تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د دنیا او دنیا مېشتو پېژندنه حضرت علي (ک) خپل زومی امام حسن (رض) ته وايي : فَيَبْهَرَكَ وَ إِيَّاكَ أَنْ تَغْتَرَّ بِمَا تَرَى مِنْ إِخْلَادِ أَهْلِ الدُّنْيَا إِلَيْهَا وَ تَكَالُبِهِمْ عَلَيْهَا فَقَدْ نَبَّأَكَ اللَّهُ عَنْهَا وَ نَعَتْ هِيَ لَكَ عَنْ نَفْسِهَا وَ تَكَشَّفَتْ لَكَ عَنْ مَسَاوِيهَا فَإِنَّمَا أَهْلُهَا كِلَابٌ عَاوِيَةٌ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د دنیا او دنیا مېشتو پېژندنه

حضرت علي (ک) خپل زومی امام حسن (رض) ته وايي :

فَيَبْهَرَكَ وَ إِيَّاكَ أَنْ تَغْتَرَّ بِمَا تَرَى مِنْ إِخْلَادِ أَهْلِ الدُّنْيَا إِلَيْهَا وَ تَكَالُبِهِمْ عَلَيْهَا فَقَدْ نَبَّأَكَ اللَّهُ عَنْهَا وَ نَعَتْ هِيَ لَكَ عَنْ نَفْسِهَا وَ تَكَشَّفَتْ لَكَ عَنْ مَسَاوِيهَا فَإِنَّمَا أَهْلُهَا كِلَابٌ عَاوِيَةٌ وَ سِبَاعٌ ضَارِيَةٌ يَهِرُّ بَعْضُهَا عَلَى بَعْضٍ وَ يَأْكُلُ عَزِيزُهَا ذَلِيلَهَا وَ يَقْهَرُ كَبِيرُهَا صَغِيرَهَا

هسې نه پر دنيا د دنيا پالو زړه تړنه دې ښاڅمن – مغرور کړي؛ ځکه خداى د دنيا له حالاتو خبر کړى يې او دنيا هم له خپل اکر – وضع خبر کړې او د روزګار له بدرنګوالي يې درته پرده لرې کړې ده. په رښتینه کې دنيا پالي، د سپو په څېر په ښکار پسې غاپي؛ ځينې پر ځينو بريد کوي او غښتلي يې کمزوري داړي او لويان يې کوچني خوري.

نَعَمٌ مُعَقَّلَةٌ وَ أُخْرَى مُهْمَلَةٌ قَدْ أَضَلَّتْ عُقُولَهَا وَ رَكِبَتْ مَجْهُولَهَا سُرُوحُ عَاهَةٍ بِوَادٍ وَعْثٍ لَيْسَ لَهَا رَاعٍ يُقِيمُهَا وَ لَا مُسِيمٌ يُسِيمُهَا سَلَكَتْ بِهِمُ الدُّنْيَا طَرِيقَ الْعَمَى وَ أَخَذَتْ بِأَبْصَارِهِمْ عَنْ مَنَارِ الْهُدَى فَتَاهُوا فِي حَيْرَتِهَا وَ غَرِقُوا فِي نِعْمَتِهَا وَ اتَّخَذُوهَا رَبّاً فَلَعِبَتْ بِهِمْ وَ لَعِبُوا بِهَا وَ نَسُوا مَا وَرَاءَهَا

او يا د هغو اوښانو په څېر دي، چې ځينې يې له پښو تړلي او ځينې يې په بیديا کې خوشې شوي او لار يې ورکه کړې او په ګړنګونو او شګلنو ځايو کې ګرځي راګرځي، چې ګرځېدل پکې خورا ستونزمن وي؛ نه شپوڼ لري، چې چارې يې ورسمې کړي او نه څرونکى لري، چې څړځي ته يې بوځي.

دنيا د ړندو لارې ته راکاږلي او سترګې يې ورته د ښیون – هدايت له ډېوې بې برخې کړي، په بېلارۍ کې کړهاند و لالهاند دي، په نعمتونو کې ډوب دي، چې نعمتونه يې خپل پالونکي نيولي دي، د دنيا لوبڅي دي او دوى هم له دنيا سره لوبې کوي، آخرت يې هېر کړی.

وَ اعْلَمْ يَا بُنَيَّ أَنَّ مَنْ كَانَتْ مَطِيَّتُهُ اللَّيْلَ وَ النَّهَارَ فَإِنَّهُ يُسَارُ بِهِ وَ إِنْ كَانَ وَاقِفاً وَ يَقْطَعُ الْمَسَافَةَ وَ إِنْ كَانَ مُقِيماً وَادِعاً

زويه! پوه شه، د چا چې سپرلۍ شپه و ورځ چمتو وي؛ نو تل به په حرکت کې وي، که څومره هم ځان ولاړ بولي او تل به لار وهي، که څومره هم پر خپل ځاى ولاړ او سوکاله وي .

وَ اعْلَمْ يَقِيناً أَنَّكَ لَنْ تَبْلُغَ أَمَلَكَ وَ لَنْ تَعْدُوَ أَجَلَكَ وَ أَنَّكَ فِي سَبِيلِ مَنْ كَانَ قَبْلَكَ فَخَفِّضْ فِي الطَّلَبِ وَ أَجْمِلْ فِي الْمُكْتَسَبِ فَإِنَّهُ رُبَّ طَلَبٍ قَدْ جَرَّ إِلَى حَرَبٍ وَ لَيْسَ كُلُّ طَالِبٍ بِمَرْزُوقٍ وَ لَا كُلُّ مُجْمِلٍ بِمَحْرُومٍ وَ أَكْرِمْ نَفْسَكَ عَنْ كُلِّ دَنِيَّةٍ وَ إِنْ سَاقَتْكَ إِلَى الرَّغَائِبِ فَإِنَّكَ لَنْ تَعْتَاضَ بِمَا تَبْذُلُ مِنْ نَفْسِكَ عِوَضاً

په يقين پوه شه ټولو هيلو ته به دې ونه رسې او له مرګه هم خلاصېداى نشې او د هغوى پر لار ځې، چې تر تا مخکې تللي؛ نو د دنيا شتمني په ښه توګه تر لاسه او په نېکۍ يې ولګوه؛ ځکه دنيا ته ډېرې داسې بې کچې هڅې شوي، چې پانګه يې پوپنا کړې؛نو هر هڅاند به د خپلې خوښې روزۍ ته ونه رسي او داسې هم نه ده، چې که څوک د روزۍ لاس ته راوړو ته ونه ځغلي؛ نو بې برخې پاتېږي . ځان دې له هر ډول پستۍ وساته که څه خپلو موخو ته دې ورسوي؛ ځکه څومره پت چې له لاسه ورکوې، بيه يې ترلاسه کولاى نشې.

په تېره غونډه کې مو د مرګ يادولو په اړه خبرې وکړي او په دې ځل کې د دنيا او د دنيا اوسېدونکيو د غفلت او سرګردانيو په اړه پر څرګندونو لګيا کېږو. هغوی چې د علی (ک) له کلماتو سره آشنا دي ښه پوهېږي چې سراسر نهج البلاغه د دنيا پېژندنې او انسان پېژندنې په اړه بحثونه لري. زموږ ديني متون او په سر کې يې قرآن له دې ښوونو ډک دی.

له هستۍ او آدمه د انسان انګېرنه په ټولو چارو کې يې اغېزمنه ده

په حقيقت کې يو له هغو څېزونو چې انسان په عين نژدې والي کې ترې لري او په عين بوختيا کې ترې غافل دی، همدا نړۍ ده چې پکې اوسي.

د دنيا اوسېدونکيو پېژندنه يې راباندې فرض ده؛ ځکه د دين، اخلاقو، حکومت او معيشت پېژندنه پر دې پېژندنې ولاړه ده، کومه انګېرنه چې له هستۍ، انسان او آدم څخه لرو له دين، سياست، حکومت او معيشته مو د پېژندنې په طريقه کې اغېز پرېباسي، ان د دين او مذهب د مشرانو پر کلماتو د پوهېدو لپاره، بايد انسان پېژندنه او نړۍ پېژندنه يې وپېژنو. د دې لپاره چې پوه شو چې ولې علي (ک) په بېلابېلا ځايونو کې دغسې چلن او غبرګونونه خپلول او د دې لپاره چې له دې ټولو درس او عبرت واخلو او د دې ستر نارينه له چلن او ويناوو منسجمه، همغږې او سازګارې انګېرنه ولرو، بې له دې بله لار نلرو چې انسان پېژندنې او نړۍ پېژندنې ته يې رجوع وکړو.

 

د دنيا او د دنيا اوسېدونکيو په اړه د علي (ک) خبرې، له انسان پېژندنې او نړۍ پېژندنې راولاړې دي

علي (ک) له انسانانو يوه انځورنه راښيي چې په هيڅ ډول اغراق ډولې او شاعرانه نه ده. څوک چې مشر دی او پوهېږي چې خبرو ته يې د لارويانو پاملرنه او ځيرنه ده او دوی به د دې ويناوو پېچلتياوې او ظرايف راوسپړي او خپلې ديني او دنيوي کړنې پرې پيلوي، څوک چې خپل زوی ته د ناصح او لارښود په توګه ليک کاږي چې راروسته کهول هم ترې ګټنه وکړای شي؛ نو په خپلو خبرو کې هسې په هسې او د افراط لار نه خپلوي او د دې خبرو په مدلولاتو، اغېزو، شاوخوا او توابعو پوره خبر دی.

په ديني متونو کې له انسانه دوه انځوره

(۱) انسان د خدای اوچت او شريف مخلوق دی.

کله چې ديني ښوونو او په لاروي يې ديني عالمانو؛ متکلمانو، حديثپوهانو، مفسرانو او عارفانو چې له دې ښوونو کوم استنباطات، اخستنې او راسپړنې کړي، ورته ګورو؛ نو له انسانه پوره دوه بېلا بېلې انځورنې پکې وينو: ړومبی انځورنې، انسان د خدای اوچت او شريف مخلوق معرفي کړی.[1]

هغه چې خدای له پرښتو اوچت کړی او د ده د پنځونې له لامله يې، ځان احسن الخالقين ياد کړی دی.[2]

ديني ښوونې او د اخلاقو مشران دغسې انسان له ناپاکيو او بديو منع کوي، چې هسې نه ځان ککړ او ارزان وپلوري.

مولانا، انسان ته په همدې باب وايي:

 

ای همه دریا چه خواهی کرد نم

وی همه هستی چه می‌جویی عدم

ای مه تابان چه خواهی کرد گرد

ای که مه در پیش رویت روی‌زرد

تاج کرمناست بر فرق سرت

طوق اعطیناک آویز برت

تو خوش و خوبی و کان هر خوشی

تو چرا خود منت باده کشی

جوهرست انسان و چرخ او را عرض

جمله فرع و پایه‌اند و او غرض

ای غلامت عقل و تدبیرات و هوش

چون چنینی خویش را ارزان فروش

خدمتت بر جمله هستی مفترض

جوهری چون نجده خواهد از عرض

علم جویی از کتبها ای فسوس

ذوق جویی تو ز حلوا ای فسوس

بحر علمی در نمی پنهان شده

در سه گز تن عالمی پنهان شده

می چه باشد یا سماع و یا جماع

تا بجویی زو نشاط و انتفاع

آفتاب از ذره‌ای شد وام خواه

زهره‌ای از خمره‌ای شد جام‌خواه

جان بی‌کیفی شده محبوس کیف

آفتابی حبس عقده اینت حیف

 

د انسان د اوچتوالي، عظمت او پراخۍ پر وړاندې هر څه کوچني او خاضع دي:

ای نسخه نامه الهی که تویی

وی آینه جمال شاهی که تویی

بیرون تو نیست هر چه در عالم هست

در خود بطلب هر آنچه خواهی که تويی

 

(۲) انسان له بدرنګترينو او چټل ترينو ځانګړنو سره.

دويمه انځورنه: انسان د خورا سپکو، بدرنګترينو او چټل ترينو ځانګړنو درلودونکی بولي او يو شمېر دا نيمګړتياوې دومره ورته طبيعي او نه څنډ کېدونې بولي چې يوازې نوادر ترې بچېدای شي. په قرآن کې پرېمانه آيتونه شته چې انسان يې دغسې معرفي يا ټپسوری کړی دی:

 

وَكَانَ الْإِنْسَانُ أَكْثَرَ شَيْءٍ جَدَلًا (کهف/۵۴)

انسان يو لانجمن موجود دی، يعنې چې حق ور وړاندې کوي، نه يې مني، سرغاړی او ځېل کوي.

إِنَّ الْإِنْسَانَ خُلِقَ هَلُوعًا إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا إِلَّا الْمُصَلِّينَ (معارج/۱۹- ۲۲) = په رښتيا، انسان حريص او بې حوصلې پيدا شوى دى، چې كړاو ورورسي؛ نو ژړا انګولا كوي، او چې ښېګڼه ورورسي (نورو ته د ګټې رسولو) خنډ ګرځي (او کنجوسي كوي)، خو بې له نمونځ كوونكيو (چې له دې نيمګړتيا ژغورل شوي دي)،

 

وَكَانَ الْإِنْسَانُ عَجُولًا (اسراء/۱۱)

 

وَإِذَا أَنْعَمْنَا عَلَى الْإِنْسَانِ أَعْرَضَ وَنَأَى بِجَانِبِهِ وَإِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ كَانَ يَئُوسً (اسراء/۸۳) = او چې كله مو پر انسان لورنه کړې (؛ نو له حقه) مخ اړوي او پخپله يو اړخ ته شوى او چې كله (لږ) كړاو ورورسي (؛ نو له هرڅه) نهيلېږي!

خُلِقَ الْإِنْسَانُ مِنْ عَجَلٍ (انبیاء/۳۷)

 

علي (ک) هم ډېری خلک دغسې يادوي: لکه غپېدونکي سپي او داړن ځناور چې هر يو غواړي بل وداړي يا د څارويو په څېر دي چې د ځينو لاسونه وپښې تړلي دي او يو شمېر خوشې او ايله شوي چې تر هر ځايه څري او هيڅ حق او مکلفيت نه مراعاتوي.

 

 

[1] –  وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا  (اسراء/۷۰) = او په رښتيا موږ د آدم ځوځات ته ډېر عزت وركړى؛ او دوى مو په وچه او لمده كې (د مراد پر سپرليو) سپاره كړي دي؛ او له ډول ډول پاكو څيزونو مو روزي وركړې ده؛ او پر خپلو ډېری مخلوقاتو مو پوره غوره كړي دي.

[2] – ثُمَّ أَنْشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ (مؤمنون/ ۱۴)                   »

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست