تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه د سورة القـمر د منتخبو آیتونو شرح د قمر سورت ټوليزه منځپانګه ددې سورت منځپانګه په اوو برخو کې رالنډېږي:  ١-  د قيامت نژدېوالى او د شق القمر موضوع او د الهي آيتونو په نټه او انکار کې د مخالفينو ټينګار .  ٢-  د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله په نامه

د سورة القـمر د منتخبو آیتونو شرح

د قمر سورت ټوليزه منځپانګه

ددې سورت منځپانګه په اوو برخو کې رالنډېږي:  ١-  د قيامت نژدېوالى او د شق القمر موضوع او د الهي آيتونو په نټه او انکار کې د مخالفينو ټينګار .  ٢-  د ړومبي سرغړاند قوم؛ يعنې  د نوح ( ع) قوم په باب لنډه ويينه  او په توپان او نېز يې له منځه تګ . ٣-  د عاد قوم داستان او دردناک عذاب يې .  ٤-  د ثمود قوم پېښه او له خپل پېغمبر صالح(ع) سره يې مخالفت .  ٥-  د لوط (ع)  قوم ته لنډه اشاره او دردناکه پاى يې . ٦- د فرعونيانو په باب لنډه خبره او سزا يې .  ٧- ددې اقوامو او د مکې د مشرکانو ترمنځ پرتلنه او د اسلام د پېغمبر (ص) مخالفين او که خپل ځېل ته دوام ورکړي؛نو ګانده – راتلونکی به يې خطرناکه وي او په قيامت کې د ګناهګارانو د سزا يوه برخه او د متقیانو سترې بدلې ( نمونه، 23: 5 مخ)

اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ ﴿۱﴾ = د سپوږمۍ چاودنې ټاکلى وخت راورسېد او سپوږمۍ وچاوده.  

 1_ شق القمر: د مشهورو رواياتو له مخې (چې ځينو یې د تواتر ادعا كړې) مشركان، رسول الله (ص)  ته ورغلل او و يې ويل: كه رښتيا ووياست او د خداى استازى يې؛ نو سپوږمۍ راته نيمه كړه. ويې ويل: كه دا چار وكړم، ايمان راوړئ؟ و يې ويل: هو! هغه شپه، د مياشتې څوارلسمه وه. بيا پېغمبراکرم (ص)  له خدايه وغوښتل، چې مشركانو څه غوښتي، ده ته يې وركړي او په خپله ګوته يې سپوږمۍ ته اشاره وكړه او ناڅاپه نيمه شوه او پېغمبراکرم(ص) يو يو مشرك ته غږ كاوه او ويل یې ووينئ (نمونه،۲۳/ ۸. ۹ مخونه)،دا چې د سپوږمۍ نيمېدل په مكه كې او د پېغمبر (ص)  تر هجرت وړاندې پېښ شوي ول، د مفسرانو او د حديث د راويانو ترمنځ څه ويينه نشته. له ځينو رواياتو ګټنه كېږي، چې دا پېښه هجرت ته ورنژدې او د مكي پړاو په روستيو كې پېښه شوې، چې له يثربه پېغمبر(ص) ته د راغليو حقيقت موندونكيو په غوښتنه وه او په عقبه كې يې ورسره بيعت وكړ. همداراز په ځينو رواياتو كې لولو، چې پېغمبر (ص)  ته د شق القمر د وړانديز علت دا و، چې ويل یې كوډې پر ځمكنۍ چارو اغېز شيندي، موږ غواړو ډاډمن شو، چې د محمد (ص)  معجزې كوډې نه دي. ان يو شمېر ځېلي متعصبانو ددې سترې معجزې تر ليدو روسته وويل: موږ يې تر هغې نه منو، چې له شام او يمنه له رارسېدليو كاروانونو وپوښتو، چې پر خپله لار يې دغسې يو څيز ليدلى دى؛ خو چې مسافرو وويل: هو! و مو ليد، بيا يې هم ايمان رانه ووړ! البته دا ستره معجزه د نورو ډېرو معجزو په څېر، په تاريخونو او كمزوريو رواياتو كې له کږنو او انګېرنو – خرافاتو سره ګډه شوې او د پوهانو په نظر يې څېره اوړېدلې ده؛ لكه ځمكې ته د سپوږمۍ د يوې ټوتې راكېووتل؛ خو بايد په ځيرنه دا کږنې او انګېرنې ترې بېلې كړو، چې د معجزې آريزه څېره ككړه نشي. (نمونه، 23: 18 مخ)

