تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه خپلې خبرې سپېڅلی څښتن مو وايي : ((لَّقَدْ كانَ لَكُمْ فى رَسولِ اللَّهِ أُسوَةٌ حَسنَةٌ لِّمَن كانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَ الْيَوْمَ الاَخِرَ وَ ذَكَرَ اللَّهَ کَثِيراً (الاحزاب/21)= په يقين د خداى د استازي په ژوند كې مو هغو خلكو ته غوره بېلګه ده،چې خداى […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

خپلې خبرې

سپېڅلی څښتن مو وايي : ((لَّقَدْ كانَ لَكُمْ فى رَسولِ اللَّهِ أُسوَةٌ حَسنَةٌ لِّمَن كانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَ الْيَوْمَ الاَخِرَ وَ ذَكَرَ اللَّهَ کَثِيراً (الاحزاب/21)= په يقين د خداى د استازي په ژوند كې مو هغو خلكو ته غوره بېلګه ده،چې خداى او د اخرت ورځې ته هېلمن وي او خداى ډېر يادوي.))

ستاېنه يوازې نړۍ پال ته ده،سلام او درود دې زموږ پر ښاغلي او لارښود؛حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه و آله وسلم،پر سپېڅلې کورنۍ او عزتمنو اصحابو دې يې وي .

((په رښتيا چې د رسول الله (ص) ژوند غوره بېلګه ده ))

د  رسول الله (ص) سيرت انسانانو ته غوره بېلګه ده .

د  رسول الله (ص) سيرت عبرتناک او د انسان د ودې لامل دى .

 د  رسول الله (ص) پر سيرت ټول انسانان پوهېداى او عملي کولاى شي .

د  رسول الله (ص) سيرت د ارواییزو او جسمي ناروغيو درملنه ده .

د  رسول الله (ص) سيرت د انسان ټولنيز پوهاوى زياتوي .

 د  رسول الله (ص) سيرت د انسان کړنې مانيزوي .

د  رسول الله (ص) سيرت تل نوى او تازه دى .

د  رسول الله (ص) سيرت يو اخلاقي، عبادي،عرفاني او ټولنيز کړندود دى .

د  رسول الله (ص) سيرت انسان بيمه کوي .

د  رسول الله (ص) سيرت انسان ته وګړه او مقام ورکوي .

 په دې کتاب کې د قرآن له نظره د نبي کريم خويونه تشريح شوي او د يوه روايت له مخې،چې ” د حضرت محمد (ص) ګرد سره خويونه قرآن و”؛نو ددې کتاب په لوستو به ددې روايت پر هر اړخيزه مانا هم پوه شو.د کتاب لوستنه ځوان کهول ته اړينه ده،چې خپلې ناستې ولاړې او راشه درشه د کتاب د منځپانګې له مخې تر سره کړي،د هغې پېر په تمه،چې راتلونکى کهول مو نړيوالو ته د بشپړ محمدي اخلاقو بېلګه وي .

 رسول اکرم (ص) ښه خويونو ته مبعوث شوى و .رسول اکرم ښه خوى درلود .رسول اکرم په لورنه کې بې سارى و .رسول اکرم همېشه معطر و .د رسول اکرم سيرت دا و،چې يې څوک له ځان نه نهيلول . رسول اکرم خورا مېړنى او سخي و .رسول اکرم د نورو په پرتله ډېر لږ غوسه کېده او که غوسه کېده هم؛نو غوسه يې په حقه وه او تر ټولو ژر پخلا کېده . رسول اکرم د بېسدۍ تر بريده د خداى له ډاره ژړل او چې له کومې غونډې به پاڅېده؛نو ٢٥ ځل يې استغفار وايه . نشتمن يې د نشتمنۍ او ناروغ يې د ناروغۍ له امله نه راټه؛نه د کوم پاچا له زورځواکۍ او ځواکه ډارېده. په هر چار کې يې زغم کاوه . اړين يې همداسې نه پرېښود،که څه به ورسره وو،ورکول يې؛که به نه وو،ويل يې : خداى دې يې درکړي” رسول اکرم تر ويدېدو وړاندې قرآن لوسته .

رسول اکرم وويل : “زموږ د اهلبيتو ځوانمردي په دې کې ده،چې که چا راباندې تېرى کړى وي،ترې تېرېږو او سره له دې،که چا بې برخې کړو؛نو ورکړه ترې نه سپموو”

اوس که وغواړو سم ژوند دود زده کړه،بايد د  رسول الله (ص) په سيرت پسې ولاړ شو .

انسان که د ځان او د خپل چاپېريال اندونو او کړنو ته وويني؛نو نه يوازې يې انساني موخو ته  رسولاى نشي؛ بلکې شونې ده،چې بې لارې يې هم کړي . خداى دې هغه ورځ را نه ولي،چې زموږ  د نوي کهول بېلګې پردۍ او غير اسلامي وي .موږ د افغان مسلمان ولس په توګه د خداى اوامرو ته غاړه ږدو او خداى په قرآن کې رسول اکرم (ص) غوره بېلګه راښوولې ده؛نو ځکه لازم دي،چې ځان پر نبوي خويونو پوه او عمل پرې وکړو .

پېغمبراکرم صلى الله عليه و  آله وسلم موږ ته بېلګه دى . آنحضرت (ص) د ٢٣ کلونو په اوږدو کې وکړاى شول،”امت” جوړ کړي او نړيوالو ته يې وروښووله،چې د بشري ستونزو د هواري لار؛يعنې “مدينة النبي” .

موږ،چې د آنحضرت (ص) لارويان يو او هغه راته بېلګه دی؛بايد ځان وپوهو،چې آنحضرت له کومو طريقو کار واخست،چې دا بريا ور پر برخه شوه . په دې کتاب کې د آنحضرت اسلوب او چاردود خورا ښه شنل شوی او په دې حالاتو کې راښيي،چې څنګه د ټولنې د شرايطوپه پامنيوي ټولنيزې او سياسي هڅې وکړو،چې په هېواد کې د “مدينة النبي” په لاروۍ ټولنه جوړه کړو او پردې سربېره، ځوان کهول د کتاب تر مطالعې وروسته په خپلمنځي خبرو اترو او ويينو کې له پياوړي استدلاله برخمنولاى شي .

او پخپله حضرت رسول الله (ص) حضرت  علي کرم الله وجهه ته په وصيتونو کې ويلي،چې : ((شپږم وصيت مې دادى،چې په لمانځه،روژې او صدقې کې به راپسې راځې او سنت به مې عملي کوې .)) حضرت علي (ک) وويل : “چې څوک ځان پر الهي آدابو وپسولي،خداى به يې د همېشنۍ ژغورنې پر لور هدايت کړي .”

امام صادق رحمة الله عليه وويل : “دا مې ښه ايسي،چې مسلمان هله  ومري،چې د نبي کريم ګرد سنتونه که څه د يو ځل لپاره وي؛خو عملي  کړې يې وي .”

بېشکه کمال او آریزې موخې ته وررسېدل هله شونې دي،چې  انسان په ټولو کړنو،راشه درشه او چلن کې د رسول اکرم لاروي وکړي او ځان د آنحضرت په ظاهري او باطني آدابو وپسولي،چې په دې بڼه کې د دنيا او آخرت له ښېګڼې برخمنېږي .

د اسلام ستر پېغمبر؛حضرت محمد (صلى الله عليه و آله) انسانانو ته بېلګه دى، چې يې تر پېژندو وروسته بايد لاروي وشي، زموږ ديني ټولنې،چې د تاريخ په  بهير کې د يرغلګرو پر وړاندې بې سارې سرښندنې کړي او نيت يې هم د “محمد رسول الله” (ص) په مشرۍ د ديني غونډال –  نظام ټينګول وو؛ خو په خواشينۍ،چې د ټولنې د هڅوبيزې،سياسي،علمي،وټيزې او اډانیزې- تشکيلاتي ودې د نشتوالي له امله،دې موخې ته رسېدلې نه ده؛خو اوس چې د لوى خداى په فضل،د هېواد په اساسي قانون کې، نظام،”اسلامي جمهوريت” نومول شوى؛ نو ټولو هېوادوالو ته قانوني لار پرانستل شوې،چې په دين ځان پوه کړي او پلي کولو ته يې راودانګي،چې ګرد هېوادوال مو د اسلام له پېغمبر(صلى الله عليه و آله) نه د سمې پوهېدنې په رڼا کې يو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړي او په هېواد کې د(مدينة النبي) په لاروۍ ارماني ټولنه جوړه کړي.

اسلام په خپلو ګروهيزو آرونو (توحيد+نبوت+معاد) کې له بله تقليد او په پټو سترګو تګ روا نه ګڼي؛يعنې څو مو پخپله په دې آرونو سر نه وي خلاص شوى؛نو د نورو د استدلال پر بنسټ په دې آرونو ګروهې درځنې نه منل کېږي او بايد ددې آرونو د منلو لپاره د خپل عقل او پوهې هومره دلايل ولرې،چې زړه دې یې هم تصديق کړي وي،چې يو له دې ګروهيزو آرونو ځنې نبوت دى؛نو موږ په دې کتاب کې د “سيرة النبي” په کښلو کې پر يو نوښت لاس پورې کړ او هغه داچې کتاب نېغ په نېغ پخپله د  رسول الله (ص) په سيرت پیل نه کړو؛بلکې لومړى پر نبوت بيا د پېغمبرانو په ځانګړنو او ورپسې “د غوره بېلګې” پر ځانګړنو،خویونو،دودونو،کړلارو او ویناوو رڼا واچوو .

دا کتاب د ښوونځيو او پوهنتون زده کړيالانو ته  د نبوي خويونو غورچاڼ دى،چې د تنکۍ ځوانۍ په منګ کې ځان پرې پوه او عملي يې کړي او په دغسې عمر کې د يو څه زده کړه او عملي کول يې د کاڼي کرښه وي؛نو هيله ده،چې همدا اوس ددې کتاب په لوستو د ځان جوړونې په بهير لاس پورې کړو .

دا کتاب د بشريت د ستر لارښود؛حضرت “محمد” صلى الله عليه و آله وسلم څيړنيز-شننيز سيرت دى، چې پکې په نوي انداز اړوند چارې څېړل شوي او له لوستو يې پوهېداى شو،چې پر “افغان ولس” د راتپل شويو خوځښتونو پر وړاندې د نوي کهول انديز ،سياسي او تشکيلاتي اډانه غښتلې کوي.

 ددې سيرت لوستل نوي کهول ته مخه خلاصوي،چې  څنګه مشرۍ ته ورسي،څنګه ټولنه جوړه کړاى شي،څنګه پر خپل ولس ډډه وکړي او څنګه له ولسه په قانوني توګه مشر راوټوکېږي.

پردي د خپلو ارزښتونو له مخې راته خپل لوبڅي تبليغوي او نوى کهول،چې د مشرۍ او انسان جوړونې په باب سمې  ديني او ملي پوهېدنې و نه لري؛نو هرومرو به د تبليغاتو ښکار شي؛نو ځکه ددې سيرت لوستل،ددې ډول هڅوبيز – فرهنګي يرغل پر وړاندې پياوړی ډال او يرغليز خوځښت دى.

هيله ده،چې د هېواد په ((اسلامي جمهوري)) دولت کې ګرد سياسي ګوندونه،ټولنيز سازمانونه او مدني ټولنې په خپلو تشکيلاتي کړيو کې ددغسې سيرتونو په تدريس لاس پورې کړي،چې د نظام ستنې ټينګې او ټولنه جوړه شي.

ددې کتاب بله ځانګړنه داده،چې په لومړي ځل داسې يو سيرت د پښتنو ټولنې ته راوړاندې کوي،چې :

١.کوښښ شوى ادبيات يې کره وي او له پارسي ځپلې او اردو ځپلې پښتو نه په کلکه ډډه شوې ده .

٢.کوښښ شوى د  رسول الله  (ص) ژوند دود ورته داسې انځور شي،چې په ټولنه کې هر وګړی،چې پر هره دنده بوخت وي،خپله دنده او ژوند د پېغمبراکرم (ص) له کړلاروسره همغږی کړي .

٣.د سرچينو له اړخه : هم پکې د اهلسنتو له سرچينو ګټنه شوې او هم پکې د اهل تشيع له سرچينو،چې د اسلامي مذاهبو د پيوستون لپاره مو هم يو کوچنى ګام پورته کړى وي او ښوولي مو وي،چې په اسلام کې د آریزو مسلو او د رسول الله (ص) د سنتو په باب سره ټول مذاهب همغږي دي.

٤.د نننيو پوهو؛لکه اقتصاد،مديريت (سمبالنه) او …..په باب نبوي کړنلار راوړل شوې ده .

٥ په دې کتاب کې د مکروهاتو خبره شوې نه ده؛ځکه د حق لار ده،چې له  رسول الله (ص) هېڅ مباح او مکروه چار تر سره شوی نه دی،چې عقلي او نقلي دلايل هم پر همدې آر ولاړ دي .

.6په دې کتاب  کې مو تبرک ته د نبي کريم  مبارک شمايل او د خويونو او آدابو په اړه يې يو شمېر احاديث راوړي؛ خو له جزيي پېښو تېر شوي يو او يوازې د حضرت محمد امین (ص) پر ټوليزو خویونو مو بسیا کړې ده او خداى مو دې مل شي .

۷- له معتبرو اسلامي سرچینو ځنې (  )شمېره احادیث هم راوړل شوي .

۸-۱۰۰۹ نبوي سنن هم راوړل شوي،چې نوی کهول مو خپل ژوند په نبوی سننو وپسولي.

۹-د رسول الله (ص) د سیرت اړوند څلور الحاقي موضوعات :۱- د رسول الله د ګڼ ښځۍ خواله .۲- د رسول الله (ص) معراج .۳- پر رسو الله درود .۴-مدینه العلم دباب العلم په ویناوو کې . هم راغلي دي؛ځکه دا هغه موضوعات دي،چې په اړه یې پوښتنې کېږي؛خو په پښتو کې په شته سیرتونو کې ځواب نه موندل کېږي؛نو ځکه د موضوع د ارزښت له امله په الحاقي بڼه د سیرت په پای کې راوړل .

۱۰- يادونه : دا  زیار د رسول الله (ص) شننیز سیرت دی .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!