تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د رسول اکرم (ص) ژوند لیک مخينې تر رسالت مخکې د آنحضرت مخینې څه وې؟ د نړۍ په ټولو پېغمبرانو کې آنحضرت دی،چې پوره څرګند تاریخ لري . په مخینو کې يې تر ټولو څرګنده داده،چې آنحضرت نالوستى-امّي و؛يعنې ښوونځي ته نه و تللی،چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د رسول اکرم (ص) ژوند لیک

مخينې

تر رسالت مخکې د آنحضرت مخینې څه وې؟ د نړۍ په ټولو پېغمبرانو کې آنحضرت دی،چې پوره څرګند تاریخ لري . په مخینو کې يې تر ټولو څرګنده داده،چې آنحضرت نالوستى-امّي و؛يعنې ښوونځي ته نه و تللی،چې په قرآن کې هم دا ټکی راغلی دی . د هغې سیمې زیاتره خلک په هغه وخت کې نالوستي ول .

بل دا چې تر بعثت مخکې په څلویښت کالو کې يې کله هم بوت ته سجده نه دی کړی او د هغه وخت ټول چاپېریال یوازې بوت پالى و. که څه  لږ خلک ول،(چې په حنفاوو یادېدل) دوی هم بوتانو ته سجده نه کوله؛خو نه داچې دا ناسم دود يې د عمر له پیله تر پايه کړی وي؛بلکې بیا په دې فکر کې شول،چې دا غلط کار دی او بوتانو ته يې شا کړه او ځینې پکې مسیحیان شول؛ خو آنحضرت په ټول عمر کې له ماشومتوبه تر اخره بوت ته سجده نه ده کړې. دا د آنحضرت له ځانګړنو دي .که د کوم بوت پر وړاندې يې کوچنۍ تواضع هم کړې وای؛نو په هغه پېر کې،چې له بوتانو سره يې مبارزه کوله؛نو ورته به ویل شوي وای : ته هماغه نه يې،چې یوه ورځ دلته راغلې او د “لات” او “هُبل” پر وړاندې دې سر ټيټ کړ.

نه یوازې داچې آنحضرت بوت ته سجده ونه کړه؛بلکې د ماشومتوب او ځوانۍ په ټول پېر کې،چې مکه د لهو و لعب- چټیاتو ښار و؛خو آنحضرت پرې ککړ نه شو.

له زوکړې تر مړينې يې بې له “الله” تعالى د بل چا عبادت نه دى كړى. روزونكي يې “عبدالمطلب” او “ابوطالب” ټول موحدين وو. په ياد به مو وي،چې د “ابرهه” د فيلانو د بريد پر مهال،”عبدالمطلب” د كعبې كړۍ ونيوه  او د موحد په څېر يې له خپل خداى سره مناجات وكړ چې: (( خدايه! بې له تا هيچا ته هيله من نه يم.)) دغسې،”ابوطالب” به د سوکړې او وچكالۍ پر مهال خپل وراره “مصلى” ته بېوه او د هغه په مقام او منزلت به يې خداى ته قسم وركاوه،چې باران ووروي. په دې  باب “ابوطالب” مشهور  شعرونه لري،چې د تاريخ په کتابو كې راغلي دي.

 ان په خپله  رسول الله (ص) له “بحيرا” (بصري راهب) سره په كتنه كې له بوتانو كركه څرګنده كړه. هلته چې راهب حضرت “محمد” ته وويل: ستا دې پر “لات او عزى” قسم وي،چې څه درنه پوښتم،ځواب يې راكړه؛نو حضرت “محمد” په غوسه شو  و يې ويل: ما ته پر “لات” و “عزى” قسم مه راكوه،چې له عبادته يې كركجن يم.

 بيا ورته راهب وويل: نو! ستا دې پر خداى قسم وي. څه چې درنه پوښتم،ځواب يې راكړه،چې ويې ويل: سمه ده وپوښته.[1]

دا ټولې پېښې ګواه دى،چې رسول اکرم او د “عبدالمطلب” كورنۍ موحدين وو او ددې خبرې تر ټول ستر ګواه  له بعثته مخکې د  رسول الله (ص) اعتكاف دى.

 تاريخپوهان يوه خوله دي،چې حضرت “محمد” به په كال كې څو مياشتې په “حرا” غار كې عبادت كاوه او كور ته به چې رانغى؛نو حضرت خديجې به په ډاډ ويل،چې په حرا غار كې دى او چې څوك به يې ورپسې لېږه؛نو د عبادت پر حال يې ليده.

 په دې باب حضرت علي (ک) وايي:  رسول الله (ص) هر كال د حرا غار ته ته او بې له ما به بل چا نه ليده. [2] ان  رسول الله (ص) هغه ورځ،چې پر پېغمبرۍ مبعوث شو؛په حرا غار كې پر عبادت بوخت و.

 حضرت علي (ک) د  رسول الله (ص) د ژوند ددې برخې په باب وايي: حضرت “محمد”(ص)،چې له تي غوڅ شو؛نو خداى يې روزنې ته پرښته وټاكله چې شپه و ورځ يې ورته ښه خويونه ورښوول. [3]

حضرت “محمد” مخکې له دې، چې پېغمبر شي،د دوو څيزونو په باب زيات فكر كاوه:

 لومړى:د ځمكې او اسمانو په ملكوت كې په فكر بوخت و. د خداى په هر مخلوق كې يې د خداى رڼا،ځواک او علم ليده او له دې لارې يې ځان ته د غيبو پر لور دريمڅې پرانستې.