وَحَمَلْنَاهُ عَلَى ذَاتِ أَلْوَاحٍ وَدُسُرٍ ﴿۱۳﴾ = او دی مو د تختو او مېخونو په جوړه شوې بېړۍ کې سپور كړ؛

13_ د تختو او مېخونو سپرلۍ: په دې آيت كې د قرآن مجيد تعبير يو په زړه پورې او له مانا ډك تعبير دى؛ ځكه ويلي يې دي، چې په هغه ستر نړيوال توپان كې مو (چې يې هرڅه ډوب كړي ول) يو موټى مېخونو او لرګيو ته د نوح (ع) او ملګرو د ژغورنې حكم ورسپارلى و او دا دنده يې ښه ترسره كړه او دا ستر ځواك ښوونه ده. (نمونه، 23: 33 مخ)

وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ ﴿۱۷﴾ = نو په يقين قرآن مو پند اخستو ته اسان كړى؛ نو ايا څوک پند اخستونكى شته؟!

 17_ قرآن مو پند اخستو ته اسان كړى: قرآن، له خداى سره د مينې لپاره په زړه كې او پر شونډو خورا اسانه، غوره او نژدې لار ده. د قرآن د اسانۍ دليل دادى، چې پېغام یې له زړه سره اشنا او همغږى دى؛ نه داچې سپك او تش كتاب وي؛ لكه چې په ((مزمل_5)) كې راغلي: ((بېشكه ژر درنه وينا درنازلوو)) قرآن كريم درنه او ډكه وينا ده؛ خو داچې د انسان له فطرت سره همغږى دى؛ نو ټولو ته يې پوهېدل او برخمنېدل آسان دي. دا دوه ځانګړنې، چې هم دروند او له منځپانګې ډك وي او هم اسان، روان او ټول پوهېدوونكي وي، د قرآن د معجزې له ځانګړنو دي. دروندوالى، د ستونزمنوالي مل او مستلزم نه دى؛ لكه چې اسانوالى د سرسريتوب او تشوالي مل نه دى او د اسانوالي او دروندوالي د دوو ځانګړنو د راټولېدو راز په دې كې دى، چې دوى يو د بل ضد نه دي، چې راټولېدل یې شوني نه وي. (تفسير موضوعي، 1: 355 مخ) هر وخت، چې يو چمتو زړه له قرآن سره تماس ومومي، ورجذبېږي، چې په تاريخ كې یې ډېرى بېلګې ليدل شوي دي. څه كړاى شو، چې د يو تخم حياتي او آريز زڼى او څاڅكى مړ وي؛ كه په ښه ځمكه كې يې وكرو، ښه اوبه وركړو او د غوره بڼوال تر څارنې لاندې وي؛ نو كله به هم وده ونه كړي او ګل او بوټي به ترې را و نه ټوكېږي. (نمونه، 23: 36 مخ)

إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا صَرْصَرًا فِي يَوْمِ نَحْسٍ مُسْتَمِرٍّ ﴿۱۹﴾ = په رښتینه کې په يوه پرله پسې شومه ورځ کې مو ډېره سړه توپاني سیلۍ پرې وروالوځوله.

19_ بختورتوب او سپېره توب: په خلكو كې دود دى، چې ځينې ورځې بختورې او ځينې سپېرې بولي؛ كه څه په ټاكنو كې يې ډېر اختلاف دى. پوښتنه داده، چې اسلام تر كومه بريده دا ټولیزه ګروهه منلې ده. ځواب ته يې څو ټكي په پام كې ونيسئ: لومړى ددې باور آر له عقل سره مخالف نه دى؛ كه څه په عقلي استدلال يې ثبوت يا رد ته څه لار نه لرو؛ نو ځكه كه په وحې دې مانا ته يو شرعي دليل ولرو؛ نو منل يې لازم دي. دويم، په قرآني آيتونو كې، په ځينو ځايونو كې د ورځو بختورتوب او سپېره توب ته اشاره شوې ده. په دې هكله په احاديثو كې هم معتبر روايات شته. په رواياتو كې لولو، چې د مياشتې لومړۍ ورځ، بختوره وي؛ ځكه آدم پكې پيدا شوى دى. له دې ډول رواياتو ګټنه كېږي، چې كله په ځينو ورځو كې پټې اغېزې وي، چې خبر ترې نه يو. درېيم، د ورځو بختورتوب او سپېره توب ته په پامنيوي، پردې سربېره، چې غالباً انسان يو لړ عبرتناكو تاريخي پېښو ته ورسيخوي، خداى ته د توسل او پاملرنې لامل هم دى؛ نو ځكه په ګڼ شمېر رواياتو كې لولو، چې كومې ورځې سپېرې نومول شوي؛ نو د صدقې په وركړې، دعا، د قرآن د ځينو آيتونو په لوست او پر خداى توكل، پر خپلو چارو پسې وتلاى شئ او بريمن به شي.( نمونه، 23: 41 مخ) له امام صادق (رح) نه په يو روایت كې لولو: ((صدقه وركړه او هره ورځ (سفر، روزۍ او چار… ته) وتى شې)) ((كافي، 4: 283 مخ)) چې څه وويل شو، نه ښايي په اړه یې افراط او زياتون وكړو او ډنډورو او کږنو انګېرنو – خرافاتو ته غوږ شو؛ بلكې كه په دې باب په ډاډمن او معتبر حديث كې څه جوت شي، بايد و يې منو؛ كه نه د دې او هغې په خبره غوږونه ګروو او پر خداى د توكل او بروسې له مخې په هڅو خپل ژوند وغځوو. (نمونه ۲۳/ ۴۴)

وَلَقَدْ رَاوَدُوهُ عَنْ ضَيْفِهِ فَطَمَسْنَا أَعْيُنَهُمْ فَذُوقُوا عَذَابِي وَنُذُرِ ﴿۳۷﴾ = او په يقين له لوط نه یې وغوښتل چې خپل مېلمانه ورپرېږدي، چې خوندې ترې واخلي؛ خو موږ يې سترګې ورړندې كړې او (ورته مو وويل : ) ((زما د عذاب او اخطارونو (خوند) وڅكئ.))

 37_ موږ يې سترګې ړندې كړې: له امام صادق (رح) نه په يو روایت كې لولو: ((… د لوط قوم  له لوط سره دښمني او زورور توب وكړ، تردې چې كور ته یې ورننووتل، جبرائيل لوط ته غږ كړ: خوشې يې كړه! همداچې ورننووتل، جبرائيل ورته په ګوته يوه اشاره وكړه؛ نو ټول ړانده شول)) (الميزان، 19: 85 مخ) ان ويل شوي، چې سترګې یې بيخي د مخ په څېر او محوه شوې. وايي: خداى يې ځكه عذاب  تر ګهيځه ځنډ كړ، چې دا پېښه يوه ورځ مخكې وشوه او فرصت يې وركړ، چې يوه بله شپه د خپل برخليك په اړه سوچ او غور وكړي او د الهي عذاب يوه بېلګه ددې بدمرغه ړندو په تنو كې وويني؛ ښايي ويښ شي او توبه وكاږي؛ خو افسوس، چې ان (د يو روایت له مخې) پخپله دې ړندو هم عبرت وانخست او پر دېوالونو يې په لاسونو ايښوولو خپلو كورونو ته ورستانه شول او قسم يې وخوړ، چې سبا ګهيځ به د لوط د كورنۍ يو تن هم ژوندى پرېنږدو. (نمونه، 23: 64 مخ.)

يَوْمَ يُسْحَبُونَ فِي النَّارِ عَلَى وُجُوهِهِمْ ذُوقُوا مَسَّ سَقَرَ ﴿۴۸﴾ = پر هغه ورځ، چې پړمخي په اور كې راښکودل كېږي (او ورته ويل كېږي : ) د دوزخ د تاو (خوند) وڅكئ!

 48_ سقر: ځينې ګروهن دي، چې سقر د ټول دوزخ نامه نه؛ بلكې د دوزخ د يوې ځانګړنې برخې نامه ده، چې سرباندې هېښنده سوځنه لري. له امام صادق (رح) نه په يو روایت كې راغلي: ((سقر په جهنم كې د يوې درې نامه ده، چې ښاڅمن – كبرجن پكې وسي او چې ساه وباسي؛ نو دوزخ سوځوي)). (نمونه، 23: 76 مخ)

إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ ﴿۴۹﴾ = په حقيقت كې موږ هر څه په ټاکلې کچه پيدا كړي دي. 

 49_ د نړۍ هر څه په شمار دي: دا آيت پر ګرده هستۍ له يو واكمن حقيقته پرده اوچتوي او هغه په ټولو كايناتو كې دقيقه كچونه ده، چې څومره بشري پوهه پر مخ ځي، بنيادم له دې كچونې سره اشنا كېږي. ستور مزلي په دقيقو علمي شمېرانو – محاسبو او سنجونې كټ مټ د سپوږمۍ پر هماغه ځاى كېني، چې له مخكې يې ټاكلى و؛ سره له دې، چې له ځمكې يې د حركت په واټن كې، سپوږمۍ پر خپل چورليز چورلېدلې او ځمكه د هوايي بېړۍ د توغېدو پر مهال هم پر خپل چورليز او هم د لمر پر شاوخوا په سرباندې چټكۍ په حركت كې وه؛ خو داچې دا ټول حركات، حساب او دقيقه اندازه او مېچ لري؛ نو ځكه ستورمزلي پخپلو عملياتو كې برېمنېږي. ستورپوهان هم له لس ګونو كلونو وړاندې، چې د ځمكې پر كوم ځاى د سپوږمۍ تندر (خسوف) او د لمر تندرنیونه (كسوف) راپېښېږي، وړاندوينه يې كوي. دا ټول ددې سترې نړۍ په كچونه كې دقت او ځيرنه راښيي. په كوچنيو ژویو كې واړه مېږيان خورا هېښنده دي، چې پېچلي غړي او نري رګونه او اعصاب لري، چې كله ښه كوچنيو ژویو؛ يعنې ذره بيني ساه كښو (؛لكه ميكروب وېروس او اميب…) ته رسوو؛ نو دا مېچونه نوره هم لوړېږي او دلته ان د ميلي متر زرمه او ترې كوچنۍ هم كارولېږي. تر دې ورهاخوا، چې اتوم ته ورشو؛ نو بايد دا ټولې كچونې يوې خوا ته كړو، هلته كچونې دومره كوچنۍ كېږي، چې د هېڅ انسان په فكر كې نه ځايېږي. دا كچونې يوازې په كميتونو (او څومروالي) كې نه دي، جوړښتيز څرنګوالى هم ترې برخمن دى. هغه غونډال – نظام، چې د انسان پر اروا، روحياتو، هيلو او غريزو واكمن دى، د انسان د وګړيز او ټوليزو غوښتنو په بهير كې په ځير كچونه لري، چې كه ډېر لږ بدلون پكې راشي، وګړيز او ټوليز ژوند يې ګډوډېږي. په طبيعت كې داسې ژوي شته، چې يو د بل آفت دي او يو بل ته بريك شمېرل كېږي. ښكاري مارغان كوچني مارغان خوري او داچې شمېر یې له بريده واوړي او ټولو یېبرو – محصولاتو ته زيان ورسوي، مخه يې نيسي؛ نو ځكه اوږده عمري دي؛ خو همدا ښكاري مارغان ډېرې لږې هګۍ اچوي او لږ بچي ترې زېږېږي او يوازې په ځانګړو شرايطو كې ژوند كوي. اوس كه په همدې اوږده عمر كې ډېر بچي وزېږوي؛ نو د ټولو كوچنيو مارغانو ځوځات له منځه تله. دا په څارويو او بوټو كې اوږده كيسه ده، چې څېړنه یې انسان د ((إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ)) له ژورو سره اشنا كوي[1].

 

 

[1] نمونه، 23: 81 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!