تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ فَأَمَّا مَن طَغَى (النازعات/۳۷) ژباړه : نو چا چې سرغړونه کړې وي. وَآثَرَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا (النازعات/۳۸) ژباړه : او[پر آخرت يې] د دنيا ژوند غوره ګڼلى وي.   دې آيتونو، په ښكلي ډول د انسان د نېكمرغۍ او بدمرغۍ آرونه انځور كړي؛ د انسان بدمرغي يې د سرغړاندۍ او دنياپالنې پايله او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

فَأَمَّا مَن طَغَى (النازعات/۳۷)

ژباړه : نو چا چې سرغړونه کړې وي.

وَآثَرَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا (النازعات/۳۸)

ژباړه : او[پر آخرت يې] د دنيا ژوند غوره ګڼلى وي. 

 دې آيتونو، په ښكلي ډول د انسان د نېكمرغۍ او بدمرغۍ آرونه انځور كړي؛ د انسان بدمرغي يې د سرغړاندۍ او دنياپالنې پايله او نېكمرغي يې د خداى له عذابه د ځان ساتنې او د ځاني غوښتنو د پرېښوو پايله ښوولې ده او د ګردو انبياوو او اولياوو د ښوونو نچوړ هم همدا دى او بس. ځانپالي پر عقل يوه پرده راكاږي، د بنيادم په نظر كې ناوړه كړنې ښكلې انځوروي او د تشخيص حس (چې د خداى يو ستر نعمت او له څاروي څخه د انسان امتياز دى) ترې اخلي او انسان پر ځان بوختوي. امام باقر (رح) وايي: ((جنت په كړاوونو او زغم كې رانغاړل شوى، چې څوك په نړۍ كې د كړاوونو پر وړاندې زغم وكړي جنت ته ځي. دوزخ په خوندونو او شهوتونو كې رانغاړل شوى او، چې څوك ځان خوندونو او شهواتو ته ازاد پرېږدي؛ نو دوزخ ته ځي)). امام صادق (رح) وايي: ((نفس له خپلو غوښتنو سره مه خوشې كوه؛ ځكه نفساني غوښتنې د نفس د مړينې لاملېږي. غوښتنو ته د نفس ازاد پرېښوول، د نفس درد دى او له غوښتنو يې مخه نيول، دهغې درمل دي)). نه يوازې د آخرت جهنم، د ځاني غوښتنو زېږنده ده، بلکې د دنيا سوځنده جهنمونه (لكه نا امني، بې نظمي، جګړې، شخړې او كينې) هم ترې راولاړېږي (نمونه تفسیر، 26: 109 مخ)

 

[سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!