تبلیغات

د ساه ورکولو ډولونه په روايتونو او آيتونو کې څلور ډوله ساه ورکول ښوول شوي دي : ١_هغه ښه وګړي،چې په اسانه ساه ورکوي : حضرت علي وايي: ښو خلکو ته د مړينې پر مهال زېرى ورکول کېږي، چې سترګې يې روښانېږي او له مړينې سره يې مينه پيدا کېږي او په اسانه ساه ورکوي […]

د ساه ورکولو ډولونه

په روايتونو او آيتونو کې څلور ډوله ساه ورکول ښوول شوي دي :

١_هغه ښه وګړي،چې په اسانه ساه ورکوي :

حضرت علي وايي: ښو خلکو ته د مړينې پر مهال زېرى ورکول کېږي، چې سترګې يې روښانېږي او له مړينې سره يې مينه پيدا کېږي او په اسانه ساه ورکوي . (٦٨) (بحارالانوار ۶/ ۱۵۳)

٢- هغه ښه خلک،چې په سختۍ ساه ورکوي :

د خداى استازى وايي : مړينه او سختۍ يې ددې لامل ګرځي،چې هغه لږې ګناهګانې يې،چې کړې وي،ترې پاکې شي او تر مړينې وروسته نور عذاب و نه لري او پاک سوتره خداى ته ورشي.(بحارالانوار ۶/ ۱۵۱)

٣_هغه بدچاري وګړي،چې په اسانه ساه ورکوي:

په يوه روايت کې راغلي : د کافر په اسانه ساه ورکول يې د ښو چارو پايله ده،چې کړي يې دي.ځينو کافرو په خپل ژوند کې يو لړ ښه چارې کړې وي،چې دا په اسانه ساه ورکول يې د هغه ښو چارو اجر دى .(٧٠) (بحارالانوار ۶/ ۱۵۵)

٤_هغه بد وګړي،چې په سخته ساه ورکوي،چې دا د خداى ړومبې عذاب دى.

البته په يوه حديث کې دا څلور واڼه پړاوونه يو ځاى راغلي دي (٧١)(بحارالانوار ۶/ ۱۵۲)

انشاء الله په راتلونکي کې به دې موضوع ته اشاره وکړو .

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست