تبلیغات

د روزنې لاملونه : مينه_د حقيقت پلټنې د حس پياوړتيا_مراقبه او محاسبه مينه او مقابل ټکى يې تاوتريخوالى هغې مسئلې دي،چې په اسلامي روزنه کې مطرح دي.البته د مينې مقابل ټکى معمولا بغض دى؛خو د مينې اغېز احسان او نرمي ده او د بغض اغېز تاوتريخوالى او سختګيري ده. ځينو په اسلامي ښوونې او روزنې […]

د روزنې لاملونه :

مينه_د حقيقت پلټنې د حس پياوړتيا_مراقبه او محاسبه

مينه او مقابل ټکى يې تاوتريخوالى هغې مسئلې دي،چې په اسلامي روزنه کې مطرح دي.البته د مينې مقابل ټکى معمولا بغض دى؛خو د مينې اغېز احسان او نرمي ده او د بغض اغېز تاوتريخوالى او سختګيري ده.

ځينو په اسلامي ښوونې او روزنې نيوکه کړې،چې په کافي اندازه يې مينې او اغېز ته يې(چې نرمي او احسان دى)پام نه دى کړى او که په اسلام کې له انسانانو سره مينه او د احسان او نرمۍ مسـئله نوموتې ده؛نو په مقابل کې يې له دښمن سره تاوتريخوالى او په بله مانا ورسره بدي کول هم نوموتي دي . بيا ګورو،هغوى،چې پر مينه او محبت خورا ټينګار کوي،مسيحيان او کشيشان يې دي . دوى ډېر د محبت خبرې کوي او وايي: حضرت عيسى مسيح (ع) يوازې محبت ته رابللي يو او په مينه کې يې په خداى لمانځو او خداى نا لمانځيو کې،د حضرت عيسى په لاروۍ او نه لاروۍ کې استثنا نه کوله؛بلکې ويل يې:له ټولو سره مينه وکړئ.

د اديانو د تاريخ په کتابونو کې مې ولوستل،چې دا خبره : ((څه چې ځان ته خوښوې، نورو ته يې خوښ کړه او څه،چې ځان ته ښه نه ګڼې؛ نورو ته يې بد ګڼه.)) د ټولو اديانو ګډه خبره ده او په اسلام کې هم شته،چې:((احبب للناس ما تحب لنفسک و اکره لهم ما تکره لنفسک.))

دا حکم،چې په اسلام کې هم شته،ټوليز او مطلق حکم دى.آيا اسلام په دې عمومي قاعده کې استثنا راوړې او نورو اديانو نه ده راوړې؟ په مسيحيت کې استثنا نشته او په اسلام کې شته؟،چې په واقع کې اسلام ووايي : چې څه دې د خلکو لپاره ښه ايسي،ځان ته يې هم خوښ کړه؛خو په ځينو چارو کې؟ ايا په اسلام کې کومه استنثا شته؟ که نه؟ له مسيحيت سره د اسلام اړپېچ د محبت په تفسير کې دى؛نه په ټوليز آر کې.

 

دوه ډوله مينه

آيا ځان ته د يو څيز خوښول تل سوليز-منطقي وي؟کېداى شي وواست: له بېخه موږ له دې خبرې سره ستونزه لرو؛ځکه وايي:نورو ته هماغه خوښ کړه،چې ځان ته يې خوښوې،کېداى شي،انسان داسې څيز کړي،چې نورو ته يې بايد خوښ نه کړي؛يعنې کېداى شي يو څيز د انسان محبوب او مطبوع وي؛خو مصلحت ورته نه وي. که څوک د شکرې رنځ ولري او شات ورته ضرر لري؛خو په خپله يې شات خوښ وي او ورته وويل شي:داچې شات دې خوښ دي،سره له دې،چې ضرر درته لري؛نو نورو ته يې هم خوښ کړه،که څه هم ضرر ورته لري. آيا مراد ترې داسې خبره ده؟ يا نه ! دلته مينه،منطقي او عاقلانه مينه ده،چې له مصلحت سره يو شان ده او مراد دادى : لکه څنګه چې تل خپل خير او نېکمرغي غواړې؛نورو ته هم خېر او نېکمرغي غواړه . خېر او نېکمرغي له دې ظاهري مينې سره توپير لري،چې مسيحيان يې وايي.

د مثال په توګه :مورو پلار له خپل اولاد سره مينه کوي او نېکمرغي يې غواړي.د اولاد دا خېر او نېکمرغي غوښتل کېداى شي په دووو بڼو راښکاره شي . ناپوهه موروپلار،چې اولاد پرې ګران دى او غواړي ورسره مينه ورکړي؛نو د ميني کچه يې داده: ماشوم يې،چې څه غواړي،هماغه ورکوي او هغه څه نه ورکوي،چې د ماشوم خوښ نه وي. پلاني خواړه مې د ماشوم خوښ دي؛په ما هم اولاد ګران دى؛نو نه شم کړاى هغه څه ور نه کړم،چې د اولاد مې خوښ دي؛خو يوه پيچکارۍ يا درمل،چې له بېخه د ماشومانو خوښ نه وي؛نو ماشوم مې راباندې ګران دى او د درمل په ورکولو يې خپه کولاى نه شم.

دا يو ډول مينه کول دي او بل ډول مينه سوليزه-منطقي مينه وي؛يعنې هغه مينه،چې له مصلحت سره اړخ لګوي.هغه مينه،چې واقعا احسان او محبت دى.کېداى شي،د ماشوم خوښـه شي او کېداى شي خوښـه يې نه شي.

که غواړو دا حکم داسې تفسير کړو،چې په ټولو اديانو کې هم راغلى،چې له مينې نه د ټولو اديانو مراد دادى،چې له خلکو سره داسې چلن وکړئ،چې خوښ يې وي او په بله وينا له خلکو سره داسې چلن وکړئ،چې خلک پر خوښېږي؛نو په دې بڼه کې بايد ووايو،چې العياذ بالله د اديانو دا حکم غلط دى.

وګړيو او ټولنې ته د خپر رسولو کچه بايد دا نه وي،چې هغوى په څه خوشحالېږي .د خلکو په خوښه چلېدل،د مصلحت له مخې چلن سره توپير لري.

 

د ټولنې مصلحت د وګړي پر مصلحت لومړيت لري

په يو وخت کې د وګړي او د ټولنې د ګټو خبره رامنځ ته کېږي. د مثال په توګه: موروپلار څو هلکان او نجونې په کور کې لري او ټول هم پرې ګران دي . په دوى کې يو ماشوم شيطان او وران دى . پر موروپلار يوازې دا ماشوم ګران نه دى،چې په خوښه يې وچلېږي. که کچه “خوښه” وي؛نو د نورو خوښه هم بايد په پام کې ونيول شي؛يعنې که څوک غواړي د محبت د کمال له مخې له خپل اولاد سره وچلېږي؛نو نه يوازې دا چې “خوښه” بايد کچه نه وي؛بلکې مصلحت بايد کچه وي او همداراز بايد د ټولنې مصلحت کچه وي نه د وګړي.

 

د قصاص فلسفه

ګورئ،چې د قصاص په هکله د قرآن دا تعبير څومره پراخ بنسټه دى. پوهېږو،چې قرآن د جزا په قانون کې د قصاص پلوى دى.په داسې ځاى کې اسلام د قصاص اجازه ورکوي،چې يو بېګناه محترم نفس بې له عذره ووژل شي.

دلته دا مسئله ده،چې يو سړى؛خو مړ شو؛نو موږ ولې يو بل تن ورپسې ووژنو؟! که وژل بد چار دى؛نو موږ په قصاص دا بد چار وکړو؟هغه يو بد کار کړى او يو تن يې وژلى؛نو موږ هم هغه ووژنو، چې بيا يو بل تن ووژنو؟

قرآن کريم (بقره/١٧٩) وايي : ((وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَاْ أُولِيْ الأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ= عقلمنو! تاسې ته په قصاص كې ژوند دى ( په كار ده، چې له دې قانونه سر ونه غړوى) ښايي ( له نا حق وينو تويولو) ځان وساتئ .))

داسې مړه کول،وژنه مه ګڼئ؛دا ژوند او حيات وګڼئ؛خو نه د وژونکي ژوند؛بلکې د ټولنې ژوند؛يعنې د يو تن په قصاص مو د ټولې ټولنې ژوند ژغورلى دى.که نن د وژونکي مخه و نه نيول،سبا بل وژني او بل سبا نور هم وژني؛نو قصاص د ټولنې د وګړيو کمېدل مه ګڼئ؛بلکې د ټولنې د وګړيو د ژوند خونديتوب وګڼئ؛يعنې د قصاص مانا له انسانانو سره دښمني نه؛بلکې ورسره دوستي ده.

 

انسان دوستي

د ((انسان دوستۍ)) خبره بايد روښانه شي او د ديني طالبانو د وينا له مخې،انسان په “انسان دوستۍ” که بما هو انسان دى؛يعنې له انسان سره ځکه مينه وکړي،چې انسان دى او په نننۍ څرګندنه- اصطلاح کې: انسان له انساني ارزښتونو سره.يو وخت د انسان په تعريف کې وايو: يو څاروى،چې سر،پښې او تنه لري او خبرې کوي. که انسان دا وي؛نو هغه کسان هم د عيسى (ع) هومره انسان دى،چې غوښتل يې حضرت عيسى (ع) غرغره کړي؛ د عيسى (ع) په څېر يې خبرې کولې او په دې چارو کې يې له حضرت عيسى سره توپير نه درلود.

يو وخت وايو((انسان))؛يعنې دا ځانګړې تنه،چې ټول انسانان يې لري او ((له انسان سره مينه وکړو))؛يعنې د آدم له ځوځات سره مينه وکړو او د مراد لنډيز دا چې له انسانه مراد،بيولوژيک انسان دى. هغه،چې په بيولوژي کې ورته انسان ويل کېږي.آيا مراد يې دادى؟ که نه ! د انسان مراد بما هو انسان دى؛يعنې انسان د انساني ارزښتونو لپاره،انسانيت لپاره او انسان دوستي؛يعنې انسانيت دوستي .

اوس که انسان د انسان او انسانيت ضد شو او د نورو انسانانو د تکامل په مخ کې خنډ شو؛نو آيا بيا هم له دې انسان سره مينه وکړو،چې په واقع کې نوم يې انسان دى؛خو په مانا کې نه دى او د حضرت علي کرم لله وجهه په تعبير،ظاهر يې د انسان؛خو باطن يې څاروى دى؟ آيا د انسان دوستۍ په نامه له انسانيت سره خيانت او دښمني وکړو؟

مينه يوازې خوښو ته کتل نه دي؛بلکې د مقابل لوري خېر،مصلحت او نېکمرغي په پام کې نيول دي.يوازې د وګړي مصلحت کچه کېداى نشي؛بلکې بايد د ټولنې مصلحت په پام کې ونيول شي او انسان دوستي؛يعنې انسانيت دوستي؛خو که انسان د بيولوژيک انسان په مانا وي؛نو د انسان او څاروي تر منځ هېڅ توپير نشته؛نو ولې له پسونو،خرو او اسونو سره د انسان هومره مينه نه کوو؟ دواړه ژوندي موجودات دي.

نو خبره بايد له انسانيت سره مينې ته ورستنه شي؛نو داچې د انسان دوستۍ مانا،له انسانيت سره مينه شوه او د انسانيت دوستۍ مانا هم د انساني مصالحو (نه خوښو) په پام کې نيول وي؛نو معلومېږي،چې له مينې دا تفسير غلط دى،چې له انسانانو سره مينه دې ته وايي،چې د انسانانو په خوښه وچلېږې او منطقي مينه له تاوتريخوالي،جهادونو او مبارزو سره يو ځاى وي او هغه انسانان بايد له منځه ولاړ شي،چې د انسانيت د تکامل پر لار خنډ دي.

 

له کافر سره نېکي

ګورو،چې قرآن کريم له خلکو ان له کافر سره د نېکۍ او احسان سپارښتنه کړې ده؛خو د اغېز تر بريده او په هغه ځاى کې نېکي،نېکي نه ده،چې نېکه اغېزه و نه لري؛بلکې بدي ده.

قرآن حکيم (ممتحنه/٨_٩) وايي:

((لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ أَن تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ . إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ = خداى تاسې له هغو كسانو سره د نېكۍ او د عدل او انصاف له چلنه نه منع كوي،چې د دين په اړه يې درسره جګړه نه ده كړې او له خپلو كورونو يې شړلي نه ياست؛ (ځكه) چې خداى انصاف كوونكى خوښوي . خداى يوازې تاسې له هغو كسانو سره له دوستۍ (او اړيكو) منع كوي،چې د دين په اړه يې درسره جګړه كړې او له خپلو كورونو يې شړلي ياست يا يې ستاسې په شړلو كې د يو بل لاسنيوى كړى دى او څوك چې ورسره دوستي وكړي؛نو هماغوى ظالمان دي.))

يعنې خداى تاسې نه منع کوي (لومړى وايي: نه منع کوي او بيا امر کوي)،چې له هغو کافرانو سره نېکي وکړئ،چې د دين په خاطر درسره په جګړه کې نه دي او له کورنو يې ايستلي نه واست_چې په هغه وخت کې يې مصداق قريش ول،چې له مسلمانانو سره د دين په خاطر جنګېدل او هم يې له کورونو وشړل_او که وايو،چې له کافرو سره نېکي مه کوئ؛نو له داسې کفارو سره يې مه کوئ؛ځکه ورسره نېکي مو له ځان سره بدي ده؛ځکه د دښمن سټه مو غښتلې کېږي.

بيا وايي : ((إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ= خداى انصاف كوونكي خوښوي))؛ يعنې دا کار وکړئ : ((إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ= خداى يوازې تاسې له هغو كسانو سره له دوستۍ (او اړيكو) منع كوي،چې ددين په اړه يې درسره جګړه كړې او له خپلو كورونو يې شړلي ياست))

 

له کافر سره عادلانه چلن

له هغو سره له نېکۍ منع شو،چې د دين په چار کې راسره جګړه کوي او له کوره مو شړي؛خو عدل څنګه؟که وغواړو حق يې ورکړو؛آيا کړاى شو،چې ظلم پرې وکړو؟ قرآن کريم (مائده/٨) وايي :

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاء بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُواْ اعْدِلُواْ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ= مؤمنانو! تل د خداى (د فرايضو) لپاره راپاڅېږئ او په قسط او عدل ګواهي وركړئ، له كومې ډلې سره دښمني دې تاسې دې ته اړ نه كړي، چې عدالت ونه کړئ؛عدالت وكړئ،چې هغه (ځان ساتنې او) پرهېزګارۍ ته ډېر نژدې دى او(ځانونه مو) د خداى له (عذابه) وساتئ،څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى .))

له كومې ډلې سره دښمني دې تاسې دې ته اړ نه كړي، چې عدالت ونه کړئ؛يعنې هغه څه ورسره و نه کړئ،چې مستحق يې نه دي؛له هغوى سره هم په عدالت وچلېږئ،چې عدالت تقوا ته نږدې دى.

د قرآن (بقره/١٩٠) په نورو آيتونو کې هم شته،چې له کافر سره جګړه کول هم خپل بريد لري؛يعنې يو ځاى رارسي،چې که تر هغه مخکې ولاړل؛نو د قرآن د وينا له مخې،يرغل دى.

((وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبِّ الْمُعْتَدِينَ = او د خداى په لار كې له هغوى سره وجنګېږئ، چې له تاسې سره جنګېږي او تېرى مه كوئ،چې خداى تېري كوونكي نه خوښوي .))

او د خداى په لار كې له هغوى سره وجنګېږئ،چې له تاسې سره جنګېږي او تېرى مه كوئ. د مثال په توګه: چې کله دښمن تسليم شو او وسله يې پر ځمکه کېښووه؛نو مه يې وژنئ،يا پر ماشومانو،ښځو او بوډاګانو، کورنو،ونو او چينو يې يرغل مه کوئ (دا هغه حکمونه دي،چې پېغمبر اکرم به تر هرې جګړې مخکې مسلمانانو ته ورکول.)

نو چې کله د عدالت او ظلم خبره رامنځ ته شي؛نو وايي: ان پر کافرانو هم ظلم مه کوئ او په عدالت ورسره چلېږئ.

نو بايد په هر حال کې عدالت رعايت شي او په هغه ځاى کې دې له کافر سره احسان او نېکي وشي،چې له کافر سره نېکي او احسان نېکه اغېزه ولري؛خو که بده اغېزه يې درلوده (خپل ځان يا نورو مسلمانانو ته)؛نو اسلام ددې نېکۍ اجازه نه ورکوي.د مثال په توګه پر کافر دې وسله نه پلوري،چې البته دا خبره يوازې په وسلې پورې ځانګړې نه ده؛يعنې هغه کار چار بايد و نه کړى شي ،چې د مسلمانانو په مقابل کې د کفارو د سټې د غښتلتيا لاملېږي؛ځکه که د دښمن سټه مو پياوړې شوه؛نو ستاسې سټه به له بېخه راوباسي.

 

امام صادق او کافر سړى

امام صادق په سفر کې د سرک تر غاړې يو سړى وليد،چې له ناستې يې څرګندېده،چې رنځور دى؛نو خپل ملګري ته يې وويل: راځه،چې ورشو ؛ځکه ښايي ستونزه ولري،چې ورغلل؛نو له جامو يې وپېژانده، چې مسلمان نه دى؛څرګنده شوه،چې په دې دښته کې وږى تږى يوازې راښکېل شوى دى. امام حکم وکړ،چې خواړه او اوبه ورکړئ،لنډه دا چې د هغه ژوند يې وژغوره.د امام ملګري وويل: دا سړى خو کافر و ! آيا له کافر سره مينه کړاى شو؟! و يې ويل: هو! يوازې هغه مينه،چې خېر رسوي او ضرر هم نه لري؟ امام يې وپوښت: که له دې کافر سره مو مينه وکړه؛نو له مسلمانانو سره به مو دښمني کړې وي؟ امام: نه ! بايد په داسې ځايونو کې ورسره مينه وشي.

د بدۍ پر وړاندې نېکي

((وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ = او نېكي او بدي يو شان نه دي،(بدي) پر غوره چلن (نېكۍ) لرې كړه؛نو ناڅاپه (به وګورې)څوک چې له تاسره دښمني لري،ستاسې د خواخوږي دوست غوندې به وي.)) (فصلت/٣٤)

په دې آيت کې د هغو نېکيو سپارښتنه شوې،چې نېک اغېز لري او وايي: ((وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ)) نېکي او بدي _ قرينه يې ښيي،چې له خلکو سره نېکي کول او بدي کول_هېڅکله يو شان نه دي؛يعنې د نېکۍ او بدۍ اغېز يو شان نه دى.ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ ورسره ښه وکړو،چې درسره بدي کوي. فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ. چا چې درسره بدي کړې او ته يې په نېکۍ ځواب ورکړې او و يې بښې؛نو دښمني به مو پر دوستۍ واوړي.

شيخ سعدي د همدې آيت په مضمون يو شعر لري،چې وايي:

ببخش اى پسر کآدميزاده صيد     به احسان توان کرد وحشى به قيد

البته څرګنده ده،چې اخلاقي احکام کليت نه لري.ټاکل شوي ځايونه لري.په هغه ځاى کې درته وايي،نېکي وکړه،چې وکړاى شې د مقابل لوري زړه واړوي،چې ښو ته يې مخ کړي.دلته مخاطب،پېغمبر اکرم (ص) دى.د پېغمبر اکرم دښمن،ددين دښمن هم دى.

په اسلام کې د ((مولفة قلوبهم)) مسئله څه ده؟ د زکات يو لګښت “مولفة قلوبهم” دى او “مولفة قلوبهم”؛يعنې ضعيف الايمانه ظاهري مسلمانان،چې په مينه او ان په مالي احسان بايد وساتل شي.

