تبلیغات

    د سورة الرعد د منتخبو آیتونو شرح بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   د رعد سورت ټوليزه منځپانګه  ددې سورت آريزه موخه، د قرآن د حقانيت جوتول، ددې اسماني كتاب معجزه توب او د پېغمبر (ص) رسالت ته يې نښه توب دى او داچې مشركان يې د […]

 

 

د سورة الرعد د منتخبو آیتونو شرح

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

د رعد سورت ټوليزه منځپانګه

 ددې سورت آريزه موخه، د قرآن د حقانيت جوتول، ددې اسماني كتاب معجزه توب او د پېغمبر (ص) رسالت ته يې نښه توب دى او داچې مشركان يې د خداى نښه او د پېغمبر(ص) معجزه نه بولي او د پېغمبر جوړ كړى يې بولي؛ نو دا يوه دروغ او بې بنسټه ادعا ده. خداى په دې سورت كې ددې موضوع جوتولو ته پر دوو مطالبو ټينګار كړى دى. لومړى، په هستۍ كې يې په خپلو نښو. دويم، د تېرو اقوامو تاريخ او دردناكه پايله يې، چې د حق نه منلو له امله ورسره مخ شول. د خداى ټول مخلوقات د خداى د توحيد، وحدانيت او ايكي يو توب ښوونكي دي او د تېرو اقوامو حالات، د پېغمبرانو د نبوت د حقانيت څرګندوونكي دي او قرآن پر دواړو مطالبو تينګار كوي. توحيد د قرآن بنسټ او نچوړ دى او نبوت يې لازمه ده او له هستۍ او بشري تاريخ سره د قرآن همغږي، ددې اسماني كتاب پر حقانيت يو ټينګ دليل دى[1].

اللَّهُ الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى يُدَبِّرُ الْأَمْرَ يُفَصِّلُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ بِلِقَاءِ رَبِّكُمْ تُوقِنُونَ ﴿۲﴾ = الله هغه سپېڅلې ذات دى،چې اسمانونه يې بې له داسې ستنو لوړ کړل، چې يې وينئ . بيا يې پر عرش استوا وكړه (او د نړۍ د تدبير چارې يې د واک په منګولو كې ونيوې) او لمر و سپوږمۍ يې ايل كړل، چې هر يو تر يوې ټاكلې مودې روان دي. [هماغه د نړۍ] چارې تدبيروي (او خپل) آيتونه (او نښې درته) تشريحوي،ښايي د خپل پالونكي پر مخامخېدو يقين وكړئ .

2_ اسماني ستنې: په يو روايت كې راغلي، چې حسين بين خالد امام رضا (رح) وپوښت: داچې خداى د ذاريات سورت په اووم آيت كې وايي: ((قسم پر اسمان، چې لارې لري)) مانا يې څه ده؟ امام وويل: (( دا اسمان، ځمكې ته لارې لري)) حسين بن خالد وويل: له ځمكې سره به څرنګه ارتباطي لارې ولري؛ حال دا چې خداى وايي: اسمانونه بې ستنو دي؟! امام وويل: خداى سپېڅلى او پاك دى، ايا خداى نه وايي: بې ستنو چې يې وويني؟ حسين بن خالد وويل: هو. امام وويل: (( نو ستنې شته؛ خو تاسې يې نه وينئ.)) دا آيت هغه حديث ته په پامنيوي، چې په تفسير كې يې راغلى، له يوه حقيقته پرده لرې كوي، چې د آيتونو د نزول پر وخت هيچا ته څرګنده نه وه؛ ځكه پر هغه مهال د نړۍ پر علمي چاپېريال بطلميوسي نظريه واكمنه وه، چې له مخې يې، اسمانونه د كراتو په بڼه د پياز د غوټې په څېر يو پر بل پراته وو او طبیعتاً يو يې هم راځوړند او بې ستنو نه و؛ خو بشر ډېر روسته رابرسېره كړه، چې دا نظريه يو مخې تېروتنه ده او واقعيت دا دى، چې اسماني كرات بې له دې، چې څه د ډډې وهلو ځاى ولري، هر يو په خپل مدار او كړۍ كې ځوړند او ثابت دي او ترمنځ يې د جاذبې او دافعې قواوو انډول پر خپل ځاى ثابت ساتلي دي، چې يوه يې ددې كراتو په كتلې پورې اړه لري او بله يې په حركت پورې اړوند ده. د جاذبې او دافعې دې انډول د يوې نه ليدوونكي ستنې په څېر، اسماني كرات په خپل ځاى كې ساتلي دي[2].

 وَهُوَ الَّذِي مَدَّ الْأَرْضَ وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنْهَارًا وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ جَعَلَ فِيهَا زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۳﴾ = او دی هماغه دى، چې ځمكه يې وغوړوله او غرونه او سيندونه يې پکې رامنځ ته كړل او د هر ډول مېوو جوړې یې پکې پيدا كړې، پر ورځې د شپې (توره پرده) ورخپروي، بېشکه په دې (چارو) كې هغو خلكو ته نښې دي،چې اندنه كوي .

وَفِي الْأَرْضِ قِطَعٌ مُتَجَاوِرَاتٌ وَجَنَّاتٌ مِنْ أَعْنَابٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ صِنْوَانٌ وَغَيْرُ صِنْوَانٍ يُسْقَى بِمَاءٍ وَاحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ فِي الْأُكُلِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۴﴾ = او په ځمكه كې څنګ په څنګ پرتې ټوټې دي او (همداراز) د انګورو باغونه، كښتونه او د كجورو ګډ بنسټې او بېل بنسټې ونې دي، چې په يو ډول اوبو خړوبېږي! او په داسې حال کې چې ځینو ته مو پر ځینو نورو د خوراک له پلوه غوراوی ورکړی، بېشكه په دې (چارو) كې هغو خلكو ته (څرګند) دلايل دي، چې عقل كاروي .

 4_ د بوټو په هكله دوه مهم ټكي: له (2_4) آيتونو چورليز، په ربوبيت كې توحيد دى؛ يعنې پردې سربېره، چې خدا هستي پنځولې، د چارو تدبير يې هم ورترغاړې دى؛ د بوتپالو د ګروهو پر خلاف، چې پنځونه يې د خداى چار باله او تدبير يې په بوتانو پورې ورتړه[3]. دا آيت مهم او ژور ټكي رانغاړي، چې په لنډو يې دوه ځايونه ته اشاره كېږي:  ۱- د ځمكې پر مخ يو له بل سره نښتې بېلابېلې ټوټې شته، چې هره يوه ځانته ځانګړى جوړښت لري او هره يوه د ځانګړيو بوټي او مېوو (استعداد او) وړتيا لري، دا هره ټوته موظفه ده، چې يو بوټى راوټوكوي، چې د انسان له ګڼو اړتياوو، يوه اړتيا پوره كړي. ۲- دا ونې او شنيلي كله پر يوه ښاخ او كله پر دوو ښاخونو راټوكېږي. صنوان په آر كې د هغه ښاخ پر مانا دی، چې د ونې له ډډه راووځي؛ نو ځكه صنوان د بې شمېره ښاخونو پر مانا ده، چې له يوه ډډه راووځي. په زړه پورې خو دا چې كله دا هر يو ښاخ ځانګړې ميوه نيسي. شونې ده، چې دا غونډله د پيوندولو لپاره د ونو استعداد ته اشاره وي، چې پر يو ډډ څو پيوندونه وهي او هر يو وده كوي او ځانګړې ميوه نيسي[4].

وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالسَّيِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ وَقَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمُ الْمَثُلَاتُ وَإِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ لِلنَّاسِ عَلَى ظُلْمِهِمْ وَإِنَّ رَبَّكَ لَشَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۶﴾ = او په تلوار تر نېكۍ (او رحمت) مخكې، بدي (او عذاب) درنه غواړي، حال دا تر دوى مخكې (پر كافرانو) د عبرت وړ بلاګانې نازلې شوې او په رښتيا چې ستا پالونكى د خلكو د تېريو بښونکى او (په عين حال كې) پالونكى دې بيخي سخت عذابى (هم) دى !

6_ د رحمت پر ځاى د خداى د عذاب غوښتنه: دا غوښتنه يې (معذ الله) پر پېغمبر د ملنډو په پار وكړه. په واقع كې چې کافرانو د الهي عذاب په اړه د پېغمبر(ص) ګواښونه واورېدل، په دې ګومان، چې پر پېغمبر يې ملنډې وهلې وي، عذاب يې وغوښت. خداى په دې آيت كې په هېښنې وايي، چې دا څه غوښتنه ده، حال دا لومړى پر تېرو اقوامو د عبرتناكو عذابونو له راكېووتو خبر دی؛ دويم خداى خو پر خلكو لوراند دى او سمه خو داده، چې بښنه او لورنه ترې وغواړي، نه عذاب[5].

وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِنْ رَبِّهِ إِنَّمَا أَنْتَ مُنْذِرٌ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ ﴿۷﴾ = او كافران وايي :(( ولې د خپل پالونكي له لوري (زموږ د خوښې) کومه نښه او معجزه پرې نه نازلېږي؟!)) [ای پېغمبره !] ته يوازې ګواښګرندی يې او هر قوم ته يو لارښود دى (او دا ټولې پلمې دي؛ نه د حقيقت لټونه).

7_پېغمبر، د شريعت بنسټګر او امام يې پاسوال دى: انذار، ډارول او ګواښنګري ددې لپاره ده، چې بېلاري له بېلارېتوبه سمې لارې ته راواوړي؛ خو هدايت او ښيون ددې لپاره دى، چې خلك پر الهي صراط المستقيم پر مخ بوځي. په حقيقت كې ((ګواښنګرى)) رادبره كوونكى دى او ((هادي؛ لارښود)) پاسوال او مخې ته بوتلوونكى. موږ دې دواړو ته، ((رسول)) او ((امام)) وايو. رسول شريعت رادبره كوي او امام د شريعت پاسوال او ساتندوى دى. له پېغمبر(ص) نه ګڼ شمېر رارسېدلي روايات دا تفسير پوره تاييدوي.د بېلګې په توګه، له حضرت ابن عباس (رض) نه په يو روايت كې لولو، چې دا آيت نازل شو؛ نو پېغمبر خپل لاس پر سينه كېښود او ويې ويل: (( زه ګواښنګرى يم)) بيا يې علي ته اشاره وكړه او ويې ويل: (( ته لارښود يې، تر ما روسته په تا هدايت موندوونكي هدايت مومي))[6].

لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُ وَمَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَالٍ ﴿۱۱﴾ = انسان ته څارونكي (پرښتې) دي، چې تل یې وړاندې روسته د الله له امره (= نااړينو پېښو) ساتي؛ په حقيقت كې الله د كوم قوم (او ملت) حال نه اړوي، څو خپل حال یې پخپله اړولى نه وي او چې كله الله كوم قوم ته (يې د كړنو له لامله) د سزا ورکولو پرېکړه وکړي؛ نو هېڅ څيز يې مخه نيواى نشي او بې له خدايه به کوم کارسازی ورته نه وي .

11_ غير مادي پاسوالان: د آيت ظاهر څرګندوي، چې خداى يوې ډلې پرښتو ته دنده وركړې، چې شپه او ورځ په نوبت انسان ته ورشي او له مخې او شا يې پاسوالې وي. ښايي موږ ټولو په ژوند كې دا حس كړي وي، چې ډېرو وختونو كې موږ يا خپلوان مو معجزه ډولي قوت له خطر ناكو پېښو ساتلي يو. مسلماً منو، چې دا تصادف نه دى. ددې آيت په تفسير كې له امام باقر (رح) نه په يو روايت كې لولو: ((يعنې انسان د خداى په حكم ساتي، چې په څاه كې ونه لوېږي يا دېوال پرې راولوېږي، يا يې كومه پېښه مخې ته ورشي، تردې چې (الهي) هرومرو تقدير راورسي. په دې وخت كې يې الهي تقدير ته ورپرېږدي او ورسپاري، دا دوه پرښتې دي، چې انسان د شپې ساتي او دوه پرښتې دي، چې د ورځې په نوبت پردې دنده لګيا دي[7])).

11_ په خپلې وګړنۍ او ټولنيزې نېكمرغۍ كې د انسان ونډه: ددې آيت په څېر، د قرآن ډېرى آيتونه دا حقيقت راڅرګندوي، چې د انسان ښې او بدې كړنې يې پر ژوند نېغ اغېز لري. تردې آيت لاندې له امام سجاد (رح) نه په يو روايت كې لولو: ((هغه ګناهونه، چې نعمت اړوي دا دي: پر خلكو ظلم، د ښو عاداتونو له منځه تلل او د نعمت ناشكري. دا هماغه دي، چې خداى یې په اړه ويلي : ان الله لا يغير مابقوم…..))[8]. امام صادق (رح) وايي، چې پلار مې وويل: (( د خداى حتمي قضا داده، چې بندګانو ته كوم نعمت وركړي، تر هغه يې ترې نه اخلي، چې داسې ګناهونه وكړي،چې د ناوړې بدلې وړ وګرځي)) دا آيت، د اسلام يو ټولنيز آر دغسې څرګندوي، چې د يوې ټولنې په بريا، ماتې، بدمرغۍ او نېكمرغۍ كې خورا مهم آر، پخپله د ټولنې خلك دي او بهرني لاملونه په ورپسې پړاوونو كې دي[9].

وَيُسَبِّحُ الرَّعْدُ بِحَمْدِهِ وَالْمَلَائِكَةُ مِنْ خِيفَتِهِ وَيُرْسِلُ الصَّوَاعِقَ فَيُصِيبُ بِهَا مَنْ يَشَاءُ وَهُمْ يُجَادِلُونَ فِي اللَّهِ وَهُوَ شَدِيدُ الْمِحَالِ ﴿۱۳﴾ = او تالنده یې په سپېڅلتیا سره ستايي او (ټولې) پرښتې يې له هیبته پاکي وايي! او تندرونه رالېږي او پر چا چې يې خوښه شي، ورغورځوي، حال دا دوى (ددې ټولو الهي نښو په ليدو بيا هم) د الله په باب په ناندريو بوخت دي او هغه سخت عذابى دى.

 13_ د تالندې ستاينه: دا تعبير راښيي، چې دا اسماني ښكارنده، يوه ساده موضوع نه ده؛ بلكې د خداى د پوهې او ځواك ښكارندوى ده؛ ځكه تسبيح له هرې نيمګړتيا د سوچه ګڼلو پر مانا ده او حمد د خداى ستاينې پر مانا ده. په دې توګه، د تالندې غرار، د خداى له جمال او جلاله خبرې كوي. دا خبره شونې ده، چې د حال پر ژبه وي؛ لكه چې يوه مهمه اختراع، د مخترع له پوهې خبرې كوي او ستايي يې، يا شونې ده، چې د قال په ژبه وي؛ لكه چې ځينو مفسرانو ويلي دي، چې د هستۍ ټولې ذرې هر يو عقل او شعور لري او تسبيح او حمد يې د عقل، شعور او درك له مخې وي[10].

لَهُ دَعْوَةُ الْحَقِّ وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ لَا يَسْتَجِيبُونَ لَهُمْ بِشَيْءٍ إِلَّا كَبَاسِطِ كَفَّيْهِ إِلَى الْمَاءِ لِيَبْلُغَ فَاهُ وَمَا هُوَ بِبَالِغِهِ وَمَا دُعَاءُ الْكَافِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَالٍ ﴿۱۴﴾ = يوازې د ده بلنه رښتونې ده او (مشركان) چې بې له خدايه نور کسان وربلي (او نمانځي) بلنه یې نه مني. دوى د هغه چا په څېر دي،چې خپله لپه اوبو ته ونيسي (او له اوبو وغواړي) چې خولې ته يې راشئ،حال دا هېڅكله به یې (خولې) ته رانشي او (په همدې توګه بوتانو ته) د كفارو دعاګانې هسې په تېروتنې کې دعاوې دي، چې بې له زيان او بېلارۍ نور څه نه دي .

14_ د حق بلنه: دعوت او دعا – چې په عربي كې په يوې مانا دي – په دې مانا دي، چې دعا كوونكى د هغه نظر ځان ته راواړوي، چې ترې يې غواړي. څرګنده ده، چې هغه حقيقي او واقعي دعا ده، چې لومړى له هغه چې غوښتل كېږي، دعا واوري او دويم دا چې ځواب يې وركړاى شي او د دعاكوونكي غوښتنه پوره كړي. دا دواړه صفتونه د خداى له صفاتو دي؛ نه د هغو څيزونو صفات، چې مشركانو نمانځل؛ لكه بوتان، ستوري او…… نو خداى ته دعا كول، دعا او حق بلنه ده؛ خو د غير الله دعا، يوه باطله بلنه ده. له همدې لامله، خداى په يو ښكلي مثال پوهوي، چې دغسې باطله دعا، د دعا تقليد او لاروى ده او نه دعا؛ لكه د تږي په څېر، چې له اوبو لرې ولاړ دى او خولې ته تشه لپه وړي  او د اوبو څښلو پېښې كوي. څرګنده ده، چې دا به هېڅكله خړوب نشي. په همدې توګه، څوك چې غير الله رابولي، بيخي به يې غوښتنه پوره نشي او يوازې يې د دعا كولو پېښې كړې دي[11].

وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَظِلَالُهُمْ بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ ﴿۱۵ )  = او څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، كه خوښ وي كه ناخوښ،له خپلو سيورو سره سهار و ماښام  يوازې الله ته سجده كوي .

15_ د موجوداتو سجده: په داسې ځايونو كې سجده د خضوع او د تواضع د روستۍ درجې او غاړې ايښوولو پر مانا ده؛ يعنې ټولې پرښتې، انسانان او عقلمن او اندمن، خداى ته متواضع دي او حكم ته يې غاړه ايښې ده. البته د يوې ډلې سجده او خضوع يې يوازې ((تكويني)) اړخ لري؛ يعنې د هستۍ قوانينو ته يې  غاړه ايښې ده. لكه همداچې وينو د ګردو موجوداتو تنې او ساه، د مرګ، ژوند، ودې، روغتيا او ناروغۍ قوانينو ته غاړه ايښې، چې دا يې له لوري يو ډول ((تكويني سجود)) دى؛ خو بله ډله پر  ((تكويني سجدې)) سربېره، تشريعي سجده هم لري؛ يعنې پخپلې خوښې او ارادې خداى ته سجده كوي[12].

 أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَابِيًا وَمِمَّا يُوقِدُونَ عَلَيْهِ فِي النَّارِ ابْتِغَاءَ حِلْيَةٍ أَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِثْلُهُ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنْفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْأَرْضِ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ ﴿۱۷﴾ = (الله) له اسمانه اوبه وورولې او په هره دره او خوړ كې یې د وړتيا هومره نېز وبهېد؛ نو نېز اوچت ځګ پر سر واخست او همدغسې ځګ د هغو څيزونو پر مخ هم راځي،چې ( په بټيو كې يې) د ګاڼو او يا نورو وزلو جوړولو ته ويلي كوي او الله دغسې د حق او باطل بېلګه وړاندې كوي؛خو ځګ دباندې غورځي (او) له منځه ځي؛خو څه چې خلكو ته ګټور دي [= اوبه يا سوچه فلز] په ځمكه كې تمېږي، الله دغسې بېلګې څرګندوي .

 17_ د حق او  باطل د انځور يوه ښكلې بېلګه: په دې مانا ډكې بېلګې كې، چې په انډولو الفاظو او عباراتو ويل شوې او د حق و باطل منظره يې په ښه بڼه انځور كړې، ډېر حقايق پكې پراته دي، چې دلته درېيو ټكيو ته اشاره كېږي: ۱- (( فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَّابِيًا؛ نو نېز اوچت ځګ پر سر واخست)): پوهېږو، چې پر رڼو اوبو ډېر لږ ځګ ښكاري؛ ځكه ځګ هله راپيدا كېږي، چې اوبه له بهرنيو اجسامو سره ګډې شي. له دې ځايه روښانېږي كه حق پخپلې آريزې پاكۍ پاتې شي؛ نو په شاوخوا كې يې باطل ځګونه نه راښكاره كېږي؛ خو چې حق له ككړو چاپېريالونو سره په مخامخېدو د چاپېريال رنګ واخست او حقيقت له خرافې، سم و ناسم، پاكۍ او ناپاكۍ سره ګډوډ شو، په څنګ كې يې باطل ځګونه راښكاره كېږي. داهماغه څه دي، چې علي(ک) يې په اړه ويلي دي: (( كه باطل له حق سره نه ورګډېده؛ نو حق لټوونكيو ته نه پټېده اوكه حق په باطل نه پوښل کېده؛ نو د ښمنانو چټي خولې ترې پرې کېدې ۲- (( فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا؛ او په هره دره او خوړ كې يې د وړتيا هومره نېز وبهېد)) له دې غونډلې ګټنه كېږي، چې د الهي فيض و بركت په سرچينه كې، هېڅ  ډول كنجوسي، محدوديت او ممنوعيت نشته؛ لكه چې پر هر ځاى د اسمان ورېځې بې شرطه ورېږي او دا د ځمكې ټوټې او درې دي،چې هر يو د خپل وجود د پراخوالي هومره ترې ګټه اخلي. د كوچنۍ ځمكې، ګټه لږه او د پراخې ځمكې، برخه ډېره ده. دغسې د خداى د فيض او بركت پر وړاندې د بنيادمو زړونه هم دي.۳- (( وَأَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الأَرْضِ؛ خو څه چې خلكو ته ګټور دي [= اوبه يا نږه فلز] په ځمكه كې تمېږي)) لكه چې له اوبو او ځكه يې او د ويلو فلزاتو او ځګونو يې، رڼې اوبه او نږه فلز پاتېږي، انسانان، ډلې، ښوونځي او كړنلارې هم څومره، چې ګټورې وي، د پاينې او ژوند حق لري. كه وينو، كوم يو باطل انسان يا ښوونځى پاتېږي، د هغه هومره حق په پار دى، چې په ځان كې يې راګډ كړى دى[13].

وَالَّذِينَ يَصِلُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ وَيَخَافُونَ سُوءَ الْحِسَابِ ﴿۲۱﴾ = او هغوى چې الله د كومو اړيكو د ټينګولو امر ورته كوي، ټينګوي يې او له خپل پالونكي وېرېږي او (د قيامت د ورځې) له ناوړه حساب اخستو ډارېږي؛  

21_ هغه اړيكې، چې خداى یې د ټينګېدو امر كړى دى: دا غونډله عموميت لري او منظور ترې، هره اړيكه ده، چې خداى یې د ټينګېدو امر كړى، چې مشهوره يې ((صله رحم)) خپلوي پالنه او زړه سوى دى، چې خداى په ټينګار د نساء سورت په لومړى آيت كې ويلي: (( له خپلوانو سره د اړيكې له پرې كولو ډډه وكړئ)) البته لكه چې ومو ويل، دا آيت عموميت لري؛ نو له همدې لامله، په ډېرو رواياتو كې، له امامانو سره اړيكه د دې اړيكو يو مهم مصداق هم دى. له امام صادق (رح) نه په يوه روايت كې راغلي: ((ددې آيت يوه مانا، له خپلوانو سره اړيكه ده؛ خو ډېر اوچت مصداق يې دا دى، چې له موږ سره دې اړيكه وي[14])).

21_ په قيامت كې ناوړه حساب اخستنه: مفسران د ناوړه حساب اخستو په هكله ډول ډول تعبيرونه لري. ځينې ګروهن دي، چې مطلب ترې، دقيقه حساب اخستنه ده، چې ډېر لږ څه هم ور پرېنښوول شي؛ ځكه دا سمه نه ده، چې ناوړه حساب اخستنه د خداى ظلم مانا كړو. له امام صادق (رح) چې كوم روايت راغلى، دا تفسير تاييدوي. په دې روايت كې لولو، چې امام خپل يو يار ته وويل: (( ولې پلانى درنه شكايت لري؟)) ويې ويل: شكايت يې له دې لامله دى، چې ما ترې خپل ټول حق واخست. چې امام دا خبره واورېده، غوسناك كېناست او ويې ويل: (( ته وا انګېرې، كه تر روستي پړاوه دې حق واخلې، بدي به دې نه وي كړي؟! ايا د خداى خبره دې ليدلې نه ده، چې وايي: (( او د قيامت د ورځې له ناوړه حساب اخستو ډارېږي))؟ ايا انګېرې، چې هغوى (عقلمن) له دې ډارېږي، چې خداى (په قيامت كې) پرې ظلم كوي؟ نه پر خداى قسم، له دې ډارېږي، چې خداى په ځير او تر روستي پړاوه حساب ورسره وكړي. خداى پردې د ناوړه حساب اخستو نوم ايښى دى؛ نو ځكه څوك چې په حساب اخستو كې ځيرنه او سخت ګيري وكړي؛ نو ناوړه حساب اخستنه يې كړې ده))[15].

وَالَّذِينَ صَبَرُوا ابْتِغَاءَ وَجْهِ رَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً وَيَدْرَءُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ أُولَئِكَ لَهُمْ عُقْبَى الدَّارِ ﴿۲۲﴾ = او هغوى چې د خپل پالونكي (د پاك) ذات (د خوښۍ) لپاره له زغمه كار اخلي، نمونځ كوي او زموږ له وركړې روزۍ، په پټه او ښكاره (د الله په لار کې) لگوي او په نېكيو بدي له منځه وړي، د آخرت كور د همدغو خلكو لپاره  دى .

 22_ په نېكيو د بديو له منځه وړل: له دې غونډلې مطلب دادى، كه عقلمن له بدچار سره مخ شي؛ نو په ښه كار يې له منځه وړي، كه دا بدي يې پخپله كړې وي او که نورو. كه خپله يې كړې وي، توبه كاږي او ښه چار كوي، چې د بدۍ ځاى ونيسي او كه نور يې په حق كې څه ظلم که بدي وكړي، په بښنې او تېرېدنې يې پوره كوي يا په ښه سړيتوب له بديو منع كوي[16]. په اسلامي احاديثو كې هم دواړو حالاتو ته اشاره شوې ده. له رسول الله (ص) په يو روايت كې لولو: ((چې بد چار دې وكړ، ورپسې ښه چار وكړه، چې له منځه يې يوسې)) له علي(ک) په يو روايت كې راغلي: ((رور دې په نېكۍ كولو ټپسورى كړه او زيان يې پر وركړې او بخشش ورستون كړه))[17].

الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِكْرِ اللَّهِ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ ﴿۲۸﴾ = هغوی چې ايمان يې راوړى او زړونه يې د الله په ياد ډاډه (او هوسا) دي؛ خبر اوسئ ! يوازې د الله په يادولو (د مؤمنانو) زړونه ډاډ مومي.

28_ د زړه ډاډ: دا څرګنده ده، چې په ژوند كې د انسان ټوله هڅه نېكمرغۍ ته د ور رسېدو لپاره ده او له دې ډارېږي، چې له بدمرغۍ او بې برخېتوب سره مخ نشي او انسان په دې لار كې هر ډول هڅه كوي او هر څه ته لاس ور اچوي. په نړۍ كې هر لامل او هر څيز له يوه اړخه ګټور او كارسازى دى او له بل اړخ له منځه تلونكى دى؛ لكه شتمني، مقام، اولاد، مېرمن او….. په رښتینه كې پردې وزليو پر يوې هم زړه تړلاى نشو؛ خو چې څوك خداى وپېژني او يقين وكړي، چې ګردې خير ښېګڼې يې په واك كې دي او د مؤمنانو پالندوى دى او نېكمرغۍ ته يې رسوي؛ نو خپګان، غم او اندېښمني نه لري، زړه يې پوره ډاډمن وي، چې دا يو نانټی – نه انكارېدونكى حقيقت دى. چا چې پر ((غير الله)) ډډه وهلې او له دې حقيقته يې غفلت كړى وي؛ نو كه يو شېبه راياده كړي، چې څه پايښتى شتون يې خوشې كړى او پر ناپايښتي شتون يې ډډه وهلې؛ نو اندېښمني او پرېشاني به يې ټول وجود راونغاړي[18].

الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ طُوبَى لَهُمْ وَحُسْنُ مَآبٍ ﴿۲۹﴾ = صالحو مؤمنانو ته نېکمرغي او ښه پایله ورپربرخه ده .

29_ د ايمان او تقوى په سيوري كې غوره ژوند: نعمتونه هله خوندور دي، چې د ژوند د خوشحالۍ لامل وي او چې داسې وي، انسان پرې ارامي مومي. كه انسان غوره نعمتونه ولري؛ خو ارامي نه لري؛ نو خوندور به ورته نه وي. دا ارامي (چې سوتره توب او د ژوند خوند ورپورې تړلى دى) يوازې د ايمان سيورى او د ښو كړنو په كولو كې ترلاسه كېږي. هو! د چاچې تل خداى ياد وي، چې څه يې مخې ته ورځي، څه ډار نلري؛ ځكه پوهېږي،خداى يې پالندوى دى او څه چې ورپېښېږي، الهي تقدير او د بنده يې خير دى؛ نو كه څه وركړي، خير يې دى او كه څه ترې واخلي، بيا يې هم خير دى؛ نو ځكه ټول ژوند ورخوندور دى او پايله به يې هم غوره پايله وي. خداى دا خوندور ژوند د نحل په 97 آيت كې په بله وينا ياد كړى دى: (( هر نارينه او يا ښمځنه چې ښه كار وكړي (؛نو) كه ايمان يي راوړى وي؛ نو بېشکه هغه ته به په پاك ژوند،(حقيقي ) ژوندون وركړو او هرومرو به ترخپلو كړنو هم ښه بدله وركړو. )) ددې ژوند پر وړاندې، چې څوك يې له ياده مخ اړوي، په اړه يې د طه په 24 آيت كې وايي : (( او چا چې زما له ياده مخ واړاوه؛ نو ژوند به يې( سخت او) تنګ شي او د قيامت پر ورځ يې ړوند راپاڅوو[19].))

وَلَوْ أَنَّ قُرْآنًا سُيِّرَتْ بِهِ الْجِبَالُ أَوْ قُطِّعَتْ بِهِ الْأَرْضُ أَوْ كُلِّمَ بِهِ الْمَوْتَى بَلْ لِلَّهِ الْأَمْرُ جَمِيعًا أَفَلَمْ يَيْأَسِ الَّذِينَ آمَنُوا أَنْ لَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَهَدَى النَّاسَ جَمِيعًا وَلَا يَزَالُ الَّذِينَ كَفَرُوا تُصِيبُهُمْ بِمَا صَنَعُوا قَارِعَةٌ أَوْ تَحُلُّ قَرِيبًا مِنْ دَارِهِمْ حَتَّى يَأْتِيَ وَعْدُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُخْلِفُ الْمِيعَادَ ﴿۳۱﴾ = او بېشکه که داسې يو قرآن واى، چې (له هيبته يې) غرونه روان شوي واى يا ځمكه ټوټې ټوټې شوې واى يا مړو پرې خبرې کړې واى (بيا به هم ايمان رانه وړي)؛ خو ټولې چارې د الله په واك كې دي ايا هغوى چې ايمان راوړى، نه پوهېږي،چې كه الله وغواړي؛نو ټولو خلكو ته (په زوره) سمه لار ورښيي؟! (خو په زوره لارښوونه څه ګټه نلري) او كافرانو ته تل د خپلو كړنو له لامله ځپنده عذابونه وررسي او يا یې كورونو ته څېرمه ورپرېوځي (دا لړۍ به تر هغه روانه وي) چې د الله (روستۍ) ژمنه راورسي . هو! الله ژمنماتې نه دی .

 31_ له ځیلي كافرانو نهيلي: له دې آيته او ددې سورت له نورو آيتونو ګټنه كېږي: داچې مؤمنانو د كافرانو له خولې واورېدل، چې ((ولې يې له پالوونكي ((بې له قرآنه)) كوم آيت يا معجزه ورباندې نازله شوې نه ده؟!))؛ نو هيلمن شول، كه خداى بې له قرآنه معجزه نازل كړي؛ نو كافران هدايت کېږي. له همدې لامله يې له پېغمبر (ص) وغوښتل، چې د كافرانو دا غوښتنه ومني؛ خو خداى په دې آيت كې مؤمنانو ته اعلان كړه، چې (( كه په قرآن، غرونه روان شي يا ځمكه ټوټه ټوټه شي يا مړي پرې خبرې وكړي، (بيا به هم كافران د خپل ځېل او تكبر له لامله ايمان رانه وړي) )) او په دې توګه يې مؤمنان د ځېلي كافرانو له ايمان راوړو بيخي نهيلي كړل[20].

31_ د مكې او چاپېريال پر كافرانو د ځپنده عذاب راکېوتل: دا آيت، كافران غوڅ ګواښي او د عذاب ژمنه وركوي؛ هغه عذاب، چې نښې او سريزې يې يو په بل پسې راڅرګندېږي، څو خپله عذاب راورسي. علامه طباطبايي ددې آيت په تفسير كې وايي: په دې آيت كې له كافرانو مطلب، د صدر اسلام كافران دي؛ كه د مكې كافران وي که دباندې، چې د اسلام او پېغمبر (ص) پر وړاندې يې له دښمنۍ، فتنې او فساده د ذرې هومره لنډون كړى نه دى. بيا دا آيت يې، پر دوو برخو ويشي: لومړۍ ډله، هغه كافران دي، چې ځپنده پېښې پرې راكېوتې. له دې ډلې مطب، له مكې بهر كافران دي، چې جګړو، وژنو او لوټ له پښو راوغورځول. دويمه ډله، هغه كافران دي، چې كورونو ته يې ورنژدې ځپنده پېښې راكوزې شوې. له دې ډلې مراد، د مكې كافران دي، چې د ښار په شاوخوا كې به يې پېښې رامخې ته كېدې او لوګي به يې سترګې ورسېځلې، غم او ناوړو اغېزو يې خوب تښتولى او د خوراك څښاك اشتها يې ترې وړې وه. د خداى د روستۍ ژمنې منظور هم، په تورو عذاب دى، چې كافران يې په بدر غزا او نورو كې راونغاړل[21].

وَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَفْرَحُونَ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمِنَ الْأَحْزَابِ مَنْ يُنْكِرُ بَعْضَهُ قُلْ إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ اللَّهَ وَلَا أُشْرِكَ بِهِ إِلَيْهِ أَدْعُو وَإِلَيْهِ مَآبِ ﴿۳۶﴾ = هغوى ته چې موږ (اسماني) كتاب وركړى؛ نو څه چې پر تا نازل شوي، خوشحالېږي او ځينې ګوندونه (او ډلې) يې ځينې برخې نه مني،ووايه :(( امر راته شوى، چې “الله” ونمانځم او څوك ورسره سيال و نه ګڼم، لوري ته یې بلنه كوم او ستنېدنه (مې) يوازې د ده لوري ته ده.))

 36_ د بعثت په پيل كې د اسلام پر وړاندې د كتابيانو رغنده دريځ: له دې وګړيو مراد، يهوديان، مسيحيان يا دا دواړه له مجوسيانو سره دي. تاريخ ښيي، چې يهوديان د بعثت په پيل او مخكې ترې له پېغمبر (ص) سره دومره دښمني او ځېل نه درلود، چې تر هجرت روسته يې ورسره وكړه او د دښمنۍ غټه برخه يې مدينې ته تر هجرت روسته را پيدا شوه. ان د هجرت په لومړيو كې، يو شمېر يهوديانو ايمان راووړ او د پېغمبر (ص) پر نبوت يې ګواهي وركړه. همدغسې په هغه پېر كې يو شمېر مسيحيان؛ – لكه د حبشې مسيحيان- پر حق دين وو او له اسلام سره يې هېڅ مخالفت ونكړ او ډېرو يې اسلام ومانه، همداراز په هغې زمانې كې مجوسيان د يو ژغورندوى راښكاره كېدو ته سترګې پر لار وو، چې حق او عدل به خپروي او دوى د مشركانو په څېر له اسلام او حق سره كينه نه كوله. په دې درېيو ډلو كې، دويمه ډله؛ يعنې حق پالي مسيحيان – لكه نجاشي او ياران يې- ددې آيت تر ډېرې پاملرنې لاندې دي[22].

36_ ګوندونه او ډلې: له دې ډلو مراد، د كتابيانو هغه كسان دي، چې هغه آيتونه نه مني، چې له باطلو ګروهو سره يې اړخ نه لګوي؛ لكه هغه آيتونه، چې الله ايكي يو بولي. تثليث، درې ګوني توب (درې خداى توبه) او د كتابيانو نورې اړول شوې ګروهې او احكام ردوي[23].

يَمْحُو اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِنْدَهُ أُمُّ الْكِتَابِ ﴿۳۹﴾ = الله چې څه وغواړي،له منځه يې وړي يا يې [لیکي او] تثبيتوي او آریزه ليکنه (= الهي علم، لوح محفوظ) يوازې له ده سره ده .

39_ ام الكتاب: دا آيت يو ټوليز او عمومي قانون څرګندوي، چې په اسلامي رواياتو كې هم اشاره ورته شوې، داچې د نړۍ د موجوداتو او بېلابېلو پېښو پلي كېدل دوه پړاوونه لري: يو، پرېكنده پړاو دى، چې بيخي بدلون پكې راتلاى نشي او په دې آيت كې پر ((ام الكتاب)) تعبير شوى دى؛ بل مشروط او ناپرېكنده پړاو دى، چې بدلون پكې راتلاى شي او دې ته د ((محو او اثبات)) پړاو وايي. كله دې دواړو ته ((لوح محفوظ)) او د ((محو او اثبات لوح)) هم وايي. ته وا له دوى په يوه كې، چې څه پكې كښل شوي، بيخي پكې ونجون- ادلون بدلون نه راځي؛ خو شونې ده، چې په بل لوح كې يو څيز وكښل شي او بيا لرې او محو شي او پر ځاى بل څه وليكل شي. حقيقت دادى، چې كله يوه پېښه له وزلو او نيمګړو علتونو سره يې په پام كې نيسو؛ لكه زهر په پام كې نيسو، چې انسان وژني، وايو چې څوك يې وخوري مري؛ له دې ناخبره، چې دا زهر يو (( زهر ضد )) هم لري، كه پر وخت يې وخوري اغېز يې له منځه وړي او خنثى كوي. دلته دا پېښه؛ يعنې د زهر خوړو له لامله مرګ، پرېكنده اړخ نلري او ځاى يې د ((محو او اثبات لوح)) دى، چې نورو پېښو ته په پامنيوي، ادلون بدلون پكې راتلاى شي؛ خو كه داسې پېښه په پام كې ونيسو، چې ټول علتونه او شرايط يې پوره او خنډونه يې له منځه تللي وي؛ نو دا يوه پرېكنده پېښه ده او ځاى يې په ((لوح محفوظ)) او ((ام الكتاب)) كې دى. په دې څرګندنه، په دې اړه ډېرى پوښتنې ځوابېږي. د قرآن په ځينو آيتونو او همداراز په رواياتو كې لولو، چې پلانی كار د پلاني اغېز او پايلې لاملېږي؛خو كله دغسې يوه پايله نه وينو؛ ځكه د هغې پايلې پلي كېدل، شرايط يا خنډونه درلودل، چې د شرط د نشتوالي له لامله يا د خنډ د شتون له لامله عملي نشوه. همدغسې د لوح محفوظ ، لوح محو و اثبات د پېغمبرانو او امامانو د علم په برخو كې، چې ډېر روايات راغلي، د مخكې توضيح په پامنيوي سره پوره څرګندېږي. د بېلګې په توګه له اميرالمؤمنين علي (ک) روايت شوى، چې پېغمبر اكرم (ص) يې ددې آيت په اړه وپوښت. پېغمبر (ص) وويل: (( زه ددې آيت په تفسير ستا او تر ځان روسته امت سترګې روښانوم؛ په سمه توګه له اړمنو سره مرسته، له مورو پلار سره ښه كول او د هر ښه چار كول، بدمرغي پر نېكمرغۍ اړوي، عمر اوږدوي او د خطرونو مخه نيسي)) له دې حديثه پوهېږو، چې نېكمرغي او بدمرغي يو حتمى چار نه دى. ان كه څوك د خورا بدمرغو انسانانو په ليكه كې وي، د خپل چلن په اړولو، خير ښېګڼو ته پر مخ كولو، په تېره د خداى له مخلوق سره په مرسته، خپل برخليك اړولاى شي؛ ځكه ددې چارو ځاى، د ((محو او اثبات لوح)) دى او نه ام الكتاب؛ البته دا حديث د آيت يو مصداق ښوول شوى، چې په څرګند مثال مطرح شوى دى[24].

وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَسْتَ مُرْسَلًا قُلْ كَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِنْدَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ ﴿۴۳﴾ = او كافران، وايي :((ته استازى نه يې .)) ووايه : (( چې زموږ او ستاسې تر منځ الله او څوك چې پر كتاب پوهېږي (او پر قرآن هم خبر وي) د شاهدۍ لپاره بس دى .))

43_ امامان؛ قرآن پوهان: لكه چې ددې سورت په پيل كې وويل شو، چې ددې سورت آريزه موخه، د قرآن د حقانيت جوتول دي. خداى هم ددې سورت په روستي آيت كې همدا موخه راخستې او د پېغمبر د رسالت لووی –  ګواه دى. همدغسې هغه چې قرآن يې زده كړی او تخصص يې پكې موندلى، لېینه – ګواهي وركوي، چې قرآن د خداى له لوري دى او پېغمبر يې استازى دى. د اهلبيتو (عليه السلام) په ډېرى رواياتو كې (( او څوك چې د كتاب پوهه (او پر قرآن پوهېدنه) ورسره ده،)) علي (ك) او ورپسې امامان ګڼل شوي دي؛ ځكه دوى پر قرآن خورا ښه پوهېږي او له ټولو خوالو يې خبر دي[25].

 

[1] الميزان، 11: 285 مخ

[2] نمونه، 10: 110 مخ

[3] الميزان، 11: 296 مخ

[4] نمونه، 10: 116 مخ

[5] الميزان، 11: 303 مخ.

[6] نمونه، 10: 130 مخ.

[7] نمونه، 10: 142 مخ.

[8] الميزان، 11: 333 مخ

[9] نمونه، 10: 145 مخ.

[10] پيام قرآن، 2: 262 مخ.

[11] الميزان، 11: 319 مخ.

[12]  نمونه، ۱۰ ټ، ۱۵۶ مخ

[13] نمونه، 10: 167 مخ

[14] الميزان، 11: 345 مخ.

[15] نمونه، 10: 178 مخ.

[16] الميزان، 11: 347 مخ.

[17] نمونه، 10: 191 مخ.

[18] الميزان، 11: 358 مخ.

[19] )1( الميزان، 11: 359 مخ.  الميزان، 11: 364 مخ.

[20] الميزان، 11: 364 مخ.

[21] الميزان، 11: 364 مخ.

[22] الميزان، 11: 374 مخ.

[23] الميزان، 11: 374 مخ.

[24] نمونه،10: 241مخ.

[25] الميزان، 11: 389 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!