تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د  رسول الله (ص) څېره   له حضرت علي (ک)،حضرت ابوهريره،حضرت جابربن سمره او حضرت هندبن هاله (رضى الله عنهم) په رانقل شويوروايتو کې راغلي: رسول الله (ص)  دهر ليدونکي په نظرکې ډېر ستراوباوقاره ښکارېده،دخلکو په زړونوکې يې ځانګړى ځاى درلود،څېره يې د څوارلسمې سپوږمۍ په څېر ځلېده اودڅېرې رنګ يې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د  رسول الله (ص) څېره

  له حضرت علي (ک)،حضرت ابوهريره،حضرت جابربن سمره او حضرت هندبن هاله (رضى الله عنهم) په رانقل شويوروايتو کې راغلي: رسول الله (ص)  دهر ليدونکي په نظرکې ډېر ستراوباوقاره ښکارېده،دخلکو په زړونوکې يې ځانګړى ځاى درلود،څېره يې د څوارلسمې سپوږمۍ په څېر ځلېده اودڅېرې رنګ يې سپين توربخن و؛نه چاغ واونه ډنګر،سپينه اونوراني څېره يې درلوده،غټې اوتورې سترګې يې درلودې اووريزې يې تورې اوپه زړه پورې وې . مبارک سريې مناسب اوغټو،اوږدوالى يې مناسب و؛جيګ تندى يې درلود،وريځې يې نښتې اومخ يې کړوپ نه و،دلاس ورغوى يې پلن او مټې يې اوږدې وې ،اوږې  يې پلنې اوغټ بندونه يې درلودل،دلاس ورغوى او دپښو تلي يې کلک اوپلن ول . سينې يې ويښنان نه درلودل، ته وا دپښې تلي يې دنوروخلکو په څېر نه دي،اوږده باڼه يې درلودل،ډکه ږيره يې درلوده،چې دسراوږيرې په وېښتانوکې يې څوسپين وېښتان هم ول،چې رنګ کړی يې وو،چې شنه ښکارېدل؛خوله يېمناسبه سترهوه،غاښونه سپين اويو له بله بېل ول. وېښتان يې جړپړ نه ول . له سينې ترنامه يې دوېښتانو يوه نرۍلیکه وه، د  رسول الله (ص) ټول بدن له غړيو سره انډولو؛ګېډه يې له سينې سره مساوي وه،سينه يې پراخه اوورمېږ يې ښکلى او دسپينو زرو په څېر ځلېده.

د پېغمبراکرم (ص) اندام

د پېغمبراکرم پښې ‏او لاسونه اوږده او ښوى ول،چې غوټې پکې نه ليدل کېدې،د پښو لینګي‏يې ‏انډول ول او ډېرې غوښينې وې .زنه يې لنډه او مناسبه وه او لږه راوتلې وه.پنډۍ يې پلنې او غټې نه وې .خاصره لګن يې د مېړنيو په څېر پلن و،د  رسول الله (ص) غړي کلک؛نه لنډ او نه اوږده ول،د سر وېښتان يې نه جړ پړ ول او نه ګونجې وو، مخ يې مناسب و، نه ډېر ډنګر و او نه غوښين،د مخ سپين والى يې هم په زړه پورې و.

هډوکي يې کلک او غټ وو،چې پر لار تل په خپل واک کې و.د پوزې سوري يې تنګ نه ول،ګېډې او سينې يې وېښتان نه درلودل ؛خو له سينې تر نامه يې د وېښتانو يوه نرۍ ليکه وه. د سر دواړو اړخ ته يې سپين وېښتان وو،چې د پېغمبر د زوړوالي نښه وه.

 د پېغمبراکرم (ص) تګ

د لاسو ورغوي يې پلن او د عطارانو په څېر خوږبويه ول؛ د لاس  اوږده،قلمي هډوکي يې درلودل،د خندا اوخوشحالۍ پر مهال يې مخ د هندارې په څېر ځلېده ،په دبدبه او ورو ګامونه يې اخستل،د تګ پر مهال يې مخې ته کتل،په نېکچاريو کې تر ټولو مخکې و.داسې به تله؛لکه پر ځوړي،چې روان دى،د خندا پر مهال به يې د ږلۍ په څېر غاښونه راښکاره شول؛خو د غاښونو سپين والى به يې ډېر ژر په شونډو پټاوه.

 په اوږوکې يې دنبوت ټاپه وه

   رسول الله(ص) ښکلى اندام او ښکلي اخلاق درلودل،تندى يې ورين و او په ورين تندي يې له خلکو سره خبرې کولې،تندی يې د ځلاند څراغ په څېر د خلکو سترګې ځانته رااړولې،د ملغرو په څېر ترې خولې راتويېدې،چې د خولو بوى يې تر مشکو هم په زړه پورې و او د اوږو په منځ کې يې د نبوت ټاپه وه .

د رسول الله (ص) ليدل

حضرت ابوهريره(رض) ويلي:  رسول الله (ص) به چې شا يا مخې ته کتل؛نو ټول به راګرځېده.

*د پښو پنډۍ يې :

حضرت جابربن سمره (رض) ويلي چې د  رسول الله (ص) د پښوپنډۍ نرۍ وې .

په ږيره کې سپين :

حضرت ابوجحيفه (رض) ويلي: د پېغمبراکرم (ص) پر زنه او اننګو کې سپين وېښتان ليدل کېدل .

*د وېښتانو څلور چوټي :

حضرت ام هاني (رض) وايي : ومې ليدل چې  رسول الله (ص) خپلو وېښتانو ته څلور چوټي وراچولې وې .

ابن شهرآشوب وايي : په واقع کې پېغمبراکرم (ص) به خپلو وېښتانو ته دوه چوټۍ وراچولې،چې دا يې د نېکه (هاشم ) يو دود و.

*د پېغمبراکرم (ص) وېښتان :

 حضرت انس بن مالک(رض) وايي : د  رسول الله (ص) د ږيرې او سر په وېښتانوکې يوازې څوارلس سپين وېښتان ول .

* او روايت شوي،چې : ١٧ سپين وېښتان يې درلودل .

*حضرت عبدالله بن عمر (رض) وايي : د  رسول الله (ص) د زوړوالي نښه يوازې شل سپين وېښتان ول .

*حضرت براء بن عازب(رض) وايي : د  رسول الله (ص) وېښتان تر اوږو اوږده ول .

*حضرت انس بن مالک (رض) وايي : د پېغمبراکرم (ص) وېښتان تر غوږونو لاندې راځوړند ول .

اوږده وېښتان :

 حضرت عايشه بي بي وايي (رض) : د  رسول الله (ص) وېښتان تر غوږونو لاندې راځوړند ول؛خو اوږو ته رارسېدلي نه وو .

  خوږ نبوي بوى :

 د قصص انبياء(ع) په کتاب کې راغلي :  رسول الله (ص) به چې له هر ځایه تېر شو؛نو خلک به د هغه ځاى له بويه پوهېدل ،چې  رسول الله (ص) تېر شوى دى او له هر ځايه به چې تېرېده ؛نو د لارې بوټو او کاڼو ورته سجدې کولې.

  په خوب کې ويښ :

صفار د ((بصائرالدرجات)) په کتاب کې له امام محمد باقر (رح) روايت کړي، چې رسول الله (ص) وويل : په خوب کې  زموږ د ټولو پېغمبرانو سترګې پټې وي؛خو زړونه مو ويښ وي او لکه څنګه چې مخې ته ليدلاى شو شا ته څيزونه هم راته ښکاري .

 د نبوت ټاپه که نبوي معجزه :

قطب راوندي د (( الخرائج والجرائح )) په کتاب کې روايت کړى،چې د  رسول الله (ص) له معجزاتو،چې ډېرو روايتونو يې پخلى کړى او مؤمنان او کافر ترې منکر نه دي، دادی سره له دې،چې د  رسول الله (ص) پرشا او اوږو ګڼ وېښتان ول؛خو د نبوت ټاپه پکې ښکارېده. 

   رسول الله (ص) سيورى نه درلود:

ابن شهرآشوب په مناقب کتاب کې ويلي : د  رسول الله (ص) سيورى به پر ځمکه نه غورځېده او سيورى يې نه درلود.

 کليني په خپل سند د کافي په کتاب کې روايت کړي،چې على بن محمد نوخلي وايي : له امام رضا (رح) سره ناست وو،چې د غږ  ويينه رامنځ ته شوه، امام وويل : امام زين العابدين به چې قرآن  لوسته؛نو غږ يې دومره ښکلى و،چې خلک ورته بې سدېدل  او که امام خپل په زړه پورې او ښکلى غږ راوباسي؛نو خلک به يې د اورېدو زغم ونه لري .

راوي وايي : امام مې وپوښت : خو چې رسول الله (ص) به خلکو ته جماعت ورکاوه؛نو قرآن يې په لوړ غږ نه وايه؟ امام رضا (رح) ورته وويل : رښتيا خو داده،چې رسول الله (ص) د خلکو د وسې هومره غږ لوړاوه.

  د رسول الله(ص) رخسار :

 امام حسن وويل : له خپل ماما هند بن ابي هاله مې،چې د  رسول الله (ص)  له ستایونکیو و، وغوښتل  رسول الله (ص) راته توصيف کړي،چې مينه مې ورسره نوره هم زياته شي،ماما مى راسره ومنله  و  يې ويل:  رسول الله (ص) داسې وګړه درلوده،چې د هر چا په نظر کې يې دبدبه او ستروالى درلود،څېره يې د څوارلسمې سپوږمۍ په څېر ځلېده،برابره ونه یې درلوده، سر يې غټ او وېښتان يې بڼل شوي ول، که وېښتان يې نه واړه کول؛نو پر ټول سر يې راخپرېدل او چې وېښتان به يې واړه کړل؛نو له اوږو به لاندې نه رارسېدل . څېره يې سپينه او نوراني وه،تندى يې اوږد او پلن و، وريزې يې سره له دى،چې کماني او اوږدې وې؛ خو سره له دې بيا هم يو له بله بېلې ليدل کېدې،د وريزو ترمنځ يې يو رګ و،چې رسول الله (ص) به غوسه شو؛نو پړسېده به،پوزه يې نرۍ او اوږده وه،چې يوه رڼا به ترى راځلېده او ښکارېدل،چې له پوزې پورته يې راځلېږي .

 د مرغللو په څېر غاښونه او د سپینو زروپه څېر ورمېږ

 ږيره يې ډکه وه،اننګى يې راوتلي،خوله يې ستره؛خو مناسبه،غاښونه يې د مرغللو په څېر سپين؛خو يو له بله بېل ول . له سينې تر نامه يې د وېښتانو يوه نرۍ لیکه درلوده،ورمېږ يې د سپينو زروپه څېر ښايسته و، د دوو اوږو ترمنځ يې واټن ډېر و،چهارشانه و،سينې او ګېډې يې ويښتنان نه درلودل .

 د  رسول الله (ص) اندام او پر لار تګ :

سينه او د سينې پاسنۍ برخه يې له وېښتانو ډکه وه. د لاسونو بندونه يې پلن،د لاس ورغوى يې پلن او د پښې تلي يې پلن او کلک وو. پښې او لاسونه يى ښوى او پکې غوټې نه وې،هډوکي يې قلمي او د پښو او لاسونو د تلي د ورغويو ژوروالى يې له معموله ډېر و،پوندې يې پستې وې،د تګ پر مهال يې پښې په ځان پسې نه راښکودې،ګامونه يې پر وقار اوچتول او هر اړخ ته يې،چې کتل نو ټول  ورګرځېده.

د  رسول الله (ص) کتنه :  

 د  رسول الله (ص) ‏سترګې تل لاندې وې،ډېر يې ځمکى ته کتل، هېڅ چاته ته نه ځيرېده؛بلکې هر چاته يې يوه لنډه کتنه درلوده او له چا سره به چې مخامخ شو؛نو  لومړى يې پرې سلام اچاوه.

  د  رسول الله (ص) د خبرو دود

امام حسن وويل : د  رسول الله (ص) د خبرو طريقه راته ووايه! هند وويل :  رسول الله (ص) تل په خپګان او فکر کې و،يوې شېبې ته يې هم هوسايي نه درلوده،تل غلى و او يوازې د اړتيا پر مهال ګړېده او چې خبرې  يې کولې؛نو په کلاره کلاره يې کولې،خبرې يې لنډې؛خو بشپړې وې،بېځايه يې خپله خبره نه اوږدوله او هرڅوک يې په لنډه پوهول،نرم اخلاق يې درلودل،پر چا يې ظلم نه کاوه،هېڅ څوک يې له ځانه ټيټ او کوچنى نه شمېره،نعمت به چې څومره هم ناڅيزه و؛خو د هغه په نظر کې به ستر و،په هېڅ نعمت پسې يې بدرد نه ويل؛نه يوازې په خوړو کې يې هېڅ خبرې نه راايستې؛بلکې هر ډول خواړه به چې ورته کېښوول شول،ستایل يې .

 د  رسول الله (ص) غوسه اوخوشحالي :

هېڅکله دنيا اوسختيو يې نه غوسه کاوه؛خو چې د چا حق به ولتاړل شو؛نو دومره به غوسه شو؛چې چا نه پېژانده او له حقه په دفاع کې يې له هېڅ چا وېره نه درلوده‏،چې چا ته يې اشاره کوله ؛نو په ټول لاس يې کوله، چې يو څيز به حيران کړ؛نو لاسونه يې اړول رااړول او د خبرو پر مهال يې دواړه لاسونه سره ورکړي ول او د کيڼ لاس د ابهام ګوته يې پر ښي لاس وهله،چې غوسه به و؛نو مخ يې اړواه او په خوشحالۍ کې يې سترګې بندولې.‏ خندا يې موسکا وه او د موسکا پر مهال يې غاښونه د ږلۍ د دانوپه څېر راښکارېدل .  

 د رسول الله (ص) دنننى حالت :

 امام حسن وويل : دا خبره مې څه وخت له خپل ورور حسين نه پټه کړې وه؛خو چې دا خبره مې ورته وکړه،پوه شوم،چې تر ما ډېر له دې خبرې خبر دى؛و مې پوښت :دا هر څه دې له چا اورېدلي دي؟  و يې ویل : د رسول الله (ص)  په باب مې خپل پلار؛ علي بن ابيطالب وپوښت او هغه هم راته هر څه وويل : امام حسين وويل : د  رسول الله (ص) د دننني حالت په باب مې خپل پلار وپوښت، و يې ويل :  رسول الله (ص) پر خپل واک خپل کور ته تله او په کور کې يې خپل وخت پر درې برخو ويشلى و،يوه برخه يې عبادت ته، بله يې کوروالو ته او بله برخه يې ځانته ځانګړې کړې وه او هغه وخت يې چې ځان ته ځانګړى کړى و؛پکې يې خپلو يارانو ته لارښوونې کولې،د خلکو ستونزې يې پکې هوارولې او دا وخت يې،چې ځانته ځانګړى کړى و،بيخي يې پکې خپل کارونه نه کول؛بلکې د خلکو کارونو يې پکې کول .

  له علم والو سره  چلن :

  د  رسول الله (ص) يوه ځانګړنه دا وه،چې تل  د فاضلو او پوهانو  کتو ته چمتو و او د هر چا يې د علم هومره درناوى کاوه،ورته يې ويل : نيمګړتياوې مو سمې کړئ، د امت په باب يې پوښتل او د مهمو مطالبو په باب يې ورته خبرې کولې  و يې ویل :په کار ده،څوک ‏چې په دې غونډه کې دي،هغوى ته زما خبرې ورسوي،چې په دې غونډه کې نه دي او د هغو خلکو اړتيا راته وواست،چې ما ته ځان رارسولاى نشي او غوږونه مو خلاص کړئ،چا چې يو واکمن ته د يو اړمن اړتيا ورسوله؛نو خداى به يې د قيامت پر ورځ ګامونه ټينګ کړي .

  له کوره بهر:

 امام حسين وويل :  پلار مې د رسول اکرم له کوره د بهرچلن په باب وپوښت، و يې ويل: رسول الله (ص) به نااړینو خبرو ته خوله نه راسپړله، تندى يې خلکو ته ورين و او څوک يې له ځانه نه شاړه او نه يې وېرول،د هر ټبر د مشر درناوى يې کاوه او هغه يې د خپل ټبر مشر ټاکه،بې له دې،چې مخ ترې واړوي يا داچې بداخلاقي ورسره وکړي،له بدو خلکو يې ځان ساته . خپلو يارانو ته يې  ډاډ ورکاوه او ځان يې په خلکو د نورو له حالاتو خبراوه، نېکچاري يې ستايله او بدچاري ‏يې رټله،په ټولو چارو کې منځلارى ‏و. د حق په چارو کې يې تل لېچې رانغاړلې وې .

_  د پېغمبراکرم (ص)ملګري :

 د رسول الله (ص) د شاوخوا کسان نېکان ول او خورا ګران پرې  هغه و، چې تر ټولو زيات د خلکو په فکر کې و او هغه يې په زړه کې ځانګړى مقام درلود،چې تر ټولو زيات د حق ملګرى و.

_  د  رسول الله (ص) ناسته :

     امام حسين وويل :پلار مې د  رسول الله (ص) د ناستې په باب وپوښت، و يې ويل : د  رسول الله (ص) ناسته پاسته په هغه غونډه کې وه،چې د خداى يادونه پکې وه،په غونډه کې يې ځان ته ځانګړى ځاى نه ټاکه او له دې کاره يې خلک هم ژغورل او يوې غونډې ته به چې ورننووت؛نو هر ځاى به چې تش و؛پر هماغه ځاى کېناسته او خپلو يارانو ته يې هم په دې باب سپارښتنه کوله .

  د ملګري حق ته پاملرنه :

    رسول الله (ص) د ملګري حق پر ځاى کاوه،تر دې چې څوک ورسره ناست و؛نو داسې يې ننګېرل،چې  رسول الله (ص) ته تر ما بله محترمه وګړه نشته، رسول الله (ص)،چې له هر چا سره ناست و؛نو صبر يې کاوه،چې لومړى هغه پاڅي او ورپسې پخپله،څوک چې د کومې اړتيا لپاره  ورتله،يا يې اړتيا ورپوره کوله يا داچې د  رسول الله (ص) په زړه پورې خبرو قانع کاوه .

  د پلار په څېر پېغمبر:

  د  رسول الله (ص) ُخلق وخوى دومره نرم و،چې هر چا خپل مهربان پلار ګاڼه او ټول خلک ورته يوشان ښکارېدل .

د  رسول الله (ص) د غونډې ځانګړنې :

    غونډه يې د صبر،حيا،رښتينولۍ او امانت غونډه وه،په غونډه کې يې غږ نه لوړېده،د خلکوحريم يې نه ماتاوه او که چا به څه غلطي وکړه؛نو په بل ځاى کې يې درز نه کاوه،د غونډې ګډونوال پر عدل چلېدل ،يو له بل سره يې چلن د متقيانو چلن و،له يو بل سره متواضع ول، د مشرانو درناوى يې کاوه او پر کوچنيو مهربان و، اړمن يې تر ځان غوره ګڼل او پر بېوزليو ‏يې ډېر پام کاوه.

  د ملګرو په باب د  رسول الله (ص) سيره :

  بيا مې وپوښتل :  رسول الله (ص) له خپلو ملګرو سره څنګه و؟ پلار مې راته وويل : تل يې تندى ورين او نرم خویه و. د هغه تندى مې هېڅکله تريو ونه ليده،د خلکو په چاروکې يې خبرې نه راايستې او يوه ورځ يې هم خوله ورانه و نه خوځوله،څوک يې ډېر  نه ستایه اوڅه ‏يې،چې خوښ نه وو، پرېښود يې او داسې چلن يې کاوه،چې څوک ترې خپه او نهیلي‏ نشي.

