تبلیغات

د خطر مرکز يا د خيبر اوسپنيز سنګر  د خيبر جګړه له هغې ورځې،چې د اسلام ستورى په مدينه کې په ځلا شو؛نو تر قريشو زيات،يهودو له اسلام سره کينه راواخيسته او د اسلام ځپلو ته يې ملا وتړله او په لار کې يې ورته خنډونه جوړول پېل کړل. هغه يهود،چې د مدينې په شاوخوا […]

د خطر مرکز يا د خيبر اوسپنيز سنګر

 د خيبر جګړه

له هغې ورځې،چې د اسلام ستورى په مدينه کې په ځلا شو؛نو تر قريشو زيات،يهودو له اسلام سره کينه راواخيسته او د اسلام ځپلو ته يې ملا وتړله او په لار کې يې ورته خنډونه جوړول پېل کړل.

هغه يهود،چې د مدينې په شاوخوا کې اوسېدل،د خپلو ناوړو کړنو په سزا ورسېدل،چې ځينې ترې اعدام او ځينې؛لکه “بني قينقاع” او “بني النضير” له مدينې وشړل شول او د خيبر “وادي القرى” او يا “شام” ته ولاړل.

د مدينې د شمال په 32 فرسنګۍ کې د “خيبر” ښېرازه سيمه پرته وه او يهودو د پېغمبراکرم له بعثت مخکې هلته د استوګنې او خپلې دفاع ته اوه ګونې کلاګانې جوړې کړې وې او دا چې د سيمې خاوره کښت ته مناسبه وه؛نو اوسېدونکي يې په کښت،سوداګرۍ، وسله جوړونه او دفاعي چارو کې خورا مهارتونه درلودل. د اوسېدونکيو شمېر يې 20000 تنه وو،چې پکې جنګيالي هم ډېر وو.(305)

د “خيبر” د يهودو جرم دا و،چې د عربو ټول قبايل يې د اسلام راپرځولو ته راوهڅول او په خپلو مالي مرستو يې ستر لښکر جوړ کړ او د مدينې خولې ته يې راوست؛ خو د مسلمانانو مجاهدت او د انحضرت (ص) مشري  وه،چې خپاره يې کړل او خپلو کورونو ته ولاړل،چې د “خيبر” يهودان هم ستانه شول او د اسلام په پلازمېنه “مدينه” کې بيا ارامي راغله. د يهودو دې ټګيو او ناځوانۍ پېغمبر اکرم اړ کړ،چې د خطر دا مرکز له منځه يوسي او بې وسلې يې کړي؛ځکه وېره وه دا ټبر بيا عرب د اسلام پر خلاف راټول کړي او بيا د “احزاب” جګړه راپېښه شي. په تېره دا،چې يهود پر خپل دين ټينګ ولاړ وو او متعصب هم وو،داسې چې په زرګونو بوت لمانځيو قريشو پر پېغمبر اکرم ايمان راووړ؛ خو يو يهودى هم تيار نه شو پر پېغمبر اکرم ايمان راوړي او ددې کار ښه وخت همدا اوس دى؛ځکه پېغمبر اکرم د جنوب له لوري د حديبې په تړون ډاډمن شو او پوهېده که پر يهودو بريد وکړي؛نو “قريش” به له يهودو سره مرسته و نه کړي او د نورو ټبرونو؛لکه “غطفان” د مرستې مخنيوى ته،چې د خيبريانو ملاتړ وو،پېغمبر اکرم بله نقشه سنجولې وه،چې وروسته به وويل شي؛ نو ځکه پېغمبر اکرم په “عربستان” کې د يهودو د وروستۍ جرړۍ ايستولو ته د تيار شئ حکم وکړ او و يې ويل:((په دې جګړه کې يوازې هغوى ګډون کړاى شي،چې د حديبيې په سوله کې يې ګډون کړى و او بې له هغوى نور په خپله خوښه برخه اخستاى شي؛خو په غنيمت کې به برخه نه لري.)) پېغمبر اکرم “غيله ليثي” په مدينه کې خپل ځايناستى کړ او حضرت “علي” (ک) ته يې سپين بيرغ ورکړ او د حرکت حکم يې ورکړ او دا چې کاروان ژر خپل مقصد ته ورسي؛نو “عامر بن اکوع” د پېغمبر اکرم ساربان ته اجازه ورکړ شوه، چې شعر ووايي:

((پر خداى قسم که د خداى پېرزوينه او عنايت نه وى؛ نو موږ بې لارې وو. نه مو صدقه ورکوله او نه مو لمونځ کاوه. موږ هغه ملت يو،چې د چا تر زور لاندې نه راځو. خدايه! موږ ته زغم او استقامت راپر برخه او په دې لار کې مو قدم ټينګ لره.))

 دې شعر پېغمبر اکرم دومره خوشحاله کړ،چې “عامر” ته يې دعا وکړه، چې بالاخره عامر په دې جګړه کې شهيد شو.

د اسلام پېغمبر له لښکر سره،چې شمېر يې 1600 سرتېري او 200 سپاره پکې وو، د “خيبر” پر لور ولاړل.(306)

 “ابن هشام” په خپله سيره کې ددې لښکر د حرکت نېټه د “محرم” مياشت ښوولې ده.(307)؛ خو “ابن سعد” ددې لښکر د حرکت نېټه د اووم هجري کال “جمادي الاول” مياشت ښوولې ده او دا چې پېغمبر اکرم د “محرم” په مياشت کې خپل سفيران ولېږل؛نو ځکه د “ابن سعد” نظر پوخ ښکاري.(308)

پېغمبر اکرم،چې د “خيبر” سيمې ته ورسېد؛نو دعا يې وکړه، چې د پېغمبر اکرم پر پاک نيت ګواهي ورکوي:(( د اسمانو او څه،چې ترې لاندې دي او د ځمکې او څه،چې پرې پراته خدايه! زه له تا ددې ابادۍ او څه،چې پکې دي،خير غواړم او له بدۍ يې تا ته پناه دروړم.)) (309)

 د پېغمبر اکرم په داسې تضرع دعا کول راښيي هغه له جګړې سره د مينې يا د هېواد پراختيا او يا غچ اخستو ته نه و راغلى؛بلکې راغلى و چې اسلام ته مامخ دا ګواښ له منځه يوسي او تاسې ګران لوستونکي به ووينئ پېغمبر اکرم،چې کلا ګانې ونيوې او بې وسلې يې کړې؛نو ځمکې او پټي يې بېرته ورکړل او يوازې جزيه يې ترې  واخيسته.

 د شپې حساسې سيمې او لارې ونيول شوې

اوه ګونو کلاګانو هرې يوې ځانګړى نوم درلود؛لکه “ناعم”،”قموص” ،”کتيبه”،”نسطاة”،”شق”،”وطيح”،”سلالم” او پر ځينو کلاګانو يې د خپلو مشرانو؛ لکه د “مرحب” کلا او…. نومونه ايښي وو.

 د بهر پر اوضاع  پوهېدنې ته د هرې کلا په غاړه کې يې برج جوړ کړى و،چې ساتندويانو پکې څوکۍ کوله او کلاګانې داسې جوړې شوې وې،چې اوسېدونکي يې پوره پر بهر برلاسي وو او د تيږو او چپنډو په ويشتو يې له دښمن سره مقابله کړاى شوه. (310)

 په دې  20000 کسانو کې 2000 جنګيالي وو او د اوبو او خوړو د زېرمو له لوري پوره ډاډه و. د کلا ګانو کنډر کول هم اسان کار نه وو او که چا غوښتل ورنږدې شي؛نو له پاسه به په تيږو ژوبل يا وژل کېدل،چې دا کلاګانې يهودو جنګياليو ته کلک سنګرونه شمېرل کېدل.

 مسلمانان داسې غښتلي او مجهز دښمن ته مخامخ شوي وو؛ نو بايد پرمخ تلليو پوځي تکتيکونو ګټه واخلي.

 لومړى ټولې حساسې سيمې او لارې د شپې ونيول شوې او دا کار دومره په مهارت او بې ځنډه وشو،چې ان د برجونو ساتندويان هم پرې خبر نه شول.سهار وختي،چې يهودان خپلو کروندو ته راووتل؛نو و يې ليدل،چې مسلمانانو پرې ټولې لارې تړلې دي او دومره ووېرېدل،چې وتښتېدل او په ځان پسې يې د کلاګانو ورونه وتړل او نور يې خبر کړل،چې “محمد” له يارانو سره يې راغلى دى.

 پېغمبر اکرم  پر دې مهال د اسلام د سرتېرو د جنګي روحيي د غښتلتيا لپاره وويل: (( وران دې وي “خيبر”!د وېرول شويو به څومره بدحال به وي !))

يهودان راټول شول او په جرګه کې يې پرېکړه وکړه،چې ښځې او ماشومان يوې کلا ته،د خوړو زېرمه بلې کلا ته يوسي او د هرې کلا دې جنګيالي له پاسه په ډبرو او غشيو دفاع وکړي او په مناسب وخت کې دې جنګيالي راووځي او د اسلام له جنګياليو سره جګړه وکړي.

 يهود تر پايه  پر خپلې نقشې ودرېدل؛نو ځکه يې  د مسلمانانو پر وړاندې يوه مياشت مقاومت وکړ او کله خو به داسې هم پېښېدل،چې د يوې کلا نيولو ته به لس ورځې هلى ځلى هم ناکامېدې.

 په سخته کې تقوا

پر دې مهال پر مسلمانانو لوږه راغله؛نو د هغو ځناورو غوښې يې خوړې،چې مکروه وو. پېغمبر اکرم ته د يهودو يو تور مخى شپون راغى او له پېغمبر اکرم يې وغوښتل اسلام ورته وښيي،په هماغه ناسته کې يې ايمان راووړ او ويې ويل:(( دا رمه راسره امانت ده او اوس،چې مې اړيکه د رمې له مالکانو سره پرې شوې؛نو زه له دې رمې سره څه وکړم؟))

پېغمبر اکرم د سل ګونو وږيو په مخکې وويل: (( زما په دين کې د چا په مال کې خيانت ستر جرم دى. تا ته پکار دي،چې دا ګډې د کلا مخې ته بوځي او مالکانو ته يې وسپارې.))

 د پېغمبر اکرم يې خبره ومنله او بې ځنډه يې په جګړه کې برخه واخسته او د اسلام په لار کې شهيد شو.(311)

هو! زموږ پېغمبر اکرم يوازې په ځوانۍ کې په “امين” مشهور نه و؛ بلکې د ژوند په ټولو شېبو کې “امين” و.

هغه مهال،چې مسلمانانو يهود کلابند کړي وو؛نو رمې يې تلې راتلې؛خو يو مسلمان هم په هغه سخته لوږه کې پرديو پسونو ته پورته هم و نه کتل؛ځکه د اسلام په ښوونځي کې امين انسانان وو.

 يوه ورځ چې لوږه ډېره سخته شوه؛نو پېغمبر اکرم حکم وکړ، چې د يهودو له رمو يوازې دوه پسونه راونيسئ او حلال يې کړي او که لوږه دومره نه واى سخته شوې؛نو مسلمانانو به هېڅکله داسې نه وو کړي؛نو چې کله به له لوږې د سرتېرو شکايتونه ډېر شول؛نو پېغمبر اکرم به لاس اسمان ته پورته کړ او و به يې ويل:(( خدايه! په سرتېرو مې د خوړو کلا فتح کړې.))

 پېغمبر اکرم اجازه نه ورکوله،چې بې له بري او فتح يې سرتېري د خلکو مالونو ته لاس وغځوي.(312)

 کلاګانې په يو بل پسې ونيول شوې

د اسلام سرتېرو،چې د “ناعم” او “قموص” کلاګانې ونيوې؛نو د “وطيح” او “سلالم” کلاګانو ته ونښتل؛خو يهودو سخت مقاومت وښود؛ځکه د اسلام سرتېرو،چې څومره زيار ګاله؛نو يوازې تلفات يي ورکول،چې دا تلفات د اسلام ستر سيره ليکونکي “ابن هشام” په ځانګړي مسند کې راوړي او تر لسو ورځو اخ و ډب وروسته به ټول بې پايلې غونډ ته راستنېدل.

يوه ورځ حضرت “ابوبکر”(رض) ته د کلا د نيولو دنده ور ترغاړې شوه، مسلمانانو يې هم پر بولندويۍ حرکت وکړ؛خو څه موده وروسته بې پايلې راستانه شول .

