تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د رمضان د بختورې میاشت د راننووتو پر مهال دعا (د امام زین العابدین له دعاوو څخه) : الْحَمْدُ لِلّهِ الّذِي هَدَانَا لِحَمْدِهِ، وَ جَعَلَنَا مِنْ أَهْلِهِ لِنَكُونَ لِإِحْسَانِهِ مِنَ الشّاكِرِينَ، وَ لِيَجْزِيَنَا عَلَى ذَلِكَ جَزَاءَ الْمُحْسِنِينَ‏ وَ الْحَمْدُ لِلّهِ الّذِي حَبَانَا بِدِينِهِ، وَ اخْتَصّنَا بِمِلّتِهِ، وَ سَبّلَنَا فِي سُبُلِ إِحْسَانِهِ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د رمضان د بختورې میاشت د راننووتو پر مهال دعا

(د امام زین العابدین له دعاوو څخه) :

الْحَمْدُ لِلّهِ الّذِي هَدَانَا لِحَمْدِهِ، وَ جَعَلَنَا مِنْ أَهْلِهِ لِنَكُونَ لِإِحْسَانِهِ مِنَ الشّاكِرِينَ، وَ لِيَجْزِيَنَا عَلَى ذَلِكَ جَزَاءَ الْمُحْسِنِينَ‏ وَ الْحَمْدُ لِلّهِ الّذِي حَبَانَا بِدِينِهِ، وَ اخْتَصّنَا بِمِلّتِهِ، وَ سَبّلَنَا فِي سُبُلِ إِحْسَانِهِ لِنَسْلُكَهَا بِمَنّهِ إِلَى رِضْوَانِهِ، حَمْداً يَتَقَبّلُهُ مِنّا، وَ يَرْضَى بِهِ عَنّا وَ الْحَمْدُ لِلّهِ الّذِي جَعَلَ مِنْ تِلْكَ السّبُلِ شَهْرَهُ شَهْرَ رَمَضَانَ، شَهْرَ الصّيَامِ، وَ شَهْرَ الْإِسْلَامِ، وَ شَهْرَ الطّهُورِ، وَ شَهْرَ التّمْحِيصِ، وَ شَهْرَ الْقِيَامِ الّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ، هُدًى لِلنّاسِ، وَ بَيّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَ الْفُرْقَانِ‏ فَأَبَانَ فَضِيلَتَهُ عَلَى سَائِرِ الشّهُورِ بِمَا جَعَلَ لَهُ مِنَ الْحُرُمَاتِ الْمَوْفُورَةِ، وَ الْفَضَائِلِ الْمَشْهُورَةِ، فَحَرّمَ فِيهِ مَا أَحَلّ فِي غَيْرِهِ إِعْظَاماً، وَ حَجَرَ فِيهِ الْمَطَاعِمَ وَ الْمَشَارِبَ إِكْرَاماً، وَ جَعَلَ لَهُ وَقْتاً بَيّناً لَا يُجِيزُ جَلّ وَ عَزّ أَنْ يُقَدّمَ قَبْلَهُ، وَ لَا يَقْبَلُ أَنْ يُؤَخّرَ عَنْهُ.

ثُمّ فَضّلَ لَيْلَةً وَاحِدَةً مِنْ لَيَالِيهِ عَلَى لَيَالِي أَلْفِ شَهْرٍ، وَ سَمّاهَا لَيْلَةَ الْقَدْرِ، تَنَزّلُ الْمَلَائِكَةُ وَ الرّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبّهِمْ مِنْ كُلّ أَمْرٍ سَلَامٌ، دَائِمُ الْبَرَكَةِ إِلَى طُلُوعِ الْفَجْرِ عَلَى مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ بِمَا أَحْكَمَ مِنْ قَضَائِهِ.

اللّهُمّ صَلّ عَلَى مُحَمّدٍ وَ آلِهِ، وَ أَلْهِمْنَا مَعْرِفَةَ فَضْلِهِ وَ إِجْلَالَ حُرْمَتِهِ، وَ التّحَفّظَ مِمّا حَظَرْتَ فِيهِ، وَ أَعِنّا عَلَى صِيَامِهِ بِكَفّ الْجَوَارِحِ عَنْ مَعَاصِيكَ، وَ اسْتِعْمَالِهَا فِيهِ بِمَا يُرْضِيكَ حَتّى لَا نُصْغِيَ بِأَسْمَاعِنَا إِلَى لَغْوٍ، وَ لَا نُسْرِعَ بِأَبْصَارِنَا إِلَى لَهْوٍ وَ حَتّى لَا نَبْسُطَ أَيْدِيَنَا إِلَى مَحْظُورٍ، وَ لَا نَخْطُوَ بِأَقْدَامِنَا إِلَى مَحْجُورٍ، وَ حَتّى لَا تَعِيَ بُطُونُنَا إِلّا مَا أَحْلَلْتَ، وَ لَا تَنْطِقَ أَلْسِنَتُنَا إِلّا بِمَا مَثّلْتَ، وَ لَا نَتَكَلّفَ إِلّا مَا يُدْنِي مِنْ ثَوَابِكَ، وَ لَا نَتَعَاطَى إِلّا الّذِي يَقِي مِنْ عِقَابِكَ، ثُمّ خَلّصْ ذَلِكَ كُلّهُ مِنْ رِئَاءِ الْمُرَاءِينَ، وَ سُمْعَةِ الْمُسْمِعِينَ، لَا نُشْرِكُ فِيهِ أَحَداً دُونَكَ، وَ لَا نَبْتَغِي فِيهِ مُرَاداً سِوَاكَ.

اللّهُمّ صَلّ عَلَى مُحَمّدٍ وَ آلِهِ، وَ قِفْنَا فِيهِ عَلَى مَوَاقِيتِ الصّلَوَاتِ الْخَمْسِ بِحُدُودِهَا الّتِي حَدّدْتَ، وَ فُرُوضِهَا الّتِي فَرَضْتَ، وَ وَظَائِفِهَا الّتِي وَظّفْتَ، وَ أَوْقَاتِهَا الّتِي وَقّت‏ وَ أَنْزِلْنَا فِيهَا مَنْزِلَةَ الْمُصِيبِينَ لِمَنَازِلِهَا، الْحَافِظِينَ لِأَرْكَانِهَا، الْمُؤَدّينَ لَهَا فِي أَوْقَاتِهَا عَلَى مَا سَنّهُ عَبْدُكَ وَ رَسُولُكَ صَلَوَاتُكَ عَلَيْهِ وَ آلِهِ فِي رُكُوعِهَا وَ سُجُودِهَا وَ جَمِيعِ فَوَاضِلِهَا عَلَى أَتَمّ الطّهُورِ وَ أَسْبَغِهِ، وَ أَبْيَنِ الْخُشُوعِ وَ أَبْلَغِهِ.

وَ وَفّقْنَا فِيهِ لِأَنْ نَصِلَ أَرْحَامَنَا بِالْبِرّ وَ الصّلَةِ، وَ أَنْ نَتَعَاهَدَ جِيرَانَنَا بِالْإِفْضَالِ وَ الْعَطِيّةِ، وَ أَنْ نُخَلّصَ أَمْوَالَنَا مِنَ التّبِعَاتِ، وَ أَنْ نُطَهّرَهَا بِإِخْرَاجِ الزّكَوَاتِ، وَ أَنْ نُرَاجِعَ مَنْ هَاجَرَنَا، وَ أَنْ نُنْصِفَ مَنْ ظَلَمَنَا، وَ أَنْ نُسَالِمَ مَنْ عَادَانَا حَاشَى مَنْ عُودِيَ فِيكَ وَ لَكَ، فَإِنّهُ الْعَدُوّ الّذِي لَا نُوَالِيهِ، وَ الْحِزْبُ الّذِي لَا نُصَافِيهِ.
وَ أَنْ نَتَقَرّبَ إِلَيْكَ فِيهِ مِنَ الْأَعْمَالِ الزّاكِيَةِ بِمَإ؛ععّّ تُطَهّرُنَا بِهِ مِنَ الذّنُوبِ، وَ تَعْصِمُنَا فِيهِ مِمّا نَسْتَأْنِفُ‏ مِنَ الْعُيُوبِ، حَتّى لَا يُورِدَ عَلَيْكَ أَحَدٌ مِنْ مَلَائِكَتِكَ إِلّا دُونَ مَا نُورِدُ مِنْ أَبْوَابِ الطّاعَةِ لَكَ، وَ أَنْوَاعِ الْقُرْبَةِ إِلَيْكَ.

اللّهُمّ إِنّي أَسْأَلُكَ بِحَقّ هَذَا الشّهْرِ، وَ بِحَقّ مَنْ تَعَبّدَ لَكَ فِيهِ مِنِ ابْتِدَائِهِ إِلَى وَقْتِ فَنَائِهِ مِنْ مَلَكٍ قَرّبْتَهُ، أَوْ نَبِيّ‏ٍ أَرْسَلْتَهُ، أَوْ عَبْدٍ صَالِحٍ اخْتَصَصْتَهُ، أَنْ تُصَلّيَ عَلَى مُحَمّدٍ وَ آلِهِ، وَ أَهّلْنَا فِيهِ لِمَا وَعَدْتَ أَوْلِيَاءَكَ مِنْ كَرَامَتِكَ، وَ أَوْجِبْ لَنَا فِيهِ مَا أَوْجَبْتَ لِأَهْلِ الْمُبَالَغَةِ فِي طَاعَتِكَ، وَ اجْعَلْنَا فِي نَظْمِ مَنِ اسْتَحَقّ الرّفِيعَ الْأَعْلَى بِرَحْمَتِكَ.

اللّهُمّ صَلّ عَلَى مُحَمّدٍ وَ آلِهِ، وَ جَنّبْنَا الْإِلْحَادَ فِي تَوْحِيدِكَ، وَ الْتّقْصِيرَ فِي تَمْجِيدِكَ، وَ الشّكّ فِي دِينِكَ، وَ الْعَمَى عَنْ سَبِيلِكَ، وَ الْإِغْفَالَ لِحُرْمَتِكَ، وَ الِانْخِدَاعَ لِعَدُوّكَ الشّيْطَانِ الرّجِيمِ‏ اللّهُمّ صَلّ عَلَى مُحَمّدٍ وَ آلِهِ، وَ إِذَا كَانَ لَكَ فِي كُلّ لَيْلَةٍ مِنْ لَيَالِي شَهْرِنَا هَذَا رِقَابٌ يُعْتِقُهَا عَفْوُكَ، أَوْ يَهَبُهَا صَفْحُكَ فَاجْعَلْ رِقَابَنَا مِنْ تِلْكَ الرّقَابِ، وَ اجْعَلْنَا لِشَهْرِنَا مِنْ خَيْرِ أَهْلٍ وَ أَصْحَابٍ.
اللّهُمّ صَلّ عَلَى مُحَمّدٍ وَ آلِهِ، وَ امْحَقْ ذُنُوبَنَا مَعَ امّحَاقِ هِلَالِهِ، وَ اسْلَخْ عَنّا تَبِعَاتِنَا مَعَ انْسِلَاخِ أَيّامِهِ حَتّى يَنْقَضِيَ عَنّا وَ قَدْ صَفّيْتَنَا فِيهِ مِنَ الْخَطِيئَاتِ، وَ أَخْلَصْتَنَا فِيهِ مِنَ السّيّئَاتِ.
اللّهُمّ صَلّ عَلَى مُحَمّدٍ وَ آلِهِ، وَ إِنْ مِلْنَا فِيهِ فَعَدّلْنَا، وَ إِنْ زُغْنَا فِيهِ فَقَوّمْنَا، وَ إِنِ اشْتَمَلَ عَلَيْنَا عَدُوّكَ الشّيْطَانُ فَاسْتَنْقِذْنَا مِنْهُ.
اللّهُمّ اشْحَنْهُ بِعِبَادَتِنَا إِيّاكَ، وَ زَيّنْ أَوْقَاتَهُ بِطَاعَتِنَا لَكَ، وَ أَعِنّا فِي نَهَارِهِ عَلَى صِيَامِهِ، وَ فِي لَيْلِهِ عَلَى الصّلَاةِ وَ التّضَرّعِ إِلَيْكَ، وَ الْخُشُوعِ لَكَ، وَ الذّلّةِ بَيْنَ يَدَيْكَ حَتّى لَا يَشْهَدَ نَهَارُهُ عَلَيْنَا بِغَفْلَةٍ، وَ لَا لَيْلُهُ بِتَفْرِيطٍ.

اللّهُمّ وَ اجْعَلْنَا فِي سَائِرِ الشّهُورِ وَ الْأَيّامِ كَذَلِكَ مَا عَمّرْتَنَا، وَ اجْعَلْنَا مِنْ عِبَادِكَ الصّالِحِينَ الّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ، وَ الّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوْا وَ قُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ، أَنّهُمْ إِلَى رَبّهِمْ رَاجِعُونَ، وَ مِنَ الّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَ هُمْ لَهَا سَابِقُونَ.

اللّهُمّ صَلّ عَلَى مُحَمّدٍ وَ آلِهِ، فِي كُلّ وَقْتٍ وَ كُلّ أَوَانٍ وَ عَلَى كُلّ حَالٍ عَدَدَ مَا صَلّيْتَ عَلَى مَنْ صَلّيْتَ عَلَيْهِ، وَ أَضْعَافَ ذَلِكَ كُلّهِ بِالْأَضْعَافِ الّتِي لَا يُحْصِيهَا غَيْرُكَ، إِنّكَ فَعّالٌ لِمَا تُرِيدُ.

ستاینه هغه خدای ته ځانګړې ده، چې د خپلې ستاینې توفیق یې راکړ او موږ یې له خپلو دوستانو ځنې وګرځولو، چې د پېرزوینو په پار یې شکر ایستونکي ووسو او د شکر له لامله، د نېکچاریو ثواب راکړي.

ستاینه د هغه خدای ده، چې خپل دین یې راکړ او موږ یې د خپل  ملت برخه وګرځولو او موږ یې د خپل لطف او کرم لارې ته ورسم کړو، چې په نعمتونو یې د رضوان پر لور یون وکړو؛ هغه ستاینه، چې راځنې یې ومني او په هغې راځنې راضي شي.

ستاینه د هغه خدای ده، چې د هدایت له لارو ځنې یوه یې؛ یعنې د رمضان بختوره میاشت یې راځانګړې کړه؛ د روژې میاشت، د اسلام میاشت، د پاکوالي میاشت، د زړه د تزکیې او سمونې میاشت، د راپاڅېدو میاشت؛ هماغه میاشت، چې قرآن پکې رانازل شو، چې خلکو ته لارښود، د هدایت د لارو ویاند او د حق او باطل بېلونکی دی.

پالونکي د رمضان بختورې میاشت ته، د خورا غوراویو او مشهورو درناویو له لامله پر نورو میاشتو غوراوی ورکړ او ددې میاشت د نمانځنې په پار یې هغه څه په دې میاشت کې حرام کړل، چې په نورو میاشتو کې حلال ول او د درناوي په پار یې د روژې پر مهال یې، خوراک و څښاک پکې منع کړل او یو ځانګړی وخت یې ور وټاکه او جایز یې و نه ګڼل، چې رامخکې کړای شي او ځنډ یې هم نه مني.

بیا یې ددې میاشت له شپو ځنې یوې شپې ته پر زرو میاشتو غوراوی ورکړ او د قدر نامه یې پرې کېښووله، چې پر دغه شپه، پرښتې یې له روح سره، د خپل پالونکي په اجازه، د هر مطلب لپاره رانازلېږي او برکتونه یې د فجر تر راختو پورې، پر هر هغه بنده، چې وغواړي او پر قضا او قدر یې کلک کړی دی، دوام مومي.

خدایه! پر حضرت محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه او د رمضان میاشت د فضایلو پېژندل او د مقاماتو ستریا او له محرماتو یې ځان ژغورل را الهام کړه او په هغه روژه نیولو کې مې مل شې، چې غړي مې پکې ستا له سرغړاندۍ لرې وي او په دې میاشت کې پر هغه څه بوخت شي، چې ته پرې خوښېږې. مرسته راسره وکړې، چې په غوږونو مو چټي خبرې وا نه ورو او په سترګو مو چټیاتو ته و نه ګورو او لاسونه مو حرامو ته وراوږود نه کړو او پر ګامونو مو د هغه څه پر لور ولاړ نشو، چې حرام دي، چې نسونه مو یوازې په حلالو ډک شي او ژبې مو د هغه څه ویونکي شي، چې تا یې خبر راکړی او په زحمت کې نه شو؛ خو داچې ستا له عذابه مو وژغوري.

بیا مو ټولې چارې له ریا، ځانښوونې او د ده او هغه غوږ ته له ور رسولو نږه کړه، چې په بندګۍ کې دې څوک درشریک نه کړو او بې له تا بل مقصود او مراد و نه غواړو.

خدایه! پر حضرت محمد(صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه او په دې میاشت کې په خپل او د فضیلت وخت پرمهال د پینځه وخته نمونځ د ادا کولو توفیق راکړه، چې د ټولو نمونځونو حدود، احکام، واجبات او ټولې هغه دندې پر ځای کړو، چې تا یې حکم کړی دی.

خدایه! له هغو نمونځ کوونکیو ځنې مې کړې، چې ارزښتمنو منازلو ته یې وررسېدلی وي، د نمانځه د ارکانو یې په ښه توګه ساتنه کړې ده او ستا د بنده او استازي حضرت محمد(صلی الله علیه و آله وسلم) په سنتو یې په خپل ټاکلي وخت کې له سمې رکوع، سجدو او له بشپړ طهارت او پاکوالي سره یې په خشوع ترسره کړی دی.

