تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د دنيا او اخرت د شرابو توپير ١_ د دنيا شراب ناولي او د قرآن شريف د وينا له مخې رجس دي. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ(مائده/۹۰) = مؤمنانو! شراب او جواري او بوتان او ازلام [=يوډول بخت ازمېيل] (دا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د دنيا او اخرت د شرابو توپير

١_ د دنيا شراب ناولي او د قرآن شريف د وينا له مخې رجس دي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ(مائده/۹۰) = مؤمنانو! شراب او جواري او بوتان او ازلام [=يوډول بخت ازمېيل] (دا ټول ) ناولي (او) شيطاني چارې دي،ځان ترې وساتئ ،ښايي وژغورل شئ . (٥٦٦)

خو د جنت شراب پاک سوتره دي . ((شَرَابًا طَهُورًا)) (انسان/ ۲۱) (٥٦٧)

٢- د دنيا شراب د فتنې او دښمنۍ لامل دى او شيطان پر شرابو او جوارۍ په خلکو کې دښمني اچوي.

إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَن ذِكْرِ اللّهِ وَعَنِ الصَّلاَةِ فَهَلْ أَنتُم مُّنتَهُونَ(مائده/ ۹۱) = شيطان غواړي په شرابو او جواړۍ ستاسې په منځ كې دښمني او كينه راولاړه كړي او د خداى له ياد او لمانځه مو منع كړي؛ نو ايا (له دې ټول زيان او فساد او ټينګې منع سره سره) له دې چارو به لاس واخلئ ؟! (٥٦٨)

خو جنتي شراب هېڅ ډول کينه او دښمني نه جوړوي؛بلکې د ورورولۍ پر تخت يو له بل سره ناست دي .

٣_ ددنيا د شرابو تاوان تر ګټې ډېر دى؛خو جنتي شراب يوازې ګټه ده .

٤_ د دنيا شراب مستي او د عقل لېونتوب راوړي؛خو جنتي شراب ان کوچنى تاوان هم نه لري . ((لَا فِيهَا غَوْلٌ))(٥٦٩) ( غول په مرموزانه توګه مړينې ته وايي )

٥_د دنيا شراب به دې پر ابلتو کړي؛خو جنت شراب داسې نه دي.

لَّا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا كِذَّابًا (نباء/ ۳۵) = هلته به چټيات او دروغ نه اوري. (٥٧٠)

٦_د دنيا شراب سر چورولوي او د ډول ډول ناروغيو لامل دى؛خو جنتي شراب داسې نه دي.

لَا يُصَدَّعُونَ عَنْهَا وَلَا يُنزِفُونَ (واقعه/۱۹)= چې په څښلو به يې پرې سرخوږاو مستي رانشي. (٥٧١).

 لوښي او ويالې

په هغه لوښو کې،چې جنتيان پکې څښاک کوي،داسې ځانګړنه لري، چې سړول او ښه بويول کوي.

قرآن شريف وايي :إِنَّ الْأَبْرَارَ يَشْرَبُونَ مِن كَأْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُورًا (انسان/۵) = په حقيقت كې نېكان به (د شرابو) هغه جامونه څښي،چې د كافورو (ښه عطر) به ورسره ګډ شوي وي (٥٧٢)

د الميزان په تفسير کې راغلي دي : (( کاوفوراً )) يو متل دى،چې د سړولو او ښه بويولو لپاره پکارېږي او د ((کاس)) ټکى هم د اوبو د لوښي پر مانا دى او په خپله دا لوښي له ښه بويه او سړې مادې جوړ شوي دي . د جنت چينې او نهرونه په جنت کې د ميشته خلکو په واک کې دي او په يوه اشاره کړاى شي مسير ورته بدل کړي او يا کړاى شي د نورو چينو غوښتنه هم وکړي . ((لَهُم مَّا يَشَاؤُونَ فِيهَا)) (ق/۳۵) (٥٧٣)؛نو قرآن شريف د جنتي نهرونه او چينو په هکله وايي : ((يُفَجِّرُونَهَا تَفْجِيرًا)) (انسان/۶) (٥٧٤)؛يعنې په خپله جنتيان چينې او نهرونه په هغې ارادې جوړوي،چې خداى ورکړې ده .

په بل آيت کې راغلي دي : د جنتيانو څښاک پر زنجبيل ؛ښه بويه شوي او د سپينو زرو رڼا ته ورته په لوښو کې څښاک کوي او د مېلمستيا ماموران ورته هومره رڼې اوبه ورکوي،چې خوښه يې وي .

په بل ځاى کې راغلي دي : يُطَافُ عَلَيْهِم بِكَأْسٍ مِن مَّعِينٍ. بَيْضَاء لَذَّةٍ لِّلشَّارِبِينَ. لَا فِيهَا غَوْلٌ وَلَا هُمْ عَنْهَا يُنزَفُونَ( صافات/ ۴۵- ۴۷) = پر هغوى به د نږه شرابو جامونه ګرځول كېږي.تك سپين شراب،چې څښونكيو ته به خوندور وي؛ نه په هغه كې (د عقل) تباهي ده او نه ترې نشه كېږي. (٥٧٥)

په بل ځاى کې راغلي دي : يُسْقَوْنَ مِن رَّحِيقٍ مَّخْتُومٍ. خِتَامُهُ مِسْكٌ ( مطففين/ ۲۵، ۲۶) = په هغوى به سرپټي شراب څښل كېږي. [چې] د مشكو مهر پرې لګېدلى دى (٥٧٦)

ددې مادي نعمتونو په څنګ کې،چې کوم مانيز نعمنتونه دي دا دي ، چې دا هر څه د خداى له لوري دي. ((وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا)) (انسان/ ۲۱) (٥٧٧) کوم شراب،چې د خداى له لوري وي؛نو ځانګړى معنويت لري .

د جنت لوښي ډېر ښايسته او په زړه پورې دي،چې قرآن شريف وايي : يُطَافُ عَلَيْهِم بِصِحَافٍ مِّن ذَهَبٍ وَأَكْوَابٍ وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ الْأَنفُسُ وَتَلَذُّ الْأَعْيُنُ وَأَنتُمْ فِيهَا خَالِدُونَ(زخرف/۷۱) = پر هغوى به ګرچاپېره (د خوړو) د سروزرو لوښي او (د رڼو شرابو) جامونه ګرځول كېږي او هلته به ټول هغه څيزونه وي،چې زړونه وغواړي او سترګې پرې خوږېږي او هلته به همېشه ياست. (٥٧٨) .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!