تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د حق او  باطل د انځور يوه ښكلې بېلګه أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَابِيًا وَمِمَّا يُوقِدُونَ عَلَيْهِ فِي النَّارِ ابْتِغَاءَ حِلْيَةٍ أَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِثْلُهُ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنْفَعُ النَّاسَ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د حق او  باطل د انځور يوه ښكلې بېلګه

أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَابِيًا وَمِمَّا يُوقِدُونَ عَلَيْهِ فِي النَّارِ ابْتِغَاءَ حِلْيَةٍ أَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِثْلُهُ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنْفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْأَرْضِ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ ﴿ رعد/۱۷﴾ = (الله) له اسمانه اوبه وورولې او په هره دره او خوړ كې یې د وړتيا هومره نېز (سېلاب) وبهېد؛ نو نېز اوچت ځګ پر سر واخست او همدغسې ځګ د هغو څيزونو پر مخ هم راځي،چې ( په بټيو كې يې) د ګاڼو او يا نورو وزلو جوړولو ته ويلي كوي او الله دغسې د حق او باطل بېلګه وړاندې كوي؛خو ځګ دباندې غورځي (او) له منځه ځي؛خو څه چې خلكو ته ګټور دي [= اوبه يا سوچه فلز] په ځمكه كې تمېږي، الله دغسې بېلګې څرګندوي .

په دې مانا ډكې بېلګې كې چې په انډولو الفاظو او عباراتو ويل شوې او د حق و باطل منظره يې په ښه بڼه انځور كړې، ډېر حقايق پكې پراته دي، چې دلته درېيو ټكيو ته اشاره كېږي:

 ۱- (( فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَّابِيًا؛ نو نېز اوچت ځګ پر سر واخست)): پوهېږو، چې پر رڼو اوبو ډېر لږ ځګ ښكاري؛ ځكه ځګ هله راپيدا كېږي، چې اوبه له بهرنيو اجسامو سره ګډې شي. له دې ځايه روښانېږي كه حق پخپلې آريزې پاكۍ پاتې شي؛ نو په شاوخوا كې يې باطل ځګونه نه راښكاره كېږي؛ خو چې حق له ككړو چاپېريالونو سره په مخامخېدو د چاپېريال رنګ واخست او حقيقت له خرافې، سم و ناسم، پاكۍ او ناپاكۍ سره ګډوډ شو، په څنګ كې يې باطل ځګونه راښكاره كېږي. داهماغه څه دي، چې علي(ک) يې په اړه ويلي دي: (( كه باطل له حق سره نه ورګډېده؛ نو حق لټوونكيو ته نه پټېده اوكه حق په باطل نه پوښل کېده؛ نو د ښمنانو چټي خولې ترې پرې کېدې

 ۲- (( فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا؛ او په هره دره او خوړ كې يې د وړتيا هومره نېز وبهېد)) له دې غونډلې یا جملې ګټنه كېږي، چې د الهي فيض و بركت په سرچينه كې، هېڅ  ډول كنجوسي، محدوديت او ممنوعيت نشته؛ لكه چې پر هر ځاى د اسمان ورېځې بې شرطه ورېږي او دا د ځمكې ټوټې او درې دي،چې هر يو د خپل وجود د پراخوالي هومره ترې ګټه اخلي. د كوچنۍ ځمكې، ګټه لږه او د پراخې ځمكې، برخه ډېره ده. دغسې د خداى د فيض او بركت پر وړاندې د بنيادمو زړونه هم دي.

۳- (( وَأَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الأَرْضِ؛ خو څه چې خلكو ته ګټور دي [= اوبه يا نږه فلز] په ځمكه كې تمېږي)) لكه چې له اوبو او ځكه يې او د ويلو فلزاتو او ځګونو يې، رڼې اوبه او نږه فلز پاتېږي، انسانان، ډلې، ښوونځي او كړنلارې هم څومره، چې ګټورې وي، د پاينې او ژوند حق لري. كه وينو، كوم يو باطل انسان يا ښوونځى پاتېږي، د هغه هومره حق په پار دى، چې په ځان كې يې راګډ كړى دى[1].

رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) فرمايي :

ډېر پرهېزګار هغه دى،چې “حق”ووايي،په ګټه يې وي که په زيان .( امالي صدوق : مخ ٢٧)

حق ووايه او د خداى لپاره د پړې اچوونکيو له پړې مه ډارېږه .(کنز: ٤٣٥٥٥ح)

د خداى په لارکې د ګرموونکيو له پړې مه وېرېږئ . ( معاني الاخبار: مخ ٣٣٥)

حق ووايه،که څه هم تريخ وي . ( الخصال : مخ ٥٢٦)

حق دروند او تريخ دى او باطل سپک او خوږ . ( مکارم الاخلاق: مخ ٤٦٥)

ته چې د چا حق په پام کې نيسې؛خو هغه يې نه نيسي؛نو د دوستۍ وړ نه دى .(يعقوبى تاريخ : مخ ٦٦)

 

 

[1] نمونه تفسیر، 10: 167 مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست