تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د پېغمبر اکرم (ص) ټولنيزه وګړه د اسلام ستر پېغمبر د دروند خوى او سترې دبدبې خاوند و، په زړونو کې يې ځاى درلود او پر خلکو خورا ګران و،څېره يې د څوارلسمې سپوږمۍ په څېر ځلېده  او په اخلاقو،مانيزې  ښکلا  او  پاکۍ پسوللی و . يوازې به چې و؛ نو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د پېغمبر اکرم (ص) ټولنيزه وګړه

د اسلام ستر پېغمبر د دروند خوى او سترې دبدبې خاوند و، په زړونو کې يې ځاى درلود او پر خلکو خورا ګران و،څېره يې د څوارلسمې سپوږمۍ په څېر ځلېده  او په اخلاقو،مانيزې  ښکلا  او  پاکۍ پسوللی و . يوازې به چې و؛ نو په فکر کې به  و او په خلکو کې به، چې و؛نو تندى يې ورين او موسکا يې پر شونډو وه .

 د دنيا په مال کې له هغه څه لرې ګرځېده،چې د پېسمنۍ-غرور او د زړه تړنې لامل و او ډېر خوښ و،چې له خپل پالونکي سره خلوت شي.

د اسلام پېغمبر سخت دريځه نه و، خواږه او نرم اخلاق يې درلودل او د دنيا د نورو شتمنو او زورواکو په څېر نه و، چې تل يې غري کول .

يو  بيدياني عرب اړتيا درلوده او رسول الله (ص) ته راغى،چې رامخکې شو،له پخوا  يې چې څه  د پېغمبراکرم په هکله اورېدلي ول، د پېغمبراکرم  دبدبه  پرې کېناسته؛ژبه يې بنده او پښې يې وچې شوې .

 کتل يې لنډ وو،د چا څېرې ته به نه ځيرېده او ډېرى يې سترګې ځمکې ته وې او خلک د عطرو له بويه پوهېدل،چې  رسول الله (ص) له دې ځایه  تېر شوى دى .

د تګ پر مهال يې خپلې مخې ته کتل او چې غوښتل يې، شا، مخکې او يا شاوخو ته کتل؛ نو له ټول بدن سره به هغې لوري ته ورچورلېده او چې يې چاته اشاره کوله؛نو په ټول لاس يې ورته اشاره کوله او هېڅکله يې په سترګو او وريزو اشارې نه کولې . ډېر وخت به مخ  پر قبله ناست و،ډېره ناسته پاسته يې له بېوزليو سره وه او ورسره به په يوه کاسه کېناسته او پر خپلو مهربانو لاسونو يې خواړه ورکول او کله هم و نه شول، چې کوم بېوزله د بېوزلۍ له امله ورټي او له هېڅ واکمن او ځواکمنه نه ډارېده. بېوزله او شتمن د رسول اکرم  په نظر کې يو برابر وو او دواړه  يې  توحيد ته رابلل؛ نه يې نيوکې کولې او نه يې غوړه مالي او د غوړه مالۍ او ستاېنې اورېدو  بې زاره  و، ويل يې:  (( د غوړه مالانو او چاپلوسانو پر مخ خاورې وشيندئ .))

هېڅکله يې څوک له  ځانه  خوار او ټيټ نه ګاڼه . په حيا او شرم کې بې سارى و،تر دې چې که کوم څيز  يې خوښ نه و؛نو له څېرې به يې پوهېدل،چې دا څيز يې نه دى خوښ‌ او چې له چا  به خپه شو؛ نو خپګان يې په څېره کې ليدل کېده؛خو کله يې هم پر چا نيوکه او ګيله نه کوله او چې کوم څيز به يې، خوښ شو؛نو له خوشحالۍ يې څېره د څوارلسمۍ سپوږمۍ په څېر ځلېده.

هېڅ نعمت يې نه رټه . خواړه يې نه ډېر ستاېل او نه ډېر رټل. نعمتونه يې ستر ګڼل که څه  په ظاهره به واړه وو.

 يوه ورځ يې د يوې مېرمن په کور کې يو کپ ډوډۍ له ځمکې راواچته، ښکل يې کړه او ويې خوړه  او بيا يې ورته وويل : (( دا هغه څه دي، چې اسمان،ځمکه او پکې ژوي پکار وو،چې دا کپ در و رسي.))

په ټول عمر کې يې چا ته کنځل ونه کړه، له خولې يې چا بېځايه خبره وانه ورېده او هېڅکله يې سپک کار ونه کړ

ويل يې : پالونکي مې حکم راکړى چې :

١_  ټولې پټې او ښکاره چارې  د هغه لپاره وکړم .

٢_له هغه تېر شم،چې پر ما يې تېرى کړى او هغه وبښم،چې زه يې بې برخې کړى يم .

٣_ په هغه پورې ځان ور ونښلوم چې ځان يې را څخه  پرېکړى دى .

٤_چوپتيا مې د اندنې-تفکر لپاره وي .

٥_ليدل مې د عبرت  لپاره وي .

له امام باقر(رح) روايت دى،چې د خداى استازي راته وويل، چې پالونکي مې د اوو ځانګړنو حکم  راکړى دى :

١_ له بېوزليو سره مينه او ورسره ناسته پاسته.

٢_ د  ((لاحول و لا قوة الا باالله )) د ذکر ډېر ويل .

٣_له خپلوانو سره مړى ژوندى وکړم ،که څه  راسره يې نه کوي .

٤_هغوى ته وګورم،چې د شتمنۍ له کبله تر ما ټيټ وي او هغوى ته ونه وګورم، چې تر ما پورته دي .

٥_ د خداى په لار کې د چا له رټلو ونه وېرېږم.

٦_د حق خبره وکړم که څه ترخه وي .

٧_له هېڅ چا څه  ونه غواړم .

 رسول الله مبارک تر ټولو سخي و، مال يې نه زېرمه کاوه او که له خپل خرڅه به څه ورسره پاتې شول؛نو پر بېوزليو تر ايشلو مخکې به کور ته نه راستنېده .

کله يې هم کوم سوالګر تش لاس رخصت نه کړ اوڅومره يې چې له لاسه کېدل، د هغه د اړتيا په پوره کولو کې يې کوښښ کاوه او که داسې به نه شول ؛ نو په نرمه ژبه يې راضي کاوه .

د هر چا مېلمستيا يې منله او نه يې کتل،چې مېلمستيا د  بېوزله ده که د شتمن،د سپين ده که د تور،د ازاد ده  او  که د مريي .

که چا ورته  يو ګوټ شيدې هم ورډالۍ کولې؛ نو پر ورين تندي يې منلې او له ډالۍ راوړنکي يې مننه کوله ؛خو صدقه يې نه قبلوله او صدقه شوي خواړه يې هم نه خوړل .

که کوم واده ته به  وبلل شو؛نو که کوم خنډ او مخنيوى به  نه  و؛نو د واده خوړې ته به  ته او په ټاکل شوي وخت به په بلل شوي ځاى کې حاضرېده؛خو هغو غونډو ته به نه  ته،چې يوازې شتمن به پکې ول او بېوزله به پکې نه  وو او همداسې د فاسقانو غونډو ته خو به بيخي نه ته .

کله خو به داسې هم کېدل، چې رسول الله (ص)  به يوه  لرې مېلسمتيا منله، د بېلګې په توګه : يوه ورځ د مدينې په شاوخوا کې يو کلي ته مېلمه شو او هغوى ترې يوازې پر سوکړک مېلسمتيا وکړه او د خداى  استازي به هم د زړه له کومې  په داسې غونډو کې ګډون کاوه او  په تېره  د هغه چا مېلسمتيا او غونډې ته به پر ورين تندي ورتله،چې کوربه يې د  تقوا خاوند و.

 پېغمبراکرم(ص) به د ناروغانو پوښتنې ته ورتله، که څه  د ناروغ کور به ډېر لرې و؛ په جنازه کې يې ګډون کاوه.

په جګړو کې،چې به ځواک ته اړتيا شوه؛نو ډېر وړانديزونه  وشول، چې  له  مشرکه د مشرک پر خلاف کار واخلو؛خو هغه مبارک به پرېکنده ځواب ورکاوه: زه په مشرک بري ته وررسېدل نه غواړم .

د پېغمبراکرم  تندى  ټولو ته ورين،سينه يې ټولو ته پراخه، پر ټولو مهربانه و او د مهربان پلار په څېر يې ټولو ته په يوه سترګه کتل .

 په حقوقو کې ورته ټول مساوي ول، بې له خداىه يې له چا په زړه کې وېره نه درلوده او د دنيا يوې چارې هم نه  وارخطا کاوه.

دنيوي چارو بوختولای نشو؛خو د پرهېزګارانو تقوا.

د جامې ډول ته يې دومره ارزښت نه ورکاوه؛خو پاکوالي او سادګۍ يې ورته ارزښت درلود.

 که اس و که قاطر، د سپرلۍ ګټنه يې ترې کوله او چې په کوم کار پسې به شو؛ نو ترسره کاوه يې او که څوک يې ملګری کېده ،له ځان سره يې سپراوه  او دې ته يې نه کتل، داچې پر سپرلۍ راسره کېني، ازاد دى که مريی ،بېوزله دى که شتمن او بله داچې ډېر وخت خو پر خپله سپرلۍ نه سپرېده او ورسره به پلى تله .

خوږ بوي يې خوښ و، له بېوزليو سره يې داسې ناسته پاسته کوله، چې ته وا له هغوى ځنې دى .

تر ټولو ساده او تر ټولو پر نورو مهربانه و .

له اهل صفه وو سره په لورنې او مينه چلېده او رسول اکرم ته،چې ډالۍ يا صدقه راتله؛نو ورکوله يې ، د فاضلانو درناوى يې کاوه او د ښو اخلاقو خاوندان پرې ګران وو او د هغوى درناوى يې کاوه . شريفو خلکو ورسره ځانګړى مقام درلود او د هر قوم د مشر درناوى يې کاوه . زړه سوي یا صله رحم ته يې ډېر پام و او هغوى ورته د نورو په پرتله ګران وو، چې په دين کې به غوره او افضل وو . داسې څوک به پېدا نه کړئ، چې د خداى استازي ورسره جفا کړې وي .

که څوک تېروته او وروسته به پوه شو،چې تېروتى او بښنه يې غوښته؛نو بښنه يې منله. له چا يې تمه نه درلوده او که چا داسې کوم کار وکړ،چې تمه به ترې نه کېده؛ نو څه يې ورته نه  ويل؛خو هغه مهال ،چې د سمونې او ارشاد په موخه وو .

د بې ادبو پر وړاندې زغمناک و او داسې هم کېدل،چې ځينو به يې په مخ کې ناندارۍ کولې او د خداى د استازي حرمت يې نه ساته؛خو هغه به د متانت او ښو اخلاقو له امله چوپ پاتې کېده  او څه يې ورته نه ویل .

 د رسول اکرم د کور عادي خواړه روټه وه او ډېر وو، چې په کور کې يې خواړه نه وو .

کله خو په مياشتو مياشتو د پاک نبي (ص) په کور کې د پخلي اور نه بلېده. د کور معمولي خواړه يې اوبه او کجورې وې ؛خو پر کومه ورځ، چې به انصارو ورته شيدې راوړې . داسې کوم وخت رانغى، چې په يو وخت کې دوه ډوله خواړه وخوري . ډېرى يې خواړه اوبه او کجورې وې او که کوم وخت کجورې او ډوډۍ شوه؛نو يوازې ډوډۍ يې خوړه.

د بېوزليو او اصحابو په داسې مېلسمتياګانو کې يې هم ګډون کاوه،چې نه پکې غوښه وه او نه  ډوډۍ او پخپله پکې وږى پاتې کېده او ډېر داسې وختونه راتلل،چې يوازې ډوډۍ او کجوره يې هم په مړه ګېډه نه خوړه او ډېر وو داسې وختونه،چې له لوږې يې تيږه پر نس تړله .

کورنۍ يې په هکله وايي :

نېکخویه

  امام صادق (رح) وويل : ښه خوی ښادي راوړي او بيا امام داسې حديث رانقل کړ،چې مانا يې داسې وه ،چې رسول الله (ص) د ښېګڼو او ښو اخلاقو څښتن و.