دويم:د هغې درندې دندې په باب،چې پر اوږو يې اېښوول كېږي. د هغه وخت په فساد كې د ډوبې ټولنې سمون يې، په نظر ناشونى كار نه و؛خو زياتې هڅې يې غوښتې. د ټولنې فسادونه يې،چې ليدل؛نو سمون ته يې په فكر كې ډوب و،چې خلكو به بوتانو ته عبادت كاوه؛نو ډېر به خواشينى كېده او څو پر ضد مبارزې ته يې ګومارل شوى نه و؛نو خلكو ته يې څه نه ويل.

 مکې دوه ځانګړنې درلودې : یو دا چې د عربستان د بوت پالۍ مرکز و او بل دا چې د سوداګرۍ مرکز و او د عربو شتمن په مکه کې مېشت ول او د عربو مریان وال هم په مکه کې ول . دوی مریان او وینځې پلورلې او په پایله کې د شتمنو د مزو چړچو ځای هم و. ډول ډول لهو لعب،چټیات، شرابونه ، سازونه او نڅا پکې کېدې . له روم( له شام او سوریه څخه) به يې ښکلې وینځې پېرلې او په مکه کې به يې د مزوچړچو خونې جوړولې،چې له دې لارې عشرت کدو به يې مالي ګټنه کوله او قرآن پردې چار په سخته نیوکه کوي :

 ((او خپلې وينځې چې پخپله پاك لمني غواړي؛ نو د دنيوي ګټو لپاره يې زنا ته مه اړ باسئ او څوك چې هغوى (زنا ته) اړ باسي؛نو تردې اړ ايستنې وروسته خداى د اړشويو خلكو لپاره ښه بښونكى (او) مهربان دى.[4] ))

دې کمبختو وینځو غوښتل پاکلمنې وسي؛خو دوی به زنا ته اړ ایستې او پيسې يې پرې اخستې. د مکې کورونه په دوو برخو کې ول،د ښار په لاندې او پورته برخو کې . پورته يې شتمن او لاندې يې نشتمن اوسېدل . د شتمنو په کورنو کې تل سازونه،سندرې او شرابونه ول . رسول اکرم پخپل ټول عمر کې کله هم په دې ناستو کې ګډون نه دی کړی.

د رسالت تر پېر مخکې آنحضرت،په رښتینولۍ، امانت، عقل، پوهې او هوښیارۍ مشهور و. “محمد امین” يې ورته وایه . خلکو يې په رښتینولۍ او امانت خورا ډاډ درلود.په ډېری کارونو کې يې په عقل ډډه وهله .عقل،رښتینولي او امانت هغه صفتونه دي،چې آنحضرت پرې خورا مشهور و،داسې،چې د رسالت په وخت کې  يې ويل : ((تر اوسه مو له ما کومه غلطه خبره اورېدلې ده؟)) ټولو ویل : نه! موږ دې په رښتینولۍ او امانت پېژنو.

له هغو بهیرونو،چې د آنحضرت عقل،پوهه او هوښیاري ښيي دا ده،چې کله يې کعبه ورانه کړه (او دېوالونه يې ونړول)،چې بیا يې جوړه کړي؛نو “حجرالاسود” يې هم هاخوا کړه،چې بیا يې ایښووله؛نو یو ټبر ویل،چې زه يې ږدم او بل ویل زه يې ږدم او نږدې وه،چې سره لاس او ګرېوان شي . آنحضرت راغی او دا کړکېچ او اړپېچ يې ډېر ساده هوار کړ. دا پېښه ډېر مشهوره ده.

د رسالت تر پېر مخکې بله مسئله يې د الهي تاییداتو ننګېرنه دی . رسول اکرم وروسته بیا د رسالت په پېر کې د خپل ماشومتوب په هکله وویل: (( ما يې په چارو کې ګډون نه کاوه او ننګېرل مې چې یوه غیبي لاس مې تاييدوي .))

 آنحضرت  وايي:(( اوه کلن وم،”عبدالله بن جدعان” د مکې شتمن و او ماڼۍ يې جوړوله، د مکې هلکانو به د شوق لپاره ورسره مرسته کوله او تېږې يې ورته راړوې . ما هم دا کار کاوه،هغوی په لمنو کې تېږې چلولې،دا چې پرتګونه يې نه ول؛نو عورت يې ښکارېده.زه هم ولاړم او په لمن کې مې تېږې واچولې،داسې مې احساس کړه،چې یو لاس راغى او زما له لاسونو يې لمن خوشې کړه،حس مې کړل،چې دا کار دې ونه کړم،سره له دې،چې اوه کلن هم اوم.)) امام باقر(رح) په یوه روایت کې او همداراز حضرت علي (ک) هم دا مطلب په نهج البلاغه کې پوره تاييدوي .

 امام باقر (رح) وايي : (( له ماشومتوبه ورسره الهي پرښتې وې .))

 رسول اکرم وايي : ((ما به کله سلام اورېده،چې راته وايي، السلام علیک یا محمد! خو څوک به مې نه لیدل . کله به مې له ځان سره فکر کاوه،چې ښايي،دا تېږه یا ونه ده،چې راباندې سلام اچوي،بیا پوه شوم،چې الهي پرښته وه،چې راباندې سلام اچوي .))

تر رسالت مخکې د آنحضرت له پېښو ځنې دا هم دي،چې متکلمین ورته “ارهاصات”وايي، چې د پرښتو همدا داستان هم له دې ارهاصاتو ګڼل کېږي . رسالت ته په نږدې شپو او ورځو کې به آنحضرت څه هېښنده خوبونه لیدل . رسول اکرم وايي : ((ياتى مثل فلق الصبح= ما د ګهیځ په شان څرګند خوبونه لیدل .))

ځینې خوبونه هماغه وحې او الهام دی؛خو نه هر خوب،چې له کينو،خیالاتو او مخکېنیو وهمونو راټوکېدلی وي . تر رسالت مخکې،چې آنحضرت وحې او الهام ته کوم لومړني پړاونه تېرول؛نو هغه د خوبونو لیدل ول،چې د آنحضرت د خپل تعبیر له مخې به لکه د روڼ سهار په شان راښکاره کېدل .

کله خوب انسان ته څرګند نه وي او ګډوډ وي او کله څرګنده وي؛خو تعبیر يې رښتینى نه وي؛خو کله خوب خورا روښانه وي او هیڅ ګډوډي او ابهام پکې نه وي او بیا يې تعبیر هم خورا څرګند وي .

د آنحضرت بله مخينه دا وه چې تر پينځه وىشت کلنۍ دوه ځل له عربستانه بهر پر سفر تللی دی.

رسول اکرم نشتمن و،څه يې نه درلودل،یا په اصطلاح شتمن نه و. هم پلارمړی و  او هم نشتمن او هم یوازې پلار مړی و؛یعنې موروپلار دواړه يې مړه شوي ول . شتمن نه و؛ځکه خپله يې کار او ژوند کاوه او یوازې و. انسان،چې دداسې اروا څښتنېږي او د فکر، احساساتو، مانیزو او اروا داسې پړاو ته رسي،چې د خپل وخت له خلکو سره تجانس نه لري او یوازې پاتې کېږي. اروايي یوازېتوب تر جسمي یوازیتوبه سل په سلو کې لوړ دی .که څه  دا مثال ډېر روښانه نه دی؛ خو د ساري په ډول : تاسې،یو ایمانوال او علمي شخصيت،بې ایمانه او ناپوهه خلکو ته یوسئ،که څه  دا خلک يې خپلوان،ورونه یا موروپلار هم وي؛خو دا عالم به پکې یوازې وي؛يعنې جسمي پیوند نشي کړای ورسره يې یو ځای کړي . د اروا له اړخه هغه په یو ځای کې دي او دا خلک په بل ځای کې . وايي : که ناپوه له پوهه وحشت لري؛نو پوه سل ګرایه له ناپوهه کرکجن وي .

آنحضرت په خپل قوم کې یوازې و او هم آندي يې نه درلودل. تر دېرش کلنۍ وروسته،حال دا چې له خدیجې بي بي سره يې واده کړی؛نو دوه کلن علي خپل کور ته راوړي، څو په رسالت مبعوثېږي؛نو تر هغه دا ماشوم ورسره دی(؛ یعنې د حضرت علي (ک) تر دولس کلنۍ پورې)؛یعنې د مکې په دې ټولو خلکو کې یوازې همدا ماشوم دی،چې د آنحضرت د هم اندۍ او هم اروايۍ وړتیا يې پر برخه ده. خپله حضرت علي (ک) نقلوي : ماشوم وم او آنحضرت به چې مخ پر بېديا کېده؛نو زه يې پر خپلو اوږو کېنولم او له ځان سره يې بوتم.

په پینځه ویشت کلنۍ کې معناً خدیجه بي بي پرې مارکه کوي . که څه  سړی باید مارکه وکړي؛خو دا مېرمن د آنحضرت په خوی،مانیزتوب او ښکلا پسې لېونۍ وه. دا مېرمن ځینې وګړي دې ته راهڅوي،چې  ويې هڅوﺉ،چې مارکه راباندې وکړي. دا خلک آنحضرت ته راځي او آنحضرت ورته وايي : “هیڅ هم نه لرم”، دوی ورته وویل : ته د دې څیزونو غم مه کوه، آنحضرت يې پوه کړ،کومه خدیجه،چې ته یادوې،چې شتمنو پرې مارکې کړي؛نو هغې نه دي منلي،چې په پای کې مارکه او واده ترسره کېږي .

تر هغې ورځې د حضرت “محمد” اقتصادي وضع لا دومره ښه شوې نه وه او د خپل تره “ابوطالب” مالي مرستو ته اړ و او له اقتصادي پلوه پرځان ډاډه نه و،چې واده وكړي؛خو “شام” ته د حضرت خديجې د وكيل په توګه سوداګريز سفر د هغه اقتصادي وضع جوته كړه. حضرت خديجې ته حضرت “محمد”(ص) د كارپوهۍ او مېړانې له امله ډېر ګران و؛نو ځكه پر تړون سربېره، يې څه زياتې پېسې انعام وركړې؛خو د قريشو دې ځوان يوازې د خپل تړون پېسې واخستې او د انعام پېسې يې و نه منلې او د “ابوطالب” كور ته روان شو او څه،چې يې ګټلي وو،په دواړو لاسو يې “ابوطالب” ته ډالۍ كړل.

د سترګې پر لار تره سترګو ته يې په ليدو د خوشحالۍ اوښكې راغلې؛ځكه وراره يې نور په خپلو پښو درېدلى دى، بيا يې دوه اسونه او دوه اوښان وركړل،چې سوداګرۍ ته دوام وركړي او حضرت “محمد”، “ابوطالب” ته ګټلې پېسې وركړې،چې واده ورته وكړي.

 حضرت “محمد”(ص) هوډ وکړ، چې خپل كور اباد كړي؛خو څنګه وشو،چې حضرت خديجې له دې مخکې د ډېرو شتمنو “عقبه بن ابي معيط” “ابوجهل” او “ابوسفيان” مركې نه وې منلې او بيا يې ترمنځ دومره الفت پيدا شو،چې حضرت خديجې خپله ټوله شتمني د خداى په لار كې ولګوله.كور يې،چې د وخت تر ټولو کورونو مجهز او ښکلى و،د مسلمانانو مركز شو. ددې پېښو ريښه بايد د حضرت خديجې د ژوند په تاريخ كې ولټوو؛ خو څه چې ترې انكار كېداى نه شي دا دي، چې: داسې ځان تېرېدنه كه په معنوياتو كې ريښه و نه لري ؛ نو ډېر ژر له منځه ځي.

 تاريخ ګواه دى،چې دا واده د حضرت خديجې له ايمان، تقوا، پاكلمنۍ او امانت ساتنې راولاړ شوى و، چې سند يې هغه روايتونه دي، چې د حضرت خديجې د فضيلت په باب راغلي دي.

 حضرت خديجه پاكلمنه ښځه وه،چې د ايمانوال مېړه په لټه كې وه؛نو ځكه يې  رسول الله (ص) په اړه وايي: “حضرت خديجه د جنت له ارزښتمنو ښځو ده”.

 له ښځو لومړنۍ، چې پر حضرت “محمد” (ص) يې ايمان راووړ، حضرت خديجه وه.

حضرت علي (ک) په يوه خطبه كې وايي: يوه مسلمانه كورنۍ هم نه وه؛ خو يوازې د “محمد” او خديجې كورنۍ وه، چې درېيم يې زه وم.

“ابن اثير” ليكې: “عفيف” نومې سوداګر “مسجدالحرام” ته راننووت، چې د درې کسيزې ټولنې عبادت خورا حيران كړ. و يې ليدل، چې  رسول الله (ص) له حضرت خديجې او علي سره په عبادت بوخت دى. هغه په دې  پېښې پوهېدانې ته د  رسول الله (ص) تره  “عباس” ته ورغى، “عباس” ورته وويل: هغه د پېغمبرۍ ادعا كوي او هغه بله يې ښځه ده او هغه درېم زما وراره علي دى. بيا يې وويل: په دې  ځمكه بې له دې درېو تنو څوك نه وينم، چې ددې دين پلويان وي.

د حضرت خديجې د فضيلت په باب د نقل شويو روايتونو د راوړو وخت نه لرم؛خو غوره به وي،چې د هغو علتونو په باب په تفصيل خبرې وكړو، چې دا تاريخي پېښه يې راپېښه كړه.

د دې واده ظاهري او باطني لاملونه

توکيز انسان،چې هر څه ته د مادياتو په سترګو ويني،او انګېري:

دا چې حضرت خديجه سوداګره او شتمنه وه؛نو د سوداګريزو چارو  د سمبالښت لپاره يې رښتيني سړي ته اړتيا درلوده او حضرت “محمد”(ص)  هم دا،چې د هغې د ژوند له وضع او اعتباره خبر و؛ نو سره له دې،چې عمرونه يې انډول نه وو (درويشت او څلوېښت)؛ خو بيا يې هم واده وكړ؛ خو تاريخ وايي چې: له حضرت “محمد”(ص) سره د حضرت خديجې واده د مادياتو له مخې نه؛ بلكې د معنوياتو پر بنسټ و، چې لووي يې دا دي:

1 _ کله چې د حضرت خديجې مريي “ميسره” ورته د حضرت “محمد”(ص) د سفر کيسه وكړه او كوم كرامات،چې يې ترې ليدلي وو او د راهب خبرې يې ورته وكړې؛نو حضرت خديجې خپل مريي ته وويل: مسيره! بس دى، زما مينه دې ورسره نوره هم زياته كړه.ځه ولاړ شه! ته او ستا مېرمن مې ازاد كړئ او هم به درته دوه سوه درهمه،دوه اسونه او ګران بيه جامې دركړم.

حضرت خديجې چې څه له مسيره اورېدلي وو،”ورقه بن نوفل” ته [چې د عربو له پوهانو و] کيسه وكړه. ورقه بن نوفل ورته وويل: ددې كراماتو خاوند هماغه عربي پېغمبر دى. [5]

2 _ يوه ورځ “حضرت خديجه” په کور كې ناسته وه،چې ګردچاپېره ترې مريان او مينځې راټولې وې.په دې غونډه كې يهودي عالم هم و،چې ناڅاپه يې حضرت “محمد”(ص) د كور له څنګه تېرېده،چې د يهودي عالم سترګې پرې ولګېدې.عالم له حضرت خديجې وغوښتل حضرت “محمد”(ص) دې څو شېبې زموږ په غونډه كې ګډون وكړي. حضرت “محمد” (ص) د يهودي عالم غوښتنه ومنله،چې ورته په خپل بدن د نبوت نښه وښيي. په همدې وخت كې حضرت خديجې يهودي عالم ته وويل: كه ترونه يې پوه شول، چې تا يې وراره لټولى دى؛نو لانجه به جوړه شي؛ځكه هغوى د خپل وراره په باب له يهودانو ډېر ډارېږي.

يهودي عالم ورته وويل: دا ته څه وايې!؟ مګر څوك حضرت “محمد”(ص) ته زيان رسولاى شي!تقدير يې نبوت او د خلكو لارښوونې ته ټاكل شوی دى.؟

 حضرت خديجې وويل: له كومه يې وايې،چې د دومره ستر مقام خاوند دى؟ عالم: ما د اخرې زمانې د پېغمبر په باب په “تورات”  كې لوستي، چې له نښو يې يوه دا ده، چې مور و پلار به يې مړه شي او نيكه او تره به يې روزنه  كوي او د قريشو له يوې غورې ښځې سره به واده وكړي. بيا يې حضرت خديجې ته اشاره وكړه او ويې ويل: بختوره به وي،چې له حضرت “محمد”(ص) سره واده كوي. [6]

3 _”ورقه بن نوفل”،د حضرت خديجې تره،د عربو له پوهانو و، چې تل يې ويل: ((له قريشو به يو پېغمبر د خداى له لوري د خلكو لارښوونې ته راشي او د قريشو له يوې شتمې ښځې سره به واده وكړي او دا چې حضرت خديجه د قريشو شتمنه ښځه وه؛كله كله يې حضرت خديجې ته ويل: يوه ورځ به راشي،چې ته به د ځمكې پر مخ تر ټولو له شريف انسان سره واده وكړې. )) [7]

4 _ حضرت خديجې يوه شپه خوب وليد،چې لمر پر مكې چورلي او په ورو ورو راكوز شو او پر كور يې كېناست. خپل خوب يې “ورقه بن نوفل” ته ووايه. هغه ورته تعبير كړ،چې:له ستر انسان سره به واده وكړې، چې په ټوله نړۍ كې به مشهور وي.[8]

مركه

شك نشته چې وړانديز لومړى د حضرت خديجې له لوري و. “ابن هشام” وايي: حضرت خديجې  رسول الله (ص) ته خپله مينه ښکاره كړه: د تره زويه! دا چې ته په قوم كې پر “امين” مشهور يې او ټول دې پر امانت ساتنه او ښه خوى ګواهي وركوي او په خپله هم عزتمن او ستر انسان يې؛نو ډېره به خوشحاله شم كه درسره واده وكړم.حضرت “محمد”(ص) ورته وويل: په كار ده،چې په دې  باب له خپلو ترونو سره سلامشوره وكړم. [9]

خو يوه ډله نور تاريخ ليكونكي وايي چې: “نفيسه” د “عليه” لور وه، چې د حضرت خديجې پيغام يې  رسول الله (ص) ته ورساوه:” محمده! ولې د خپل ژوند د شپې تيارې د كورودانې په څراغ نه رڼا كوې؟ كه د ښايست، شتمنۍ،شرافت او عزت وړانديز وكړم؛نو و به يې منې؟ حضرت “محمد” ورته وويل: څوك دې په پام كې نيولې؟ هغې ورته د حضرت خديجې وړانديز وكړ. حضرت “محمد” ورته وويل: آيا هغه په دې كار خوښه ده؟ سره له دې،چې زما ژوند (عمر) ورسره ډېر توپير لري؟ “نفېسې” ورته وويل: اختيار يې زما په لاس كې دى، زه به يې راضي كړم. ته يو وخت وټاكه،چې د هغه وكيل  (عمرو بن اسد) له تا او ستا له ټبر سره په يو ځاى كې راټول شي او د واده مراسم پر ځاى شي.

 رسول الله (ص) “ابوطالب” له دې پېښې خبر كړ؛غونډه يې جوړه كړه، چې د قريشو ستر شخصيتونه پکې راټول شوي وو. لومړى “ابوطالب” د خداى تر ستاېنې وروسته وويل: زما وراره “محمد بن عبدالله” كه د قريشو له هر چا سره پرتله كړئ؛نو تر ټولو غوره دى،كه څه  له شتمنۍ بې برخې دى؛ خو مال د لاس خيرى دى،چې د چا په لاس کې نه پاتې كېږي؛ خو اصل او نسب پاتېدونى دى.[10]

مشهوره ده،حضرت خديجې چې له حضرت “محمد” سره واده كاوه؛نو څلوېښت كلنه وه. له عام الفيله 15 كاله مخکې زيږېدلې وه؛خو ځينو تاريخپوهانو له دې څه كم ليكلي دي.

حضرت خديجې پخوا هم دوه ودونه کړي وو، چې دواړه مړونه يې مړه شوي وو، چې دا: “عتيق بن عايذ” او “ابوهاله بن بناش التميمي” وو.

د حضرت “محمد” (ص) اولاد

د اولاد زوکړه،د مېړه او ښځې ترمنځ د مينې مزي لا پسې ټينګوي او د ژوند شپې يې لا نورې روښانوي. له حضرت خديجې يې شپږ اولاده درلودل،چې دوه زامن وو.مشر “قاسم” او بل “عبدالله” نومېده،چې “طاهر” او “طيب”  يې هم ورته وايه او څلور يې لوڼې وې.

 “ابن هشام” ليكي چې:مشره لور يې “رقيه” وه،ورپسې “زينب”، “ام كلثوم” او “فاطمه” وه. له حضرت خديجې بي بي د  رسول الله (ص) زامن له بعثته مخکې وفات شول؛خو لوڼو يې د پلار د نبوت پېر وكوت. ځينې وايي: د  رسول الله (ص) زامن تر دوو زيات وو. [11]

په ناوړو پېښو كې له لويې سينې كار اخستل د حضرت “محمد” عادت و؛خو له دې لويې سينې سره سره،د خپلو زامنو په مرګ كې يې اوښكې راتويې شوې. د “ابراهيم”  په مرګ،چې مور يې”ماريه” وه خورا خواشېنى و. په خوله يې د خداى شكر ايسته،كه څه  د صبر بېړۍ يې د غم په سمندر كې ډوبه وه. دومره يې وژړل،چې ځينو د  رسول الله (ص) پر ژړا نيوكې وكړې.  رسول الله (ص) ورته وويل: داسې ژړا رحمت وي  و  يې ويل: څوك، چې پر چا ونه لورېږي؛نو خداى به پرې ونه لورېږي. [12]

هېښنده خو داده،چې آنحضرت اوس د شتمنې او سوداګرې مېرمنې مېړه شوى؛نو په کار او سوداګرۍ پسې نه ځي او اوس خو يې لا د ګوښېدنې،انزوا او ستاینې پېر پیلېږي . د یوازېتوب هغه حالت؛یعنې هغه اراويي واټن يې ورځ پر ورځ زياتېږي،چې له خپل قوم سره يې پیدا کړی و،ته وا نور دا مکه او د مکې ټولنه يې اروا خوري د مکې شاوخوا غرونو ته خېژي او تفکر او تدبر کوي .

په مكه كې يوه پېښه وشوه، چې د حضرت “محمد”(ص) انساني عواطف يې ټپي كړل،و يې ليدل،چې يو جوارګر جواري كوي او له بده مرغه په جوارۍ كې يې خپل اوښ او د  استوګنې كور يې بايلود، ان كار دې حد ته راورسېد،چې د خپل ژوند لس كاله يې هم وبايلل. دې پېښې حضرت “محمد”(ص) دومره خواشينى كړ، چې له ډېره غمه په مكه كې پاتې نه شو؛بلكې شاوخوا غرونو ته يې پناه يووړه او نيمه شپه كور ته راستون شو.حضرت “محمد”(ص) به ددې پېښو له ليدو خورا خواشينېده او ددې بې لارې ډلې بې عقلۍ او بې شعورۍ ته به ګوته پر غاښ و.

 خدای ښه پوهېږي،چې په کوم يو عالم کې به وي،موږ خو پرې نه پوهېږو. په همدې وخت کې هم بې له حضرت علي (ک) بل څوک يې د خبرو کولو نشته .

د رمضان په میاشت کې د “حراء” په غره کې خلوت کوي . په تاسې کې ډېری به حج ته تللي وي او د “حراء” غار ته به هم ختلي یاست،د همدې غره له لمنې تر څوکې سړی په یو ساعت کې خېژي او په درې پاوو کې بېرته راستنېږي .

د رمضان میاشت،چې شي آنحضرت مکه پرېږدي او ان له خدیجې هم لرې کېږي . له ځان سره د “حراء” غره ته خوراک څښاک وړي او خدیجه بي بي هر څو ورځې وروسته ورته د چا په لاس  خوراک څښاک لېږي؛ دا ټوله میاشت په انزوا او ګوښېدنه کې تېروي . کله نا کله به حضرت علي (ک) ورتله؛ځکه حضرت علي (ک) وايي: چې کله وحې راغله ؛نو زه هلته وم .

آنحضرت له دې غره راښکته کېږي او همدلته د خدای ستاینه کوي . داچې څرنګه آندنه يې کوله،څرنګه يې له خدای سره مینه کوله او څه عوالم يې هلته وهل؛نو دا موږ ته نه انګېرېدونکي ده.حضرت علي (ک) په دې وخت کې دولس کلن ماشوم دی،چې په آنحضرت وحې نازلېږي؛نو حضرت علي (ک) هلته حاضر دی . پېغمبراکرم په یو بل عالم کې دی .که زموږ په شان په زرونو هلته وای؛نو د ځان په شاوخوا کې به يې څه نه احساسول؛خو حضرت علي (ک) دا بدلونونه ننګېري . د آنحضرت د عالم ډېری برخه يې درک کوله؛ځکه وايي: (( و لقد سمعت رنّة الشیطان حین نُرول وحی- د وحی د نازلېدو په وخت کې مې د شیطان چغې اورېدې.))

د مانیز زده کړیال په څېر،چې خپل اروایز حالات استاد ته وړاندې کوي، آنحضرت ته يې وویل: یا رسول الله (ص)! پر کومه شېبه ،چې پر تاسې وحې نازلېده،ما د رټل شوي شيطان چغې واورېدې .

 آنحضرت وویل : ((هو علي ! زه چې زه څه اورم، ته يې هم اورې او څه چې وینم، ته يې هم وینې؛خو ته پېغمبر نه يې[13] .))

د پېغمبراکرم (ص) زويولي

حضرت “محمد”، “زيد بن حارث” (رض) ته د “حجر الاسود” په څنګ كې خپل زوى ووايه .”زيد” د عربو لوټ مارو له “شام” نه راتښتولى و او د مكې په بازار كې يې د حضرت خديجې پر يوه خپلوان “حكيم بن حزام” پلورلى و؛ خو څرګنده نه ده، چې هغه ترې حضرت خديجې څرنګه واخست.

د “حيات محمد” ليكونكى وايي: ((حضرت “محمد” د خپلو زامنو پر مړينه خواشينى و،تسلۍ ته يې له حضرت خديجې وغوښتل،چې “زيد” واخلي.بيا رسول اکرم هغه ازاد كړ او زوى يې ورته ووايه))؛خو ډېرى ليكي: (( حضرت خديجې بي بي،چې  له حضرت “محمد”سره واده وكړ؛نو “حكيم بن حزام” هغه خپلې ترور ته وروباښه او دا،چې له  هر لوري پاك او هوښيار و؛ نو د حضرت “محمد” پرې د زوى مينه راتله؛نو حضرت خديجې هم هغه ورته  وروباښه.))

څه موده تېره شوه،چې د “زيد” اصلي پلار په پوښتنه پوښتنه ځان راورساوه او له حضرت محمده يې وغوښتل اجازه وركړي،خپلې پلرنۍ سيمې ته يې يوسي.

 حضرت “محمد” هم ورته اختيار وركړ،چې پلرنۍ سيمې ته ځي او كه پاتې كېږي. د حضرت “محمد” مينه ددې لامل وه،چې زيد له پلرنۍ سيمې تېر شي او په مكه كې پاتې شي؛نو ځكه حضرت “محمد” ازاد كړ او ورته يې خپل زوى ووايه او بيا يې “زينب” د “جحش” لور ورته نکاح كړه.[14]

علي (ک) خپل كور ته بيايي

د وچكالۍ او سوکړې پر كال،حضرت “محمد” هوډ وکړ له خپل تره سره مرسته وكړي؛نو ځكه له خپل بل تره “عباس” سره يې په دې باب سلا مشوره وكړه او ټولو ومنله،چې هر يو به د “ابوطالب” يو زوى له ځان سره خپل  كور ته بيايي؛ نو ځکه “عباس” “جعفر” او حضرت “محمد” “علي” له ځان سره كورو ته بوتلل.

 مشهور تاريخپوه “ابوالفرج اصفهاني” ليكي:

 ((“عباس”،طالب))،((“حمزه”، جعفر)) او ((حضرت “محمد”،علي)) له ځان سره كورونو ته بوتلل او هماغه وخت يې وويل: ما هغه غوره کړ، چې خداى راته غوره کړى وو. )) [15]

كه څه  ددې پېښې ظاهري بڼه دا وه،چې په وچكالۍ كې له “ابوطالب” سره مرسته وشي؛خو اصلي موخه دا وه،چې علي د حضرت “محمد” په لمن كې لوى شي.

 په دې باب حضرت علي (ک) (په نهج البلاغه کې) وايي:

((تاسې ټول له رسول اکرم سره زما له نږدې والي خبر ياست؛په خپله غېږه كې يې لوى كړم.وړوكى وم،چې خپلې سينې ته يې رانږدې كړم او زما د خوب بستره يې په خپل څنګ كې هواروله،ما به هره ورځ د هغه مبارك بوى بوياوه او هره ورځ به مې ترې خويونه زده كول.)) [16]

دا تر رسالت مخکې پېښې وې .

د وحې  پېل

  حضرت جبرائيل عليه السلام د خداى له لوري موظف شو، چې د پېل لپاره ورته څو آيتونه ولولي او پر ((نبوت)) يې و وياړي؛دا ورځ هماغه د “مبعث” ورځ وه، چې د دې ورځې په باب به په راتلونكې كې خبرې وكړو.

بېشکه چې له پرښتې سره مخېدل ځانګړى تيارى غواړي. د چا روح، چې ستر او قوي نه وي؛نو د نبوت او پرښتې د كتنې زغم نه لري.

 حضرت “محمد” دا تيارى له مخکې،په اوږدو عبادتونو،اندنې او الهي عنايت سره كړى و.

ډېرى تاريخ پوهان ليكي: له بعثته مخكې يې داسې خوبونه ليدل،چې د رڼا ورځې په څېر يې واقعيت درلود. [17]

تر څه مودې تېرېدو وروسته ورته تر ټولو خوشحاله وختونه،هماغه ګوښه توب (خلوت) او عبادت و،چې پرښته راغله  و يې ويل: “اقراء”؛ يعنې ولوله؛ دا چې هغه  اُمي  و؛ نو و يې ويل: زه د لوستو وس نه لرم. د وحې پرښتې ورته زور وركړ او بيا يې ترې وغوښتل:ولوله؛خو هماغه ځواب يې واورېد. پرښتې بيا زور وركړ او دا کار درې وار وشو او تر درېم ځل فشار وروسته يې احساس كړه، څه چې پرښتې پر ډبره ليكلي،لوستاى شي او حضرت “محمد” په حقيقت كې د بشر د نېكمرغۍ كتاب ووايه، چې آيتونه او ژباړه  يې دا ده:

اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ= ولوله ! د خپل پالونكې په نامه ،چې (هرڅه يې) شته كړي دي،

خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ= انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيداكړ.

اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ= ولوله چې ستا پالونكى (ترټولو) ډېر عزتمن دى؛

الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ= هغه [ پالونكى ] ،چې په قلم يې ښوونه وكړه،

عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ= انسان ته يې هغه څه وښوول، چې پرې نه پوهېده .[18]

 جبرائيل خپله دنده سرته ورسوله او  رسول الله (ص) هم د وحې تر نازليدو وروسته،د حراء له غاره راكوز شو او د حضرت خديجې كور ته راغى.[19]

په پېل كې ددې آيتونو نزول د  رسول الله (ص) لنډه کړلار راښيي، چې د دين بنسټ يې لوستل، پوهه  او قلم كارول دي.

د  رسول الله (ص) ستر روح په وحې رڼا شو. څه، چې يې له  حضرت جبرائيل امين زده كړي وو،په زړه كې يې وليكل. تر دې پېښې وروسته،هماغې پرښتې ورته وويل:((محمده! ته د خداى استازى يې او زه جبرائيل يم.))

 كله ويل كېږي،چې دا خبره يې هله واورېده،چې له “حرا غاره” راكوز شوى و او دې دواړو پېښو سخت ډارولى و او له هغه لوري يې وېره درلوده،چې ډېره لويه دنده يې ورسپارلې ده؛ البته دا وېره تر څه ځايه طبيعي ده او د پېښې په باب د حضرت “محمد”(ص) له يقين او ډاډ سره ټکر نه لري؛ځكه كه روح څومره ستر او غښتلى هم وي او له غيبو سره په اړيکه كې وي؛خو بيا هم،چې انسان په لومړي ځل له داسې پرښتې سره مخ شي،چې كله يې نه وي ليدلى او هغه هم د غره پر سر؛ نو وېره طبيعي څيز دى،چې وروسته دا وېره له منځه ولاړه.

وېره او ستړيا ددې لامل شوه،چې نېغ كور ته راشي. كور  ته چې راننوت؛نو كورودانه يې پر تندي پوه شوه.جريان يې ترې وپوښته. څه، چې پېښ شوي وو،ورته يې وويل. حضرت خديجې په درناوي ورته وكتل او د خير دعا يې ورته وكړه: ((خداى به دې مل شي.)) رسول اکرم احساس كړه،چې ستړى دى.حضرت خديجې ته يې وويل:(( و مې نغاړه!)) پټ يې كړ او يوه شپه وېده شو.

حضرت خديجه بي بي  “ورقه بن نوفل” ته ورځي

 په مخکې پاڼو كې مو “ورقه” وپېژانده، چې د حضرت خديجې د تره زوى او د عربو له پوهانو ځنې و، چې د “انجيل” تر لوستو وروسته مسيحي شوى و.حضرت خديجه ولاړه او دا پېښه يې ورته ټكى په ټكى وويله. ورقه ورته په ځواب كې وويل: د تره زوى دې رښتينى دى او څه،چې ورته ورپېښ شوي،د پېغمبرۍ پېل دى او هغه “سترناموس” (رسالت) پرې راكېوتى دى.

يادونه :

تردې ځايه مو تر رسالته د مخکې محمد امين د وګړې په باب معلومات راوړل، دادی اوس يې د قرآن د وينا له مخې،د غوره بېلګې په نامه د وحې تر راتګ وروسته پر کړلارو او ژونددود اچوو،چې  انشاء الله تر پوهېدو وروسته يې په ژوند کې پلي کېدو ته هڅاند شو .

د بشر په تاريخ کې د اسلام د پېغمبر وګړې سارى نه درلود؛ هغه وګړه،چې د ځلانده لمر په څېر د انسانيت په اسمان کې ځلېده او اخلاقي ارزښتونو او انساني کمالاتو ته يې ساه ورکوله . داسې ځانګړنې يې درلودې،چې هېڅ قلم ،ليکوال او  وياند يې نشي تعريفولاى او که څومره يې هم د خویونو او وګړې په هکله خبرې وشي؛نو حق به مو بيا هم  نه وي  ادا کړى .

[1] . نهج البلاغه، 190 خطبه.

[2] . نهج البلاغه و 190 خطبه. ، فيض الاسلام / 775

[3] . نهج البلاغه

[4] (نور/۳۳)

[5] . سيره ابن هشام، لومړى ټوك/ 26

[6] . بحار، 16 ټوك/19

[7] . بحار، 6ټوك/ 104

[8] . بحار، 6/104

[9] . سيره ابن هشام 1/ 204

[10] . مناقب 1/30، بحار 16/16

[11] . مناقب ابن شهر اشوب، لومړى ټوك/ 140؛ قرب الاسناد، 706؛الحضال، 2ټوك، / 37؛بحار الانوار، 22/ 151-152؛تاريخ طبري 2/ 35بحار 22/ 166

[12] . امالى شيخ/ 247

[13] وګ : صبحي صالحي؛نهج البلاغه :١٩٢ خطبه

[14] . الاصابه ، 1/ 545، اسدالغاابه، 2/ 224

[15]. مقاتل الطالبين، 26  ، تاريخ كامل، 371؛ سيره ابن هشام، 1/ 236

[16] . نهج البلاغه، 190 خطبه.

[17] . صحيح بخاري، لومړى ټوك، كتاب العلم/3، بحارالانور 18/194

[18] .د علق سورت

[19] . سيره ابن هاشم، 1/ 236  او  صحيح بخارى 1/3

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!