تبلیغات

ابراهيم عليه السلام،د خپل اوښ پړى ونيو او په ژړا يې د مكې پر خاوره،هاجره بي بي او خپل زوى اسماعيل (ع) پرېښود. ډېر وخت تېر نه و، چې د حضرت هاجرې او اسماعيل (ع) خوراك و څښاك خلاص شول او د هاجرې تيونه هم وچ شول . د زوى حال يې بد شو،مور يې […]

ابراهيم عليه السلام،د خپل اوښ پړى ونيو او په ژړا يې د مكې پر خاوره،هاجره بي بي او خپل زوى اسماعيل (ع) پرېښود. ډېر وخت تېر نه و، چې د حضرت هاجرې او اسماعيل (ع) خوراك و څښاك خلاص شول او د هاجرې تيونه هم وچ شول . د زوى حال يې بد شو،مور يې له دې غمه سخته پر ژړا وه؛تروره له ځايه راپاڅېده،روانه شوه او د “صفا” غونډۍ ته راورسېده؛له ورايه يې سترګې د اوبو پر سراب ولګېدې، په منډه يې ځان ورورساوه؛خو اوبه يې پيدا نه کړې. د زوى ژړا او تندې سخته وارخطا كړې وه او د اوبو په تمه يې اوه ځل د “صفا” او “مروه” په منځ كې منډې ووهلې،چې په پاى کې نهيلې راغله او د زوى تر څنګ كېناسته. د ماشوم يې سا لنډه لنډه كېده او نور په کې د ژړا طاقت هم نه و پاتې،چې د ابراهيم عليه السلام دعا قبوله شوه. ستړې مور د زوى تر پښو لاندې رڼې اوبه وليدې،چې راخوټېږي . مور چې د زوى د ژوند د وروستيو سلګيو شاهده وه او يقين يې درلود،چې د زوى د روح مرغۍ يې څو شېبې وروسته الوزي؛نو د اوبو په ليدو دومره خوشحاله وه،چې په جامو كې نه ځايېده او په رڼو اوبو يې زوى او ځان مور كړ او د نهيلۍ وريځې ترې ولاړې او ښادي پرې راغله.(15)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!