تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورة الـزخرف د منتخبو آیتونو شرح   د زخرف سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت ويينې په اوو برخو کې رالنډيږي: ١- د قرآن او د پېغمبر(ص) د نبوت اهميت او ورسره د ناپوهو وګړيو چلن . ٢-  په آفاق کې د توحيد […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د سورة الـزخرف د منتخبو آیتونو شرح

 

د زخرف سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت ويينې په اوو برخو کې رالنډيږي: ١- د قرآن او د پېغمبر(ص) د نبوت اهميت او ورسره د ناپوهو وګړيو چلن . ٢-  په آفاق کې د توحيد د دلايلو ديوې برخې يادونه او انسانانو ته د خداى ډول ډول نعمتونه . ٣-  له شرک سره مبارزه او پرخداى د ناروا تورونو لرې کول او په پټو سترګو منلو سره مبارزه. ٤- د مخکېنو پېغمبرانو؛لکه حضرت ابراهيم(ع)،حضرت موسى (ع) او حضرت عيسى (ع) او اقوامو يې د حالاتو يوه برخه .  ٥-  معاد، د مؤمنانو بدله او د کافرانو سپېره برخليک .  ٦- د بې ايمانو پر اندو واکمن باطل ارزښتونه .٧-  تېرې ويينې په نصيحتونو پوره کوي او اغېزې يې ورزياتوي (نمونه، ۲۱ ټ، ۳ مخ)

الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ مَهْدًا وَجَعَلَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًا لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿۱۰﴾ = هغه چې ځمكه يې درته هوساينځاى وګرځوله او لارې يې درته پکې جوړې كړې، چې لار ومومئ (او پړاو ته ورسئ).

 10_ د لارو نعمت: دې نعمت ته په قرآن مجيد كې په ځلونو اشاره شوې؛ خو ډېرى ترې غافل دي. پوهېږو، چې تقريباً په سراسر وچو کې لوړې ژورې شته، چې لويو او كوچنيو غرونو او ډول ډول غونډيو پوښلې دي او په زړه پورې داچې د نړۍ د سترو غرونو په لړ كې غالباً كنډوونه شته، چې انسان یې ترمنځ خپله لار پيدا كړي او لږ را پيښېږي، چې غرونه په ټوليز ډول د ځمكې د ټوټو د بېلتون لامل شي او دا د پنځون غونډال يوه خواله او پر بندګانو يې يوه ستره لورنه ده. پردې سربېره، د ځمكې ډېرې برخې په سمندري لارو يو له بل سره نښلېږي، چې دا هم د آيت په عمومي مفهوم کې راځي . (نمونه، 21: 17 مخ)

لِتَسْتَوُوا عَلَى ظُهُورِهِ ثُمَّ تَذْكُرُوا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ إِذَا اسْتَوَيْتُمْ عَلَيْهِ وَتَقُولُوا سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ ﴿۱۳﴾  = چې پر شا يې سپاره شئ، بیا د خپل پالونكي لورنه درياده كړئ او چې ورباندې سم کېنئ، ووايئ: ((پاك دى هغه (الله) چې دا يې راته اېل كړی او (که نه) موږ یې د اېلولو وس نه درلود؛

13_ خداى له نعمتونو د برخمنېدو پر مهال ياد كړئ: په دې آيت كې د سمندري او بېدياني سپرليو پنځون ته دوه موخې ويل شوي دي: لومړۍ، پر هغوى د سپرېدو پر مهال د خداى د نعمتونو يادول او بل د هغه خداى پاكي ويل، چې دا یې انسان ته ايل كړي او بېړۍ يې داسې پيدا كړه، چې څپې څېرولاى او د خپل مقصد پر لور ورتلاى شي او څاروي يې انسان ته ايل كړي دي. هو! كه د خداى لورنه نه واى، موږ ددې سپرليو د ساتنې وس نه درلود. مخالفو بادونو بېړۍ اړولې او د ژغورنې كڅ ته وررسېداى نشو او كه پردې څارويو، چې تر انسانانو څو ځل غښتلي دي، د ايلولو روحيه واكمنه نه واى، انسان نژدې ورتلاى نشو. په همدې دليل، چې كله يو څاروى غوسه شي، د ايل روحيه له لاسه وركوي او پر خطرناك موجود اوړي، چې ان څو تنه هم د مقابلې وس ورسره نه لري؛ خو په عادي حال كې په لس ګونو يا سل ګونو څاروي په يوې رسۍ تړي او يو هلك ته يې ورسپاري، چې هر څه پرې كړاى شي! د قرآن په آيتونو كې پاموړ ټكى دادى، چې مؤمنانو ته یې له الهي نعمتونو ځنې د برخمنېدو پر مهال د دعاګانو ويل ورښوولي؛ داسې دعاوې، چې په رغنده منځپانګه د انسان روحيه جوړوي او د ښاڅمنۍ- غرور او غفلت اثار ترې څنډي. دا آيت امر كوي، چې د پالوونكي د نعمتونو شكر وكاږئ او چې پر سپرليو سپاره شوئ، تسبيح يې وواياست؛ نو چې د انسان خوى او عادت دغسې شي، چې د هر نعمت د كارونې پر وخت د نعمت د آريزې سرچينې او حقيقي نعمت وركوونكي پر ياد شي؛ نو نه د غفلت په تيارو كې ورډوبېږي او نه د ښاڅمنۍ په ګړنګ كې ورلوېږي؛ بلكې توکیز نعمتونه د خداى پر لور ورته پل كېږي. د پېغمبراكرم (ص) په حالاتو كې راغلي، چې پر سپرلۍ د ورسپرېدو پر مهال به يې په ركاب كې پښه ايښووله، ويل يې ((بسم الله)) او چې به سم سپور شو، ويل يې: ((الحمد لله على كل حال، سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ)). له يو شمېر رواياتو ګټنه كېږي، چې څوك پر سپرلۍ د سپرېدو پر مهال دا آيت ووايي، د خداى په حكم څه زيان به ورونه رسي. د اسلام رغنده ښوونو ته ځير شئ او هغو ځانپالو او ښاڅمنو ډلو ته ځير شئ، چې خپلې سپرلۍ د ځانښوونې او وياړنې او ان كله ډول ډول ګناهونو ته وزله كوي؛ نو ووينئ، چې ترمنځ یې څومره توپير او واټن دى. (نمونه، 21: 21 مخ)

وَجَعَلُوا لَهُ مِنْ عِبَادِهِ جُزْءًا إِنَّ الْإِنْسَانَ لَكَفُورٌ مُبِينٌ ﴿۱۵﴾  = او له بندګانو يې (مشركان) په اولادولۍ ورته قايل شول (او پرښتو ته يې د الله لوڼې وويلې) په رښتيا، چې انسان ښکاره ناشكره دى.

أَمِ اتَّخَذَ مِمَّا يَخْلُقُ بَنَاتٍ وَأَصْفَاكُمْ بِالْبَنِينَ ﴿۱۶﴾ = ايا هغه له خپلو مخلوقاتو ځان ته لوڼې نيولي او تاسې يې د زامنو په (درلودو) ځانګړي كړئ؟!

وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِمَا ضَرَبَ لِلرَّحْمَنِ مَثَلًا ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ ﴿۱۷﴾ = او چې د دوى (مشرکانو) کوم يوه ته د هغه څه [د زوکړې] زېرى ورکړاى شي، چې پخپله یې د لوراند اولاد ګڼلی (؛ نو) له ډېره غمه يې مخ تک تور اوړي.

أَوَمَنْ يُنَشَّأُ فِي الْحِلْيَةِ وَهُوَ فِي الْخِصَامِ غَيْرُ مُبِينٍ ﴿۱۸﴾ = ايا داسې څوك (د الله اولاد ګڼئ) چې په ګاڼو كې يې پالنه کېږي او د شخړو پر مهال خپله موخه هم څرګندولاى نشي؟!

وَجَعَلُوا الْمَلَائِكَةَ الَّذِينَ هُمْ عِبَادُ الرَّحْمَنِ إِنَاثًا أَشَهِدُوا خَلْقَهُمْ سَتُكْتَبُ شَهَادَتُهُمْ وَيُسْأَلُونَ ﴿۱۹﴾ = او پرښتې یې چې د لوراند (الله ځانګړي) بندګان دي، ښځینه (او لوڼې) وګڼلې، ايا په پنځون ( = بدني جوړښت) کې حاضر وو (چې لوڼې وي) ؟ چې ( په دې حال کې) ژر به یې شاهدي وليكل شي او وبه پوښتل شي.

 15 تر 19_ څنګه يې پرښتې د خداى لوڼې ګڼلې؟: دا آيتونه د مشركانو دې جاهلي ګروهې ته اشاره لري، چې پرښتې یې د خداى لوڼې او خپل معبودان ګڼل؛ خو څنګه په جاهلي عربو كې دا خرافه پيدا شوه او ولې اوس هم د يوې ډلې په افكارو كې يې دوړې پاتې دي، تردې چې پرښتې د ښځې او انجلۍ په بڼه انځوروي او ان د ((آزادۍ پرښته)) د يوې داسې ښځې په څېره كې انځوروي، چې ښكلې ده او پرېمانه وېښتان لري. شونې ده، چې دې انګېرنې له دې ځايه سرچينه نيولې وي، چې پرښتې له نظره پټې دي او غالباً ښځې هم پټې وې. ان په عربي ژبه كې هم دا مانا ليدل كېږي؛ لكه لمر ((مجازي مؤنث)) ګڼي او سپوږمۍ مذكر؛ ځكه معمولاً د لمر ټيكلى په خپلې رڼا كې پټ دى او په اسانه كتل ورته شونې نه دي؛ خو د سپوږمۍ ټيكلى داسې نه دى. ښايي د پرښتو د وجود لطايف لامل شوى وي، چې هغه له ښځو سره (چې د نارينه وو په پرتله خورا لطيف ژوي دي) هم جنس وګڼي او هېښنده خو داچې اسلام له دې کږنوانګېرنو سره سخته مبارزه كړې؛ خو بيا هم، چې كله ښځه په ښو ځانګړنو يادوي؛ نو وايي، چې پرښته ده؛ خو نارينه وو ته دا تعبير نه كاروي. (نمونه، 21: 26 مخ.)

وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ هَذَا الْقُرْآنُ عَلَى رَجُلٍ مِنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ ﴿۳۱﴾ = او و يې ويل : (( ولې دا قرآن (د مكې او طائف) له دوو ښارونو پر يوه ستر (او شتمن) سړي رانازل نه شو؟!))

 31_ ولې قرآن پر يو شتمن ورنازل شوى نه دى؟: دا آيت د مشركانو يوې بلې بې بنسټې او چټي پلمې ته اشاره كوي، چې ويل یې ولې دا قرآن د مكې او طايف پر كوم مشهور او شتمن ورنازل شوى نه دى؛ البته له يوه اړخ يې حق درلود، چې دغسې پلمه ونيسي؛ ځكه له ليده يې، د انسانانو د ارزښت كچه، شتمني، ظاهري مقام او شهرت يې دى او انګېرل يې، چې شتمن او ظالم مشران د خداى په درشل كې خورا نژدې كسان دي؛ نو ځكه يې تعجب كاوه، چې د نبوت لورنه او الهي ستر رحمت پر دغسې يوه تن ورنازل شوى نه دى او اپوټه، د محمد (ص) په نامه پر پلارمړي، نشتمن او تشلاسي ورنازل شوى دى. هو! له دې ناسم ارزشي نظام دغسې پوهېدنې راولاړېږي او دغسې غلط ارزشي نظامونه، چې حقايق پوره اړولي ښيي، د بشري ټولنو ستر كړاو او په هر وخت كې د فكري انحراف آريز لامل دى. بايد د الهي بلنې وړونكى هغه وي، چې سراسر تقوى وي؛ باخبره انسان، هوډمن، ميړه، عادل، د بېوزليو او مظلومانو له درده با خبره. دادي هغه ارزښتونه، چې د يو اسماني رسالت وړلو ته لازم دي؛ نه ښكلې جامې، قيمتي ماڼۍ او ډول ډول ښكلاوې. په تېره يو الهي پېغمبر هم دغسې شرايط نه درلودل، چې آريز ارزښتونه له دروغجنو سره اشتباه شي. (نمونه، 21: 48 مخ)

أَهُمْ يَقْسِمُونَ رَحْمَتَ رَبِّكَ نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُمْ مَعِيشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِيَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا سُخْرِيًّا وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ ﴿۳۲﴾ = ايا دوى دې د پالونكي لورنه اېشي؟! موږ یې په دنيوي ژوند کې ترمنځ، د دنيوي ژوند وزلې وراېشلي او د ځينو رتبې مو پر ځينو نورو ورلوړې كړي، چې ځينې يې ځينې (نور) په خدمت وګوماري او د پالونكي لورنه دې تر هغه څه غوره ده، چې دوی یې راټولوي.

32_ ايا قرآن په انسان د انسان ايلول منلي دي؟: د آيت متن ته چې ورځير شو؛ نو ددې پوښتنې ځواب راڅرګندېږي. هغوى چې دغسې نيوكه كوي، انګېري، چې د آيت مفهوم دادى، چې يوه ټاكلې بشري ډله نور ايلولاى او زبېښلاى شي؛ خو مطلب داسې نه دى؛ بلكې منظور یو د بل عام استخدامول دي. هره ډله خلك، ځانګړي شونتياوې، استعدادونه او تابياوې لري، چې د ژوند په يو لړ مسايلو كې فعاليت كړاى شي، چې طبعاً په دې څانګه كې يې خدمتونه د نورو په واك كې دي. دا؛ يعنې د ژوند په چارو كې دوه اړخيز استخدام او لاسنيوى. په ډاګه ده كه ټول انسانان د روحي او جسمي وسمنۍ له لامله يو رنګ وي، هېڅكله ټوليز غونډال نه رادبره كېږي؛ لكه چې كه د جوړښت، ظرافت او مقاومت له اړخه د انساني بدن ژوندينكې سره ورته واى، د انساني جسم غونډال ګډوډېده. د پښو د پوندو د ټينګو هډوكيو ژوندينكې چېرې او د سترګې د ګاټي نازكه ژوندينكې چېرې؟! هر يو ځانته جلا دندې لري، چې ورته جوړې شوې دي. هو! عدالت پردې مانا نه دى، چې ټول څيزونه دې یو د بل په څېر وي او پوره يو رنګ شرايط دې ولري؛ بلكې پردې مانا دى، چې هرڅه په خپل مناسب ځاى كې شي. شونې ده، چې ځينې وګړي د مساوات شعار كاروي؛ خو واقعي مفهوم ته يې ورپام نه وي؛ خو په عمل كې د نظم راوستل، توپيرونو ته په پاملرنې شوني دي؛ البته نه ښايي ددې توپيرونو شتون یو د بل زبېښلو ته يوه پلمه وي. بايد ټول ازاد وي، چې خپل زېږنده ځواكونه وكاروي او خپل نبوغ راوغوړوي او د خپلو هڅو د پايلو پوره ونډه واخلي او هغوى چې ځواك لري، د نادودو منځه وړو ته راودانګي. (نمونه، 21: 51 مخ.)

