تبلیغات

پنجتن پاک، چهارده معصوم   د خوشحال خټک دې حـــــــــــــشر له هغو شي چې دوستدار د پنجتن پاک چهارده معصوم وي   د نبوي کورنۍ مشرتوب (الف) : له روايتي اړخه : د پېغمبراکرم(ص) له اړخ د مسلمينو مرجعيت په بېلابېلو عبارتونو کې بيان شوي : ١- په يو لړ رواياتو کې د “اهل بيت” […]

پنجتن پاک، چهارده معصوم

 

د خوشحال خټک دې حـــــــــــــشر له هغو شي
چې دوستدار د پنجتن پاک چهارده معصوم وي
 

د نبوي کورنۍ مشرتوب

(الف) : له روايتي اړخه :

د پېغمبراکرم(ص) له اړخ د مسلمينو مرجعيت په بېلابېلو عبارتونو کې بيان شوي :

١- په يو لړ رواياتو کې د “اهل بيت” ، “عترت”،”ذريه” او”ذى القربي”عنوانونه راغلي دي. همداراز د امامانو ټوليز صفتونه او د حضرت زهرا بي بي په کهول کې د امامت د لړۍ پاینه په ټولیز ډول بيان شوى،چې دا شمېر روايتونه ډېر دي او د اهل سنتو په صحاحو او نورو معتبرو کتابونو کې نقل شوي او پردې سربېره د اماميه شيعه وو په “عبقات الانوار” ، “الغدير”،”المراجعات ” او “احقاق الحق” کې هم راټول شوي دي.

٢- دويم لړ داسې روايتونه دي،چې امامت پکې امام حسن او امام حسين ته لېږدول شوى ،چې ددې رواياتو يوه برخه د”احقاق الحق” په نولسم ټوک کې راغلې ده .

٣ـ يو لړ داسې روايتونه دي،چې نومونه يې نه دې اخستي؛خو امامان يې دولس ګڼلي او په دې باب له (١٣٠) زيات احاديث نقل شوي او دا چې له پېغمبر(ص) وروسته خلفاء او امامان د موسى عليه السلام د نقيبانو په شمېر دي،په دغسې مضمون (٤٠) احاديث روايت شوي[1].

٤- په (٩١) احاديثو کې د امامانو د شمېر په ترڅ کې د لومړي او وروستني امام نوم اخستل شوی او تر (٤٩) زياتو احاديثو يوازې د وروستي امام نوم اخستل شوى[2].

٥- په (١٣٩) احاديثو کې راغلي،چې د امامانو شمېردولس(١٢) دی او څرګنده کړې يې ده ،چې نهه (٩) يې د امام حسين له تومني دي او په ( ١٠٧) احاديثو کې د وروستي امام نوم ښوول شوی[3].

٦ـ په ( ٥٠) احاديثو کې په بشپړ ډول د يو يو امام نوم ښوول شوى دى.

 

د اهل بيتو په لاروي ،سپارښتنه

١ـ رسول اکرم(ص) ويلي دي :(( ما درته دوه درانه څيزونه پرېښي؛ ” کتاب الله = قرآن” او”عترت مې،اهل بيت مې “، که پر دواړو منګولې ښخې کړې؛نو کله به هم بې لارې نشۍ دا دواړه يو له بله نه بېلېږي،څو په حوض (کوثر) کې راسره يوځاى شي[4])).

٢ـ رسول اکرم ويلي دي : ((تاسې ته زما اهل بيت د نوح د بيړۍ په څېر دې،که څوک په کې سپاره شول ؛نو وژغورل شو او که چا ترې سرغړونه وکړه ؛نو پوپناه شول[5])).

٣ـ رسول اکرم (ص) ويلي : ((لکه څنګه ،چې ستوري په سمندر کې د انسانانو د ژغورنې لامل دي (ځکه بېړۍ چلوونکي يا ماڼو د ((وبالنجم هم يهتدون [6])) له مخې په څپو کې په ستوريو لار مومي او کڅ یا ساحل ته ځان رسوي) دغسې زما کورنۍ هم له بې اتفاقۍ نه دامت د ژغورنې سنګر دى،که دعربو کومې ډلې ورسره مخالفت وکړ؛نو پر بې اتفاقۍ او اختلاف اخته شوه او د ابليس په ګوند کې شو.[7]))

٤ـ رسول اکرم (ص) ويلي: ((تاسې ته زما د اهل بيتومثال داسې دى،لکه بني اسرائيلو ته ،چې “باب حطه” و،که څوک ورننوتل؛ نو وبښل شول[8])).

٥ـ رسول اکرم (ص) ويلي :(( زما اهل بيت ځانته داسې وګڼئ لکه سر،چې بدن ته او سترګې،چې سر ته وي او سر بې سترګو لار نشي موندلاى[9])).

٦ـ رسول اکرم (ص) ويلي: (( له قرآن اوعترت مه مخکې کېږئ،چې هلاک به شۍ، په اړه یې ناغیړي مه کوئ او شاته ترې مه پاتې کېږئ،چې نابودېږئ، “عترت” ته څه مه ورښيه،چې درنه ښه پوهېږي[10])).

٧ـ رسول اکرم(ص) ويلي:((د چا چې دا ښه ايسي،چې زما په څېر ژوند وکړي او زما په څېر ومري او د پالونکي په تلمېشتي جنت کې وي؛نو تر ما وروسته دي “علي” خپل “ولي” وګڼي،د علي دوستان دې خپل دوستان وګني او تر ما وروسته دې زما په اهل بيتو پسې ولاړ شي؛ځکه هغوى مې”عترت” دي ،زما د خټې له خاورې پيدا شوي،زما له پوهې او فهمه برخمن شوي؛نو زما د امت پرهغو کسانو دې افسوس وي،چې د اهل بيتو فضيلت ناليدلی وګڼي زما او دهغوى ترمنځ اتصال او پيوستون پرې کړى خداى دې هغوى زما له شفاعته نه برخمنوي[11])).

٨ـ رسول اکرم(ص) ويلي دي:(( خلکو! فضل ،شرف ،مقام او ولايت يوازې د خداى تعالى ،دهغه د پېغمبر او اولادې یې دى؛نو ځکه بې ځايه او باطلې خبرې دې تاسې بې لارې نه کړي[12])).

٩ـ رسول اکرم(ص) ويلي دي:((زما په امت کې هر کهول ته زما له کورنۍ نه عادل وګړي او بېلګې شته،چې د بې لارو د اړونې او د ناپوهانو د تاويل مخنيوى کوي،پوه شئ،چې امامان تاسې د خداى تعالى لوري ته رابولي؛نو پام کوئ او ځير شئ،چې څوک په مشرۍ نيسۍ او ورسره مينه کوئ.[13]))

١٠ـ رسول اکرم(ص) ويلي دي:(( مهدي، له موږ ځنې دى دين پر موږ پاى ته رسي،لکه ،چې پېلامه يې موږ وو)).

همداراز زمخشري (رح) په خپل سند له پېغمبراکرم(ص) نه روايت کړى،چې  ((فاطمة بهجه قلبي وابناهما ثمره فوادي وبعلها نور بصرى والایمه من ولدها امناً ربى وحبل ممدود بينه وبين خلقه من اعتصم بهم بجاء ومن تخلف عنهم هوى؛يعنې فاطمه مې د زړه سره او دوه زامن يې زما د زړه مېوه او مېړه يې (علي) زما د سترګو تور دى او له اولادې یې امامان زما د پالونکي امنا او د خداى او خلکو ترمنځ ځوړنده رسۍ دي،که څوک ورپوري ونښتل ؛نو ژغورل شول او که چا ونه نيوه؛نو جهنم ته وغورځول شول)).

* (( المهدى من عترتى من ولد فاطمة؛يعنې مهدي زما له ځوځاته او د فاطمې له اولادې دى [14])) .

١١ـ رسول اکرم (ص) ويلي دي:(( زموږ د اهل بيتو په مينه کې ټينګ وسئ! څوک ،چې له خداى سره ويني حال دا چې موږ يې ښه ايسو،زموږ په شفاعت به جنت ته ننوزي. په هغه خداى قسم،چې زما اختيار ورسره دى،دهر چا عمل ،هله ګټورېداشي،چې زموږ”حق” يې پېژندلى وي[15].

١٢ـ رسول اکرم(ص) ويلي دي : ((د آل محمد ښانده – پېژندنه له اوره بيزاري ده،له آل محمد سره مينه له “صراط” نه د تېرېدو اجازه ليک دى،د” آل محمد ولايت” له عذابه د بچ کېدو او امنيت لامل دى[16])).

١٣- رسول اکرم ويلي: ((په قيامت کې انسان لا تر ځايه خوځېدلی نه وي،چې د څلورو څيزونو په اړه پوښتل کېږي:عمر دې په کومه لار کې تېر کړى او بدن دې په کومه لار کې زوړ کړۍ شتمني دې په کومه لار لګولې او څنګه دې لاس ته راوړې زموږ د اهل بيتو له مينې ترې پوښتنه کېږي[17])).

١٤ـ رسول اکرم (ص) ويلي دي : ((که څوک ټول عمر د رکن او مقام په منځ کې په ولاړه تېر کړي او پرلمانځه بوخت وي او روژې نيسي؛خو که له “آل محمد” سره کينه لري دوزخ ته به ورننووځي[18])).

 

[1] ( لطف الله صافى،منتخب الاثر،١٠-٥٨مخونه )

[2] (د پورته کتاب ٥٨-٦٤مخونه )

[3] (د پورته کتاب ٦٥-٩٦ مخونه)

[4] صحيح مسلم٧/١٢٢،ترمذى سنن٢/٣٠٧،دارمي سنن٢/٤٣٢،د امام حنبل مسند٣/١٤-١٧-او٢٦مخونه، حاکم نيشاپوري ،مستدرک٣/١٠٩

[5] حاکم،مستدرک ٣/٣٥١،ابن حجرشافعي الصواعق المحرقه٩١مخ ،ذهبي ميزان الاعتدال ١/٢٢٤.

[6] نجم١٦آيت

[7] د حاکم نيشابوري مستدرک الصحيحين ( ٣/١٤٩). حاکم زياتوي،چې دا حديث د سند له مخې سم دى؛خو بخاري او مسلم نه دې را اخستي.

[8] د طبراني معجم الکبير٢/٢٢،دګنجى شافعي کفاية الطالب ٣٧١مخ،دابن حجر الصواعق المحرقه ٩١مخ، د شيخ الاسلام حموينى فرائد السمطين ٢٠/٢٤٢.

[9] صبان،اسعاف الراغبين ١٠٢مخ ،ابن صباغ مالکي،الفصول المهمه ٨مخ ،هيثمي شافعي ،مجموع زوايد٩/١٧٢ .

[10] ابن اثير،اسد الغابه ٣/١٣٧، سيوطي،الدرالمنثور٢/٦٠ ،متقي هندي،کنزالمعال ١/١٦٧، قندوزي حنفي،ينابيع المودة ١٣٧ او٢٩٦مخونه .

[11] حاکم ،نيشابوري ، مستدرک ٣/٩٥ ،حمويني، فرايد السمطين ١/٥٣ ،متقي هندي ،کنزالمعال ٦/٢١٧ ،ګنجي شافعي،کفاية الطالب ٢١٤مخ ،قندوزي حنفي ،ينابيع المودة ١٢٦او٣١٣ مخونه .

[12] ابن حجر،الصواعق المحرقه ١٠٥ مخ، زرندي حنفي،نظم دررالسمطين ٢٠٧-او٢٠٨مخونه ، قندوزي حنفي ،ينابيع المودة ١٦٩-او ٣٠٧ مخونه .

[13] قندوزي حنفي ،ينابيع المودة، ٢٢٦،٢٣٦-او٢٣٧ مخونه ، ابن حجرهيثمي شافعي،الصواعق المحرقه ١٤٨ مخ ،محب الدين طبري شافعى ،ذخائرالعقبى ١٧مخ،

[14] صحيح ابوداوود ٧/١٣٤ باب خروج المهدي.

[15] سيوطي شافعي، احياً الميت، ١١١مخ . صبان شافعي،اسعاف الراغبين ١٠٣ مخ . قندوزي حنفي ،ينابيع الموده ٢٤٦/٢٧٢/٣٠٣- او٣٠٤ مخونه . هيثمي شافعى ،مجمع الزوايد ٩/١٧٢.ابن حجرشافعي ،الصواعق المحرقه ١٣٨مخ .

[16] قاضي عیاض، الشفاء دویمه برخه ۴۰ مخ، شبراوي شافعي “الا تحاف بحب الاشراف” ٤مخ . حمويني ،فرائدالسمطين ٢/٢٥٧، قندوزي حنفي،ينابيع المودة ،٢٢-او ٢٤٧، قندوزي حنفي ،ينابيع المودة ، ٢٢-او ٢٤١ مخونه .

[17] هيثمي شافعي،مجمع الزوايد١٠/١٤٦،ابن صباغ مالکي،الفصول المهمه ١٠٩مخ ، خوارزمي،متقل الحسين ١/٤٢، ابن مغازلي شافعي،المناقب ١١٩ مخ ١٥٧حديث سيوطي،احياًالميت ١١٥ مخ، قندوزي حنفي ،ينابيع المودة ٢١٣ مخ .

[18] شيخ يوسف نبهاني،جواهرالبحار١/٣٦١ .حاکم نيشاپوري،مستدرک ٣/١٤٩ .ذهبي،تلخيص المستدرک (دحاکم ترمستدرک لاندې).قندوزي حنفي،ينابيع المودة ١٩٢/٢٧٧-او ٣٥٠مخونه . سيوطي،احياً الميت ١١١ مخ (دشبراوي پر الا تحاف حاشيه)

سرچینه :

د کتاب نوم : خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړنه : اجرالدین اقبال

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست