تبلیغات

  54 . أخبرنا محمّد بن المثنّي،قال:حدّثنا أبوبكر الحنفي [عبد الكبير بن عبد المجيد[ قال:حدّثنا بكير بن مسمار،قال:سمعت عامر بن سعد يقول:قال معاوية لسعد أبي وقّاص:ما منعك أن تسبّ عليّ بن أبي طالب ؟ قال: لا أسبّه ما ذكرت ثلاثاً‌ قالهنّ رسول الله (ص) لأن تكون لي ـ قال ـ واحدة [ منهنّ [ أحبّ […]

 

54 . أخبرنا محمّد بن المثنّي،قال:حدّثنا أبوبكر الحنفي [عبد الكبير بن عبد المجيد[ قال:حدّثنا بكير بن مسمار،قال:سمعت عامر بن سعد يقول:قال معاوية لسعد أبي وقّاص:ما منعك أن تسبّ عليّ بن أبي طالب ؟ قال: لا أسبّه ما ذكرت ثلاثاً‌ قالهنّ رسول الله (ص) لأن تكون لي ـ قال ـ واحدة [ منهنّ [ أحبّ إليّ من حمر النعم:لا أسبّه ما ذكرت حين نزل عليه الوحي فأخذ عليّاً و ابنيه و فاطمة،فأدخلهم تحـت ثـوبه ثـمّ قـال : « اللهمّ هؤلاء أهلي و أهل بيتي » .

و الا اسبه [ ما ذكرت ] حين خلفه فى غزوه غزاها، قال علي: “خلفتني مع الصبيان والنساء؟ قال: او لا ترضى ان تكون مني بمنزله هارون من موسى الا انه لا نبوه [ بعدي ] “و لا أسبّه ما ذكرت يوم خيبر حين قال رسول الله (ص) : « لأعطين هذه الراية رجلاً يحبّ الله و رسوله ،[ و يحبّه الله و رسوله [ و يفتح الله علي يديه » . فتطاولنا فقال : « أين عليّ » ؟ فقالوا : هو أرمد . فقال : « ادعوه » . فدعوه ، فبصق في عينيه ، ثمّ أعطاه الراية ففتح الله عليه.[ قال [ : و الله ما ذكره معاوية بحرف حتّي خرج من المدينة.

54 حديث : معاويه بن ابي سفيان، حضرت سعد بن ابي وقاص (رض) ته وويل: تۀ ولې علي ته كنځل نۀ کوې؟سعد بن ابي وقاص وويل: چې د علي(ک) په باب د پېغمبر اکرم دا درې خبرې مې پر ياد وي،ورته به كنځل ونۀ کړم. كه هغه يوه هم زما په باب وه؛ نو له سور وېښتو اوښانو به راته ډېره ښه وه.

1:-د تطهير آيت،چې پر پېغمبر اکرم نازل شو؛ نو رسول اکرم حضرت علي(ک) له لاسه ونيو،دوه زامن او فاطمه يې له ځان سره كړل او تر خپل پټو لاندې يې كړل او و يې ويل:((خدايه! دا زما اهل او اهل بيت دي)) (چې له هر ډول چټلۍ پاك كړاى شوي دي)

2:-ورته كنځل نۀ کوم؛ځكه پر ياد مې دي،چې په يوه جګړه كې رسول اکرم حضرت علي(ک) خپل ځايناستى وټاكه او حضرت علي(ک) ورته ويل: ايا ما ماشومانو او ښځو ته پرېږدې؟ رسول اکرم ورته وويل: ايا پردې خوشحاله نۀ يې، چې مقام دې راته داسې وي؛لكه هارون، چې موسى ته و؛خو په دې توپير چې له ما وروسته بل پېغمبر نۀ راځي.

3:- ورته كنځل نۀ کوم؛ځكه هغه ورځ مې ښه پر ياد ده، چې د جګړې پر ورځ رسول اکرم وويل:(( سبا به بيرغ داسې سړي ته وسپارم، چې خداى او رسول يې پرې ډېر ګران دى او هغه هم پر خداى او رسول يې ډېر ګران دى او خداى به په لاس يې د اسلام لښكر ته برى وركړي . )) موږ ټول په تمه وو، چې بيرغ به موږ ته راكړي، چې حضرت رسول وويل:(( علي چېرته دى؟ ورته وويل شو: سترګې يې خوږېږي.)) رسول اکرم وويل: ورته غږ كړئ .موږ حضرت علي(ک) ته غږ كړ او راغى. بيا رسول اکرم خپلې توكاڼې پر سترګو ورته وموږلې او بيرغ يې وركړ او مسلمانان بريالي شول.سعد(رض) وايي: معاويه بن ابي سفيان له دې وروسته هېڅ خبره ونۀ کړه تر هغې،چې له مدينې ووت.

 

54 حديث په نورو سر چينوكې: د دې حديث سرچينې هم د 51 حديث په څېر دي

 

55 . أخبرنا محمّد بن بشّار ، قال:‌ حدّثنا محمّد ] بن جعفر غندر [ قال : حدّثنا شعبة ] بن الحجّاج[ عن الحكم ] بن عتيبة [ ،عن مصعب بن سعد ، عن سعد ، قال:خلّف النبيّ (ص) عليّ بن أبي طالب في غزوة تبوك فقال : « يا رسول الله تخلّفني في النّساء و الصبيان ؟! فقال : أما ترضي أن تكون منّي بمنزلة هارون من موسي غير أنّه لا نبيّ بعدي » ؟

 

55 حديث : ددې حديث مضمون هم د پخواني حديث په څېر دى؛خو نسائي هغه په بل سند راخېستى دى:

پېغمبر اکرم د تبوك په جګړه كې حضرت علي(ک) په مدينه كې خپل ځايناستى وټاكه.حضرت علي(ک) ورته وويل: د خداى رسوله! ما دلته له ماشومانو او ښځو سره پرېږدې؟رسول اکرم ورته وويل: ايا په دې خوښ نۀ يې،چې ستا مقام ما ته داسې وي؛لكه د هارون ، چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير،چې له ما وروسته بل پېغمبر نۀ راځي.

 

56 . أخبرنا الحسن بن إسماعيل بن سليمان ]المصيصي المجالدي [ قال : أخبرنا المطلّب ] بن زياد [ عن ليث ]بن أبي سليم [ ، عن الحكم ] بن عتيبة [ ، عن عائشة بنت سعد ، عن سعد: أنّ رسول الله (ص) قال لعليّ في غزوة تبوك : « أنت منّي بمنزلة هارون من موسي إلاّ أنّه لا نبيّ بعدي » .

56-حديث : دا حديث د پورتني حديث په څېر دى؛خو نسائي په بل سند راخېستى دى: رسول اکرم د تبوك په جګړه كې حضرت علي(ک) ته وويل: ستا مقام ماته داسې دى؛لكه د هارون، چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې له ما وروسته بل پېغمبر نۀ راځي.

 

55 حديث په نورو سر چينو كې: مسند طيالسي : ص 29 ، ح 209 ؛ مصنّف ابن ابي شيبه : ج 6 ، ص 369 ، ح 32065 ؛ مسند احمد : ج 3 ، ص 146 ، ح 1583 ؛ صحيح بخاري : ج 6 ، ص 3 ، ح 3 ؛ صحيح مسلم : ج 4 ، ص 31 ، ح 2204 ؛ مناقب كوفي : ج 1 ، ص 513 ، ح 438 او ج 2 ، ص 569 ، ح 1103 ؛ مسند ابو يعلي : ج 1 ، ص 285 ، ح 344 ؛ صحيح ابن حبّان : ج 15 ، ص 370 ، ح 6927 ؛ مشكل الآثار طحاوي :‌ ج 2 ، ص 213 ، ح 1903 ؛ سنن بيهقي : ج 9 ، ص 40 ؛ تاريخ بغداد : ج 11 ، ص 422 ؛ مناقب ابن مغازلي : ص 31 ، ح 48 او ص 183 ، ح 219 ؛ شرح السنة بغوي : ج 14 ، ص 113 ، ح 3907 ؛ مناقب خوارزمي : ص 157 ، ح 187 .

 

56 حديث په نورو سرچينوكې : كتاب السنه : ص 587 ، ح 1339 ؛ مسند بزّار : ج 4 ، ص 38 ، ح 1200 ؛ علل الحديث رازي : ج 2 ، ص 389 ، ح 2680 ؛ تاريخ بغداد : ج 8 ، ص 53 .

 

57.أخبرني زكريّا بن يحيي قال:أخبرنا أبو مصعب ]أحمد بن أبي بكر [ ، عن ] عبد العزيز بن محمّد [ الدراوردي ، عن الجعيد ]بن عبد الرحمان [ ، عن عائشة،عن أبيها: أنّ عليّاً خرج مع النبيّ (ص) حتّي جاء ثنية الوداع يريد غزوة تبوك و عليّ يشتكي و هو يقول : « أتخلفني مع الخوالف » ؟ فقال النبيّ (ص) :« أما ترضي أن تكون منّي بمنزلة هارون من موسي إلاّ النبوّة»؟

57- حديث : دا حديث د 47 حديث په څېر دى؛ خو نسائي په بل سند راخېستى دى: حضرت رسول اکرم د تبوك جګړې ته روان و، چې د خداى په امانۍ وخت راغى؛ نو حضرت علي(ک) له رسول اکرمه ګيله وكړه، چې دلته مې ښځو او ماشومانو ته پرېږدې؟ پېغمبر اکرم ورته وويل: ايا خوښ نۀ يې، چې ستا مقام ما ته داسې دى؛لكه د هارون چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې له ما وروسته بل پېغمبر نۀ راځي.

 

57 حديث په نورو سر چينو كې : مسند احمد : ج 3 ، ص 66 ، ح 1463 ؛ فضائل احمد : ح 28 ؛ كتاب السنه : ص 587 ، ح 1340 ؛ مناقب كوفي : ج 1 ، ص 535 ، ح 473 ؛ مناقب ابن مغازلي : ص 36 ، ح 55 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 1 ، ص 352 ، ح 386 او 387 او ص 355 ، ح 391 او 392 ؛ فرائد السمطين : ج 1 ، ص 126 .

 

58 . أخبرنا القاسم بن زكريّا بن دينار قال:حدّثنا أبو نعيم،قال:حدّثنا فطر عن عبد الله بن شريك ، عن عبد الله بن الرقيم الكناني،عن سعد بن أبي وقّاص:أنّ النبيّ (ص) قال لعليّ : « أنت بمنزلة هارون من موسي » .

 

58- حديث : دا حديث د پورتني حديث په څېر دى؛ خو نسائي په بل سند راخېستى دى: حضرت رسول اکرم ورته وويل: ايا خوښ نۀ يې، چې ستا مقام ما ته داسې وي؛لكه د هارون، چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير،چې له ما وروسته بل پېغمبر نۀ راځي.

 

 

 

  1. اخبرنا القاسم بن زكريا بن دينار قال: حدثنا ابونعيم ، قال: حدثنا فطر عن عبدالله بن شريك،عن عبدالله بن الرقيم الكنانى،عن سعد بن ابى وقاص: ان النبى قال لعلي: (( انت منى بمنزله هارون من موسى)).

 

59- حديث : دا حديث د پورتني حدېث په څېر دى؛ خو نسائي په بل سند راخېستى دى : رسول اکرم، علي(ک) ته وويل: مقام دې راته داسې دى؛لكه د هارون، چې موسى ته و.

 

58 حديث په نورو سر چينو كې : مسند احمد : ج 3 ، ص 155 ، ح 1600 ؛ تاريخ كبير بخاري : ج 3 ، ص 48/179 ؛ كتاب السنه : ص 586 ، ح 1334 ؛ مناقب كوفي : ج 1 ، ص 538 ، ح 475 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 1 ، ص 307 ـ 308 ، ح 337 ـ 338 ، او ص 334 ، ح 366 او ص 343 ، ح 377 .

 

59 حديث په نورو سر چينو كې : طبقات ابن سعد : ج 3 ، ص 24 ؛ كتاب السنه : ص 595 ، ح 1384 او ص 596 ، ح 1385 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 4622 ، ح 961 .

 

60 . أخبرنا أحمد بن يحيي، قال:حدّثنا عليّ بن قادم،قال:حدّثنا إسرائيل عن عبد الله بن شريك ، عن الحارث بن مالك ، قال : قال سعد بن مالك: إنّ رسول الله (ص) غزا علي ناقته الجدعاء و خلف عليّاً ، فجاء عليّ حتّي أخذ بغرز الناقة ، فقال : « يا رسول الله زعمت قريش أنّك إنّما خلّفتني أنّك استثقلتني و كرهت صحبتي ! و بكي عليّ » فنادي رسول الله (ص) في النّاس : « ما منكم أحد إلاّ و له حامة ، يا بن أبي طالب أما ترضي أن تكون منّي بمنزلة هارون من موسي إلاّ أنّه لا نبيّ بعدي ». قال عليّ : « رضيت عن الله و عن رسوله (ص) » .

60- حديث : حضرت سعد بن مالك (رض) وايي: رسول اکرم پر خپل “غوږ بوچي اوښ” سپور جګړې ته روان شو او حضرت علي(ک) يې خپل ځايناستى وټاكه. علي(ک) ورغى او د اوښ واښكى يې ونيو او رسول اکرم ته يې وويل: د خداى رسوله! قريش خيال كوي، چې ما د دې لپاره پرېږدئ، چې زه مو خوښ نۀ يم او ملګرتيا مې درته ښه نۀ ښكاري او پر ژړا شو. رسول اکرم وويل: (( په تاسو كې به هيڅ څوك داسې نۀ وي، چې خپلوان به نۀ لري (او علي(ک) زما خپل دى) د ابوطالب زويه! ايا پردې خوښ نۀ يې،چې مقام دې راته داسې وي؛لكه د هارون ، چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير چې له ما وروسته بل پېغمبر نۀ راځي.

 

60 حديث په نورو سر چينوكې: مصنف ابن ابي شيبه : ج 6 ، ص 369 ، ح 15 ( 32069 ) ؛ مناقب كوفي : ج1 ، ص 538 ، ح 489 ؛ معجم كبير طبراني : ج 1 ، ص 148 ، ح 334 ؛ ترجمة الإمام علي من تاريخ دمشق : ج 1 ، ص 356 ، ح 393 او ص 357 ، ح 394 او ص 358 ، ح 396 ـ 397 .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست