تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   يس . وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ. إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ. عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ = يا، سين . او پر قرآن حكيم قسم. چې ته په رښتيا (د خداى) له استازيو ځنې يې؛ پر سمه لار يې . ))  ټکي : روايتونه وايي : يس د آنحضرت(ص) يو نوم دى . (د مجمع البیان […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

يس . وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ. إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ. عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ = يا، سين . او پر قرآن حكيم قسم. چې ته په رښتيا (د خداى) له استازيو ځنې يې؛ پر سمه لار يې . ))

 ټکي :

روايتونه وايي : يس د آنحضرت(ص) يو نوم دى . (د مجمع البیان تفسیر)

 په ځينې دعاګانو کې هم  خداى ته د پېغمبراکرم (ص) په دې نوم قسم ورکوو.

د حکيم مانا  ذوالحکمه ( د حمت لرونکى) هم کېداى شي يا د ټينګ محکم مانا هم ورکوي؛لکه د هود سورت په لومړي آيت کې،چې راغلي : (أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ) د قرآن آيتونه تينګ دي .

*سره له دې،‏چې پر پېغمبراکرم (ص) ډول ډول تورونه؛لکه  شاعر، پالي، کوډګر،مجنون ولګېدل؛خو خداى پر حکمت ډک قرآن په قسم د پېغمبراکرم (ص)  پر رسالت ټينګار کوي .

*خداى قسم ته اړتيا نه لري او په قرآن کې د قسمونو خواله – راز پر هغه مطلب ټينګار او د ارزښت ښوونه يې ده .

پيغامونه  :

١ – په قرآن کې  سست او باطل مطلبونه نشته، ټول يې ټينګ او مضبوط دي. (وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ)

٢ –  پر قرآن د خداى قسم د قرآن سپېڅلتيا او بر-دبدبه راښيي. (وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ)

٣ – د تورونو،یرغل او نارواوو پر وړاندې سم او هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا ده. (إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ)

٤ – د تاريخ په بهير کې الهي انسانان يوازې نه دي او له نورو الهي استازيو سره دي. (‏لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ) هو! د پېغمبرانو رسالت د تاريخ هغه بهير دى، چې د اسلام پر پېغمبر پاى ته ورسېد.

٥ – د پېغمبر اکرم (ص)لار‏ د خداى لار ده . د هود په سورت کې راغلي : (إِنَّ رَبِّي عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ) (هود/ ۱۶) په دې سورت کې هم وايو: (إِنَّكَ …..عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ) (نېغه لار د خداى او د استازي یې ده)

٦ – بري ته درې څيزه په کار دي :

 الف: سمه او ټينګه کړلار (الْقُرْآنِ الْحَكِيمِ) .

 ب: پلي کوونکى پوه مشر (لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ)  .

ج: روښانه لاره چاره (صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ)  .

٧ – د ګروهې بنسټ بايد غښتلى وي. (الْقُرْآنِ الْحَكِيمِ) هم خداى حکيم دى (أَنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ) (بقره/ ۲۰۹) هم قرآن حکيم دى (الْقُرْآنِ الْحَكِيمِ) او هم پېغمبر د حکمت ښووند – ښوونکى دى . (يُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ) (آل عمران/ ۱۶۴)

 د سمې سیده لار په لټه کې

سمه او نېغه لار کومه ده؟ کېدای شي  د هرې سليقې خاوند له نيکونو،طاغوت او شيطاني وسوسو په لاروۍ خپله لار سمه وګڼي؛خو حقيقت کوم دى؟

 سمه لار هماغه سم دين دی، چې بايد  ځان پرې پوه کړو؛لکه څنګه چې د کور خاوند تر هر چا د خپل کور پته ښه ورکولاى شي؛نو متعال خالق هم تر نورو ښه نېغه لار راښيي.

نور خلک مو خپلو شخصي ګټو ته غواړي؛خو خداى زموږ ګټه غواړي او په فکر کې مو دى.

 نور تېروتنه،محدوديت او ځاني غوښتنې لري او شونې ده ناسمه لار راوښيي؛خو خداى هوس او تېروتنه نه لري .

 نېغه لار هم بايد وپېژنو او هم پرې ولاړ شو،هم ترې و نه وځو او نور هم دې لارې ته راوبلو.

د نېغې لار ټاکنه هم په فکر کې ده،هم په کړنه کې او هم په ټاکنه . هم په وګړیزو او هم په ټولنيزو چارو کې پرې باید ولاړ شو.

افراط او تفريط له نېغې لارې وتل دي،ان د خداى عبادت هم  بريد او اندازه لري . اسلام هر کار ته سمه لار ښوولې ده :

 له نشتمنو سره په مرسته کې :

((وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا(فرقان/۶۷)=او هغوى چې كله ( د خداى په لار کې ) لګښت كوي؛ نو نه بې ځايه لګښت كوي او نه کنجوسي؛ بلكې منځلاري وي .

 په لمانځه کې د غږ په ټيټوالي او لوړوالي کې :

((قُلِ ادْعُواْ اللّهَ أَوِ ادْعُواْ الرَّحْمَنَ أَيًّا مَّا تَدْعُواْ فَلَهُ الأَسْمَاء الْحُسْنَى وَلاَ تَجْهَرْ بِصَلاَتِكَ وَلاَ تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلًا(اسراء / ۱۱۰) =تاسې يې (( “الله” وبولئ که يې “رحمن” وبولئ، په هرنامه، چې يې وبولئ (سپېڅلى ذات يې يو دى  او) يوازې هغه ته ښکلي نومونه دى.)) او لمونځ دې مه ډېر جګ او مه ډېر ورو وايه او د دواړو ترمنځ (منځلارى) وسه.))

 په هڅونه او نيوکه کې پر منځلارۍ او اعتدال ټينګار کوي. په خوراک ، څښاک،اغوستو،له کور او دنيا سره په مينه، غچ او ان د اسلام له دښمنانو سره په چلن کې يې پر منځلارۍ حکم راکړى دى، چې له افراط و تفريطه ځان وژغورو او اعتدال ته يې رابللي يو.

په قرآن کريم او روايتونو کې ډېرې بېلګې شته، چې پکې پر منځلارۍ ټينګار شوى دى او له افراط و تفريطه منع شوي يو.

دې خبرو ته ځير شئ :

*پېغمبر اکرم (ص) هم عمومي رسالت لري((وَكَانَ رَسُولًا نَّبِيًّا (مریم/ ۵۱) )) او  هم خپله کورنۍ رابلي ((وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلَاةِ) (مریم/ ۵۵) ))

 *اسلام هم له خالق سر پر اړيکو ټينګار کوي (لمونځ) (اقيمو الصلوه)  او هم له خلکو سره پر اړيکو (زکات)  ټينګار کوي . (َآتَوُاْ الزَّكَاةَ)

*مينه مو پر حق له لېینې- ګواهۍ کاږه نه کړي . (شُهَدَاء لِلّهِ وَلَوْ عَلَى أَنفُسِكُمْ) (نساء/ ۱۳۵) او نه مو دښمنۍ د عدالت له پلي کولو لرې کړي .( وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ) (مایده/ ۸)

*مؤمنان هم دافعه لري،( أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ) او هم جاذبه (رُحَمَاء بَيْنَهُمْ) (فتح/ ۲۹)

* هم د زړه ایمان او باور پکار دى (آمَنُواْ) او هم نېکچاري (َعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ) (بقره/ ۲۵)

* هم ژړا او دعا او هم له  خدایه د بري غوښتل اړین دي( رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا) (بقره/۲۵۰) او  هم پراخه سينه او صبر (عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُواْ مِئَتَيْنِ ) (انفال/ ۶۵)

د عاشورا پر شپه امام حسين هم دعا کوله او هم يې توره وهله.

* د عرفې پر ورځ او د غټ اختر  (قربان) پر شپه د خداى د کور زيارت کوونکي دعا کوي او د غټ اختر پر ورځ بايد حلاله وکړي او وينې وويني .

* اسلام مالکيت مني[ الناس مسلّطون على اموالهم ](بحار ۲/۲۷۲) خو نورو ته د زيان رسولو مخالف دى او هغه محدودوى  . (لا ضَرر و لا ضِرار) (کافي ۵/۲۸)

 هو د زړه سره! اسلام خو څه يو اړخيز دين نه دى،چې یوازې يوه اړخ ته به ګوري او نور اړخونه به هېر کړي؛بلکې ټينګار يې پر اعتدال،منځلارۍ او نېغه لار دى .

سرچینه : تفسیر نور

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!