تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د دنيا او آخرت كښت   مَنْ كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الْآخِرَةِ نَزِدْ لَهُ فِي حَرْثِهِ وَمَنْ كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ نَصِيبٍ ﴿۲۰شوری﴾ = چې څوك د اخروي كښت [گټه] غواړي، كښت یې ورزیاتو (او په حاصلاتو كې يې زياتوالى راولو) او چې څوك يوازې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د دنيا او آخرت كښت

 

مَنْ كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الْآخِرَةِ نَزِدْ لَهُ فِي حَرْثِهِ وَمَنْ كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ نَصِيبٍ ﴿۲۰شوری﴾ = چې څوك د اخروي كښت [گټه] غواړي، كښت یې ورزیاتو (او په حاصلاتو كې يې زياتوالى راولو) او چې څوك يوازې د دنيوي كښت [گټه] غواړي، څه ترې وركوو؛ خو په اخرت كې يې هېڅ برخه نشته.

 

دې آيت، په يوې تشبېه، نړيوال د پالونكي د روزۍ او ترې د ګټنې د څرنګوالي په باب له بزګرانو سره ورته كړي، چې يوه ډله یې آخرت ته كري او بله يې دنيا ته او د دواړو كښتونو پايله يې په ګوته كړې ده.

ددې آيت په وينا، انسانان ټول بزرګان دي او دا نړۍ مو کرځاى دى؛ زموږ كړنې يې، تخمونه دي او الهي شونتياوې هغه باران دى، چې پرې ورېږي؛ خو دا تخمونه يو له بله ډېر توپير لري: د ځينو یېبرې- حاصلات نامحدود، تلپاتې، ونې يې تلتاندې او تلښیرازه او له مېوو ډكې دي؛ خو د ځينو یېبرې ډېرې لږې، عمر يې لږ او ژر تېرې دي او ترخې او بې خونده مېوې لري.

((يُرِيدُ)) (غواړي) د خلكو د نيتونو توپير ته اشاره ده او ټول آيت، په تېر آيت كې د پالوونكي د نعمتونو او روزۍ په باب شرح ده، چې يوه ډله دا نعمتونه د آخرت تخمونو په بڼه كاروي او ځينې يې دنيا ګټنې ته.

په زړه پورې خو داچې د آخرت د بزګرانو په باب وايي: (( پر كرنې يې بركت ږدو او یېبرې يې ورزياتوو))؛ خو نه وايي، چې د دنيا له ګټې او خوندونو اخستنې بې برخې دي؛ خو د دنيا د بزګرانو په هكله وايي: ((له همدې دنيا (لږ څه) وركوو؛ خو په آخرت كې يې هېڅ برخه نشته)).

 په دې توګه نه دنياپالو ته هغه څه په لاس ورځي، چې غواړي یې او نه آخرت غواړي، له دنيا بې برخې كېږي؛ په دې توپير، چې لومړۍ ډله په تشو لاسونو آخرت ته ورځي او دويمه ډله په ډكو لاسونو.

له پېغمبراکرم(ص) نه په يو روايت كې لولو: (( د چا چې نيت دنيا وي، خداى يې چار پرېشانوي او نيستي ور وړاندې كوي او له دنيا يوازې دومره ترلاسه كوي، چې ورټاكل شوې ده او د چاچې نيت آخرت وي، خداى يې پرېشاني پر ساهوتوب وراړوي او زړه يې مړه خوا كوي او دنيا غاړه ايښودې ورځي))

 په رښتینه كې اسلام، دنيا موخه نه ګڼي؛ بلكې د يو كرځي په توګه ورته ويني، چې یېبرې یې په قيامت كې واڼل كېږي.

د قرآن په نورو آيتونو او په رواياتو كې، دې آيت ته ورته تعبيرونه راغلي دي؛ لكه د بقرې سورت په 261 آيت كې، انفاق له داسې تخم سره ورته شوى، چې اوه وږي ترې راټوكېږي او په هر وږي كې سل دانې او كله ډېرې وي. دا د آخرتي تخم كرنې بېلګه ده. له پېغمبراکرم(ص) نه په يو حديث كې لولو: ((خلك يوازې د خپلو ژبو د رېبل شويو یېبرو په پار په اور كې پړمخې لوېږي))

له علي (ك) په يو روايت كې راغلي: ((شتمني او اولاد ددې نړۍ برخه او صالح كړنې، په آخرت كې د انسان برخه ده او كله خداى يوې ډلې ته دا دواړه نعمتونه وركوي.))

 له دې آيته پردې ټكي هم پوهېداى شو، چې دنيا او آخرت دواړه هڅو ته اړتيا لري او يو هم بې زحمته په لاس نه راځي؛ لكه چې هېڅ یېبره هم بې رنځه چمتو كېداى نشي؛ نو څومره ښه ده، چې انسان په هڅه او كړاو داسې ونه (وكري او) وپالي، چې مېوه یې خوږه، همېش او تل ولاړه وي؛ نه هغه ونه، چې ژر خزانېږي او له منځه ځي. (نمونه تفسیر، 20 ټ: 397 مخ)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!