تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د رسول اکرم (ص) ژوند ليک او د آنحضرت وينايزه شننه ((لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَاعَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَحِيمٌ[1]=په رښتيا چې پخپله له همدا تاسې درته يو استازى راغلى، چې ستاسې ځورونې  پرې سختې پرېوځي (او) ستاسې پر لارښوونې ټينګاركوي،پر مؤمنانو خواخوږى (او) زړه سواندى دى.)) […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د رسول اکرم (ص) ژوند ليک او د آنحضرت وينايزه شننه

((لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَاعَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَحِيمٌ[1]=په رښتيا چې پخپله له همدا تاسې درته يو استازى راغلى، چې ستاسې ځورونې  پرې سختې پرېوځي (او) ستاسې پر لارښوونې ټينګاركوي،پر مؤمنانو خواخوږى (او) زړه سواندى دى.))

د  رسول الله (ص) نيکونه دا دي:

“عبدالله”،عبدالمطلب بن هاشم،عبد مناف،قصى كلاب، مره، كعب،لوى،غالب، فهر، مالك، نضر، كنانه، خزيمه، مدركه، الياس، ضر،نزار، معد او عدنان . [2]

د حضرت “محمد” (ص) نسب په “معد بن عدنان” پورې همداسې دى، چې وويل شو؛خو له هغه پورته، تر حضرت “اسماعيل”  عليه السلام پورې پکې اختلاف دى او د هغو روايتونو په رڼا كې،چې حضرت “ابن عباس” (رض) له  رسول الله (ص) نه رانقل كړي،چې  رسول الله (ص) ويلي وو،چې نسب مې عدنان ته ورسېد؛نو نور مخكې مه ځئ؛ ځكه چې كله به حضرت “محمد”(ص) هم خپل  نسب وايه؛نو له “عدنانه” به مخكې نه ته او امر يې كړى و،چې نور خلك دې هم له عدنانه تر “اسماعيل”  عليه السلام پورې د  نسب په باب څه نه وايي  ويل يې: (( څه چې يې د نسب په باب په عربو كې مشهور دي،سم نه دي؛نو ځكه ما هم هغه راخستي،چې سم دي. )) [3]

نوموړي د عربو په تاريخ كې نوميالي کسان دي او د اسلام تاريخ د هغوى د ځينو په ژوند پورې اړه لري؛نو ځكه له “قصى” تر “عبدالله” (د حضرت “محمد” (ص) پلار) پورې،پر تاريخ رڼا اچوو او له نورو تېرېږو. [4]

قصى

 د  رسول الله (ص) څلورم نيكه دى. مور يې ” فاطمې ” د “كلاب” له ټبر سره واده وكړ، ډېر وخت لا نه و تېر شوى،چې اولاد يې وشو،چې “زهره” او “قصى” يې پرې نومونه كېښوول. دويم اولاد يې په زانګو كې و، چې د فاطمې مېړه ومړ او دا ځل يې له “ربيعه” سره واده وكړ او ورسره “شام” ته ولاړه. د قصى د پلندر له ملاتړه برخمن و؛خو چې د قصى او د ربيعه د ټبر په منځ كې اړپېچ شو؛ نو له كوره يې وشړله او مور يې له دې كاره ډېره اغېزمنه او اړه شوه،چې له ځان سره يې مكې ته يوسي. د تقدير كارونو مكې ته راورسول او پکې شته استعدادونه ددې لامل شول،چې د مکې د خلكو،  په تېره  د “قريشو” پام ځان ته را واړوي. ډېر وخت لا تېر شوى نه و،چې د مكې د حكومت د لوړو پوړيو او د مكې د كونجيګانو خاوند شو. خورا زيات اثار يې پرېښوول. خلك يې دې ته وهڅول،چې د كعبې په شاوخوا كې كورونه جوړ كړي. عربو ته يې د “دارالندوه” په نامه “شوراځاى” جوړ كړ،چې عرب پکې راټولېدل او خپلې ستونزې يې هوارولې. پر پينځمه زېږديزه پېړۍ كې ومړ او دوه نوميالې زامن؛ “عبدالدار” او “عبد مناف” ترې پاتې شول.

عبد مناف

“عبد مناف” د  رسول الله (ص) درېم نيكه دى. نوم يې “مغيره” او لقب يې “قمر البطحاء” دى  او تر خپل ورور “عبدالداره” کشر و. د خلكو په زړه كې يې ځانګړى ځاى درلود،تل به يې ويل:پرهېزګار وسئ،تقوى ولرئ، د ښه چلن خاوندان او زړه سواندي اوسئ.

 ددې لوى موقعيت پر درلودو سربېره يې له خپل ورور “عبدالدار” سره سيالي نه کوله او په دې هڅه كې نه و،چې ځان د كعبې لوړى پوړۍ ته ورسوي. پلار يې وصيت كړى و، چې حكومت او رياست به د “عبدالدار” وي؛خو د وروڼو تر وفات وروسته يې زامن په منصب ونښتل او تر ډېرو شخړو وروسته پُخلا شول او پرېكړه يې وكړه،چې د کعبې او “دارالندوه” رياست د عبدالدار زامنو ته وركړي او د کعبې حاجيانو ته د اوبو ورکړه او مېلمه پالنه د “عبدمناف” زامنو ته وسپاري،چې دا وېش د اسلام تر راتګه پاتې شو.

هاشم

“هاشم” د پېغمبراکرم دويم نيكه و،چې نوم يې “عمرو” او لقب يې “علاء” و، چې د “عبدالشمس” غبرګونى ورور و او د دوو نورو وروڼو نومونه يې “مطلب”  او “نوفل” وو.

تاريخ ليكي: هاشم او عبدالشمس سره غبرګوني وو او د زوكړې پر مهال،د هاشم ګوته د عبدالشمس په تندي پورې نښتې وه او د بېلولو پر مهال ترې ډېره وينه تويه شوه، چې خلكو دا كار بد فال وګاڼه. [5]

د هاشم د اخلاقو يوه بېلګه دا ده: چې د ذى الحجې مياشت به وليدل شوه؛نو کعبې ته به راته او د کعبې دېوال ته به يې تكيه وهله او خلكو ته به يې ويل:(( قريشو! تاسې هوښيار او شريف عرب ياست،نژاد مو تر ټولو غوره دى،خداى تاسې د خپل كور تر څنګ مېشت كړئ او د “اسماعيل”  عليه السلام تر نورو زامنو يې تاسې فضيلتمن كړئ. زما ټبره! په دې  مياشت كې د خداى د كور زيارت كوونكي په مينه راځي، هغوى د خداى مېلمانه دي. پالنه  يې ستاسې دنده ده. په هغوى كې ډېر بېوزله له لرې ځايو راځي.ددې كور پر خاوند قسم! كه مې وسه واى،چې د خداى د مېلمنو مېلمستيا مې كړې واى؛نو كله به مې هم له تاسې مرسته نه واى غوښتې؛خو اوس مې چې څومره له وسې كېږي او په حلاله مې لاس ته راوړي،په دې  لار كې يې لګوم او ستاسې دې پر دې كور قسم وي د حرامو مال او يا د سود د مال له لګونې او يا له هغې لګونې ډډه وكړئ، چې خوښه مو نه وي. ))

د هاشم واكمني له هر لوري د مكې د خلكو په ګټه وه او د خلكو د ژوند په ښه كولو كې يې خورا زياته ونډه درلوده.په سوکړه او وچكالۍ كې يې مېړانه او ښه ځواني ددې لامل وه، چې خلك و نه ځپل شي. د مکې د خلكو د سوداګريزو چارو ښه كولو لپاره يې کوټلي ګامونه اوچت كړي، چې بېلګه يې د غسان له امير سره تړون دى او دا كار ددې لامل شو، چې ورور يې عبدالشمس د حبشې له امير سره ، مطلب او نوفل دوو نور وروڼو يې د “يمن”  او د فارس له اميرانو سره تړون وكړ، چې دواړه لوري په ازادۍ او امنيت كې سوداګريزه راكړه وركړه ولري ، چې ددې تړون له امله ډېرې ستونزې هوارې شوې او په مكه كې ډېر بازارونه جوړل شول، چې د اسلام د ستوري تر ځلېدو،پر خپل ځاى پاتې وو.د هاشم له ګټورو ګامونو دا دي، چې قريشو ته يې په ژمي كې “يمن”  ته او په اوړي كې “شام” ته د سفر چارې برابرې كړې او دا كار د اسلام تر راتګ څه موده وروسته هم و.

اميه بن عبد شمس

اميه “د عبدالشمس زوى د هاشم وراره”، د خپل تره له سترتوب او مقام سره كينه درلوده او په ورکړه او خېراتونو يې غوښتل د خلكو زړونه  لاس ته راوړي؛ خو د هاشم كړنلارې ته يې دوام ورنه كړاى شو؛ نو ځكه يې ورپسې سپکې سپورې پېل كړې؛خو د اميه دې خولې راسپړلو خلکو ته د هاشم،عزت او مقام لا پسې نور هم زيات كړ. د “اميه”په زړه كې د كينې لمبې همداسې تاوېدې،چې خپل تره يې اړ كړ،چې د عربو پوهانو “پاليانو”  ته به ولاړ شو او چې پر چا يې خوښي وښووه؛ نو هماغه به د دې سيمې چار مشر وي.

 د هاشم ستريا او پراخه سينه ددې لامل وه،چې له خپل وراره سره لاس و ګرېوان نه شي؛خو د اميه ټينګار دې ته اړ كړ،چې په دوو شرطونو دا كار وكړي:

الف: په موږ كې،چې هر يو محكوم شو؛نو د حج پر ورځ به سل تور سترګي اوښان قرباني كوي.

ب: محكوم به د لسو كالو لپاره له مكې وځي.

پر هاشم چې د عربو د پوهانو “عسفان” سترګې ولګېدې؛ نو له واره يې د هاشم ستاينه پېل كړه او د مخكنۍ پرېكړې له مخې، “اميه” اړ شو مكه پرېږدي او لس كاله جلا وطني په “شام” كې تېره كړي. [6]

ددې موروثي كينې آثار تر اسلام نه 130 كاله وروسته هم پاتې شول، چې پايله يې داسې خيانتونه وو،چې د بشريت په تاريخ كې يې سارى نه درلود.

پورتنۍ کيسه پردې سربېره، چې د دوو ټبرونو په منځ كې د اړپېچ پر جرړو رڼا اچوي،د امويانو د نفوذ لاملونه هم راښكاره كوي او ښايي د شاميانو او امويانو ترمنځ پخوانيو اړيكو،په دې سيمه كې د امويانو حكومت ته سرېزه او مناسبې لارې چارې برابرې كړې وې.

د هاشم واده

“سلمى” د  “عمرو خزرجي” لور، شريفه ښځه وه،چې له مېړه يې طلاق اخستى و او نه يې غوښتل، چې بيا له  چا سره واده وكړي.

 هاشم “شام” ته د راستنېدو پر مهال په “يثرب” كې پاتې شو او پر “سلمى” يې مركه وكړه. د هاشم ستريا،ښه ځواني، شتمني او نومتيا (شهرت) يې د دې لامل شو،چې “سلمى” پر دوو شرطو ورسره واده وكړي، چې يو يې دا و:

د زېږون پر مهال به په خپل ټبر كې يم او د تړون له مخې،چې د زېږون وخت راورسېد؛نو “يثرب” ته راستنه شوه او هلته يې زوى وشو، چې”شيبه” يې پرې نوم كېښود،چې وروسته پر ” عبدالمطلب” مشهور شو، تاريخ پوهانو ددې نوم اېښوونې کيسه داسې ليكلې:

هاشم چې وننګېرل د ژوند د  كتاب پاڼې يې مخ پای ته پر رسېدو دي؛ نو خپل ورور “مطلب” ته يې وويل:(( وروره! خپل مريي شيبه دې در واخله))؛ځکه هاشم په خپل زوى د “عبدالمطلب” نوم اېښې و؛ نو پر همدې نوم مشهور شو.

 په تاريخ كې داسې هم راغلي:يوه ورځ د مكې يو اوسېدونكى د “يثرب” له كوڅو تېرېده،چې يوې ډلې ماشومانو د غشيو لوبه كوله؛نو يو ماشوم، چې لوبه وګټله؛ وويل: د مکې د ښاغلي زوى يم. د مكې اوسېدونكى مخكې ولاړ او ويې پوښت: ته څوك يې؟  ځواب يې واورېد: شيبه د هاشم بن عبدمناف زوى. دا سړى، چې له يثربه مكې ته راستون شو؛ نو د هاشم ورور او د مكې رئيس يې له دې پېښې خبر كړ. تره د خپل وراره په فكر كې شو او “يثرب” ته ورغى. وراره ته يې،چې وليدل،چې بيخي د هاشم په څېر دى. له سترګو يې اوښكې راتويې شوې او په غېږ كې يې ونيو.

 مور يې نه غوښتل چې شيبه له خپل تره سره ولاړ شي؛خو “مطلب” پخه اراده كړې وه، چې له ځان سره يې بوځي،په پای کې “مطلب” خپلې هېلې ته ورسېد او د مور تر اجازې وروسته يې له ځان سره مكې ته راووست.

 په لار كې د “عربستان” سوځنده لمر،د شيبه مخ وسوځاوه او جامې يې په دوړو شوې؛نو چې مكې ته راننوتل،خلكو خيال كاوه،چې دا د مطلب مريي دى او يو بل ته يې ويل، چې دا ځوان د “مطلب” مريى دى.

 سره له دې،چې مطلب به ويل :((دا ځوان مې وراره دى ))؛ خو چا د چا پر خولو برغولى ايښى دى؟، چې بالاخره د “مطلب” وراره پر “عبدالمطلب” مشهور شو.[7]

او كله ويل كېږي؛ځكه ورته “عبدالمطلب” وايي،چې د خپل تره په مينه ناكه غېږ كې وروزل شو او د هغه ځاى له دود سره سم،د روزونكي د درناوي او احترام لپاره يې ورته د هماغه سړي مريى وايه.

عبدالمطلب

“عبدالمطلب” د “هاشم” زوى د  رسول الله (ص) لومړى نيكه دى. د قريشو مشهور ارت لاسى مشر و، چې ټولنيز ژوند يې له حساسو او روښانو ټكيو ډك دى. د مشرۍ  پېښې يې د اسلام په تاريخ پورې اړه لري؛ نو ځكه يې يو څو را اخلو:

شك نه شته،د انسان چې څومره روح غښتلى وي؛نو پر فكر او كړنلار يې اغېز كوي،داسې كسان شته چې په مېړانه د چاپېريال له عواملو سره جنګېدلي او ځان يې له هر ډول ککړتيا خوندي ساتلى دى؛زموږ د خبرو ننګيالى هم د داسې انسانانو بېلګه ده،چې د ژوند په كتاب كې يې ډېرې روښانه پاڼې ليدل كېږي.

 فكر وكړئ،يو سړى چې په داسې ټولنه كې اتيا كاله ژوند وكړي،چې بوت لمانځنه،شراب څښل،سود خوړل، وژنه او فحشا يې د ژوند عادي چارې وي او په خپله يې يو ګوټ شراب هم نه وي څښلي او خلك د وژنې، فحشا او له محارمو سره له واده ژغوري؛نو پوه شئ  دا ډول كسان ډېر لږ پيدا كېږي.

 هو! د اسلام د پېغمبر نيكه بايد داسې سپېڅلى انسان وي. چې په باب يې ويل كېږي،چې په هغه بوت لمانځنې زمانه كې موحد انسان و، چې پر معاد يې  ايمان درلود او تل يې ويل: (( ظالم به په همدې دنيا كې د خپلو كړنو سزا ويني او كه داسې و نه شول؛ نو د قيامت پر ورځ خو يې ويني ويني. )) [8]

“حرب بن اميه” د “عبدالمطلب” خپلوان و،چې په خپله هم د قريشو ستره وګړه وه. په ګاونډ كې يې يو يهودى اوسېده،چې يوه ورځ د “تهامه” په بازار كې غوسه شو او د هغه او “حرب” ترمنځ شخړه شوه او يو بل ته يې ترخې خبرې وكړې او دا شخړه ددې لامل شوه،چې يهودى د حرب په  لمسون ووژل شي.

 “عبدالمطلب”،چې له دې پېښې خبر شو؛نو ورسره يې مړى ژوندى پرېښود او كوښښ يې كاوه،چې له حربه د يهودي د وينې بيه واخلي او د هغه كورنۍ ته يې وركړي.

 دا پېښه راښيي،چې “عبدالمطلب” څومره عادل او د بېوزليو ملاتړ و.

پر خبره ولاړ

سره له دې چې جاهلي عرب په اخلاقي فساد كې ډوب وو؛ خو بيا هم ځينې داسې ځانګړنې يې درلودې،چې د ستاېنې وړ وې؛لكه د تړون ماتول په کې ناوړه كار او ګناه بلل كېده. چې كله به د  عربو له نورو ټبرونو سره ډېر لوى لوى تړونونه کېدل؛ نو تر پايه به پر خپله  خبره ولاړ وو.

“عبدالمطلب” د زمزم چينې د شاوخوا د جوړولو پر مهال وننګېرل، چې د زيات شمېر اولاد د نه درلودو له امله،په قريشو كې کمزورى او بېوسى دى؛ نو نذر يې وكړ، چې كه د اولاد شمېر يې لسو ته ورسېد؛ نو يو به د كعبې مخې ته بلهار كړي؛خو له دې نذره يې څوك خبر نه کړل. ډېر وخت لا نه و تېر،چې د زامنو شمېر يې لسو ته ورسېد او وخت يې رارسېدلى،چې پر خپله خبره ودرېږي.”عبدالمطلب” ته ددې پېښې انځور  خورا ستونزمن و او وېره يې درلوده،چې كه دا كار و نه کړي؛ نو د تړون ماتيو په ډله كې به راشي؛نو ځكه يې دا خبره خپلو زامنو ته وكړه،چې دې كار ته په خپلو زامنوكې پچه واچوي. پچه يې واچوله، چې د “عبدالله” (د  رسول الله (ص) د پلار) په نامه راوخته. “عبدالمطلب” يې بې ځنډه لاس ونيو او د قربانۍ ځاى ته روان شول.

د “قريشو”؛نرو ښځې له دې كاره خبر شول؛خلكو ژړل او هر چا ويل: كاشکې! زه يې ددې ځوان پر ځاى حلال كړى وم.

قريشو مشرانو وويل:((كه كېداى شي پر ځاى يې خپله شتمني قرباني كړو؛نو چمتو يو له خپلې شتمنۍ تېر شو. ))

 “عبدالمطلب” دې سترو احساساتو ته حيران و او چورت وړى و،چې ګنې د تړون ماتيو په ډله كې را نه شي؛خو سره له دې، د چارې د لټون هڅه يې هم كوله.

 په خلكو كې يو تن غږ وكړ: (( ددې ستونزې په باب د عربو له يوه پوه سره سلامشوره وكړئ! كېداى شي ورسره د حل لار وي. ))

د ټبر مشرانو او “عبدالمطلب” ومنله او هغه پوه سړي ته ورغلل، چې په “يثرب” كې اوسېده.

 پوه پالي له هغوى يوه ورځ مهلت وغوښت. بله ورځ چې ورغلل؛نو پالي ورته وويل: د انسان د وينې بيه څومره ده؟ورته وويل شول: لس اوښان. پالي: ولاړ شئ او ددې ځوان او اوښانو ترمنځ پچه واچوئ؛ كه پچه د ځوان په نامه راووته؛ نو د اوښانو شمېر دوه ګرايه كړئ او كه بيا هم پچه دا ځل د ځوان په نامه شوه؛ نو د اوښانو شمېر درې ګرايه كړئ او همداسې پچه اچوئ،څو چې پچه د اوښ په نامه راووځي.

د پالي دې وړانديز د خلكو احساسات كابو كړل؛ځكه په وينو كې پروت د”عبدالله” په څېر د ښکلي ځوان كتل ورته ډېر سخت و او د اوښانو قرباني ورته اسانه وه.

 خلك مكې ته راستانه شول او په جرګه كې يې لس ځله پچه واچوله،چې د اوښانو شمېر سلو ته ورسېد؛نو خلك خوشحاله شول،چې “عبدالله” بچ شو؛خو “عبدالمطلب” راپاڅېد او ويې ويل: له سره پچه واچوئ، څو ډاډ پيدا كړم خداى مې پردې كار راضي دى.

 درې ځل يې پچه واچوله او د اوښ په نامه راووته؛نو “عبدالمطلب” ډاډه شو، چې خداى يې پر كار راضي دى.”عبدالمطلب” امر وکړ، چې له اوښانو مې سل كعبې ته قرباني كړئ. [9]

له  رسول الله (ص) (ص) نه روايت دى:(( زه د دوو تنو  زوى يم، چې پر “ذبح” او حلالو محكوم شوي وو))،چې مطلب يې حضرت “اسماعيل”  عليه السلام او  حضرت “عبدالله” دى.

د عام الفيل پېښه

په قرآن شريف كې د “اصحاب فيل” پېښه په لنډو راغلې ده. تاريخ د دې پېښې لامل داسې ليكي:

د “يمن”  چارواكي “ذونواس”،چې د خپلې واکمنۍ بنسټونه غښتلي كړل؛نو په يوه سفر كې له يثربه، چې په هغه وخت كې يې ښه ديني موقعيت درلود تېرېده.يهوديان راټول شوي وو او په دې ښار كې يې زيات عبادت ځايونه جوړ كړي وو.

 وخت او موقعيت پېژاندي يهودي،دې چارواكي ته تود ښه راغلاست ووايه او خپل دين ته يې راوباله،چې په ملاتړ کې يې ځان د بوت لمانځيو عربو او مسيحيانو له بريدونو وژغوري.

 د يهودانو تبليغاتو پر ذونواس اغېز وكړ او د يهوديت دين يې ومانه او ذونواس هم د يهودو په پرمختګ كې خورا زيار واېست. ځينو نورو هم له وېرې د يهوديت دين ومانه او چا چې ورسره مخالفت كاوه؛نو  ډېره جزا يې وركوله؛خو د “نجران” خلكو چې له پخوا  يې د “مسيحيت” دين منلى و، په هېڅ قيمت حاضر نه شول خپل دين پرېږدي او يهوديت ومني. د نجران د خلكو سرغړونه د “يمن” پر واكمن بده ولګېده او په لوى لښكر يې د نجران د ياغيانو د ځپلو هوډ وكړ. د لښكر بولندوى د نجران د ښار غاړې ته غونډ جوړ كړ او د لوى خندق تر كنلو وروسته يې پکې اور بل كړ او مخالفين يې په سوځولو وګواښل. د نجران مېړنيو خلك، چې د “مسيحيت” دين يې د زړه له كومې منلى و،و نه  وېرېدل او مرګ او سوځېدل يې ومنل؛ خو يهوديت يې و نه مانه. پايله دا شوه، چې بدنونه يې په اور كې جوغدي شول. [10]

دا پېښه په قرآن شريف كې د اصحاب الاخدود” په نامه د بروج په (4-8) آيتونو كې راغلې ده.

“ابن اثير جزري”؛اسلامي تاريخپوه ليكي: له دې پېښې د نجران يو اوسېدونكى د “دوس” په نامه “د روم قيصر” ته چې د “مسيحيت” ټينګ پلوى و وروتښتېد، نجراني ترې وغوښتل،چې دې خونړى انسان نه د خپلو کړنو سزا ورکړي او په سيمه كې د “مسيحيت” د دين بيرغ بيا ورپوي.

د روم واكمن پر پېښه خواشيني څرګنده كړه او نجراني ته يې داسې ځواب وركړ:(( دا،چې د واكمنۍ مركز مې ستاسې له سيمې لرې پروت دى؛ نو زه به داسې وكړم، چې د “حبشې” واكمن؛ “نجاشي”،ته به ليک وليكم، چې ددې دردوونكې پېښې غچ واخلي. ))

 “نجراني” د “روم” له واكمنه ليك واخست او په بيړه يې ځان “نجاشي” ته ورساوه او کيسه يې ورته وكړه.

 د حبشې د واكمن په رګونو كې د غيرت وينې په خوټېدو شوې او اويا زره كسيز لښكر يې د حبشي د بولندوى؛ “ابرهه الاشرم” په مشرۍ “يمن”  ته ولېږه. د حبشې منظم لښكر د سمندر له لارې د “يمن”  په سواحلو كې واړول. ذونواس چې څومره هڅې وكړې خلك او ټبرونه مبارزې ته راوهڅوي؛خو چا مثبت ځواب ور نه کړ،چې بالاخره يې په يوه كوچني بريد حكومت راوپرځېد او د “يمن”  اباد هېواد د حبشې تر واكمنۍ لاندې راغى او د لښكر بولندوى “ابرهه” د حبشې د واكمن له لوري والي وټاكل شو.

“ابرهه” د خپل بري او غچ په نشه كې ډوب و او له شهوت پالۍ يې يوه شېبه هم لاس وا نه خست او د حبشې د پاچا د خوشحالۍ لپاره يې په “صاف” كې لويه “كليسا” جوړه كړه، چې په خپل وخت كې يې سارى نه درلود،بيا يې ليك نجاشي ته وليكه: د كليسا د جوړېدو كار بشپړېدونکى دى،په پام كې لرم د “يمن”  خلك د كعبې له زيارته منع كړم، چې همدا كليسا د ټولو زيارت شي.

