تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د رزق پراخ مفهوم د رزق مفهوم  څه مانا لري. لومړی: نبايد حرام مال رزق وګڼو او بلکې حرام مال وګړي ته يو ډول عذاب شمېرلېږي. دويم: رزق نبايد په پيسو، خوراک او اغوستن کې را ايسار وبولو، د انسان عمر، پوهه، جمال، کمال، وړتياوې او استعدادونه يې رزق ګڼل کېږي. […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د رزق پراخ مفهوم

د رزق مفهوم  څه مانا لري.

لومړی: نبايد حرام مال رزق وګڼو او بلکې حرام مال وګړي ته يو ډول عذاب شمېرلېږي.

دويم: رزق نبايد په پيسو، خوراک او اغوستن کې را ايسار وبولو، د انسان عمر، پوهه، جمال، کمال، وړتياوې او استعدادونه يې رزق ګڼل کېږي. ډېری خلک انګېري که خپلې وړتياوې او وسمنۍ د پيسو، کور او تجملاتو په لار کې ولګېږي، رزق يې زياتېږي، حال دا چې دوي يو رزق ضايع کوي چې ظاهراً بل رزق ترلاسه کړي.

علم او عقل د انسان د روزۍ برخه ده

روايت دی، علي (ک) وپوښتل شو، ولې عقلمن د ناپوهانو په څېر شتمن نه دی؟ ويې ويل عقل يې د رزق يوه برخه ده. نو ځکه هغه چې تحصيل او ليک لوست کړي او تر نورو پوهېږي؛ نو دا نعمت دې هم د خپل رزق يوه برخه وشمېري. دغسې يو څوک نبايد پر تمه وي چې لزوماً تر نورو له ډېرو شونتياوو برخمن شي؛ بلکې بايد د بې برخيتوبونو پر وړاندې ډېر زغمناک وي؛ ځکه له بل ارزښتناک رزق څخه برخمن شوی دی.

 نه وايو لیک لوستي (تحصيلکرده) وګړي، استادان، طبيبان او انجينران دې په سختۍ کې ژوند وکړي. خبره دا ده چې دا ډول وګړي نبايد د خپل علميت په پار له ټولنې تمه کوونکي او غوښتونکي وي. اپوټه، بايد لږ وغواړي يا که لږ يې ترلاسه کړل، خوښ او قانع وي؛ ځکه له بل ځايه يې مهمتر رزق ترلاسه کړی دی؛ خو دا چې يو څوک علم؛ رزق ، غنا او شتمني ونه بولي، حساب يې له کرام الکاتبينو سره دی او له بيخه يې لار غلطه کړې او امانت يې په تېرو او خيانت اخستی او په ناشکرۍ ورسره چلېږي.

 ټول هغه کسان چې په دنيا کې له ځانګړو خدای ورکړيو، ارثي او اکتسابي نعمتونو برخمن وي، بايد تل یې دا ټکی په ياد وي چې دا نعمتونه د خدای ورکړي رزق يوه ټولګه ده او دا چې له الهي نعمتونو ډېر برخمن شوی؛ نو وړ ده چې تر نورو ډېر د خلکو چوپړيان وي.

 بايد په اکتسابي رزقونو کې اندېښمن اوسو، هسې نه چې رزق په ناحلالو ککړ شوی وي؛ خو څه چې الهي ډالۍ او ربوبي نعمت دی دا واقعي، بې الايشه او حلال رزق دی او وګړی بايد په منندوينه ترې ګټه واخلي او تل د نعمت ناشکرۍ ته اندېښمن وي، په هر حال، رزق د انسان د اکتسابي  او نا اکتسابي درلودنو تولګه ده.

رزق مقدر  دی

 درېيم: رزق مقدر دی او دا يو مطلب دی چې په ديني رواياتو او پوهاويو کې ټينګار پرې شوی او راغلي چې چل ول او ځيرکي به پر مقدر رزق څه ور زيات نه کړي او حرص او ډېره تمه به بې له ګرفتارۍ او کړاوه بل څه ور زيات نه کړي. دا يوه ډېره مهمه او کارسازې ښوونه ده او پر دې چارو ګروهېدل يا نه ګروهېدل پر يوې ټولنې بېلابېل عملي او ټولنيزې اغېزې پرېباسي.

قرآن کریم له فقر او د روزۍ له تنګسې ډار په عربو کې د لوڼو د وژلو يو علت يادوي. په دې اړه دوه آيتونه شته چې بېلا بېل خطابونه لري، په يو ځای کې وايي:

[وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُمْ إِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْئًا كَبِيرًا (اسرا/۳۱) = او د تنګسې له وېرې خپل اولادونه مه وژنئ، موږ دوى او تاسې ته روزي دركوو [ځکه] چې وژل يې ستره ګناه ده ! ]

او په بل ځای کې وايي:

[وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ مِنْ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ (انعام/۱۵۱) = او خپل اولاد د تنګسې له (وېرې) مه وژنئ، موږ تاسې او هغو ته روزي وركوو]

په دويم آيت کې نه وايي چې د خپلو اولادونو د فقر له ډاره، دوی مه وژنئ، بلکې وايي د خپلې نېستۍ له مخې يې ژوندۍ مه ښخوئ. په لومړي آيت کې، ړومبی وايي، اولادونو ته مو روزي ورکوو او په دويم آيت  کې وايي، موږ روزي درکوو، نو ځکه په لومړي آيت کې، خبره د هغه ډار پر سر ده چې عربانو د اولادونو له راتلونکې تنګلاسۍ درلوده او په دويم آيت کې د پلرونو پر بالفعل فقر خبره وه چې دواړه په اولاد وژنې پای ته رسېده، حال دا چې په مخکېني آيت کې د « خَشْيَةَ» د کلمې پر راوړو سربېره، د ضمايرو ځای هم بدل شوی دی؛ نو ځکه مانا يې دا ده چې په ګانده (راتلونکی) کې د بچيانو د لاستنګۍ له ډاره دوی مه وژنئ؛ ځکه موږ هغوی او تاسې ته روزي درکوو.

دا، د زوي يا لور په وژنې پورې اړوندېږي؛ خو البته د نجونو وژنې بل دليل  هم درلود او هغه دا چې نجونو په بدوي ټولنه کې ذليل او ټيټ مقام درلود.[1]

 په هر حال په دې آيتونو کې، د رزق د تضمين مفهوم ښه په سترګو کېږي، بيا په بل آيت کې راغلي دي:

وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا (هود/۶) = او په ځمكه كې د هر خځنده روزي پر”الله ” ده

د دې آيتونو او په نهج البلاغه کې د علي (ک) د نورو څرګندونو له ټولګې[2]، ظاهراً ګټنه کېږي چې خدای انسان پيدا کړی او رزق يې هم ور تضمين کړی او څوک بې روزۍ نه پاتې کېږي.د عامو ديندارانو ګروهه تل دغسې و.

 پردې سربېره وينو چې د بشري تاريخ په اوږدو کې زښت ډېر انسانان له سوکړې او نېستۍ سره مخ وو؛ «غاښونه يې درلودل؛ خو ډوډۍ يې نه درلوده.» نبايد ځان وپوښتو چې ايا د رزق د مقدروالي په مانا سم پوهېدلي يو يا  نه؟ او يا د کورنۍ او د وګړيو د شمېرې په کابو کونې کې د بشر اوسنۍ هڅه له ديني ښوونو سره چې خدای رزق او روزي مقدر بولي، ټکر لري يا نه؟ د فقر شتون د خدای پېژندنې له ستونزو او له الهي لورنې او رزاقيت سره په ټکر کې ليدل شوې او له همدې لامله  يو شاعر ويلي دي:

كم عاقل عاقل أعيت مذاهبه

وجاهل جاهل تلقاه مرزوقا
هذا الذي ترك الأوهام حائرة

 وصير العالم النحرير زنديقا

«څه ډېر عقلمن انسانان چې په خپل معيشت کې مخه ډپ شوې او نه پوهېږې څه وکړي او څه ډېر ناپوه انسانان چې نعمتونه پرې ورېږي او همدا لامل شوی چې يو شمېر هک اریان پاتې شي او عالمان د کفر او زندقه وو لار خپله کړي.»

[1] – وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالْأُنْثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ (نحل/۵۸) = او چې كله یې يو تن ته د لور (د زيږېدو) زېرى وشي؛ نو مخ يې (له ډېر خپګانه) تک تور اوړي او (خپلې ښځې ته) له غوسې ډک وي (چې ولې دې لور راوړه!)

يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ (نحل/۸۹) =  ددغه بد زېري له لامله، چې پرې شوى،له خپل قوم او ټبره پټ ګرځي (او نه پوهېږي) چې له شرم سره سره يې وساتي او كه په خاورو كې يې (ژوندۍ) ښخه كړي؟ پوه شئ، چې انګېرنه او چلن يې ناوړه دى!

[2]الرِّزْقُ رِزْقَانِ رِزْقٌ تَطْلُبُهُ وَ رِزْقٌ يَطْلُبُكَ فَإِنْ لَمْ تَأْتِهِ أَتَاكَ فَلَا تَحْمِلْ هَمَّ سَنَتِكَ عَلَى هَمِّ يَوْمِكَ كَفَاكَ كُلُّ يَوْمٍ عَلَى مَا فِيهِ فَإِنْ تَكُنِ السَّنَةُ مِنْ عُمُرِكَ فَإِنَّ اللَّهَ تَعَالَى سَيُؤْتِيكَ فِي كُلِّ غَدٍ جَدِيدٍ مَا قَسَمَ لَكَ وَ إِنْ لَمْ تَكُنِ السَّنَةُ مِنْ عُمُرِكَ فَمَا تَصْنَعُ بِالْهَمِّ فِيمَا لَيْسَ لَكَ وَ لَنْ يَسْبِقَكَ إِلَى رِزْقِكَ طَالِبٌ وَ لَنْ يَغْلِبَكَ عَلَيْهِ غَالِبٌ وَ لَنْ يُبْطِئَ عَنْكَ مَا قَدْ قُدِّرَ لَكَ:  رزق او روزي دوه ډوله ده: هغه چې ته يې لټوې او هغه روزي، چې تا لټوي؛ که ورپسې ورنشې؛ نو درپسې راځي؛ نو د کال غم دې پر ننني غم مه ورزياتوه، چې د هرې ورځې د غم لرې کول درته بس دي. که راتلونکى کال دې د عمر په حساب کې وي؛ نو په رښتيا چې ستر خداى به د هرې ورځې برخه درکړي او که د عمر په شمېر کې دى نه وي؛ نو د هغه له خپګان سره دې څه کار دى؟ هېڅکله به د روزۍ کوم لټونکى ستا برخه يو نه سي او ټاکل شوې روزي به پوره در ورسي «نهج البلاغه، کلمات قصار( ۳۷۹)

په ۳۱ ليک کې همدې مانا ته ورته تر تېرو جملو روسته  څو جملې راغلي: وَ اعْلَمْ يَا بُنَيَّ أَنَّ الرِّزْقَ رِزْقَانِ رِزْقٌ تَطْلُبُهُ وَ رِزْقٌ يَطْلُبُكَ فَإِنْ أَنْتَ لَمْ تَأْتِهِ أَتَاكَ .

په بل ځای کې هم همدې مطلب ته ورنژدې يوه جمله ده: . وَ مَنْ لَمْ يُعْطَ قَاعِداً لَمْ يُعْطَ قَائِماً ….. : هغه چې ناست ورنه کړي، ولاړ به هم ورنه کړي. (نهج البلاغه، کلمات قصار، ۳۶۹ مخ).

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!