 

د مشرکانو د بديو پر وړاندې زغم

قرآن حکيم (آل عمران/١٨٦) وايي:

((لَتُبْلَوُنَّ فِي أَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ وَلَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ أَذًى كَثِيرًا وَإِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الأُمُورِ =هرومرو(تاسې ټول ) په خپلو مالونو او ځانونو ازمېيل كېږئ او له کتابيانو [ =يهود ] چې له تاسې مخكې ورته اسماني كتاب وركړ شوى او(همداراز) له مشركانو به ځوروونكې خبرې واورئ ؛خوكه صبر وكړئ او (ځانونه) وساتئ؛نو په حقيقت کې دا (په) چارو کې (ستاسې) له ټينګ هوډه راولاړ شوي دي.))

دلته د صبر او تقوا خبره ده؛نه د احسان او وايي: تاسې به مشرکان او کتابيان ځوروي؛خو مسلمانانو! بېړه به نه کوئ؛صبر او تقوا ولرئ او د مشرکانو او کتابيانو د بديو پر وړاندې په بيړه غبرګون مه ښيئ. دلته له بد غبرګونه مخنيوى دى او دا چار غيرمنطقي او غير محتاطانه ګڼل شوى دى. وَإِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الأُمُورِ؛ خوكه صبر وكړئ او (ځانونه) وساتئ؛نو په حقيقت کې دا (په) چارو کې (ستاسې) له ټينګ هوډه راولاړ شوي دي.

 

د مينې سم تفسير

هلته،چې ((ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ)) (فصلت/٣٤) نه وي او که موږ نېکي وکړه او بدي يې په ښېګڼه بدله نشي او يا دښمني يې پر دوستۍ وا نه وړي؛نو که دلته نېکي وکړو؛نو له انسانيت سره مو بدي کړې ده او دلته اسلام د ډول ډول تاوتريخواليو؛لکه جهاد او په ټولنيزو چارو کې د قصاص حکم ورکړى دى؛خو بيا هم ددې ټولو سرچينه په مصلحت او نېکمرغۍ کې ده.دا د هغه اديانو په ټوليز قانون کې:(( احبب للناس ما تحب لنفسک و ابغض لهم ما تبغض لها)) استثنا نه ده؛يو ډ ول تفسير دى. ځينې وايي:چې وينې دا سړى بوت لمانځى دى؛نو ستا ورسره څه کار دى؟!ورسره مينه کوه. ګورې،چې که له دې کاره يې منع کړې؛نو بد يې ايسي؛دا کار مه کوه او مينه ورسره کوه او داسې څه مه وايه،چې بدې يې ايسي.

دا خو له دې انسان سره دښمني ده او مثال يې داسې دى،چې يوه ډله رنځوره شي؛خو په خپله رنځوران و نه غواړي،چې درملنه يې وشي او درملنه يې بدې راځي،چې خلک ناپوهه وي؛نو همداسې وي.

مينه د اسلامي روزنې ان ګردو اديانو يوه مسئاله ده؛خو په دې توپير ،چې په تفسير او مخونه کې يې له ځيرنې کار واخلو،چې دا مينه له سرسري مينو سره ګډه نه کړو.

 

د حقيقت پلټنې د حس پياوړتيا

بله مسئله د حقيقت پلټنې د حس پياوړتيا ده . وايي په هر انسان کې څه ناڅه حقيقت پلټونکې غريزه شته؛نو ځکه انسان په علم پسې ځي او دا له هغو احساسونو او غرايزو ده،چې بايد پياوړى شي.

ددې خبرې رڼاوۍ ته ضرورت نشته؛ځکه هر څوک ښه پوهېږي،چې اسلام پر علم او زده کړه يې خورا سپارښته کړې ده او د اسلام تاريخ ګواه دى _او ټولو بې غرضو وګړيو هم تاييد کړې_،چې د اسلام تمدن،چې له هماغو ړومبيو پېړيو يې بنسټ کېښوول او پيل شو_؛بلکې په خپله د پېغمبر اکرم پر مهال ليک،لوست،زده کړه او د بېلابېلو ژبو زده کړه او ښوونه له ديني ښوونو پېل او طبيعي علومو، طب او فلسفې ته ورسېدل_ريښه يې په هغو سپارښتنو کې ده،چې اسلام د علم په هکله کړې وې.

 

تعصب؛ د پوهې د لار خنډ دى

تعصب د پوهې د لار خنډ دى او پوهېږو،چې اسلام څومره له تعصب سره مبارزه کړې ده.د نهج البلاغې د ((قاصعه)) خطبې اصلي چورليد تعصب او تکبر دى؛ځکه عربو خورا تعصب درلود او اميرالمؤمنين په دې خطبه کې د تعصب بدۍ بيان کړي دي او په پاى کې وايي:که څوک غواړي تعصب ولري؛نو فليکن تعصبکم لمکارم الخصال؛نو په ښېګڼو او فضيلتونو دې تعصب وکړي؛نه دا چې د تعصب له مخې ووايي،چې زه ولې بايد له پلاني نه زده کړه وکړم؛ځکه هغه د پلاني زوى دى او زه د پلاني زوى يم او د هغه پلار نيکه زما د پلار نيکه نوکران وو،چې د داسې تعصبونو ريښه په ناپوهۍ کې ده او په عربو کې هم خورا زيات و. مولانا جلال الدين بلخي وايي: تعصب سختګيري ده او سختګيري د خامۍ پايله ده.

ايـــن جهان همچون درخت است اى کرم

ما بــر او چــــون ميـــــــوه هاى نيم خــــــام

سختگيــــــــــــري و تعصــب خامى است

تا جنــــــيني کار خـــــون آشامـــــــــي است

 

مراقبه او محاسبه

په ديني ښوونه او روزنه کې مراقبه او محاسبه شته او د اخلاق علماوو او عرفاوو پرې خورا ټينګار کړى؛خو په ناديني ښوونو او روزنو کې نشته او مفهوم پکې نه لري او بېخي به يې پکې پيدا نه کړې؛خو په ديني مسئلو کې،چې بنسټ يې توحيد او د حق لمانځل دي؛نو قطعا دا مسايل پکې مطرح دي.

قرآن حکيم (حشر/١٨_١٩) و ايي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ. وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ أُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ = مؤمنانو! د خداى له (مخالفته) ډډه وكړئ او هر څوك بايد وګوري،چې (خپل) سبا (قيامت) ته يې څه مخكې لېږلي دي او [خپل ځانونه] د خداى له [عذابه] وساتئ،په حقيقت كې څه چې كوئ،خداى پرې خبر دى _ او د هغو کسانو په څېر مه كېږئ،چې خداى يې هېر كړى دى؛نو خداى (هم) ترې خپل ځانونه هېركړل،همدوى پوله ماتي دي.))

ايمانوالو! الهي تقوا ولرئ.وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ (په محاسبه او مراقبه کې مې مراد دا ټکى دى) او ټينګه دې هر څوک ځير شي،چې له ځانه مخکې سبا ته څه لېږي.

په دې هکله په بل ځاى کې قرآن کريم (بقره/١١٠) وايي:

((وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَمَا تُقَدِّمُواْ لأَنفُسِكُم مِّنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِندَ اللّهِ إِنَّ اللّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ = او لمونځ (له ټولو حقوقو سره) وكړئ او زكات وركړئ او هر خير كار،چې د ځان لپاره لېږئ د خداى په نزد به يې ( په بله دنيا كې) ومومئ،خداى ستاسې دكړنو کتونکى دى .))

شيخ سعدي هم دا شعر له همدې اخېستى:

برگ عيشى به گور خويش فرست     کس نيارد ز پس،تو پيش فرست

((تر ځانه مخکې لېږل)) د قرآن کريم خپل تعبير دى.د انسان ټولې کړنې ((تر ځانه مخکې لېږل)) دي؛يعنې هلته،چې انسان په راتلونکې کې ورځي؛مخکې تر دې،چې په خپله ولاړ شي،ځينې څېزونه تر ځانه مخکې لېږي او بيا په خپله هم ورځي.

انسانانو ! له ځانه په مخکې لېږلو کې خورا دقت او ځير وکړئ. بيا د وَاتَّقُوا اللَّهَ ټکى تکرار شوى او بيا وايي:إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ.لومړى وايي:تاسې په خپله ځير شئ،بيا وايي:خداى له هغه څه خبر دى،چې تاسې يې کوئ.وايي که دقت و نه کړئ؛نو يوه ځيرنه سترګه مو څاري.

إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ.نو له دې آيته په الهام د اخلاقو علماوو يوه مسئله مطرح کړه،چې د اخلاقو “ام المسائل” ده،د ټولو اخلاقو مسايلو مور ده او هغه ((مراقبه)) ده. مراقبه؛يعنې له ځان سره د يو داسې شريکباڼي په څېر معامله وکړه،چې ډاډ پرې نه لرې او تل يې بايد وڅارې.

“مراقبه” بايد تل له انسان سره وي؛تل د مراقبې په حال کې وي.

په نهج البلاغه (خطبه/٨٩) کې راغلي : حاسبوا انفسکم قبل ان تحاسبوا و زنوها قبل ان توزنوا؛يعنې مخکې تر دې،چې حساب درسره وشي_چې په قيامت کې به کېږي_همدلته له ځان سره حساب وکړئ او ځان وتلئ،مخکې تر دې،چې هلته مو وتلي.

د قرآن د وينا له مخې،په قيامت کې يوه داسې تله ده،چې يوازې د ښو کارونو دروندوالى او سپکوالى سنجوي؛که ښه کړنې پکې وي؛نو درنده ده او که نه وې؛نو سپکه ده.

((فَأَمَّا مَن ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ . فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ . وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ . فَأُمُّهُ هَاوِيَةٌ = نو (پر هغه ورځ) چې د چا (د كړنو) تلې درندې شي؛نو په ښه ژوند كې به وي او د چا چې (د كړنو) تلې سپكې شي؛نو هاويه [= دوزخ] يې پناه ځاى دى!)) (قارعه/٦_٩)

په روايت کې راغلي :

ليس منا من لم يحاسب نفسه فى کل يوم؛يعنې له موږ ځينې نه دى، چې په شواروز کې يو ځل له ځان سره حساب و نه کړي. (کافي ٢/٤٥٣)

 

مشارطه،معاتبه،معاقبه

که څوک غواړي د اسلام له نظره ځان وروزي؛نو لومړى شرط يې مراقبه ده؛خو تر مراقبې او محاسبې مخکې بل څيز هم شته؛تر مراقبې مخکې ((مشارطه)) ده؛يعنې لومړى بايد انسان له ځان سره تړون وکړي،چې ډېرى پر کاغذ کېږي؛پر کاغذ له ځان سره تړون کوي،چې تر دې وروسته به داسې يم؛ځکه که انسان له ځان سره تړون و نه کړي،ځايونه مشخص نه کړي او ځان ته برنامه و نه ټاکي؛نو څنګه به مراقبه کوي.

د مثال په توګه : لومړى بايد له ځان سره تړون وکړي،خواړه به داسې وي،خوب به مې دومره وي،داسې خبرې به کوم،د ځان لپاره به داسې او د خلکو لپاره به هغسې کارونه کوم؛نو دا ټول په خپلو ماغزو کې مشخصوي او يا يې پر کاغذ ليکي او لاسليکوي يې،چې دا تړون به پلي کوم او بيا مراقبه کوي،چې پر تړون عمل وکړي.

همداراز په هر شواروز کې يو ځل له ځان سره حساب کوي،چې آيا کړنې يې د تړون له مخې وې که نه؟ که پر تړون يې عمل کړى وي؛نو د خداى د شکر لپاره سجده کوي او که کړنې يې د تړون له مخې نه وې؛ نو “معاتبه” (ځان ملامتول) رامخې ته کېږي او که له تړونه يې لږه سرغړونه کړې وي؛نو “معاقبه” (ځان ته سزا ورکول) رامخې ته کېږي او که ډېره سرغړونه يې کړې وي؛نو د روژې نيولو په څېر سختې چارې به زغمي.

دا د اسلامي اخلاقو او روزنې څرګند اصول دي.


له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست