تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د دعا نه قبلېدل په نړۍ کې خلک دوه ډوله دي: هغوی چې همدې دنيا ته دي او هغوی چې دنيا دوی ته ده. دعا د دې لپاره نه ده چې په دنيا کې ټولې نېکۍ يو ځای يو تن ته ورکړي. دنيا د يوه تن پر غوښتنې نه چورلي او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د دعا نه قبلېدل

په نړۍ کې خلک دوه ډوله دي: هغوی چې همدې دنيا ته دي او هغوی چې دنيا دوی ته ده.

دعا د دې لپاره نه ده چې په دنيا کې ټولې نېکۍ يو ځای يو تن ته ورکړي. دنيا د يوه تن پر غوښتنې نه چورلي او د مولانا په وينا خلک دوه ډوله دي: هغوی چې د دنيا لپاره دي او هغوی چې دنيا د دوی لپاره ده. ډېری خلک له لومړي ډوله دي؛ نو ځکه بايد خپل بريد وپېژني او ځان ته ګرده دنيا ونه غواړي.

 کله د انسان خير د دعا په نه قبلېدو کې وي

کله کله هم دعا نه قبلېږي؛ ځکه د انسان زيان پکې وي. که څه موږ انسانانو ته د دعا اجازه راکړل شوې؛ خو موږ پخپله هغه بهترين څوک نه يو، چې  خپل خير وپېژنو. انسان کله کله د خپل مصلحت په تشخيص کې تېروځي. هو د انسان ښه ايسي چې له خدايه هر څه وغواړي؛ خو غوښتنې يې تل پر ګټه نه وي؛ نو ځکه په هر ځای کې يې دا غوښتنې نه ور پوره کېږي.

فَلَرُبَّ اَمْرٍ قَدْ طَلَبْتَهُ فِيهِ هَلاَكُ دِينِكَ لَوْ أُوتِيتَهُ

«کله کله دې د دين هلاکت د دعا په قبلېدو کې دی»

د دې چار يوه بېلګه مخکې علي (ک) خپل زوی ته وويله چې ته له خدایه اوږد عمر، روغتيا او د رزق پراخي غوښتلای شې؛ خو په پای کې بيا زوی ته باخبري ورکوي چې:

فَلْتَكُنْ مَسْأَلَتُكَ فِيمَا يَبْقَى لَكَ جَمَالُهُ وَ يُنْفَى عَنْكَ وَبَالُهُ

«سمه ده دا ډول چارې له خدايه وغواړې؛ خو داسې څه ترې وغواړه چې جمال او ښکلا يې درپاتې کېږي او وبال يې ستا تر غاړې کېږي نه.»

نو ځکه شونې ده انسان د هغه مارګير په څېر، يو ښامار ښکار کړي او وګڼي چې د ګټې وټې یوه سرچینه یې ترلاسه کړې؛ خو په رښتینه کې ښايي د مړينې لامل يې شي. په همدې دليل کله د دعا نه قبلېدل، تر قبلېدو يې غوره ده:

بس دعاها کان زیان است و هلاک

وز کرم می نشنود یزدان پاک

 له انسان سره د خدای د دوستۍ دا غوښتنه ده چې خدای هلاکت زيږي دعاوې وانه وري:

فَالْمَالُ لَا يَبْقَى لَكَ وَ لَا تَبْقَى لَهُ

 «نه مال درته پاتې کېږي او نه ته مال ته پاتې کېږې.»

 يعنې که خپل خير دې د مال په درلودو کې وګڼه او له خدايه دې وغوښت؛ نو مه غافلېږه، شونې ده چې دا مال يو ښامار چې ساه دې واخلي.

 خدای د بشري هوسونو د پوره کولو وزله نه ده

په ډېری دعاګانو کې چې نه قبلېږي، انسان پکې له خدای سره خپلې هيلې اوڅاروي او هڅه کوي چې خدای د خپلو اړتياوو پوره کولو ته يوه وزله کړي. دين کله هم انسانانو ته ژمنه ورکړې نه ده چې هر څه غوښتای شئ، چې موږ يې په خدای او يا ورسره په مطرحولو درپوره کړو. دا ډول ناسمې انګېرنې، يو ډول لټي، روحي ناډاډمنتيا او بې ځايه تمې رادبره کوي.

 مازې پر دعا توفيق، د دعا بدله او ځواب دی

لنډه دا، بايد ديني ټولنه له دعا سره روږدې وي. د خدای بلل فرض دي. ورسره خبرې کول، د ديني ژوند ذوق او د مانيز (معنوي) ژوند خوږوکه او خوند دی. بايد دا شريف چار تعقيب شی، که څه ځواب ونه مومي. د انسان بدله همدا ده چې اجازه يې ورکړې خدای وبلي. دا بلنه د انسان په روح کې داسې خوشحالي راولي چې په بله لار نه تر لاسه کېږي. که دې بلنو مادي او ملموسه پايله هم درلوده؛ نو ډېره ښه، که نه، پر خپله دعا خو بیخي څه ټکه او نيوکه نشته. په ديني ټولنه کې مازې دعا کول ښه کار دی او بايد دا روحيه را وروستو نسلونو ته ورولېږدو او د علامه محمد اقبال په وينا، دعا کول د انسان په وګړه او شخصيت کې بدلون راولي چې دا وګړه عين مطلوبه ده، د دعا قبلېدل يو ثانوي او تبعي چار دی.

نو ځکه دلته مساله دا نه ده چې انسان د خپلو مادي کړلارو په څېر کېني او وڅېړي چې دباندې يې د دعا اغېز څومره ده. البته کله دباندې د دعا اغېز هم ښکاره کېږي؛ خو اصل، اغېز نه دی او د دعا په قبلېدو کې خپله دعا هم منتفي کېدلای نشي.

 غوره ده چې انسان په دعا کې له خدايه پاتېدونې چارې وغواړي

علي (ک) په ليک کې زياتوي:

وَ اعْلَمْ يَا بُنَيَّ أَنَّكَ إِنَّمَا خُلِقْتَ لِلْآخِرَةِ لَا لِلدُّنْيَا وَ لِلْفَنَاءِ لَا لِلْبَقَاءِ وَ لِلْمَوْتِ لَا لِلْحَيَاةِ وَ أَنَّكَ فِي قُلْعَةٍ وَ دَارِ بُلْغَةٍ وَ طَرِيقٍ إِلَى الْآخِرَةِ:

« زويه! پوه شه آخرت ته پنځول شوى يې،نه دنيا ته، له دنيا تلونکى او پکې پاتېدونکى نه يې، مرګ ته پنځول شوى يې نه په دنيا کې تلپاتې ژوند ته او شونې ده،چې هره شېبه له دنيا ولاړ شې او آخرت ته ورننوځې »

علي (ک) د دعا په اړه دا برخه په خپلو سپارښتنو پسې راوړې ده او ته وا خپل زوی ته وريادوي چې هو، خدای انسانانو ته د دعا اجازه او د قبلېدو اجازه يې ورکړې ده؛ خو څوک چې دا شريفه وزله ضايع کوي او لکه څنګه چې ښايي ګټنه ترې نه کوي؛ نو پوه دې شي چې خپله مقصر دی.

زموږ په ډېری دعاګانو کې يوازې لږې قبلېږي؛ نو ولې دا لږې دنيوي او ناپاتېدونو هيلو ته ولګو؟ عاقبت وينی انسان هغه دی چې اخروي ژوند ته يې ورپام وي او تر تلونکيو چارو ډېر پاتېدونو چارو ته سوچ وکړي؛ نو ځکه انسان بايد له متقيانو د دعا کولو لار زده کړي.

پېغمبران او ديني مشران د سمې دعا کولو د طريقې غوره ښووونکي دي

له پېغمبرانو او ديني مشرانو مو يوه تمه دا ده چې د دعا کولو سمه طريقه را زده کړي، هسې نه چې دا ستر نعمت ضايع شي. د دې نعمت شکردا دی چې، سمه ګټنه ترې وشي. له ديني مشرانو ډېرې دعاګانې رارسېدلې او که څوک غواړي سم خدای وبولي، غوره ده چې همدا دعاوې ولولي،انسانان لږ پوهېږي چې له خدايه څه وغواړي او که د دې مشرانو لاسنيوی نه وي؛ نو شونې ده انسان تل خپلې سترګې په ناڅېزو او بدرنګو مناظرو بوختې کړي او خپل عمر تباه کړي او د زړه تاندو او زړه راکښوونکیو نظر کونې فرصت له لاسه ورکړي.

په پای کې د علي (ک) دا دعا لولو:

اللَّهُمَّ إِنَّكَ آنَسُ الْآنِسِينَ لِأَوْلِيَائِكَ وَ أَحْضَرُهُمْ بِالْكِفَايَةِ لِلْمُتَوَكِّلِينَ عَلَيْكَ تُشَاهِدُهُمْ فِي سَرَائِرِهِمْ وَ تَطَّلِعُ عَلَيْهِمْ فِي ضَمَائِرِهِمْ وَ تَعْلَمُ مَبْلَغَ بَصَائِرِهِمْ فَأَسْرَارُهُمْ لَكَ مَكْشُوفَةٌ وَ قُلُوبُهُمْ إِلَيْكَ مَلْهُوفَةٌ إِنْ أَوْحَشَتْهُمُ الْغُرْبَةُ آنَسَهُمْ ذِكْرُكَ وَ إِنْ صُبَّتْ عَلَيْهِمُ الْمَصَائِبُ لَجَئُوا إِلَى الِاسْتِجَارَةِ

څښتنه! ته تر ټولو دوستانو زیات د خپلو دوستانو دوست یې او د توکل کوونکیو د اړتیاوو لرې کوونکی یې، له پټو خوالو یې خبر یې او چې څه یې په زړه کې دي، پرې پوهېږې او ته یې له لیدلوریو باخبره یې او خواله یې درته بربنډه ده او زړونه یې ستا پر لور په ځیر دي. که یوازېتوب او غربت یې په بوږند کړي؛ نو ستا یاد به یې ملګری شي. که کړاوونه پرې راکېوځي؛ نو پناه دروړي او درشل ته دې درمخه کوي.

خدايه! په عفوه دې راسره وچلېږه نه په عدالت او د خپل رحمت ورونه دې را پرانيزه.

آمین

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!