تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورة الاحزاب د منتخبو آیتونو شرح  د احزاب سورت ټوليزه منځپانګه:  ددې سورت منځپانګه په اوو برخو ويشل كېږي: 1_د خداى اطاعت ته بلنه، په كافرانو پسې نه تلل او د منافقانو وړانديزونه. 2_ د جاهليت د زمانې يو شمېر کږنو او […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د سورة الاحزاب د منتخبو آیتونو شرح

 د احزاب سورت ټوليزه منځپانګه:

 ددې سورت منځپانګه په اوو برخو ويشل كېږي: 1_د خداى اطاعت ته بلنه، په كافرانو پسې نه تلل او د منافقانو وړانديزونه. 2_ د جاهليت د زمانې يو شمېر کږنو او انګېرنو – خرافاتو ته اشاره. 3_ د احزابو جګړه. 4_ د پېغمبر(ص) مېرمنو ته اشاره، چې بايد په ټولو څيزونو كې مسلمانو ښځو ته بېلګې وي. 5_ د حَبش د لور زينب بي بي داستان. 6_ ستر. 7_ معاد او په هغه ستر ډګر كې د ژغورنې لار او همداراز د انسان ستره امانتوالي. (نمونه، 17: 184 مخ)

مَا جَعَلَ اللَّهُ لِرَجُلٍ مِنْ قَلْبَيْنِ فِي جَوْفِهِ وَمَا جَعَلَ أَزْوَاجَكُمُ اللَّائِي تُظَاهِرُونَ مِنْهُنَّ أُمَّهَاتِكُمْ وَمَا جَعَلَ أَدْعِيَاءَكُمْ أَبْنَاءَكُمْ ذَلِكُمْ قَوْلُكُمْ بِأَفْوَاهِكُمْ وَاللَّهُ يَقُولُ الْحَقَّ وَهُوَ يَهْدِي السَّبِيلَ ﴿۴﴾ = الله د يوه سړي په ګوګل كې دوه زړونه ایښي نه دي او هېڅكله يې ستاسې هغه مېرمنې، چې په اړه يې “ظهار” كوئ (او خپلې میندې يې بولئ) ستاسې ميندې كړي نه دي  او (همداراز) نه يې په زويتوب نيولي زامن ستاسې (حقيقي) زامن ګرځولي دي، دا خو ستاسې (بې بنسټه او باطلې) خبرې دي، چې پخپلو خولو يې (وايئ) او الله حق وايي او (سمه) لار ښيي .

4_ چټي ادعاوې: د تېرو آيتونو په دوام، چې پېغمبراکرم (ص) ته امر شوى، يوازې په وحې پسې ولاړ شي او نه په كافرانو او منافقانو پسې، دلته ويل شوي، چې په دوى پسې تلل، انسان يو موټى کږنو او انګېرنو بدلامیو – انحرافاتو ته بلي، چې په دې آيت كې ښوول شوي دي. لومړى وايي: ((خداى د هېچا په ګوګل كې دوه زړونه ايښي نه دي.)) ددې ژورې غونډلې مانا داده، چې انسان يوازې يو زړه لري، نه ډېر او يوازې د يو معبود عشق پكې ځايېږي. هغوى چې شرك او ګڼ شمېر معبودانو ته بلنه كوي، بايد ګڼ شمېر زړونه ولري، چې هر يو د يو معبود د عشق مركز وي. ددې آيت په تفسير كې له علي (ك) په يو روايت كې لولو: ((په يوه زړه كې زموږ دوستي او زموږ د دښمن دوستي نه ځايېږي؛ ځكه خداى، انسان ته دوه زړونه وركړي نه دي، چې يې يو د مينې او دوستۍ وي او بل يې د دښمنۍ. دوستان مو په دوستۍ كې نږه دي؛ لكه چې سره زر په بټۍ كې نږه كېږي او خيرى ترې ايسته كېږي، چې څوك غواړي په دې حقيقت پوه شي، خپل زړه دې ازمېښت كړي؛ نو كه په زړه كې يې زموږ د دښمنانو څه مينه ورګډه شوې وه، له موږه نه دى او موږ يې هم نه يو.)) بيا قرآن د جاهلي پېر په يوې بلې خرافې؛ يعنې ظِهار لګيا كېږي. توضيح داچې كله هغوى له خپلو مېرمنو خپه كېدل او كركه به يې ترې ښووله؛ نو ويل یې: ((انت على کظهر امي)) (؛يعنې ته راته؛ لكه زما د مور شا یې) او په دې وينا يې مېرمن د خپلې مور په څېر ګڼله او دا خبره يې طلاق باله. اسلام دا جاهلي كړلار لاسليك نه كړه؛ بلكې سزا يې هم وروټاكله، په دې توګه، چې دغسې يو سړى حق نه لري خپلې مېرمن ته ورنژدې شي؛ خو داچې لازمه كفاره وركړي. كه يې كفاره ورنكړه او خپلې مېرمنې ته ورنغى؛نو مېرمن يې كړاى شي شرعي واكمن ته ورشي او له دوو چارو ځنې يو ته يې اړ كړي: په رسمي توګه او د قانون له مخې يې طلاقه كړي او ترې جلا شي يا كفاره وركړي او د مخكې په څېر خپل ژوند ته دوام وركړي، بيا قرآن په درېيم جاهلي پېر بوخت شوى دى، وايي: ((ستاسې په زويتوب نيولي زامن يې، ستاسې (حقيقي) زامن ګرځولي نه دي))؛ ځكه په جاهلي پېر كې دود و، چې ځينې ماشومان يې په زويتوب نيول، چې د حقيقي زوى په څېر يې له ټولو حقوقو برخمنول. اسلام دا خرافي او بې منطقه مقررات په سخته نفې كړل. (نمونه، 17: 192 مخ.)

النَّبِيُّ أَوْلَى بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنْفُسِهِمْ وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ وَأُولُو الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَى بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ إِلَّا أَنْ تَفْعَلُوا إِلَى أَوْلِيَائِكُمْ مَعْرُوفًا كَانَ ذَلِكَ فِي الْكِتَابِ مَسْطُورًا ﴿۶﴾ = 6    پېغمبر خو مؤمنانو ته تر خپلو ځانونو لومړیت لري او مېرمنې يې د دوى ميندې دي او د الله په كتاب كې (د ميراث په باب) تر مؤمنانو او مهاجرينو (خو) خپلوان يو تر بله لومړيت لري؛ خو دا چې (وغواړئ( له خپلو دوستانو سره ښېګڼه وكړئ (او د خپلو مالونو يوه برخه وركړئ)؛ دا (حكم) په (الهي) كتاب كې ليكل شوى دى.

6_ د رسول الله (ص) مېرمنې؛ د مؤمنانو ميندې دي: ددې آيت له مخې، د پېغمبر(ص) مېرمنې، د مؤمنانو ميندې شمېرل كېږي؛ البته ددې مانيز تړاو يوازېنی اغېز، د دوى درناوى او ورسره د واده حرموالى دى؛ يعنې مسلمانانو حق درلود، چې د پېغمبراکرم له لوڼو سره واده وكړي؛ خو هېڅوك د خپلې مور له لور سره واده كړاى نشي. همدغسې د پېغمبراکرم مېرمنو ته كتل بې له محارمو يې، روا نه ول. همداراز مؤمنانو د پېغمبراکرم له مېرمنو ميراث نه وړ. د آيت بل ټكى، پر مؤمنانو د پېغمبر ړومبيتوب دى؛ يعنې پېغمبر (ص) په وګړيز، ټولنيز، حكومتي او… مسايلو كې پر مؤمنانو ورړومبى دى او غوښتنه يې پر غوښتنې ورړومبۍ ده. له پېغمبراکرم(ص) په يو حديث كې لولو: ((پر هغه قسم، چې زما ساه یې په واك كې ده، له تاسې يو هم د ايمان حقيقت ته نه رسي؛ خو داچې زه ورته تر خپل ځان، شتمنۍ، اولادونو او ټولو خلكو ګران وسم)). (نمونه، 17: 204 مخ) په ګڼ شمېر رواياتو كې لولو، چې پېغمبراکرم (ص) د نورو مسلمانانو په پرتله همدا حق علي (ک) ته وركړى دى. (الميزان، 16: 288 مخ)

له ۹ تر ۲۶ آیتونه:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَاءَتْكُمْ جُنُودٌ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا وَجُنُودًا لَمْ تَرَوْهَا وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا ﴿۹﴾ = مؤمنانو! د الله هغه پېرزوينه درياد كړئ، چې لښكرو درباندې يرغل وکړ؛ نو موږ یوه سیلۍ پرې وروالوځوله او (داسې) لښكرې مو ورکوزې كړې، چې تاسې نه ليدې (او په دې توګه و مو ځپل) او څه چې كوئ، الله يې لیدونکی دى.

إِذْ جَاءُوكُمْ مِنْ فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنْكُمْ وَإِذْ زَاغَتِ الْأَبْصَارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُونَا ﴿۱۰﴾ =  (درياد كړئ) چې دوى (د ښار) له پاسه او ښكته درغلل (او له مدينې راچاپېره شول) او هغه وخت، چې سترګې (له ډېرې وېرې) ټېغې وختې او زړونه ستونو ته راورسېدل او پر الله مو راز راز ګومانونه وكړل .

هُنَالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزَالًا شَدِيدًا ﴿۱۱﴾ = هملته مؤمنان (له منافقينو) وازمېيل شول او ښه ټكانونه وركړاى شول .

وَإِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلَّا غُرُورًا ﴿۱۲﴾ = او (همداراز درياد كړه) چې كله منافقانو او هغوى چې په زړونو كې يې (يو ډول) ناروغي ده، ويل : ((الله او استازي يې يوازې په چل ژمنه راسره كړې ده .))

وَإِذْ قَالَتْ طَائِفَةٌ مِنْهُمْ يَا أَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوا وَيَسْتَأْذِنُ فَرِيقٌ مِنْهُمُ النَّبِيَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِيَ بِعَوْرَةٍ إِنْ يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًا ﴿۱۳﴾ = او (همداراز درياد كړه) چې يوې ډلې يې وويل : (( د يثرب (مدينې) خلكو! دا مو د تمېدو ځاى نه دى؛ نو (خپلو كورونو ته) ورستانه شئ)) او يوې ډلې يې له پېغمبره د ستنېدو اجازه وغوښته او ويل يې : (( په رښتینه كې كورونه مو بې څوكه دي)) حال دا بې څوكه نه ول، يوازې یې (له جګړې) تېښته غوښته.

وَلَوْ دُخِلَتْ عَلَيْهِمْ مِنْ أَقْطَارِهَا ثُمَّ سُئِلُوا الْفِتْنَةَ لَآتَوْهَا وَمَا تَلَبَّثُوا بِهَا إِلَّا يَسِيرًا ﴿۱۴﴾ = (دوى له روحي پلوه په داسې حالت کې وو، چې) كه دښمن د ښار له څنډو پرې ورننووتى واى او شرك ته د ورګرځېدو وړانديز یې ورته كړى واى؛ نو مانه يې او (ددې لارې په منلو كې يې) لږ ډيل هم نه كاوه.

وَلَقَدْ كَانُوا عَاهَدُوا اللَّهَ مِنْ قَبْلُ لَا يُوَلُّونَ الْأَدْبَارَ وَكَانَ عَهْدُ اللَّهِ مَسْئُولًا ﴿۱۵﴾ = او په يقين تردې مخكې یې له الله سره ژمنه كړې وه، چې دښمن ته به شاوې نه وراړوي او له الله سره شوې ژمنه پوښتلېږي (او پر وړاندې يې ژمن دي).

قُلْ لَنْ يَنْفَعَكُمُ الْفِرَارُ إِنْ فَرَرْتُمْ مِنَ الْمَوْتِ أَوِ الْقَتْلِ وَإِذًا لَا تُمَتَّعُونَ إِلَّا قَلِيلًا ﴿۱۶﴾ = (پېغمبره) ووايه : ((كه له مرګ يا وژنې وتښتئ؛ نو تېښته مو په ګټه نه ده او (چې وتښتېدئ؛ نو) په هغه وخت كې به له ژونده د ګټې او خوند اخستو ډېر لږ وخت په لاس درشي . ))

قُلْ مَنْ ذَا الَّذِي يَعْصِمُكُمْ مِنَ اللَّهِ إِنْ أَرَادَ بِكُمْ سُوءًا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ رَحْمَةً وَلَا يَجِدُونَ لَهُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا ﴿۱۷﴾ = 17   ووايه : ((هغه څوك دى،چې د الله له (ارادې) مو ساتي؛ كه کوم زيان يا کومه لورنه درته وغواړي؟))؛نو هغوى (منافقان) به (ځان ته) بې له الله هېڅ پالندوى او مرستندوى ونه مومي .

قَدْ يَعْلَمُ اللَّهُ الْمُعَوِّقِينَ مِنْكُمْ وَالْقَائِلِينَ لِإِخْوَانِهِمْ هَلُمَّ إِلَيْنَا وَلَا يَأْتُونَ الْبَأْسَ إِلَّا قَلِيلًا ﴿۱۸﴾ = په يقين الله هغوى (ښه) پېژني چې : (خلك) له جګرې منع كوي او خپلو روڼو ته وايي : ((خوا ته مو راشئ (او ځان له جګړې راوباسئ) )) او دوى (کمزوري خلك دي او) په سخته (جګړه) كې یوازې ډېر لږ برخه اخلي.

أَشِحَّةً عَلَيْكُمْ فَإِذَا جَاءَ الْخَوْفُ رَأَيْتَهُمْ يَنْظُرُونَ إِلَيْكَ تَدُورُ أَعْيُنُهُمْ كَالَّذِي يُغْشَى عَلَيْهِ مِنَ الْمَوْتِ فَإِذَا ذَهَبَ الْخَوْفُ سَلَقُوكُمْ بِأَلْسِنَةٍ حِدَادٍ أَشِحَّةً عَلَى الْخَيْرِ أُولَئِكَ لَمْ يُؤْمِنُوا فَأَحْبَطَ اللَّهُ أَعْمَالَهُمْ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا ﴿۱۹﴾ = (او) دوى (په ټولو څيزونو كې) پر تاسې بخيلان دي؛نو چې د ډار (او كړكېچ شېبې) راشي (؛نو) ته به وينې،چې د مرګوني په شان رډ رډ درګوري او چې د ډار وخت تېر شي؛نو پر تاسې (د بياتي په څېر) تېرې ژبې درپرانځي (او له غنيمتونو خپله برخه غواړي) حال دا په مالونو كې حريص او بخيل دي،(هېڅكله) یې ايمان راوړى نه دى؛ نو الله يې كړنې تباه كړې او دا (كار) الله ته اسان دى .

يَحْسَبُونَ الْأَحْزَابَ لَمْ يَذْهَبُوا وَإِنْ يَأْتِ الْأَحْزَابُ يَوَدُّوا لَوْ أَنَّهُمْ بَادُونَ فِي الْأَعْرَابِ يَسْأَلُونَ عَنْ أَنْبَائِكُمْ وَلَوْ كَانُوا فِيكُمْ مَا قَاتَلُوا إِلَّا قَلِيلًا ﴿۲۰﴾ = (منافقان) انګېري،چې د احزابو لښكر ستون شوی نه دی او كه (بل ځل) د احزابو (لښكر) راشي؛(له وېرې) دا ښه ګڼي،چې په بيديا كې له بانډيڅيانو عربانو سره واړوي (او له هماغه ځايه) حالات مو وپوښتي او كه ( احیاناً دغه منافقان) په تاسې كې هم واى؛ نو ډېرو لږو يې جګړه كوله.

لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا ﴿۲۱﴾ = په يقين، د الله د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې الله او د آخرت ورځې ته هيلمن وي او الله ډېر يادوي.

وَلَمَّا رَأَى الْمُؤْمِنُونَ الْأَحْزَابَ قَالُوا هَذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَمَا زَادَهُمْ إِلَّا إِيمَانًا وَتَسْلِيمًا ﴿۲۲﴾ = او چې مؤمنانو د احزابو لښكر وليد، و يې ويل: ((دا هماغه دى، چې الله او استازي یې ژمنه راسره كړې وه او الله او استازي يي رښتيا ويلي وو.)) او (دې مطلب) یې ايمان او غاړه ايښوول لا ورزيات كړل.

مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا ﴿۲۳﴾ = له مؤمنانو ځینې میړني داسې دي، چې له الله سره پر كړيو ژمنو ټينګ ولاړ دي، ځينو خپله ژمنه پوره كړې (او په لار كې يې شهيدان شوي) او ځينې (لا ورته) سترګې پر لار دي او له سره يې (خپله ژمنه) وا نه ړوله.

لِيَجْزِيَ اللَّهُ الصَّادِقِينَ بِصِدْقِهِمْ وَيُعَذِّبَ الْمُنَافِقِينَ إِنْ شَاءَ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿۲۴﴾ = موخه دا ده چې الله رښتينو ته یې د رښتينولۍ بدله وركړي او كه خوښه يې شي، منافقانو ته عذاب وركړي، يا (كه توبه وباسي) توبه يې قبوله كړي؛ (ځكه) چې الله لورین  بښونكى دى .

وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًا ﴿۲۵﴾ = او الله كافران غوسناک او نهیلي داسې پر شا وتمبول، چې له خپل كاره یې كومه پايله ترلاسه نه كړه، الله (په دې ډګر كې) مؤمنان له جګړى بې نيازه كړل (او بريا يې ور پر برخه كړه) او الله غښتلى ناماتى دى .

وَأَنْزَلَ الَّذِينَ ظَاهَرُوهُمْ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِنْ صَيَاصِيهِمْ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ فَرِيقًا تَقْتُلُونَ وَتَأْسِرُونَ فَرِيقًا ﴿۲۶﴾ = او الله د كتابيانو [= يهودو] يوه ډله، چې د دوى [= مشركو عربانو] ملاتړ يې كاوه، له خپلو ټينګو كلا ګانو راكوزه كړه او په زړونو كې يې وېره ورواچوله (او كار يې تردې ځايه راورسېد، چې) ځینې مو وژل او ځینې مو بندیانول.

 9 تر 26_ د احزابو جګړه: دا آيتونه، د اسلام د تاريخ د يوې خورا مهمې پېښې؛ يعنې د احزابو د جګړې خبره كوي؛ هغه جګړه، چې د اسلام په تاريخ كې د اوښتون يو ټكى و او د اسلام او كفر د ځواکونو انډول يې د اسلام پر ګټه وچورلاوه او دا بريا، په ګانده كې نورو سترو برياوو ته سريزه شوه. په حقيقت كې د اسلام د دښمنانو ملا ماته شوه او تر دې روسته يې څه مهم كار ونكړاى شو. د احزابو جګړه (؛لكه چې له نامې یې معلومه ده) د اسلام د بېلابېلو دښمنانو پر ضد يوه هر اړخيزه مبارزه وه، چې ددې دين په پرمختګ کې یې نامشروع ګټې، په خطر كې لوېدې. د جګړې لومړۍ لمبه د بني نضير د يهودو يوې ډلې بله كړ، چې مكې ته ورغلل او قريش يې له پېغمبر (ص) سره جګړې ته وهڅول او ژمنه يې ورسره وكړه، چې تر روستۍ سلګۍ به ورسره وي. بيا د عطفان ټبر ته ورغلل او جګړې ته يې چمتو كړل. دې ټبرونو خپله همژمنې ټبرونه؛ لكه بني اسد او بني سليم هم راوبلل او داچې ټولو دا ګواښ ننګېرلی و، لاسونه يې يو كړل، چې د تل لپاره د اسلام ټغر راټول كړي. مسلمانانو له پېغمبراکرم (ص) سره سلامشوره وكړه او د سلمان فارسي (رض) په وړانديز يې د مدينې په چاپېريال كې خندق وكنه؛ نو ځكه ددې جګړې يوه نامه هم ((خندق)) دى. پر پېغمبراکرم (ص) سختې شېبې تېرې شوې، ساګانې تر ستونو راغلې وې. منافقانو د اسلام په لښكر كې سختې سوړې ايستې. د دښمن شمېر ډېر او د اسلام لښكر لږ و (لس زره د درې زرو پر وړاندې) د جګړيزو وزليو له پلوه، دښمن خورا سمبال و؛ نو ځكه دې حال د مسلمانانو په سترګو كې سخته او دردناكه ګانده انځور كړې وه؛ خو د خداى اراده وه، چې دلته د كفر پر ځواك روستى ګوزار وشي او هم له مسلمانانو د منافقانو ليكه جلا شي، دسيسه ګر رابرسېره او رښتوني مسلمانان هم د ازمېښت په بټۍ كې واچول شي. په پايله كې غزا د خداى په لورنه د مسلمانانو په بريا پاى ته ورسېده، د خداى په امر سخت توپان ولګيد، چې د دښمن کېږدۍ او سنګرونه يې وځپل او پر زړونو يې سخت ډار ورخپور شو او په دې ترڅ كې پرښتې هم د مسلمانانو مرستې ته راغلې. د علي (ك) په لاس د عمرو بن عبدود [د كافرو ځواكمن بولندوى، چې بې له علي (ك) چا ورسره د سیالۍ جرات و نه كړ] وژنه پرې ورزياته شوه او نور د مشركانو له لاسه څه نه كېدل؛ نو په تېښته شول. دا اولس ګوني آيتونه رانازل شول او په خپلو ځپنده شننو او رابرسېرونو يې، په ډېره لوړه كچه، له دې پېښې يې د اسلام د روستۍ بريا او د منافقانو ځپنې ته ګټنه وكړه. په زړه پورې خو داچې په تاريخ كې راغلي، د اسلام پېغمبر (ص) د خندق كنلو په ترڅ كې (حال داچې مسلمانان د كافرانو تر سخت يرغل لاندې ول او د اسلام د بيخ رانړېدو ډار و) د مسلمانانو لخوا د ايران، روم او يمن هېوادونو د سوبې خبر وركړ. په دې حال كې منافقانو، پېغمبراکرم (ص) په دوكه مارۍ تورن كړ؛ لكه چې په 12 آيت كې لولو؛ خو د آنحضرت(ص) ملكوتي ليد د ايران، روم او يمن د پاچايانو د ماڼيو د ورونو پرانستل ليداى شو، چې مسلمان سرښندونكي امت ته زېرى وكړي او ګانده- راتلونکې خوالې رابرسېره كړي. (نمونه، 17: 216 او 225 مخونه.)

18_ منع كوونكې ډله: دا آيت احتمالاً دوو ډلو ته اشاره كوي: 1_ د مسلمانانو په ليكو كې يو شمېر منافقين ول، چې د ((مِنكُمْ)) (له تاسې) تعبير پرې ګواه دى، هڅه یې كوله د كمزوري ايمان مسلمانان له جګړې منع كړي، دوى هماغه ((الْمُعَوِّقِينَ)) (منع كوونكي) ول. 2_ يوه بله ډله منافقان يا يهود، چې له نندارې دباندې ناست ول او چې د محمد (ص) له پوځيانو سره به مخ شول، ويل يې: موږ ته راشئ او ځان له جګړې څنډې ته كړئ (په دويمه غونډله كې اشاره ورته شوې وه). دا احتمال هم شته، چې دا آيت د يوې ډلې دوه بېلابېل حالات څرګندوي؛ هغوى چې كله په خلكو كې وي، له جګړې يې منع كوي او چې كله څنډې ته كېږي، نور خپل لوري ته رابلي. په يو روايت كې لولو، چې د نبي كريم (ص) يو يار د څه اړتيا لپاره د احزابو له ډګره دننه د مدينې ښار ته راغلى و. خپل رور يې وليد، چې په مخ كې یې ډوډۍ، وريته غوښه او شراب ايښي ول، ورته يې وويل: ته دلته په چړچو بوخت يې او پېغمبراکرم (ص) په تورو او نيزو كې پر جګړه بوخت دى؟ په ځواب كې يې وويل: كم عقله! ته هم راشه او راسره كېنه. پر هغه خداى، چې محمد (ص) پرې قسم خوري، له دې ډګر به كله هم راستون نشي. ويې ويل: دروغ وايې. پر خداى قسم ځم او رسول الله (ص) دې له خبرو خبروم؛ بيا پېغمبر (ص) ته ورغى او پېښه يې ورته وويل. دلته دا آيت رانازل شو.

21_ د مسلمانانو غوره بېلګه: په انسانانو كې د خداى د استازيو ټاكنه په دې پار ده، چې امتونو ته عملي بېلګه وي؛ ځكه د پېغمبرانو د تبليغ او بلنې مهمتره او اغېزمنه برخه، عملي بلنې يې دي. له همدې امله، مسلمان پوهانو، د نبوت پرېكنده شرط ، معصومیت- سپین لمنتوب ګڼلى دى او يو دليل يې دادى، چې دوى بايد خلكو ته بېلګې وي. په رښتتيا كه پېغمبراکرم زموږ په ژوند كې بېلګه وي؛ نو په ايمان او توكل، په اخلاص او مړانې، په نظم او پاكوالي او په زهد او تقوى كې به زموږ د ژوند په كړلارو كې يو مخې ونجون – بدلون رامخې ته شي او ګرد سره ژوند به مو رڼا شي. قرآن، دا غوره بېلګه هغوى ته بولي، چې درې ځانګړنې ولري: خداى او د قيامت ورځې ته هيلمني او د خداى ډېر يادول. په حقيقت كې پر مبداء او معاد ايمان درلودل، ددې حركت انګېزه ده او د خداى ياد يې غځوونكى دى؛ ځكه د چا زړه، چې دغسې ايمان ونه لري، د پېغمبر (ص) پر پل به پل كېنښوولاى شي او ددې لارې په دوام كې كه خداى تل ياد نه كړي او شيطان له ځانه و نه شړي؛ نو پېغمبر(ص) به په بېلګه توب ونه نيواى شي. (نمونه، 17: 243 او 264 مخونه)

22_ مؤمنانو ته د خداى او استازي يې ژمنه: له دې ژمنې مطلب (د ځينو په وينا) د پېغمبراکرم (ص) دا خبره ده، چې مخكې یې ويلي ول، ډېر ژر به احزاب د مسلمانانو پر ضد يو لاس شي؛ نو چې د احزابو لښكر يې وليد؛ پوه شول، چې دا هماغه د پېغمبراکرم (ص) ژمنه ده. ځينو ويلي، له دې ژمنې مطلب، د بقرې سورت 214 آيت دى، چې وايي: [ايا انګېرئ، چې همداسې به جنت ته ننوځئ، حال داچې لا تر اوسه پرتاسې هغه حالات نه دي راغلي، چې تر تاسې پر ړومبنيو راغلي ول؟ پر هغوى ستونزې راغلې وې، كړاوونه ورورسېدل او دومره غمجن او اندېښمن شول، چې پېغمبر او مؤمنو ملګرو يې وويل: (( چې کله به د الله مر سته راشي؟ )) ( په دې وخت کې يې مرسته ترې وغوښته او ورته وويل شو : ) پوه شئ، چې د خداى مرسته نژدې ده ! ] مسلمانانو دا آيت مخكې له پېغمبر(ص) اورېدلى و او پوهېدل، چې ډېر ژر به پر هغو ستونزو اخته شي، چې مخكېني پېغمبران او مؤمنان پرې اخته شوي ول او په پايله كې زړونه به يې پرېشانه او وډار شي او داچې احزاب يې وليدل، باوري شول، چې دا هماغه ژمنه ده او خداى به يې ډېر ژر مرسته وكړي او پر دښمنانو به يې بريالي كړي. حق دا دى، چې ښايي آيت دواړه مطلبه په پام كې نيولي وي؛ ځكه په آيت كې ژمنه هم په خداى پورې تړل شوې او هم په پېغمبر (ص) پورې؛ يعنې مؤمنانو د مؤمنانو په ليدو، د خداى يوه ژمنه ورياد شوه او د پېغمبراکرم يوه ژمنه (هم). دا دواړه مطلبه يو د خداى و او بل د پېغمبر (ص). (الميزان، 16: 296 مخ.)

23_ شهيدان او سترګې پر لار: د مفسرانو تر منځ په دې هكله خبرې اترې دي، چې دا آيت د چا په باب دى. له علي (ك) روايت شوي: [ د((مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ)) آيت زموږ په باب رانازل شوى دى. هغه چې شهادت ته سترګې پر لار دى، زه يم (او مخكې د حمزه سيد اشهداء په څېر نارينه رانه شهيدان شوي دي) او ما بيخي خپله ژمنه اړولې نه ده]؛ البته آيت پراخه مفهوم لري، چې په هر پېر كې ټول رښتوني مؤمنان رانغاړي؛ هغوى چې د خداى په لار كې يې د شهادت شربت ګوټلى او هغوى چې پر خپله ژمنه ټينګ ولاړ، جهاد او شهادت ته چمتو دي. روايت شوى، په كربلا كې، چې د امام حسين هر يو ملګرى د جګړې ډګر ته تله؛ نو له امام سره يې پېلنه- وداع كاوه او ويل يې: د رسول الله (ص) زويه پر تا دې سلام وي (د پېلنې- خداى په امانۍ سلام) امام يې په ځواب كې ويل: ((سلام درباندې، موږ درپسې يو)) بيا يې دا آيت لوست: ((فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ)). همدا راز ويلي يې دي، چې كله امام حسين د ځينو شهيدانو له شهادته خبر شو، دا آيت يې ولوست. (نمونه، 17: 245 مخ)

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ إِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا ﴿۲۸﴾ = 28   پېغمبره! خپلو مېرمنو ته دې ووايه :((كه تاسې د دنيا ژوند او ښکلا يې غواړئ؛ نو راشئ،چې زه ګټه (= ښه څورې) دركړم او په ښه وضعيت مو خوشې كړم.

 وَإِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالدَّارَ الْآخِرَةَ فَإِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنَاتِ مِنْكُنَّ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۲۹﴾ = او كه الله ، استازی یې او د آخرت كور غواړئ؛ نو [پوه شئ چې] الله ستاسې نېكانو ته ستره بدله چمتو كړې ده.))

28 تر 29_ د پېغمبر اکرم(ص) مېرمنتوب يا د دنيا ځلبلي او پړکنده والی: مفسرانو دې آيتونو ته ګڼ شمېر شان نزولونه ياد كړي، چې د پايلو له اړخه يو له بل سره څه توپير نه لري. له دې شان نزولونو ګټنه كېږي، چې كله له يو شمېر غزاګانو مسلمانانو ته ولجې په برخه شوې؛ نو د پېغمبراکرم(ص) مېرمنو د خپلې نفقې د زياتولو يا د ژوند وزلو ته له پېغمبراکرم نه ډول ډول غوښتنې درلودې. پېغمبر(ص) خو پوهېده، چې دې ډول غوښتنو ته غاړه ايښوول به نبوي كورنۍ ته څه پايلې ولري؛ نو غاړه یې وركېنښووله او پوره يو مياشت ترې څنډې ته شو. تردې چې دا آيتونه رانازل شول او د پېغمبراکرم د مېرمنو مكلفيت (چې بايد مؤمنو ښځو ته بېلګې وي) يې ور په ګوته كړ او و يې ويل: كه د پېغمبراکرم(ص) مېرمنې د دنيا د ځلبلۍ پر وړاندې بې پروا وي، ايمان، ښو كړنو او معنويت ته يې پاملرنه وي؛نو له پېغمبراکرم(ص) سره پاتېداى او د پېغمبر د مېرمنتوب وياړ درلوداى شي، كه نه خپله لار دې ونيسي او ترې دې جلا شي. كه څه دا خبرې د پېغمبر(ص) مېرمنو ته دي؛ خو د آيت په منځپانګه او پايلو كې ټول رانغاړېږي؛ په تېره هغوى چې د خلكو مشران وي. دوى همېش د دوو لارو پر سر وي: توکیز سوكاله ژوند ته د ور رسېدو لپاره له خپل ظاهري موقعيته ګټنه كول او يا د خداى د رضا او د خلكو ښيون لپاره بې برخېتوبونو ته غاړه ايښوول.  (نمونه، 17: 278 او 282 مخونه)

يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ مَنْ يَأْتِ مِنْكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا ﴿۳۰﴾ = د پېغمبرمېرمنو! چې هره يوه مو ښكاره ناروا كار وكړي (؛ نو) عذاب یې دوه ګرايه کېږي او دا (كار) الله ته اسان دى.

وَمَنْ يَقْنُتْ مِنْكُنَّ لِلَّهِ وَرَسُولِهِ وَتَعْمَلْ صَالِحًا نُؤْتِهَا أَجْرَهَا مَرَّتَيْنِ وَأَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقًا كَرِيمًا ﴿۳۱﴾ = او له تاسې چې څوك د الله او استازي یې امر ته په پوره غاړه كېږدي، او ښه (چارې) وكړي (؛ نو) دوه ګرايه بدله به یې وركړو، او ارزښتمنه روزي مو ورچمتو كړې ده .

30 او 31_ ډېر عذاب او ثواب: كه څه دا آيتونه د پېغمبر(ص) د مېرمنو په اړه خبره كوي، كه د خداى ومني، ډېر ثواب لري او كه ښكاره ګناه وكړي، ډېر عذاب به ولري. داچې آريزه كچه، د ټولنيزې وګړې – شخصيت او مقام درلودل دي، دا حكم د هغوى په باب هم صادق دى، چې په ټولنه كې يو موقعيت لري. دا ډول وګړي يوازې په ځان پورې اړوند نه دي؛ بلكې شتون يې دوه اړخونه لري: يو اړخ يې په ځان پورې تړاو لري او بل يې په ټولنې پورې او د ژوند كړلار يې يو شمېر سیخولاى يا بې لارولاى شي؛ نو ځكه كړنې يې دوه اغېزې لري: وګړيزې او ټولنيزې. له همدې لامله هر يو ثواب او عذاب لري. له امام صادق نه په يوه روايت كې لولو: ((مخكې تردې چې د عالم يوه ګناه وبښل شي، د ناپوه اويا ګناهونه بښل كېږي)) پردې سربېره، له ثواب او عذاب سره د پوهې او معرفت د اندازې نژدې اړيكه شته. له امام باقر نه روايت شوى دى: ((خداى د قيامت پر ورځ د بندګانو په حساب كې، هغوى ته په دنيا كې د وركړي عقل په اندازه ځېرنه او سخت ګيري كوي)) په ځينو رواياتو كې لولو، چې بدله د انسان د پوهې او عقل په اندازه ده. (نمونه، 17: 284 مخ.)

وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا ﴿۳۳﴾ = او پخپلو كورونو كې تم شئ او د ړومبي جاهلي پېر په څېر خپل ښايست او سينګار مه ښكاره كوئ او نمونځ پر ځاى کړئ، زكات وركړئ، د الله او استازي یې اطاعت وكړئ؛ الله خو يوازې دا غواړي چې له تاسې کوروالو؛ ((اهل البيت = نبوي كورنۍ)) ناپاکي لرې كړي او پوره مو سوتره كړي.  

33_ د سپېڅلتيا آيت: خداى د آيت په پيل كې، د پېغمبر (ص) مېرمنو ته امر كوي، چې په خپلو كورونو كې پاتې شي او تر اسلام وړاندې د جاهلي دودونو په څېر دې په خلكو كې نه راښكاره كېږي، د عفت كچې دې په پام كې ونيسي، نمونځونه دې وكړي، زكات دې وركړي او د خداى او استازي يې اطاعت وكړي. د آيت په دې برخه كې راغلي شپږ ضماير د ((مؤنث جمع)) په بڼه دي، ورپسې د آيت لحن اوړي او وايي: ((خداى يوازې غواړي، چې له تاسې اهل بيتو چټلي او ګناه لرې او پوره مو پاك كړي.)) د آيت په دې برخه كې د جمع دوه ضميره كارول شوي، چې دواړه مذكر دي. سمه ده، چې معمولاً د يو آيت سر او روستۍ برخه په يو مطلب پسې ځي؛ خو دا خبره په هغه ځاى كې معتبره ده، چې پر خلاف یې كومه قرينه او نښه شتون و نه لري؛ نو ځكه هغوى چې د آيت دا برخه هم د پېغمبر (ص) په مېرمنو پورې اړوند ګڼلې، خبره يې د آيت د ظاهر او پكې د شته قرينې (؛يعنې د ضمايرو د توپير) پر خلاف ده. په دې باب ګڼ شمېر روايتونه شته، چې د اسلام سترو عالمانو (سني او شيعه) پخپله له رسول اكرم (ص) روايت كړي او د دواړو ډلو په مشهورو ډاډمنو سرچينو كې پرېمانه ليدل كېږي. دا ټول روايت ښيي، چې ددې آيت مخه، د اسلام پېغمبر (ص)، علي، فاطمه، حسن او حسين (عليهم السلام) دي او نه د پېغمبر (ص) مېرمنې. د ((یرید)) كليمه د پالوونكي تكوينې ارادې ته اشاره ده؛ يعنې خداى په يو تكويني فرمان غوښتي له هر ډول چټلۍ مو پاك كړي. هو! تكويني او نه تشريعي؛ ځكه ((تشريعي اراده)) پردې مانا ده، چې مكلفوي یې خپله پاكي وساتي او پوهېږو، چې دا مكلفيت يوازې په نبوي كورنۍ پورې ځانګړى نه دى او ټول مسلمانان مؤظف دي، چې ځانونه پاك وساتي. شونې ده وانګېرل شي، چې ((تكويني اراده)) د يو ډول جبر لاملېږي او په دې حال كې پاكلمنتوب څه فضيلت او وياړ نه دی. په ځواب كې وايو، چې معصومين او پاكلمني دوه ډوله وړتياوې لري: ذاتي (او ورباندې لورول شوې) وړتياوې او اكتسابي وړتياوې (چې د كړنو او دننني وړتياوو له مخې يې تر لاسه كړي.) ددې دوو وړتياوو (چې يوه یې اختياري ده) له ټولګې هغه لوړ مقام ترلاسه كېږي. په بله وينا، الهي اراده او غوښتنه دغسې لوړ مقام ته د ورسېدو لپاره د توفيق لارې چارې چمتو كوي او ددې توفيق ګټنه يې پخپلې ارادې پورې تړاو لري. هغوى ته د ګناه پرېښوول ((عادي محال)) دى، نه ((عقلي محال))؛ لكه دا يو عادي محال دى، چې يو مؤمن عالم، شراب له ځان سره جومات ته يوسي او د جماعت په ليكه كې يې وڅښي؛ خو عقلي محال نه دى او ددې چار له اختياروالي سره څه ټكر نه لري. پېغمبرانو او امامانو ته د ګناه كول همداسې دي. سمه ده، چې پاكلمنتوب له الهي مرستو ځنې دى؛ خو الهي مرستې هم بې حسابه نه دي؛ لكه چې قرآن د ابراهيم خليل الله (ع) په اړه وايي. تر هغې چې د الهي مهمو ازمېينو له بټۍ و نه ووت، د خلكو د مشرتوب او امامت لوړ مقام ته ور و نه رسېد (بقره/۱۲۴). (نمونه، 17: 245 مخ) ((رجس)) په لغت كې د ناپاكه (چټل) څيز پر مانا ده؛ كه د بنيادم د طبع او مزاج له پلوه چټل او منفور وي يا د عقل او شرع د حكم له مخې يا ټولو. كه د مشرانو په ځينو خبرو كې، رجس د ګناه، شرك، باطلې ګروهې، كنجوسۍ او كينې پر مانا راغلى وي، ددې پراخ مفهوم مصداقونه ګڼل كېږي. د ((َيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا)) غونډله دې ته په پامنيوي، چې د تطهير مانا پاكول دي، د هغو ټولو چټليو او رجس پر نفې بيا ټينګار دى، چې په مخكې غونډله كې راغلي ول. پايله داچې خداى په ډول ډول ټينګارونو غوښتي پينځه سپېڅلي (پنج تن پاك) له هر ډول پليدۍ، ګناه او چټلۍ پاك كړي. (پيام قرآن، 9: 137 مخ)

وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَنْ تَخْشَاهُ فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا ﴿۳۷﴾ = او (درياد كړه) چې هغه کس [“زيد” پېغمبر زوى ویلی] ته دې وویل، چې الله هم پېرزوینه پرې کړې وه او تا (هم د ازادولو) لورنه پرې كړې وه: ((مېرمن دې درسره وساته (او مه يې پرېږده) او د الله له (عذابه) ځان وساته!)) (او تل دې دا خبره كوله) او (په دې توګه) تا هغه څه پخپل زړه كې پټول، چې الله يې راڅرګندوونکی و او له خلكو وېرېدې، حال دا چې الله ډېر وړ دى، چې ترې وډار شې؛ نو چې (زيد خپله) اړتيا ترې پوره كړه (او ترې بېل شو؛ نو) دا (طلاقه شوې مېرمن) مو درنكاح كړه، چې پر مؤمنانو د خپلو زوى بلليو زامنو د مېرمنو په باب كومه ستونزه نه وي، چې خپله اړتيا يې ترې پوره كړې وي (طلاقې شوې وي) او د الله حكم هرومرو عملي كېدونكى دى (او د دغسې ښځو د حرمت غلط دود بايد له منځه ولاړ شي).

 37_ دود ماتونې ته واده: دا آيت د ((زينب بنت جحش)) [د پېغمبراکرم (ص) د ترور (عمه) لور] او حضرت زيد بن حارثه (د پېغمبر د ازاد كړاى شوي مريي) د واده په باب رانازل شوى دى. تر بعثت وړاندې او له پېغمبر (ص) سره د خديجې تر واده روسته، خديجې بي بي د ((زيد)) په نامه يو مريی وپېره او بيا يې پېغمبر ته ورډالۍ كړ او آنحضرت(ص) ازاد كړ او داچې ټبر يې وشاړه؛ نو پېغمبر زويويلى ورته ووايه. پېغمبر (ص) زيد ته د ښځې كولو په هوډ كې شو؛ نو ((زينب بنت جحش)) يې ورته وغوښته. زينب په سر كې انګېرله، چې پېغمبر (ص) یې ځانته غواړي؛ نو خوشحاله وه او خوښي يې وښووله؛ خو روسته، چې پوه شوه، غوښتنه يې زيد ته ده، سخته خپه او و يې نه منله. رور يې عبدالله هم له دې چار سره سخت مخالفت وښود. دلته ول، چې 36 آيت رانازل شو او د زينب او عبدالله په څېر خلكو ته يې ګوتڅنډنه وكړه، چې دوى له هغو چار سره مخالفت كړاى نشي، چې خداى او استازى يې لازم وبولي [؛ځكه خداى او پېغمبر د وګړيو مصلحت تر خپله همدوى ښه پېژني]، چې  دا آيت یې واورېد، د خداى حكم ته يې غاړه كېښووله؛ خو واده ډېر دوام و نه موند او د دوه اړخيزه اخلاقي ناجوړيو له كبله پر طلاق پاى ته ورسېد. كه څه پېغمبر (ص) ټينګار درلود، چې طلاق پېښ نشي؛ خو و شو. بيا پېغمبراکرم (ص) په واده كې د زينب د ماتې د سکېندې – جبران لپاره، د خداى په حكم د ځان مېرمن كړه؛ خو تر واده وړاندې له دوو څيزونو په تشويش كې و: ړومبى داچې زيد د پېغمبراکرم زوى بللى و او د يو جاهلي دود له مخې، زوى بللي د آريز زوى ټول احكام درلودل؛ چې يو یې د زوى بللي له طلاقې شوې مېرمنې سره واده حرام و. بل دا، خلكو ويل، چې پېغمبراکرم (ص) څنګه دې ته چمتو دى، چې د خپل ازاد كړاى شوي مريي له طلاقې شوې ښځې سره واده وكړي او دا يې له شان او مقامه لرې ده؛ خو پېغمبراکرم په سرښندنې او د خداى په امر دا جاهلي دود ولتاړه. (نمونه، 17: 316 مخ.)

مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ﴿۴۰﴾ = محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) ستاسې د کوم نارینه پلار نه دى؛ خو د الله استازى او د پېغمبرانو (د لړۍ) پاى ته رسوونکى دى او الله پر ګردو چارو پوه دى.

 40_ خاتميت: دا آيت د خداى روستۍ خبره ده، چې د يو جاهلي ناسم دود ماتولو ته يې له زينب بنت جحش سره د پېغمبراکرم(ص) د واده په باب كړې ده. ړومبى وايي: ((محمد، ستاسې د هېڅ يو سړي پلار نه دى)) نه د زيد او نه د بل. كه يوه ورځ يې پر زيد د محمد د زوى نامه ايښې وه، دا تش يو دود و، چې د اسلام په راښكاره كېدو او د قرآن په رانازلېدو له منځه ولاړ، نه داچې يوه طبيعي او د خپلوۍ اړيكه وه؛ البته پېغمبر اكرم (ص) د قاسم، طيب، طاهر او ابراهيم په نامو زامن درلودل؛ خو د تاريخپوهانو د وينا له مخې، بلوغ ته له ورسېدو مخكې، مړه شوي ول. بيا زياتوي: له تاسې سره د پېغمبراکرم اړيكه يوازې د رسالت او خاتميت له اړخه ده؛ نو ځكه د آيت سر، يو مخې نسبي (او ځوځاتي) تړاو نفې كوي او د آيت روستۍ برخه له رسالت او خاتميته راولاړ شوى مانيز تړاو جوتوي او په دې توګه د سر او پاى تړاو څرګندېږي. پردې سربېره، آيت دې حقيقت ته هم اشاره لري، چې په عين حال كې، مينه يې له اولاد سره د پلار تر مينې اوچته ده؛ ځكه مينه يې له امت سره د استازي مينه ده؛ هغه هم هغه استازى، چې پوهېږي روسته به ترې بل پېغمبر رانشي او بايد چې څه یې تر قيامته ورته اړتيا وه، په خورا ځيرنه او زړه سوي يې اټكل كړي.((خاتم)) په يو څيز د پاى ټكي ايښوولو ته وايي او دا آيت، پردې څرګند دليل دى، چې نبوت او پېغمبري د اسلام په پېغمبر پاى مومي او روسته ترې كوم پېغمبر نه راځي. له پېغمبر اكرم (ص) نه په يو حديث كې لولو: ((له تېرو پېغمبرانو سره په پرتلنه كې زما مثال، د هغه سړي په څېر دى، چې يوه ښكلې ماڼۍ جوړه كړي او خلك ترې ګرد چاپېره وګرځي او ووايي، تردې خو ښكلې ماڼۍ نشته؛ خو د يوې خښتې ځاى پكې تش دى او زه هماغه روستۍ خښته يم)). (نمونه، 17: 316 مخ.)

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوَاجَكَ اللَّاتِي آتَيْتَ أُجُورَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ مِمَّا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَيْكَ وَبَنَاتِ عَمِّكَ وَبَنَاتِ عَمَّاتِكَ وَبَنَاتِ خَالِكَ وَبَنَاتِ خَالَاتِكَ اللَّاتِي هَاجَرْنَ مَعَكَ وَامْرَأَةً مُؤْمِنَةً إِنْ وَهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِيِّ إِنْ أَرَادَ النَّبِيُّ أَنْ يَسْتَنْكِحَهَا خَالِصَةً لَكَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَيْهِمْ فِي أَزْوَاجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ لِكَيْلَا يَكُونَ عَلَيْكَ حَرَجٌ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿۵۰﴾ = پېغمبره! په رښتینه كې ستا هغه مېرمنې مو درحلالې كړې دي،چې تا يې مهر وركړى او همداراز وينځې،چې الله د غنايمو له لارې دركړي او ته يې واكمن شوى يې او ستا هغه ترلې، د ترندو لوڼې، د ماما لوڼې او د توړیو لوڼې، چې هجرت یې درسره كړى؛ (نو ورسره نكاح كول درته حلال دي) او (همداراز)هغه مؤمنه ښځه،چې خپل ځان پېغمبر ته وبښي (او ځان ته مهر و نه غواړي) او پېغمبر هم ورسره د نكاح هيلمن وي؛خو دا ډول نكاح يوازې تا ته روا ده؛ نه نورو مؤمنانو ته؛په يقين ښه پوهېږو، چې دوى ته مو د مېرمنو او وينځو په اړه څه فرض کړي (او مصلحت يې كوم حكم ايجابوي)  دا په دې پار دي (چې د رسالت په ترسره كولو كې) درته كومه ستونزه نه وي (او له دې لارې ډېر ملاتړي برابركړې) او الله لورین بښونكى دى.  

50_ هغه ايمانواله ښځه، چې ځان پېغمبراکرم (ص) ته ور ډالۍ كړي: ((بې مهره د مېرمنې نيول)) د پېغمبر (ص) له ځانګړنو ځنې و او آيت يې هم په څرګنده وايي: نو ځكه دا چار د اسلامي فقهې له مسلماتو ځنې دى. داچې ايا دې ټوليز حكم د پېغمبراکرم په باب مصداق پيدا كړى كه نه، مفسرانو پرې خبرې اترې كړي؛ خو له تاريخي پلوه مصداق ورته ښوول شوى نه دى؛ خو په ډاګه ده، چې خداى خپل پېغمبر ته دغسې اجازه وركړې وه. (نمونه، 17: 379 مخ. )

50_ د پېغمبر اکرم د ګڼ ښځۍ د فلسفې يوه څنډه: په دې آيت كې د (( دا ددې لپاره (چې د رسالت په تر سره كولو كې) )) غونډله، د پېغمبراکرم (ص) د ځانګړي احكامو فلسفې ته اشاره ده. په بله وينا، موخه دا وه، چې په دې احكامو د پېغمبر له اوږو يو لړ محدوديتونه او ستونزې لرې شي. دا لطيف تعبير راښيي، چې له ګڼ شمېر ښځو سره د پېغمبراکرم ودونه په ژوند كې يې د يو لړ ټولنيزو او سياسي ستونزو د هواري لپاره ول. پوهېږو، چې كله پېغمبر(ص) د اسلام غږ اوچت كړ، يوازې و او تر مودو مودو ډېرو لږو پرې ايمان راووړ. پېغمبر(ص) د خپلې زمانې او چاپېريال د خرافي ګروهو پر ضد راپاڅېدلى و او طبيعي ده، چې ټول اقوام او ټبرونه به يې پر ضد يو موټى شي؛ نو ځكه انحضرت (ص) بايد د دښمنانو د ناپاك يووالي ماتولو لپاره له ټولو وزلو كار اخستى واى، چې يو یې له ټبرونو سره د واده كولو له لارې د خپلوۍ د اړيكې رادبره كول ول؛ ځكه په جاهلي عربو كې د خپلوۍ اړيكه ټينګه اړيكه ګڼل كېده، د ټبر زوم يې د ځان باله او دفاع يې ترې لازمه ګڼله او يوازې پرېښوول يې ګناه شمېرله. ډېر قراين لرو، چې ښيي د پېغمبر(ص) ودونو، په ډېری ځايونو كې سياسي اړخ درلود؛ ځينې ودونه يې د جاهلي دودونو د ماتولو لپاره، ځينې يې د دښمنانو راكمولو يا له وګړيو او ځېلي اقوامو سره د مينې او دوستۍ زياتوالي لپاره ول. څرګنده ده، چې څوك په 25 كلنۍ كې، چې د ځوانۍ د جوش وخت دى، له كونډې ښځې (حضرت خديجې) سره واده كوي او تر 53 كلنۍ پر همدې يوې ښځې بسيا كوي او په دې توګه ځواني تېروي او زړښت ته رسي او د ژوند په پاتې لسو كلونو كې په ګڼ شمېر ودونو لاس پورې كوي؛ نو هرومرو چار يې يو دليل او فلسفه لري، چې په هېڅ توګه یې له جنسي انګېزو سره تړلاى نشو. پوهېږو، چې د هغه پېر په خلكو كې ګڼ شمېر ودونه ډېر ساده او عادي ول او ان كله لومړۍ مېرمن د دويمې مېرمنې غوښتو او ماركې ته تله او څوك د بلې ښځې كولو ته پر كوم محدوديت قايل نه و؛ نو په دې حال كې، پېغمبر(ص) ته د ځوانۍ پر مهال ګڼ شمېر ودونو، نه ټولنيز او نه وټيز خنډ درلود او نه څه نيمګړتيا ګڼل كېده. په زړه پورې خو داچې په تاريخونو كې راغلي، پېغمبر (ص) يوازې د عايشې بي بي په نامه له يوې باكرې نجونې سره واده وكړ، چې د واده پر مهال ټيټ عمرې وه. ان په ځينو تواريخو كې لولو، چې پېغمبر له ګڼ شمېر ښځو سره واده وكړ، چې يوازې د نكاح مراسم يې پر ځاى شول او بيخي يې كوروالى ورسره ونه كړ او ان په ځينو ځايونو كې يې يوازې د ځينو ښځو په غوښتنې او ماركې بسياينه وكړه او ټبرونه پر همدې وياړېدل، چې پېغمبر ترې د يوې ښځې لپاره ماركه كړې او په دې توګه يې له پېغمبر سره ټولنيز تړاو ښه ټينګېده او په دفاع كې يې هوډمنېدل. بلخوا، له ګڼ شمېر ودونو سره سره، آنحضرت(ص) لږ اولاد درلود. په دې توګه څرګندېږي، چې د پېغمبر(ص) ګڼو ودونو له عادي لاملونو اوچت او ور هاخوا انګېزې او نيتونه درلودل. (نمونه، 17: 386 مخ.)

تُرْجِي مَنْ تَشَاءُ مِنْهُنَّ وَتُؤْوِي إِلَيْكَ مَنْ تَشَاءُ وَمَنِ ابْتَغَيْتَ مِمَّنْ عَزَلْتَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكَ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ تَقَرَّ أَعْيُنُهُنَّ وَلَا يَحْزَنَّ وَيَرْضَيْنَ بِمَا آتَيْتَهُنَّ كُلُّهُنَّ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي قُلُوبِكُمْ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَلِيمًا ﴿۵۱﴾ = د هرې یوې مېرمنې (نوبت) دې كه غواړې، ځنډولاى شې او هره يوه، چې غواړې؛ نو له ځان سره يې ساتلاى شې او كه له دوى له هرې يوې، چې دې ځان ګوښه كړى (؛نو كه) بېرته يې راوغواړې؛نو پر تا څه ګناه نشته (په دې غوراوي او واک كې) ډېر نژدى دى،چې سترګې يې يخې (او خوشحاله) شي او خپه نشي او په وركړه دې ټولې خوشحاله شي او څه چې ستاسې په زړونو كې دي، الله پرې پوهېږي او الله پوه زغمناك دى (د خپلو بندګانو له مصلحتونو باخبر دى او په سزا وركولو كې يې بېړه نه كوي).

51_ د يوې بلې ستونزې لرې كېدل!: پوهېږو د ګڼ ښځۍ په باب د اسلام حكم دادى، چې مېړه دې خپل وختونه په عادلانه توګه د ښځو ترمنځ وويشي، كه يوه شپه له يوې سره وي؛ نو بله دې له هغې بلې سره وي. د پېغمبر(ص) له ځانګړنو ځنې يو دا وه، چې د ځانګړو شرايطو او د ژوند د كړكېچ په پار، په تېره، چې په مدينه كې و او تقريباً په هره مياشت كې يوه جګړه پرې ورتپل كېده او په عين حال كې ګڼ شمېر مېرمنې يې هم درلودې، ددې آيت په حكم، ددې حق رعايتول ترې لرې شو او خپل وختونه يې، چې څنګه شوني ول، ويشلاى شو. كه څه پېغمبر اكرم (د تواريخو په څرګندونه) تر شوني بريده مساوات او عدالت ته پاملرنه کوله، ددې آيت نزول، د پېغمبر(ص) مېرمنو او د دننني ژوند چاپېريال ته يوه ډاډينه او آرامي وه.

لَا يَحِلُّ لَكَ النِّسَاءُ مِنْ بَعْدُ وَلَا أَنْ تَبَدَّلَ بِهِنَّ مِنْ أَزْوَاجٍ وَلَوْ أَعْجَبَكَ حُسْنُهُنَّ إِلَّا مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ رَقِيبًا ﴿۵۲﴾ = تردې روسته نورې ښځې درته روا نه دي او نشې كړاى پر ځاى يې نورې ښځې وكړې [=ځينې طلاقې كړې او نورې نكاح كړې] كه څه ښایست يې ستا خوښ شي (؛ خو) بې له وينځو او الله پر هر څيز څارن دى (او په دې حكم مو د عربو د ټبرونو دباو لرې كړ، چې ښځې ترې نكاح كړې).

52_ د رسول الله(ص) د واده په باب يو بل حكم: ددې آيت په تفسير كې ډول ډول نظريات ويل شوي، چې دوو مهمو ته یې اشاره كېږي: 1_ د تاريخي لاسوندونو له مخې، پېغمبراکرم(ص) د وګړيو او ټبرونو تر دباو لاندې و، چې ښځه ترې وكړي او دې ټبرونو ته وياړ و، چې يوه ښځه يې د پېغمبراکرم مېرمن شي؛ البته دې تړاو تر يوه بريده د پېغمبراکرم(ص) د ټوليزو او سياسي موخو پلي كولو ته لار پرانسته؛ خو هر څه چې له بريده واوړي، پخپله ستونزه راولاړوي او داچې ټولو ټبرونو دغسې يو چار ته سترګې نيولې وې، خداى په يو ټينګ قانون ددې چار مخه ونيوه. ښايي په دې منځومال كې ځينو پېغمبر(ص) ته وويل، چې ډېرې مېرمنې دې كونډې او زړې دي او درسره ښايي، چې له ښكلې ښځې سره واده وكړې. قرآن په تېره پردې ټكي ټينګار كړى، كه ان ښكلې ښځې هم وي، د واده حق ورسره نه لري. (نمونه، 17: 391 مخ.)  2_ په ځينو روايتو كې راغلي، چې له آيته مطلب، د انسان له محارمو ښځو سره د واده تحريم دى، چې د نساء سورت په 23 آيت كې راغلي؛ نو ددې تفسير له مخې، د آيت مانا داده، چې د نساء سورت د 23 آيت تر نزول روسته له محارمو سره واده حرام او له نورو ښځو سره حلال دى (اوسنۍ ژباړه د لومړي تفسير له مخې ده). (اطيب البيان، 10: 520 مخ + الميزان، 16: 342 مخ.)

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلَّا أَنْ يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَى طَعَامٍ غَيْرَ نَاظِرِينَ إِنَاهُ وَلَكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانْتَشِرُوا وَلَا مُسْتَأْنِسِينَ لِحَدِيثٍ إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ يُؤْذِي النَّبِيَّ فَيَسْتَحْيِي مِنْكُمْ وَاللَّهُ لَا يَسْتَحْيِي مِنَ الْحَقِّ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَنْ تُؤْذُوا رَسُولَ اللَّهِ وَلَا أَنْ تَنْكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِنْ بَعْدِهِ أَبَدًا إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ عِنْدَ اللَّهِ عَظِيمًا ﴿۵۳﴾ = مؤمنانو! د پېغمبر كورونو ته مه ورننوځئ؛ خو داچې خوراك ته وبلل شئ؛ خو (تر ژمنې مخكې مه ځئ، چې) د خوړو په تمه كېنئ؛ خو چې كله وبلل شوئ، ورننوځئ او چې خواړه مو وخوړل؛ نو خپاره شئ او (تر خوړو روسته) پر خبرو مه بوختېږئ،په رښتینه كې دا كار مو پېغمبر ځوروي؛خو درنه شرمېږي (او څه نه وايي)؛خو الله د حق (له ويلو) نه شرمېږي او چې له دوی (= د پېغمبر له مېرمنو) كوم څيز غواړئ؛نو د پردې تر شا يې وغواړئ،چې دا كار ستاسې او د دوى د زړونو د سپېڅلتيا لپاره غوره دى او حق نه لرئ “رسول الله” وځوروئ او په مطلق ډول او د تل لپاره (نه ښايي) چې (تر مړينې) روسته يې مېرمنې په نكاح كړئ؛ځكه دا مو د الله پر وړاندې ستر بد چار دی .

53_ د پېغمبراکرم(ص) حريم او حيثيت ساتنې ته احكام: ددې آيت په څرګندنه كې دوو ټكيو ته اشاره كېږي: 1_ دا چار په عربو او نورو كې دود و، چې ځينو د اړتيا وړ څيزونه د لنډ وخت لپاره له ګاونډي په عاریت او امانت اخستل، د پېغمبر(ص) كور هم له دې قانونه مستثنى نه و او كله نا كله راتلل او څه يې د پېغمبر (ص) له مېرمنو غوښتل. كه څه د پېغمبراکرم (ص) مېرمنو اسلامي ستر درلود؛ خو څرګنده ده، دا يو سم چار نه و، چې خلك د پېغمبراکرم مېرمنې وګوري؛ نو ځكه امر وشو، كه څوك څه غواړي، د پردې يا د وره له شا دې يې واخلي. دلته له ستره مطلب، د ښځو ستر نه؛ بلكې پر ستر ور زيات يو حكم دى، چې د پېغمبراکرم (ص) په مېرمنو پورې ځانګړی دى؛ البته دا حكم د نورو ښځو په باب راغلى نه دى او په باب يې يوازې ستر كافي دى؛ نو ځكه اسلام، مسلمانو ښځو ته د پردې تر شا كېناستو امر كړى نه دى او څه چې پر مسلمانې ښځې لازم دي، هماغه اسلامي ستر دى. 2_ ځينو د كسات اخستو او د پېغمبراکرم د سپېڅلي مقام د سپكاوۍ لپاره، هوډ کړی و، چې تر پېغمبر اکرم(ص) روسته د آنحضرت (ص) له مېرمنو سره واده وكړي، چې له دې لارې یې حيثيت ټكنى كړي. كه دا چار  مجاز واى؛ نو يو شمېر كسانو په دې پلمه، چې تر پېغمبر (ص) روسته، مېرمن يې ورسره ده؛ نو شونې وه، چې ځان ته يو ټولنيز موقعيت تر لاسه كړي او هم په دې پلمه، چې د پېغمبراکرم د كور له دننه او د دين له ښوونو يې ځانګړي معلومات لري، د اسلام پر اوړونې لګيا شي يا منافقين په دې لټه كې شي، چې له دې لارې په خلكو كې ځينې مطالب خپاره كړي، چې د پېغمبراکرم له مقام سره اړخ ونه لګوي؛ نو د همدې دليل له مخې، تر پېغمبراکرم روسته مېرمنې يې په اسلامي امت كې ډېرې درنې اوسېدې او له خپل حاله ډېرې خوښې او راضي وې او محرومیت يې ددې وياړونو پر وړاندې ناڅيزه ګڼل. (نمونه، 17: 401 مخ.)

إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا ﴿۵۶﴾ = په حقيقت كې الله او پرښتې يې پر پېغمبر درود (رحمتونه) لېږي مؤمنانو! تاسې هم درود پرې ولېږئ او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره تسليم وسئ.

56_ پر پېغمبر (ص) صلوات: په تېرو آيتونو كې، چې د پېغمبر(ص) د حرمت او درناوي ساتنې او نه ځورولو په باب ويينې وشوې، نو دا دى، په دې آيت كې ړومبى له پېغمبر سره د خداى او پرښتو ځانګړې مينه ښكاره كوي او ورپسې مؤمنانو ته وايي، چې د پېغمبر(ص) مقام دومره اوچت دى، چې د هستۍ پنځوونكى او ټولې پرښتې (چې د حق په فرمان د هستۍ د تدبير چارې ور تر غاړې دي) پرې درود وايي، چې داسې ده؛ نو تاسې هم له دې پيغام سره همغږي شئ. محمد (ص) د هستۍ قيمتي مرغلره ده او كه په الهي لورنه مو په لاسرسۍ كې دى؛ نو هسې نه كم ارزښته يې وبولئ او د خداى او پرښتو پر وړاندې يې مقام هېر كړئ. پر پېغمبراكرم د صلوات د څرنګوالي په باب د شيعه او اهل سنتو په رواياتو كې په ډاګه راغلي، چې پر ((محمد)) د صلوات پر مهال ((آل محمد)) پرې ورزیات كړئ. له پېغمبر اکرم (ص)نه په يوه روايت كې راغلي: [نيمګړى صلوات راباندې مه واست، ورته وويل شو: نيمګړى صلوات څه دى؟ ويې ويل: داچې يوازې وواياست: (( اللهم صلى على محمد)) او دوام ورنه كړئ؛ بلكې وواياست: (( اللهم صلى على محمد و آل محمد)) ]. (نمونه، 17: 415 مخ.)

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿۵۹﴾ = پېغمبره! خپلو مېرمنو، خپلو لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه : ((پر ځانونو دې د خپلو ټكريو پلوونه راتاو كړي، دا غوره چار دى،چې دوى وپېژندل شي او و نه ځورل شي . (او كه تر اوسه خطا او لنډون ترې شوى وي؛ نو توبه دې وكاږي) او الله لورین بښونكى دى.

 59_ ستر؛ يوه ساتندويه وزله ده: داچې په دې آيت كې له پېژندو مطلب څه دى، د مفسرانو ترمنځ دوه نظره شته، چې په ټكر كې نه دي. لومړى داچې په هغه پېر كې دود و، چې مينزې سر لوڅې له كوره راوتې او داچې له اخلاقي پلوه يې حالت ښه نه و؛ نو كله ځينو كوڅه ډبو ژڼو – ځوانانو ځورولې. دلته مسلمانو ازادو ښځو ته امر وشو، چې پوره اسلامي ستر دې وكړي، چې له مينزو وپېژندل شي او كوڅه ډب ځورنې ته څه پلمه ونه لري. ښكاره ده، چې ددې خبرې مفهوم دانه دى، چې فاسدو او اوباشو حق درلود، چې مينزې وځوروي؛ بلكې مطلب دا دى، چې له فاسدو پلمه واخستل شي.

بله موخه دا ده، چې مسلمانې ښځې په ستر کې ناغېړي ونه كړي؛ لكه ځينې بې بندوبارې ښځې، چې په عين ستر کې داسې بې پروا او كاواكه دي، چې زیاتره د بدن ځينې برخې يې بربنډې دي او همدا يې د مفسدو وګړيو د ورپامېدو لاملېږي. ((جَلَابِيبِهِنَّ)) ته څو ماناوې شوي؛ خو ډېر په نظر رسي، چې ((ټكرى)) وي. له ((يدنين)) (راخپاره كړي) مطلب دا دى، چې ښځې ټكري پر بدن راخپاره كړي، چې و يې ساتي، نه داچې ازاد يې پرېږدي، چې كله نا كله يو خوا او بلخوا ځي او بدن يې ښكاره شي او زموږ په خپله ژبه، ځان دې په ټكري كې سم راتاو كړي. (نمونه، 17: 427 مخ.)

لَئِنْ لَمْ يَنْتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا ﴿۶۰﴾ = قسم دى كه منافقان او هغوى چې په  زړه كې يې (يو ډول) ناروغي ده او هغوى چې په مدينه كې د دروغو خبرونه او بې بنسټه اوازې خپروي؛له خپل چار لاس وانخلي (؛نو) موږ به هرومرو تا پرې لاسبر كړو(چې) بيا به په دې (ښار: مدينه) كې بې له ډېر لږ وخته ستا ګاونډیتوب ونه کړي ؛

مَلْعُونِينَ أَيْنَمَا ثُقِفُوا أُخِذُوا وَقُتِّلُوا تَقْتِيلًا ﴿۶۱﴾ = دوی رټل شوي او چېرې، چې وموندل شول، باید ونيول شي او په سختۍ ووژل شي.

60 او 61_ رذيلانو او ډنډورچيانو ته سخت اخطار: د آيت له لحنه ګټنه كېږي، چې په مدينه كې درې ډلې پر خرابكارۍ لګيا وې: لومړى منافقان، چې د اسلام د راپرځېدو هڅه يې كوله. دوم رذيلان او كوڅه ډب، چې ((زړه ناروغي)) هم ورته وايي. درېيم ډنډورچيان، په تېره پېغمبراکرم (ص) او د اسلام پوځ، چې به غزواتو ته ولاړل؛ نو د پاتې شونو د روحيې په كمزورولو به لګيا شول او په دروغو به يې د پېغمبراکرم او مؤمنانو د ماتې دنډورې خپرولې. د آيت په تفسير كې دا احتمال هم شته، چې دا درې واڼه تخريبې كړلارې د منافقانو چار و او يو له بله جلا كول يې د ځانګړنو جلا كونه ده، نه د وګړيو. په هر حال، قرآن وايي: كه دوى خپلو ننګينو كړنو ته دوام وركړي؛ نو د ټولیز بريد امر به وكړو او د مؤمنانو په يو ولسي يون به يې يو مخې له مدينې جرړه راوباسو، چې په ښار كې ونشي اوسېداى، چې په دې حال كې د اسلامي حكومت له ملاتړه وتلي او د سرښندونكيو مسلمانانو له لاسه به په امان كې نه وي او چې هر چېرې وموندل شي وبه وژل شي. (نمونه، 17: 430 مخ.)

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا ﴿۷۰﴾ = مؤمنانو! (خپل ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ او سمه روغه خبره كوئ.

يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا ﴿۷۱﴾ = چې (الله) مو کړنې سمې كړي او د (ګناهونو) پايلې مو دروبښي او چا چې د الله او استازي یې ومنله؛ نو په يقين، ستره بريا يې تر لاسه كړې ده .

70 او 71_ حق خبره ووياست، چې كړنې مو سمې شي: سديد وينا، هغه خبره ده، چې له واقعيت سره اړخ لګوي او چټي نه ده او كه څه ګټه لري؛ نو ګټه يې مشروع ده؛ او نه د چوغلګرۍ په څېر؛ نو مؤمن، چې څه وايي بايد پرې ډاډمن وي او هم خپله وينا وآزمايي، چې د فساد لامل نه وي. قرآن، دا ډول وينا د كړنو د سمونې او د ګناهونو د بښنې لامل ګڼي؛ ځكه انسان، چې روږدى شي، چې دغسې خبرې وكړي، نو دروغ، غيبت، چټي او فساد راولاړوونكې خبرې نه كوي او طبعاً له ګناهونو لرې كېږي. په دې حال كې، انسان صالح كېږي او له تېرو ګناهونو پښېمانېږي او همدا پښېماني توبه ده او چې توبه یې وكړه، خداى يې هم په پاتې عمر كې له سترو ګناهونو ساتي او كه كوچنۍ ګناه وكړي؛نو بښي یې. (الميزان، 16: 354 مخ. (نساء_31) )  د اخلاقو عالمان، ژبه خورا بركتي او په عين حال كې ډېر خطرناكه غړې ښوولې،تردې چې د (30) په شاوخوا كې ګناهونه ترې كېږي. له امام سجاد نه په يوه روايت كې لولو: (( د هر انسان ژبه هره ورځ نور غړي پوښتي: څرنګه درباندې ګهيځ شو؟ ورته وايي: موږ ښه يو كه ته مو پرېږدې. بيا ورزياتوي: ته او خداى، لږ خو زموږ هم مراعات وكړه، موږ ستا په پار هم ثواب وينو او هم عذاب)).      (نمونه، 17: 447 مخ.)

إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَنْ يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنْسَانُ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا ﴿۷۲﴾ = په حقيقت كې موږ اسمانونو، ځمكې او غرونو ته (د ژمنتوب، مكلفيت او الهي ولايت) امانت وروړاندې كړ؛ خو له منلو يې ډډه وكړه او ترې ووېرېدل؛ خو (يوازې) انسان پر اوږو كړ، په رښتینه کې نوموړی ډېر ظالم او ناپوه دى (؛ځكه ددې ستر مقام قدر يې و نه پېژانده او پر ځان يې تېرى وكړ) .

72_ د الهي امانت منل، د بشر ستره ویاړنه: د اسلام سترو مفسرانو ددې آيت په اړه ډېرې خبرې كړي او د امانت د حقيقت راسپړلو ته يې پرېمانه هڅې كړې دي. ددې حقيقت د پوهېدو لپاره بايد انسان ته يو نظر واچوو، چې څه لري، چې اسمانونه، ځمكه او غرونه يې نه لري. انسان د سرباندې استعداد درلودونكى ژوی دى، چې له دې نه په ګټنې د ((خليفة الله)) پوره مصداقېدى شي، د معرفت او پوهاوۍ په لاس ته راوړو او د ځان په پاكوالي كې د وياړ څوكي ته رسېداى او د اسمان له پرښتو هم تېرېداى شي. دا استعداد د ارادې له ازادۍ سره مل دی؛ يعنې بنيادم دا لار (چې له صفره پيلېږي او تر بې نهايته ځي) په خپلو پښو او خپلې ارادې او خوښې وهي. اسمان، ځمكه او غرونه د يو ډول الهي معرفت درلودونكي دي او خداى ته يې په تكويني او اجباري بڼه غاړه ايښې؛ نو له همدې كبله، څه تكامل او بشپړتيا نه لري. انسان يوازېنى ژوی دى، چې صعودي او نزولي قوس يې بې انتها دى او په خپل واك او اختيار په نا محدود ډول د تكامل څوكي ته الوتاى شي. دا هماغه الهي امانت دى، چې ټولو ژویو يې له پورته كولو ډډه وكړه؛ خو انسان را ډګر ته شو او ور اوږه شو. له همدې امله، په راروسته آيت كې، انسانان پر درېيو ډلو ويشل كېږي: مؤمنان، كافران او منافقان؛ نو ځكه، الهي امانت، ((پخپلې خوښې او ارادې د نامحدودې بشپړتيا وس درلودل او د پوره انسان او ځانګړي بنده مقام ته وررسېدل او د الهي هدايت منل)) دي؛ خو موږ ته له اهل بيتو په ګڼ شمېر راسېدليو رواياتو كې، دا الهي امانت د اميرالمؤمنين علي (ك) او اولادونو د ولايت په منلو تفسير شوى او دليل يې دادى، چې د پېغمبرانو او امامانو ولايت د الهي ټوليز ولايت پياوړې وړانګه ده او د عبوديت مقام ته د وررسېدو او د تكامل د لوري وهل، يوازې د خداى د وليانو د ولايت په منلو شوني دي. (نمونه، 17: 452 مخ)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!