تبلیغات

زه خو د زړه درد غواړم په هر يوه مذهب كې تا زده ستا خبرې چې نقلونه رنګارنګ كړې د خوشال بابا موخو ته د رسېدو څرک پخوا راهيسې د اسلامي مذاهبو په باب پر مطالعې بوخت وم،چې څنګه راوټوکېدل،له تاريخي پلوه يې څنګه وده وکړه او څه اغېزې يې وشيندلې او په دې ترڅ […]

زه خو د زړه درد غواړم په هر يوه مذهب كې
تا زده ستا خبرې چې نقلونه رنګارنګ كړې

د خوشال بابا موخو ته د رسېدو څرک

پخوا راهيسې د اسلامي مذاهبو په باب پر مطالعې بوخت وم،چې څنګه راوټوکېدل،له تاريخي پلوه يې څنګه وده وکړه او څه اغېزې يې وشيندلې او په دې ترڅ کې پر مذاهبو د يو بل کره کتنې مې هم لوستې او تر دې پړاو وروسته هغوى،چې د مذاهبو د نژدېوالي او پيوستون لپاره هلې ځلې کړي،ليکلي آثار مې هم ولوستل او دا راته په دريمڅه کې يوه رڼا شوه . هغوى زړه سواندو او مخلصو پوهانو او مبارزينو،چې د مسلمانانو د يووالي لپاره څه زيار ګاللى،تر وسې مې راټول او پښتو مې کړل او په اند مې څوک چې هېواد،سيمه او نړۍ کې د مسلمانانو د راوېښولو لپاره هڅې کوي،دا څېړنه ورته د لارې مشال دى،چې په رڼا کې يې د”اسلامي امت” د جوړولو لپاره ځان په فرهنګي وسله سمبال کړي او هم به پوه شي،چې ددې تاريخي بهير په کوم پړاو کې پروت دى او دې اوس څه وکړي ؟

د عثماني امپراطورۍ تر ړنګېدو وروسته (١٣٠٢ س ١٩٢٣ ل ) مسلمانان سياسي او پوځي هډه نه لري او د نورو اديانو پر وړاندې له ځواکمن “سياسي-پوځي” هډې برخمن نه دي که څه په په ګران هېواد افغانستان،ماليزيا،ايران،ترکيې،مصر،ليبيا او تونس کې په دولتي کچه او په ګرده اسلامي نړۍ کې د خوځښتونو په ډول د روڼ سباوون څه نښـې راښکاره شوي؛خو د ا يو څرک دى او اوسنۍ ستونزې ځوابولاى نه شي. مسلمان مبارز،چې د نړۍ په هر ګوټ کې وي، د اسلامي نړيوال خوځښت غړى دى؛نو دا چې افغانان له ديني پلوه په سيمه او نړۍ کې ځلیدلي او تاريخي وياړنې يې پر برخه دي، اوس تر هر څه ډېر تاريخي مسئووليت ورترغاړې دى،چې د دسيسو له راچاپېر شوي جاله ځان په فرهنګي ويښتيا او مؤمنانه ځيرکۍ خلاص کړي. موږ دا څېړنه د همدې موخو لپاره د يوې فرهنګي وسلې په توګه راوړاندې کړه،چې پر لار د تلو پر دود پوه شو.له چارو او فکري مسلو سره څرنګه دريځ ونيسي او چلن ورسره وکړي او وروستۍ موخه يې څه ده ؟ که څه په دې څېړنه کې پر سياسي چارو بحث نه دى شوى؛خو داچې د مسلمانانو سياست پر دين ولاړ دى؛نو ځکه پر دين د سمې پوهېدو لاره چاره ورښوول شوې،چې بيا سياسي مبارزه هم کړاى شي .

بلخوا مسلمانان ګروهن دي،چې امام مهدي راښکاره کېږي،چې د نبوي سنتو له مخې وروستى دولسم امام دى،چې پر ګردې نړۍ به عدالت واکمن کړي؛نو ځکه په هره سيمه کې،چې د امام مهدي مشرۍ په پام کې نيوو سره هلې ځلې کېږي؛مبارزه شرعي بڼه مومي او پالونکى يې په عبادت کې شمېري؛نو ځکه دا څېړنه د مبارزې د عقيدتي پخې اډانې د جوړولو لپاره بې اغېزې نه ده.

دا څېړنه مسلمان مبارز ته مخه پرانځي،چې د اسلامي مذاهبو له سرچينو څنګه ګټنه وکړي او ځان پوه کړي او په فکري پياوړې وسله پر مبارزه لګيا شي .

په پاى کې وايو: د اسلامي مذاهبو په باب مو د”شاه ولي الله محدث دهلوي” لاره ده،چې په اختلافي مسايلو کې له انصافه کار اخلو او کوم لورى،چې پر حق وي،خبره يې و منو.

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!