تبلیغات

غوره خلک حضرت علي (ک): غوره خلک هغوى دي ،چې قضاوت يې د حق پربنسټ وي. (تحف العقول) لنډه شرح : په حقوقي، ټولنیزو ‏او اخلاقي چارو ‏کې به ‏عادلانه ‏قضاوت هله شونی ‏و‏ي، چې موږ خپل او د نورو ګټو ته په يوه سترګه ووينو او شخصي اړيکې او دښمني پکې ښکېل نه وي […]

غوره خلک

حضرت علي (ک): غوره خلک هغوى دي ،چې قضاوت يې د حق پربنسټ وي. (تحف العقول)

لنډه شرح : په حقوقي، ټولنیزو ‏او اخلاقي چارو ‏کې به ‏عادلانه ‏قضاوت هله شونی ‏و‏ي، چې موږ خپل او د نورو ګټو ته په يوه سترګه ووينو او شخصي اړيکې او دښمني پکې ښکېل نه وي او دا کار يوازې د هغوى ‏دى،چې د ايمان رڼا، انساني فضايلو او د خلکو ميني يې وجود او ذهن داسې روښانه کړى وي،چې د ځانمنۍ او شتمنۍ طوفانونه يې په آسانۍ د ذهن او زړه د عدالت ډيوه مړه نه کړاى شي او همدا خلک دي،چې د غوره خلکو د مقام او نوم وړ دي.

د زهد رښتینې مانا

حضرت علي (ک) وويل:

په دنيا کې رښتینی زاهد هغه دى،چې حرام مال يې د ځان ژغورنې او مقاومت قوه له منځه يو نه سي او حلال يې د څښتن (ج) له ياده او پاسلنې – شکر ويستنې څخه غافل او ناخبره نه کړي . (تحف العقول)

لنډه شرح :

ځينو بې خبرو او ناپوهو د زهد کږه مانا ‏کړې او ورته يې داسې منفى بڼه ورکړى،چې بايد له الهي نعمتونو ‏لرې شئ او ټولو وټیزو شوونتیاوو او مادياتو ته شا‏ کړئ او د نشتمنو ‏غوندې ژوند وکړئ. ‏حال دا چې دا خبره بې بنسټه ده او سمه نه ده، د زهد رښتینې مانا ‏هماغه ده، چې حضرت علي راوښووه؛ يعنې (( د حرامو پر وړاندې مقاومت او سترګى ترې پټول)) او د حلالو په وخت کې د مسئوليتونو او دندو نه هېرول؛نو که زهد هماغسې ‏تعريف شي لکه حضرت علي، چې وکړ؛نو د ټولنې ‏رغنده او پر مخ وړونکې لامل به وي، نه منفي او د ټولنې په پرمختګ کې خنډ.

د شهيدانو همپوړی

حضرت علي (ک) وويل:

څوک چې د څښتن (ج) په لار کې جهاد کوي او د شهادت جام وڅښې او څوک، چې د يوې ګناه کولو وس ولري؛خو ګناه نه کوي؛نو دا دواړه د مرتبې او مقام له مخې په يو مقام کې دي. (نهج البلاغه)

لنډه شرح :

د اسلام منطق وايې،چې ستر جهاد له سرغړاندو ځاني ‏غوښتنو سره جهاد دى، په تېره په هغو چاپېريالونو کې،چې ګناه کول پکې د اوبو څښلو غوندې اسانه وي؛ ان هغه جهاد ثمره ورکوي،چې په اخلاص، يووالي، پاک نيت او بې له ځانمنۍ او شخصي غرضونو ‏وي او دا ټول کارونه هله کېداى شي،چې بسیا اخلاقي روزنه ولرو او له خپل نفس سره مبارزه وکړو .

امام صادق ‏وويل : عبادت کوونکي درې ډلې دي :

1_ هغوى چې د دوزخ د اور له ويرې څښتن (ج) نمانځي،چې دا د مريانو ‏عبادت دى.

2_ هغوى چې د ثواب لپاره د څښتن (ج) نمانځنه کوي،چې دا د اجيرانو عبادت دى .

3_ هغوى چې عشق او مينې ته څښتن نمانځي،چې دا د اۤزادو خلکو عبادت دى، ))

شرح : که څه هم د څښتن (ج) د سزا او ثواب ژمنه ‏حق ده، ثواب يى ډېر زيات ارزښت لري او سزا يى ډېره زياته دردونکى ده؛خو هغه اۤزاد خلک چې له څښتن (ج) ‏ پرته بل څه نه ويني او بې له هغه له بل څخه څه نه غواړي او د زړه کاسه يې يوازې د څښتن (ج) په مينه او عشق ډکه وي،هغوى يوازې په څښتن (ج) مين دي او د هغه د خبرې او فرمان پلي کولو ته ‏دا کار کوي؛ځکه چې مينه يى له پېژندګلو او معرفت سره اۤغږل شوى ده؛نو دا خلک نه د عذاب په کيسه کې دي او نه د ثواب؛بلکې يوازې د څښتن (ج) فرمان ورته مهم دى، نه جنت او نه دوزخ .

څه چې ملاماتوي

امام باقر‏ وويل : درې څيزونه ملاماتوي :

هغه،چې خپل ښه کړه لوى کوي،هغه چې خپله کړې ګناه هېروي او هغه،چې استبدادي نظر ولري. (وسائل ۱/ ۷۳)

 لنډه شرح : هغوى چې خپل نېک کړه شر ګڼې؛نو په هماغه قانع کېږي او همدا اند یې د تکامل او پرمختګ مخه نيسي .

هغوى چې خپل کړي ګناهونه ‏هېروي؛نو د دې پرځاى چې سکینده – جبران يى کړي، ورځ په ورځ په ګناهونه ککړېږي او يو دم به ترې اوبه ورخ يوسي او هغوى،چې يوازې پر خپل اند اډانه کوي؛نو د عمومي اندونو،عقلونو او د نورو خلکو له ډېرو عملونو ‏بې برخې پاتېږي،چې پر له پسې تېروتنې يې پر اوږو ورسپرېږي او ملا به يى ورماته کړي.

 

[ سرچینه : یکصدو پنجاه درس زندګي، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!