 بله ورځ يې د کلا د نيولو بولندويي حضرت “عمر”(رض) ته ورکړه. هغه هم تش لاس راوګرځېد. (313)

 په پاى کې پېغمبر اکرم خپل افسران راټول کړل او ورته يې وويل:

 (( دا بيرغ به سبا يو تن ته ورکړم،چې خداى او پېغمبر پرې ګران دى او پر خداى او پېغمبر هم هغه ګران دى او هغه هېڅکله له جګړې نه دى تښتېدلى او دښمن ته يې شا کړې نه ده او خداى به يې دا کلا په لاس فتح کړي.))

  “طبرسي” او “حلبي”  وايي،چې پېغمبر اکرم وويل:(( پر دښمن بريد کوي او هېڅکله له جګړې نه تښتي.)) (314)

هر چا غوښتل دا وياړ يې په برخه شي،چې سبا شو؛ټول راټول شول او هر يو په تمه و،چې پېغمبر اکرم به ورته بيرغ ورکوي. ټول چوپ وو. پېغمبر اکرم وويل:((“علي” چېرې دى؟ ))

ورته وويل شول:((سترګې يې خوږېږي او استراحت کوي.))

 پېغمبر اکرم وويل:((  رايې ولئ.))

 طبري وايي:((حضرت “علي” (ک) يې پر اوښ يې راسپور کړ او را يې ووست. پېغمبر اکرم  خپل لاس د حضرت “علي” (ک) په سترګو ومښه او ورته دعا يې وکړه او د سترګو درد يې داسې ورک شو، چې د “عمر” تر پايه پرې اخته نه شو.))

پېغمبر اکرم حضرت “علي” ته د پرمختګ اجازه ورکړه او ورته يې وويل:

((له جګړې مخکې کلا ته استازى ولېږه او دين ته يې راوبله؛نو که و يې منله؛نو پوه يې کړه،چې بايد بې وسلې شي او اسلامى حکومت ته جزيه ورکړي او که چا دې خبرې ته غوږ کېنښود؛ نو ورسره وجنګېږه.)) (315)

 حضرت “علي” (ک) چې ته؛ نو پېغمبر اکرم ورته په مخه ښه کې وويل: ((خداى چې څوک ستا له لارې هدايت کړي؛نو دا درته تر هغو سرو اوښانو ښه ده، چې د خداى په لار کې يې وکاروې.)) (316)

 په خيبر کې ستر برى

 پېغمبر اکرم،چې حضرت “علي” (ک) ته دنده ورکړه،چې د “وطيح” او “سلالم” کلاګانې فتح کړي؛نو زغره يې واغوسته او خپله ځانګړې توره؛ “ذوالفقار” يې راواخيسته او هغه بيرغ،چې پېغمبر اکرم ورکړې و،”خيبر” ته نږدې يې وځړاوه.

 پر همدې مهال د “خيبر” ورايله شو او يهودانو ميدان ته راودانګل. لومړى د “مرحب” ورور “حارث” ميدان ته راغى؛د غږ هيبت يې دومره و،چې د حضرت “علي” تر شا سر تېري ټول پر شا ولاړل؛خو حضرت “علي” ورته پر ځاى ولاړ و. ډېر وخت لا نه و تېر،چې حضرت “علي”، “حارث”  وواژه.”مرحب” د ورور وژنې خورا غمجن کړ،پر وسله سمبال راغى او دا شعر يې ووايه:

(( د “خيبر” دېوالونه او ورونه ګواه دي، چې “مرحب” يم. کار ازمېيلې او په وسله سمبال.که روزګار بريالى وي؛نو زه هم بريمن يم. هغه ننګيالى، چې د ننګ په ډګر کې راسره مخ کېږي؛نو په وينو يې لړم.))

حضرت “علي” (ک) هم د “مرحب” د شعر پر وزن او قافيه شعر ووايه:

(( زه هماغه يم،چې مور مې راباندې د “حيدر” (زمرى) نوم کېښود. د زمري په څېر جنګيالى يم.غښتلې مټې او څټ لرم،د جګړې په ډګر کې د زمري په څېر پر خلکو هيبت راولم.))