 ددې ليك مضمون پر خلكو ناوړه اغېز وكړ، تردې چې يو شپه د “بني افقم” د ټبر يوې ښځې په دې  كليسا كې متيازې وكړې او په دې  كار يې حکومت ته خپله غوسه وښووه، چې دې كار حكومت ډېر غوسه كړ. بل خوا څومره به چې دوى په خپلې كليسا کې ګوتې وهلې،چې ښکلې يې كړي،هومره به له کعبې سره د خلكو مينه  نوره هم زياتېده. دې چارو “ابرهه” دې ته اړ كړ،چې كعبه ړنګه کړي. په همدې موخه يې يو لښكر چمتو كړ د لښكر مخې به “فيلانو” روان وو، چې د “ابراهيم خليل الله” په لاس جوړه شوې كعبه ورانه کړي.

 عربو مشرانو حالات نازك وليدل او يقين يې وكړ،چې د عربو خپلواكي او شخصيت په زوال كې دى؛خو د “ابرهه” تېرو بريو هغوى له هر ډول ګټور هوډه بيوسې كړي وو؛خو سره له دې،ځينې غيرتمن وګړي او ټبرو د “ابرهه” پر وړاندې ودرېدل او په مېړانه وجنګېدل،چې يو ترې “ذونفر” و، چې د “يمن”  له مخورو و او خلكو ته يې وويل :د کعبې دفاع وكړئ ؛خو ډېر وخت تېر نه شو،چې د “ابرهه” پاڅونونه يې له ماتې سره مخ كړل.

 تر هغوى وروسته “نفيل بن حبيب” سخته مبارزه پېل كړه؛ خو ماتې يې وخوړه او په خپله نفيل د “ابرهه” له لښكر سره اسير شو او نفيل له “ابرهه” بښنه وغوښته؛خو “ابرهه” ورته وويل: په يوه شرط دې بښم،چې موږ ته د کعبې لار وښيي. نفيل د “ابرهه” لښكر تر “طايف” پورې را و رساوه او بيا يې دا دنده خپل ملګري “ايورغال” ته  وسپارله.

 ايورغال لښكر ته د “مغمس” تر سيمې پورې ، چې مکې ته نږدې و لارښوونه وكړه. د “ابرهه” لښكر هلته ځاى پر ځاى شو او د پخواني دود له مخې، “ابرهه” خپل بولندوى ته دنده وركړه،چې د خلكو مالونه او اوښان لوټ كړي، چې په لوټ شويو اوښانو كې 260 اوښان د “عبدالمطلب” هم وو. بيا “ابرهه” خپل يو بل بولندوى “حناطه” ته دنده وركړه،چې د قريشو له  مشرانو سره خبرې اترې وكړې  و يې ويل: د کعبې ويجاړه شوې منظره مې په ذهن كې انځور شوې ده.

ښكاره ده، چې “قريش” به په پېل كې څه مقاومت وښيي؛خو چې وينه يې تويه نه شي؛ نو نېغ به مکې ته ولاړ شي او مشر ته به يې ځان ورسوي او ورته وبه وايي: موخه مې د كعبې ويجاړول دي او كه قريشو مقاومت ونه کړ؛ نو هېڅ ډول  تېرى به پرې ونه شي.

 د “ابرهه” استازى مكې  ته راننووت، چې په دې  باب خبرې اترې وكړي ؛ ګوري چې د قريشو ډلې په هر ګوټ او كونج كې ناستې دي؛ نو استازي د كعبې د مشر پوښتنه يې وكړه؛ نو د “عبدالمطلب” كور ته يې بوت.

 “عبدالمطلب” د “ابرهه” د پيغام په اورېدو وويل: موږ به هېڅكله دفاع ونه کړو! كعبه د خداى كور دى. هغه كور،چې “ابراهيم خليل الله” جوړ كړى دى. د خداى چې څه خوښه وي، هماغسې به وكړي.

 د “ابرهه” د بولندوى د “عبدالمطلب” نرم او سوله ييز منطق چې له قوي ايمانه يې سرچينه اخستې وه خوښ نه شو او له “عبدالمطلب” نه يې وغوښتل، چې ورسره د “ابرهه” د لښكر غونډ ته ولاړ شي.

“عبدالمطلب” له څو زامنو سره د “ابرهه” غونډ ته ولاړ. د قريشو د مشر متانت،وقار او ستروالى ددې لامل شو،چې “ابرهه” له خپل تخته راكوز شي،د “عبدالمطلب” لاس يې ونيو او له ځان سره يې پر تخت كېناوه او بيا يې پر درناوي د ژباړن په خوله عبدالمطلب وپوښت: څنګه راغلى يې او څه غواړې؟

“عبدالمطلب” : زه په مالونو او اوښانو پسې راغلى يم، چې 260 اوښان پکې زما دي. زه له تاسې هيله كوم،چې هغه خپلو مالكانو ته وركړې.

“ابرهه”:د څېرې رڼا دې راته د دنيا هومره ستره ده؛خو ستا دې وړې غوښتنې زما  په نظر ستا ستروالى راټيټ كړ! زه خو دلته ستا د نيكونو د معبد ورانولو ته راغلى يم او تمه مې درلوده،چې د كعبې خبره به رامنځ ته كړې،چې ما له دې كاره، چې ستاسې سياسي او ديني استقلال ته يو ګوزار دى؛ستون کړى بيخي مي توقع نه درلوده،چې ته به د څو بې ارزښته څيزونو شفاعت ته راغلى يې.

 “عبدالمطلب” : زه ددې اوښانو خاوند يم او هغه كور هم خپل خاوند لري او د هر ډول بريده مخنيوى به يې وكړي.

 “ابرهه” ددې خبرې په اورېدو سر وخوځاوه  او په غرور يې وويل: په دې  لار كې څوك نه وينم،چې مخنيوى مې وكړي. بيا يې امر وكړ، چې لوټ شوي مالونه يې بېرته وركړي.”قريش” په بې صبرۍ په تمه وو، چې “عبدالمطلب” راشي او خلك له دښمن سره له خبرو اترو خبر كړي. “عبدالمطلب” د قريشو مخورو ته وويل: څومره ژر مو چې له لاسه كېږي،ځانونه او مالونه مو درو او غرو ته ورسوئ،چې له زيانه خوندي شئ. څو شېبې وروسته خلكو خپل كورونه پرېښوول او غرونو ته ولاړل.په غرونو كې د ماشومانو او ښځو ژړاګانو او د څارويو غږونو انګازې كولې. “عبدالمطلب” په هماغه تپه تياره كې له څو قريشو سره له غره راكوز شو او ځانونه يې كعبې ته ورسول. حال دا چې د “عبدالمطلب” اوښكې بهېدې او په دردمن زړه يې د كعبې كړۍ په لاس كې ونيوه او له خپل خداى سره يې داسې خواله وكړه :

خدايه!  بې تا يې له شره د خونديتوب بله هيله نه لرو.خدايه! هغوى له خپل حريمه لرې كړه. د كعبې دښمن ستا دښمن دى. خدايه! پرې يې نه ږدې چې كور دې خراب كړي. خدايه! بنده دې د خپل كور دفاع كوي؛نو ته دې هم د خپل كور دفاع وكړه. خدايه! داسې ورځ مه راولې، چې صليب يې برلاسى شي.

 بيا يې د كعبې كړۍ پرېښووه او غره ته ولاړ،چې له هغه ځايه ننداره وكړي، چې څه به كېږي.

سبا،چې “ابرهه” او لښكر يې د مکې پر لور را روان و؛ نو د سمندر له لوري ډلې ډلې مرغۍ راښكاره شوې،چې په خولو او پښو كې يې واړه واړه كاڼي وو.د مرغيو سيوري د “ابرهه” پر لښكر اسمان تياره كړ. دې مرغيو د خداى په امر د “ابرهه” پر لښكر دكاڼو باران راکوز كړ، چې سرونه يې ورمات كړل او د بدنو غوښې يې توې شوې. يو كاڼى د “ابرهه” پر سر هم ولګېد.رپ او وېره پرې راغله او يقين يې وكړ، چې د خداى عذاب پرې نازل شوى دى. لښكر ته يې وليدل،چې د شوې د پاڼو په څېر پر ځمكه رژېدلى پروت دى او هغوى،چې روغ پاتې وو، ورته يې وويل: د ستنېدو تيارى ونيسئ او په بيړه د “صفا” پر لور روان شول، ان په خپله “ابرهه”، چې صفا ته ورسېد؛نو غوښې يې توې شوې او په عجيبه وضع ومړ.

دا كيسه خداى تعالى په قرآن كريم كې داسې راوړې ده:

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ =آيا و دې نه ليدل،چې پالونكي دې له فيل سپرو [= د “ابرهه” لښكر چې د كعبې ويجاړولو ته راغلى و] سره څه وكړل؟!

أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ= آيا د هغوى دسيسه يې شنډه نه کړه؟!

وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ = او ډلې ډلې مرغان يې پرې ولېږل،

تَرْمِيهِم بِحِجَارَةٍ مِّن سِجِّيلٍ= چې د پخې خټې په کاڼو يې وولي؛

فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَّأْكُولٍ= نو (په پاى كې، خداى) هغوى د ژووليو وښو په څېر وګرځول. [11]

د “ابرهه”  تر ماتې  وروسته

د “ابرهه” وژل كېدل،د كعبې او مكې خلك د نورو عربو په نظر ستر كړل؛نور چا جرات نه درلود د قريشو پر سيمه بريد وكړي يا يې وځوروي او په مغزو كې يې د كعبې د ورانولو فكر وګرځي.

 عمومي افكارو داسې ورمندون كاوه: خداى د خپل كور او د قريشو د احترام او عظمت له امله دښمن وځاپه او ډېرو لږو داسې فكر كاوه، چې دا كار د کعبې ساتنې ته شوى دى او په دې امر كې د قريشو سترتيا او کوچنى والى ونډه نه لري او ګواه يې دا خبره ده،چې پر قريشو ډېرو واكمنو بريدونه کړي؛خو داسې كانه پرې نه وه شوې.

دې اسان او بې وينې توييدنې بري د قريشو په فكر او زړه كې نوي فكرونه پيدا كړل؛غره شول او نورو ته په محدوديتونو قايل شول؛ځكه  فكر يې كاوه په عربو كې غوره دي او انګېرله يې،چې يوازې دوى د 360  بوتانو د ملاتړ خاوندان دي. همدا وو،چې مزې چړچې او فحشا يې لا نوره هم ډېره كړه.

 ګروهن وو، چې خوږ ژوند يې ددې بوتانو پايله ده، چې نور عرب يې بې له دوى ذليل او خوار كړي دي.

دې ټولو افكارو او كړنو د “نړيوال مصلح” او “سمونپال” راښکاره کېدو ته شرايط چمتو كړي وو.

“ورقه بن نوفل” د ژوند په وروستيو كې مسيحي شوى و او د “انجيل” له مخې يې،چې د خداى او د  رسول الله (ص) په باب خبره كوله؛نو د مكې فرعون “ابوسفيان” به ورته تريو تندى نيوه او په غوسه كېده

 “ابوسفيان” به ويل: موږ داسې خداى او پېغمبر ته نه يو؛ځكه د بوتانو له لورنو او ملاتړه برخمن يو.

عبدالله

يوه ورځ “عبدالمطلب”،د خپل څلرويشت کلن زوى (عبدالله) ژوند د سلو اوښانو په وركولو بېرته واخست. دا پېښه ددې لامل شوه، چې “عبدالله” پر قريشو سربېره،په خپلې كورنۍ كې هم د ځانګړي مقام خاوند شي؛ځكه كوم څيز چې ګران او په سختۍ لاس ته راشي؛نو ورسره زياته مينه كېږي؛ ځكه نو”عبدالله” په خپل ټبر،كورنۍ او خپلوانو كې ځانګړى احترام درلود.

هغه ورځ،چې “عبدالله” له خپل پلار سره د قربانۍ د ځاى پر لور روان  و؛ نو له متضادو احساساتو سره مخ شو.پلار ته د درناوي حس پرې واكمن و؛ نو ځكه يې بې له تسليمه بله هېڅ چاره نه درلوده؛خو بلخوا د تقدير لاسونو غوښتل د ژوند د پسرلي ګلونه يې د مني د ګلونو په څېر مړاوي نه کړي. د احساساتو او غمونو څپې يې په زړه كې څپاندې شوې. هماغسې چې په خپله “عبدالمطلب” د دوو ځواکونو؛يعنې ايمان او عاطفې ترمنځ راګېر شوى و او دې پېښې په دواړو كې د خپګان څپه راپورته كړې و؛ خو ستونزه داسې هواره شوه،چې وويل شوه. “عبدالمطلب” ته سوچ ورغى، چې د “عبدالله” خپګان له “آمنې” بي بي سره په واده جبران كړي؛ نو چې “عبدالمطلب” د قربانۍ له ځايه راستون شو؛ نو نېغ  د “وهب  بن عبد مناف بن زهره” كور ته ولاړ او د هغه پر لور”آمنه” يې، چې په پاكلمنۍ او عفت  مشهوره  وه مرکه وکړه او خپل زوى ته يې نكاح كړه او په هماغه مجلس كې يې پر “لاله” ځان ته، چې د “آمنې” د تره لور وه مرکه وکړه او “حمزه” [د  رسول الله (ص) تره] ترې وزېږېد.

په يثرب كې د عبدالله مرګ

“عبدالله” تر واده وروسته د رڼا ژوند پېل كړ او د ژوند تياره يې په آمنې بي بي رڼا كړه او څه موده وروسته يې سوداګري پېل كړه. له يوه كاروان سره “شام” ته روان شو. دا مهال آمنه بي بي دوه ځانې وه. څو مياشتې وروسته د كاروان د راتلو خبر راورسېد. ځينې استقبال ته بهر وتلي وو. د “عبدالله” بوډا پلار په تمه و او د نږور سترګو يې هم،”عبدالله” په كاروان كې لټاوه. له بده مرغه “عبدالله” پکې نه و او په پوښتنه پوه شول،چې “عبدالله” په راستنېدو كې ناروغ او د خپلوانو كره پاتې شوى دى. دې خبر سخر او نږور ډېر خپه كړل او ويې ژړل.

 “عبدالمطلب” ورپسې خپل مشر زوى (حارث) ولېږه،چې له ځان سره يې راولي،چې مدېنې ته ورسېد؛نو خبر يې كړ،چې “عبدالله” د كاروان تر تلو يوه مياشت وروسته،د ناروغۍ له امله مړ شوى دى. حارث راستون شو او خپل پلار او ورندار يې له دې پېښې خبر كړل. له “عبدالله” يوه رمه، يوه مينځه “ام ايمن” او پينځه اوښان پاتې وو. [12]

[1] (توبه/۱۲۸)

[2] . كامل ابن اثير 2ټوک/ 1 او 21

[3]. سيره حلبي، لومړى ټوك/ 26

[4] . ابن اثير 2ټوك/ 21-25

[5] . تاريخ طبرى، 2ټوك/ 13

[6] . كامل ابن اثير 2ج، 6 او تاريخ طبرى 2ج\ 8-9 ، سره حلبي 1ج\8

[7] . كامل ابن اثير 2ج، 6 او تاريخ طبرى 2ج\ 8-9 ، سره حلبي 1ج\8

[8] . سيره حلبى 1ج/4

[9] . سيره ابن هشام 1ج/ 153 او بحار الانور 16ج/ 9-74

[10] . كامل، 1ج/253

[11] . مجمع البيان 5ج/ 464-466

[12]. سيره ابن هشام، لومړى ټوك/ 43-62،كامل/ لومړى/ 260-263،بحار 15ټوك/ 130-146

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!