ښېګڼه،چې قدر يې ونه شو:

  حضرت علي (ک) وويل : رسول الله (ص) له هغوى ځنې و،چې د نېکو قدر يې و نه شو،حال داچې نېکیو يې عرب او عجم دواړو رانغاړل،داسې څوک شته چې له خلکو سره يې نېکۍ او ښېګڼې تر رسول الله (ص) خورا وي؟ زموږ د اهل بيتود نېکیو هم قدر ونه شو او همداسې د مؤمنينود نېکیو هم قدر و نه شو .

د رسول الله (ص)  تواضع :

  رسول الله(ص) خپلې جامې پخپله پيوندلې،خپلې پڼې يې ګنډلې،خپلې مېږې يې لوشلې او له خپلو مریانو سره يې خواړه خوړل،پر ځمکه کېناسته،پر خره سپرېده او د کور سامان يې پخپله په بازار کې پېره او پخپله يې خپل کورته راوړه . نشتمنو او شتمنو ته يې يو شان لاس ورکاوه او چې مقابل لوري به خپل لاس نه و کش کړى؛رسول الله (ص) خپل لاس نه راکښود،له چا سره به چې مخ شو؛نو لومړى يې سلام اچاوه؛که نشتمن و که شتمن که کوچنى و که غټ . خوړو ته يې د چا بلنه نه ردوله،ان  که يوې کجورې خوړو ته به هم مېلمه شو .

د ښې طبعې څښتن و :

د  رسول الله(ص) د ژوند لګښت لږ و،د ښې طبعې؛نرم چلن او د ورين تندي خاوند و،بې له دې چې وخاندي تل موسکى و او بې له دې،چې تندی يې تریو وي،تل خپه اوغمجن و.

د مخ او وېښتانو پاکوالى :

  د  رسول الله(ص) عادت و،چې هندارې ته يې کتل او د سر وېښتان يې ږومنځول او کله يې دا کار داسې کاوه، چې رڼو اوبو ته به درېده او د سر وېښتان يې سمول . هغه نه يوازې خپلې کورنۍ ته؛بلکې خپلو اصحابو ته هم سينګار کاوه ويل يې :

د خداى خوښېږي،چې  بنده يې يو د بل کتو ته ورځي او ځان چمتو او وپسولي .

پینځه نبوي سنتونه  :

امام صادق (رح) وویل:  رسول الله (ص) وويل : پینځه څيزه به تر مرګه پرېنږدم،چې تر ما وروسته سنت شي: پر ځمکه خواړه خوړل ،له مریانو سره پر لوڅ خره سپرېدل،پر خپل لاس اوزې لوشل،وړینې جامې اغوستل او پر ماشومانو سلام .

پر لوى اوکوچني سلام  کول :

  رسول الله (ص) پر لوى اوکوچني سلام اچاوه.

د  رسول الله(ص) د ننووتواجازه :

  حضرت علي (ک) د بني سعد د ټبر يو سړي ته وويل : نه غواړې د ځان او فاطمې په باب درته يو حديث ووايم؟ بيا حضرت علي (ک) ورته وويل : سهار و،چې رسول الله (ص) مو کور ته راغى،حال داچې لا په بستره کې وو؛و يې ويل:سلام دې پر تاسي وي . او داچې موږ په بستره کې وو؛خېجله شو او ځواب مو ور نه کړ،يو ځل بيا  رسول الله (ص) وويل: ((السلام عليکم)) بيا مو هم ځواب ور نه کړ، درېم ځل يې وويل : ((السلام عليکم)) ؛نو موږ ووېرېدو،چې  رسول الله (ص) ولاړ نشي ؛ځکه د رسول الله (ص)  عادت  و،چې درې ځل يې سلام اچاوه،که ځواب به يې واورېد؛نو راننووته به ګنې بېرته به تله، ورته مو وويل : سلام دې پر تا وي اى رسول الله (ص)! راځئ؛نو هله ول،چې رسول الله (ص) راننووت .

پر ښځمنو يې هم سلام اچاوه:

  امام صادق (رح) وويل :  رسول الله (ص) پر ښځمنو هم سلام اچاوه او ښځمنو هم د سلام ځواب ورکاوه.

پېغمبر اکرم (ص) د کېناستو طريقه :

 رسول الله (ص) به درې ډوله کېناسته : يو داچې زنګونه يې راوچتول او دواړه لاسونه يې ترې راتاوول،کله پر دوو زنګنو کېناسته او کله زنګون کېش او کله يې د کبرجنو په څېر پلتۍ نه وهله .

دا کارونه  يې تل کول :

 حضرت علي (ک) وويل : و نه شول ،چې رسول الله (ص) چا ته لاس ورکړي او تر مقابل لوري مخکې خپل لاس راکاږي . تل يې د خلکواړتيا پوره ‏کوله او داسې ونه شول،چې څوک له  رسول الله(ص) سره خبرې پيل کړي او تر مقابل لوري مخکې چوپ شي او چا ترې ونه ليدل،چې  رسول الله(ص)د چا په مخ کې پښې وغځوي او ‏چې خپلې خوښې ته به پرېښوول شو؛نو تر ټولو ستونزمن کار يې پر غاړه اخسته،که چا به پرې ظلم وکړ؛نو د غچ په فکرکې به نه و؛خو داچې چا به الهي محارمو ته سپکاوى وکړ،چې په دې صورت کې به غوسه شو، د خداى لپاره به غوسه کېده،څو ژوندى و؛نو چا ونه ليد،چې د ډډې په حال کې يې خواړه خوړلې وي .

د اړمنو د اړتيا پوره کول : 

 چاچې څه له  رسول الله(ص) نه وغوښتل؛نو ((نه))  يې ورته نه کوله او کله يې د  اړمن اړتيا رد نه کړه او ‏چې شونې وه،‏‏د خلکو اړتيا يې پوره کوله او که نه يې شو کړاى؛نو خلک يې له ځانه په خوږو او غوړو خبرو نه راضي کول ،لمونځ يې بشپړ او سم و؛خو لنډ و،خطبې  يې لنډې وې،بېځايه خبرې يې پکې نه کولې او خلکو  رسول الله(ص)له خوږ بوىه پېژانده.

د دسترخوان آداب :

  ‏چې له نورو سره کېناسته؛نو لومړى تن و،چې خوړل يې پيلول او وروستى تن به و،چې له خوړو يې لاس اخسته . په خپل مخ کې يې خوړل او يوازې د کجورو خوړو پر مهال وو،چې د بل چا مخې ته يې هم لاس وراوږداوه،اوبه يې په درې ساه ګانوڅښلې او په يوه ساه يې نه څښلې،اوبه يې نه تېرولې؛بلکى رولې يې . ښی لاس يې د خوړولو،څښلو،نيوو او ورکولو لپاره ځانګړى کړى و او کيڼ لاس يې نورو چارو ته ساتلى و. په ټولو چاروکې يې تيمن(یو څه په نېک فال نیول) خوښ و؛په جامو اغوستو کې،د پڼو په پښوکولو کې او د وېښتانو په ږومنځولو کې.

خلکو ته غږ کول :

  چا ته چې يې غږ کاوه ؛نو درې ځل يې ورته غږ کاوه؛خو خبرې يې بیا ځلي نه وې، د ننووتو لپاره يې درې ځل اجازه غوښته،خبرې او وينا يې دومره څرګنده وه،چې هر څوک پرې پوهېده،د خبرو کولو پر مهال يې د مخامخ غاښونو سپين والي برېښېده،مخکني غاښونه يې په زړه پوري توګه يو له بله بېل وو؛خو ازاد نه وو.

د  رسول الله (ص)کتل  

  د  رسول الله(ص) ليدل به د يوې شېبې لپاره ول،چا ته نه ځيرېده، کومه خبره يې چې خوښه نه وه؛نو له چاسره يې نه کوله. پر لار داسې روان و،ته وا پر ځوړه روان دی،ګامونه يې په ځان پسې نه راښکودل ويل يې :((په تاسو کې غوره انسان د ښه اخلاقو خاوند دی .)) د خوړو ستاینه او سپکاوى يې نه کاوه،اصحابو يې په مخ کې ناندارۍ نه کولې .

په ټولو چارو کې بېسارى :

  چاچې به  رسول الله(ص) درک کړ؛ويل يې : د  رسول الله (ص) په څېر نه په پخوانيو کې و او نه به راپيدا شي . د خداى درود دې پرې وي .

د  رسول الله(ص) د کتو او لاس ورکولو سنت :

  امام صادق (رح) وايي : رسول الله(ص) اصحابو ته یو برابر کتل،پښې يې د چا په مخ کې نه غځولې اوچې چا به لاس ورکړ؛څو مقابل لوري خپل لاس راکښودی نه و، خپل لاس يې نه راکښوده اوچې څوک به له دې خبرې خبر شو؛نو ډېر ژر يې خپل لاس راکښوده.

له خلکو سره ناسته :

  امام صادق (رح) وويل : رسول الله (ص) چې له چا سره کېناسته،نو د مقابل لوري تر ناستې يې په جامو کې ادلون بدلون نه راوسته .

په خبرو کې موسکى :

 رسول الله (ص) د خبرو پر مهال موسکى و.

د رسول الله (ص)  ټوکې :

 له يونس شيباني روايت دى ،چې امام صادق (رح) راته وويل :څومره يو له بل سره ټوکې کوئ ؟ ورته مې وويل  : ډېرې لږې ! امام وويل : ولې يو له بل سره ټوکې نه کوئ؟په رښتيا،چې ټوکې خوږ خلقي ده او په ټوکو يو انسان خوشحالولاى شئ،رسول الله(ص) د خلکو خوشحالولو لپاره ټوکې کولې .

رسول الله(ص) هم ټوکې کولې :

  امام صادق (رح) وويل : هغه مؤمن نه دى،چې ټوکې نه کوي،رسول الله (ص) هم ټوکې کولې او بې د حق له خبرې يې بله خبره هم نه کوله.

د ټوکو کولو سنت :

 مهربن خلاد وايې: امام رضا (رح) مې وپوښت: ځار دې شم! انسان چې په ډله کې کېنې،يوه خبره رامنځ ته شي،ټوکې وکړي او وخاندي . امام وويل : که داسې وي؛نوهېڅ پروا نه لري .راوي وايې: فکر مې وکړ،چې د امام مطلب به کنځلې او بدې ردې وي . بيا امام وويل:يو پانډیڅي به حضرت رسول ته راته او ورته يې ډالۍ راوړه  و يې ویل: ‏د ډالۍ پيسې  مې راکړئ،  رسول الله (ص) به وخندل،  رسول الله (ص) چې به کله هم غمجن و؛نو ويل يې:(( پانډیڅي څه شو؟ کاشکې اوس دلته وای .))

مخ په قبلې کېناستل :

 امام صادق (رح) وويل : پېغمبراکرم ډېرى مخ پر قبلې کېناسته.

پر ماشومانو نوم ایښوونه:

ماشوم به يې چې دعا يا نوم اېښوونې ته پېغمبراکرم (ص) ته راوست؛نو  رسول الله (ص) يې د کورنۍ درناوي ته ماشوم راخسته او په خپل غېږ کې يې اچاوه،کله داسې هم کېدل،چې ماشوم به يې په غېږ کې متيازې وکړې؛نو ناستو کسانو به چې دا کار وليد؛نو ماشوم به يې راټه،رسول الله(ص) به ورته ويل: ((ماشوم مه رټئ ، مه کوئ،چې متيازې وکړي.)) ماشوم يې په هوسا پرېښود،چې متيازې وکړي .  او دعا يا نوم اېښوول چې به پاى ته ورسېدل؛د ماشوم کورنۍ به په خوشحالۍ ماشوم اخسته،بې له دې،چې د متيازو له امله ورته د  رسول الله(ص) تندى تريو شوى وي،چې هغوى ولاړل؛نو  رسول الله (ص) به خپلې جامې پاکې کړې

 رسول الله(ص)،چې به پر خره سپور و او څوک ‏چې ورسره په څنګ کې پر خپلو پښو روان و؛نو له ځان سره يې راسپراوه او که مقابل لوري ورسره نه منله؛نو آنحضرت(ص) به ويل :(( پلانيه! تر ما مخکې مخکې ولاړ شه او په پلاني ځاى کې راته په تمه شه.))

د  رسول الله(ص) تېرېدنه :

  ابوالقاسم کوفي وايي: رسول الله (ص) کله هم له چا خپل غچ وانه خست اوهغوى به چې کړاوه ؛نو بښل يې او ترې تېرېده.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!