تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه  د سورة الملك د منتخبو آیتونو شرح   د ملك سورت ټوليزه منځپانګه:  دا سورت پر درېيو چورليزونو ولاړ دى:  ١-  د مبداء،د خداى د ځانګړنو او د پنځون د هېښنده غونډال په اړه ويينې . ٢-  د معاد او د دوزخ د عذاب […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله په نامه

 د سورة الملك د منتخبو آیتونو شرح

 

د ملك سورت ټوليزه منځپانګه:

 دا سورت پر درېيو چورليزونو ولاړ دى:  ١-  د مبداء،د خداى د ځانګړنو او د پنځون د هېښنده غونډال په اړه ويينې . ٢-  د معاد او د دوزخ د عذاب په باب ويينې .  ٣-  په دنیوي او اخروي ډول ډول عذابونو د کافرانو او ظالمانو ګواښنه (نمونه، 24: 311 مخ.)

الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ ﴿۲﴾ = هغه [ذات] چې مرګ او ژوند يې پيدا كړى، چې ومو ازمېيي، چې له تاسې كوم يو خورا نېکچارى دى او هغه ناماتى (او) ډېر بښونكى دى.

 2_ مرګ و ژوند؛ ازمېښت وزلې دي: مرګ كه د فساد او نېستۍ پر مانا وي؛ نو ځكه پنځون – پيدايښت په شتو چارو پورې تړاو لري؛ خو پوهېږو، د مرګ حقيقت، له يوې نړۍ بلې ته لېږد دى او دا بېشكه يو شته چار دى، چې مخلوقېداى شي او كه دلته مرګ تر ژونده مخكې ياد شوى، د هغه ژور اغېز په پار دى، چې مرګ ته پاملرنه یې د انسانانو په ښو كړنو كې لري. د خداى له ازمېښته مطلب هم يو ډول روزنه ده؛ په دې مانا، چې انسانان د عمل ډګر ته راباسي، چې تكړه پاك او خداى ته د ورنژدېدو وړ شي. پاموړ داچې د ازمېښت موخه یې غوره كړنه ښوولې او نه د كړنې ډېروالى. دا پردې دليل دى، چې اسلام ((څرنګوالي)) ته اهميت وركوي، نه ((څومره والي ته)) مهمه دا ده، چې كړنه نږه او خداى ته وي، كه څه د څومره والي له پلوه لږه وي. له پېغمبره (ص) په يو روايت كې راغلي: ((مطلب دا دى، چې كوم يو مو پوره عقلمن دى او ډېر له خدايه ډارېږي او د خداى د اوامرو او نواهيو ډېر باخبره دى؛ كه څه لږې مستحبې كړنې وكړي)). ښكاره ده، پوره عقل، كړنه پاكوي، نيت سوچه كوي او بد له زياتوي.( نمونه، 24: 316 مخ.)

الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا مَا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِنْ تَفَاوُتٍ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَى مِنْ فُطُورٍ ﴿۳﴾ = هغه [ذات] چې پوړ پر پوړ يې اوه اسمانونه پيدا كړي؛ د لوراند (الله) په پنځون كې هېڅ راز نيمګړتيا او تضاد نه مومې؛ نو سترګې واړوه! ايا څه چاود [او نيمګړتيا] پكې وينې؟!

 ثُمَّ ارْجِعِ الْبَصَرَ كَرَّتَيْنِ يَنْقَلِبْ إِلَيْكَ الْبَصَرُ خَاسِئًا وَهُوَ حَسِيرٌ ﴿۴﴾ = بيا دويم ځل (كايناتو ته) سترګې ورواړوه راواړوه (چې په پاى كې) سترګې دې ستومانه، بېوسې او نامراده درستنې شي (او د څه نيمګړتيا او زيان په پيدا كولو به لاسبرى نشې).

 3 او 4_ هستي؛ نيمګړتيا نلري: له دې آيتونو دوه مهمې پايلې اخستلاى شو: ړومبى دا، قرآن د حق لارويانو ته په ټينګه سپارښتنه كوي، چې څومره یې له وسې كېږي، د هستۍ په اسرارو او د پنځون – پيدايښت په هېښتیاوو كې دې ډېره څېړنه او ځيرنه وكړي؛ ځكه ډېر داسې رازونه دي، چې ځان په لومړي كتنه كې نه ښيي او تېز كاته لازم دي، چې تر څو كتو روسته یې ومومي. بل دا، انسان چې څومره په هستۍ كې ځير شي، پرله غښتیا او پېیون –  انسجام او تنظيم يې ښه درك كوي او دا همغږي، د مدبر، پوه او واكمن پنځونكي پر شتون يو ستر دليل دى، چې دا ټولګه تنظيموي. (نمونه، 24: 321 مخ) دا آيت، پراخه مانا لري او د خداى له هستۍ هر ډول نيمګړتيا، نا انډولي، تزلزل، كوږوالى او ناسمي نفې كوي. (پيام قرآن، 3: 173 مخ)

فَاعْتَرَفُوا بِذَنْبِهِمْ فَسُحْقًا لِأَصْحَابِ السَّعِيرِ ﴿۱۱﴾ = نو د خپلو (ګناهونو) پر پايلو يې منښته وكړه؛ نو دوزخيان دې د خداى له رحمته لرې وي.

 11_ خبره اورېدونكي او ويښ اندي په دوزخ كې نشته: دا آيت د دوزخيانو د بوږنوړي برخليك د يادولو په ترڅ كې، د دوى د بدمرغۍ آريز علت ته ګوته نيولې، وايي: خداى يو خوا اورېدونكي غوږونه، عقل او هوښ وركړى او بلخوا يې خپل پېغمبران په څرګندو دلايلو ورلېږلي دي. كه دواړه سره يوځاى شي، د انسان نېكمرغي خوندي كېږي؛ خو چې انسان په خپلو غوږونو نه اوري، په خپلو سترګو نه ويني او په خپل عقل غور نه كوي، كه ټول الهي پېغمبران او اسماني كتابونه ورشي، اغېز نلري. له علي (ك) په يوه روايت كې راغلي: ((جبرائيل، آدم (ع) ته راغى او ويې ويل: دنده راكړه شوې، چې په درېيو پېرزوينو كې دې واكمن كړم، چې كومه يوه ټاكې او دوه نورې پرېږدې. آدم وويل: څه دي؟ جبرائيل وويل: عقل، حياء او دين. آدم وويل: عقل مې وټاكه. جبرائيل، حياء او دين ته وويل:  خوشې يې كړئ. ويې ويل: موږ دنده لرو، چې په هرځاى كې له عقل سره وسو او ترې جلا نشو، جبرائيل وويل: چې اوس داسې ده، خپله دنده مو پلې كړئ. بيا اسمان ته پورته شو)). دا د عقل په اړه يو لطيف تعبير او له حياء او دين سره يې تړاو دى. كه عقل له دينه جلا شي، په ډېر لږ څيز له منځه ځي يا انحراف ته راښكودل كېږي. همدا راز حياء (چې له ګناهونو د انسان مانع ده) د عقل له پايلو ځنې ده. (نمونه، 24: 328 مخ.)

 هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِنْ رِزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ ﴿۱۵﴾ = (الله) هغه ذات دى، چې ځمكه يې درته اېل كړه؛ نو په څنډو كې يې ګرځئ او (د الله حلاله) روزي وخورئ او (پوه شئ، چې د مړيو) ژوندي راپورته كېدل يوازې د همده پر لور دي.

 15_ ځمكه؛ انسان ته اېل شوې ده: ((ذَلول)) د اېل پر مانا د ځمكې په هكله يو كېدونى هر اړخيز مانا کړن – تعبير دى؛ ځكه دا پر لار ګړندۍ سپرلۍ، داسې ارامه په نظر رسي، ته وا په مطلق ډول ولاړه ده. ويلي يې دي: ځمكه څوارلس ډوله حركتونه لري، چې درې ډوله یې دا دي: پر خپل چورليز چورلېدل، د لمر پر شاوخوا حركت او په ستور ټليځ كې له لمريزې ټولګې سره حركت. دا ګړندی حركت دومره نرم او پوست دی، تر هغې دا (ځمكې حركت) چا نه باوراوه، چې پرېكنده دلايل ورته ويل شوي نه وو. بلخوا د ځمكې مخ نه دومره ځيګ دى، چې ژوند پرې كېداى نشي او نه ځمكه دومره پسته ده، چې درېدل پكې نشي؛ بلكې پوره د بشر ژوند ته اېل ده. فرض كړئ، كه د ځمكې مخ دومره نرم واى، چې هرڅه پكې ډوبيدل يا د شګو په څېر، چې انسان تر زنګنو پكې ډوبيده يا يې تېرې تيږې درلوداى، چې په لږ تګ د انسان پښې پرې ټپي كېدې؛ نو هله د ځمكې نارامي په سترګو ليدل كېده. بلخوا، له لمره يې واټن نه دومره لږ دى، چې هر څه له سختې ګرمۍ وسوځي او نه دومره ډېر دی، چې هرڅه له يخنۍ وچ شي. پر ځمكه د هوا فشار دومره دى، چې د انسان ارامي خوندي كوي. د ځمكې جاذبه نه دومره زياته ده، چې هډوكي مات كړي او نه دومره لږه ده، چې انسان مازې په حركت له ځايه والوزي. لنډه دا، ځمكه له هر پلوه انسان ته اېل ده. په زړه پورې خو دا، د ځمكې د اېلېدو تر يادولو روسته امر كوي، چې پر اوږو یې وګرځي؛ ته وا ځمكه دومره ارامه ده، چې انسان یې پر اوږو پښه ايښوولاى شي او خپل انډول ساتي. (نمونه، 24: 337 مخ)

أَوَلَمْ يَرَوْا إِلَى الطَّيْرِ فَوْقَهُمْ صَافَّاتٍ وَيَقْبِضْنَ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا الرَّحْمَنُ إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ بَصِيرٌ ﴿۱۹﴾ = ايا د خپلو سرونو له پاسه الوتونکي مرغان نه ويني، چې [خپل] وزرونه غوړوي او راټولوي؟! بې له لوراند یې څوك په هوا كې تمولاى نشي؛ (ځكه) چې هغه د هر څه ليدونکى دى.

19_ مارغان هېښنده ژوي: دا آيت د پالوونكي يوې بلې نښې؛ يعنې د مارغانو هېښنده الوت ته اشاره لري. دا درانه اجسام، د جاذبې د قانون پر خلاف، له ځمكې الوزي او په اسانۍ، ساعتونه كله اوونۍ او مياشتې په اسمانونو كې ګړندي خوځي. ځينې غالباً د الوت پر مهال خپل وزرونه غوړوي او ځينې وزرونه وهي. ځينې كله وزرونه وهي او كله يې غوړوي. ځينې څه وخت وزرونه وهي او چې تېر شو؛ نو خپل وزرونه راټولوي او د هوا په سمندر كې لامبو وهي، په لنډو، عين داچې ټول الوزي، هر يو ځان ته ځانګړې كړلارې لري. (نمونه، 24: 343 مخ.)

أَفَمَنْ يَمْشِي مُكِبًّا عَلَى وَجْهِهِ أَهْدَى أَمَّنْ يَمْشِي سَوِيًّا عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۲۲﴾ = ايا څوك چې پړمخې روان وي، ښه لار موندونكى دى، که هغه چې سم برابر پر نېغه لار ځي؟!

22_ د توحيد پر لار سم برابر: دې آيت، د يوې بېلګې په ترڅ كې د كافرانو او مؤمنانو حال او وضعيت څرګند كړى دى. دلته بې ايمانه، ځېلي ظالمان او ښاڅمن – كبرجن له هغه سره ورته شوي، چې پر كنډوكپر او تاوراتاو لارې پر مخ روان وي، نه لار سمه ويني او نه ځان كابو كولاى شي. نه له آړو – خنډونو خبر دي او نه ګړندي روان دي، لږ ځي او ستړي كېږي؛ خو مؤمنان يې پر نېغه لار له تلونكيو سره ورته كړي، چې ګړندي، پياوړي او ځانخبري مخ پر وړاندې روان دي. بې ايمانه وګړي داچې ځانپالي، ځان غواړي او ځېلي دي او يوازې خپلې توکیزې – مادي او ژر تېرې ګټې ويني او هم داچې تلونكې لار يې ځانپالنه ده، هغوى ته ورته دي، چې مخ پر كانكرو روان وي؛ خو هغوى چې د ايمان په رڼا كې له ځاني غوښتنو ازاد شوي وي، ژورليد، روڼ او صاف بهير لري. (نمونه، 24: 349 مخ.) په ځينو رواياتو كې، هغوى د لومړۍ ډلې مصداق ښوول شوي، چې د امير المؤمنين علي (ك) له ولايته يې نمښته كړې ده. (الميزان، 19: 378 مخ.)

قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَصْبَحَ مَاؤُكُمْ غَوْرًا فَمَنْ يَأْتِيكُمْ بِمَاءٍ مَعِينٍ ﴿۳۰﴾ = ووايه : ((ما خبر كړئ، كه (د سيمې) اوبه مو [په ځمكه كې] ښكته ولاړې شي؛نو څوك روانې او خوندورې اوبه درته راولي؟!))

30_ څوك روانې اوبه دركوي: پوهېږو، چې ځمكه له دوو قشرونو جوړه ده: د ځمكې هغه برخه، چې اوبه پكې  ننوځي (نفوذپذير) او هغه برخه يې، چې اوبه پكې ساتل كېږي او ترې وتاى نشي (نفوذناپذيره) ټولې چينې، څاه ګانې او كاريزونه د همدې ځانګړي جوړښت له بركته رامنځته شوي دي. كه د ځمكې د مخ، تر ډېرو ژورو اوبه ننووتاى؛ نو اوبه دومره پكې ننووتې، چې چا لاس ته راوړاى نشوې او كه ټول داسې واى، چې اوبه پكې ننووتاى نشوې؛ نو اوبه د ځمكې پر مخ ډنډېدې او پر جبو اوړېد يا په سمندرونو كې ورغورځېدې او په دې توګه د ځمکلاندې اوبو ټولې زېرمې له لاسه وتې. دا پر ګردو ژویو د لوراند خداى د لورنې يوه کوچنۍ بېلګه ده، چې د انسان مرګ او ژوند ورپورې غوټه شوى دى. د اهل بيتو له امامانو په رواياتو كې، دا آيت د حضرت مهدي او د نړيوال عدل په راښكاره كېدو تفسير شوى دى. ددې په تفسير كې له امام باقر څخه په يو روايت كې لولو: (( دا آيت د هغه امام په باب رانازل شوى، چى [الهي عدل ته] ته راپاڅي. (حضرت مهدي ) )) وايي: كه امام مو پټ شي، نه پوهېږئ چېرې دى؟ څوك امام درلېږي، چې د اسمان او ځمكې خبرونه او د خداى حلال او حرام در شرح كړي)) بيا يې وويل: (( پر خداى قسم، ددې آيت تاويل رارسېدلى نه دى او په پاى كې به راشي)). په دې باب ډېر روايات دي او بايد پام مو وي، چې ټول يې له مصداقونو ځنې دي. په بله وينا، د آيت ظاهر په روانو اوبو پورې اړوند دى، چې د ژونديو ژویو د ژوند لامل دى او د آيت باطن په امام، علم او نړيوال عدالت پورې اړوند دى، چې دا هم د انساني ټولنې د ژوند لامل دى. (نمونه، 24: 358 مخ.)

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!