تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه د سورة الـطور د منتخبو آیتونو شرح بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَالطُّورِ ﴿۱﴾ = قسم دى پر طور (غره)، وَكِتَابٍ مَسْطُورٍ ﴿۲﴾ = او پر ليكل شوي كتاب قسم، فِي رَقٍّ مَنْشُورٍ ﴿۳﴾ = (چې) په پرانسته پاڼه كې (ليكل شوى دى)، وَالْبَيْتِ الْمَعْمُورِ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله په نامه

د سورة الـطور د منتخبو آیتونو شرح

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَالطُّورِ ﴿۱﴾ = قسم دى پر طور (غره)،

وَكِتَابٍ مَسْطُورٍ ﴿۲﴾ = او پر ليكل شوي كتاب قسم،

فِي رَقٍّ مَنْشُورٍ ﴿۳﴾ = (چې) په پرانسته پاڼه كې (ليكل شوى دى)،

وَالْبَيْتِ الْمَعْمُورِ ﴿۴﴾ = او پر ودان شوي كور [بیت المعمور] قسم،

وَالسَّقْفِ الْمَرْفُوعِ ﴿۵﴾  = او پر لوړ شوي چت (اسمان) قسم،

وَالْبَحْرِ الْمَسْجُورِ ﴿۶﴾ = او [له اوبو يا اوره] پر ډك شوي سمندر قسم،

1 تر 6_ د آيتونو د قسمونو څرګندونه: احتمالاً له طور غره مطلب هماغه طور سينا دى، چې هلته پر موسى (ع) وحې نازلېده او په پرانسته پاڼه كې له ليكل شوي كتابه مطلب، تورات دى، چې د تختو په بڼه رانازل شو او په پرانستو مخونو كې ليكل شوى و. داچې له بيت المعموره (ودان كور) مطلب څه دى، دوه نظره شته: لومړى داچې كعبه ده؛ ځكه لومړى كور دى، چې د خلكو عبادت ته جوړ شوى او زموږ تر پېره ودان و او دى. دويم دا په اسمانونو كې د كعبې يو محاذ دى او د پرښتو په عبادت ودان دى. دا مانا په ګڼو رواياتو كې ليدل كېږي. له لوړ چهته مطلب، اسمان دى او شونې ده، چې د چهت تعبير په دې پار وي، چې ستوريو او اسماني كراتو ګرد سره اسمان داسې راپوښلى، چې چهت ښكاري. همداراز ښایي د ځمكې د چاپېريال تشیا – فضا ته اشاره وي، چې د يو ټينګ چهت په څېر د هوا يوه پېړه پوړۍ ترې راتاوه ده او د اسماني ډبرو د لګېدو او له كيهاني زيانمنو وړانګو يې ساتي. ((َالْبَحْرِ الْمَسْجُورِ)) پر دوو ماناوو: ډك سمندر او بل سمندر. د قرآن آيتونه (تكوير_6 او انفطار_2) او ځينې روايات، دويمه مانا تاييدوي. په رواياتو كې راغلي، چې په قيامت كې سمندرونه بلېږي او پر اور اوړي او هم ويل شوي، چې مطلب دادى، چې په سمندرونو كې به د اور په بلېدو اوبه يې وچې شي. (ګټنه شوې ده له: نمونه، 22: 411 او الميزان، 19: 6 مخ)

وَالَّذِينَ آمَنُوا وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّيَّتُهُمْ بِإِيمَانٍ أَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَمَا أَلَتْنَاهُمْ مِنْ عَمَلِهِمْ مِنْ شَيْءٍ كُلُّ امْرِئٍ بِمَا كَسَبَ رَهِينٌ ﴿۲۱﴾ = او کومو کسانو، چې ايمان راوړى او اولادونو يې هم د “ايمان” لار ورپسې نيولې؛ نو اولادونه يې ورسره يو ځاى كوو او د كړنو (له بدلې) يې هېڅ څيز نه كموو، هر څوك د (خپلو) برياوو په بدل كې ښکېل دى.

 21_ جنتيانو ته ستره لورنه: په قيامت كې مؤمنانو ته د خداى يوه لورنه داده، چې مؤمن اولادونه يې ورسره يو ځاى كوي، چې سترګې یې روښانه شي. دا اولادونه كه د كړنو له پلوه څه نيمګړنې او لنډون لري؛ خو خداى يې د صالحو پلرونو په درناوي بښي او مقام يې پورته كوي. له پېغمبر اکرم (ص) نه  په يو روایت كې لولو((چې انسان جنت ته ننوځي؛ نو د مورو پلار، مېرمنې او اولادونو په لټه كې شي، ورته ويل كېږي: ستا درجې او كړنې ته رسېدلي نه دي. وايي: پالونكيه، ما ځان او هغوى ته چارې كړې دي؛ نو حكم كېږي، چې اولادونه یې ورسره يوځاى شي)) شونې ده، چې د پلرونو درجې ته يې د اولادونو ورپورته كول دا توهم رامنځ ته كړي، چې د پلرونو له كړنو يې اخلي او اولادونو ته يې وركوي، ورپسې راغلي دي ((څه يې له كړنو نه كموو)) او په پاى كې وايي: ((هر څوك په خپلو كړنو كې ښكېل دى))؛ نو ځكه د مؤمنانو له كړنو او بدلو يې څه نه لږېږي؛ ځكه كړنې په هر ځاى كې له انسان سره وي او كه خداى يې د اولادونو په باب څه لورنه او تفضل كوي او په جنت كې يې له پرهېزګارانو سره يوځاى كوي، په دې مانا نه ده، چې د كړنو له بدلې یې څه لږېږي. (نمونه، 22: 428 مخ)

وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ غِلْمَانٌ لَهُمْ كَأَنَّهُمْ لُؤْلُؤٌ مَكْنُونٌ ﴿۲۴﴾ = او (چوپړ) ته يې ګرچاپېره ژڼي ګرځي؛ لكه په سيپۍ كې خوندي ملغلره.

24_ د ملغلرو په څېر چوپړيالان: خداى پر جنتيانو نعمتونه تمام كړي او ټول څيزونه يې وركړي دي؛ لكه چوپړيالان يې په اوچت څرنګوالي هركلى كوي او هغه ساقيان، چې ګرد چاپېره ترې ګرځي او په پاكو جنتي شرابو يې خړوبوي. ظاهري ښكلا، مهرباني او ښه چلن يې، جنتيان داسې ځان ته راماتوي، چې ټول هغه رنځونه او كړاوونه هېروي، چې په نړۍ كې یې د حق منلو په بهير كې زغملي. قرآن مجيد په ډېرى آيتونو كې، جنتي چوپړيالان په سيپۍ كې له خوندي ملغلرو سره ورته كړي؛ ځكه دا ملغلره بې حده ښكلې او رڼه ده؛ نو ځكه پر كومه شېبه، چې له سېپۍ راوځي (سره له دې، چې ملغلره تل ښكلې او رڼه ده) ځانګړې ځانګړنه لري. جنتي چوپړيالانې هم، دومره ښكلې او سپين مخې دي، ته وا په سيپۍ كې ملغلرې يا ترې نوې راوتلي دي. د ((لَّهُمْ)) تعبير هم راښيي، چې هر يو جنتي، ځان ته ځانګړي چوپړيالان لري او داچې جنت د غم او خپګان ځاى نه دى؛ نو دا چوپړيالان هم ددې نږه بندګانو له چوپړه خوند اخلي. ددې ټكي يادونه اړينه ده، چې ((غِلْمَانٌ)) د ((غلام)) جمع او د ژڼي پر مانا ده او نه د مريي. ښكاره ده، چې په دې عمر كې وګړي چابك، جدي، کارنده او خوشحاله وي. په جنت كې (په آيتونو او رواياتو كې د راغليو تعبيرونو له مخې) چوپړيال ته څه اړتيا نشته او چې څه وغواړي، سملاسي وركول كېږي؛ خو دا پخپله يو سرباندې درناوى دى، چې دغسې چوپړيالان ورته هركلى وايي. كه څه په دې آيت كې راغلي نه دي، چې دوى څه چارې كوي؛ خو نور آيتونه راښيي، چې کړنلار یې پر جنتيانو د ډول ډول څښاك څښل او د جنتت د خوندورو خوړو خوړل دي. په يو روایت كې لولو، چې پېغمبر(ص) وپوښتل شو: چې چوپړيال په سيپۍ كې د ملغلرې په څېر وي؛ نو مخدوم (؛يعنې جنتي مؤمن) به څنګه وي؟! ويې ويل: ((پرهغه قسم، چې زما ساه يې په واك كې ده، مخدوم پر خدمتګار دومره غوراوى لري؛ لكه چې د څوارلسمې سپوږمۍ یې پر نورو ستوريو لري.)) (پيام قرآن، 6: 265 مخ)

فَلْيَأْتُوا بِحَدِيثٍ مِثْلِهِ إِنْ كَانُوا صَادِقِينَ ﴿۳۴﴾ = نو كه رښتيا وايي، ددې (قرآن) په څېر دې يوه وینا راوړي!

34_ كه رښتيا وايي؛ نو د قرآن په څېر يوه خبره دې راوړي: دا له هغو آيتونو ځنې يو آيت دى، چې په ډاګه د قرآن اعجاز راڅرګندوي او مفهوم يې د پېغمبر اکرم په همپېرو پورې ځانګړى نه دى؛ بلكې ټولو هغو كسانو ته وايي، چې د قرآن په وحياني توب كې شكمن دي. تل د قرآن دا غږ په دې آيت او ورته آيتونو كې لوړ دى او د پېغمبراکرم(ص) له بعثته چې څوارلس پېړۍ تېرېږي د چا له وسې پوره نه دي، چې ځواب یې وركړي. د اسلام دښمنان، په تېره د كليسا مشران او يهود، چې په كلونو كلونو د اسلام پر ضد تبليغاتو ډېرې پيسې لګوي؛ نو ولې يو شمېر مخالفو پوهانو، اديبانو او خبرې سنجوونكيو ته پيسې نه وركوي، چې د قرآن پر ضد مبارزې ته راودانګي او د ((فَلْيَأْتُوا بِحَدِيثٍ مِّثْلِهِ)) مصداق شي. هو! دا عمومي بېوسي، ددې آسماني وحې د اصالت ژوندۍ ګواه ده. (نمونه، 22: 449 مخ)

وَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَإِنَّكَ بِأَعْيُنِنَا وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِينَ تَقُومُ ﴿۴۸﴾ = او د خپل پالونكي د حكم (تبلېغونې) په لار كې زغمناك وسه؛ ځكه زموږ تر څار لاندې يې او چې [له خوبه] راپاڅې؛ نو د خپل پالونكي په ستاینې سره تسبيح وايه،

48_ د پېغمبر اکرم (ص)  پوره ساتنه: د ((فَإِنَّكَ بِأَعْيُنِنَا)) غونډله يو ډېر ښکلى تعبير دى، چې هم د پالوونكي پوهه او معلومات راښيي او هم يې د پوره ملاتړ او لورنې ښوونه كوي. هو! انسان،چې وننګېري  يو ستر شخصيت يې څاري او ټولې هڅې يې ويني او د دښمنانو پر وړاندې يې ملاتړ كوي، هم وس او ځواك مومي او هم ډېره پازوالي ننګیري. (نمونه، 22: 467 مخ.)

وَمِنَ اللَّيْلِ فَسَبِّحْهُ وَإِدْبَارَ النُّجُومِ ﴿۴۹﴾ = او د شپې (هم راپاڅه)، او تسبيح یې وايه او د ستوريو تر پرېوتو روسته (سهار مهال هم د الله تسبيح وايه).     

48 او 49_ د تسبيح وختونه: داچې له خداى سره رازو نياز عبادت او ستاينه يې او د سپېڅلي ذات تسبيح يې انسان ته ډاډينه وركوي، پر زغم باندې په امر كولو پسې وايي: ((چې پاڅه؛ نو د خپل پالوونكي تسبيح او ستاينه دې كوه))، چې د شپې لمانځه او د ګهيځ عبادت ته راپاڅې، چې له خوبه فرض لمانځه ته راپاڅې، چې له هرې غونډې پاڅې، د خداى ستاينه او تسبيح وايه . هو! روح دې د خداى په ستاينه او تسبيح روڼ كړه، ژبه دې د هغه په ياد خوږ بويه كړه، له ياده يې مرسته وغواړه او له دښمن سره مبارزې ته چمتو شه. په يو حديث كې راغلي، چې پېغمبراکرم (ص)  له يوې غونډې راپاڅېد ويې ويل: سبحانك اللهم وبحمدك اشهد ان لا اِله الا انت، استغفرك و اتوب اليك)) ځينو وويل: رسول الله! دا څه ټكي وايې؟ ويې ويل: ((دا ټكي جبرائيل راښوولي او د هغو څيزونو كفاره ده، چې په غونډه كې پېښېږي)) په روستي آيت كې راغلي: ((او د شپې څه وختونه يې هم تسبيح وايه او له ستوريو (ډوبېدو) روسته هم)). ډېرى مفسرانو،(( وَمِنَ اللَّيْلِ فَسَبِّحْهُ)) د شپې پر نمانځه او ((وَإِدْبَارَ النُّجُومِ)) د ګهيځ پر دوه ركعتو نفل لمونځ (،چې د ګهيځ پيل او د ستوريو د ډوبېدو وخت دى) تفسير كړى دى. پېغمبر اکرم (ص)  ويلي: ((د ګهيځ دوه ركعته نفل نمونځ تر دنيا او څه چې پكې دي، غوره دى)) (نمونه، 22: 467 مخ.)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!