تبلیغات

د روزنې لاملونه    د ارادې پياوړتيا – عبادت و مو ويل: اراده يو استعداد دى،چې بايد هرومرو په انسان کې وروزل شي.اراده له لېوالتيا سره توپير لري او دا غلطه ده،چې څوک ووايي:اراده هماغه کلکه لېوالتيا ده.اراده په انسان کې بل ځواک دى ،چې په عقل پورې تړلې او لېوالتيا د انسان په طبيعت […]

د روزنې لاملونه

 

 د ارادې پياوړتيا – عبادت

و مو ويل: اراده يو استعداد دى،چې بايد هرومرو په انسان کې وروزل شي.اراده له لېوالتيا سره توپير لري او دا غلطه ده،چې څوک ووايي:اراده هماغه کلکه لېوالتيا ده.اراده په انسان کې بل ځواک دى ،چې په عقل پورې تړلې او لېوالتيا د انسان په طبيعت پورې تړلې ده. لېوالتيا راکښودل او جاذبه ده،چې د انسان د اړتيا څيزونه،انسان په ځان پسې راکاږي او څومره،چې لېوالتيا ډېره وي؛انسان خپل واک له لاسه ورکوي؛يعنې انسان له ځانه د بهر ځواک په واک کې وي؛خو پر عکس،اراده دنننى ځواک دى. انسان په اراده،ځان له بهرنيو ځواکونو خپلواکوي. څومره،چې اراده پياوړې وي؛د انسان واک ورسره ډېرېږي او انسان ډېر د ځان او برخليک خاوندېږي .

[د ارادې په اړه د غونډې د ټېپ کسټ نه وه.]

 

پر نفس برلاسي

د ارادې او په بل تعبير پر نفس برلاسي او د نفس د مالکيت په هکله په اسلام کې د تقوا او د نفس د تزکيې په نامه خورا احکام راغلي،چې ضرورت نه لري،په دې موضع ډېرې خبرې وکړو؛خو يوې بېلګې ته اشاره کوو:

حضرت علي (ک) (نهج البلاغه/١٦خطبه) د ګناه او تېروتنې په هکله وايي : ((أَلاَ وَإِنَّ الخَطَايَا خَيْلٌ شُمُسٌحُمِلَ عَلَيْهَا أَهْلُها = ګناهونه د چموش اسونو په څېر دي،چې له سپرېدونکي نه واک اخلي.))

پوهېږو،چې ګناه هغه مهال رامنځ ته کېږي،چې انسان له شهوت او ځاني غوښتنو تر اغېزمنېدو وروسته د عقل او ايمان پر خلاف کوم کار وکړي.

امام وايي : د ګناه حالت هغه حالت ته ورته دى،چې انسان خپل واک له لاسه ورکړي.بيا د تقوا په هکله،چې د ګناه مقابل ټکى دى، وايي: ((وَإِنَّ التَّقْوَى مَطَايَا ذُلُلٌ= خو تقوا د رامو سپرليو په څېر ده،چې د سپرلۍ واک د سپاره په لاس کې دى؛نه داچې د سپاره واک د مرکب په لاس کې وي.))؛يعنې هغه حکم کوي او دا يې پلي کوي او هر لوري ته يې،چې خوښه شي،واګې يې راکاږي،بې له دې،چې لغتې ووهي.

او هېڅ داسې روزنيز ښوونځى که مادي که الهي وي،نه دى پيدا شوى،چې ووايي: نه ! د ارادې پياوړتيا پکې لا څه ده؟ انسان بايد سل په سلو کې خپلو لېوالتياوو ته تسليم وي او چې څنګه يې ځاني غوښتنو حکم وکړ،هماغه پلي کړي.

هو ! داسې خلک په نړۍ کې ډېر دي؛خو يو روزنيز ښوونځى هم داسې سپارښتنه نه کوي.

“ساتر” او په څېر يې نورو کسانو (اګزېستانسياليستانو) د ازادۍ په هکله څه خبرې کړې وې،چې د خبرو سوليز- منطقي پايله يې همدا وه_ چې له دې امله پرې نېوکې هم وشوې_ او لږ لږ کار تردې راورسېد،چې په خپله اروپا کې اګزېستانسياليسم له مزو چړچو،لوچکۍ، شهوتپالۍ او بې بندوبارۍ سره مساوي شو؛خو بيا هغوى هم خپلو خبرو ته مخونې ورکولې،چې داسې نه ده،زموږ له ښوونځي يې ناوړه ګټه پورته کړه او زموږ ښوونځى داسې نه وايي.

ايمان؛ د ارادې د حکومت ضامن دى

خبره مې داده،چې په نړۍ کې يو ښوونځى هم نه پيدا کېږي،چې وايي:اراده د انسان پر لېوالتياو واکمني نه کوي. ددې مطلب د پلي کېدو په ضمانت کې خبره ده،چې ددې مطلب لا څه دی؟څه څيز د انسان پر لېواليتاوو د عقل او ارادې د واکمنۍ د پلي کېدو ضامن دى؟

مذهبيان وايي:اراده د عقل اجرايي ځواک ده؛خو عقل څه دى او څه کړاى شي؟عقل يوازې رڼا ده،چې انسان روښانوي؛خو آيا روښانول انسان ته جهت هم ورکوي؟انسان،چې کوم خوا ته خوښه وي،هماغه لوري ته ځي او خپل مطلوب ته د رسېدو لپاره د عقل له رڼا ګټه اخلي .ستونزه داده،چې انسان کوم مطلوب ولري؟ په دې کې ويينه نشته ،چې انسان د لارې روښانتيا ته د عقل څراغ ته اړتيا لري. انسان که په تپه تياره کې روان وي؛نو خپل مطلوب به ورک کړي.

عقل ته په اړتيا کې هم ويينه نشته . خبره په دې کې ده،چې عقل او علم _چې په واقع کې د عقل بشپړوونکى او په بله وينا اکتسابي عقل دى_ رڼا ده،چاپيريال روښانوي،انسان پوهېږي،چې څه وکړي، پوهېږي،چې پلاني ځاى ته ځم؛نو له کوم ځايه ولاړ شم؛دا وسيله، ددې مطلب لپاره او هغه وسيله،دهغې مطلب لپاره ده؛خو د انسان د ارادې او عقل د واکمنۍ لپاره يوازې پوهه بسيا ده؟ نه ! ولې؟ځکه د انسان په خټه کې په خپلو ګټو پسې تلل اغږل شوي او اراده به يې تر هغه پر لېوالتياوو واکمني کوي،چې د ګټو يې غوښتنه وي.

نو که يو بل چار پيدا نشي،چې انسان ته له ګټو هاخوا غوښتنې ور نه کړي؛نو عقل او اراده هم هېڅ نشي کړاى او دا هغه څه دي،چې موږ ورته ((ايمان))وايو؛هغه څيز،چې تر ډېره حده د انسان د منعفتپالنې مخه نيواى شي او هم انسان ته مطلوبونه او له وګړيزې او مادي ګټو هاخوا غوښتنې راوړاندې کوي او مطلوب پنځوي او هغه مهال عقل هم انسان د هماغه مطلوب پر لوري پر مخ بوځي؛ځکه د انسان،چې د هر مطلوب پر لوري خوښه وي،عقل يې هماغه لوري ته بوځي. عقل څراغ دى،چې کله مو په تياره کې څراغ په لاس کې نيولى وي،څراغ درته نه وايي،چې دې خوا او يا هاخوا ولاړ شه.څراغ وايي:هر خوا چې ځې،زه درته لار رڼا کوم.

 

دعا او نمانځنه

د ځينې ارواپوهانو له نظره دعا او عبادت د انسان په ځانګړيو استعدادونو کې شمېرل کېږي.لومړۍ خبره داده،چې آيا دعا او عبادت په انسان کې اصيل حس او غريزه ده او که نورو غرايزو زېږولي؟ ډېرى ارواپوهانو په انسان کې دعا او عبادت اصيل حس منلى دى.

په يوه ارواپوهيزه مقاله کې مې ولوستل : د انسان اروا له هغه اړخه، چې انسان،انسان دى،څو اړخه لري،چې په څارويو کې نشته. هغه دا غرايز په “بُعد=اړخ” تعبير کړل،چې د انسان وجود څو بُعده لري: د حقيقت پلټنې بُعد يا علم؛يعنې پردې سربېره،چې پوهه د انسان ژوند ته ګټوره ده،د ژوند وسيله هم ده او له هغه اړخه مطلوبه ده،چې انسان ته حقايق رابرسېروي.انسان حقيقت په خپله د حقيقت لپاره هم غواړي او ګومان نه کوم،چې په دې اړه څه اړنګ وي.د مثال په توګه: که موږ پوه شو،چې يوه ډله علماء يو داسې حقيقت ته رسېدلي،چې دا حقيقت اصلاً پر ځمکه د خلکو د ژوند په هکله او ان د لمريز نظام په هکله هم نه دى او پرې پوهېدل او نه پوهېدل راباندې د ستنې د سر هومره اغېز هم نه لري،بيا هم که وپوښتل شو،چې آيا زړه دې غواړي پرې پوه شې که نه؟؛نو څوک هم نه وايي،چې ورباندې پوهېدل او نه پوهېدل راته يو شان دي،بيا هم انسان غواړي پرې پوه شي.

پوهه رڼا ده او ناپوهي تپه تياره. انسان بالضروره له ناپوهۍ او تيارې په تېښته کې دى او رڼا ته لېوالتيا لري.

 

ابوريحان البيروني او فقيه

د “تراجم” په کتاب کې ليکل شوي: مشهوره ده،چې يو فقيه وايي: ابوريحان په مرګ ناروغ و،چې پوښتنې ته يې ولاړم او و مې ليدل، چې مرګ يې رانږدې دى؛خو ماغزه يې پر ځاى ول؛نو په هماغه حال يې سترګې پرانېستې او د ميراث په هکله يې رانه يوه فقهي پوښتنه وکړه. زه حيران شوم،چې په مرګونى حال ولې داسې پوښتي؟

راته يې وويل:که زه پوه ومرم؛نو ښه ده او که ناپوه؟پوهېږم،چې مرم ؛خو فکر کوم ښه به وي،چې پوه شم او ومرم نه دا چې ومرم او ناپوه يم.

ما يې هم ځواب ورکړ. تر اوسه لا خپل کور ته نه وم رسېدلى،چې له کوره يې چغې راپورته شوې،چې ابوريحان ومړ.

بل يې اخلاقي اړخ ښوولى.البته مراد ترې انساني عاطفه او له نورو انسانانو سره مينه ده،چې د اصيلې عاطفې په بڼه پرې ګروهمن دى.

بل د ښکلا اړخ دى،چې په خپله ښکلا انسان ته اصالت لري.

بل اړخ يې د دعا او عبادت اړخ ښوولى. ډېرى خلکو دا خبره کړې؛خو “ويليام جيمز” پرې ډېر ټينګار کړى،چې د “دين او اروا” په نامه کتاب يې هم ژباړل شوى دى،چې د کتاب ليکوال د دېرش کالو لپاره د خلکو په ديني اروايي حالت ازمېښتونه کړي ول او ترې راورسېد،چې ديني حس ته په اصالت قايل شو.

دا يو انساني حس دى او که غواړو،چې روزنه مو بشپړه شي؛نو دا بايد پياوړى شي.

 

د يوې نيوکې ځواب

سره له دې،چې اسلام زموږ دين دى او بايد د دعا او عبادت حس پکې پياوړى او روزل شوى وي؛خو هېڅ پام ورته نشته.هغه عبادتونه هم،چې په اديانو کې راغلي،د عبادت له حس سره کار نه لري؛له تمې سره کار لري،چې بايد مبارزه ورسره وشي او يا له وېرې سره،چې له هغې سره هم بايد مبارزه وشي. په اديانو کې عبادت يوازې يوه معامله ده؛ځکه اديان انسانان،چې جنت ته ولاړ شئ او له دوزخه به وژغورل شئ جنت؛يعنې هغه ځاى،چې پکې ډول ډول خوندونه دي،حورې دي،بې مستۍ شرابونه دي،”جنات تجري من تحتها الانهار” دي او ډول ډول جنتي خواړه او مېوې دي؛نو څوک،چې د آخرت د خوندونو لپاره د دنيا له خوندونو سترګې پټوي؛نو نه يوازې خداى لمانځى نه دى او د خپلې دعا حس نه پياوړى کوي؛بلکې هغه انسان دى،چې تر نړۍ لمانځو هم ډېر توکيز دى؛ځکه يو نړۍ لمانځى انسان د همدې دنيا په محدودو خوندونو قانع کېږي؛خو هغه يو حسابپال دى ؛حسابوي،چې که وغواړي د دنيا څلوېښت کاله عمر په خوندونو کې تېر کړي؛نو ډېر خوندونه يې نه دي اخستي او بالاخره به پاى ته ورسي ؛نو له ځان سره وايي: په دې څلوېښت کالو کې به په ځان سخته تېره کړم؛نو په هغه دنيا کې به تلپاتې خوندونو ته ورسم؛نو دې کار ته هڅونکى يې تمه ده او هغه،چې د دوزخ له وېرې ګناه نه کوي،هم همداسې دي؛نو په اديانو کې د انسان د دعا او عبادت حس ته پام نه دى شوى او دا نيوکه ډېره مسيحيان د اسلام په هکله کوي،چې په قرآن کې توکيزو نعمتونو ته ډېر پام شوى دى.

دا نيوکه بېځايه ده.لومړى دا چې پوهېږو په اسلام کې عبادتونه خپلې درجې لري،چې يوه درجه يې د جنت لپاره عبادت دى او بله درجه يې له دوزخه د ژغورنې لپاره عبادت دى او له دې پورته هم درجې شته،چې موخه يې جنت او دوزخ نه وي،چې دا مسئله په قرآن او سنتو کې خورا ويل شوې ده.

 

حضرت علي (نهج البلاغه/٢٢٩ حکمت) وايي:

ان قوما عبدوا الله طعما فتلک عبادة التجار،وان قوما عبدوا الله خوفا فتلک عبادة العبيد،وان قوما عبدوا الله شکراً (حباً) فتلک عبادة الاحرار.

ځينې خلک د خداى عبادت جنت د تمې لپاره کوي،چې دا تجارت ډولى عبادت دى؛دلته کار کوي،چې هلته يې ګټه واخلي او ځينې د دوزخ له وېرې عبادت کوي،چې د دوى دا کار مريانو ته ورته دى،چې د کوړې او وهلو له وېرې عبادت کوي.

بله ډله نه د جنت د تمې لپاره او نه د دوزخ له وېرې عبادت کوي؛بلکې د شکر لمونځ کوي؛يعنې خپل خداى پېژني،خداى يې چې وپېژانده ؛نو څه چې لري،د خداى يې ګڼي او ددې لپاره،چې هر څه د خداى ګڼي ؛نو د شکر ايستنې حس يې عبادت ته اړ کوي؛يعنې که نه جنت وي او نه دوزخ؛نو هماغه د خداى پېژندنې او د شکر ايستنې حس يې عبادت ته هڅوي،چې دا د احرارو او ازادو خلکو عبادت دى.

هغه اولنى د خپلې تمې بنده دى،دويم د خپلې وېرې بنده او درېم د وېرې او تمې له بنده خلاص او ازاد دى.

 

رسول اکرم (ص) او عبادت

پېغمبر اکرم به د شپې ډېر عبادت کاوه او د قرآن حکيم د وينا له مخې،کله به يې د شپې دوه پر درېمه برخه عبادت کاوه،کله نيمه شپه او کله يې هم د شپې درېمه برخه عبادت کاوه. حضرت عايشې بي بي به،چې ليدل پېغمبر اکرم د شپې دومره عبادت کوي_يو وخت به پېغمبر اکرم دومره عبادت ته درېده،چې پښې يې پړسېدې_يوه ورځ يې ورته وويل:ولې دومره عبادت کوئ؟ ستا په هکله خو خداى ويلي : ((لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا = چې خداى ستا له هغو تېرو او راتلونکېو ګناهونو تېر شي،چې په تا پورې يې تړل (او ستا حقانيت يې جوت كړى) او پر تا خپله پېرزوېنه بشپړه كړي او سمه لار دروښيي)) (فتح/٢)

پېغمبر اکرم ورته وويل: افلا اکون عبدًا شکوراً؟ آيا ټول عبادتونه بايد د دوزخ له وېرې او جنت ته د تمې لپاره وي؟ آيا بايد شکر ايستونکى بنده نه وسم؟

پېغمبر اکرم وايي :

افضل الناس من عشق العبادة و عانقها و باشره و بجسده و تفرع لها؛يعنې تر ټولو غوره خلک هغه دي،چې له دعا او عبادت سره مينه وکړي.

رسول اکرم وايي: طوبى لمن عشق العبادة؛يعنې بختور دى هغه،چې له لمونځ سره مينه لري. عبادت يې معشوقه شي و احبها بقلبه او د زړه له کومې يې عبادت خوښ وي و باشرها بجسده او په بدن يې ورپورې ونښلي.مراد يې دادى،چې لمونځ يوازې د زړه ذکر نه دى.په خپله عملي عبادت (رکوع،سجده او قيام) يو ډول عملي مينه ده. و تفرغ لها ځان عبادت ته فارغ کړي؛يعنې هغه مهال،چې لمانځه ته درېږي؛نو په زړه،خيال او فکر کې يې هېڅ هم رانشي؛يوازې هغه وي او خداى او زړه يې خداى ته خالي وي او د عبادت روح هم همدا دى.

د عبادت روح ذکر دى او په ديني څرګندنه-اصطلاح کې د خداى يادول،چې د عبادت پر مهال انسان ځان له “غيرالله” وشلوي او يوازې هغه وي او خداى يې وي. ته وا،چې بې له خدايه او هغه بل څوک په عالم کې نشته.دا هماغه حالت دى،چې عرفاني علماوو په ((حضور)) تعبير کړى.

حافظ شيرازي وايي:

نه حافظ را حضور درس خلوت     نه دانشمند را علم اليقيني

د “حافظ شيرازي” د حضور او خلوت (د زړه د خلوت په مانا) مسئلې ته پام و.که ګوري،چې ځينې ظاهري خلوت ته ارزښت ورکوي؛نو دا کار يې د زړه خلوت ته سريزه ده. بيا يې چې د زړه خلوت وموند، انسان بايد ټولنې ته راشي،چې ټولنيز کار وکړي؛خو د زړه خلوت هم ولري.انسان بايد دا ولري،چې په عبادت کې وکړاى شي،له خپل خداى سره خلوت وکړي. حافظ شيرازي په يو شعر کې وايي:

بر سر آنـــم کــه گــر ز دست برآيـــــــــــد

دست به کارى زنم که غصه سرآيــــــــد

خلوت دل نيست جاى صحبت اضداد

ديو چون بيرون رود فرشتـــه در آيـــــد

بيا پېغمبر اکرم وايي: فهوا لا يبالى على ما اصبح من الدنيا،على عسر ام على يسر (کافي٢/٨٣) که څوک دې پړاو ته راورسېد؛نو د دنيا سختي او سستي ورته يو شان کېږي؛يعنې مراد يې دادى که څوک دې پړاو ته راورسېد؛نو د دنيا سختي او کړاو ورته له بېخه مفهوم نه لري.که څوک يې وکړوي هم؛نو اهميت ورته نه لري او د دنيا سختي او کړاو هغوى ته ستره مسئله وي،چې د عبادت په خوند پوه شوي نه وي.

 

حضرت علي (ک) او د دعا روح

خبره مې داده،چې په اسلام کې د عبادت او دعا روح ته خورا ارزښت ورکول شوى او دا دوه درې حديثونه مې،چې بېلګې ته راوړل په څېر يې خورا روايتونه دي. امير المؤمنين علي بن ابيطالب وايي:

الهى ! ما عبدتک خوفا من نارک و لا طعما فى جنتک بل وجدتک اهلا للعبادة فعبدتک.

خدايه! د دوزخ له وېرې او جنت ته د تمې لپاره دې عبادت نه کوم؛ بلکې ځکه دې لمانځم،چې ته مې د عبادت وړ وليدې.                    (بحارا لانوار٤١/١٠١)

د “کميل” دعا سر تر پايه په لوړه مانا دعا ده. تاسې به په دې دعا کې نه د جنت تمه وګورئ او نه له دوزخه وېره.

اسلامي دعاوې _البته ناشونې ده،چې ټولې دعاوې په يوه سطحه وي_لوړ مضامين لري.په روايتونو کې لاندې دعا د ((مناجات شعبانيه)) په نامه راغلې،چې حضرت علي (ک) او امامانو به دا دعا ويله،د امامانو په سطح دعا؛يعنې په ډېره لوړه سطح. انسان،چې کله دا دعا لولي؛نو پوهېږي،چې په اسلام کې د دعا روح څه ته وايي.

الهى ! هب لى کمال الانقطاع اليک و انز ابصار قلوبنا بضياء نظرها اليک حتى تحرق ابصار القلوب حجب النور فتصل الى معدن العظمة و تصير ارواحنا معلقة بعز قدسک… الهى والحقنى بنور عزک الابهج فاکون لک عارفا و عن سواک منحرفا.

ددې ماناوو انځورونه هم موږ ته ستونزمنه ده.

د ابوحمزه ثمالي دعا هم همداسې ده.د امام زين العابدين دعا،چې په مناجات ((خمسة عشر)) مشهوره ده،هم همداسې ده.مناجات خايفين، مناجات ذاکرين،مناجات طالبين….دومره لطيفې او لوړې ماناوې لري ،چې انسان حيرانوي. په خپله نهج البلاغه هم له داسې مطالبو ډکه ده،چې يوه برخه يې راخلو:

امام علي (ک) کميل ته وايي: خلک درې ډلې دي: رباني عالم،متعلمان او همج رعاع.

بيا امام وايي: ډېرې خبرې راسره دي،چې وړ يې نه پيدا کېږي.

وګړي ويشي او وايي: ځينې ډېر هوښيار وي،پوهېږي؛خو ډاډ پرې نه وي او همدوى د دنياپالنې وسيله کوي.ځينې ښه خلک دي؛نو ناپوه او ډرپل دي او درک نه لري او زه به چا ته ووايم او آخر به هم خپله پوهه له ځان سره قبر ته يوسم.وړ يې نه پيدا کېږي او بيا ددې لپاره،چې ټول نهيلي نه کړي،وايي:

اللهم بلى لا تخلوا الارض من قائم لله بحجة اما ظاهرا مشهورا و اما خائفا معمورا…. و يزرعوها فى قلوب اشباههم.

د مضمون لنډيز يې دادى،چې تل يوه ډله وي،چې خداى په دوى د وړ خلکو په زړونو کې معنويات او حجتونه کري او بيا په هکله يې وايي: هجهم بهم العلم على حقيقة البصيرة؛علم د بصيرت د حقيقت په مانا يرغل کړى (معلومه ده،چې افاضي علم دى نه اکتسابي).وباشروا روح اليقين؛يعنې د يقين روح ته رسېدلي. و استلانوا ما استوعره المترفون؛هغه څيزونه ورته ډېر اسان دي،چې د مزوچړچو خاوندانو ته درانده او کلک دي.و انسوا بما استوحش منه الجاهلون؛له هغو څيزونو سره مل وي،چې ناپوهان ترې ډارېږي.

 

د اسلام انسان که جامع انسان؟

د اسلام انسان جامع دى.انسان څو اړخيز موجود دى او يو اړخيز نه دى.د عرفاوو د ويناوو له مخې،نيمګړى انسان هغه دى،چې عرفان يې کمال ته نه وي رسېدلى،ځان له “غيرالله” وشلوي؛خو چې کله هلته ورسېد او پوره شو؛نو راستنېدونکى حالت لري او بيا خپل مسئووليتونه او دندې تر سره کوي؛خو که څوک ولاړ او راستون نه شو؛ نو تر اوسه خام دى او کامل نه دى.

او دا پر اسلام يوزاې يو تور دى،چې وايي په اسلام کې د عبادت او دعا روح ته پام نه دى شوى؛خو موږ د مطلب د لنډيز لپاره نورې خبرې پرې نه کوو.

 

د عبادت ټيټې درجې

اوس به هغه عبادت ته راشو،چې د جنت او يا د دوزخ له وېرې وي.آيا واقعا دا عبادت ارزښت نه لري؟؛لکه چې ويلي يې دي دا يوه ستره نسپالنه ده؟ يوه ستره تمه ده،تر دنياپالنې سل درجې بده ده؟

نه! داسې غندنه يې نه ده په کار. اړنګ نشته،چې جنت ته او د دوزخ له وېرې لمونځ د هغو عبادتونو هومره ارزښت نه لري،چې و مو ويل ؛خو داسې هم نه ده،چې بېخي ارزښت نه لري او ځينو خلکو ته يوه لوړه درجه ده. دا دوه سره توپير لري،چې يو انسان يو کار نېغ په نېغه د يوې تمې لپاره وکړي او يا يې خداى ته واسطه کړي.مثال يې داسې دى؛لکه چې يو سړى نېغ په نېغه په پېسو پسې ځي؛خو يو وخت پېسې غواړي؛خو له خدايه يې غواړي او دا دواړه سره ډېر توپير لري ،چې يو څوک خپله اړيکه له خداى سره پرې کوي او نېغ په نېغه په پېسو پسې ځي او بل خپله لار داسې ټاکي او وايي: زموږ خداى يو لړ احکام لري،چې زه يې پلي کوم او له خدايه پيسې غواړم،چې دا په خپله يو ډول عبادت دى،خداى ته ورتګ،که څه هم د پېسو لپاره وي ؛خو خداى ته له نه ورتګ سره توپير لري. خداى ته د خداى لپاره تګ خداى ته خورا ارزښت لري.د څه د غوښتو لپاره خداى ته ورتګ بيا هم ورتګ دى،بيا تر يوه حده د انسان زړه روښانوي،چې له “غيرالله” غفلت کوي او خداى ته مخه کوي،چې په خپله يو ډول عبادت دى که څه هم د عبادت ټيټه درجه وي.

نو سل په سلو کې دا عبادتونه هم نه شو نفې کولاى او ددې لپاره،چې ټول خلک هم په لوړه درجه نه دي او که غواړو ډېرى خلک وروزو،چې هم يې د ژوند نظام هم جوړ شي او هم خداى ته نږدې شوي وي؛نو بايد له همدې لارې ورننوځو او يا لږ تر لږه په پيل کې انسانان له دې لارې وردننه کړو،چې بيا پورته ولاړ شي او داچې په قرآن شريف کې مادي چارو ته پام شوى،علت يې همدا دى.البته په قرآن کې ((رضوان من الله اکبر)) هم شته،چې کله وايي:((جنات تجري من تحتها الانهار؛يعنې جنتونه او باغونه،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي.)) بيا وايي : ((رضوان من الله اکبر)) او د خداى لږه خوښي تر دې ټولو اوچته او ستره ده؛خو طبعا ټول خلک ((رضوان من الله اکبر)) نه دي او ډېرى خلکو ته عملي لار همدا ده،چې د هغو جنتونو او باغونو خبرې ورته وشي،چې تر ونو لاندې يې باغونه دي.

البته قرآن شريف يوازې د خلکو د روزنې لپاره د جنتونو خبرې نه کوي. قرآن کريم په خپله وايي:هېڅکله زموږ په کلام کې ان د مصلحت لپاره هم دروغ نه دي راغلي_العياذ بالله_چې څوک خيال وکړي (او ځينو ويلي هم دي)چې قرآن خپلو موخو ته خلک نېکو چارو ته وهڅوي،چې د ښې موخې لپاره هره خبره کړاى شو.(( لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنزِيلٌ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ= چې باطل پرې نه مخامخ راتلاى شى او نه له شا؛(ځكه دا) د حكيم ستايل شوي (خداى) له لوري رالېږل شوى دى .)) (فصلت/٤٢)

ناشونې ده،چې د خداى په کلام کې يو دروغ او باطله خبره وي،که څه هم د ټولنيز مصلحت لپاره وي. نه (د جنت د مادي خوندونو خبره) حقيقي ده.اصلاً ډېرى خلک له مادي خوندونو پورته نه درومي؛نو ځکه يې نشه همدا نشه ده او هغوى،چې پورته درومي؛نو له دې نشې پورته درومي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست