هم په تخذير الخواص کې روايت کړي،چې رسول الله پر ممبر كېناست او تر حمد و ثنا وروسته يې وويل:

((خلكو! خبر اوسىء،چې جبراييل پر ما نازل شو او د خداى له اړخ يې پيغام راووړ،چې د علي او فاطمې د واده ښادي پرښتو په پاسنۍ نړۍ كې ترسره کړه او امر يې كړى،چې پر ځمكه يې هم وكړم او تاسې پرې ګواه نيسم.))

بيا يې حضرت علي (ك) ته وويل: (( ودرېږه او د نكاح خطبه ووايه.))

 حضرت علي (ك) ودرېد او ويې ويل: ((د لوى خداى پر نعمتونو شكر كوم! بېشكه خداى يو دى او شريك نه  لري . درود دې وي پر محمد  او پر آل يې؛ هغه درود، چې پېغمبر اكرم ته يې لوړ مقام وباښه . خلكو!خداى موږ ته د واده كولو امر كړى دى اوخداى زما او د فاطمې واده  مقدر كړى او امر  يې  پرې كړى. خلكو ! رسول الله، فاطمه ماته  په نكاح كړه او زما زغره يې د هغې مهر كړه.  پېغمبر اكرم وپوښتئ او شاهد وسىء.))

 مسلمانانو وويل : (( رسول الله! فاطمه دې حضرت علي ته نكاح كړې؟))

 پېغمبر اكرم وويل: (( هو!))

 بيا ټولو مسلمانانو لاسونه پورته كړل او دعا يې وكړه، چې خداى دې دا ښادي دربختوره كړي او ستاسې ترمنځ دې دوستي،مينه او محبت نور هم زيات كړي .

 حضرت علي (ك) خپله زغره بازار ته يووړه او حضرت عثمان (رض) ترې واخسته . حضرت علي (ك) دا پيسې له حضرت ام سلمې (رضى الله عنها) سره كېښووې .

وګورئ :

(١) کاتب واقدي : 8/22-20.

(٢) ابن عبدالبر :4/448.

 (٣)ابن­اثيرجزري :7/216.

(٤)عسقلاني:8 263.

(٥) بحار:43/129 او 43/130.

 (٦)داکتر جعفر شهيدي؛زندګاني فاطمه زهرا: ٤٤ مخ

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

  واده

تر كوژدنې ډېر موده وروسته حضرت “ام سلمه” او حضرت “ام يمين” (رضى الله عنهما)،  پېغمبر اكرم ته راغلې او و يې ويل:

 ((رسول الله! كه خديجه ژوندى واى؛نو د فاطمې پر واده به ډېره خوشحاله شوې واى.))

 د حضرت خديجې د نوم په اورېدو د رسول الله په سترګو كې اوښكې راغلې او و يې وويل:((هېڅوك به راته د هغې په شان نشي، هغه وخت،چې  ټولو دروغجن ګڼلم؛نو هغې رېښتينى وبللم او خپله ټوله شتمني يې د خداى د دين په لار كې ولګوله.خديجه هغه ښځه ده،چې خداى يې راته په هكله په جنت كې د زمردو د ماڼۍ زېرى راكړى و.))

– ((رسول الله! حضرت علي (ك) غواړي كه اجازه وركړئ،فاطمه خپل كور ته يوسي او نوى ژوند پيل كړي .))

 پېغمبر اكرم وويل: ((ولې علي را ته په خپله ونه ويل؟))

حضرت ام ايمين وويل: ((شرمېده.))

 پېغمبر اكرم وويل: ((علي ته غږ كړىء.))

 حضرت علي د پېغمبر اكرم  مخې ته كېناست او سر يې له شرمه  ټيټ کړى و. رسول الله ورته وويل : ((غواړې فاطمه خپل كور ته يوسې.)) حضرت علي وويل : (( هو!))

وګورئ:فاطمة الزهرا من المهد الى الحد:186 مخ)

 جهېز

پېغمبر اكرم حضرت ابوبكر،حضرت سلمان او حضرت بلال (رضي الله عنهم) راوبلل او څه پيسې يې حضرت بلال او حضرت سلمان رضي الله عنهما ته وركړې،چې زما لور ته پرې عطر واخلىء او نورې پيسې يې حضرت ابوبكر (رض) ته وركړې،چې جهېز  پرې برابر كړه.

“شيخ طوسي په امالي” كې د حضرت فاطمې جهېز داسې ښوولى دى :

 يو کميس،پړونى،كټ چې د خرما له پاڼو بڼل شوى و،دوه توشكه ، څلور بالښته،پوزى،مېچن،لګن،د اوبو ژى،کټورى،د شيدو كاسه او څو  خاورين لوښي .

 حضرت ابوبكر (رض)  چې دا راوړل؛نو  پېغمبر اكرم  وويل: ((خدايه ! دا واده هغو ته مبارك كړې،چې ډېرى لوښي يې خاورين دي.))

 پېغمبر اكرم  په خپلو لاسونو خوړه (وليمه) ورکوي

پېغمبر اكرم  وويل: (( په واده كې بايد خوړه وركړاى شي، خوښ يم،چې امت مې هم په ودونو كې وليمه وركړي.))

 وروسته حضرت علي (ك) ته يې وويل: ((څوک چې غواړې،بلنه وركړه.))

 حضرت حمزه (رض) دوه اوښان حلال كړل او ټول اصحاب كرام يې راوبلل . پېغمبر اكرم  په خپلو لاسو خواړه اچول او حضرت علي(ك)، حضرت حمزه او حضرت عقيل رضي الله عنهما د مېلمنو چوپړ ته ولاړ ول.

 د پېغمبر اكرم  په مباركو لاسو رابللي ماړه شول . پاتې خواړه هغو ته واستول شول،چې واده ته نه ول راغلي. د پېغمبر اكرم په امر په يوه لوښي كې خواړه فاطمې اوحضرت علي (ك) ته ولېږل شول. د پېغمبر اكرم مېرمنو فاطمه ناوې كړه.رسول الله حضرت علي (ك) خپل ښي او حضرت فاطمه کيڼ لوري ته كېنول . دواړه يې سينې ته نږدې او تندي يې ښكل كړل،بيا يې حضرت علي (ك) ته وويل: (( فاطمه ښه او غوره مېرمن ده)) او حضرت فاطمې ته يې وويل: (( علي ښه او غوره مېړه دى.)) پېغمبر اكرم ښځو ته امر وكړ، چې فاطمه په ښادۍ‌‌‌‌‌‌‌ خپل كور ته يوسئ او په لار كې داسې ښادي وكړئ،چې خداى پرې ناراض نشي. ام المؤمنين عايشې بي بي دا شعرونه ويل :

((ښځو! ځانونه پټ كړئ،په خپلو ژبو يوازې ښې خبرې وکړئ،د پالونکي نوم واخلـىء،چى موږ يې د اسلام په دين خپل بندګان كړو. ستاېنه لوى بښونكي او وسمن خداى ته ده، خداى دا نجلۍ پاك او ښه مېړه ته غوره كړې ده.))

 د واده شپه

پېغمبراكرم د فاطمې كوټې ته راغى او امر يې وكړ،چې په لوښي كې اوبه راوړئ،لږې يې پر حضرت علي وشيندلې،په نورو حضرت علي  اودس وكړ .  بيا يې د حضرت علي او حضرت فاطمې مخونه ښكل كړل او لاسونه يې اسمان ته پورته كړل : خدايه! ښادي يې بختوره كړه. نېك او صالح اولاد وركړې . خدايه! دا دواړه زما دي او زه د دوى يم، دوى له چټليو پاک کړه؛لکه چې زه دې له چټليو پاک کړى يم.

 پېغمبر اكرم چې له كوټې وته؛نو حضرت فاطمه پر ژړا شوه. پېغمبر اكرم  ورته وويل: ((لورې ته مې داسې سړي ته وركړې يې،چې په ايمان،پوهه،تقوى او صبر كې تر ټولو غوره دى .))

 بيا يې د كوټې ور په دواړو لاسو ونيو او و يې ويل: (( خداى دې تاسې او ستاسې نسل پاك او صالح كړي.))

 پېغمبر اكرم امر وكړ،چې ټولې ښځې دې ولاړې شي؛خو حضرت سلم بنت عميس پاتې شوه(کشف الغمه:1/386).پېغمبر اكرم ترې د پاتې كيدو پوښتنه وكړه.و يې وويل: (( رسول الله!خديجې د مړينې پر وخت راته وويل:”هر نجلۍ‌ د واده پر شپه يوې ښځې ته اړتيا لري او رازمنه يې وي،زه له دې نړۍ ځم او وېرېږم،چې فاطمه هغه مهال څوك و نه لري .”ما ورته وويل : كه ژوندۍ وم؛ نو زه به دا كار وكړم.))

 دحضرت خديجې د نامه په اورېدو د رسول الله په سترګو كې اوښكې وګرځېدې او حضرت سلم بنت عميس ته يې وويل: په خپله ژمنه دې وفا وكړه.

وګورئ:

  (١)ينابيع المودة: ٥٥\١٧٤.

(٢)ذخايرالعقبى :٣٣مخ.

(٣)نورالابصار٥٣ : مخ.

(٤) الاصابة : ٨ ټوک.

(٥)اعلام النساء د فطم کلمه.

(٦) تذکرة الخواص : ٢٧٩ مخ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 په (تذکرة الاخواص او د صفوري شافعي په نزهة المجالس٢\٢٢٦) کې روايت شوى چې: د واده پر شپه پېغمبر اکرم  فاطمې بي بي ته نوى کميس ورکړ.پر دې وخت يو بېوزلي “ور” وواهه:

(( د رسول  الله کورنۍ! زړې جامې غواړم.)) فاطمې بي بي ورته خپلې نوې جامې ورکړې. دا وخت جبراييل  پر پېغمبر اکرم نازل شو او ويې ويل :(( رسول الله! خداى درباندې سلام وايي او راته يې امر کړى،چې پر فاطمې هم سلام ووايم او زما له لارې يې ورته جنتي جامې رالېږلي دي.))

د واده پر شپه حضرت علي، فاطمه پر ژړا وليده،ويې پوښتل: (( ولې خپه يې؟)) ويي ويل : (( د خپل چلن په هكله مې فكر كاوه، د پلار له كوره ،چې راوتم او ستا كور ته راتلم؛نو د خپل عمر پاى او قبر راياد شو،بله ورځ به له دې ځايه د قبر او قيامت پر لور خوځم؛نو پر خداى قسم دركوم،راځه چې لمونځ او د خداى عبادت وكړو.)) (مفيد؛ارشاد:1/270)

ام يمين پېغمبر اکرم  ته راغله او په ژړغوني غږ  يې ويل: ((رسول الله! په  انصارو کې يوه نجلۍ واده شوه او په واده کې يې پر سر شکرې او غوزان ورېدل، ما ته د فاطمې په واده کې هغه نجلۍ راياده شوه،و مې لېدل،چې تاسې د فاطمې پر سر هيڅ هم ونه شيندل.))

پېغمبر اکرم وويل: (( پر هغه خداى قسم،چې زه يې پېغمبر کړى يم ، خداى چې د فاطمې او علي د واده امر  وکړ ؛نو خپلو نږدې پرښتو ته يې امر وکړ،چې د عرش پر شاوخوا راټولې شئ،په دې کې “جبراييل”،”ميکائيل” او “اسرافيل” هم ول،بيا يې مرغانو ته امر وکړ،چې نغمې وواياست، بيا يې د “طوبى” ونې ته امر وکړ،چې پر هغوی ځلانده “لوءلوء” (مرغلرې) له سپينو زرو،سرو ياقوتواو شنو زبرجدو سره يوځاى وشيندئ.

وګورﺉ:

 (١)شيخ مفيد ارشاد : 1/270.

(٢)ينابيع المودة : ٥٥ باب ١٧٥،١٧٦ مخونه.

(٣)سنن ابي داود : د فاطمه الزهرا فضايل.

(٤)مسند احمد حنبل : د اهل بيتو مناقب.

(٥)نورالابصار :٥٣ مخ.

 (٦)اعلام النسا ٤ ټوک.

(٧)جامع الترمذي :٥ ټوک.

(٨) کنزالعمال :١٢\٥.

(٩)تذکرة لاخواص : ٢٧٥ مخونه.

(١٠) ذخاير العقبى  :٣٢ ٢٩ مخ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 په (ذخاير العقبى : ٣٣ او ٣٤ مخونو،ينابيع المودة : ٥٥ باب، الاصابة : ٨ ټوک،اعلام النساء : ٤ ټوک،تذکرة الخواص او مجمع الزوايد) کې له حضرت جابر روايت شوى دى :

(( موږ د علي او فاطمې په واده کې ګډون وکړ او ددې په څېر بل پاک او برکتناک واده مو ونه ليد او ډېره خوشبويي پکې وه.))

“احمد بن يوسف دمشقي” په خپل کتاب “اخبار الدوله او آثار لاول” کې وايي:

((فاطمې تر خپل واده وروسته پېغمبر اکرم  ته وويل:” رسول الله! د نورو خلکو لوڼې هم ودېږي او مهر ورته ټاکل کېږي؛نو زما او د هغوى تر منځ به څه توپير وي؟ هيلمنه يم دا مهر به بېرته علي ته ورکړې او له خدايه وغواړه،چې زما مهر دې ستا د امت د ګناهونو  شفاعت وګرځوي .”

 پر پېغمبر اکرم جبراييل نازل شو او يو کاغذ يې راووړ،چې پکې ليکل شوي ول : “خداى د فاطمې مهر د هغې د پلار د امت د ګناهونو شفاعت ټاکلى دى .”

 فاطمې وصيت وکړ،چې دا کاغذ دې ورسره په کفن کې کېښوول شي. فاطمه په دې هکله وايي:”په قيامت کې،چې راپاڅېږم،دا کاغد به راسره وي او د خپل پلار د امت د ګناهونو شفاعت به کوم.”))

وګورئ :

(١)بهجة القلب المصطفى:464 مخ.

(٢)فاطمة الزهرا من المهد الى الحد:684 مخ.

(٣) احقاق الحق:19/29 او همداسې10/367.

(٤)سفينة النجاة : 217 مخ

 فاطمة الزهرا د پېغمبر اكرم  د وجود ټوټه ده

پر څلورمه ورځ پېغمبر اكرم د حضرت فاطمې كور ته راغى او و يې پوښتل: (( مېړه دې څنګه سړى دى؟))

 ويې ويل: ((خداى مې غوره سړى په برخه كړى؛ خو د قريشو ښځې د مباركۍ پر ځاى وايي:”پلار دې يو فقير ته وركړې،حال دا چې شتمنو هم پر تا مرکې كړې وې.”))

 پېغمبر اكرم وويل: ((ګرانې لورې!پلار او مېړه دې فقيران نه دي، پر لوى خداى قسم، د ځمكې ټولې خزانې يې راته وړاندې كړې؛ خو ما د اخرت نعمتونه غوره کړل.ګرانې لورې! ما درته داسې سړى خوښ كړ، چې تر ټولو لومړى يې ايمان راووړ،د پوهې او عقل له پلوه پر ټولو غوره دى،خداى ښه مېړه دركړى،درناوى يې كوه او له خبرې يې سر غړونه مه کوه .))

 بيا يې حضرت علي ته وويل :((له مېرمنې سره دې په مهربانۍ او ورين تندي چلېږه،پوه شه چې “فاطمه” زما د وجود ټوټه ده،چا چې ازار كړه ؛نو زه يې ازار كړي يم او چا چې خوشحاله كړه؛نو زه يې خوشحاله كړى يم . ))

وګورﺉ :

(١)صحيح بخاري،د اهلبيتو د فضايلو برخه.

(٢)صحيح مسلم ،،د اهلبيتو د فضايلو برخه.

(٣)صحيح ترمذي٢\٣١٩.

(٤)مستدرک الصحيحن ٣\١٥٩-١٥٨.

(٥)كشف الغمه ج 1 .

(٦) المستدرك 3/158 .

(٧) مسند احمد بن حنبل 4/5-٣٢٣-٣٣٢ .

(٨) الترمذي 10/371 .

(٩) تذكرة الخواص سبط ابن جوزي .

(١٠)ابن هشام سيرة .

(١١)مناقب خوارزمي .

(١٢) مسند احمد حنبل ٥\ ٢٦.

(١٣)رياض النضره ٢\١٩٤.

(١٤)مجمع الزوايد ٩\١٠١، ١١٤.

(١٥) ذخاير العقبى : ٧٨ مخ .

(١٦)کنزالعمال : ١٢\له ١١٢ څخه تر ١١٥ مخونو پورې .

(١٧)الصواعق المحرقه: ٢٨٩ مخ .

(١٨)سنن بيهقي : ٧\٦٧.

(١٩)حلية الاولياء : ٢\٤٠-١٧٤.

(٢٠)خصايص نسايي :٣٦ مخ .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!