تبلیغات

كه موږ خپل فكر او ذكر پر غم متمركز كړو؛ نو وړوكى غم به هم راته غر ښكاري؛ نو ښه به دا وي چې د غم پر مهال د خپلو نعمتونه او شتمنۍ په هکله فكر وكړو.زما په اند ‏موږ په ژوند كې داسې نور څيزونه هم لرو، چې له امله يې بايد د څښتن […]

كه موږ خپل فكر او ذكر پر غم متمركز كړو؛ نو وړوكى غم به هم راته غر ښكاري؛ نو ښه به دا وي چې د غم پر مهال د خپلو نعمتونه او شتمنۍ په هکله فكر وكړو.زما په اند ‏موږ په ژوند كې داسې نور څيزونه هم لرو، چې له امله يې بايد د څښتن شكر وباسو .

يو كاغذ را واخلئ او ټول هغه بركتونه او نعمتونه، چې لرئ، پكې و یې ليكئ.

يو سړى پېژنم چې له صفره يې كار پيل كړ او پخپل كار كې مشهور شو او ډېرې يې وګټلې؛ خو ناڅاپه يي تاوان ملا ماته كړه.

دې ځوان د هر څه تر مخه كاغذ راواخست او ټول هغه نعمتونه يې پکې وليکل چې درلودل يي؛و يې ليدل چې تر اوسه په ژوند كې لا دومره څه لري،چې خوشاله ووسي او شكر وباسي. هغه د زړه له كومې او پر اخلاص نوې كار پيل كړ او له پخوا هم ډېر زيات مشهور شو او ژوند يې ښه تېرېده.

كه خپل نعمتونه او بركتونه و شمارو؛ نو غمونه به مو لږ شي.

راځئ چې په ټول ژوند كې د څښتن شكر وباسو. راځئ چې شكر خپل عادت كړو او په هر كار او قدم كې له څښتنه مننه وكړو، ان په نهيلۍ، وېره، تشويشونو او غمونو كې مو بايد د زړه له كومې غږ را پورته شي: خدايه! ستا شكرونه ! نو همغه مهال به وي، چې زړه به مو ټکور او هوسا شي.

كه د ژوند په هر پړاو کې مو څښتن پر ياد و؛ نو په حقيقت كې دا د څښتن يادونه او د شكر يو پوړ دى، چې پخپلو لاسونو يې د ارامتیا ‏د جيګو څوكو پر لور جوړو.

د يوې ښځې مېړه ډېر ناروغ و، ډېرو ډاكټرانو ته يې ښوولې و؛ خو له درمله يې بېوسه ول او ځواب يې دا و ،مېړه يي، چې ډېر ژوندى پاتې شي، شپږ مياشتې به وي . دې ښځې پر څښتن پوخ ‏ايمان درلود او هره ورځ به يې دعاګانې كولې او شكرونه به يې ايستل : خدايه ! شكر، ستا شكرونه دي، چې تر اوسه دې زما مېړه ته شفا وركړې او روغ دى . خپلو دعاګانو ته يې دوام وركړ؛ خو د د مېړه په څېره كې يې د روغتيا نښې نه ليدل كېدې. څو مياشتې وروسته يې چې بيا مېړه معاينې ته ډاكټرانو ته وښود؛ نو ډاكټرانو ورته په هېښنه – حيرانتيا وويل : دا معجزه ده، چې ته روغ شوى يې، زموږ له ځواک پرته بل ځواک شفا دركړې ده.

په هر كار، مهال او شرايطو كې د څښتن شكرونه وباسئ؛ ځكه چې دا كار د انسان زړه د څښتن د مرستو او درملونکيو ځواکونو اغېزې ته چمتو کوي .

اصلي خبره دا ده، چې موږ بېلابېلو ښوونځيو او مذهبونو ته اړتیا نه لرو؛ بلكې عمل ته اړتیا لرو.

آيا موږ د خپلو مشرانو پر خبره عمل كړى دى؟

څو ورځې مخکې مې له يوې ښځې سره ولیدل،چې ناڅيزه سواد یې درولود ،ډېر كتابونه يې هم نه وو لوستي. سخته ملا دردې و او له همدې امله کېناستې هم نشوه؛ خو بيا هم ، تل موسکۍ وه او ويل به يې: دا پېښه، بايد ما ته راپېښه شوې وای؛ ځكه ايمان لرم، چې په دې پېښه کې يوه زده کړه راښوول کېږي، چې د اروا په وده او تكامل كې مې مرسته كوي.

كه ايمان مو درلوداى، چې څښتن مو پر ټولو كارونو څارنه لري؛ نو له ډېرو زياتو كارونو به مو لاسنيوى كړى و. دا زموږ د خپلو اعمالو پايله ده، چې غمونه راباندې راځي. هر عمل،عكس العمل لري، كه بد مو وكړل؛ نو عكس العمل به يې هم بد وي او كه ښه مو وكړل؛ نو عكس العمل به يې هم ښه وي. د عمل او عكس العمل قانون د Karma په نوم يادېږي.

څښتن تعالى ددې نړۍ او طبيعت پېیون- نظم ته زيات قانونونه ټاکلي دي لكه د ځمكې د جاذبې قانون او د وينې د ګرځېدو قانون ،چې په انسان پورې اړه لري؛ خو د Karma قانون په ټوله نړۍ کې، د ژوند په ټولو كارونو كې؛له کوچني څخه تر غټه او له ښكاره څخه تر پټه ډېر دقيق عمل كوي . د Karma قانون يو طبيعى قانون دى او هر څه پكې دي . كه پاك فكر وكړئ؛ نو پاك به ياست.كه فكر مو وكړو او تلقين مو كړل، چې ناروغ ياست؛ نو ناروغ به شئ.

څو كاله مخکې پر څو بنديانو د هغوى تر خوښۍ اخستو وروسته ((پر بدن د فكر اغېز )) ازمېينه وشوه،چې په دې ترڅ کې د يو بندي پر شا د لرګي چاقو راښكوول شو او ورپسې يې وينې ته ورته مايع پر شا واړوله . بندي فكر كاوه، چې ګينې پر چاقو يې ټپي كړې او وينه ترې روانه ده او بېسده شو.

هو! فكر پر بدن غښتلى اغېز لري .

څنګه چې فكر كوئ هماغسې به شئ.

د Karma دويم قانون وايي: څه چې كرئ هغه به رېبئ.

نو تل ښه فكر وكړئ ،نېكې کړنې وكړئ، خدمت وكړئ، محبت وكړئ، بښنه وكړئ او………..

د كارما قانون وايي: دروغ مه واياست، غلا مه كوئ، په خلكو پسې بدې ردې مه واياست؛ كوم كار چې پخپله در کې وي؛ نو پر بل يي نيوكه مه كوئ، د خولې برغولې ولرئ، پر ناروا لارو ځان ګټو ته مه رسوئ، د بل مال ته سترګې مه خړوئ، خلك مه غولوئ ؛ چې کله خلك غولوئ؛نو په حقيقت كې ځان مو غولولى دى؛ ځكه د كارما د قانون مچۍ مو په ځان پسې راپارولى دي.

يو خټګر د يو شتمن زوم و، سخر يې ورته وويل: دا پېسې واخله او يو كور راته پرې جوړ كړه. ددې خټګر په زړه كې خيرى و او په هغو پېسو به يې دويم لمبر سېمټ او سامان اخسته. چې کله د كور كار پاى ته ورسېد؛ نو سخر يې ورته وويل: دا كور ما خپلې لور ته (چې د خټګر ښځه وه) جوړ كړى او د یې واده ډالۍ ده.

معمار وويل: په حقيقت كې ما له ځان سره ټګي كړې ده؛ نو وګورئ چې څنګه د كارما قانون په دقيق ډول خپل كار كوي .

را به شو دې خبرې ته چې ولې پر نېک عمله انسانانو خپګان راځي؟

رښتيا خبره خو دا ده، چې نېک عمله انسانان كله هم نه خپه کېږي،كه پر نېک عمله انسان غم راشي؛ نو پوه دې شي، چې په زړه يا د فكر په يو ګوټ كې يې هرومرو خيرى شته،چې څښتن غواړي په غم يې پاك سوتره كړي . پر نېک عمله انسانانو سختي راځي، چې د زړه خېرى يې پر نېکۍ او ځواک واوړي؛خو دا څنګه؟ هغه داسې چې سره زر دومره وخوټوي او ويلې يې كړي،چې څومره ناسوچه مواد چې پكې وي،ترې پاك يې كړي او نږه او ګران بيه او با ارزښته او پر هر چا ګران څيز ترې جوړ شي.

زموږ مشرانو ویلي: چې څه كري، هغه به ريبې.

پر “كرشنه”، “بودا”، “عيسى” او “حضرت محمد” باندې دومره سختۍ تېرې شوې؛ نو موږ څوك يو چې له دې سختيو او كړاونو به خوندي يو؛ نو موږ هم د خپلو کړنو پر وړاندې مسئول يو او بايد په ياد ولرو، چې يوازې د څښتن خوښه ترسره کېږي او موږ بايد غمونه او كړاونه وزغمو، تر څو پاك او نږه شو، چې په همدې پاكوالي او نېک عمل ځان څښتن ته ور ورسو، چې ټول عشق، مينه، نور، ښادي او نېکمرغي ده.

د څښتن مينه تل او په هر ځاى كې وي؛ خو دا موږ يو چې نه يې وينو؛ ځكه چې بدو کړنو مو پر سترګو پرده اچولې ده .

دا دردونه او غمونه؛ځکه پر موږ راځي چې دا پردې مو له سترګو لرې شي، چې مينه، محبت، پاکي، حقيقت او نېکمرغي پخپلو سترګو ووينو.

خپګان داسې نعمت دى،چې را ته د څښتن رحمت،عقل او عشق را برسېروي . څښتن راته هېښنده او ښايسته نړۍ جوړه كړې او ” هغه” غواړي، چې موږ ټول ښاد، نېکمرغه، بريالي، كامياب او له هغو نېکيو خوند واخلو، چې دا نړۍ يې ترې ډكه كړې؛خو تر ټولو مخکې موږ بايد چمتووالی ونيسو. هر غم او خپګان موږ ته درس راښئ چې كه زده مو كړ؛ نو غم به مو له منځه تللى وي؛ نو چې کله درباندې خپګان راتله او په ستونزو كې ګېر شوئ؛ نو څښتن ياد كړئ او ورته وواياست : خدايه په دې خپګان راته كوم درس راكوې؟ او بيا په تمه شئ، چې ځواب مو دركړې.

د غم او ماتې يو علت دا هم كېداى شي، چې د طبيعت کوم قانون مو تر پښو لاندې كړى وي؛ طبيعت ستره محكمه او پوليس نه لري؛ خو ډېره په اسانه خپل قوانين پلي كوي.كه اندونه،وينا او کړنې مو له دې قانون سره اړخ ولګوي؛ نو هرومرو به هوسا او نېکمرغه اوسو او ښايسته او ښاد ژوند به ولرو؛ ځكه چې د ژوند د مانیز قانون په پلي كولو کې انسان نېکمرغۍ ته رسي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!