خدایه! په دې میاشت کې، د صله رحم، نېکۍ او احسان توفیق راکړه او همداراز توفیق راکړه، چې ژمن شو، چې پر ګاونډویانو ولورېږو او شتمنۍ مو له ناخالصیو نږه کړو او د زکات پر ورکولو یې پاکې کړو او له هغه سره پوخلا شو، چې راځنې خپه دی او د هغه په حق کې منصفانه چلن وکړو، چې تېری یې راباندې کړی او له هغه سره دوستي وکړو، چې دښمني یې راسره کړې؛ خو داچې ستا د رضا لپاره مو ورسره دښمني وي او یا هغه دښمن دی، چې د دوستۍ وړ نه دی او له هغه ګونده دی، چې د مینې اړیکه ورسره ټینګولای نشو.

خدایه! په دې میاشت کې دداسې چارو د ترسره کولو توفیق راکړې، چې ستا درشل ته د درنږدېدو لامل شي او ته مو له ګناهونو پرې پاک کړې او پرېنږدې، چې بیا ګناهونو ته ورمخه کړو، تردې چې یوه پرښته دې هم زموږ په باب، هغه څه لیکلي دروړاندې نه کړي؛خو داچې تا ته د درنږدېدو لامل وي.

خدایه! ددې ګرانې میاشت او د هغه بنده په پار، چې د میاشت له پیل څخه تر پایه یې ستا بندګي کړې، د هغې پرښتې په پار، چې تا مقربه کړې، یا پېغمبر، چې رالېږلی دې دی او یا صالح بنده، چې ټاکلی دې دی، پر محمد(صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه او هغه څه ته د ور رسېدو وړتیا راکړې، چې له فضل او کرمه دې خپلو دوستانو ته د هغې ژمنه ورکړې او هغه څه پر موږ راواجب کړه، چې په بندګۍ کې دې هڅاندیو ته ور واجب کړي او په خپله لورنه دې، له هغوی ځنې مې کړې، چې د لوړ مقام او رتبې وړ دي.

خدایه! پر حضرت محمد(صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه او موږ دې په توحید کې له کږلارۍ او الحاده، په ستاینه کې دې له لنډون، په دین کې دې له شک، پر لار دې له ړوندوالي، په هغه څه کې له غفلته، چې د درناوي وړ دي او د رټل شوي دښمن شیطان له تېرباسلو وژغوره.

خدایه! پر حضرت محمد(صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه او که د رمضان د شپو په یوه شپه کې، له بندګانو ځنې دې پر یوه بنده لورېږې او بښې یې؛ نو ما هم په دې بندګانو کې ورشامل کړه او موږ د رمضان میاشت له غورو اصحابو او ملانو ځنې کړه.

خدایه! پر حضرت محمد(صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه او د رمضان د میاشتې د ټیکلي په کمېدو مې ګناهونه هم کم او له منځه یوسه او د ورځو په پای ته رسېدو یې، له وجوده مې ګناهونه هم وڅنډه او چې څو دا میاشت پای ته رسي، چې موږ دې هم له تېروتنو او ګناهونو پاک او نږه کړي یو.

خدایه! پر حضرت محمد(صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه او که په دې میاشت کې له حقه اوختي یو؛ نو حق ته مو ورستانه کړه او که ناسمه لار مو ټاکلې وي؛ نو سمه لار راوښیه او که دښمن دې شیطان را لاسبری شوی وي؛ نو د هغه له منګلو مو راخلاص کړه.

خدایه! د رمضان میاشت ستا په بندګۍ راډکه کړه او وختونه یې ستا په عبادت وپسوله او په ورځو کې یې په روژې نیولو کې مرسته راسره وکړه او په شپه کې یې د لمانځه او درشل ته دې د تضرع، خشوع او ژړاګانو توفیق راکړه، چې د رمضان د میاشتې ورځ په غفلت او شپې یې دې په عبادت کې په لنډون پای ته و نه رسي.

خدایه! د کال په نورو میاشتو کې مو هم، چې دې عمر راکړی، همداسې وګرځوه او له خپلو هغو صالحو بندګانو ځنې مې کړې، چې د فردوس وارثین او تلمېشتي پکې دي؛ هماغوی چې هر ډول انفاق کوي؛ خو په زړونو کې یې خپل پالونکي ته د ورستنېدا له لامله وېره ده او په نېکچاریو کې بیړه کوي او مخکښان یې دي.

خدایه! پر حضرت محمد(صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه؛ په هر وخت او ځای کې، د هغو درودونو په شمېر، چې په وړ وګړیو دې ویلی او د هغوی څو ګرایه، چې بې له تا بل چا شمېرلی نه وي؛ ځکه ته چې څه وغواړې، ترسره کوې یې.

(سرچینه : صحیفه سجادیه)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!