وَلَوْلَا أَنْ يَكُونَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً لَجَعَلْنَا لِمَنْ يَكْفُرُ بِالرَّحْمَنِ لِبُيُوتِهِمْ سُقُفًا مِنْ فِضَّةٍ وَمَعَارِجَ عَلَيْهَا يَظْهَرُونَ ﴿۳۳﴾ = كه (له مادي نعمتونو د كفارو برخمنېدل) ددې نه لاملېده، چې ټول خلك (په بېلارۍ كې) يو امت شي؛ نو موږ به هغو کسانو ته چې پر لوراند (الله) كافرېږي، د كورونو چتونه يې او هغه پوړۍ، چې بامونو ته پرې ورخېژي له سپينو زرو ګرځولي واى؛

وَلِبُيُوتِهِمْ أَبْوَابًا وَسُرُرًا عَلَيْهَا يَتَّكِئُونَ ﴿۳۴﴾ = او (همداراز) موږ یې د كورونو ورونه او تختونه، چې ډډه پرې وهي (ښكلي او له سپينو زرو كول).

وَزُخْرُفًا وَإِنْ كُلُّ ذَلِكَ لَمَّا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةُ عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِينَ ﴿۳۵﴾ = او زر او ګاڼې (به مې هم وركړې وې) او دا ټول د دنيوي ژوند سامان دی او آخرت ستا د پالونكي پر وړاندې يوازې د متقیانو لپاره دى.  

33 تر 35_ د ناسمو ارزښتونو دړي وړي كېدل: په دې آيتونو كې د دروغجنو ارزښتونو دړي وړي كېدو ته څرګند تعبيرونه كارول شي. د هغې ټولنې د اړونې لپاره، چې د وګړيو د وګړې د سنجونې چورليز پكې د اوښانو شمېر، د درهم، دينار، مريانو، مينزو، كورونو او وزليو څومره والى وي، تردې چې هېښنه كوي، چې ولې پلارمړى محمد (ص) او له توکیز پلوه نشتمن پر نبوت ټاكل شوى دى؛ نو بنسټيز چار دادى، چې دا غلط ارزشي چوكاټ دړي وړي شي او پر كنډرو يې اصيل انساني ارزښتونه (؛لكه تقوا او ځان ساتنه، پوهه، سرښندنه، شهامت او تېرېدنه) بنا شي، چې بې له دې، ټولې سمونې به مخ بنايي، رغۍ، سطحي او ناپايښته وي. دا هماغه چار دى، چې اسلام، قرآن او پخپله پېغمبر (ص) په ښه توګه ترسره كړى او له همدې كبله ډېرې روسته پاتې او خرافي ټولنې په لنډې موده كې دومره وده وكړه، چې په لومړۍ ليكه كې شوه. ددې کړنلارې په بشپړولو كې له پېغمبر (ص) په يو حديث كې وايو: (( كه دنيا خداى ته د مچ د وزر هومره وزن درلوداى؛ نو خداى ان پر كافرو يو ګړوپ اوبه هم نه ورڅښلې)). (نمونه، 21: 58 مخ)

وَمَنْ يَعْشُ عَنْ ذِكْرِ الرَّحْمَنِ نُقَيِّضْ لَهُ شَيْطَانًا فَهُوَ لَهُ قَرِينٌ ﴿۳۶﴾ = او څوك چې د لوراند (الله) له ياده مخ واړوي، يو شيطان پرې ګمارو، چې(تل) يې ملګرى وي.

وَإِنَّهُمْ لَيَصُدُّونَهُمْ عَنِ السَّبِيلِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ مُهْتَدُونَ ﴿۳۷﴾ = او بېشكه شيطانان دوى (د الله) له لارې اړوي او دوی انګېري، چې پر سمه لار دي.

حَتَّى إِذَا جَاءَنَا قَالَ يَا لَيْتَ بَيْنِي وَبَيْنَكَ بُعْدَ الْمَشْرِقَيْنِ فَبِئْسَ الْقَرِينُ ﴿۳۸﴾ = تردې چې (په قيامت كې) موږ ته راشي (؛ نو شيطان ته) وايي: ((كاشكې زما او ستا ترمنځ د ختيځ او لويديځ هومره واټن واى؛ نو څه بد ملګرى وې!))

36 تر 38_ د شياطينو ملګرى: ددې آيت په وينا، د خداى له ياده غفلت، په دنيوي خوندونو كې ډوبېدل او د دنيا په ځلبلۍ زړه وركونه لاملېږي، چې يو شيطان پرې لاسبرى شي او تل ورسره وي. په ډاګه ده، چې څوك دې له دې آيته ((جبر)) و نه انګېري؛ ځكه دا لاس ته راوړنه يې د خپلو كړنو پايله ده. د انسان په دنیوي خوندونو كې ورډوبېدل او په ډول ډول ګناهونو د اخته كېدو، ړومبى اغېز يې دادى، چې د انسان پر زړه او غوږونو ټاپه وهي او پر سترګو يې پردې اچوي او انسان له خدایه پردى كېږي او شياطين پرې لاسبري كېږي او تردې دوام مومي، چې د راستنېدا لار پرې بندېږي؛ ځكه له هرې خوا شياطينو او شيطاني اندونو راتاو كړى، چې دا خپله د انسان د كړنو پايله ده. (نمونه، 21: 64 مخ.) د شياطينو راتاوېدل لاملېږي، چې انسان د هدايت او ضلالت ترمنځ پر توپير قايل نشي او حال داچې بېلارې دی، انګېري چې پر سمه لار دى. انسان د فطرت له مخې، حق او حقيقت ته لېوال دى او ښه يې راځي، چې حقيقت او سموالى وپېژني؛ خو كه چاته حقيقت وروړاندې شي؛ خو د ځاني غوښتنو په پار ترې مخ واړوي او دې حالت ته دوام وركړي، خداى يې پر زړه مهر لګوي او حق ليدې سترګې يې ړندوي او يو شيطان يې ملګرى كوي او په دې حال كې نور نه پوهېږي، چې حق څه دى او حق مطلب (چې هر پاك فطرت يې مني) پر باطل (چې د شيطان بلنه ده) تطبيقوي او خيال كوي، چې هدايت شوى دى، خو بېلارې دى او انګېري، چې پر حق دى، حال داچې پر باطلو دى. (الميزان، 18: 103 مخ) علي (ك) په دې اړه وايي: ((بېلاريو، شيطان د خپل چار كچه ګرځولې او شيطان دوى هم له ځان سره شريك او ګډ كړي؛ نو په سينو كې يې ورته هګۍ واچولې او چورګوړي يې وكړل او پر لمنو يې وخوځېدل او روان شوو. د هغوى په سترګو يې وكتل او د هغوى په خولو يې خبرې وكړې، خطا لارې ته يې ورسيخ كړل او په سترګو كې يې هره بدي ورښكلې كړه؛ لكه ته وا پر ژبه يې خبرې كوي)). (نهج البلاغه، 7 مه خطبه.)

وَقَالُوا يَا أَيُّهَ السَّاحِرُ ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِنْدَكَ إِنَّنَا لَمُهْتَدُونَ ﴿۴۹﴾ = او (چې پر كړاو به اخته كېدل؛ نو) ويل يې : ((كوډګره! د خپل پالونكي درشل ته دې – د درسره کړې ژمنې له مخې – دعا راته وکړه (چې له دې كړاوه مو وژغوري) چې البته موږ (په دې شرط) سمې لارې ته ورسيخېږو (او ايمان راوړو).))

49_ ټولو كوډګر وباله او هم يې د اړتيا لاس وروغځاوه: دا آيت خورا هېښنده تعبير لري. فرعونيانو هم موسى (ع) كوډګر وباله او هم يې د كړاو لرې كولو لپاره لاس وروغځاوه او هم يې ژمنه ورسره وكړه، چې هدايت به دې ومنو؛ البته هغوى چې د ناپوهانو، له ځانخوښ، سرغړاندو او مستبدو طاغوتانو له انددود او خبرو سره اشنا وي، پوهېږي چې دوى دا ډول پرېمانه اړوپیچ- ضد و نقيض خبرې لري. هغوى موسى(ع) ته د اړتيا په عين احساس كې، د دروغو ژمنه ورسره كوله؛ خو ان د خپلې بېوسۍ او اړتيا پر مهال هم د كبر له خره نه راكوزېدل؛ نو ځكه يې ((رَبَّكَ)) او((بِمَا عَهِدَ عِندَكَ)) كارول او((ربنا)) او ((بما عهد عندنا)) يې نه ويل؛ سره له دې، چې موسى(ع) په څرګنده ورته ويلي ول، چې زه د نړۍ پال استازى يم؛ نه د خپل پالونكي. دا ټول مسلمانانو ته ژوندي درسونه او پخپله پېغمبر(ص) ته ډاډمنتوب دى، چې د ناباندیو – مخالفونو له ځېله دې ستړى نشي او پر روحيه دې يې د نهيلۍ دوړي كېنني او په زغم دې خپلې لارې ته دوام وركړي؛ لكه چې موسى(ع) او بني اسرائيلو دوام وركړ او په پايله كې پر فرعونيانو بريالي شول. همداراز ځېلي او سرسختو دښمنانو ته يوه ګواښنه ده، چې تر فرعون او فرعونيانو ځواكمن او پياوړي نه دي، پايله يې وګورئ او د خپل چار د پاى په هكله هم غور وكړئ.( نمونه، 21: 80 مخ)

فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ ﴿۵۴﴾ = نو خپل قوم یې (په دې تبلېغاتو) تېر باسه، ویې غولاوه او تحمیق یې کړ او (په پایله کې) دوی ورسره ومنله (؛ ځكه) په واقع کې دوى يو پوله ماتى قوم و.

 54_ انديز ښكېلاك – فکري استعمار؛ د ټولو فاسدو واكمنيو يو دود دى: دا د فاسدو واكمنيو كړندود دى، چې د استبداد دوام او غځېدا ته، ولس په ټيټه انديزه كچه كې ساتي او په ډول ډول وزليو يې غولوي او له واقعياتو په ناخبرۍ يو حال كې يې ور ډوبوي او دروغجن ارزښتونه د رښتينو ارزښتونو ځايناستوي او همېش يې له حقايقو او واقعياتو لرې ساتي؛ ځكه د ولسونو راويښېدل، پوهه او انديزه وده يې، د شيطاني او استبدادي واكمنيو ستر دښمن دى، چې په ټول وس ورسره مبارزه كوي. دا فرعوني دود (؛يعنې د عقلونو استضعاف او د خلكو غولول) نن هم په فاسدو ټولنو كې چلېږي. كه فرعون دې موخې ته محدودې وزلې درلودې؛ خو ننني طاغوتيان، له ډليزو رسنيو، مطبوعاتو، غږيزو او انځوريزو او په څېر يې ډول ډول وزلې كاروي، چې ولسونه پرې وغولوي او پوره يې ناخبره وساتي، چې ددوى ومني؛ نو ځكه پوهان او دين ته ژمن، چې د پېغمبرانو انديزه او ښوونځيزه لیکه غځوي، د خلكو د غولونې پر ضد د درنې مبارزې مسووليت ورترغاړې دى. په زړه پورې خو داچې آيت په دې غونډله پاى ته رسېدلى دى: ((په رښتيا هغوى يو فاسق قوم و))؛ دې ته په اشارې كه دا بېلارې قوم كه فاسق او د خداى او عقل د حكم له اطاعته وتلى نه واى؛ نو دغسې تبليغاتو ته يې غاړه نه ايښووله او پخپله يې د خپل بېلارېتوب وزلې نه چمتو كولې؛ نو ځكه په خپل بېلارېتوب كې معذور نه وو. سمه ده، چې فرعون وغولول او خپل اطاعت ته يې اړكول؛ خو په پټو سترګو يې غاړه ورته كېښووله او ددې چار لاملونه يې چمتو كړل. هو! هغوى له پولې اووښتي ول، چې په يو سرغړاند او له پولې اوښتي پسې ولاړل. (نمونه، 21: 88 مخ.)

وَإِنَّهُ لَعِلْمٌ لِلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُونِ هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ ﴿۶۱﴾ = او په حقيقت كې د هغه (مسيح) شتون د قيامت (پوهېدو) ته یوه پوهه (او نښه) ده (؛ ځكه د عيسى راكېووتل، د قيامت نږدېوالى راښيي) هېڅكله پكې مه شكمنېږئ او زما لاروي وكړئ، چې دا سمه لار ده.

61_ مسيح (ع)؛ د قيامت ورځې يوه نښه ده: ددې غونډلې په تفسير كې دوه احتماله شته: 1_ بې پلاره د مسيح (ع) زوكړه، د خداى پر بې پايه ځواك يو دليل دى، چې په رڼا كې یې له مرګه روسته ژوند مساله هوارېږي. 2_ د ګڼ شمېر رواياتو له مخې، په آخرالزمان كې، عيسى (ع) له اسمانه راكوزېږي او دا مطلب د قيامت د رانژدېدو يو دليل دى. له پېغمبراکرم(ص) په يو روايت كې لولو: ((حضرت عيسى راكوزېږي او د مسلمانانو امير [امام زمان] وايي: نمونځ راكړه (چې درپسې ودرېږو)، حضرت عيسى (ع) وايي: نه! [تاسې نمونځ راكړئ] ځكه ځينې درنه د ځينو امام دى، چې دا يو درناوى دى، چې خداى دې امت ته قايل شوى دى.[ بيا حضرت مسيح (ع) په حضرت مهدي (عج) پسې اقتدا كوي).] (نمونه، 21: 100 مخ.)

الْأَخِلَّاءُ يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ ﴿۶۷﴾ = پر هغه ورځ بې له متقیانو (نور ټول) دوستان يو د بل دښمنان وي.

67_ د دوستانو دښمني: دا آيت چې د قيامت يوه ننداره يادوي، راښيي، چې په مخكې آيت كې هم له ((ساعته)) منظور د قيامت ورځ ده؛ هغه ورځ، چې د دوستۍ تړاوونه شلېږي؛ خو نه هغه چې د خداى لپاره رادبره شوي دي. پر هغه ورځ پر دښمنۍ د دغسې دوستيو اوړېدل يو طبيعي چار دى؛ ځكه يو بل د خپلې بدمرغۍ لامل بولي. يوازې ځان ساتي او متقيان دي، چې تلپاتې دوستي لري؛ ځكه د تلپاتې ارزښتونو پر چورليز چورلي او په قيامت كې يې ښې پايلې راڅرګندېږي او ښه ټينګېږي. امام صادق (رح) وايي: ((با خبر! په دنيا كې، چې هره دوستي د خداى په پار نه وي، په قيامت كې پر دښمنۍ اوړي)). (نمونه، 21: 110 مخ.) په بل روايت كې ترې لولو: ((له متقیانو سره د رورۍ (او دوستۍ) په لټه كې وسئ، كه څه د ځمكې په تيارو كې وي او كه څه عمر دې د هغوى په لټو كې تېر كړې؛ ځكه عزوجل خداى تر پېغمبرانو (ع) روسته پر ځمكه غوره ترې پيدا كړي نه دي او له متقیانو سره ملګرتوب يو بېسارى نعمت دى، چې خداى یې پر بنده لوروي. خداى تعالى وايي: ((پر هغه ورځ بې له پرهېزګارانو (نور ټول) دوستان یو د بل دښمنان وي)) او ګومان كوم، چې څوك په دې وخت كې د بې عيبه دوست په لټه كې وي؛ نو بې دوسته به پاتې شي)). (نور الثقلين، 6: 444 مخ)

يُطَافُ عَلَيْهِمْ بِصِحَافٍ مِنْ ذَهَبٍ وَأَكْوَابٍ وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ الْأَنْفُسُ وَتَلَذُّ الْأَعْيُنُ وَأَنْتُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۷۱﴾ = (د خوړو) د سرو زرو لوښي او (د رڼو شرابو) جامونه ورباندې ګرځول كېږي او هلته به هغه څيزونه وي،چې زړونه یې غواړي او سترګې پرې خوږېږي او هلته به همېشه ياست.

 71_ په جنت كې هر خوند شته: په دې آيت كې، چې د ډول ډول جنتي نعمتونو كوم توصيف شوى؛ نو كه ټول ژوي راټول شي؛ نو څه پرې ورزياتولاى نشي. دا د هستۍ په پراخۍ يو ښكلى او هر اړخيز تعبير دى او زموږ د ذهن په پراخۍ كې نه ځاييږي؛ هغه تعبير، چې تردې اوچت موندلاى نشو او د يو شاعر په وينا ((چې څه وينې، زړه به دې هماغه وي_ او چې دې زړه غواړي، هماغه وينې)) دلته مفسرانو ته دا پوښتنه اوڅار شوې، چې ايا ددې آيت پراخ مفهوم، په دې دليل دى، چې هغه څه وغواړي، چې په دنيا كې حرام وي؛ نو وركول كېږي؟ ددې پوښتنې اوڅارول، دې ټكي ته له نه پاملرنې راولاړه شوې، چې محرمات او بدي د انسان روح ته د نامناسبو خوړو په څېر دي او جوته ده، چې سالم روح ددغسې خوړو اشتها نه كوي او يوازې ناروغ روح كله نامناسبو او زهري خوړو ته څوبمنېږي – تمايل پيدا كوي. داسې ناروغان وينو، چې د ناروغۍ پر مهال ان د خاروې په څېر څيزونو خوړو ته څوبمنېږي ؛ خو په مازې، چې ناروغي لرې شي؛ نو دا دروغجنه اشتها يې هم وركېږي. هو! جنتيان به بيخي ددغسې كړنو اشتها پيدا نه كړي؛ ځكه دغسې چارو ته ورماتېدل، د دوزخي ناروغ زړه له ځانګړنو ځنې ده. په يو حديث كې راغلي، چې يو بېدياني، پېغمبر (ص) ته وويل: ايا په جنت كې اوښ هم پيدا كېږي؟ له اوښ سره مې ډېره مينه ده. پېغمبر (ص) خو پوهېده، چې هلته داسې نعمتونه دي، چې بېديانى به خپل اوښ هېر كړي؛ نو په لنډ ځواب كې يې ورته وويل: (( بانډيڅي! كه خداى دې جنتي كړي؛ نو هلته به هغه څه ومومې، چې زړه دې وغواړي او سترګې دې يې له ليدو خوند وړي)). (نمونه، 21: 115 مخ.)

قُلْ إِنْ كَانَ لِلرَّحْمَنِ وَلَدٌ فَأَنَا أَوَّلُ الْعَابِدِينَ ﴿۸۱﴾ = ووايه: ((كه د لوراند (الله) څه اولاد واى، زه به یې پخپله ړومبى نمانځونكى وم.))

 81_ كه د خداى اولاد واى؛ نو زه يې ړومبى نمانځوونكى وم: كه څه يو شمېر مفسرانو ته ددې آيت مضمون پېچلى په نظر وررسېدلى او په اړه يې په ډول ډول مخونو لاس ورپورې كړى، چې ځينې یې ډېرې هېښنده دي. د آيت منځپانګه هېڅ ډول پېچلتيا نلري او دا يو په زړه پورې دود دى، چې د ځېلي وګړيو پر وړاندې كارولېږي. لكه چې يو چاته په تېرو كې وايي؛ پلانى تر ټولو پوه دى (حال داچې پر هېڅ هم نه پوهېږي) وايو ((كه هغه ښه پوه وي؛ نو زه به لومړى تن يم، چې ورپسې ځم)) چې په دې توګه په سوچ كې شي او خپلې مدعا ته د يو دليل موندو په فكر كې شي او چې روسته حقيقت څرګند شي، د غفلت له خوبه راويښ شي. (نمونه، 21: 127 مخ)

وَلَا يَمْلِكُ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ الشَّفَاعَةَ إِلَّا مَنْ شَهِدَ بِالْحَقِّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿۸۶﴾ = او هغوی چې د ده پر ځاى نمانځي، د سپارښت واک نه لري؛ خو هغه چې د پوهې له مخې پر حق ګواهي ورکړي [او موحد] وي.

86_ څوك شفاعت كړاى شي؟: دلته د شرك د باطل ښوولو او د مشركانو د ترخې پايلې ويل دي. دا آيت وايي كه مشركان د شفاعت په ګومان په معبودانو پسې ځي؛ نو بايد پوه شي، چې غير الله معبودان شفاعت نشي كړاى؛ بلكې د خداى پر وړاندې شفاعت يوازې د هغه په حكم او اجازې روا دى او حكيم خداى كله هم دې بې ارزښته، بې عقله او بې شعوره ډبرو او لرګيو ته دغسې اجازه او فرمان وركړى نه دى او نه يې وركوي؛ خو داچې په معبودانو كې يې پرښتو او د حضرت عيسى (ع) په څېر د خداى ځانګړي بنده شتون درلود، د آيت په ورپسې برخه كې يې استثنا كړي او وايي: ((خو هغوى چې په حق یې شاهدي وركړې وي))؛ هماغوى چې په ټولو پړاوونو كې یې توحيد او د خداى ايكي يوتوب منلى وي او حق ته پوره تسليم وي. هو! دا ډله د پالوونكي په اجازه د شفاعت خاونده ده؛ البته داسې نه ده، چې هغوى د هر چا (بوتپالي، مشرك او د توحيد له دين اوښتي) شفاعت كوي؛ بلكې ښه پوهېږي، چې چا ته د شفاعت اجازه لري. دا آيت د خداى پر وړاندې د شفاعت عمده شرط په ګوته كوي. هغوى داسې كسان دي، چې پر حق ګواهان دي او حق په ټولو پړاوونو كې پېژني او د توحيد پر روح ښه پوهېږي او د شفاعت كېدونكيو له شرايطو هم ښه خبر دي. (نمونه، 21: 134 مخ)

فَاصْفَحْ عَنْهُمْ وَقُلْ سَلَامٌ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿۸۹﴾ = نو (چې داسې ده) ترې تېر شه او ووايه : ((سلام))؛خو ډېر ژر به پوه شي!

89_ په آيت كې له سلامه منظور: په حقيقت كې دا سلام د فرقان سورت په 63 آيت كې له راغلي سلام سره ورته دى: ((او چې كله ناپوهان مخامخ (او بېعقله) خبرې ورسره كوي؛ نو (د وداع) سلام ورته وايي (او ترې تېرېږي).)) (نمونه، 21: 138 مخ) هغه سلام، چې له ستريا سره مل بې اعتنايي ده، نه داچې له كمزورۍ او بېوسۍ راولاړ شوى وي؛ هغه سلام، چې له ناپوهانو او كم عقلو سره په څېر يې پر نه چلېدويو دليل دى؛ له چټي او بې رويه خبرو سره يې د وداع او بېلتون سلام. نه د تحيت سلام، چې د مينې نښه او د دوستۍ اړيكه ده؛ په لنډو هغه سلام، چې د زغم، تېرېدنې او ستريا نښه ده. (نمونه، 15: 149 مخ.)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!