تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د ديو بند مسلك په افغانستان كې په اهل سنت والجماعت پورې اړوند فقهي مذهب د امام ابوحنيفه مذهب دى چې د افغانستان ډېرى اوسېدونكي يې لارويان دي د اماميه شيعه پورې اړوند مذهب د جعفري مذهب په نامه يادېږي او اسماعليه شيعه هم شته . د حنفي مذهب مدرسې د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د ديو بند مسلك

په افغانستان كې په اهل سنت والجماعت پورې اړوند فقهي مذهب د امام ابوحنيفه مذهب دى چې د افغانستان ډېرى اوسېدونكي يې لارويان دي د اماميه شيعه پورې اړوند مذهب د جعفري مذهب په نامه يادېږي او اسماعليه شيعه هم شته .

د حنفي مذهب مدرسې د ديوبند دارالعلوم پر منهج روانې دي،چې ددې مسلك غټ غټ ټكي ددې دارالعلوم پخواني مهتمم ارواښاد قاري طيب (علما ديو بند كا ديني رخ اورمسلكي مزاج)داسې ليكې:

1 _د شريعت علم:د دين ماڼۍ پر وحې ولاړه ده او د شريعت علم پر لاندې څلور اړخونو ولاړ دى:

( الف ) _ كتاب الله

( ب ) _ د رسول الله (ص) سنت

( ج ) _ د امت اجماع

( د  ) _ د مجتهد قياس

د رسول اكرم (ص) په سنتو كې پينځه لاندې مادې دي :

(الف)_نبوي وينا،(ب)_نبوي عمل،(ج)_نبوي تقرير،(د)_نبوي اثر،(ه) د صحابي عمل (چې د قياس او اجتهاد له مخې نه وي)مرفوع حديث ګڼي او دې تعبير ته نبوي اثر وايي.

ه _ اجتهاد نبوي :

د شريعت د علم د لاس ته راوړو شرط دا دى چې له مستندو عالمانو او د زړونو له مربيانو به په تدريس،روزنې، ناستې ولاړې، صحبت او فيضان پوهه زده كوي داسې چې د لړۍ سند يې په علم او عمل  ، فهم او ذوق كې رسول اكرم (ص) ته رسېدلى وي.

٢_په کلامي مسايلو کې،چې په کومو څيزونو کې يوه خوله وي له “ماترديت” او “اشعريت” کار اخلي .

3 _ فقهي تقليد:په فرعياتو، فقهي چارو او اخلاقياتو كې د حنفي مذهب د فقاهت پلوي دي او په جزيي څيزو كې اجتهاد هم بايد د حنفي مذهب په دننه كې وي. تنګ نظري،تعصب،سپكې سپورې، تمسخر او د نورو سپكاوى يې دود نه دى.

4 _ د طريقت لاروي:مسلمانان چې پر دين پوه شي؛نو د نفس د سپېڅلتيا،تهذيب او باطني سلوك لپاره به د طريقت لاروي كوي،داسې چې پر قرآن او سنتو ولاړ وي .

5 _ د  ګمراهيو، بېلاريو، بدعتونو او فتنو پر وړاندې به له دينه دفاع كوي،داسې چې كه دا چارې اويرغلونه له بهره  وي او يا له دننه راولاړشوي وي.

6 _ اسلام ته د مكمل دين په توګه قايل دي او خپلو پوهېدو ته يې “جامعيت او “اجتماعيت” نوم وركړی دی.ګروهمن دي چې د ديو بند مسلك هر اړخيز دى،ټولنيز او سياسي اړخونه هم لري .

7 _ د رسول اكرم د سنتو لاروي له هر ډول بلاګانو او زيانو د ژغورنې ډال دى.

د اصحابو په باب د ديو بند دارالعلوم دريځ

د رسول اكرم (ص) د امت ډېر غوره،سپېڅلي، تقي القلب، راضي او مرضي عندالله اصحابان دي،بې له استثنې ټول عادل،متقيان او د سپېڅلي باطن خاوندان دي.د شخصيت په باب يې زموږ عقيده، تاريخي او روايتي اړخ نه لري؛بلكې د حديث له مخې ورسره عشق او مينه لرو.دا به د ګمراهۍ علامه وي چې د اختلافاتو پر څېړنه يې اخته شو او په باب يې دريځ ونيسو او ترمنځ اختلاف يې د حق او باطل ترمنځ مقابله نه ده،چې ګنې د حق او باطل پر وړاندې وي؛بلكې خطا او ثواب دى چې دا اختلاف اجتهادي اړخ لري چې د ناروا او معصيت نوم پرې نه اېښوول كېږي.

عالم بايد د حق په ويلو كې ازاد وي په دې مفهوم، چې اقتصادي استقلال او خپلواكي ولري او لاس يې چاته اوږد نه وي؛ځکه د ديوبند دارالعلوم پر طالب العلم حتماً يو كسب او فن يادوي چې له دې لارې خپله روزي تر لاسه كړي.

د ديوبند دارالعلوم

 په كومو فرهنګي، سياسي او ټولنيزو شرايطو كې  جوړ شو ؟

له 1857ز  وروسته چې د هند د مسلمانانو برم او عظمت مخ پر زوال شو؛نو د ديوبند دارلعلوم د هندوانو او انګليسانو له فرهنګي يرغل سره په مقابله كې د يو مركز په توګه جوړ شو (1868 / مي / 30 يا 1283 / محرم الحرم 15) چې په خلكو كې يې اخلاقي روحيه،مينه، ديانت، اسلامي عادتونه، معاشرت او عباداتو ته خپروله او ټينګار يې كاوه،چې پر عقل او فلسفي سربېره د انبياوو (ع) طريقه،عشق او ايمان هم د ژوند دود او طريقه ده.په هغه زمانه كې د انګليسانو د فرهنګي يرغل پر وړاندې د مانيز (معنوي) روحيي خپرول خورا اغېزمن ثابت شول او د هندي مسلمانانو ټولنه د پرديو پر وړاندې پر اسلامي هويت خوندي وساتله.

حجة الاسلام مولانا محمد قاسم نانوتوى رحمة الله عليه د ديوبند دارالعلوم بنسټګر دى،چې مجاهد شخصيت و او خپله يې د 1857ز په انقلاب كې د يو مجاهد په توګه برخه اخستې وه.

له نانوتويي عليه الرحمة سره ددې مركز په جوړولوكې د سيد عابد حسين،ذوالفقارعلي،مولانا فضل الرحمن او امد الله مكي(رحمة الله عليهم) نومونه هم اخستل كېږي،چې وروستى يې د طريقت مرشد هم و او د سيد عابد حسين له شتو معلومېږي چې د رسول اكرم (ص) له اولادې (سيد) هم د ديوبند په جوړولوكى برخوال ول؛نو د ديوبند دارالعلوم په داسې شرايطوكې جوړ شو،چې له سياسي اړخ،هندوستان ښكيل شو او له ټولنيز اړخ مسلمانان مخ پرزوال ول او له فرهنګي پلوه د هندوانو او انګليس د فرهنګي يرغل تر ګواښ لاندې ول؛نو د ديوبند مركز روحيه د انګلېسي ښكيلاك پر ضد او د مسلمانانو د هويت ساتلو لپاره وه.د ديوبند علماوو د ” ژوند ليك” له لوستو پوهېداى شو،چې هغوى پر فكري او فرهنګې مبارزې سربېره سياسي مبارزه هم كوله چې د “جمعيةالعلماء ” جوړول يې ښه بېلګه ده او دا خو لا څه كوې چې له كانګرس سره همكاري يې هم وه او ځينې وخت داسې هم شوي،چې يو عالم به د جمعية العلماء رئيس و؛ خو د كانګرس غړى به هم و او راښيي،چې د پرديو اوښکيلاک پر ضد مبارزه كې دوى د بېوزليو او مستضعفينو يوه ليکه جوړه كړې وه لكه مولانا مفتى محمد كفايت الله (رحمة الله عليه ) .

مولانا عبيدالله سندي او مولانا محمد ميا منصور انصاري هغه ستر شخصيتونه ول،چې دانګليسانو پر ضد د افغانانو د مبارزې ملاتړي هم ول. او شيخ الهند مولانا محمود الحسن ديوبندي رحمة الله عليه د انګليسانو پر ضد يو پټ سازمان (ريشمى رومال كې تحريك) هم درلود چې پينځه كاله په “مالت” كې بندي هم و. پر عثماني خلافت چې يرغل وشو؛نو د ديو بند علماوو ترې ملاتړ وكړ مالي بسپنې يې ورولېږلې ان “نانوتوي” رحمة الله عليه د خپل كور سامان وپلوره.

انګليسانو چې د تركيې د عثماني خلافت په کمزوري کولو پسې راواخست ه؛نو د ديوبند علماوو پر لاريون او نيوکو لاس پورې کړ حال دا چې په هماغه وخت كې په عربو كې داسې وګړي ول،چې د عثماني خلافت د تضعيف او کمزورۍ لپاره د انګليسانو ګوډاګيان ول (په دې باب وګورئ : خاطرات مستر همفر،چې په انګليسي،ترکي،فارسي او پښتو هم ژباړل شوى دى.) كه څه  چې د ديوبند په نصاب كې سياسي درسونه نه ول،چې ممكن د هغې زمانې شرايط همداسي ول؛خو د ديوبند بنسټګر او نور ورپسې عالمانو په سياست كې كلكه ونډه درلوده ان مولانا رشيد احمد ګنګهي رحمة الله عليه،چې د ديوبند يو سرپرست و د انګليسي ښکيلاک پر ضد په كانګرس كې د غړيتوب فتوى وركړه.

د ديوبند دارالعلوم د يوي پېړۍ (1283 _ 1383س ) په اوږدو كې پخواني هند (پاكستان،بنګله ديش،اوسني هند ) ته 6986 تنه پياوړي عالمان وړاندي كړي او له هنده بهر يې 14 هېوادو ته 431 تنه روزلي چي برما ته 144 تنه او افغانستان ته 109 او په دې توګه افغانستان دويم هېواد دى،چې د ديو بند تر فكري وړانګو لاندې راغلى دى.

د افغانستان يو شمېر عالمان چې له ديوبنده فارغ شوي دا دي:

1 _ ارواښاد مولانا غلام نبي كاموى د اساسي قانون د تدوين د جرګې غړى د عربي دارالعلوم استاد او د پخواني پاچا محمد ظاهر مشاور چې د هېواد د وتلي نقاد اوليكوال محمد آصف صميم نيكه و.

راديويې خطبې يې چاپ شوي او د داروين د افكارو پر ضد نسخه يې لا چاپ شوې نه ده.

2 _ مولانا سيف الرحمن،چې د سيره النبي يوه برخه يې په پښتو ژباړلې ده.

3 _ مولانا محمد يوسف بنوري : اصلاً د لغمان  ولايت دى او د پاكستان له جوړېدو وروسته په كراچۍ كې يې دارالعلوم جوړ كړ په مصر كې يې له علامه طنطاوي سره دهغه د تفسير په باب علمي خبرې وكړې چې بيا طنطاوي ورته د ” استاد ” خطاب وكړ پر عربي يې هم تسلط درلود.

4 _ مولوي محمد ابراهيم كاموي د افغانستان د پخواني لومړي وزير محمد موسى شفيق پلار دى.

5 _ مولانا ميا سيد شرف د ننګرهار د سرخرود اوسېدونكى چې په 1312 كال كې وفات شوى او د امير عبدالرحمن خان په وخت كې د سترې محكمې مرستيال و.

6 _ مولوي عبدالخالق صديقي د سرخرود د نظر آباد اوسېدونكى.

7 _ مولوي محمد شرين كمالي د ننګرهار د لعلپورې اوسېدونكى.

8 _ مولوي عبدالمجيد كودي خيل د خوګياڼو اوسېدونكى چې په 1368 كال كې يې ” اسلامي اقتصاد ته كتنه ” كتاب هم خپور شوى.

9 _ مولوي ګل الرحمن د روداتو د شارسول كلي اوسېدونكى.

10 _ مولوي عبدالغني د بګرام اوسېدونکى او د قلعه بلند په مولوي مشهور.

11 _ مولوي عبدالحى احساني د پنجشېر اوسېدونكى

12 _ مولوي عبدالمنان د پنجشير اوسېدونكى

13 _ مولوي عبدالمتين د پنجشير اوسېدونكى

14 _ مولانا عبدالخالق د كنړ اسعد آباد د كلي اوسېدونكى چې  د مشرانو جرګې غړى هم و او په 1354 س كې وفات شوى او مرحوم مولوي غلام حسين په مولوي جميل الرحمن مشهور له شاګردانو يې و.

15 _ مولوي غلام اكبر د کونړ د پېچ درې اوسېدونكى.

16 _ مولوي صاحب لنګلام د کونړ.

18 _ مولو محمد حسن چند راوى د كوز كنړ اوسېدونكى.

د ديو بند اسلاف

(الف) _ “نانوتوي” رحمة الله عليه وايى چې موږ له مسلكي او روايتي اړخ د ” حضرت شاولي الله دهلوي رحمۍ الله عليه د ليكې لارويان او ورته منسوب يو.

(ب) _ “نانوتوي” او “رشيد احمد” وايي چې موږ د سلوك او طريقت له اړخ د “حاجي امداد الله” لارويان او خلفا يې يو .

“حضرت شاه ولي الله” ستر محدث،متقي او دلوړ مقام خاوند دى، چې د مسلمانانو د اختلافي مسايلو په هوارولو كې يوه بنسټيزه معادله لري كه په رښتيا پرې عمل وشي؛نو له فكري پلوه به ډېرې ستونزې هوارې شي او هغه دا چې :

” په اختلافي مسايلو كې بايد د انصاف لاروي وكړو.د هر چا نظر چې پر حق وي،بايد ومنل شي.

وګورئ : ” الانصاف في بيان بسب الاختلاف “

د بخارا، ماورالنهر، بغداد او نيشاپور له ديني مركزو وروسته د ” ديوبند دارالعلوم” د اسلامي ښوونو په خپرولو كې اغېزمنه ونډه درلودلې ده.

د ارواښاد مولانا محمد طاهر فكري ليكه

ارواښاد مولانا محمد طاهر په مدينه منوره كې خپلې لوړې ديني زده كړې ترسره كړې او بيا يې په خپلې ټولنې كې يو ډول ځانګړې فكري ليكه و كښله چې پر سيمه په تېره بيا پښتنو يې اغېزې پرېوتې دي.

ارواښاد په عقيدتي مسايلو كې د ارواښاد “شيخ ابن تيميه” او په فقهي چاروكې د امام ابو حنيفه لاروى و او دا چې شاګردان او لاروي همدغه فكري لار خلكو ته بيان كړاى شي؛نو د ديو بند د مسلك پر لارښوونو يې د كسب زده كړه لازمي بلله،چې نه ښايي لارويان مې بل چا ته لاس اوږود كړي .

دا چې د مرحوم ځيني لارويان په بشپړه توګه سلفيت ته مخه كوي  دنننى لامل يې دا دی چې دوى له عقيدتي اړخ پر سلفيت ګروهمن دي.

په افغانستان کې مولوي سميع الحق د ننگرهار د مهمندرې د هزار ناو کلي اوسېدونکى د ارواښاد محمد طاهر د لارې مشر دى .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!