_ ځان ساتنه ‏:

   رسول الله (ص)ځان له درې څيزونو ساتلی و:شخړه کول، بېځايه خبرې او ډېرې خبرې کول .کله يې هم څوک نه راټه او د چا په کار کې يې خبرې نه راايستې،د خلکو په تېروتنو پسې نه و؛خو په هغه ځايو کې،چې خبرې يې ثواب درلود؛نو خبرې يې کولې او ناستو کسانو به ورته دومره په مينه غوږ ايښووه،چې د چا د ساه ایستو غږ هم نه اورېدل کېده او‏  رسول الله (ص) به چې غلى شو؛نو هله به خلکو ځان  ته  د خبرو کولو اجازه ورکوله .

_  په غونډه کې ادب ته پاملرنه :

  د  رسول الله (ص) په مخ کې د خلکو اوبه سره نه خړېدې او په غونډه کې په ناستوکسانو کې به چې کوم پر خبرو شو؛نو نور به غلي شول، چې خبرې يې پاى ته ورسي،د  رسول الله (ص) په غونډه کې جرنده که د پلار وه؛خو په وار وه.که د غونډې ‏ګډونوالو به وخندل؛نو  رسول الله(ص) هم ورسره خندل او پر هغه څه يې د حيرانتيا څرګندونه کوله،چې ګډونوالو به وخندول؛نو  رسول الله (ص) به هم ورسره خندل او پر هغه څه يې د حيرانتيا څرګندوله،چې ګډونوال هم پرې حيران شوي ول .که کوم نابلده په خبرو يا پوښتنو کې بې ادبي کوله؛نو د  رسول الله (ص)سينه يې پراخه مونده،تردې چې د پېغمبراکرم (ص) ياران به دې ته اړ شول،چې د  رسول الله (ص) مزاحم راونيسي؛خو  رسول الله (ص) ويل :

((چې يو اړمن مو وليد؛نو ورسره مرسته وکړئ .)) له چا يې غوړه مالي او ستاېنه نه منله؛خو داچې ستاېنه يې له  رسول الله (ص)څخه د مننې په پار وه،د چا په خبرو کې يې نه وردانګل؛خو داچې چا به نور له خپلې شړۍ پښې بهر ولې،چې په دې حالت کې يې يا ژغوره يا يې د غونډې پر پرېښوو د هغه خبره پرېکوله.

  د  رسول الله (ص) چوپتیا:

    امام حسن وويل : پلار مې د رسول الله (ص) د چوپتیا په باب وپوښت؛ و يې ويل : پېغمبراکرم (ص) په څلورو ځايو کې چوپېده : د حلم،صبر او له يو څه د ځان ساتنې پر مهال،د تقدير او  آندنې پر مهال . د تقدير پر مهال؛‏ځکه چوپ و،چې د دنيا په باقي او فاني څيزونو کې آندنه وکړي او په حلم کې يې د چوپتيا لامل هغه صبر و، چې پکې و،چې نه غوسه کېده او نه  له چا کرکجنېده او په ځان ژغورنه (حذر) کې  رسول الله (ص)په څلورو ځايو کې چوپ و: د نېکچارۍ لپاره مخکښ شي،چې خلک يې هم پر پله پل کېږدي،له بدو چارو لرې شي،چې خلک هم ترې لرې شي او پر سمو چارو خپل امت سم کړي او په هغه چارو پسې و،چې د خلکو پکې د دنيا او آخرت ګټه وي .

 تر مشکو او عنبرو هم خوږبويه :

 حضرت انس بن مالک (رض) وايي : د  رسول الله (ص) د څېرې رنګ سپين و،چې د ملغلرو په څېر ځلېده او په کلاره يې ګامونه اخستل، تر اوسه مې د  رسول الله (ص)تر عطرو کوم خوږبويه مشک او عنبر نه دى بوى کړى او د  رسول الله (ص) د لاس د ورغوي هومره يوه وريښمینه ټوټه مې هم لمس کړې نه ده .

_ د سپوږمۍ په څېر‏ ځلانده څېره :

 حضرت کعب بن مالک (رض) وايي :  رسول الله (ص) به چې کوم کار خوشحاله کړ؛نو څېره يې د سپوږمۍ په څېر ځلېده.

 په عربوکې تر ټولو فصيح ژبى :

د پېغمبراکرم (ص) خبرې تر ټولو خوږې او فصيح وې  ويل يې:(( په عربو کې تر ټولو فصيح ژبى يم او جنتيان د محمد په ټکيو يو له بل سره خبرې کوي .)) تردې چې ويې ويل : د  رسول الله (ص) کلام لنډ؛خو  پراخ بنسټه و، اضافه خبره پکې نه وې او هر څوک پرې پوهېده،وينا يې يو له بل سره تړلې وه، دومره  ورو ورو او سم ګړېده،چې اورېدونکيو يې په اسانه خبرې خپل ذهن ته سپارلې.

  د جنتيانو د روح په څېر بدن :

  حضرت عايشه بي بي (رض) وايي : رسول الله (ص) ته مې وويل : تر تا سملاسي وروسته باس-تشناب ته ننووتم،چې بې د مشکو له بوى پکې څه نه ول . راته يې وويل :((زموږ د پېغمبرانو بدنونه د جنتيانو د روح په څېر ‏دي او څه چې ترې راوځي،ځمکه يې راکاږي .))

  په سلو کې نهه نوي برخې عقل يې  رسول الله (ص) ته ورکړ:

امام صادق (رح)  وويل : رسول الله (ص) وويل:((چې خداى عقل وپنځاوه،ورته يې وويل:شا ته ولاړ شه! عقل شا ته ولاړ،بیا یې وویل :رامخې ته شه ! عقل رامخې ته شو او بيا څښتن ورته وويل : يو مخلوق مې هم تر تا هومره پر ماګران نه دى،چې دا مهال يې د هغې (عقل ) نهه نوي برخې ماته راکړې اوهغه يوه پاتې برخه يې پر خپلو نورو ټولو بندګانو وايشله.))

 په نېکو اخلاقو مبعوث شوى يم :

   حضرت علي (ک) وويل : د خداى له رسول مې واورېدل :((زه له غوره او نېکو اخلاقو سره مبعوث شوى يم .))

  لس نبوي خویونه :

  امام صادق (رح) وويل : څښتن خپل پېغمبر ته ځانګړي خویونه ورکړل؛نو همدا اوس مو خویونه د  رسول الله (ص) له خویونو سره پرتله کړئ،که سمون يې خوړ؛نو د خداى شکر وباسئ او له خدایه وغواړئ،چې هغه خویونه درکې نور هم زيات کړي . بيا امام صادق (رح) هغه لس  خویونه وويل: يقين،قناعت،صبر، شکر، حلم، ښه چوپتیا،سخاوت،غيرت ، مړانه او سړيتوب .

  تر ټولو اتل :

حضرت انس بن مالک (رض) وايي: رسول الله (ص) تر ټولو اتل،مېړنى او سخي و. پر خداى قسم ، خلکو يوه شپه يو وېرونکى غږ واورېد،ټولو د غږ پر لوري ورمنډې کړې،دا مهال رسول الله (ص)،پر اس سپور و او توره يې پر غاړه وه،راغى،و يې ويل: ((مه وېرېږئ)) پلټنه مو وکړه،يوازې يو غږ و، بل هېڅ څه نه و. 

  په جګړه کې سرپناه :

 حضرت علي (ک) وايي : چې د جګړې اور به بل شو او دواړه لوري به مخامخ شوې؛نو موږ  ټولو به رسول الله (ص) ته پناه وړه، تر رسول الله (ص) به مو بل څوک دښمن ته نږدې نه مونده .

  د  رسول الله (ص) (ص) حيا:

 حضرت ابوسعيد خدري (رض) وايي: د خداى په رسول کې تر نجونو هم حيا ډېره وه او‏ چې څه به يې خوښ نه شول؛نو له څېرې يې پته لګېده.

  صبر ته بلنه :

امام صادق (رح) وويل : که چا صبر وکړ؛نو لږ صبر يې کړى دى او که چا بيړه وکړه؛نو لږه بيړه يې کړې ده.  بيا امام وويل :ټولو چارو ته دې سينه پراخه کړه،د صبر جامې پر تن کړه؛ ځکه څښتن،حضرت محمد،پېغمبر کړ او ورته يې د صبر سپارښتنه وکړه:[ وَذَرْنِي وَالْمُكَذِّبِينَ أُولِي النَّعْمَةِ وَمَهِّلْهُمْ قَلِيلاً إِنَّ لَدَيْنَا أَنكَالاً وَجَحِيماً – او (دښمنان) چې څه وايي، صبر پرې وكړه او په ښه توګه ترې لرې  شه او ما بډايانو دروغ ګڼونكيو ته پرېږده او لږ مهلت وركړه.[1]]

او بيا ورته خداى سپارښتنه وکړه:[ وَلاَ تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلاَ الْسَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ – او نېكي او بدي يو شان نه دي،(بدي) پر غوره چلن (نېكۍ) لرې كړه؛نو ناڅاپه (به وګورې) څوک چې درسره دښمني لري،ستاسې د خواخوږي دوست په څېر به وي او دې (مقام) ته يوازې صابران رسېداى شي او (همداراز) دا (ځانګړنه) يوازې (د ايمان او تقوا) د غټې برخې د خاوندانو په برخه کېږي[2] .

  پر هغه ورځ  رسول الله (ص) خپه شو.

   رسول الله(ص) تل صبر کاوه؛خو پر هغه ورځ خپه شو،چې نور کارونه يې پرې وروتپل او تورن يې کړ،چې دا مهال څښتن دا آيت رانازل کړه:[ وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُن مِّنَ السَّاجِدِينَ – او په يقين موږ پوهېږو،څه چې هغوى وايي، ستا سينه ورته تنګېږي (او تا خورا خپه كوي )؛ (خو علاج يې دادى چې) پالونکى دې ستايه او تسبيح يې وايه او له سجده كوونكيو وسه![3]

   بيا يې د خداى پر رسول د دروغجن ټاپه ولګوله،چې خپه شو،څښتن ورته وويل:[ قَدْ نَعْلَمُ إِنَّهُ لَيَحْزُنُكَ الَّذِي يَقُولُونَ فَإِنَّهُمْ لاَيُكَذِّبُونَكَ وَلكِنَّ الظَّالِمِينَ بِآيَاتِ اللّهِ يَجْحَدُونَ وَلَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِن قَبْلِكَ فَصَبَرُوا عَلَى‏ مَاكُذِّبُوا وَأُوذُوا حَتَّى‏ أَتَاهُمْ نَصْرُنَا وَلاَ مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِ اللّهِ وَلَقَدْ جَاءَكَ مِن نَبَإِ الْمُرْسَلِينَ – موږ پوهېږو،چې د هغوى خبرې دې ځوروي؛ خو( مه خپه كېږه او پوه شه چې) هغوى تا نه دروغجنوي؛بلكې (دا) ظالمان د خداى له آيتونو منكرېږي او بېشکه تر تا مخكې هم ډېر پېغمبران دروغجن ګڼل شوي،چې د دروغجن ګڼلو پر وړاندې يې صبر وكړ او( په دې لار كې يې) كړاوونه ګالل، تردې چې زموږ مرسته ورورسېده[4] .

  د خداى په باب صبر:

  د  رسول الله (ص) سينه پراخه ده او صبر يې کاوه؛خو دا ځل هغوى نور زياتى هم وکړ او دا ځل يې څښتن تکذيب کړ. رسول الله (ص) وويل:(( ما د خپل ځان،کورنۍ او خپل پت په باب صبر وکړ؛خو داچې خداى ته مو بد وويل؛نو نور يې نه شم زغملای.)) پر دې مهال څښتن آيت رانازل کړ او ويې ويل:[ وَمَا مِن دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلاَ طَائِرٌ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلَّا أُمَمٌ أَمْثَالُكُمْ مَا فَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِن شَيْ‏ءٍ ثُمَّ إِلَى‏ رَبِّهِمْ يُحْشَرُونَ وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا صُمٌّ وَبُكْمٌّ فِي الظُّلُمَاتِ مَن يَشَإِ اللّهُ يُضْلِلْهُ وَمَن يَشَأْ يَجْعَلْهُ عَلَى‏ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ- او په يقين موږ اسمانونه او ځمكه او څه چې يې ترمنځ دي،په شپږو ورځو  [=شپږو پړاوونو] كې پېدا كړي دي او موږ پرې هېڅ ستړي شوي نه يو (نو په دې توګه موږ ته به څنګه د مړيو ژوندي كول ستونزمن وي؟!) نو چې څه وايي،صبر پرې وكړه او تر لمر ختو او لمر پرېووتو مخكې د خپل پالونكي تسبيح او ستاېنه ووايه[5] .

   ٥١_ پر پېغمبراکرم (ص) د خداى زېرى :

  پېغمبراکرم (ص) به هماغسې په چارو کې صبر کاوه تر دې،چې زېرى پرې وشو،چې له عترت یا ځوځاته يې امامان ټاکل کېږي،چې پر صبر ستايل شوي دي . خداى وويل:[ وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ – او له هغوى مو يو شمېر(په خپل دين كې) د زغم او زموږ پر آيتونو د باور له امله لار ښووونكي كړل، چې زموږ په حكم  يې ( خلكو ته) لارښوونه كوله[6].

_ د صبر او ايمان تړاو :

  دا مهال  رسول الله (ص) وويل :((د صبر او ايمان تړاو؛لکه د سر او تن دى))؛نو خداى هم د هغه له دې صبره مننه وکړه او دا آيت يې نازل کړ.[ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى‏ عَلَى اللّهِ كَذِباً أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ أُوْلئِكَ يَنَالُهُمْ نَصِيبُهُم مِنَ الْكِتَابِ حَتَّى‏ إِذَا جَاءَتْهُمْ رُسُلُنَا يَتَوَفَّوْنَهُمْ قَالُوا أَيْنَ مَاكُنتُمْ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ قَالُوا ضَلُّوا عَنَّا وَشَهِدُوا عَلَى‏ أَنْفُسِهِمْ أَنَّهُمْ كَانُوا كَافِرِينَ – تر هغه به لوى ظالم بل څوك وي،چې په خداى پورې دروغ تړي يا آيتونه يې دروغ ګڼي؟ هغوى به (ددې دنيا له نعمتونو) چې څه ورته ټا كل شوي،برخمن شي؛تر هغې پورې چې زموږ لېږل شوې پرښتې يې ساګانو اخستو ته ورورسي او ورنه به وپوښتي:((ستاسې هغه معبودان چېرې دي،چې د خداى پر ځاى مو بلل؟( ولې ستاسې مرستې ته نه راځي) ؟!)) وايي: ((له موږ ورك شول)) او پر خپل  زيان شاهدي وركوي،چې په رښتيا كافران ول[7] .

   رسول الله (ص) وويل:((دا هم زېرى دى او هم غچ!)) او پر همدې مهال وو،چې څښتن خپل پېغمبر ته د مشرکينو د وژلو جواز ورکړ او دا کار يې مباح وباله او آيت يې راولېږه:(( مشرکان مو چې په هرځاى کې وليدل و يې وژنئ،و يې نيسئ،کلا بند يې کړئ اوپه هر ځاى کې ورته کمين ونيسئ .

 نو خداى مشرکين په  رسول الله (ص) او د هغخ په مینوالو ‏ووژل او د آخرت پر زېرمې سربېره يې دا کار د  رسول الله (ص) د صبر انعام ورګرځاوه؛نو چا چې صبر وکړ او خداى ته يې ور پرېښوول، مخکې تر دې،چې له دنيا ولاړ شي،له دښمنانو غچ به پرخپلو سترګو وويني او بې له دې صبر د آخرت لپاره هم ګران بيه زېرمه ‏ده.

_  د حضرت جبرائيل ډالۍ :

   يوه ورځ حضرت جبرائيل علیه السلام  رسول الله (ص) ته راغى، و يې ويل : رسول الله (ص)!خداى له داسې ډالۍ سره رالېږلى يم،چې تر اوسه يې لا  چاته ورکړې نه ده .

 رسول الله(ص)  وويل : ډالۍ څه ده ؟

  حضرت جبرائيل وويل : صبر او ترې غوره!

 رسول الله (ص): تر صبر غوره څه دي؟

 حضرت جبرائيل : رضا او ترې غوره !

 رسول الله(ص) وويل : تر رضا غوره څه دي؟

 حضرت جبرائيل : زهد او ترې غوره !

 رسول الله(ص): تر زهدغوره څه دي؟  

حضرت جبرائيل: يقين او ترې غوره !

  رسول الله(ص): تر يقين غوره څه دي؟

حضرت جبرائيل:په رښتيا،چې د يقين پر لوري کلکه پوړۍ پر خداى توکل دى .

 د توکل مانا :

   رسول الله(ص) وويل :((پر خداى توکل څه دى؟)) حضرت جبرائيل وويل : پر خداى توکل پردې ځان پوهول دي،چې د خداى مخلوق نه چا ته ضرر وررسولاى شي او نه ګټه،نه چا ته څه وربښلاى شي او نه څه له چا څه ژغورلای شي او د خداى له مخلوقاتو نهيلی شي؛نو يو بنده يې داسې وي،ټولې چارې یوازې خدای ته کوي،یوازې خدای ته هیلمن وي، بې له خدایه له هېڅ چا نه وېرېږي . یوازې خدای ته په تمه وي،داده د توکل مانا .

  د صبر تفسير :

 رسول الله (ص) وويل :(( جبرائيله! صبر تفسير کړه؟))

حضرت جبرائيل وويل : دا دى،چې په سختيو کې صبر وکړې؛لکه څنګه په ښاديوکې صبر کوې،د بېوزلۍ پر مهال صبر وکړې؛لکه څنګه چې په شتمنۍ او نااړمنۍ کې دې صبر کاوه،د خپګان او کړاوونو پر مهال هم د روغتيا او خوشحالۍ په څېر صبر وکړې او د خداى پر بندګانو د هغه څه په باب خوله راونه سپړې، چې پرې ورپېښ شوي دي .

 د قناعت تفسير :

رسول الله (ص) وايي: حضرت جبرائيل مې د قناعت د تفسير په باب وپوښت،و يې ويل : قناعت دادی،چې انسان پر هغه څه قانع وي،چې په دنيا کې ور رسي او پر لږو هم شکر  باسي.

 د رضا تفسير : 

 رسول الله (ص): د رضا تفسير څه دى؟ حضرت جبرائيل وويل : څوک چې له خپل مولى راضي وى ؛نو نه پرې غوسه کېږي،که د دنيا نعمتونه ور رسي که نه او پر خپل لږ عبادت او اطاعت نه راضي کېږي .

  د زهد تفسير :

   رسول الله (ص) حضرت جبرائيل ته وويل : د زهد تفسيرڅه دى؟ حضرت جبرائيل  وويل:زاهد هغه دى،چې د خپل خالق د دوست ملګری وي او د خپل خالق د دښمن،دښمن وي،د دنيا حلالو ته په احتياط ويني او ترې ځان لرې ساتي او حرامو ته خو يې بيخي پام نه وي؛ځکه د دنيا حلال حساب او حرام يې عذاب لري،پر ټولو مسلمانانو لورين وي،همداسې،چې چلن يې په مهربانۍ وي،له بېځايه خبرو هم ډډه کوي؛لکه څنګه چې له اوره ځان ساتي،هيلې يې لنډې وي او مرګ يې تل سترګو ته ولاړ وي .

  د اخلاص تفسير:

 رسول الله (ص) حضرت جبرائيل د اخلاص د تفسيرپه باب وپوښت، و يې ويل : مخلص هغه دى،چې له چا څه نه غواړي،چې پخپله يې لاس ته راوړي نه وي او چې لاس ته يې راووړ؛نو پرې راضي دى او څه  چې ورته پاتې شول؛ نو د خداى په پار يې بښي؛نو که چا له چا څه و نه غوښتل او د الهي ذات پر وړاندې يې پر بندګۍ منښته وکړه او د دنيا له ماله،چې هر څه ورورسېدل،پرې راضي وي؛نو خداى به هم ترې راضي وي او د خداى په لار کې يې ورکړه هم پر خداى د ډاډ هومره وي .

  د يقين تفسير :

 رسول الله(ص) حضرت جبرائيل د يقين په باب وپوښت،و يې ويل:هغه چې د يقين خاوند وي؛نو داسې د خداى لپاره کار کوي،ته  وا پر خپلو سترګو يې ويني او که هغه خداى نه ويني؛نو خداى  خو يې ويني او يقين لري،چې څه ته وررسېدلى ،سم وررسېدلى او څه ته چې وررسېدلى نه دی؛بنا نه وه،چې ور رسېدلی وای او دا څه مې،چې درته وويل،د توکل ښاخونه او د زهد پر لوري پرمختګ دى .

 د رسول الله (ص) هيله :

  امام  باقر وويل : رسول الله (ص) ته يو پرښته راغله و يې ويل : محمده! خداى درباندې سلام وايي ويې ويل :که غواړې د مکې سيمه درته له سرو زرو ډکه کړم ! رسول الله (ص) خپل سر اسمان ته کړ و يې ويل :((خدايه! خوښ يم،چې يوه ورځ په مړه ګېډه ويده شم او شکر دې وکړم او بله ورځ په نهره او شکر دې وباسم او له درشله دې يې وغواړم .))

ستره ټاکنه :

 امام باقر(رح) وويل : رسول الله (ص) ته يوه پرښته راغله و يې ويل: خداى خپلې خوښې ته پرېښى يې، که غواړې متواضع بنده او استازې يې ووسې يا داچې رسول يې او يو پاچا ووسې .  رسول الله (ص) وويل : جبرائيل راته وکتل او پر لاس يې راته اشاره وکړه،چې تواضع وکړه؛نو  رسول الله (ص) ورته وويل:((بندګي او تواضع مې له خپل رسالت سره وټاکل .))

 د پرښتې په لاس کې د ځمکې د زېرمو کونجيانې وې،ويې ويل :که منلای دې هم واى؛نو هغه مقام،چې له خداى سره لرې؛ پوټی به هم لږ شوی نه و .

 په دنيا کې د  رسول الله (ص) زهد:

 په نهج البلاغه کې حضرت علي (ک) ليکلي : په سپېڅلي او پاک پېغمبر پسې اقتدا وکړئ .رسول الله (ص) له دنيا د اړتيا هومره بسيا وکړه او دنيا ته يې سترګې نه وې خړې کړې،هېڅ کله يې له دنيا خوله ډکه نه کړه او پام يې ورته ونه کړ،نس يې تر ټولو وړکى و او تر ټولو خلکو يې ډېره لوږه زغملې وه،د دنيا زېرمې يې ورکولې؛خو ويې نه منلې او چې پوه به شو،خداى د يو څه دښمن دی؛نو هغه به هم ورسره دښمني کوله او د هر څه او چا به چې خداى دوست و؛نو دوستي يې ورسره کوله او څه چې به خداى ته حقير او سپک ول؛نو هغه به هم حقير ګڼل  او موږ ته د خداى د امر د سرغړونې لپاره همدومره بس وو،څه چې مو سترګڼلي واى،چې خداى او رسول يې کوچني ګڼل اوهغه څه مو کوچني ګڼلي واى،چې هغوى سترګڼلي دي .

  د  رسول الله (ص) ساده ژوند :

  رسول الله (ص) پر ځمکه خواړه خوړل او د بندګانو په څېر کېناسته،خپلې پڼې يې پخپله ګنډلې او پر لوڅ خره سپرېده او يو بل تن يې هم له ځان سره کېناوه. يوه ورځ يې ‏وليدل،چې په کورکې يې يوه پرده را ځوړنده ده،چې انځورونه پرې دي؛نو مېرمنې ته يې وويل: ښځې! دا پرده له ما پټه کړه؛ځکه چې يې وينم ؛نو دنيا او ځل بل يې رايادېږي.

 د پېغمبراکرم (ص) پرهېرګاري :

   رسول الله (ص) د زړه له کومې له دنيا مخ اړولى و او په ځان کې يې د دنيا ياد وژلى و،خوښ و د دنيا ښکلا يې سترګو ته ورڅېرمه نه وي، هسې نه چې ویاړنې جامې واغوندي او دنيا تلپاتې کور و ګڼي او پکې د پاتې کېدو هيله ولري؛نوځکه يې په بشپړه توګه د دنيا ياد له زړه ايستى و .

  د  رسول الله (ص) وېره :

  حضرت علي (ک) وويل :  رسول الله (ص) به د خداى له وېرې دومره وژړل چې جانماز يې په اوښکو لمدېده  سره له دې،چې ګناه يې هم نه درلوده .

  آيا د خداى شکر ونه کړم؟ :

  رسول الله (ص) به دومره وژړل،چې بېسده به شو.ورته وويل شول :داسې نه ده،چې خداى دې له ګناهونو تېر شوى اوته يې بښلې يې؟  رسول الله (ص) وويل : آيا د خداى شکر و نه کړم .

— په لمانځه کې خضوع :

  حضرت ابراهيم خليل الله به چې پر لمانځه ودرېد؛نو د خداى له وېرې ترې د يو وېرېدلي انسان غږ اورېدل کېده،چې  رسول الله (ص) هم همداسې و.

 خداى ډېر ياد کړﺉ :

حضرت ابوسعيد خدري (رض) وايي : د ((واذکروالله کثيراً= خداى ډېر ياد کړﺉ ) آيت،چې نازل شو؛ نو رسول الله (ص) دومره پر عبادت بوخت شو،چې کافرانو وويل : د خداى پر رسول پيريان ناست دي او لېونى شوى دی .

  د ورځې اوياځل استغفار :

امام صادق (رح) وويل :  رسول الله (ص) د ورځى اويا ځل توبه ايسته . د حديث راوي امام صادق (رح) ته وويل:آيا  رسول الله (ص) به (( استغفر الله واتوب اليه )) ويل ؟  امام وويل: نه ؛بلکې ويل يې : اتوب الى الله. راوي وايي : ما وويل : رسول الله (ص) توبه ايسته؛خو بېرته نه ستنېده،حال داچې موږ توبه باسو؛خو بيا هم بېرته ګناه ته ورستنېږو! امام صادق (رح) : خداى دې زموږ مل شي .

  په غونډه کې استغفار 

  امام صادق (رح) وويل : رسول الله (ص) تر هغې له يوې غونډې نه پاڅېده،چې يې پکې ٢٥ ځل استغفار نه  و کړى .

 په مخلوقاتو کې بې سارى :

  حضرت علي (ک)،چې به د  رسول الله (ص) ستاېنه کوله؛نو ويل يې : رسول الله (ص) د لوى زړه خاوند و،لاس خلاصى او مېړنى و،تر ټولو رښتين،پتمن او اخلاق يې تر ټولو خواږه وو،په لومړي ځل،چې به هر چا ليده؛نو ترې  وېرېده؛خو چې يو ځل به ورسره کېناست او يا خبرې يې ورسره وکړې؛نو زړه يې پرې بايله،نه يې په پخوانيو کې په څېر څوک و او نه به پيدا شي .

  نېک اخلاق مو جامه کړئ :

 رسول الله (ص) وويل:((اخلاق مو نېک کړئ؛ځکه خداى له نېکواخلاقو سره مبعوث کړى يم .))

له ښه اخلاقو يو هم تېرېدنه ‏ده،له هغه چا تېرېدنه،چې ظلم يې درباندې کړى وي، هغه وبښې او چاچې درسره مړى ژوندى پرېښى وي، پوښتنې ته يې ورشې او داچې څوک دې پوښتنه نه کوي او چې ناروغ شي، پوښتنې ته يې ورشې .

_ د  رسول الله (ص) قسم :

  حضرت علي (ک) وويل : د رسول الله (ص)  يو قسم دا و،چې ويل يې: نه  او له خدایه بښنه غواړم .

_  د  رسول الله (ص) په څېره کې د خوښۍ او غوسې نښې:

حضرت عبدالله بن عمر(رض) ويلي: د  رسول الله (ص) په څېره کې به د خوښۍ او غوسې نښې ښکارېدې،چې کله به خوشحاله و؛نو څېره يې د سپوږمۍ په څېر ځلېده؛خو چې غوسه به شو؛نو د څېرې رنګ به يې واوخوت او تت به شو.

  رسول الله (ص) ته ورته انسان :

  رسول الله(ص) وويل : ووايم په تاسې کې تر ټولو زيات څوک راته ورته دى؟ 

اصحابو کرامو وويل: ووياست؟

 رسول الله(ص): هغه چې اخلاق يې نېک او له خلکو سره يې چلن تر ټولو نرم وي او تر ټولو زيات پر ديني ورونو مهربان وي،د حق ملګرى وي او تر ټولو زياته غوسه کابو کړي،بښونکى وي او که خوشحاله اوخپه وي،انصاف او عدالت رعايت کړي.

_ په خوشحالۍ کې د رسول الله(ص) غبرګون :

 رسول الله (ص) به چې خوشحاله و؛نو پخپله ږيره يې په لاس راکښوده.

 خورا سخي انسان :

   رسول الله (ص) سخي او بښونکى و،درهم يا دينار يې نه زېرمول او چې څه به ورسره پاتې شول؛نو تر هغه به خپل کور ته نه تله،چې يې چا ته وربښلي نه وو،څه چې ورته خداى په روزۍ کې ورکړي ول؛نو يوازې د يوه کال لپاره يې ترې آذوقه اخسته؛هغه هم کجورې او جوار او پاتې  يې د خداى په جات خلکو ته ورکول، څه به چې ترې وغوښتل شول،وربښل يې. دومره صدقه يې ورکړه،چې  کال به لا پاى ته رسېدلى نه و ،چې پخپله به اړين شو.

 د  رسول الله (ص) ځانګړنې :

په دې اړه ويل شوي:رسول الله (ص) تل د حق ملګرى و،ان که د ځان يا يارانو په تاوان يې و،په دښمنانو کې يې بې ساتندويانو تګ راتګ کاوه،کله هم دنيوي پېښو وارخطا نه کړ.

  د رسول الله(ص)تواضع :

   د بېوزليو ملګری و او ورسره يوې کاسې ته کېناسته او د پوهانو او فاضلانو درناوى يې کاوه،له پتمنو سره يې ملګرتيا وه او ورسره يې نېکي کوله،له خپلوانو سره يې تګ راتګ او زړه سوی درلود،پر چا يې ظلم نه کاوه او د خلکو بښنه يې  ژر منله.

  ټول عمر د خداى په ياد کې و :

    رسول الله(ص) د خپل عمر يوه شېبه هم بېځایه تېره نه کړه،خپل ټول وخت يې د خداى د بندګۍ او د ځان او خلکو په سمونه کې تېر کړ او کله به د خپلو اصحابو بڼونو ته تله.

 _  بېوزله او شتمن ته يې په يوه سترګه کتل :

    رسول الله (ص) څوک د بېوزلۍ او ناروغۍ له امله نه راټه او له يوه پاچا هم د پاچاهۍ له امله نه وېرېده . بېوزله او سلطان دواړه يې يو شان خداى ته رابلل او ټولو ته يې په يوه سترګه کتل.

   ژر  خوښېده او لږ غوسه کېده :

  رسول الله (ص) تر ټولو وروسته غوسه کېده؛خو ډېر ژر خوښېده؛تر ټولو لوراند،خيرغواړی اوګټه رسان و.

  غوره رضايت :

  خوښي او ښادي د رسول الله (ص)  خورا غوره خوشحالي وه. د موعظې او نصيحت پر مهال جدي و، د خداى لپاره،چې به غوسه شو؛نو چا يې مخه نه شوه نيوای .

  له کړاوه خداى ته پناه :

رسول الله (ص) په ټولو چارو کې جدي و او چې خپګان به پرې راغى؛نو هر څه يې خداى ته ورسپارل او مرسته يې ترې غوښته.

_   حقيقي لارويان او بې لارې  لارويان :

  امام باقر(رح) وايي ‏: پېغمبراکرم (ص) وويل: پوه شئ ! هر عبادت ته يو شدت او افراط وي،چې وروسته پر فطرت او راحتۍ اوړي؛نو د چاچې د عبادت شدت زما له مخې وي؛نولار يې موندلې او چې څوک مې د سنتو پرخلاف عمل وکړي؛نو بې لارى شوى دى،عمل يې بې ځایه تللى او ځان يې هم پوپناه کړى دى .

خلکو! پوه شئ زه هم لمونځ کوم او هم خوب! روژه نيسم او روژه ماتى هم کوم،خاندم اوکله ژاړم هم، چاچې زما له روښانه سنت مخ واړوه؛نو له ما ځنې نه دى .

[1] (مزمل/۱۱ او ۱۲ آیتونه)

[2] ( فصلت ۳۴ او ۳۵ آیتونه)

[3] ( حجر/۹۷ او ۹۸ آیتونه)

[4] ( انعام ۳۳ او ۳۴ آیتونه)

[5] ( ق ۳۸ او آیتونه)

[6] (سجده/۲۴)

[7] (اعراف/۱۳۷)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!