تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (الرعد/۲۸) ژباړه : هغوی چې ايمان يې راوړى دى او زړونه يې د الله په ياد ډاډه (او هوسا) دي؛ خبر اوسئ ! يوازې د الله په يادولو (د مؤمنانو) زړونه ډاډ مومي.   د زړه ډاډ دا څرګنده […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (الرعد/۲۸)

ژباړه : هغوی چې ايمان يې راوړى دى او زړونه يې د الله په ياد ډاډه (او هوسا) دي؛ خبر اوسئ ! يوازې د الله په يادولو (د مؤمنانو) زړونه ډاډ مومي.

 

د زړه ډاډ

دا څرګنده ده، چې په ژوند كې د انسان ټوله هڅه نېكمرغۍ ته د ور رسېدو لپاره ده او له دې ډارېږي، چې له بدمرغۍ او بې برخېتوب سره مخ نشي او انسان په دې لار كې هر ډول هڅه كوي او هر څه ته لاس ور اچوي. په نړۍ كې هر لامل او هر څيز له يوه اړخ ګټور او كارسازى دى او له بل اړخ له منځه تلونكى دى، لكه شتمني، مقام، اولاد، مېرمن او….. په رښتینه كې پر دې وزليو پر يوې هم زړه تړلاى نشو؛ خو چې څوك خداى وپېژني او يقين وكړي، چې ګردې خير ښېګڼې يې په واك كې دي او د مؤمنانو پالندوى دى او نېكمرغۍ ته يې وررسوي؛ نو خپګان، غم او اندېښمني نه لري، زړه يې پوره ډاډمن وي، چې دا يو نانټی – نه انكارېدونكى حقيقت دى. چا، چې پر ((غير الله)) ډډه وهلي وي او له دې حقيقته يې غفلت كړى وي، نو كه يو شېبه راپرياد كړي،چې څه پايښتى شتون يې خوشې كړى او پر نا پايښتي شتون يې ډډه وهلې، نو اندېښمني او پرېشاني به يې ټول وجود راونغاړي (الميزان، 11: 358 مخ.)

 

سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!