تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د پېغمبر اكرم (ص) ژړا   رسول الله (ص)  يوه شپه له خپلې يوې مېرنې ام سلمه بي بي )رض) كره و. نيمه شپه له خوبه راپاڅېد او په يو كونج كې په دعا، ژړا او زاريو لګيا شو. ام سلمه (رض) وليدل، چې رسول الله (ص) په خپل ځاى كې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د پېغمبر اكرم (ص) ژړا

 

رسول الله (ص)  يوه شپه له خپلې يوې مېرنې ام سلمه بي بي )رض) كره و. نيمه شپه له خوبه راپاڅېد او په يو كونج كې په دعا، ژړا او زاريو لګيا شو. ام سلمه (رض) وليدل، چې رسول الله (ص) په خپل ځاى كې نشته، په لټون كې يې شوه. پام يې شو، چې رسول اكرم (ص) د كوټې په تياره كونج كې، ولاړ دى او لاسونه يې اسمان ته نيولي او په ژړا وايي:

 خدايه! دښمنان راباندې خوشحال نه كړې، او كينه كښ مې راباندې لاسبري نه كړې!

 خدايه! له هغو بديو او مكروهاتو دې، چې ژغورلى يم بېرته مې ورباندې اخته نه كړې!

 خدايه! يوه شېبه مې هم ځانته مه پرېږده او له هر څيزه او هر ډول آفته مې ژغوره!

 په دې وخت كې، ام سلمه (رض) په ژړا خپل ځاى ته ورستنه شوه. پيغمبر (ص) يې ژړا واورېده، ورغى او ويې پوښتله:

ام سلمه (رض) وويل:

يا رسول الله! ژړا دې وژړولم، ولې ژاړې؟ سره له دې، چې د خداى پر وړاندې لوړ مقامى يې، داسې ترې ډارېږې او له خدايه غواړې، چې ان د سترګو رپ هومره هم يې ځان ته مه پرېږده، نو زموږ به څه حال وي؟

رسول الله (ص) وويل:

ولې ونه ډارېږم او څرنګه ونه ژاړم او له خپلې پايلې اندېښمن نه وسم او پر ځان او مقام ډاډمن وسم، حال دا، چې خداى تعالى يونس[1] (ع) يوه شېبه ځان ته ورپېښود او راغى او داسې څه پرې راغلل، چې بايد راغلي ورباندې نه واى! (بحار: 16 ټوك، 217 مخ)

[1] حضرت يونس (ع) پيغمبر شو او په نينوا ښار كې يې خپل قوم ته پر تبليغ پيل وكړ، خلكو يې خبره ونه منله. يونس (ع) وپتېيله، چې دنده يې پاى ته رسېدلې ده. د خداى د حكم تر رارسېدو وړاندې يې غوسناك خپل ښار پرېښود او له خپل قومه بهر ووت، لار يې وهله تر دې، چې سمندر ته ورسېد او په سمندر كې د كب ښكار شو، يو دم په خود شو، چې بايد صبر از زغم يې كړى واى او بې د خداى له امره بايد له خپله قومه راوتلى نه واى، ښايي تر منځ يې خبرې ته اورېدونكى او حقيقت مننونكى كوم زړه رادبره شوى واى، نو ځكه يې د كب په خېټه كې  په زاريو او دعا لګيا شو او له منان خدايه يې ژغورنه وغوښته، خداى يې هم دعا ومنله او ويې ژغوره.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!