د دواړو جنګياليو شعرونه پاى ته ورسېدل او د نېزو او تورو خرپا راپورته شوه. څو شېبې وروسته حضرت “علي”، “مرحب” پر سر وواهه او ويې واژه. د حضرت “علي” دې ګوزار د يهودو پر نورو ننګياليو وېره راوسته او وتښتېدل او هغوى،چې  نه وو تښتېدلي،له حضرت “علي” سره لاس په لاس پر جګړه شول او ټول حضرت “علي” ووژل. حضرت “علي” په تښتېدليو يهودو پسې ورغى، پردې  مهال يو يهودي په توره د حضرت “علي” (ک) ډال وواهه او له لاسه يې وغورځېد؛ناڅاپه د حضرت “علي” (ک) سترګې،د کلا پر وره ولګېدې،ولاړ او له بېخه يې راونړاوه او د جګړې تر پايه يې د ډال په توګه کاراوه. تر جګړې وروسته، چې حضرت “علي”  ور وغورځاوه؛نو د اسلام اته غښتلي سرتېري راغلل،چې ور راپورته کړي؛خو و يې نه کړاى شول.(317)

او هغه کلا،چې مسلمانانو يې نيولو ته لس ورځې هلې ځلې کړې وې، حضرت “علي” په يوه شېبه کې ونيوه.

“يعقوبي” په خپل تاريخ کې لېکي:((ور په ډبرين دېوال کې و،چې اوږدوالى يې 4 ذرع او پلن والى يې 2 ذرع و.)) (318)

“شيخ مفيد” په “ارشاد” کې په ځانګړي سند کې له حضرت “علي” (ک)د “خيبر” د ور د رانړولو کيسه رانقل کړې ده:

(( ما د “خيبر” ور راونړاوه او د ډال په توګه مې کاراوه او جګړه،چې خلاصه شوه؛نو ور مې د هغې کندې له پاسه پول کړ،چې يهودو د کلا او زموږ په منځ کې اېستلى وه. بيا مى ور هغه کندې ته ګوزار کړ،چې يوه سړي وپوښتلم:ايا د وره پر دروندوالي پوه شوې ؟ ورته مې وويل: د يو ډال هومره.))(319)

 تاريخ ليکونکيو او سيره ليکونکيو د “خيبر” پر ورځ د حضرت “علي” د سرښندنې په باب لېکلي دي:((داسې چارې په بشري قدرت نه شي کېداى او په خپله حضرت “علي” وايي:”هغه ور مې په بشري قدرت نه و رانړولى؛بلکې پر قيامت ايمان او په الهي قدرت مې راونړاوه.”)) (320)

د بري پر مهال تېرېدنه

الهي انسانان او د دنيا ستر خلک تر بري وروسته له دښمن سره پر نرمۍ چلن کوي او غچ ترې نه اخلي. پېغمبر اکرم هم د “خيبر” د جګړې تر ګټلو وروسته،د خپلې نرمۍ او مهربانۍ وانده د “خيبر” پر يهودانو خپاره کړل او د يهودو يې له هغه وړانديز سره هوکړه وکړه، چې: ((موږ په “خيبر” کې هستوګنې ته پرېږده او ځمکې او پټي مو هم په واک کې پرېږده، د خپلو ځمکو نيم حاصلات به مسلمانانو ته ورکوو.))

  “ابن هشام” خو وايي،چې ان دا وړانديز خو په خپله پېغمبر اکرم يهودو ته وکړ.(321)

سيره حلبى 3/ 36    او تاريخ يعقوبى 2/ 46

306_  امالى طوسى/ 164

307_  سيره ابن هاشم، 2/ 328

308_ طبقات 2/77

309_  کامل، 2/ 147

310_  سيره حلبى ، 3/ 38

311_  سيره ابن هشام 3/ 345

312_  سيره ابن هشام، 2/ 346 او 350 مخونه

313_(تاريخ طبرى، 2/ 300)

314_ مجمع البيان 9/ 120 ، سيره حلبى 2/ 43 ،سيره ابن هشام 3/ 349

315_  بحار 21/ 28

316_ صحيح مسلم 5/195  ، صحيح بخارى 5/ 22، 23

317_  سيره ابن هشام 3/ 349  ،  تاريخ طبرى 2/ 94

318_  تاريخ يعقوبى 2/ 46

319_  ارشاد/ 59

320_  بحار 21/ 21

321_  سيره ابن هشام، 1/ 327 او 356 مخونه

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!