تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورة الـنـور د منتخبو آیتونو شرح  د نور سورت ټوليزه منځپانګه:  دې سورت ته د پاكلمنۍ، عفت او له جنسي ګناهونو سره د مبارزې سورت ويلاى شو. (نمونه، 14: 353 مخ.) الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ وَلَا تَأْخُذْكُمْ بِهِمَا رَأْفَةٌ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د سورة الـنـور د منتخبو آیتونو شرح

 د نور سورت ټوليزه منځپانګه:  دې سورت ته د پاكلمنۍ، عفت او له جنسي ګناهونو سره د مبارزې سورت ويلاى شو. (نمونه، 14: 353 مخ.)

الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ وَلَا تَأْخُذْكُمْ بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۲﴾ = زناکاره او زناکار هر يو په سلو درو ووهئ،كه تاسې پر الله او د آخرت پر ورځ ايمان لرئ؛نو نه ښايي پر دوى دواړو د زړه سوي احساس (او دروغجنه مينه) د الهي حكم د عملي كولو خنډ شي او بايد د سزا وركولو پر مهال یې د مؤمنانو يوه ډله حاضره وي.

 الزَّانِي لَا يَنْكِحُ إِلَّا زَانِيَةً أَوْ مُشْرِكَةً وَالزَّانِيَةُ لَا يَنْكِحُهَا إِلَّا زَانٍ أَوْ مُشْرِكٌ وَحُرِّمَ ذَلِكَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ ﴿۳﴾ = زناکار بې له زناکارې يا مشركې سره نكاح نه كوي او له زناکارې سره بې له زناکار يا مشركه (څوك) نكاح نه کوي او دا [واده] پر مؤمنانو حرام شوى دى .

وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا وَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۴﴾ = او څوك چې پر پاكلمنو ښځو (د زنا) تور لګوي بيا (د خپلې ادعا لپاره) څلور شاهدان را نه ولي؛نو اتيا دورې يې ووهئ او هېڅكله يې شاهدي مه منئ او همدوى پخپله بدچاري دي؛

إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ وَأَصْلَحُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۵﴾ = خو هغوى چې تردې (تور) روسته توبه وباسي او ځانونه سم كړي (؛نو الله يې بښي)؛(ځكه) الله ډېر بښونكى (او) مهربان دى .

وَالَّذِينَ يَرْمُونَ أَزْوَاجَهُمْ وَلَمْ يَكُنْ لَهُمْ شُهَدَاءُ إِلَّا أَنْفُسُهُمْ فَشَهَادَةُ أَحَدِهِمْ أَرْبَعُ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۶﴾ = او څوك چې پرخپلو مېرمنو (د زنا) تور لګوي او بې له ځانه نور شاهدان نه لري؛نو شاهدي يې داده، چې هر يو دې څلور ځل د الله پر نامه قسم وخوري،چې رښتوني دي .

وَالْخَامِسَةُ أَنَّ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَيْهِ إِنْ كَانَ مِنَ الْكَاذِبِينَ ﴿۷﴾ = او پر پينځم (ځل شاهدي داده) چې (مېړه) ووايي : (كه په خپل تور ويلو كې) درغجن وي، پر هغه دې د الله لعنت وي .

وَيَدْرَأُ عَنْهَا الْعَذَابَ أَنْ تَشْهَدَ أَرْبَعَ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الْكَاذِبِينَ ﴿۸﴾ = او كه ښځه څلور ځل پر الله قسم وخوري،چې (مېړه يې) دروغ وايي؛ نو سزا نه وركول كېږي .

وَالْخَامِسَةَ أَنَّ غَضَبَ اللَّهِ عَلَيْهَا إِنْ كَانَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۹﴾ = او پينځم ځل شاهدي يې داده،چې ووايي كه دی (مېړه يې) رښتونى وي؛ نو د الله غضب دې پر دې (مېرمنې یې) وي.

 2 تر 9_ ټولیزې پاكلمنۍ ته څلور احكام: دا آيت څلورو الهي احكامو ته وايي، چې آريز چورليز يې د زنا ګناه ده. په دې لنډيز كې آيتونو ته په پامنيوي د هر يو حكم په څرګندنه لګيا كېږي: 2 آيت. د زناكارې او زناكار سزا: دا آيت درې امرونه رانغاړي: 1_ د زناكارې او زناكار سزا؛ البته دا آيت يو ټولیز حكم څرګندوي، چې استثنايي ځايونه هم لري، چې يو يې، د واده والا نارینه او مړوښې ښځې زنا ده، چې د شرايطو تر عملي كېدو روسته يې، سزا (او حد) اعدام دى. 2_ پردې ټينګار، چې د الهي حكم په عملي كولو كې د زړه سوي ننګېرنه او مينه مو ستناو – خنډ نشي؛ البته لكه څنګه چې نه ښايي د ننګېرنو د لاسبرۍ او غلبې په پار د الهي حكم په عملي كولو كې ناغېړي وكړو؛ نو افراط او بې ځايه تاوتريخوالى هم منع دى. 3_ امر كوي، چې د سزا وركولو پر مهال دې د مؤمنانو يوه ډله موجوده وي؛ ځكه موخه يوازې د ګناهګار عبرت اخستل نه؛ بلكې سزا يې نورو ته هم پند شي؛ البته قرآن شرط ايښى نه دى، چې دا حكم هرومرو په ملا عام (غونډه) كې عملي شي؛ بلكې د شرايطو او سازښتونو له مخې، توپير لري او په ځينو برخو كې د درېيو تنو يا ډېرو شتون بسيا دى.( نمونه، 14: 359 مخ.)

3 آيت: د آيت ظاهر راښيي، چې زنا كار او زنا كارې سره واده حرام دى؛ البته په اسلامي روايتو كې دا حكم، په نوموتو نارينه او ښځينه زنا كارانو پورې مقيد او راايسار شوى، چې توبه يې كاږلي نه وي؛ نو ځكه كه پردې عمل مشهور نه وي يا يې له تېرو كړنو لاس اخستى وي او د پاكلمنتوب هوډ يې كړى وي او په خپلو كړنو كې يې د توبې اغېز ښوولى وي؛ نو له شرعي پلوه واده ورسره روا دى. (نمونه، 14: 361 مخ.)

 4 او 5 آيتونه: د تور سزا: داچې په تېرو آيتونو كې، زناكار او زناكارې ته سخته سزا وويل شوه او شونې ده، چې دا موضوع بې باكه، غرضي او بې تقوا وګړيو ته يو لاسوند نشي او له دې لارې پر پاكانو تور وتړي؛ نو د زناكارانو په سختو سزاګانو پسې، د تور لګوونكيو سخته سزا بيانوي، چې ددې ډول وګړيو له خطره د پاكلمنو كورنيو حيثيت او درناوى خوندي شي او څوك د خلكو پر پت د بريد زړه ونه كړي. قرآن يې سزا دا ښوولې ده: (( اتيا كوړې، د شاهدۍ يې نه منل او فاسق ورته وايي)) د پاكلمنو خلكو حيثيت او پت ساتنې دا سخت ګيري، يوازې په دې ځاى پورې را ايساره نه ده؛ بلكې په ډېرو اسلامي ښوونو كې يې سپارښتنه شوې ده او راښيي، چې اسلام د مؤمنو او پاكلمنو نارينه او ښځو حيثيت ته پر سرباندې ارزښت قايل دى؛ البته چې چا ناموسي تور تړلى وي او ورباندې تر حكم له عملي كولو روسته توبه وكړي او د تورن حيثيت اعاده كړي، په توبې يې، په ګانده كې شاهدي منل كېږي او په ټولو برخو او اسلامي احكامو كې ترې د فاسق نامه لرې كېږي. (نمونه، 14: 369 مخ.)

6 تر 9 آيتونه: دا آيتونه استثنايي حكم او (د ((قذف)) حد) يوه تبصره ده؛ په دې مانا كه مېړه خپله مېرمن پر ناپاكلمنۍ تورنه كړي او ووايي، چې دا مې له پردي سره د ناپاكلمنتوب چار پر كولو وليده؛ نو د ((قذف)) حد (اتيا كوړې) پرې نه عملي كېږي او البته د خپلې مېرمن په باب يې ادعا بې دليله او بې شاهده نه منل كېږي؛ ځكه شونې ده رښتيا يا دروغ ووايي. دلته قرآن د هواري لار وړانديزوي، چې مساله په غوره بڼه او عادلانه توګه هواروي. ددې حكم په علت او فلسفه كې يې ويلي، كه يو سړى خپله مېرمن له پردي سره وويني، چوپتيا ورته ناشونې ده او غيرت يې اجازه نه وركوي او كه قاضي ته عارض شي، سملاسي پرې د ((قذف)) حد عملي كېږي؛ ځكه قاضي نه پوهېږي، چې سړى دروغ وايي كه رښتيا او كه څلور شاهدان راولي؛ نو دا يې هم له حيثيت او پت سره نه سازېږي او شونې ده په دې ترڅ كې پېښه پاى ومومي. بلخوا، پردي ژر يو بل تورنوي؛ خو مېړه او مېرمن ډېر لږ يو بل تورنوي؛ البته دا حكم، مېرمن په ټپه ولاړ حالت سره نه مخامخوي او د 8 او 9 آيتونو له مخې، مېرمن ته لار پرانستې ده؛ خو داچې په دې حكم كې، هم مېړه او هم مېرمن، خداى د اسلامي واكمن پر وړاندې شاهد نيسي او د دروغ ويلو په حال كې، ځان ته د خداى لعنت پېري؛ نو زیاتره له دغسې ګناهګار چار ډډه كوي. (نمونه، 14: 380 مخ.)

إِنَّ الَّذِينَ جَاءُوا بِالْإِفْكِ عُصْبَةٌ مِنْكُمْ لَا تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَكُمْ بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَكُمْ لِكُلِّ امْرِئٍ مِنْهُمْ مَا اكْتَسَبَ مِنَ الْإِثْمِ وَالَّذِي تَوَلَّى كِبْرَهُ مِنْهُمْ لَهُ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۱۱﴾ = په  رښتینه كې په تاسې كې يوې (منظمې چلمارې) ډلې دا غټ دروغ جوړ كړي دي (؛خو) ګومان مه كوئ، چې دا پېښه درته بده ده؛بلكې [په نهايت کې] په خير مو ده،چا چې په دې كې څومره برخه اخستې؛ نو هومره ګناه يې ګټلې ده او له دوى چې چا ددې تور ډېره برخه پر غاړه اخستې؛ نو ورته ستر عذاب دى!

 11_ د رسول الله (ص)  په كورنۍ ناروا تور او له پېغمبراکرم نه د خداى دفاع: دا آيت د افك پېښې (ستر تور) ته اشاره لري. د اهلسنتو په رواياتو كې د پېغمبر پر مېرمن حضرت عايشې بي بي او د شيعه وو په رواياتو كې پر حضرت ماريۀ قبطيه بي بي (هماغه ښځه،چې پېغمبر (ص)  ته د مصر پاچا په ډالۍ رالېږلې وه او د پېغمبراکرم ترې ابراهيم زوى و، چې په 18 مياشتنۍ كې ومړ) دا تور لګېدلى و؛ خو په دواړو ډلو رواياتو كې ځينې ټكي شته، چې سموالى يې تر پوښتنې لاندې نيسي؛ نو ځكه ددې رواياتو له او څاره ډډه كېږي؛ خو څه چې ددې رواياتو له ټوله پوهېدل كېږي او جوته ده، داده چې په دې آيتونو کې راغلى تور د پېغمبر اکرم (ص)  د كورنۍ پر غړي ورتپل شوى و؛ حضرت عايشه بي بي يا حضرت ماريه قبطيه بي بي. له آيتونو معلومېږي، يوې چلمارې ډلې، د پېغمبر اکرم(ص) د كورنۍ ځنې يو پر ناپاكلمنتوب تورنه كړه او د ځينو منافقانو او په زړه ناروغو دا ښه ايسېدل، چې دا تور په خلكو كې ډنډوره شي او همداسې وشول، خلكو تور خوله په خوله كړ. بيا خداى دا آيتونه رانازل كړل او د خپل استازي یې دفاع وكړه او ډنډورچيان يې سخت ورټل. (الميزان، 15: 90 مخ.)

11_د افك پېښه؛ برسېرنه یې ترخه؛ خو دننه يې ګټوره وه: دا آيت هغو مؤمنانو ته ډاډينه وركوي، چې پر هغې پاكلمنې له ناروا توره خورا خپه شوي ول او وايي: (( ګومان مه كوئ، چې دا پېښه درته شرم دى؛ بلكې په خير مو ده))؛ ځكه په دې پېښه كې د يو شمېر مسلمان ګونو ناولي نيتونه رابرسېره شول او دا د يوې نېکې ټولنې له نېكمرغيو ځنې ده، چې بېلاري او مفسدان پكې په نښه كېږي او په دې توګه سمونپالي پر خپلو حالاتو ښه سترګوروي او د ټولنې د فاسدو غړيو سمونې ته مټې رابډ وهي. (الميزان، 15: 91 مخ.)

إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿۱۹﴾ = په حقيقت کې هغوى چې په مؤمنانو کې د بدنامۍ او بدچارۍ خپرول خوښوي (؛نو) په دنيا او آخرت كې ورته دردناك عذاب دى او الله پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ.

19_ د فحشا او بدكارۍ ډنډوره كول؛ په ټولنه كې د ګناه اور ته لمن وهل دي: داچې انسان يو ټولنيز ژوی دى، په كومه ستره ټولنه كې چې اوسي، له يوه پلوه د كور په څېر يې ده او چاپېريال يې د خپل كور چاپېريال شمېرل كېږي؛ د ټولنې پاكوالى يې له پاكوالي سره مرسته كوي او ناولتوب يې له ناولتوب سره؛ نو د همدې آر له مخې، اسلام له هغه چار سره سخته مبارزه كړې، چې د ټولنې فضا زهرجنه يا ككړوي. كه وينو، چې اسلام له غيبت سره مبارزه كړې او د عيبونو د پټولو سپارښتنه يې كړې ده، يو دليل يې همدا دى، چې ګناه ټولیز اړخ پيدا نه كړي. له امام رضا نه په يو روايت كې لولو: (( هغه چې ګناه خپروي؛ خوار شوى او هغه چې ګناه پټوي، په الهي بښنې كې رانغاړل شوى)) كه وينو، چې په مخكې آيتونو كې د بدكارۍ ډنډوره كول، په خورا سختو ټكيو غندل شوي؛ نو دليل يې همدا دى. له آره، ګناه د اور په څېر ده، چې كله د ټولنې په يو ځاى كې اور بل شي، بايد هڅه وكړو، چې اور مړ يا لږ تر لږه را ايسار او محاصره يې كړو؛ خو كه اور ته لمن ووهو او له يوه ځايه يې بل ته يوسوو؛ نو اور به هر ځاى ونيسي او څوك به يې كابو كولاى نشي. پردې سربېره، د عامو خلكو په نظر كې د ګناه ستریا او له ګناهونو د ټولنې ساتنه پخپله د فساد پر وړاندې يو خنډ او دېوال دى. له رسول اكرم (ص) څخه په يو روايت كې لولو: ((چې څوك يو بد چار خپروي، د هغه په څېر دى، چې په لومړي ځل يې [په خلكو كې] پرې لاس پورې كړى دى)). له امام كاظم (رح) څخه په يو روايت كې لولو، چې يو تن ورغى او و يې ويل: در ځار؛ له يوه ديني رور يې يو چار راته ووايه، چې مې نه خوښېده. ترې مې وپوښتل، نټه يې وكړه؛ سره له دې، چې ډاډمنو ترې راته ويلي وو. امام وويل: (( د خپل مسلمان رور پر وړاندې دې خپل غوږونه كاڼه او سترګې پټې كړه، ان كه پنځوس تنه قسم وخوري، چې يو چار يې كړى؛ خو که نوموړي نټه وكړه، نټه يې ومنه او د هغوى (پنځوسو تنو) مه منه، په ټولنه كې بيخي هغه څيز مه خپروه، چې د عيب و ننګ لامل یې وي او وګړه يې له منځه وړي، هسې نه د خداى په دې وينا كې راشې: ((  إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ… )). )) البته دا موضوع؛ لكه په محکمه كې د شهادت په څېر استثنات لري يا هغه ځاى، چې د بديو د منع كولو لپاره، د يوتن د بدكاريو له رابربنډولو بله څه لار نه وي. (نمونه، 14: 405 مخ.)

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ وَمَنْ يَتَّبِعْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَى مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ أَبَدًا وَلَكِنَّ اللَّهَ يُزَكِّي مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۱﴾ = مؤمنانو! د شيطان پر پلونو مه ځئ او څوك چې د شيطان پر پلونو ولاړ شي (؛نو بېلارې كوي يې)؛ځكه [چې] هغه (شيطان) په فحشاوو او بدو [چارو] امر كوي او كه الهي فضل او لورنه درباندې نه وى؛نو هېڅكله مو يو هم پاک زړی کېدای نشو؛خو د الله چې چاته خوښه شي، پاك زړی کوي يې او الله (دى چې) پوه اورېدونكى دى .

 21_ كه الهي لورنه نه واى؛ نو هېڅوك پاكېداى نشو: بېشكه د څښتن درښتن – فضل او لورنه ده، چې له ګناهونو د انسانانو د ژغورنې لاملېږي؛ ځكه خداى هم عقل راپېرزو كړى او هم يې د پېغمبر اکرم نعمت راكړى او هغه احكام، چې په وحې رالېږل شوي دي. پردې پېرزوينو سربېره، ځانګړي توفيقات يې، غيبي مرستې يې، چې وړ او ورته چمتو انسانان پكې رانغاړېږي، د پاكۍ او تزكيه خورا مهم لاملونه دي. د (( مَن يَشَاءُ )) (چې چا ته یې خوښه شي) غونډله د بې دليله مشيت او خوښې پر مانا نه ده؛ بلكې د بندګانو له لوري، چې هڅه نه وي، د خداى له لوري ښيون او پېرزوينه نه كېږي. چې څوك دا لار غواړي، پكې ګام ږدي او جهاد كوي، خداى يې لاسنيوى كوي او د شيطان له وسوسو يې بچوي او مطلوبې موخې ته يې رسوي. په بل تعبير، درښتن – فضل او الهي لورنه، كله تشريعي بڼه لري او د پېغمبرانو د بعثت، د ايماني كتابونو د نزول، د احكامو تشريع، زېري او ګواښونو له لارې وي او كله تكويني اړخ لري، چې د مانيزو او الهي مرستو له لارې وي. دلته يې دويم ډول په پام كې دى. (نمونه، 14: 413 مخ.) له رسول اكرم (ص) څخه په يو روايت كې لولو: (( … هېڅوك (په يوازېتوب) په خپلو كړنو ژغورل كېداى نشي)) د حديث راوي وپوښتل: ان تاسې يا رسول الله (ص) ؟! ويې ويل: (( ان زه؛ خو داچې خداى مې په خپلې لورنې كې راونغاړي)). (نمونه، 27: 323 مخ.)

وَلَا يَأْتَلِ أُولُو الْفَضْلِ مِنْكُمْ وَالسَّعَةِ أَنْ يُؤْتُوا أُولِي الْقُرْبَى وَالْمَسَاكِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۲۲﴾ = او ستاسې پانګوال او د پراخۍ خاوندان دې قسم نه خوري،چې له خپلو خپلوانو، مسكينانو او د الله د لارې مهاجرينو سره به مرسته نه کوي او دوى بايد عفوه وكړي او سترګې پرې پټې كړي،ايا نه مو خوښېږي، چې الله مو (ددې عفوې او تېرېدنې له لامله) وبښي؟! او الله لورین بښونكى دى .

 22_ په مجازاتو كې د اسلام منځلاري: يو شمېر مفسرانو دې آيت ته يو شان نزول روايت كړى، چې له تېرو آيتونو سره يې تړاو څرګندوي. دا آيت د يوې ډلې اصحابو په باب رانازل شوى، چې د افك له داستان روسته يې قسم وخوړ، چې په دې پېښه كې به له هيڅ ښكېل سره او هم هغوى چې دې ستر تور ته يې لمن وهلې مالي مرسته ونه كړي او په هېڅ ځاى كې به يې د حالاتو پوښتنه ګروېګنه و نه كړي. دا آيت رانازل شو او ددوى د سخت دريځۍ مخه يې ونيوه او د عفوې او تېرېدنې امر يې وكړ. قرآن هم په ځپنده آيتونو، د افك اصحاب سخت غندي او هم داچې افراطي وګړي له بريده وا نه وړي په درېيو غونډلو – چې يو تر بله زړه راښكوونكې او جذابې دي – ننګېرنې یې كابو كوي: ړومبى په عفوې او تېرېدنې امر كوي؛ بيا وايي: (( ايا نه مو خوښېږي، چې خداى مو وبښي))؛ نو تاسې هم وبښئ او په پایله كې د ټينګار لپاره د خداى د (( غفور)) او (( رحيم)) ځانګړنې او صفات يادوي؛ چې نه ښايي د خپل پالونكي له فرمانه سرغړونه وکړئ، خداى چې ددې حکم آريز خاوند دى غفور (بښاند) او رحيم (لورين) دی، درته امر كوي، چې له مرستو لاس مه اخلئ؛ نو تاسې څه وايئ؟! بېشكه، د افك په پېښه كې ټول مسلمانان د مخكېنۍ دسيسې له مخې راښكېل نه وو، ځينې مسلمان ډولي منافقان يې بنسټګر ول او يو شمېر دوكه شوي مسلمانان ورپسې ولاړل؛ البته هغوى ټول ګرم ول؛ خو ترمنځ يې ډېر توپير و او نور نه بايد له ټولو سره يو رنګ چلېدلي واى. دا آيت ټولو مسلمانانو ته يو ستر لوست دى، چې د ځينو وګړيو د ګناه او ښويېدنو له امله، نه بايد په سزا كې يې له منځلارۍ واوړي؛ نه ښايي له اسلامي ټولنې يې وشړو او نه بايد ورسره د مرستې كولو ورونه وتړو، چې يو مخې د دښمن په لمن كې ولوېږي او ملګري يې شي. په حقيقت كې دا آيتونه د اسلامي جاذبې (راكښون) او دافعې (لرې كونې) د انډول يوه انځورنه ده او تر ويينې لاندې آيت، چې د خداى د عفوې، تېرېدنې، بښاندۍ او لورنۍ خبرې كوي، د جاذبې څرګندونكى دى. (نمونه، 14: 414 مخ.)

الْخَبِيثَاتُ لِلْخَبِيثِينَ وَالْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثَاتِ وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ وَالطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَاتِ أُولَئِكَ مُبَرَّءُونَ مِمَّا يَقُولُونَ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ ﴿۲۶﴾ = ناپاكې ښځې د ناپاكو نارينه وو لپاره دي او (هم) ناپاكه نارينه د ناپاكو ښځو لپاره دي؛سپېڅلې ښځې د سپېڅليو نارينه وو لپاره دي او (هم) سپېڅلي نارينه د سپېڅليو ښځو لپاره دي! دوى (د ناپاكانو) له تورونو پاك دي، دوى ته (الهي) بښنه او ارزښتمنه روزي ده .

 26_ له زناكارانو سره د واده حرمت: له امام باقر او امام صادق (رح) نه په يو روايت كې راغلي، چې دا آيت د همدې سورت د درېيم آيت ((الزَّانِي لَا يَنكِحُ إلَّا زَانِيَةً أَوْ مُشْرِكَةً)) په څېر دى؛ ځكه يوې ډلې هوډ وكړ، چې له زناكارو ښځو سره واده وكړي؛ خو خداى له دې چاره منع كړل او دا كړنه يې ورته ناخوښه وګڼله. (الميزان، 15: 108 مخ.)

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿۲۷﴾ = مؤمنانو! بې له خپلو كورنو،د نورو كورونو ته (تر هغه) مه ورننوځئ،څو په دوستۍ (ځان معرفي او) اجازه واخلئ او پر كورنۍ يې سلام واچوئ،دا درته غوره ده، ښايي پند واخلئ .

فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فِيهَا أَحَدًا فَلَا تَدْخُلُوهَا حَتَّى يُؤْذَنَ لَكُمْ وَإِنْ قِيلَ لَكُمُ ارْجِعُوا فَارْجِعُوا هُوَ أَزْكَى لَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ ﴿۲۸﴾ = نو كه هلته مو څوك و نه موندل (چې اجازه دركړي)؛نو (تر هغه) مه ورننوځئ،څو اجازه درته وشي او كه درته وويل شي : “دروګرځئ!”؛نو راوګرځئ،چې دا درته ډېرغوره ده او څه چې كوئ، الله پرې پوره پوهېږي .

 27 او 28_ كورونو ته د ورننووتو د پرېښې – اجازې اخستو علت: بېشكه انسان دوه اړخونه لري؛ وګړنى او ټولنيز؛ نو ځكه دوه ډوله ژوند لري: خصوصي او عمومي، چې هر يو ځانته ځانګړنې، آداب او مقررات لري. انسان ناچاره دى، چې د ټولنې په چاپېريال كې د جامو او تګ راتګ له اړخه ډېر قيودات وزغمي؛ خو ټول شواروز ورته ددې وضعې مراعاتول ستومانوونكې وي. غواړي په شواروز كې څه وخت ازاد وي، قيودات يوې خوا ته كړي، دمه وكړي، له خپلې كورنۍ او اولادونو سره ځانته خبرو اترو ته كېني او تر شوني بريده له دې ازادۍ ګټه واخلي؛ نو ځكه خپل كور ته ځي او د نورو پر مخ د خپل كور ورتړي او له ټولنې څو ساعته خپل ژوند جلا كوي او له دې سره جوخت له هغو قيوداتو ازادېږي، چې له ناچارۍ يې پر ځان د ټولنې په چاپېريال كې زغمل. دادى چې بايد په دې ازاد چاپېريال كې، بسیا  امنيت وي. كه داسې وي، چې هر څوك سر ورښكاره كړي او د امن پر چاپېريال يې تېرى وكړي، چې دا خو به هغه ازادي، دمه او هوساينه نه وي؛ نو ځكه تل په دې باب د انسانانو تر منځ ځانګړي آداب او دستورات ول. په يو حديث كې لولو، چې پېغمبراکرم (ص)  به د چا كور ته تله، وره ته مخامخ نه درېده؛ بلكې ښي يا كيڼ لوري ته درېده او ويل يې: (( السلام عليكم)) هغه مهال پر وره د پردې ځوړندېدو دود نه و. (نمونه، 14: 429 مخ)

لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ مَسْكُونَةٍ فِيهَا مَتَاعٌ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ ﴿۲۹﴾ = (خو) په دې كې څه ګناه درته نشته،چې (هغو) ناهستوګنو كورنو ته ورننوځئ،چې په هغو كې ستاسې د ګټې (يا كار) څه شى وي او الله ترې خبر دى، چې څه ښكاره كوئ او چې څه پټوئ .

29_ نامېشتي كورونه: له نامېشتو ګټورو كورونو مطلب هغه كورونه دي، چې د لنډ مهال اوسېدانې ګټې اخستو ته جوړ شوي دي؛ نو ځكه څوك پكې په پنځیز – طبيعي بڼه نه اوسي؛ لكه مېلمستونونه، حمامونه، ژرندې او… كوم ځايونه چې ټولو ته جوړ شوي وي؛ نو ټول د ورننووتو پرېښه – اجازه ورته لري. (الميزان، 15: 110 مخ.)

قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ ﴿۳۰﴾ = مؤمنانو نارینه وو ته ووايه : ((خپلې سترګې (د نامحرمو له ليدو) ټيټې كړئ او خپل شرمځايونه وساتئ))،چې دا ورته ډېر پاك او ګټور چلن دى؛بېشکه څه چې كوي، الله پرې ښه خبر دى .

وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاءِ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۳۱﴾ = او مؤمنو ښځو ته ووايه : ((خپلې سترګې (دې له هوسناكه كتو) ټيټې كړي او خپل شرمځايونه دې وساتي او خپله ګاڼه دې نه ښكاره كوي؛خو هغه چې (طبعاً) ښكارېږي او پر خپلو سينو دې د خپلو ټكريو پلوونه واچوي (چې غاړه او سينه يې پرې پټه شي) او خپل سينګار دې نه ښكاره كوي؛خو بې له دغو خلكو: خپلو مړونو يا خپلو پلرونو يا د خپلو مړونو پلرونو يا خپلو زامنو يا د مړونو زامنو (بنزيانو)،يا خپلو وروڼو يا خپلو ورېرونو يا خپلو خوريونو يا (د خپل دين) ښځو يا خپلو مريانو [= وينځو] يا خپلو نارينه وو خدمتګارانو ته چې (ښځې ته) اړين نه وي يا هغو ماشومانو ته چې د ښځو د جنسي چارو په اړه ناخبره وي او هغوى دې په تګ كې په زوره پر ځمكه خپلې پښې نه وهي،چې خلك يې پر پټ سينګار پوه شي . مؤمنانو! ټول (نر و ښځې) الله ته توبه وباسئ،ښايي بريا ومومئ .))

30 او 31_ د حجاب فلسفه: ځينو زموږ پېر د لغړتيا او جنسي آزادۍ پېر نومولى او لويديځ ځپلي، د نارينه او ښځو بې بندوباري ددې زمانې له ازاديو ګڼي؛ نو ځكه د حجاب خبره پرې ښه نه لګي او كله يې د تېرو وختو يوه افسانه بولي؛ خو له دې بې قيدو شرطه ازادۍ، چې كومې بې شمېره ستونزې راولاړې شوي؛ نو سوكه سوكه د حجاب د خبرې اورېدونكي پيدا شوي دي. مساله داده، چې ايا نارينه دې له ښځو (بې له كوروالي) د اورېدو، ليدو او لمس له لارې ګټه واخلي يا يې دا چار يوازې په مړونو پورې تړاو لري. اسلام وايي: له ښځو خوند اخستل يوازې په خپلو مړونو پورې اړه لري او بې له دې ګناه ده او ټولنه په بدكاريو اخته كوي. د حجاب فلسفه، كوم پټ څيز نه دى؛ ځكه: 1_ د ښځو لغړوالى، سينګارول او نازو نخرې، دا پايلې لري، چې نارينه په تېره ځوانان د همېشنۍ پارونې په يو حالت كې وي، چې دا يې د اروايي رنځو لاملېږي. 2_ پرېكنده شمېرنې ښيي، چې په نړۍ كې د لغړوالي له امله طلاق مخ په زياتېدو دى، چې په دې بڼه كې د كورني غونډال ستنې مخ پر رانړېدو دي. 3_ د بدكاريو لمن پراخه شوې او حرموني ډېر زيږېږي، چې دا ټول د بد سترۍ پايلې دي او عوارض يې په تېره په لويديځو ټولنو كې بيخي بربنډ دي. (نمونه، 14: 442 مخ.)

 وَأَنْكِحُوا الْأَيَامَى مِنْكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِنْ يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۳۲﴾ = او تاسې خپل ناواده کړي ځوانان او پېغلې،نېك مريان او وينځې (يو بل ته) په نكاح كړئ .كه دوى تنګلاسي وي؛ نو الله به يې پرخپلې مهربانۍ شتمن كړي او الله پوه پراختيا راوستونكى دى .

 32_ واده؛ الهي سنت دى: سالم واده، يو فطري حكم او د پنځون له قانون سره همغږي ده، چې انسان د ځوځات پاينې، جسمي او روحي ارامتيا او د ژوند ستونزاواري ته اړتيا ورته لري. اسلام، چې له پيدايښت سره همغږی ګام اخلي، په اړه يې په زړه پورې تعبيرات لري. له پېغمبراکرم (ص) نه په يو حديث كې لولو: (( چې څوك واده وكړي، خپل نيم دين يې ساتلى دى او بايد په نيم نور كې الهي تقوا رعايت كړي)). جنسي غريزه د انسان غښتلې او سرغړانده غريزه ده، چې په يوازېتوب له نورو غريزو سره برابري كوي او بېلارېتوب يې، د انسان نيم ايمان په خطر كې غورځوي. له همدې لامله، په اړوند آيتونو او همدغسې ګڼ شمېر رواياتو كې، مسلمانان هڅول شوي، چې له یلغوزو – مجردانو سره په واده كې لاسنیوی وكړئ. له امام كاظم (رح) نه په يوه روايت كې، يو له هغوى درې ګونو ډلو، چې په قيامت كې د خداى تر عرش لاندې دي، هغه ګڼل شوي، چې د خپل مسلمان ورور د واده وزلې چمتو كړي. (نمونه، 14: 457- 463 مخونه) په تېره په دې اړه د پلرونو دنده ډېره درنه ده؛ لكه چې له رسول الله (ص)  په يو حديث كې لولو: (( چې د چا زوى د ودې منګ ته ورسي او د واده شونتيا يې لري؛ خو لاس پورې نه كړي او په پايله كې زوى په ګناه اخته شي؛ نو دا ګناه به دواړو ته وكښل شي)). بيا پر همدې دليل په ټينګه سپارښتنه شوې، چې مهر او د واده نورې چارې سپكې ونيسئ، چې یلغوزو – مجردانو ته د واده څه خنډ نه وي. له همدې امله، په رواياتو كې، د ښځې دروند مهر يې، د سپېره توب يوه نښه ګنل شوې او داچې نشتمني او د مالي شونتياوو نشتون د واده نه كولو يو ټولیزه پلمه ده، قرآن يې په ځواب كې په ډاګه وايي، چې نشتمني د واده خنډېداى نشي؛ بلكې ډېر ځل واده د مړه خوا كېدو لاملېږي. له امام صادق (رح) نه په يو روايت كې لولو: (( روزي، له مېرمن او اولاد سره ده)). بېشكه الهي مرستې د هغوى لاسنيوي ته ورځي، چې د خپلو انساني دندو د كولو او د ځان پاكۍ ساتنې ته واده كوي. (نمونه، 14: 464 مخ.)

اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يُوقَدُ مِنْ شَجَرَةٍ مُبَارَكَةٍ زَيْتُونَةٍ لَا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ نُورٌ عَلَى نُورٍ يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَنْ يَشَاءُ وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۳۵﴾ = الله؛ د اسمانونو او ځمكې نور دى،د نور مثال یې (داسې دى)؛ لكه په یوه تاخچه كې،چې يوه بله ډيوه وي، ډيوه په يوه ښيښه كې وي،ښيښه (د دې رڼا له لامله) د ځلند ستوري په څېر وي،چې (دا ډيوه) د ښونه د یوې بركتناكې ونې – چې نه ختيزه وي او نه لويديزه – په تېلو بلېږي (او تېل يې دومره صاف او راڼه دي،چې) نژدې وي بې اوره (پخپله ولګي او) رڼا وكړي، (په دې توگه) د رڼا له پاسه رڼا وي او د الله چې چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي) په خپله رڼا لار ورښيي او الله خلكو ته دا بېلګې راوړي (چې د محسوساتو له لارې پر معقولاتو وپوهېږې) او الله په هر څه ښه پوه دى .

 35_ د نور يا رڼا آيت: كه د الله سپېڅلي ذات ته له حسي ژویو تشبيه او تمثيل راوړو؛ نو بې د نور (= رڼا) له څرګندنې – اصطلاح ورته څه نه مومو؛ هماغه خداى چې هستي يې رڼا كړې او كه يوه شېبه خپله لورنه ترې واخلي، ټول د نېستۍ په تيارو كې ورډوبېږي. په زړه پورې خو داچې هر ژوی هماغومره رڼا ترې اخلي، چې څومره ورسره په اړيكه كې دى. قرآن نور دى؛ ځكه كلام يې دى او پېغمبران نور دی؛ ځكه استازي يې دي. كه نور په پراخه ماناو كاروو؛ يعنې هر څيز، چې ذات يې ښكاره او د نورو ښکاره كوونكى وي، بيا به يې سپېڅلي ذات ته د نور د كليمې كارول تشبیهاتي اړخ ونه لري؛ ځكه په پيدايښت كې څه ښكاره ترې نشته او بې له ده هر څه د ده د شتون له بركته ښكاره دي. قرآن د يوې ښكلې بېلګې په راوړو، د الهي نور څرنګوالى تشريحوي. ددې بېلګې څرګندونه داچې د مؤمنانو په زړونو كې د ايمان رڼا هماغه څلور لاملونه لري، چې په يوه بله ډيوه كې وي : (( مِصْبَاحٌ )) (ډيوه)، هماغه د ايمان وړانګې دي، چې د مؤمن په زړه كې ښكاره كېږي او د ښيون وړانګې ترې خپرېږي. (( زُجَاجَةٍ )) (پوكڼۍ)، د مؤمن زړه دى، چې په وجود كې يې ايمان تنظيموي. ((كَمِشْكَاةٍ )) (تاخچه) د مؤمن سينه يا يې د وګړې او پوهاويو ټولګه ده، چې ايمان يې د پېښو له توپانونو بچوي. ((شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ زَيْتُونِةٍ )) (د ښونه مباركه ونه)، هماغه الهي وحې ده، چې ځوښا يې بيخي پاكه او سوچه ده، چې د مؤمنانو ايمان پرې بلېږي. الله هماغه نور دى، چې اسمانونه او ځمكه رڼا كوي او د مؤمنانو د زړه له مركزه سر را پورته كوي او ټول وجود يې رڼا كوي. كوم دلايل يې، چې په عقل موندلي، د وحې له رڼا سره اخږل كېږي او د ((نُّورٌ عَلَى نُورٍ)) مصداق ګرځي. دغسې، په دې الهي رڼا، وړ زړونه هدايت کېږي او په ((يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَن يَشَاءُ)) كې رانغاړېږي. بايد د وحې رڼا د ختيزي او لويديزي كږلېچونو له ورماتېدو – چې یې د تتوالي لاملېږي – خوندي وي؛ داسې له هر ډول كږلېچه تشه او خالي وي، چې بل هېڅ څيز ته بې له اړتيا، د انسان د وجود ټول ځواکونه راټول او همغږي كړي او د (( يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ )) مصداق شي. (نمونه، 14: 474 مخ.)

رِجَالٌ لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ ﴿۳۷﴾ = (په كورنو كې داسې) سړي دي،چې سوداګري او راكړه وركړه يې د الله له ياد او د نمانځه له درولو او د زكات له وركولو نه ناگاروي، دوى له هغې ورځې ډارېږي،چې (له ډېرې وېرې) زړونه پكې اوړي را اوړي او سترګې رډې راوځي .

 37_ هغه ورځ، چې زړونه پكې اوړي را اوړي او سترګې رډې راوځي: د قرآن له آيتونو ګټنه كېږي، چې قيامت، له حقايقو د پردې لرې كولو او د حقيقت د رابربنډېدو ورځ ده؛ لكه چې وايي: ((موږ دې (له سترګو) پرده لرې كړې؛نو نن دې سترګې تېزې دي. (ق_22) ))  په پايله كې پر هغه ورځ، زړونه او سترګې له دنيوي مشاهدو، چې غير الله يې ليده او الله يې هېراوه او حقيقت يې پټاوه اوړي او بله بڼه خپلوي. پر هغه ورځ، ليدل يوازې د ايمان په رڼا شونې دي او مؤمنانو، چې په دنيا كې دا رڼا په خپل باطن او دننه كې ساتلې وه، په راښکاره كېدو يې خپل لار مومي او د خپل پالونكي په لطف او كرامت ويني؛ لكه چې وايي: (( (دا ستره بدله) پر هغه ورځ ده، چې مؤمنان او مؤمنانې به ووينې، چې رڼا به يې په مخكې او ښې خوا ته ځغلي (حديد_12) )). هم وايي: ((  (هو!) پر هغه ورځ ځينې مخونه تازه او خوښ (غوړېدلي) وي او د خپل پالونكي په (لطف او كرامت) به ويني (قيامت_ 22 او 23) ))؛ خو كافرانو، چې په نړۍ كې دا رڼا نه درلوده؛ ړانده به وي؛ لكه چې د اسرا سورت په 72 آيت كې لولو: (( او چې څوك په دې نړۍ كې (د حق له پېژندو) ړوند وي؛ نو په آخرت كې به هم ړوند او ښه بېلارې وي))؛ نو د سترګو او زړونو اوړېدل رااوړېدل مؤمنانو او كافرانو دواړو ته دي؛ خو الهي نارينه (چې آيت يې په اړه خبره كوي) ددې اوړېدو را اوړېدو له دويم ډوله ډارېږي.

وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاءً حَتَّى إِذَا جَاءَهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا وَوَجَدَ اللَّهَ عِنْدَهُ فَوَفَّاهُ حِسَابَهُ وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿۳۹﴾ =  او هغوى چې كافران شوي، د كړنو بېلګه يې په هوار ډاګ كې د ځلوب (سراب) په څېر ده،چې تږي یې (له لرې) اوبه ګڼي؛خو چې ورشي (؛نو) هېڅ نه وي او (بلکې) هلته الله مومي،چې حساب يې پوره ورکوي او الله ژرحسابى دى .

أَوْ كَظُلُمَاتٍ فِي بَحْرٍ لُجِّيٍّ يَغْشَاهُ مَوْجٌ مِنْ فَوْقِهِ مَوْجٌ مِنْ فَوْقِهِ سَحَابٌ ظُلُمَاتٌ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ إِذَا أَخْرَجَ يَدَهُ لَمْ يَكَدْ يَرَاهَا وَمَنْ لَمْ يَجْعَلِ اللَّهُ لَهُ نُورًا فَمَا لَهُ مِنْ نُورٍ ﴿۴۰﴾ = يا (یې د كړنو) بېلګه لکه په یوه ژور سمندر كې تروږمۍ،چې د څپې له پاسه څپه ورباندې خپره وي او له پاسه پرې وريځ وي، يو پر بل باندې (څلور ډوله) تیارې، كه (په دغو تپو تيارو كې پرېوتى انسان) خپل لاس راوباسي؛نو ناشونې ده، چې ویې ويني! او الله چې چا ته څه رڼا وركړي نه وي؛نو هېڅ رڼا ورته نشته .

 39 او 40_ په بېديا كې سراب يا په ژور سمندر كې تياره: خداى په تېرو آيتونو كې د مؤمنانو وضعيت او ښې پايلې څرګندې كړې، اوس په دې آيتونو كې د دوو بېلګو په ښوولو د كافرانو وضعيت او پايلې ورسره پر تله كوي. 39 آيت، د كافرانو شركي كړنې او عبادات له سراب سره ورته كړي او كافران هغه تږي، چې اوبه غواړي او خوندورې اوبه ورسره دي؛ خو مخ ترې اړوي او خپل مشر ته چې خير يې غواړي او اوبو څښلو ته يې بولي، څه توجه نه كوي؛ بلكې سراب اوبه ګڼي او ورځي. بلخوا، د مرګ وخت، چې د كړنو د پاى زمانه ده، داسې انځور شوې، چې تږى، سراب ته وررسي؛ خو اوبه نه مومي؛ بلكې هغه خيرخوا سړى ويني، چې دى يې خوندورو اوبو ته باله. هو! كافران د خداى د ياد او د صالحو كړنو پر ځاى (چې دوى يې الهي رڼا او ابدي نېكمرغۍ ته رسولاى شوو( بوتانو او شركي كړنو ته لاس واچو (چې په اند يې نېكمرغي يې پكې ده) او خپل عمر يې پكې تېر كړ؛ خو چې مرګ يې راوررسي او پر آخرت پوه شي؛ نو پر هغه مهال خو د بوتانو څه خبره نه وي او پوهېږي، چې د چارو پايله يې د هستۍ له خالق سره ده؛ حال داچې د خداى خوشحالولو ته يې په لاس كې څه نشته. په 40 ايت كې، كافران د كړنو له پلوه، له هغه سره ورته شوى، چې په يوه پراخ او تياره سمندر كې د ګرځېدو پر حال دى، داسې سمندر، چې غونډۍ غونډۍ تورو وريځو او درونو څپو پرې داسې تياره ور خپره كړې وي، چې مسافر لمر، سپوږمۍ او ستوري ليداى نشي، په مازې تيارې كې وي او هېڅ رڼا نه ګوري، چې ځان پرې د ژغورنې کڅ – ساحل ته ورسوي. هو! د كافرانو پر زړونو د ناپوهۍ او ګناه ډول ډول پردې داسې خپرې دي، د دوى زړونه يې د ښاندې – معرفت له رڼا تش كړي او د رڼا د ورننووتو لار ورته نشته. (د كافرانو د كړنو د سزا د حالاتو پر پوهېدو لپاره وګورئ:( ابراهيم_ 18).)

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُسَبِّحُ لَهُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالطَّيْرُ صَافَّاتٍ كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهُ وَتَسْبِيحَهُ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ ﴿۴۱﴾ = ايا نه وينې،څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او مرغان غوړولي وزرونه د الله تسبيح وايي؟! هر يو (الله ته) پر خپل نمانځه او ثنا ستاېنې پوهېږي او څه چې كوي، الله پرې پوهېږي .

41_ د هستۍ د موجوداتو تسبيح: دلته د ډېر تشریح لپاره د اسراء_ 44آيت راوړو:

 د ژویو عمومي تسبيح: د قرآن په بېلا بېلو آيتونو كې راغلي، چې ټول ژوی د خداى تسبيح او ستاينه كوي، چې ښايي تر ټولو ښه څرګند يې همدا آيت وي، چې بې استثنا د هستۍ ټول ژوی په دې تسبيح او ټولیزه ستاينه كې شريك بولي؛ خو په مفسرانو كې ددې حمد او تسبيح د حقيقت په تفسير كې ډېرې خبرې اترې دي: يو شمېر ګروهن دي، چې د هستۍ ټولې ذرې (كه موږ يې ساكښې او عاقلې ګڼو يا بې ساه او ناعاقلې) ټول يو ډول درك او شعور لري او په خپله هستۍ كې د خداى تسبيح او حمد وايي؛ كه څه موږ يې درك او ننګېرلای نشو او نه يې د حمد او تسبيح زمزمې اورېداى شو او پردې ګروهې د فصلت سورت 11 آيت ګواه كولاى شو:  ((بيا د اسمان پر پنځونه لګيا شو، چې د لوګي (په بڼه) و، بيا يې هغه (اسمان) او ځمكې ته وويل: ((كه غواړئ كه نه غواړئ؛ اېل شئ)) دواړو (د حال په ژبه) وويل: ((البته خپل پنځګر ته اېل او تسليم يو.))

. ((ددې نظر پر وړاندې، ډېرى ګروهن دي، چې دا تسبيح او ستاينه، هماغه څه دي، چې موږ يې د  (( حال ژبه))  نوموو؛ حقيقي ده او نه مجازي؛ لكه د ډېر ښكلي انځور تخته، چې د حال په ژبه د خپل انځورګر پر ذوق او ځيركۍ لېینه – ګواهي وركوي او ستاينه يې كوي. هو! د هستۍ هېښنده غونډال – نظام، له رازونو ډك، او هېښنده ستریا  يې دا ټول د خداى تسبيح او حمد وايي. ايا تسبيح له نيمګړنو پاك د بل څه مانا لري؟ د هستۍ پېیون – نظم او جوړښت وايي، چې بنسټګر يې له هر ډول نيمګړتيا پاك دى. ايا حمد د كمال د صفاتو له ويلو د بل څه پرمانا ده؟  د هستۍ غونډال د خداى د كمال، صفتونو، بې پايه علم، بې انتها واک او د پراخ حكمت خبرې كوي. دا مانا د ژویو د ټولیز تسبيح او حمد لپاره پوره پوهېدوونكې ده او څه اړتيا نشته، چې موږ د هستۍ ټولو ذرو ته پر درك او شعور قايل شوو؛ ځكه غوڅ دليل ورته نه لرو او په دې باب د قرآن نور آيتونه هم په ډېر احتمال همدا د حال ژبه بيانوي[1].

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُزْجِي سَحَابًا ثُمَّ يُؤَلِّفُ بَيْنَهُ ثُمَّ يَجْعَلُهُ رُكَامًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ جِبَالٍ فِيهَا مِنْ بَرَدٍ فَيُصِيبُ بِهِ مَنْ يَشَاءُ وَيَصْرِفُهُ عَنْ مَنْ يَشَاءُ يَكَادُ سَنَا بَرْقِهِ يَذْهَبُ بِالْأَبْصَارِ ﴿۴۳﴾ = ايا نه وينې،چې الله (هر لوري ته ټوټې ټوټې) ورېځې شړي، بيا يې ټوټې سره يو ځاى كوي، بيا يې راغونډوي، چې ټینګه درنه وریځ شي؛نو وينې،چې له منځه يې د باران څاڅكي راڅاڅي او (الله دى،چې) هلته له اسمانه (د يخ وهليو ورېځو) له غرو ږلۍ وروي؛ نو چا ته چې يې خوښه شي،پرې زيان وراړوي او چا ته چې يې خوښه شي،ترې يې ژغوري؛نژدې ده،[چې د ورېځو] د برېښنا پړک يې سترګې وبرېښوي! .

 43_ په اسمان كې غرونه: په دې آيت كې د ((جبال)) په باب څو نظره شته، پاموړ يو نظر دا دى، چې په اسمان كې د وريځو كتلې د غرونو په څېر دي، كه څه له ښكته ورته ګورو، هوار معلومېږي؛ خو كه الوتكه پر وريځو له پاسه روانه وي؛ نو مسافر دا منظره په خپلو سترګو ويني، چې وريځې د غرونو، درو او لوړو ژورو په څېر دي او د ځمكې د سطحې په څېر ډېرې نا هموارۍ او لوړې ژورې لري او له دې اړخه د ((جبال)) نومونه ورته مناسبه ده. (نمونه، 14: 504 مخ.)

وَاللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَابَّةٍ مِنْ مَاءٍ فَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَى بَطْنِهِ وَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَى رِجْلَيْنِ وَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَى أَرْبَعٍ يَخْلُقُ اللَّهُ مَا يَشَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۴۵﴾ = او الله ټول خوځنده (لومړى) له اوبو پيدا كړل؛نو ځينې يې په سینو خوځي، ځينې په دوو پښو درومي او ځينې په څلورو (پښو) درومي؛ الله چې څه وغواړي،پيدا كوي يې؛ځكه الله پر هر څيز لاسبرى دى .

 45_ اوبه؛ د خځندو لومړۍ ماده: داچې په دې آيت كې (( ماء)) كومو اوبو ته اشاره ده، مفسرانو پرې خبرې اترې كړي. په دې كې، دوه نظره سم برېښي: 1_ منظور، د څاڅكي اوبه دي. ددې تفسير ستونزه دا ده، چې ټول خځندګان، د څاڅكو له اوبو نه راپيدا كېږي؛ ځكه یو ژوندنکیز – وحید الحجروي څاروي او ځينې نور، چې د خځندو (دابة) مصداق دي، د ژوندينكو په ويش رامنځ ته كېږي، نه په څاڅكي؛ خو داچې وويل شي، پورته حكم ډوليز (نوعي) اړخ لري، نه عمومي. 2_ منظور، د ړومبي موجود پيدايښت دى. د ځينو اسلامي رواياتو له مخې، هم اوبه ړومبى موجود دى، چې خداى پنځولي او ورپسې يې انسانان پيدا كړي، همداراز د نوې علمي فرضيې له مخې د ژوند ړومبۍ زخه په سمندرونو كې پيدا شوې ده. (نمونه، 14: 508 مخ.)

وَيَقُولُونَ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالرَّسُولِ وَأَطَعْنَا ثُمَّ يَتَوَلَّى فَرِيقٌ مِنْهُمْ مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ وَمَا أُولَئِكَ بِالْمُؤْمِنِينَ ﴿۴۷﴾ = او دوى وايي : ((موږ پر الله او استازي ايمان راوړی او اطاعت يې كوو))؛خو تر دې ادعا روسته یې يوه ډله مخ اړوي او دوى (په حقيقت كې) مؤمنان نه دي .

وَإِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِنْهُمْ مُعْرِضُونَ ﴿۴۸﴾ = او چې كله دوى الله او استازي ته وروبلل شي،چې ترمنځ يې پرېكړه وكړي (؛نو) یو دم يوه ډله يې (د استازي له حكمه) مخ اړوي .

وَإِنْ يَكُنْ لَهُمُ الْحَقُّ يَأْتُوا إِلَيْهِ مُذْعِنِينَ ﴿۴۹﴾ = او كه حق يې پر خوا وي (او پر ګټه يې پرېكړه وشي) (؛نو بيا) غاړه ايښوونکي ور روان وي .

أَفِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ أَمِ ارْتَابُوا أَمْ يَخَافُونَ أَنْ يَحِيفَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَرَسُولُهُ بَلْ أُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۵۰﴾ = ايا په زړونو كې یې ناروغي ده يا شكمن دي يا وېرېږي،چې الله او استازى به يې ظلم ورباندې وكړي؟! نه؛ بلكې دوى پخپله ظالمان دي .

47 تر 50_ منافقان؛ د خپلو ګټو په لټه كې دي، نه داچې خداى او رسول (ص)  ته يې غاړه ايښې وي: مفسرانو دې آيتونو ته دوه شان نزوله ياد كړي: 1_ يو منافق له يو يهودي سره شخړه درلوده. يهودي، په ظاهر مسلمان منافق د پېغمبر (ص)  منځګړتوب ته راوباله؛ خو منافق و نه منله او د كعب بن اشرف يهودي منځګړتوب ته يې راوباله. د ځينو رواياتو له مخې، په ډاګه يې وويل، چې شونې ده (( محمد)) مو په اړه عدالت و نه كړي، آيت رانازل شو او دا ډول وګړي يې سخت وغندل. 2_ يو صحابي له علي (ک) سره د پېرلې ځمكې پر سر لانجه وكړه؛ ځكه په ځمكه كې ډېرې تيږي راووتې او پېرونكي د خرابې ځمكې په نامه بېرته وركوله؛ خو علي (ک)    نه منله او ويې ويل: رسول الله مو دې (ص) ترمنځ منځګړتوب وكړي. حكم بن ابى العاص، چې يو منافق و، پېرونكي ته وويل: دا چار مه كوه؛ ځكه كه يې د تره زوى (؛يعنې پېغمبر) ته ورشې، كټ مټ يې پر ګټه منځګړتوب كوي. دا آيت رانازل شو او سخت يې وغانده. (نمونه، 14: 513 مخ. )

وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَخْشَ اللَّهَ وَيَتَّقْهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ ﴿۵۲﴾ = او څوك چې د الله او استازي یې ومني او د الله له (سرغړونې) ووېرېږي او ځان یې (له عذابه) وساتي؛ نو يوازې همدوى بريمن دي .

52_ رښتونى بريمن: له امام باقر (رح) نه په يو روايت كې راغلي، چې (( له دې آيته مطلب، علي (ک)  دى)). بېشكه علي (ک) د آيت خورا څرګند مصداق دى؛ خو عموميت يې مفهوم له منځه نه وړي. (نمونه، 14: 523 مخ.)

55_ د مهدي عليه السلام د راښكاره كېدو پېر؛ د الهي دين د مطلقې واكمنۍ او د پالونكي د نږه نمانځنې پېر دى: مفسرانو ډېرې خبرې كړي، چې دا آيت د كومو كسانو او كومې واكمنۍ په باب خبره كوي. ځينې يې، د پېغمبر (ص) د اصحابو په باب بولي او انګېري، چې د آيت د وعدې پلي كېدنه؛ يعنې پر ځمكه د مؤمنانو واكمني، هماغه ځواكمني او دبدبه ده، چې اسلام د پېغمبر اكرم (ص) تر وفات روسته د راشدينو خلفاوو په پېر كې تر لاسه كړه. ځينې، په آيت كې د پېغمبر (ص)  ټول امت رانغاړي بولي او له واكمنۍ مطلب، د اسلام د دين واكمني او مسلمانانو ته د امنيت راوستل يا تر پېغمبر اکرم (ص) روسته؛ د اسلامي خلفاوو واكمني، د دښمنانو ماتې او د مسلمانانو بېلابېلې برياووې ګڼي؛ خو ډېرى مفسران (د اهل بيتو له امامانو د متواترو رواياتو له مخې) ګروهن دي، چې له دې الهي وعدې مطلب، د اسلام نړيواله واكمني ده، چې امام مهدي به يې رامنځ ته كوي او نړۍ به يې په مړانه او همت له عدله ډكه شي؛ لكه چې له ظلمه تر خولې راغلې ده. د آيت په باب د مفسرانو په نظرياتو كې، روستی نظر تر ټولو سم دى؛ ځكه كه په آيت كې وړ تدبر وشي، دې پايلې ته رسوو، چې دغسې يوه پاكه ټولنه، چې آيت په ارزښتمنو او سپېڅليو ځانګړنو ياده كړې، د نبي كريم (ص) د بعثت له وخته تر ننه جوړه شوې نه ده. خداى په آيت كې له نېكچاريو مؤمنانو سره ژمنه كړې، چې ډېر ژر به داسې يوه ټولنه ورته رادبره كړي، چې په ټوله مانا به صالح وي او د كفر، نفاق او فسق له تورو او ننګينو داغونو به پاكه وي او د ټولنې د وګړيو پر ګروهو او كړنو به يوازې حق دين واكمن وي، په امنيت كې به وسي او له دننني او بهرني دښمنه به نه ډارېږي. هو! كه دا ټولنه كوم مصداق ولري (چې د خداى د ژمنې له مخې يې هرو مرو لري) د امام مهدي اخر الزمان د راښكاره كېدو په پېر كې به وي؛ ځكه له پېغمبر اكرم (ص) نه او د اهلبيتو له امامانو د دغسې يوې ټولنې د جوړښت په باب پرله پورې او متواتر روايات راغلي، چې د آيت له موخو سره سرخوري. له امام سجاد روايت شوى، چې دا آيت یې ولوست، ويې ويل: [ پر خداى قسم، دوى زموږ د اهلبيتو لارويان دي، چې خداى به يې په باب خپله ژمنه زموږ په يوه تن عملي كړي او هغه ددې امت مهدي دى؛ هغه چې رسول اكرم (ص)  يې په اړه ويلي دي: (( كه د نړۍ يوه ورځ هم پاتې وي، خداى دا ورځ هومره غځوي، چې له كورنۍ مې همنامى راپاڅي او ځمكه له عدل دومره ډكوي؛ لكه چې له ظلمه،چې ترخولې راغلې وه)) ]. (الميزان، 15: 154 مخ.)

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِيَسْتَأْذِنْكُمُ الَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنْكُمْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ مِنْ قَبْلِ صَلَاةِ الْفَجْرِ وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُمْ مِنَ الظَّهِيرَةِ وَمِنْ بَعْدِ صَلَاةِ الْعِشَاءِ ثَلَاثُ عَوْرَاتٍ لَكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ وَلَا عَلَيْهِمْ جُنَاحٌ بَعْدَهُنَّ طَوَّافُونَ عَلَيْكُمْ بَعْضُكُمْ عَلَى بَعْضٍ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۵۸﴾ = مؤمنانو! بايد چې مريان، وينځې او هغه ماشومان مو چې مړانې نه وي وهلي،په درېیو وختونو كې درنه اجازه واخلي : د سهار تر نمانځه مخكې او غرمه،چې كله تاسې (عادې) جامې وباسئ او د ماسخوتن تر نمانځه روسته، (دا) درې وخته مو، د ځان بربنډولو وختونه دي؛خو بې له دغو وختونو؛ نه پر تاسې څه ګناه شته او نه پر دوى (چې كه بې اجازې درشي؛ځكه) تاسې يو بل ته بيا بيا ورتلونکي یاست (چې په پاك زړه يو د بل خدمت وكړئ) په دې توګه الله خپل آيتونه درڅرګندوي او الله پوه حكيم دى،

 58_ د مورو پلار ځانګړي ځاى ته د ورننووتو اجازه اخستل: د ناپاكلمنۍ د كړنو په څېر د ټولنيزو مفاسدو د جرړو را ايستو لار نه ښايي يوازې د حدودو په پلي كولو او كوړو وهلو بسيا وكړو؛ بلكې بايد په روزنيزو، فرهنګي او اخلاقي زده كړو يې مخنيوى وكړو او روغ رمټ چاپېريال رامنځ ته كړو او بيا ددې لاملونو تر څنګ د سزاګانو لاملونه هم په پام كې ونيسو. په همدې دليل، دا سورت، چې په رښتینه كې د عفاف او پاكلمنتوب سورت دى، زناكار او زناكارې ته يې د كوړو وهلو له سزا پيل كړى او ورپسې د سالم واده د وزليو چمتو كول، اسلامي ستر ته پاملرنه، سترګې كابو كول او په پاى كې يې اوڅار كړي، چې اولادونه دې د مورو پلار ځانګړي ځاى ته د ورننووتو اجازه واخلي. چوپړيالان هم دنده لري، چې د كور خاوند خونې ته د ورننووتو لپاره د كور له خاونده اجازه واخلي. نابالغو كوچنينانو ته (چې تل له مورو پلار سره وي) هم بايد ورزده كړاى شي، چې لږ تر لږه درې وخته (د ګهيځ تر نمانځه مخكې، د ماسخوتن تر نمانځه روسته او ماسپښين، چې مورو پلار ويدېږي) بې اجازې ور نشي. د ځينو ساده اندو پر خلاف جوته شوې، چې كوچنيان، له دې مسايلو سره ډېر حساسيت لري او كله كېږي، چې د مورو پلار سرسري نيونه او د كوچنيانو د هغو منظرو كتنه، چې نه ښايي ويې ګوري، د اخلاقي بې لاريو او كله د اروايي رنځو پيلامه شوي دي. په زړه پورې داچې له پېغمبراکرم (ص) نه په يو حديث كې لولو: ((هسې نه ماشوم په زانګو كې درته ویني او كوروالى كوئ)). (نمونه، 14: 544 او 546 مخونه.)

وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاءِ اللَّاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَنْ يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ وَأَنْ يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَهُنَّ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۶۰﴾ = او (له ځوانۍ ناستې) زړې ښځې،چې د نكاح هيلمنې نه وي؛ نو كه دوى خپل ټكري كېدي؛ نو څه ګناه پرې نشته؛په دې شرط چې (خلكو ته) ځان سينګار نه کړي؛خو پتمني ورته غوره ده او الله پوه اورېدونكى دى .

 60_ بوډيو ته د ستر حكم: بوډۍ د حجاب له حكمه استثنا شوي، چې په دې باب اسلامي پوهان يوه خوله دي؛ ځكه قرآن پخپله دا مطلب ويلى دى؛ خو په خصوصياتو او ځانګړتياوو كې يې لږو ډېر نظريات شته، چې ددې ټولو نظرياتو ټولګه يو واقعيت ته اشاره كوي او هغه داچې ښځې داسې عمر ته رسي، چې معمولاً څوك  ورسره واده نه كوي، كه څه شونې ده، په ندرت دغسې ښځې په واده لاس پورې كړي. د بدن څومره برخه، چې جایز ده ښكاره يې كړي، په باب یې په اسلامي احاديثو كې ډول ډول تعبيرات راغلي دي، حال دا چې قرآن سر تړلي ويلي، چې توپير نه لري خپل پړوني كېدي او البته په ظاهره دا تعبير پړونو ته روا دى. دا ټول په هغه حال كې دي، چې ځان ښكلى او سينګار نه كړي. همداراز بايد خپله پټه ښكلا (چې پر نورو هم فرض ده، پټه يې كړي) پټه وساتي او داسې ښكلې جامې وانه غوندي، چې پام ور اړوي. (نمونه، 14: 546 مخ.)

لَيْسَ عَلَى الْأَعْمَى حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْأَعْرَجِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْمَرِيضِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى أَنْفُسِكُمْ أَنْ تَأْكُلُوا مِنْ بُيُوتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ آبَائِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أُمَّهَاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ إِخْوَانِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخَوَاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَعْمَامِكُمْ أَوْ بُيُوتِ عَمَّاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخْوَالِكُمْ أَوْ بُيُوتِ خَالَاتِكُمْ أَوْ مَا مَلَكْتُمْ مَفَاتِحَهُ أَوْ صَدِيقِكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَأْكُلُوا جَمِيعًا أَوْ أَشْتَاتًا فَإِذَا دَخَلْتُمْ بُيُوتًا فَسَلِّمُوا عَلَى أَنْفُسِكُمْ تَحِيَّةً مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُبَارَكَةً طَيِّبَةً كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۶۱﴾ = پر ړانده،ګوډ او ناروغ څه ګناه نشته (چې خواړه درسره وخوري) او هم پر تاسې څه ګناه نشته،چې له خپلو كورونو [= ستاسې د زامنو او ښځو كورونه،چې ستاسې خپل كورونه ګڼل كېږي،بې له ځانګړې اجازي] خواړه وخورئ او همداراز (كه) د خپلو پلرونو له كورونو يا د خپلو میندو له كورونو يا د خپلو وروڼو له كورونو يا د خپلو خويندو له كورونو،يا د خپلو ترونو له كورونو يا د خپلو ترورګانو له كورونو يا د خپلو ماماګانو له كورونو يا د خپلو توړيو له كورونو يا له هغو كورونو،چې كونجیانې (او واك) يې ستاسې په لاس كې وي، يا د خپلو دوستانو له كورونو (خواړه وخورئ؛نو پر تاسې يې وبال يې نشته) ددې هم څه ګناه نشته،چې په ګډه يو ځاى خواړه وخورئ يا بېلابېل؛نو (ښوول شويو) كورونو ته چې ورننوځئ؛نو يو پر بل سلام واچوئ،چې دا د الله له لوري بركتناكه او پاكه د خير دعا ده، الله په دې توګه (خپل) آيتونه درڅرګندوي،ښايي اندنه وکړئ .

61_ د كومو كورونو خواړه دې وخوړل شي؟: پکاره ده، چې ددې آيت ځينې غونډلې څرګندې شي: الف_ (( پر ړانده، ګوډ او ناروغ، څه ګناه نشته( چې خواړه درسره وخوري) )): د ځينو رواياتو له مخې، مدينوالو، تر اسلام وړاندې، ړانده، ګوډ او ناروغان له ځان سره پر دسترخوان نه كېنول او يوځاى ډوډۍ خوړل يې ورسره ښه نه ايسېدل؛ خو تر اسلام روسته يوې ډلې دغسې وګړيو ته جلا خواړه وركول؛ خو نه په دې علت، چې بد يې راتلل؛ بلكې په دې دليل، چې ښايي ړوند، ښه خواړه ونه ويني او دوى يې وويني او و يې خوري، چې دا يو نااخلاقي چار دى؛ يا شونې ده، چې ګوډ او ناروغ په خوړو كې روسته پاتې شي او روغ مخكې وخوري، چې دا هم يو نااخلاقي چار دى (نمونه، 14: 549 مخ.). ب_ (( او هم پر تاسې څه ګناه نشته، چې له خپلو كورونو…. يا د خپلو دوستانو له كورونو خواړه وخورئ)): دې آيت مؤمنانو ته دا حق وركړى، چې د خپلو خپلوانو د كورونو خواړه وخوري يا د هغو كورونو، چې ورسپارل شوي يا يې د خپلو دوستانو له كورونو وخوري؛ خو د اړتيا هومره، نه په اسراف(الميزان، 15: 164 مخ.) او په دې كې اجازه اخستل ترې شرط نه دي؛ ځكه په اجازه خو د هر چا خواړه خوړاى شو او همداچې د كور خاوند رضا شي، كافي ده (نمونه، 14: 554 مخ.). ح_ (( او څه ګناه درباندې نشته، چې په ګډه يا بېلابېل خواړه وخورئ)): روايت شوى، چې په جاهليت كې يوې ډلې په يوازې ځان خواړه خوړل ننګ باله ان ګرځېده به (سره له دې، چې سخت وږى به و) چې څوك پيدا كړي، چې خوراك څښاك ورسره وكړي؛ خو په اسلام كې دواړو ډولونو (وګړني او ډله ييز) خوړو ته اجازه وركړه شوه او دا آيت په دې اړه رانازل شوى دى. (الميزان، 15: 165 مخ.)

61_ چې يو كور ته ورننووتئ؛ نو پر ځان سلام واچوئ: له دې غونډلې منظور، پر هغه سلام اچول دي، چې په كور كې وي؛ البته ويلي یې نه دي: ((پر كور والا سلام واچوئ))، موخه داده، چې د مسلمانانو خپلمنځي يو رنګتوب وښيي؛ ځكه ټول انسانان دي او خداى له يوه پلارو موره پنځولي، پر دې سربېره، چې ټول مؤمنان دي او ايمان يې د راټولېدو لامل شوى او يو رنګ كړي يې دي او د مؤمنانو ايماني تړاو، تر كورني او نورو تړاوونو خورا ټينګ او پياوړى دى. ځينې مفسران دا آيت هغو كورونو ته په اشاره بولي، چې څوك پكې نه وسي؛ نو ښه ده، چې انسان د ورننووتو پر مهال پردې عبارت پر ځان سلام وكړي(نمونه، 14: 553 مخ./ (د سلام په باب د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: نساء_ 86). السلام علينا و على عباد الله الصالحين

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ أُولَئِكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَنْ لِمَنْ شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۶۲﴾ = واقعي مؤمنان هغوى دي،چې پر الله او استازي يې ايمان راوړى وي او چې كله په يوه ټولنيز كار كې ورسره وي؛نو بې اجازې يې چېرته نه ځي،هغوى چې اجازه درنه اخلي (؛نو) په رښتيا پر الله او استازي يې ايمان لري؛نو چې كله دوى د خپل كوم كار لپاره اجازه درنه وغواړي؛نو چا ته چې دې خوښه وي (او مصلحت يې ګڼې) اجازه وركوه او له الله څخه بښنه ورته وغواړه،بېشكه چې الله مهربان بښونكى دى .

 62_ په مهمو كړلارو كې د نشتون په پار له پېغمبراکرم (ص)  نه اجازه اخستل: په ځينو رواياتو كې لولو، چې دا آيت د (( حنظلة بن ابى عياش)) رضى الله عنه په باب رانازل شوى، چې د احد د غزا پر شپه يې له پېغمبر (ص) نه د واده اجازه واخسته. پېغمبراكرم (ص) او اصحاب (رضى الله تعالى عنهم) يې د جګړې په هكله په سلامشوره لګيا وو. حنظله (رض) پېغمبر ته ورغى او ورته يې وويل: كه پېغمبر(ص) اجازه وركړي، چې دا شپه له خپلې مېرمن سره تېره كړي. پېغمبر اكرم (ص)  اجازه وركړه. ګهيځ يې دومره په جهاد كې ګډون ته بيړه وه، چې غسل يې ونه كړ او پر هماغه حال يې د غزا ډګر ته ورودانګل او په پاى كې شهيد شو. پېغمبر(ص)  يې په اړه وويل: (( پرښتې مې وليدې، چې حنظله ته د اسمان او ځمكې ترمنځ غسل وركوي))، له دې لامله تردې روسته، حنظله پر ((غسيل الملائكه)) (هغه چې پرښتو غسل وركړى) مشهور شو. (نمونه، 14: 561 مخ)

لَا تَجْعَلُوا دُعَاءَ الرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَاءِ بَعْضِكُمْ بَعْضًا قَدْ يَعْلَمُ اللَّهُ الَّذِينَ يَتَسَلَّلُونَ مِنْكُمْ لِوَاذًا فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۶۳﴾ = لکه يو بل ته چې غږ كوئ،پېغمبر ته (هغسې) غږ مه كوئ،په تاسې كې الله هغوى ښه پېژني،چې د يو بل شاته پټېږي او يو په بل پسې له غونډې تښتي؛نو د پېغمبرد فرمان سرغاړي بايد ووېرېږي،چې هسې نه څه فتنه ورورسي يا پر یو دردناك عذاب اخته شي .

63_ د يو بل په څېر پېغمبراکرم(ص) ته غږ مه كوئ: دې غونډلې ته دوه تفسيرونه ويل شوي: يو داچې د پېغمبر (ص) بلنه د نورو د بلنې په څېر مه بولئ. كه يوې موضوع ته یې راوبللئ، هرو مرو يوه مهمه الهي او ديني موضوع ده؛نو بايد با اهميته يې وګڼئ. بلنې يې سرسري مه نيسئ، چې حكم یې د خداى حكم او بلنه يې د پالونكي بلنه ده. دويم داچې پېغمبر اکرم(ص) ته غږ كوئ؛ نو له مقام سره یې وړ په ادب او درناوي ورغږ كړئ؛ نه لكه چې يو بل ته غږ كوئ؛ ځكه هغوى چې له اسلامي ادب سره اشنا نه ول، پېغمبر(ص) ته چې ورتلل په ډله يا يوازېتوب يې (( يا محمد… يا محمد)) ويل؛ داسې، چې له يو ستر آسماني مشر سره وړ نه و. د آيت موخه دا ده، چې د (( يا رسول الله)) او ((يا نبي الله)) او په معقول او ادبناك وينا ورغږ كړئ (نمونه، 14: 567 مخ.). په زړه پورې خو داچې له امام صادق (رح) نه په يو روايت كې د حضرت فاطمة الزهرا له خولې لولو: چې دا آيت رانازل شو؛ نو د خداى استازي ته مې له ((يا ابة)) (پلاره) ويلو ډډه وكړه او ((يا رسول الله)) مې وايه… بيا پېغمبر (ص)  راته وويل: ((پلار راته وايه، چې زړه مې پرې ژوندى او خداى ښه خوشحالېږي)). (صافي، 3: 451 مخ.)

[1] نمونه، 12: 133 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!