تبلیغات

  د سورة النحل د منتخبو آیتونو شرح بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د نحل سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه په پينځو برخو ويشلاى شو: 1_ د الهي لورنو شرح. 2_ د توحيد دلايل او د خداى د پنځون  ستریا ، معاد او د مشركانو او ګناهګارانو ګواښ. […]

 

د سورة النحل د منتخبو آیتونو شرح

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د نحل سورت ټوليزه منځپانګه:

ددې سورت منځپانګه په پينځو برخو ويشلاى شو: 1_ د الهي لورنو شرح. 2_ د توحيد دلايل او د خداى د پنځون  ستریا ، معاد او د مشركانو او ګناهګارانو ګواښ. 3_ د بېلابېلو اسلامي احكامو ويل: لكه پر عدل او احسان امر كول، هجرت، جهاد، پر نېكيو امر او له بديو منع، ظلم، تړون ماتونه، او د الهي نعمتونو شكر ايستو ته بلنه. 4_ د مشركانو د بدعتونو ويل. 5_ له شيطاني وسوسو د انسانانو بچول[1].

أَتَى أَمْرُ اللَّهِ فَلَا تَسْتَعْجِلُوهُ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۱﴾ = (د مشركانو او مجرمانو سزا ته) د الله پرېكړه راغله؛ نو بيړه یې مه غواړئ! هغه ته پاكي ده او تر هغه څه لوړ دى، چې دوى يې ورسره شریکوي .

1_ مشركان د خداى پرېكنده مجازاتو ته بيړه كوي: د قرآن له ځينو آيتونو ګټنه كېږي، چې ځېلي كافرانو به د الهي عذاب په اړه د پېغمبر(ص) ګواښونه نه اورېدل، په ملنډو يې ويل: دا عذاب، چې وايي، كه رښتيا وي؛ نو ولې نه راځي؟ خداى په دې آيت كې كافرانو ته وايي: د عذاب راتلو ته بيړه مه كوئ؛ چې د كافرانو مجازاتو ته د خداى حكم ژر رارسي. دلته ځكه له تېر فعل (( رارسېدلى دى )) څخه ګټنه شوې، چې د عذاب قطعيت او پرېكنده توب وښوول شي او دا په قرآن كې ډېر ليدل شوي، چې په ګانده كې يو څيز  هرومرو راپېښېږي؛نو په تېر فعل راوړل شوى دى؛ ته وا دومره هرومرو دى، چې پېښ شوى دى؛ نو له (( امرالله )) مطلب، هغه ژمنه ده، چې خداى، پېغمبر (ص) او مؤمنانو ته وركړې او د مشركانو پر ضد همدا ګواښونه دي، چې ډېر ژر به د مؤمنانو ملاتړ شي، كافران به خوار او پر عذاب كړي او خپل دين ښكاره كوي او په پايله كې د كفر او شرك ټغر به راټول كړي. په ځينو رواياتو كې، دا آيت د مهدي اخر الزمان په راښكاره كېدو تفسير شوى، چې د خداى د فرمان خورا څرګند مصداق دى[2].

وَعَلَى اللَّهِ قَصْدُ السَّبِيلِ وَمِنْهَا جَائِرٌ وَلَوْ شَاءَ لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۹﴾ = او الله (بندګانو ته) د منځنۍ او سمې لارې د ورښوولو ژمن دى؛ خو ځينې لارې،بېلارې دي او كه الله وغواړي؛ نو تاسې ټولو ته به (په زور) سمه لار دروښيي (؛خو د زور ايمان څه ګټه نه لري) .

 9_خداى د سمې لارې د راښوولو ژمن دى: په تېر آيت كې د سپرليو خبره راغلې وه، چې انسان په لارو كې په حركت او توکیزو موخو ته په رسېدو كې مرسته ورسره كوي. په دې توګه، خداى په دې آيت كې، د انسان د مانيزې لارې خبره را منځ ته كړې. وايي، چې بېشكه خداى خپلو بندګانو ته تكامل ته د وررسېدو لار ورښيي.

دا لارښوونه په دوو لارو ده:  ۱-  فطرت، چې له دننه انسان ښو او كمال ته رابولي.۲- پېغمبران او اسماني كتابونه، چې انسان له دباندې د خداى لوري ته وربولي.

 البته شونې ده، چې ځينې نيوكه وكړي. كه پر خداى د سمې لارې ورښوونه لازمه ده؛ نو ولې ډېر خلك پردې لار نه خوځي، چې دا د خداى بېوسي ده؛ يعنې_ معاذ الله_ خداى خلك هدايتولاى نشي. خداى ددې نيوكې په ځواب كې، د آيت په پاى كې وايي (( كه خداى غوښتلاى تاسې ټولو ته به يې (په زور او جبر) لارښوونه كړې واى )) ؛ يعنې اجبار د خداى غوښتنه نه ده؛ بلكې غواړي بندګان، په خپله خوښه سمه لار وټاكي او د خداى له سرغړاندۍ ډډه وكړي. په بله وينا: په خپل واك او اختيار د ښو چارو په كولو او له ګناهونو په ډډې كولو، ځان د الهي لارښوونې په درشل كې كړي[3]. په زړه پورې خو داچې په دې آيت كې خداى پر ځان لازمه كړې، چې انسان ته مانيزه لار وروښيي؛ خو هېڅكله يې د توکیزو نعمتونو په باب دغسې خبره كړې نه ده، چې دا پخپله پر توکیزو نعمتونو د ښیون – هدايت د نعمت غوراوى ښيي[4].

يُنْبِتُ لَكُمْ بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالْأَعْنَابَ وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۱۱﴾ = 11   الله په همدې اوبو كښت، ښونه، كجورې، انګور او راز راز مېوې درته زرغونوي، بېشكه په دې كې انديالو ته يوه نښه ده .

 11_ د ښوونه- زیتون، كجورې او انګور ځانګړنې :  شونې ده، وپوښتل شي، چې ولې قرآن په دې ټولو مېوو كې يوازې په درېيو مېوو؛ ښوون ، كجورې او انګورو ډډه وهلې ده. ويلاى شو، چې له غذايي پلوه د نورو مېوو په پرتله دا درې مېوې د انسان بدن ته ګټورې دي. د ښوون غوړي د بدن د انرژي توليد ته ډېر ارزښت لري، په اوچته كالورۍ تودوخه توليدوي او له دې پلوه ځواک بښاندي خواړه دي. همداراز د ځيګر، پښتورګو او د توري د تیږو لرې كولو ته خورا اغېزمن دي. په قرآن كې زيتون په (( شجره مباركه ))  ياد شوي[5]. له امام حسن (رض) څخه په يوه روايت كې لولو: آدم (ع) خپل زوى ته د وصيتونو په ترڅ كې وايي: زيتون خوره؛ ځكه چې له خير او بركته ډكه ونه ده ((  [6]. خرما هم ډېر كلسيم لري،چې د هډوكو د ټينګښت آريز لامل دى او همداراز فاسفورس هم لري، چې د مغزو د جوړښت يو آريز عنصر او د اعصابو د كمزورۍ او ستړيا مخه نيسي، د ليدځواک زياتوي او هم پوتاشيم لري، چې په بدن كې يې نشتون د معدې د زخم حقيقي علت بولي او شتون يې د بدن عضلاتو او انساجو ته ډېر ارزښتمن دي. شمېرنې ښيي، چې د كجورو خوړوونكي ډېر لږ پر سرطان ناروغۍ اخته كېږي او لامل يې په كجورو كې د منېزيوم شتون بولي. د كجورو خواږه ان د شكر ناروغانو ته هم ګټور دي؛ نو ځكه له پېغمبر (ص) نه  په يو روايت كې لولو: ((  په كوم كور كې، چې خرما نه وي؛ نو اوسېدونكي يې وږي دي )) . د پوهانو په وينا: انګور  هم، يو ډول طبيعي درملتون دى. خواص يې د مور شېدو ته ډېر ورنژدې دي او له دې لامله پوره خواړه شمېرل کېږي. انګور په بدن كې د غوښې دوه ګرايه تودوخه پيدا كوي او د زهرو ضد هم دي. د وينې چاڼ، روماتېزم او نقرس ته هم درمليز اغېز لري. انګور معده او كولمې پاكوي، خپګان له منځه وړي او خوشحالي راولي، اعصاب قوي كوي او پكې شته ويټامينونه انسان غښتلى كوي. پر دې سربېره، چې يو اغېزمن خواړه دي، د ميكروب وژنې ځواک هم لري او ان د سرطان له ناروغۍ سره د مبارزې يو اغېزمن لامل هم دى. له پېغمبر (ص( نه په يو روايت كې لولو:  ((  غوره مېوې مو انګور دي)) [7].

وَأَلْقَى فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَنْ تَمِيدَ بِكُمْ وَأَنْهَارًا وَسُبُلًا لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿۱۵﴾ =    او پر ځمكه یې ثابت او ټينګ غرونه واچول، (هسې نه) چې ومو لړځوي او سيندونه يې وبهول او لارې يې جوړې كړې، ښايي لار ومومئ.

 15- د ځمكې پاسوالان: دا غوڼدله، چې څو ځله په قرآن كې راغلې، په څرګندنه كې يې ويل شوي دي: د غرونو بېخونه يو له بل سره نښتي دي او د زرې په څېر يې ځمكه رانغاړلې  او همدې د ځمكې د سختو لړزېدو مخه نيولې، چې د ځمكې د دننه غازونو د فشار او دباو له لامله  شونې ده هره شېبه رامنځ ته شي.پر دې سربېره، د غرونو ځانګړي وضعيت، د سپوږمۍ د جاذبې (جزر و مد) پر وړاندې د ځمكې د پوټكي او مخ مقاومت زياتوي او اغېز يې تر ټيټه بريده رسوي. همداراز ورباندې د سختو توپانونو او دباوونو د همېشني حركت دنننی فشار راټيټوي؛ ځكه كه غرونه نه واى، د ځمكې پر هموار مخ سخت بادونه لګېدل او ارامي پكې ناشونې وه[8]. له دې آيته ګټنه كېږي، چې د ويالو پنځون د غرونو له پنځون  سره اړيكه لري. ستر سيندونه، چې ټول كال بهېږي او شاړې ځمكې خړوبوي، د هغو اوبو له بركته دي، چې په غرونو يا څوكو كې يې د واورې او يخ په بڼه زېرمه شوي دي؛ نو ځكه د نړۍ ستر غرونه، د سترو سيندونو سرچينه دي او د غرونو شتون ،شونې ده په ځينو كې دا اشتباه راولاړه كړي، چې غرونه د ځمكې يوه برخه يو له بله بېلوي او د تګ راتګ مخه يې نيسي؛ نو په دې آيت كې راغلي، چې خداى پكې لارې او درې جوړې كړي، چې انسانان پكې لارې وركې نه كړي او موخې ته ورسي[9].

وَعَلَامَاتٍ وَبِالنَّجْمِ هُمْ يَهْتَدُونَ ﴿۱۶﴾ = او (همداراز پرځمكه يې) لارښودې نښې ايښې او (خلك د شپې) په ستوريو لار مومي .

 16_ ځمكنۍ او اسماني نښې: خداى په مخكې آيت كې د لارو نعمت ياد كړ او داچې بې نښو لار انسان موخې ته نه رسوي، په دې نعمت پسې د نښو نعمت يادوي. د غرونو او درو بڼې، د ځمكې لوړې ژورې، د خاورو رنګونه او… هر يوه نښه ده، چې انسانان د لارې وركېدو له خطره ژغوري. كه ګرده ځمكه په يوه بڼه واى، په لار كې د حركت شونتيا نه وه؛ ځكه شونې وه، چې هره شېبه لار وركي شو، او داچې ځينې وختونه په بېدياوو كې د شپې تياره يا د سمندرونو په شپني حركت كې ځمكنۍ نښې نشته؛ نو خداى اسماني نښې؛ يعنې ستوري مرستې ته ورواستول، چې لارويان ترې ګټنه وكړي او لار وركي نشي. كه څه په دې آيتونو كې، د توکیزو لارو او نښو خبره شوې؛ خو په دې هكله د قرآن وينا د انسانانو مانيز ژوند ته هم بېلګه كېداى شي؛ ځكه هرې سپېڅلې موخې ته تر ورسېدو وړاندې د سمې لارې ټاكنه لازمه ده. پردې سربېره، د نښو شتون ژوندنى ارزښت لري، چې په تېره د نېكمرغۍ په نامه په بېلارېتوب كې ونه لوېږو. د اهل بيتو عليهم السلام په رواياتو كې ستورى په پېغمبر (ص) او نښې په امامانو عليهم السلام تفسير شوي دي، چې البته د آيت مانيز تفسير ته اشاره لري[10].

لَا جَرَمَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْتَكْبِرِينَ ﴿۲۳﴾ = بېشکه الله پوهېږي، څه چې پټوئ او څه چې ښكاره كوئ (او) په حقيقت کې الله سرغړاندي نه خوښوي.

23_ استكبار؛ د كافرانو ځانګړې ځانګړنه: د قرآن په څو آيتونو كې، د استكبار ځانګړنه، يوازې كفارو ته كارول شوې او مطلب ترې د حق له منلو لويي او سرغړاندي ده. دا ډول لويي د انسان پر مخ د ښیون ټولې لارې تړي او ټول عمر يې په بد مرغۍ، ګناه او بې ايمانۍ كې ساتي. له علي (ك) په يوه روايت كې لولو:  (( ابليس، د خداى دښمن، د متعصبانو مشر او د سرغړاندو مخكښ دى))؛ نو ځكه چې څوك د حق له منلو سرغړونه وكړي (نشتمن وي که شتمن) پېسمن – متكبر او كبرجن دى؛ كه څه منكرېداى نشو، چې ډېر وخت، ډېره شتمني لاملېږي، چې انسان د حق له منلو ډډه وكړي[11].

 لِيَحْمِلُوا أَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَمِنْ أَوْزَارِ الَّذِينَ يُضِلُّونَهُمْ بِغَيْرِ عِلْمٍ أَلَا سَاءَ مَا يَزِرُونَ ﴿۲۵﴾ = دوى بايد د قيامت پر ورځ (هم) د خپلو ګناهونو پوره پېټي پر اوږو كړي او هم د هغو كسانو د ګناهونو يوه برخه يوسي، چې د ناپوهۍ له لامله يې بېلارې كړي، پوه شئ، چې ناوړه دروند پیټی یې پر اوږو كړى دى!

25_ مشران او دودګر؛ د لارويانو د كړنو ګډونوال: د ښه يا بد كار په علتونو كې، مشران، لارښودونكي او دودګر ډېره مهمه ونډه لري؛ له همدې لامله  د قرآن په آيتونو او اسلامي رواياتو كې، د لارويانو په ثواب او سزا كې د خير او شر لارښوونكي شريك بولي. له پېغمبر (ص) نه  په يو حديث كې وايو:  (( چې څوك ښیون ته بلنه كوي او لاروي يې وشي، د خپلو لارويانو هومره ثواب او بدله به ولري، بې له دې چې د لارويانو له بدلې يې څه كم شي او چې څوك بې لارېتوب ته بلنه كوي او لاروي ترې وشي، د لارويانو هومره سزا به ولري، بې له دې، چې د لارويانو سزا يې كمه شي)) [12].

ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يُخْزِيهِمْ وَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَائِيَ الَّذِينَ كُنْتُمْ تُشَاقُّونَ فِيهِمْ قَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ إِنَّ الْخِزْيَ الْيَوْمَ وَالسُّوءَ عَلَى الْكَافِرِينَ ﴿۲۷﴾ = بيا يې د قيامت پر ورځ (لا هم) سپکوي او وايي : ((چېرې دي زما هغه شريكان،چې تاسې يې په باب [له پېغمبرانو او مؤمنانو سره] شخړې کولې؟! )) (په دې وخت كې) هغوى ته چې علم وركړ شوى، وايي : (( په رښتینه کې نن پر كافرانو سپکاوی او بد حالت (مسلط) دی.))

 27_ هغوى ته چې پوهه وركړاى شوې ده: په دې آيت او د قرآن په نورو آيتونو كې له ځيرنې ګټنه كېږي، چې  (( الذين اوتو العلم)) هغه كسان دي، چې د خداى پر وحدانيت يې يقين پيدا كړى وي او د توحيد حقيقت ورڅرګند شوى او هم له ګناه او تېروتنې لرې وګړي دي؛ ځكه دوى ته د قيامت په ډګر كې د خبرو كولو اجازه وركړاى شوې ده او د قيامت په باب د نباء سورت په 38 آيت كې لولو: ((  پر هغه ورځ به(هېڅوك بې د لوراند خداى له اجازې خبرې نه كوي)او چې خبرې كوي؛ نو( حق او رښتيا خبرې كوي)) . خبره هله سمه وي، چې وياند يې له ګناه، چټياتو او باطلو خوندي وي او هېڅوك په پوره ډول، په وينا كې خونديينه نه لري؛ خو داچې په كړنو او چلن كې هم له ګناه او تېروتنې لرې وي؛ نو هغه ته چې پوهه وركړاى شوې، هغه كسان دي، چې يوازې حق ويني، وايي او كوي يې. دا مطلب له قرآنه لاس ته راځي. په ځينو رواياتو كې دا كسان په معصومو امامانو عليهم السلام تفسير شوي دي[13].

الَّذِينَ تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ فَأَلْقَوُا السَّلَمَ مَا كُنَّا نَعْمَلُ مِنْ سُوءٍ بَلَى إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۲۸﴾ = هغوى چې پر خپلو ځانونو ظالمان وو؛ نو (د مرګ) پرښتې يې، چې ساه ګانې اخلې؛ نو په دې وخت كې غاړه ږدي (او په دروغو وايي) موږ هېڅ بدكار نه دى كړى. هو! څه مو چې كول، الله پرې خبر و.

 28_ بې ګټې تسليمېدل!: هغه ډېر لږ پيدا كېږي، چې حقيقت د شهود په پړاو كې وويني او بيا هم ترې منكر شي. له همدې لامله ، ګناهګاران او ظالمان، چې د مرګ په درشل كې شي او د غفلت او غرور پردې هاخوا كېږي او برزخي سترګې پيدا كوي؛ نو ايمان راوړي؛خو په دې وخت كې جلا جلا خبرې لري؛ځينې پر خپلو ناوړو كړنو خوشحالېږي او وايي:  (( څه بد چار خو مو كړى نه دى)) دوى هومره په نړۍ كې دروغ ويلي، چې دروغ يې د بدن برخه شوي او سره له دې، چې پوهېږي، د دروغو ځاى نه دى؛خو بيا هم دروغ وايي! ځينې پښېمانېږي او نړۍ ته ورستنېدا غواړي [14]. ځينې يوازې ايمان ښكاره كوي؛ لكه فرعون [15] ؛خو دا يوه خبره به هم ونه منل شي؛ ځكه وخت يې تېر شوى او دا ډول ايمان راوړنه بېړنی اړخ لري او بې ګټې دى[16].

وَقِيلَ لِلَّذِينَ اتَّقَوْا مَاذَا أَنْزَلَ رَبُّكُمْ قَالُوا خَيْرًا لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ وَلَدَارُ الْآخِرَةِ خَيْرٌ وَلَنِعْمَ دَارُ الْمُتَّقِينَ ﴿۳۰﴾ = (او چې) پرهېزګارانو ته وويل شي : ((پالونكي مو څه نازل كړي دي؟)) وايي : (( خير (او نېكمرغي) .)) (هو) چا چې نېكي وكړه؛ نو په دې دنيا كې نېكي ورته شته او د آخرت كور تردې هم ورته غوره دى او هو! د متقیانو كور څومره ښه دى!

 30_ تقوى؛ په دنيا او آخرت كې د نېكمرغۍ لامل: په دنيا كې له نېكۍ مراد، په دې نړۍ كې غوره بدله ده. متقيان په نړۍ كې د كړیو چارو په پار، له روغ رمټې ټولنې برخمنېږي، چې پكې په عدالت او احسان امر كېږي او هم د ودې او نېكمرغۍ له مخې پر پاك او سوتره ژوند لاسرسى مومي. دا د پرهېزګارانو او ځان ساتيو دنیوي بدله ده؛خو آخرت ورته غوره دى؛ځكه خوشحالي يې نه زوالېږي او نعمت يې بې كړاوه او نېكمرغي يې بې بدمرغۍ ده.  له حضرت على (ك) نه په يوه روايت كې لولو: د خداى بندګانو! د خداى بښنې او لورنې ته خورا نژدې حال هله دى، چې انسان د خداى حكم پلى كړي او ټينګه توبه وكاږي. د الهي تقوا سپارښتنه درته كوم، چې ټولې خير ښېګڼې راټولوي او بې له دې خير او ښه نشته او په تقوى، انسان د دنيا او آخرت خير او ښو ته لاسرسی مومي؛ لكه چې خداى ويلي دي:  ((  وقيل الذين اتقوا….. )) [17].

جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ لَهُمْ فِيهَا مَا يَشَاءُونَ كَذَلِكَ يَجْزِي اللَّهُ الْمُتَّقِينَ ﴿۳۱﴾ = (هماغه ځانګړي) همېشني باغونه، چې ورننوځي، تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، څه چې غواړي، هلته شته، الله متقیانو ته دغسې بدله وركوي.

 31_ چې څه غواړي، هلته شته: د جنتي نعمتونو په باب له دې پراخ او هر اړخيز تعبير نشته. ان دا تعبير د زخرف سورت په 71 آيت كې له راغلي تعبيره ډېر پراخ دى، چې وايي:  ((  او هلته به ټول هغه څيزونه وي، چې زړونه یې وغواړي او سترګې پرې خوږېږي)) [18].

وَقَالَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا لَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا عَبَدْنَا مِنْ دُونِهِ مِنْ شَيْءٍ نَحْنُ وَلَا آبَاؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِنْ دُونِهِ مِنْ شَيْءٍ كَذَلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَهَلْ عَلَى الرُّسُلِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ ﴿۳۵﴾ = او مشرکانو ويل : ((که الله غوښتي واى (؛نو) نه موږ او نه زموږ پلرونو، بې له ده (الله)، هېڅ څيز نه نمانځه او نه یې د ده بې اجازې په خپل سر کوم څيز حراماوه))، مخکېنيو يې همداسې چلن درلود؛ نو ايا (د الله) پر استازيو بې له ښکاره (پيغام) رسونې (څه ذمه واري) شته ؟!

 35_ د نبوت په هكله د بوتپالو شبهه: دا آيت له نبوت منكرو بوتپالو له خولې د نبوت پر خلاف يوه شبهه را اخلي، چې لنډيز يې دا دى، د پېغمبر (ص) د زمانې بوتپالو وويل: كه رسالت حق واى او له بوتپالنې د پېغمبرانو نهې او د خداى بې اجازې د څيزونو حرامول سم وو او خداى له دې مطالبو سره مخالف واى، بېشكه موږ دا چارې نه كولې؛ ځكه خداى چې څه وغواړي، هماغه كېږي او كه خداى غوښتلاى،چې موږ مشرك نه وسو؛ بيخي به نه وو؛ نو خداى دغسې يو څيز غوښتى نه دى او له آره شريعت او نبوت، نه شتون درلود او نه يې لري. خداى يې په دوو لنډو غونډلو ځوابوي. يو داچې دا خبره، څه نوې خبره نه ده. مخكېنيو مشركانو يې هم بوت نمانځه او د خداى بې اجازې يې ځينې څيزونه حرامول او د پېغمبرانو د منع پر وړاندې يې همدا پلمه راوړه او په پايله كې الهي عذاب راونغاړل. دويم داچې پېغمبران يوازې د الهي پيغامونو د رسولو، د خلكو د بلنې او د لارې ورښوونې دنده لري؛ نه داچې په خارق العاده ډول يې توحيد او پر الهي لارښوونو پلي كولو ته اړ كړي[19].

وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ فَمِنْهُمْ مَنْ هَدَى اللَّهُ وَمِنْهُمْ مَنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلَالَةُ فَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ ﴿۳۶﴾ = او په رښتيا موږ هر امت ته يو استازى ورلېږلى (چې ووايي) “الله” ونمانځئ او له “طاغوت” نه ځان  وژغورئ ؛نو له دوى ځينو ته الله سمه لار وروښووله او ځينې د بېلارۍ وړ شول؛ نو ځكه په ځمكه کې وګرځئ او (د عبرت په سترګو) وګورئ،چې د دروغ ګڼونكيو پاى څنګه وه!  

 36_ توحيد او له طاغوت سره مبارزه؛ د پېغمبرانو د بلنې بنسټ: ددې آيت له مخې، توحيد ته بلنه او له طاغوت سره مبارزه، د ټولو پېغمبرانو د بلنې بنسټ و؛ ځكه كه د توحيد ستنې ټينګې نشي او طاغوت له انساني ټولنو او د انسانانو له انديز چاپېرياله ونه شړل شي؛نو يوه اصلاحي او سمونپاله کړنلاره هم پلې كېدونې نه ده. طاغوت، د مبالغې صيغه، د طغيان له مادې، له پولې اوړېدونكي پر مانا ده او هم څه چې له الهي پولې د وراوړېدو وسيله كېږي، طاغوت ورته وايي. له دې لامله ، شيطان، بوت، جبار، زورور، زور مټی – ظالم او ښاڅمن – متكبر واكمن او هم هغه لار او بهير، چې په  (( غير حق))  پاى ومومي، طاغوت ورته وايي[20].

إِنْ تَحْرِصْ عَلَى هُدَاهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ يُضِلُّ وَمَا لَهُمْ مِنْ نَاصِرِينَ ﴿۳۷﴾ = كه لارښوونې ته یې څومره حرص وكړې (؛خو ګټه نلري)؛ځكه الله چې څوك بېلارې كړي (بيا) سمه لار نه ورښيي او نه یې څوک مرستندوى وي .

37_ څوك د لاربنۍ – لارښوونې وړتيا نلري؟:  ((  چې خداى څوك بېلاري كړي )؛نو بيا سمه لار نه ورښيي)) ښكاره ده، چې دا غونډله د ټولو بېلاريو او کږنو او انګېرنو – منحرفاتو په هكله نه ده؛ ځكه د پېغمبر (ص) دنده، تبليغ او ښیون دى او تاريخ هم لېینه – ګواهي وركړي، چې تبليغ او ښیون په ډېرى بېلاريو اغېز شيندي او حق دين مني او عاشقانه دفاع ترې كوي؛ نو ځكه دا غونډله په هغو وګړيو پورې ځانګړې ده، چې ځېل يې تر روستي بريده رسېدلى او داسې په استكبار، پېسمنۍ – غرور، غفلت او ګناه كې ډوب دي، چې پر مخ به يې د ښیون ورونه ونه پرانستل شي، چې پېغمبر (ص) یې څومره هم ښیون ته هڅه وكړي، څه پايله نه لري؛ ځكه د خپلو كړنو له لامله  داسې بې لاري شوي، چې نور نو د ښیون وړ نه دي[21].

وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَلَأَجْرُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ﴿۴۱﴾ = او هغوى چې تر مظلومیت روسته يې د الله لپاره هجرت وكړ، په دې دنيا كې ورته ښه مقام وركوو او كه پوه شي د آخرت بدله يې تردې هم ستره ده.

الَّذِينَ صَبَرُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿۴۲﴾ = 42   دوى هغه کسان دي، چې صبر او زغم یي وکړ او يوازې پر خپل پالونكي بروسه كوي.

41 او 42_  په دنيا او آخرت كې د هجرت لاس ته راوړنې: ددې دوو آيتونو په شان نزول كې يې روايت كړى،چې يوه ډله مسلمانان په مكه كې تر اسلام راوړو روسته تر سخت دباو لاندې وو او د اسلام د پياوړتيا او نورو ته يې د خپل غږ د وررسولو لپاره ،د پېغمبر (ص) تر هجرت روسته ، مدينې ته هجرت وكړ، داسې هجرت، چې د دوى او نورو مسلمانانو د بريا لامل شو. په دې منځو مال كې  صهيب (رض) ، چې بوډا و،د مكې مشركانو ته يې وويل: زه بوډا يم او زما وسېدل درګټور نه دي او كه مخالف مو وسم، تاسې ته د زيان در رسولو وس نه لرم. راشئ زما شتمني واخلئ او ما پرېږدئ، چې مدينې ته ولاړ شم. مشركانو ورسره ومنله. صهيب (رض) ټوله شتمني وركړه او د پېغمبر (ص) پلو ته يې هجرت وكړ. ځينو صهيب (رض) ته وويل: ګټوره راكړه وركړه دې وكړه. بيا دا آيتونه نازل شوو او په دې دنيا او هغې كې يې دده او نورو برياوې څرګندې كړې. هو! كه د صدر اسلام د مهاجرينو سرښندنې نه واى؛ بېشكه د اسلام غږ لا په مرۍ كې خپه كېده؛ خو په دې شمېرل شوي او سنجول شوي ټوپ يې، تر لنډې مودې روسته، مكه په خپله ولكه كې راوړه او نړيوالو ته يې د اسلام غږ ورورساوه، او دا په هر ډول شرايطو كې ټولو مسلمانانو ته يو لوست دى[22].

41_ د مهاجرينو د هجرت موخه؛ روغ رمټه ټولنه: له ښه او مناسب ځايه مراد، يوه اسلامي پاكه ټولنه ده، چې يوازې خداى پكې نمانځلېږي او عدالت او نېكچاري پرې واكمنه وي او د مهاجرينو د هجرت علت د يوې دغسې ټولنې رادبره كول وو[23].

وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًا نُوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿۴۳﴾ = او تر تا مخکې مو (هم) يوازې سړي ورلېږلي، چې وحې مو ورته کوله؛ نو که نه پوهېږئ (د کتابيانو) پوهان وپوښتئ (چې تعجب ونكړئ، دا سلام پېغمبر يوازې له همدې سړيو رالېږل شوى دى)

 43_ كه نه پوهېږئ؛ نو پوهان وپوښتئ: له آره د قريشو مشركانو ګومان كاوه، چې بشر د نبوت مقام ته د وررسېدو صلاحيت نه لري او نبوت او رسالت د پرښتو چار دى. خداى په ګڼ شمېر آيتونو كې دا نيوكه ځوابوي، چې يو يې هم دا آيت دى، چې نه يوازې د اسلام پېغمبر (ص)؛ بلكې ټول پېغمبران، د بشر له جنسه خلك او انسانان ول، چې يوازې وحې ورته كېده او ګومارل شوي وو، چې خلك په توکیزه توګه الهي دين ته وبولي او خلكو یې هم په خپله خوښه بلنه منله يا نه. بيا ددې مطلب جوتولو ته وايي: پردې حقيقت د پوهېدو لپاره پوهانو ته ورشئ او ویې پوښتئ (؛ يعنې كافرانو! كه دا مطلب د اسلام له پېغمبر (ص) نه منئ، د كتابيانو پوهان، په تېره يهوديان وپوښتئ) چې د پېغمبر (ص) دښمنان او ستاسې دوستان دي، چې پېغمبران يې څرنګه وو. بېشكه هغوى به هم د قرآن خبره درته وكړي؛ البته دا غونډله، (( كه نه پوهېږئ؛ نو پوهان وپوښتئ)) موږ دې مهم عقلي آر ته ورسيخوي، چې كه څوك پر هر مطلب نه پوهېږي؛ نو ځان پوهاوي ته دې د هماغه مطلب كار پوه ته ورشي. له همدې لامله ، په ډېرى رواياتو كې، اهل ذكر په اهلبيتو تفسير شوي؛ ځكه د ثقلينو په حديث كې د پېغمبر (ص) د څرګند نص له مخې دوه مرجع؛  (( قرآن او اهل بيت)) خلك په خپل دين كې له ناپوهۍ او بېلارۍ ژغورلاى شي؛ نو بايد دين پوهاوۍ ته همدوى ته ورشو[24].

بِالْبَيِّنَاتِ وَالزُّبُرِ وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۴۴﴾ = (موږ پېغمبران) له څرګندو دلايلو او پخو ليکنو سره (لېږلي دي) او خبروونکى (= قرآن) مو ځکه درلېږلى، څه چې خلکو ته نازل شوي، ورته څرګند کړې او ښايي اندنه وکړي .

44_ د قرآن حقيقي مفسران: له دې آيته په څرګنده ګټنه كېږي، چې لومړى، قرآن كريم په يوازېتوب بسيا نه دى او داسې چاته اړتيا لري، چې آيتونه يې توضيح او څرګند كړي؛ دويم هر څوك ددې مهمې دندې د سرته رسولو صلاحيت نه لري. ددې آيت له مخې، پېغمبر (ص) د الهي آيتونو د تفسير اجازه لري او د قرآن د آيتونو په تفسير او څرګندولو كې يې اهل بيت هم ورسره يوځاى كېږي. دا مانا د ثقلينو له متواتر حديث او نورو رارسېدلو احاديثو جوتېږي؛ خو د امت نور وګړي؛ لكه اصحاب، تابعين يا ديني عالمان – خپله قرآن يا د پېغمبر د وينا بې لاسونده – د قرآني آيتونو توضيح ته يوه منلې مرجع كېداى نشي؛ ځكه په دې آيت او نورو ډاډمنو ديني نصوصو كې رانغاړېداى نشي[25].

أَوْ يَأْخُذَهُمْ عَلَى تَخَوُّفٍ فَإِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ ﴿۴۷﴾ = يا سوکه سوکه، په وېروونكيو ګواښونو يې ونيسي؛ ځکه پالونكى دې لوراند خواخوږى دى .

47_ ويښوونكي ګواښونه؛ د الهي لورنې يوه بېلګه: په دې آيت كې سوكه سوكه، په وېروونكيو ګواښونو له نيونې مطلب دادى، چې په وګړيو پسې يو دم الهي عذاب نه راځي؛ بلكې پرله پسې ګواښونه ورځي، كه ويښ شوو او توبه يې وايسته؛ خو  ښه، كه نه روستۍ سزا به يې راونغاړي. دا ډول سزاګانې هغوى ته دي، چې سرغړونه او ګناهونه يې تردې بريده رسېدلي نه وي، چې د ستنېدو لار يې نه وي؛ بلكې شونې ده، چې په چاپېريال كې يې د دردناكو پېښو (؛لكه مالي كړاوونه، ناروغۍ يا يې د خپلوانو مرګ او…..) په رامنځ ته كېدو ويښ شي. نو ځكه لورنه په همدې ډلې پورې ځانګړې ده، چې لا تر اوسه يې له خداى سره ټولې اړيكې پرې كړي نه دي او تر شا يې خپل پلونه ويجاړ كړي نه دي او په هغو ډلو پورې څه تړاو نه لري، چې په دوو مخكېنيو آيتونو كې يادې شوې دي[26].

أَوَلَمْ يَرَوْا إِلَى مَا خَلَقَ اللَّهُ مِنْ شَيْءٍ يَتَفَيَّأُ ظِلَالُهُ عَنِ الْيَمِينِ وَالشَّمَائِلِ سُجَّدًا لِلَّهِ وَهُمْ دَاخِرُونَ ﴿۴۸﴾ = 48   ايا دوى د الله كوم پيدا كړى څيز ليدلى نه دى، چې (څنګه) يې سيورى له ښي او كيڼ (لوريو) ګرځي او الله ته په عاجزۍ پر سجده پرېوځي ؟!

وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مِنْ دَابَّةٍ وَالْمَلَائِكَةُ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ ﴿۴۹﴾ = 49   (نه يوازې سيوري؛بلكې) په اسمانونو او ځمكه كې چې څه خوځنده دي او همداراز پرښتې الله ته سجده كوي او سرغاړی نه کوي .

48 او 49_ څه چې په اسمان او ځمكه كې دي، خداى ته سجده كوي: د سجدې حقيقت، نهايي خضوع، تواضع، عاجزي او نمانځنه ده او موږ چې په اوو غړيو دا معمولي سجده كوو او (كه د حقيقت له مخې په خضوع او عاجزۍ وي)؛ نو ددې عام مفهوم يو مصداق دى. دا چې په پنځون  كې ټول ژوي د هستۍ ټولیزو قوانينو ته تسليم دي او ددې قوانينو له بهيره نه كږېږي او دا ټول قوانين د خداى له لوري دي؛ نو ټولو يې فرمان ته غاړه ايښې او سجده ورته كوي او دا ټول د پوه، ځواكمن، بې پايه او مړه خوا شتون يوه نښه ده. ان د اجسامو سيوري، چې هره ورځ د لمر په راختو او كېووتو بدلون مومي، ښي او كيڼ لوريو ته حركت كوي، د حال په ژبه د خداى پر وړاندې خپله بنده ګي او تواضع اعلانوي، چې د هغه د بې پايه شتون يوه نښه ده[27].

وَيَجْعَلُونَ لِمَا لَا يَعْلَمُونَ نَصِيبًا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ تَاللَّهِ لَتُسْأَلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَفْتَرُونَ ﴿۵۶﴾ = او دوى د ناپوهۍ له وجهې زموږ له وركړې روزۍ، هغو (بوتانو) ته څه برخه وربېله كړې، چې ادراک نه لري پر الله قسم،چې هرومرو به (په قيامت كې) ددې دروغ جوړونې پوښتنه درنه وشي . 

56_ په څارويو او كرنې كې د بوتانو برخه: د مشركانو له ناوړو دودونو ځنې يو دا هم و، چې د خپلو عايداتو يوه برخه يې بوتانو ته ځانګړې كوله. دا برخه د اوښانو او څارويو يوه برخه او د كرنې يوه برخه وه، چې مشركانو په جاهليت كې د بوتانو برخه ګڼله او د دوى په لار كې يې لګوله؛ حال داچې د بوتانو له لوري نه ګټه ور رسېده او نه يې له زيانه ډارېدل، چې په دې چار يې له خطره بچ شي، دا يوه خورا احمقانه راكړه وركړه وه، چې كوله يې[28].

وَيَجْعَلُونَ لِلَّهِ الْبَنَاتِ سُبْحَانَهُ وَلَهُمْ مَا يَشْتَهُونَ ﴿۵۷﴾ = او مشرکان (په خپل ګومان) الله ته لوڼې انګېري – چې ده ته (له دې عېبه) پاکي ده –  او خپل ځان ته یې چې څه خوښ وي پرې قایلېږي.

57_ خداى ته پر لوڼو درلودو قايلېدل: د مشركانو يو بل سپېره دود دا و، چې خداى ته (چې له هر ډول جسماني ټكو پاك دى) پر لوڼو درلودو قايلېدل او ګروهن و، چې پرښتې د خداى لوڼي دي؛ خو چې خپل وار به يې راورسېد؛ نو چمتو نه وو، چې همدا لوڼې په ځان پورې وتړي، له آره لور عيب، ننګ، بد مرغي او د سرځوړندۍ لامل ورته شمېرل كېده او زوى ځکه ورته ارزښتمن و، چې په جګړو او لوټ كې يې برخه اخسته او عايدات يې ورته تر لاسه كول[29].

وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالْأُنْثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ ﴿۵۸﴾ = او چې كله یې يو تن ته د لور (د زيږېدو) زېرى وشي؛ نو مخ يې (له ډېر خپګانه) تک تور اوړي او (خپلې ښځې ته) له غوسې ډک وي (چې ولې دې لور راوړه!) .

يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ ﴿۵۹﴾ = ددغه بد زېري له لامله، چې پرې شوى،له خپل قوم او ټبره پټ ګرځي (او نه پوهېږي) چې له شرم سره سره يې وساتي او كه په خاورو كې يې (ژوندۍ) ښخه كړي؟ پوه شئ، چې انګېرنه او چلن يې ناوړه دى!

58 او 59_ د لوڼو ژوندۍ ښخول: د هغو مشركانو په اړه، چې د لوڼو ژوندي ښخول پكې دود وو، ويل شوي، چې د خپلو مېرمنو تر زېږون وړاندې يې يوه كوچنۍ كنده ايسته، كه زوكړه نجلۍ وه، په كنده كې يې ايښووله او خاورې يې پرې ور اچولې، چې ومري. دا چار يې د نېستۍ د ډار له لامله  و؛ ځكه زامنو كار كاوه او توليدوونكي ول؛خو نجونې يوازې لګښتيانې وې. همداراز ويلي يې دي، چې دا جنايت د (( بني تميم))  له ټبره پيل شو. داسې، چې د ايران له كسرا سره په جګړه كې يې ماتې وکړه او ښځې او اولادونه يې بنديان شول او لښكر د كسرا دربار ته بوتلل. هلته يې نجونې په مينزتوب وساتلې او چې څه موده روسته دواړو لوريو سوله وكړه، بني تميم د خپلو بنديانو د راستنېدا غوښته وكړه. د كسرا دربار، بنديانو ته خپله خوښه وركړه، چې ځي که پاتېږي؛ خو يو شمېر نجونو پاتېدل غوره كړل. د بني تميم سړي غوسه شول او هوډ يې وکړ، چې تر زېږون روسته به نجونې ژوندۍ ښخوي،هسې نه د دښمن لاس ته ورشي او دوى سركوزي شي. ورپسې ځينو ټبرونه ددې دود پلیوني – لاروي شول او دا دود پكې خپور شو[30].

وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللَّهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِمْ مَا تَرَكَ عَلَيْهَا مِنْ دَابَّةٍ وَلَكِنْ يُؤَخِّرُهُمْ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ ﴿۶۱﴾ = او كه الله خلك د هغو د ظلمونو له لامله نيولاى؛ نو د ځمكې پر مخ به هېڅ خځنده نه و پاتې؛ خو (سزا) يې تر يوې ټاكلې مودې ځنډوي؛ نو چې وخت يې پوره شي، يو ساعت هم روسته وړاندې كېداى نشي.

۶۱_ له “دَآبَّةٍ”مطلب څه دی؟: د احتمال له مخې، دلته له  (( دَآبَّةٍ )) (خوځنده) مراد، انسان دى؛ ځكه انسان هم يو خوځنده دى، چې حركت كوي؛ نو ځكه آيت داسې مانا كېږي: كه خداى وغواړي، چې خلك د خپلو ظلمونو په پار مجازات كړي، داسې، چې چا ګناه كړې وي، پر عذاب اخته شي؛ نو د ځمكې پر مخ به يو خوځنده انسان هم ژوندى پاتې نشي؛ ځكه ډېرى خلك (خو معصوم او پاكلمني نه دي) ګناه كوي او هلاكېږي او ډېر لږ خلك؛ يعنې پېغمبران او امامان (ع)، چې معصوم دي، اصلاً نړۍ ته نه راتلل؛ ځكه له دوى وړاندې غير معصوم مورو پلار يې د ګناهونو په پار له منځه تللي وو. ښايي له خوځنده مطلب ټول څاروي او ځناور وي. په دې حال كې، د انسان د ګناهونو په پار د څارويو او نورو خوځندګانو د منځه تګ علت ته دا مخونه وركول كېږي، چې د قرآن كريم له مخې، ټول ځمكني ژوي، د انسان تكامل او ګټو لپاره راد بره شوي دي. نو ځكه كه انسان نه وي؛ نو شتون يې خوشې او بې ګټې دى؛ لكه چې د بقرې سورت په 39 آيت كې لولو:  (( خداى، څه چې د ځمكې پر مخ شته، درته وپنځول)) [31].

تَاللَّهِ لَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَى أُمَمٍ مِنْ قَبْلِكَ فَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَهُوَ وَلِيُّهُمُ الْيَوْمَ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۶۳﴾ = پر الله قسم، تر تا مخكې امتونو ته مو هم (استازي) لېږلي دي (؛ خو) شيطان یې ناوړه كړه ورښايسته كړل او نن يې شیطان پالندوى دى او ورته درد ناك عذاب دى .!

63_ شيطان؛ د كافرانو بولندوى: دا غونډله (( نن هغه (شيطان) مو ولي او پالندوى دى)) د پېغمبر (ص) د زمانې مشركو عربو ته اشاره ده، چې د مخكېنيو امتونو د كږو كړلارو پلیوني – لارويان ول، چې شيطان يې كړنې ښكلې ورانځور كړې وې او نن شيطان ددې مشركې ډلې پالندوى دى[32].

وَإِنَّ لَكُمْ فِي الْأَنْعَامِ لَعِبْرَةً نُسْقِيكُمْ مِمَّا فِي بُطُونِهِ مِنْ بَيْنِ فَرْثٍ وَدَمٍ لَبَنًا خَالِصًا سَائِغًا لِلشَّارِبِينَ ﴿۶۶﴾ = او بېشکه تاسې ته په څارويو كې (د) عبرت (زده کړه) شته، له ګېډو يې د هضمو شويو خوړو (خوشايو) او وينې ترمنځ  پر تاسې سوچه شيدې څښو،چې څښونكيو ته خوندور دي .

66_ شيدې؛ د خداى يوه نښه: د شيدو توليد دود، د خداى د پوهې او ځواك له نښو ځنې ده. خوندورې شيدې د هضم شويو خوړو او وينې ترمنځ پيدا كېږي، حال دا چې له دوى سره نه ورګډېږي او نه يې بوى او خوند لري. هو! هماغه خداى، چې دغسې ځواك لري، د انسان د بدن اجزاوې تر ورستېدو او خپرېدو روسته راټولولاى او ژوندي كولاى شي (د شيدو د جوړېدو پر دود او ګټو د زياتو پوهېدو لپاره وګورئ، تفسير نمونه تر همدې آيت لاندې[33]).

وَمِنْ ثَمَرَاتِ النَّخِيلِ وَالْأَعْنَابِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۶۷﴾ = او د كجورو او انګورو له مېوو نيشه يي (ناپاكه) توکي او پاكه روزي جوړوئ، په رښتيا چې په دې كې عقلمنو ته يوه نښه ده .

67_ د شرابو جوړول؛ له الهي نعمتونو ناوړه ګټنه: څرګنده ده، چې قرآن په دې آيت كې له خرما او انګورو د شرابو جوړونې اجازه وركړې نه ده؛ بلكې دې ته په پامنيوي، چې مسكرات يې د ښې او پاكې روزۍ په مقابل كې راوړي، د شرابو بندیز، تحريم او نامطلوب والي ته يې لنډه اشاره كړې ده؛ نو ځكه څه اړتيا نشته، چې ووايو دا آيت د شرابو له تحريمه وړاندې نازل شوى دى؛ بلكې اپوټه حراموالي ته يې اشاره كوي او ښايي د شرابو د تحريم په باب لومړى ګواښ وي. ته وا قرآن د الهي نعمتونو په يادولو، ترې ناوړګټنې ته هم اشاره كوي[34].

وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ ﴿۶۸﴾ = او پالونكي دې د شاتو مچۍ ته وحې [اوغريزي الهام] وكړ چې : (( په غرونو، ونو او  پر څپرو خېژول شويو بوټو كې ځالې جوړې كړئ؛

68_ د شاتو مچۍ ته وحې: څوك پر يو څيز پوهول، د وحې مانا ده؛ داسې چې نور ترې خبر نشي؛ نو په غريزه کې څاروى په يو څيز پوهول وحې ده؛ يا په خوب، وسوسې يا اشارې د يو مطلب ورپوهول، وحې ده. په قرآن كې وحې په دې هرې يوې مانا كارول شوې ده؛ البته ديني ادب داسې دود كړې، چې وحې يوازې هغې خبرې ته ويل كېږي، چې پېغمبر ته وراستول كېږي[35].

ثُمَّ كُلِي مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا يَخْرُجُ مِنْ بُطُونِهَا شَرَابٌ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۶۹﴾ = بيا هر ډول مېوې (او د ګلانو شيره) وخوره او كومې لارې،چې پالونكي دې درټاكلي،په اسانۍ ووهه.)) له ګېډو يې په بېلابېلو رنګونو كې شات راوځي، چې خلكو ته شفا ده، په رښتيا چې په دې كې انديالو ته يوه نښه ده!

69_ شات؛ د ډېری ناروغيو درملنه: شات ډېرې ځانګړنې لري، چې روغتيا ته ګټور او د ناروغيو مخنيوي او درمنلې ته اغېزمن دي. په اسلامي رواياتو كې هم د شاتو پر درمليزې ځانګړنې ټينګار شوى دى. له امامانو په ګڼ شمېر رواياتو كې راغلي  (( ناروغ يوازې په شاتو خپله ناروغي درملولاى شي))  (د ډېرو معلوماتو لپاره تر همدې آيت لاندې تفسير نمونه وګورئ)[36].

وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ ثُمَّ يَتَوَفَّاكُمْ وَمِنْكُمْ مَنْ يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْ لَا يَعْلَمَ بَعْدَ عِلْمٍ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ قَدِيرٌ ﴿۷۰﴾ = 70   او الله پيدا كړئ، بيا مو مړه كوي او له تاسې ځينې ډېر خوار عمر (بوډاتوب) ته وررسوي، چې پر هر څه تر پوهېدو روسته بېرته پر هېڅ ونه پوهېږي (او ټول څيزونه هېر كړي) په رښتيا الله پوه وسمن دى.

70_ خوار عمر يې: په سمه توګه خوار عمرۍ ته موده ټاكلاى نشو؛ ځكه د بدن د ادراكي قواوو له منځه تلل او د هېر پيل د وګړيو د بدني روغتيا د ځواک په كچې پورې اړه لري؛ خو زیاتره له (۷۵) كلنۍ پيلېږي. ځينې روايات هم دا موضوع تاييدوي[37].

وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ بَنِينَ وَحَفَدَةً وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَتِ اللَّهِ هُمْ يَكْفُرُونَ ﴿۷۲﴾ = او الله له خپل جنسه مېرمنې درپيدا كړي او له مېرمنو يې اولاد، لمسۍ او لمسي دركړي او له پاكو څيزونو يې روزي دركړې ده ايا (بيا هم) پر باطلو ايمان راوړي او د الله له نعمته منكرېږي؟!

72_ كورنۍ؛ يو ستر نعمت دى: دې آيت، بشريت ته د خداى د يو ستر نعمت (كورنۍ) يادونه كړې، چې د بشري ټولنې بنسټ پرې ولاړ دى او د انساني ژوند غځونه هم ورپورې اړه لري. د ښځې او نر واده، د انسان د ځوځات د پايښت پر تضمين سربېره د هر يو د ارامۍ لامل هم دى او همداراز په دې چاپېريال كې د ګډكارۍ او لاسنيوي روحيه (چې انسانان سخت ورته اړين دي) بڼه مومي. د كورنۍ هر غړى په يو ډول د بل په چوپړ كې وي او په دې توګه، يو د بل اړتياوې پوره كوي او په دې كوچنيو ډلو كې بشري ستره ټولنه خپل ژوند غځوي. بېشكه كه انسانان دا ښكلې او تكويني اړيكه پرې كړي او وغواړي د كورنۍ بنسټ له منځه يوسي؛ نو خپلې پښې به يې وهلې وي او ډېر وخت به پردې خاورينه كرې پاتې نشي؛ ځكه يو بنسټ هم ددې تود او سوله ستاړي چاپېريال ځاى نيواى نشي[38].

وَيَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ شَيْئًا وَلَا يَسْتَطِيعُونَ ﴿۷۳﴾ = او د الله پرځاى داسې څيزونه نمانځي، چې بېوسي دي او واک نلري، چې له اسمانونو او ځمكې ورته روزي ورکړي .

73_ رزق او روزي د بوتانو په واك كې نه ده: مشركانو په دې انګېرنه بوتان نمانځل، چې په خپل برخليك، ګټې او زيان كې يې اغېزمن ګڼل. پوهېږو، چې رزق او روزي د انسان د ژوند له مهمو مسايلو ځنې ده؛ كه دا روزي له اسمانه راكوزېږي (؛لكه باران يا د لمر وړانګې او په څېر يې) يا له ځمكې راټوكېږي او راسپړل كېږي، دا يو يې هم د بوتانو په واك كې نه دي. بوتان بې ارزښته ژوي دي، چې اراده نه لري او يوازې د مشركانو کږنو انګېرنو – خرافاتو او جاهلي تعصبونو ونډه وركړې ده[39].

فَلَا تَضْرِبُوا لِلَّهِ الْأَمْثَالَ إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿۷۴﴾ = نو الله ته (ناروا) بېلګې مه جوړوئ؛ [ځکه] چې الله پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ .

74_ خداى ِمثل او ورته نه لري: دا غونډله هغو كسانو ته وايي، چې خداى په خپلو نيمګړيو عقلونو يادوي او له همدې لامله يې له نورو موجوداتو سره ورته كاوه؛ لكه ويل يې: لكه څنګه چې انسانان اولاد لري، خداى يې هم لري او پرښتې، د خداى لوڼې دي؛ يا خداى له جنياتو او پېريانو سره خپلوي لري؛ يا يې پوښتل، چې هغه څرنګه وراسته هډوكي ژوندي كولاى شي. دا خبرې يې ځكه كولې، چې خداى يې له نورو مخلوقاتو سره (چې د دغسې چار وس يې نه درلود) پرتله كاوه.  خداى په دې آيت كې وايي: داچې تاسې د چارو له حقايقو او الهي ذاته بې خبره ياست؛ نو حق نلرئ، هغه ته په ورته والي قايل شئ او له خپلو مخلوقاتو سره يې پرتله كړئ[40].

ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا عَبْدًا مَمْلُوكًا لَا يَقْدِرُ عَلَى شَيْءٍ وَمَنْ رَزَقْنَاهُ مِنَّا رِزْقًا حَسَنًا فَهُوَ يُنْفِقُ مِنْهُ سِرًّا وَجَهْرًا هَلْ يَسْتَوُونَ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۷۵﴾= الله يو مثال راوړي : يو مريى دى،چې د بل چا په ملكيت كې دى او هېڅ يې له لاسه نه كېږي او بل (مؤمن) انسان دى،چې له خپل لوري مو ښه روزي وركړې ده،چې په پټه او ښكاره يې (د الله په لار کې) لګوي ايا دا دواړه برابر دي؟! ستاېنه يوازې الله ته ده؛ خو ډېرى يې نه پوهېږي.   

وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا رَجُلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَبْكَمُ لَا يَقْدِرُ عَلَى شَيْءٍ وَهُوَ كَلٌّ عَلَى مَوْلَاهُ أَيْنَمَا يُوَجِّهْهُ لَا يَأْتِ بِخَيْرٍ هَلْ يَسْتَوِي هُوَ وَمَنْ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَهُوَ عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۷۶﴾ = او الله (بل) مثال راوړي : دوه سړي دي،چې يو يې ګونګى دى او هېڅ كار نشي کړاى،پر خپل خاوند پېټى دى او په هر كار پسې يې چې ورلېږي،ښه يې نه ترسره كوي؛ايا دغه (ګونګى) له هغه سړي سره برابر دى، چې پر عدالت امر كوي او پخپله پر سمه لار (هم) دى ؟!

75 او 76_ د توحيد ارزښت او د شرك بې ارزښتۍ ته دوه ښكلې بېلګې: په دې دوو آيتونو كې د توحيد پر ارزښت او د شرك پر بې ارزښتۍ د پوهېدو لپاره دوه ښكلې بېلګې ويل شوي دي. په 75 آيت كې دوه انسانان پرتله شوي دي: يو بېوس او نشتمن، چې د بل بنده دى او له ځانه واك نلري، بل وسمن او شتمن دى، چې هر وخت خپله شتمني لګولاى شي. دا يادونه او توصيف، وسمن خداى او د مشركانو بېوسه معبودانو ته يو مثال دى. خداى مړه خوا دى او ټول كمالونه له هغه دي. هر چار ته يې لاسونه پرانستې دي او څوك يې د ارادې مخه نيولاى نشي؛ خو د مشركانو معبودان د خداى مملوك دي او له ځانه واك نلري. په 76 آيت كې هم د توحيد د پوهولو لپاره بل مثال راوړل شوى، چې د دوو انسانانو پر تلنه ده: يو كوڼ او ګونګى دى، چې پر نورو پېټى دى او يو كار يې هم له لاسه نه كېږي. بل پر سمه لار عادل او وسمن انسان دى. بېشكه دا دواړه انسانان يو رنګ نه دي. دا يو مثال دى، چې د خداى او بوتانو ( يا نور څيزونه، چې بې له الله نمانځلېږي) ترمنځ د توپير انځورنې ته راوړل شوى؛ هغه بېوسي بوتان، چې په خپل شتون كې هم خداى ته اړين دي او هغه وسمن خداى، چې ذره هومره نيمګړتيا ورته لار نلري او اراده يې پر دې ده، چې نور موجودات هم كمال ته ورسوي3.

وَلِلَّهِ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا أَمْرُ السَّاعَةِ إِلَّا كَلَمْحِ الْبَصَرِ أَوْ هُوَ أَقْرَبُ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۷۷﴾ = او د اسمانونو او ځمكې پر پټو يوازې الله پوهېږي او د قيامت چار د سترګو د رپ هومره (نژدې او اسانه) او يا تردې هم نژدې دی؛ ځكه الله هر څه کړاى شي .

77_ قيامت، د سترګې رپ هومره اسان دى: ددې غونډلې موخه، خداى ته د قيامت د آسان جوړېدو بيان دى، كه څه د خداى په وينا (اعراف 187) په اسمانونو او ځمكه كې قيامت، دروند او ډېر له اهميته ډك دى او مخلوقاتو ته يو سخت او ستونزمن چار دى؛ خو خداى ته د سترګې رپ هومره اسان دى؛ البته دا تشبيه، د چار د اسانۍ كنایه ده؛ ځكه انسانانو ته د سترګې رپول، يو خورا اسان چار دى؛ خو خداى ته تردې هم خورا اسان دى او له آره هغه ته سختي او اساني څه مفهوم نه لري؛ ځكه  (( بېشكه چار یې دغسې دى، كه كله يو څيز وغواړي (؛نو) يوازې ورته وايي، چې:  ((  شه!)) ؛نو (بس) شي)) . په همدې دليل يې سملاسي ويلي دي:  (( هُوَ أَقْرَبُ ))  (او يا تر دې هم نژدې)! 4.

وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ بُيُوتِكُمْ سَكَنًا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنْ جُلُودِ الْأَنْعَامِ بُيُوتًا تَسْتَخِفُّونَهَا يَوْمَ ظَعْنِكُمْ وَيَوْمَ إِقَامَتِكُمْ وَمِنْ أَصْوَافِهَا وَأَوْبَارِهَا وَأَشْعَارِهَا أَثَاثًا وَمَتَاعًا إِلَى حِينٍ ﴿۸۰﴾ = او الله مو كورونه درته د آرام ځايونه كړل، د څارويو له پوټكيو یې داسې كورونه (کېږدۍ) درجوړې كړې، چې د لېږد او مېشتېدو پر ورځ يې سپک مومئ او د دوى له وړيو، پت او وژغنو يې د ګټنې وړ سامان [رادبره کړ]،چې تر يو ټاكلي وخته ترې ګټه واخلئ .

80_ د څارويو د ويښتانو توپير؛ يو بل نعمت: پوهېږو د څارويو پر پوټكي، چې ويښتان ټوكېږي، ځينې يې وژغنې (پوره ځيګه) دي، چې په عربي كې ورته  ((  شَعر))  وايي (او جمع يې اشعار دى) او كله (لږ پاسته او نرم) وي، چې وړى ورته وايو او په عربي كې يې  ((صوف)) نوموي (او جمع يې اصواف دى) او كله پت هم (تر دې ښه پاساته او نرم) وي او په عربي كې ((وَبَر))  ورته وايي (او جمع يې اوبار دى). ښكاره ده، چې د ويښتانو دا توپير ددې لاملېږي، چې هر يو يې په ځانګړى ځاى كې ولګېږي، له يوه فرش جوړېږي، له بل جامې او له بل كېږدۍ او په څېر يې1. د ((  إِلَى حِينٍ)) (تر يو ټاكلي وخت) قيد دې ټكي ته اشاره ده، چې ټول نعمتونه فاني او له منځه تلونكي دي؛ نو ښايي عقلمن يې په پار خپل آخرت له لاسه وركړي2.

وَاللَّهُ جَعَلَ لَكُمْ مِمَّا خَلَقَ ظِلَالًا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنَ الْجِبَالِ أَكْنَانًا وَجَعَلَ لَكُمْ سَرَابِيلَ تَقِيكُمُ الْحَرَّ وَسَرَابِيلَ تَقِيكُمْ بَأْسَكُمْ كَذَلِكَ يُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْلِمُونَ ﴿۸۱﴾ = او (همداراز) الله له هغه څيزونو، چې پيدا كړي يې دي، ستاسې د ګټې لپاره سيوري چمتو او په غرونو كې يې درته پټنځايونه جوړ كړل او جامې يې درکړې، چې له ګرمۍ (او يخنۍ) مو ساتي او داسې اغوستن [= زغرې] هم، چې په جګړو كې مو ساتندوى دي؛ په دې توګه الله خپل نعمتونه درباندې پوره کوي، ښايي (فرمان ته يې) غاړه كېږدئ.

81_ د سيوري نعمت: په دې آيت كې، سيوري، كه د ونو يا نورو څيزونو وي، د الهي ارزښتناك نعمت په توګه ياد شوي دي او حقيقت هم همدا دى؛ ځكه لكه څنګه چې انسان په خپل ژوند كې رڼا ته اړتيا لري، په ډېرى وختونو كې سيوري ته اړين دى؛ ځكه كه تل رڼا وي؛ نو ژوند به ناشونى وي. همدغسې پوهېږو، چې موږ ځمكمېشتو ته ستر سيورى، د ځمكې د كرې سيورى دى، چې شپه نومېږي او نيمه ځمكه رانغاړي. هېڅوك په انساني ژوند كې ددې ستر سيوري له ونډې سترګې پټولاى نشي، همدغسې د ورځې په ترڅ كې په بېلابېلو سيمو كې د كوچنيو سيورو ونډه هم[41].

81_ د اوسپنېزو زغرو نعمت: په ظاهره له  ((  او داسې اغوستن )=زغرې( هم، چې په جګړو كې مو ساتي((  مراد، هغه زغرې دي، چې له اوسپنې او يا يې په څېر له نورو څيزونو جوړېدې او جګړه ماران يې له ګوذارونو ساتل[42].

يَعْرِفُونَ نِعْمَتَ اللَّهِ ثُمَّ يُنْكِرُونَهَا وَأَكْثَرُهُمُ الْكَافِرُونَ ﴿۸۳﴾= (دوى) د الله نعمت پېژنې (؛خو) بيا ترې منكرېږي او ډېرى يې كافران دي .

83_ پاكلمني مخكښان، خورا ستر الهي نعمت: د نعمت الله مفهوم داسې پراخ دى، چې ټول توکیز او مانيز نعمتونه او ان پخپله پېغمبر (ص) رانغاړي. د اهل بيتو (ع) په رواياتو كې لولو، چې له نعمت الله مراد، د امامانو شتون دى. له امام صادق (رح) څخه په يو روايت كې لولو:  (( پر خداى قسم، موږ نعمت الله يو، چې خداى پرې خپل بندګان په خپلې لورنې كې رانغاړلي او نېكمرغان په موږ نېكمرغه كېږي)) څرګنده ده، چې نېكمرغي او بريا هله شونې ده، چې د رښتينو مشرانو له مشرۍ ګټنه وكړو او دا يو څرګند الهي نعمت دى، چې دلته د يو څرګند مصداق په توګه ياد شو[43].

وَيَوْمَ نَبْعَثُ مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا ثُمَّ لَا يُؤْذَنُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ ﴿۸۴﴾ = او (درياد كړه) چې كله موږ له هر امته يو شاهد راپاڅوو. بيا نو كافرانو ته (د خبرې كولو) اجازه نه وركول كېږي؛ (بلكې لاسونه، پښې، غوږونه، سترګې، ان د بدن پوټكي يې پرې ګواهي لي) او نه به د عفوې غوښتو اجازه ولري.

84_ پر هغه ورځ، چې له هر امته پرې يو لووی –  ګواه راپاڅوو: د قرآن له آيتونو او د معصومينو له رواياتو ګټنه كېږي، چې په هر وخت كې د خداى حجت (كه پېغمبر وي يا يې وصې) د خپل امت له كړنو خبر دى او د قيامت په نياوتون كې به د خپلو خلكو په باب لېینه – ګواهي وركړي؛ لكه چې دا ټكى د همدې سورت 89 آيت بيا وايي[44].

وَإِذَا رَأَى الَّذِينَ أَشْرَكُوا شُرَكَاءَهُمْ قَالُوا رَبَّنَا هَؤُلَاءِ شُرَكَاؤُنَا الَّذِينَ كُنَّا نَدْعُو مِنْ دُونِكَ فَأَلْقَوْا إِلَيْهِمُ الْقَوْلَ إِنَّكُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۸۶﴾ = او چې كله مشركان خپل شريكان وويني؛ نو وايي : ((پالونكيه! دوى هغه شريكان دي، چې ستا پر ځاى مو نمانځل.)) معبودان ورته وايي : (( تاسې دروغجن ياست (خپلې ځاني غوښتنې مو نمانځلې) .))

86_ د بوتانو او بوتپالو دعوا: خپلو دروغجنو بوتانو ته د مشركانو له اشارې موخه داده، چې ښايي د خپل عذاب يوه برخه ورولېږدوي، له همدې لامله  وايي: (( پالونكيه! دوى هغه شريكان دي، چې ستا پر ځاى مو نمانځل)) ؛ البته دا يو دروغ خبره نه ده، چې بوتان به يې دروغ وګڼي؛ خو شونې ده، چې دا دروغ ګڼل په دې پار وي، چې ساختګي معبودان، نمانځنې ته خپل لياقت او وړتيا دروغ ګڼي؛ يا داچې مشركانو يوه بله غونډله هم ورزياتوله، چې خدايه، دا معبودان زموږ په وسوسه كولو كې هم شريك وو او په ځواب كې اوري، چې تاسې دروغ وايئ؛ موږ د وسوسې  واك نه درلود[45]. بلخوا دا چې عبادت د معبود په درشل كې د بنده د حضوع پر مانا دى او دا تړاو، بې د معبود له علم او پوهې ناشونې دى او داچې د مشركانو نمانځنه يو اړخيزه او بې د بوتانو له پوهې وه؛ نو بوتان، خداى شاهد نيسي، چې موږ يې له عبادته ناخبره (او غافل) وو[46].

وَيَوْمَ نَبْعَثُ فِي كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا عَلَيْهِمْ مِنْ أَنْفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِكَ شَهِيدًا عَلَى هَؤُلَاءِ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ ﴿۸۹﴾ = 89   او (درياد كړه) پر هغه ورځ، چې موږ په هر امت كې له خپلو یې يو شاهد ورپاڅوو او تا هم پرهمدې امت ګواه راولو او موږ دا كتاب پر تا نازل كړى، چې د ټولو څيزونو څرګندوونكى دى او مسلمانانو ته لارښود، رحمت او زېرى دى .

89_ د بېلاريو ږوی- ګواه: ددې غوڼدلې په تفسير كې او داچې له ((هؤلاء)) مراد كوم كسان دي او په قيامت كې د اسلام پېغمبر (ص) پر چا ږوی – ګواه دى؛ مفسرانو پرې ډېرې خبرې كړې دي؛ خو دوه خبرې ډېر پاموړ دي: لومړى داچې له  (( هؤلاء)) مراد، د پېغمبر اكرم امت دى او لكه څنګه چې د هر امت پېغمبر پر خپل امت ږوی – ګواه و، د اسلام پېغمبر (ص) هم پر خپل امت ږوی –  ګواه دى. دويم داچې له  (( هؤلاء)) مراد؛ نور ږوي – ګواهان دي. توضيح داچې له پيله د نړۍ تر پايه ټول امتونه ځان ته ږوي – ګواهان لري (چې پېغمبر يا يې وصي دی) او د اسلام پېغمبر (ص) پر ګردو ګواهانو شاهد دى. په دې توګه د آيت مانا داسې كېږي، چې په هرې زمانې كې د خداى حجت د خپل امت پر حالاتو خبر دى او د قيامت په محکمه  كې به يې په اړه شاهدي وركړي. البته د قرآن په آيتونو او رواياتو كې ځيرنه دويم نظر تاييدوي[47]. د ډېرو معلوماتو لپاره د بقرې سورت د 143 آيت څرګندنه ولولئ.

89_ قرآن؛ د هرڅه څرګندوونكى: په ظاهره له دې غوڼدلې مطلب دادى، چې قرآن د انسان د لارښوونې او ښیون – هدايت اړوند ټول څيزونه څرګند كړي دي؛ ځكه قرآن د ښيون كتاب دى، نه يو ستر دايرة المعارف؛ چې د رياضي، جغرافيا، تاريخ، كيميا، فزيك، ګيا پېژندنې او…… ټول جزئيات پكې راغلي وي او كه كله دې علومو ته څه اشارې كوي، موخه يې ښیون او انسان جوړونه ده؛ نو ځكه (( قرآن د هر څه څرګندوونكى دى)) مانا داده، چې بشر د ښيون او خپلې ابدي نېكمرغۍ په چار كې، څه ته اړتيا لري. په قرآن كې راغلي دي؛ لكه چې له امام صادق (رح) څخه په يو روايت كې لولو:  (( خداى په قرآن كې هر څيز ويلى دى. پر خداى قسم، د خداى بندګانو، چې كوم څيز ته اړتيا درلوده، ټول يې راخستي او شاته يې اچولي نه دي، چې هسې نه څوك ووايي، چې كاشكې په قرآن كې دغسې يو څيز رانازل شوى واى. خداى په قرآن كې د خلكو د اړتيا وړ څيزونه نازل كړي دي)) ؛ البته د قرآن پر لوړو زده كړو د پوهېدو لپاره بايد د هغه حقيقي عالمانو (؛يعنې پېغمبر (ص) او امامانو عليهم السلام) ته مراجعه وكړو او له دې رڼو چينو خړوب شو [48].

إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿۹۰﴾ = په رښتینه كې الله د عدل، ښېګڼې او د خپلوانو (د حق) پوره کولو امر كوي او له ناوړو چارو، بدۍ او سرغړونې منع كوي، نصحيت درته كوي، ښايي پند واخلئ .

90_ هر اړخيزې ټولنيزې  كړنلارې: دا آيت، په ټولنيزو، انساني او اخلاقي چارو كې د اسلامي ښوونو يو هر اړخيزه بېلګه څرګندوي. په پيل كې وايي:  ((خداى پر عدل، احسان او خپلوانو ته پر ډالۍ وركولو امر كوي)) . عدل هماغه قانون دى، چې د هستۍ نظام يې پر چورليز چورلي او په دې مانا ده، چې هر څيز دې پر خپل ځاى وي؛ نو ځكه هر ډول كوږوالى، افراط، تفريط او د نورو پر حقوقو تېرى، د عدل د آر پر خلاف چارې دي؛ خو دا عدل (د ټول قدرت، دبدبې او ژور اغېز سره سره) په كړكېچنو او استثنايي حالاتو كې، په يوازې ځان كار سازی نه دى؛ نو سملاسي ورپسې د نېكۍ كولو او احسان امر كوي.  له حضرت علي (ك) په يو روايت كې لولو: ((عدل، د انصاف مراعاتول او احسان، د ډېرو وركړه ده)) . آيت په درې رغنده آرونو پسې پر درېيو نهې شويو آرونو لګيا كېږي او وايي:  (( خداى له فحشاء، منكر او ظلمه نهې كوي)) . فحشاء پټو ګناهونو او منكر ښكاره ګناهونه ته اشاره ده. او بغى له حقه هر ډول تېرى، ظلم او ځان غوره ګڼل دي. دې آيت ته پاملرنه او پلي كول يې، بسیا ده، چې نړۍ آباده، ښېرازه او له هر ډول بدمرغۍ تشه كړي. له همدې لامله له نبي كريم (ص) څخه په يوه روايت كې لولو: (( د خداى په دې وينا كې د تقوا ټولګه ده:  (( ان الله ياءمر بالعدل و…..)) ))[49].

وَلَا تَكُونُوا كَالَّتِي نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ أَنْكَاثًا تَتَّخِذُونَ أَيْمَانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ أَنْ تَكُونَ أُمَّةٌ هِيَ أَرْبَى مِنْ أُمَّةٍ إِنَّمَا يَبْلُوكُمُ اللَّهُ بِهِ وَلَيُبَيِّنَنَّ لَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ﴿۹۲﴾ = او (په ژمنماتۍ كې) د هغې (ښځې) په څېر مه شئ، چې خپل ټينګ ورېشلي تارونه بېرته اومړي او تار تار كړي! حال دا خپل قسمونه په خپلو كې د ټګۍ او غولونې لپاره كاروئ، له دې لامله ،چې د يوې ډلې شمېر تر بلې ډېر دى (او د دښمن ډېروالى له پېغمبر سره د بيعت ماتونې پلمه ګڼئ) الله تاسې يوازې ددې (ژمنې پر وفا) ازمېيي او په څه كې چې مو اختلاف كاوه، الله به یې د قيامت پر ورځ هرومرو درڅرګند كړي.

92_ ژمنماتي: خداى په ټوليز ډول په مخكې آيت كې د قسم له ماتولو نهې كړې. ورپسې په دې آيت كې يې هغوى  چې (تر ټينګ قسم خوړو او د خداى د رضا تر منلو روسته) خپل قسمونه ماتوي، له هغې احمقې ښځې سره ورته كړې، چې خپل ټينګ ورېشلي تارونه بېرته اومړي. ويل شوي، چې دا آيت د  (( ريطة بنت عمرو))  په نامه يوې احمقې ښځې ته اشاره ده، چې تر غرمې به يې له خپلو مينزو سره وړۍ ورېشلې او بيا يې ويل، چې بېرته يې اومړئ او همدا يې كارو.[50]

وَلَا تَتَّخِذُوا أَيْمَانَكُمْ دَخَلًا بَيْنَكُمْ فَتَزِلَّ قَدَمٌ بَعْدَ ثُبُوتِهَا وَتَذُوقُوا السُّوءَ بِمَا صَدَدْتُمْ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَلَكُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۹۴﴾ = او خپل قسمونه يو د بل د غولونې او خيانت لپاره مه كاروئ، هسې نه (پر ايمان) تر ټينګېدو روسته كوم قدم وښويېږئ او له دې لامله، چې خلك مو د الله له لارې منع کول، ناوړه (اغېزې يې) وڅکئ! او پر ستر عذاب اخته شئ!

94_ د ژمنې او تړون ماتونې دوه ناوړې پايلې: دې آيت تړون ماتونې او له قسمونو خيانت ډولې ګټنه دوه ناوړې پايلې يادې كړي دي: 1_ ددې چلن له لامله د خلكو ډاډ له منځه ځي او يو شمېر ايمان راوړوونكې په خپل ايمان كې سستېږي. 2_ په آخرت كې د انسان الهي عذاب پر برخه كېږي)1(. كه څه دا آيت او ورپسې آيت، په عمومي توګه هر ډول تړون ماتونه او له سمونو ناوړه ګټنه نهې كوي؛ خو د اهل بيتو عليهم السلام په رواياتو كې، ددې آيتونو يو ستر مصداق، د حضرت علي د ولايت تړون ماتونه وه، چې پېغمبر (ص) له خلكو اخستى و. هو، ددې حياتي تړون ماتونه، لامل شوه، چې ډېرى انسانان له سیده الهي لارې واوړي او بلخوا، تړون ماتي په الهي عذاب كې راګېر شي[51].

مَا عِنْدَكُمْ يَنْفَدُ وَمَا عِنْدَ اللَّهِ بَاقٍ وَلَنَجْزِيَنَّ الَّذِينَ صَبَرُوا أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۹۶﴾ = څه چې درسره دي، له منځه ځي؛ خو څه چې له الله سره دي، تلپاتې دي او هرومرو به یې صابرانو ته تر كړنو هم غوره بدله وركړو .

96_ ژوند د تلپاتینې رنګ ورکړو: د توکیزې نړۍ طبيعت، نېستېدنه – فنا او له منځه تګ دى؛ خو كه توکیز- مادي ژوند په يو ډول د خداى له سېڅلي ذات سره په اړيكه كې كړو او يوازې خداى او لارې ته يې وكارو؛ نو د تلپاتېينې رنګ خپلوي. په همدې دليل، پېغمبران، امامان، رښتوني پوهان، شهدا او ان صالح كړه وړه له ابديت سره مل دي، له بني كريم (ص) څخه په يو حديث كې لولو:  ((  چې د آدم زوى له نړۍ ځي بې له درې څيزونو نور له هر څه یې هيلې پرې كېږي: 1_ جاريه صدقات (د خير چارې، چې د خلكو په چوپړ او د خداى لپاره وي). 2_علم، چې خلك ترې ګټه اخلي. 3_ صالح اولاد چې دعاء ورته كوي)) . همداراز له علي (ك) روايت شوى دى:  (( د دوو كړنو ترمنځ توپير دى: هغه كړنې، چې خوند يې له منځه تلونكى دى او پيكه پايلې يې پاتېږي او هغه كړنې، چې كړاو يې تېر شوى او اجر يې پاتېږي)) [52].

96_ بدله؛ د غوره كړنو له مخې: دا تعبير، دا ټكى څرګندوي، چې د صابرانو نېكې كړنې يو رنګ نه دي؛ ځينې ښې او ځينې ډېرې ښې دي؛ خو خداى ټولې د ډېرو ښو په كتار كې راولي او د ډېرو ښو اجر وركوي او دا نهايي ستر توب دى، چې څوك څو ډوله كالي_ عالي، ښه او منځو مال_ پلور ته وړاندې كوي؛ خو پيروونكى ټول د عالي په بيه واخلي[53].

مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۹۷﴾ = هر نارينه او يا ښمځنه، چې ښه كار وكړي (؛ نو) كه ايمان يې راوړى وي؛ نو بېشکه پاکیزه ژوندون به وركړو او هرومرو به تر خپلو كړنو هم ښه بدله وركړو.

97_ پاك ژوند: خداى په دې آيت كې نېكچاريو مؤمنانو ته ژمنه وركړې، په عين دې كې، چې د نورو خلكو په څېر ژوندي دي؛ خو دوى به له نوي او پاك ژونده برخمن كړي: نورانيت او ليدانه، چې حق له باطلو جلا كولاى شي. له همدې لامله  مؤمنان له توکیزې – مادي نړۍ زړه پرې كوي او ځان له عزتمن خداى سره نښلوي. دا نښلون او تړاو، د  (( پاك ژوند)) حقيقت دى؛ ځكه ځانونه يې له داسې شتون سره نښلولي، چې يوه ذره نيمګړتيا نلري او په دې حال كې، انسان ځان داسې عزتمن او با دبدبه مومي، چې په خوله نه راځي؛ ځكه داسې ژوند يې تر لاسه كړى، چې مرګ، كړاو، رنځ، درد او بدمرغي پكې سوړه كړاى نشي[54].

فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ ﴿۹۸﴾ = نو چې كله قرآن لولې؛ الله ته د رټل شوي شيطان (له شره) پناه يوسه!

98_ د قرآن د لوست پر مهال خداى ته د پناه وروړو مانا: په ټوليز ډول دوه څيزونه د حقايقو پېژندو ته اړین دي؛ د حق بربنډتوب او د ليد او درك وزله. بېشكه د قرآن څېره خورا ښكاره ده؛ خو شونې ده، چې شيطان او شيطان ډولي د هوى، هوس او ځاني غوښتنو په ملتيا له انسانه د ښاندې – پېژندنې ځواک واخلي؛ لكه چې په يو حديث كې وايو:  (( كه شيطانان د بنيادمانو له زړونو ګرد چاپېره نه تاوېدل؛ نو د اسمانونو ملكوت او باطن يې ليداى شو))  ځکه ، د حق لارويانو ته ړومبى شرط، د نفس پاكوالى، ځان ساتنه او تقوا ده او په ډاګه بايد ووايو، له دې آيته مراد، دا نه دى، چې د  (( اعوذ بالله من الشيطان الرجيم))  پر ويلو قناعت وكړو؛ بلكې بايد دا ذكر پر فكر او فكر پر يو دننني حالت واړوو او د هر آيت د لوست پر وخت داچې شيطاني وسوسې زموږ او د خداى د كلام ترمنځ خنډ نشي؛ نو خداى ته پناه وړو[55].

وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ لِسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهَذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُبِينٌ ﴿۱۰۳﴾ = او په يقين موږ پوهېږو، چې دوى وايي : ((دا آيتونه كوم انسان ورښيي .)) (نه داسې نه ده؛ ځكه) د چا ژبه چې دوى ورته اشاره كوي، [گونگه او] پردۍ ده؛ خو دا (قرآن په) څرګنده عربي ژبه دى.

103_ كافرانو، قرآن پر چا ورتړه؟: داچې دا آيت چاته اشاره كوي، بېلې بېلې خبرې شوي دي. له ټوله يې پوهېداى شو، چې هغه يو مسيحي رومى او د بني حضرمي ازاد شوى مريي و، چې په مكه كې اوسېده او د كتابيانو پر كتابونو پوه و. مشركانو، پېغمبر (ص) تورناوه، چې قرآن يې ترې زده كړې دى. قرآن يې په ځواب كې وايي، چې له آره خو د هغه سړي ژبه عربي نه وه؛ حال داچې قرآن په څرګنده عربي دى او ناشونې ده، چې هغه ناعرب (عجم) عربي فسيح قرآن د پېغمبر په څېر يو تن ته چې په لوست او ليكلو هم نه پوهېده ورزده كړي[56].

إِنَّمَا يَفْتَرِي الْكَذِبَ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْكَاذِبُونَ ﴿۱۰۵﴾= يوازې هغوى دروغ جوړوي، چې د الله پر آيتونو ايمان نه لري (هو!) واقعي دروغجن همدوى دي.

105_ مؤمن دروغ نه وايي: دا آيت، د دروغو د بدرنګۍ په اړه خبرې كوي او دروغجن له كافرانو او د الهي آيتونو له نمښتو سره په يوه ليكه كې ګڼي. كه څه د آيت اشاره پر خداى او پېغمبر (ص) تور او افترا ته ده؛ خو د دروغو بدرنګي پكې انځور شوې. ددې آيت له مخې، دروغ له ايمان سره اړخ نه لګوي؛ ځكه دروغ د نفاق له نښو ځنې دي او نفاق له ايمان سره اړخ نه لګوي[57]. په يوه حديث كې لولو، چې پېغمبر (ص) وپوښتل شو: ايا مؤمن زنا كوي؟ ويې ويل:  (( شونې ده)) . ايا مؤمن غلا كوي؟ ويې ويل:  ((  شونې ده [چې پر دغسې ګناهونو اخته شي؛ خو خپله ايمان يې پاتېږي] )) . ايا مؤمن دروغ وايي: ويې ويل:  (( نه))  ورپسې يې دا آيت ولوست:  (( إِنَّمَا يَفْتَرِي الْكَذِبَ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ ))[58].

مَنْ كَفَرَ بِاللَّهِ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِهِ إِلَّا مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالْإِيمَانِ وَلَكِنْ مَنْ شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِنَ اللَّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۱۰۶﴾ = څوك چې تر ايمان راوړو روسته پر الله كافر شي (سزا یې دوزخ دی)؛خو كه څوك اړ ايستل شوى وي او زړه يې پر ايمان ډاډه وي (؛نو بيا خو خير دى)؛ خو چا چې (په خوښه خپله) سينه كفر ته پرانسته (؛نو) پر دوى د الله غضب دى او ستر عذاب ورته څارو دى .

106_تقيه: له رواياتو ګټنه كېږي، چې دا آيت د عمار ياسر (رض) په باب نازل شوى دى؛ په دې توګه، چې د قريشو مشركانو د ده مورو پلار (سمیه او ياسر) او د بلال او خباب په څېر څو تنه نوي مسلمانان شوي ونيول، چې له خپل دينه وګرځي او له پېغمبر (ص) كركه څرګنده كړي؛ نو ځكه يې وربړول، تردې چې د عمار موروپلار د ربړونې په ترڅ كې ساه وركړه. بلال او خباب (رضى الله تعالى عنهما) ربړه وزغمله او د كفر له ويلو يې ډډه وكړه؛ خو د عمار زغم پاى ته رسېدلى و او څه چې مشركانو غوښتل، په خوله يې راوړل او ځان يې ترې خلاص كړ. دا خبر په مسلمانانو كې خپور شو او ځينو عمار په كفر او ارتداد وغانده؛ خو پېغمبراكرم دا ډنډورې رد كړې او د عمار  دفاع یې وكړه. څه موده روسته عمار ژړغونی پېغمبر (ص) ته ورغى او له خپلې خبرې يې پښېماني وښووله. پېغمبر (ص) ورته وويل:  (( د كفر ويلو پر وخت دې، په زړه كې څه ګروهه وه؟))  ويې ويل: زړه مې ارام او مؤمن و. پېغمبر (ص) وويل:  (( كه بيا یې هم وربړولې، چې څه وايي، ويې وايه او ځان دې وژغوره[59])) .   له دې آيت او له شان نزوله يې او پرېمانه رواياتو ګټنه كېږي، چې په ډېرى ځايونو كې د تقيه د بېلابېلو ډولونو كارونه جايز څه چې واجب ده (د ډېرو معلوماتو لپاره د آل عمران سورت د 28 آيت څرګندنې ته مراجعه وكړئ).

وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ ﴿۱۱۲﴾ = الله (هغوى ته چې د نعمت ناشكري يې كړې ده) بېلګه راوړې ده : يوه د امن او ارام اباده سيمه وه (چې) له هر لوري پرېمانه روزي وررسېده؛ خو د الله د نعمتونو ناشكري يې وكړه او الله (هم) د خپلو كړنو له لامله د لوږې او وېرې په جامو د پټېدو خوند وروڅاكه .

112_ د نعمت د ناپاسلۍ – ناشكرۍ سزا: تردې آيت لاندې، له يو معصوم څخه روايت شوى: دا آيت د هغه قوم په باب رانازل شوى، چې د  ((  ثرثار))  په نامې يو رود پكې بهېده او له لامله  يې ځمكه شنه، ښېرازه او بركتي وه. دومره په نعمتونو كې ډوب شول، چې د خداى د نعمتونو ناپاسلي – ناشكري يې وكړه، تر دې چې د اوړو په خمبيره يې خپلې چټلۍ پاكولې او ويل يې: خمبيره نرمه ده (او بدن مو نه ځوروي)؛ نو ځكه يې پر الهي نعمتونو ناشكري وكړه او سپك يې وګڼل، چې له لامله  يې خداى پرې رود وچ كړ او په پايله كې وچكالي ورغله؛ تر دې چې خداى د هماغو ناپاكو خمبيرو خوړو ته اړين كړل او پر ويش به يې شخړه كوله[60]. دا آيت او روايت، په الهي نعمتونو كې ډوبو وګړيو او ملتونو ته يوه ګوتڅنډنه او اخطار دى، چې پوه شي، هر ډول اسراف او تبذير او د نعمتونو ضايع كول، د خداى پر وړاندې جريمه لري او ډېره لږه سزا يې ددې نعمتونو اخستل دي. له همدې لامله په اسلامي رواياتو كې دې موضوع ته ډېره پاملرنه شوې ده. تر دې چې له امام صادق (رح) نه په يو روايت كې لولو:  (( پلار مې (امام باقر) پردې خپه كېده، چې په خوړو ككړې ګوتې په لاسپاكي پاكې كړي؛ بلكې د خوړو د درناوي په پار يې څټلې؛ يا كه ترڅنګ يې ماشوم و او په كاسه كې يې څه پاتې و، كاسه يې ورپاكوله او پخپله يې ويل: كله كېږي، چې له دسترخوانه څه لږ شانته خواړه لوېږي؛ خو زه يې راټولوم…. ))  بيا امام باقر  د هغه قوم داستان، چې د الهي نعمتونو په تېره د ډوډۍ ناشكري كړې وه اوڅار- مطرح كړه[61].

إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۱۵﴾ = پوه شئ [چې الله] پر تاسې يوازې مړزګه، وينه، د سرکوزي غوښه او هغه څاروي حرام كړي، چې بې د الله له نامه يې د بل چا په نامه سر غوڅ شوى وي؛ نو که څوک یې له مجبورۍ وخوري او له بريده تېرى او زياتى و نه كړي (؛ نو الله يې بښې؛ ځكه) چې خدای لورین بښونكى دى

۱۱۵_ باغ او عاد: باغ يا باغي، د   بغې له مادې، د مطلب او غوښتو پر مانا ده او دلته د خوند اخستو يا د الهي حرامو پر حلال ګڼلو تفسير شوى دى.  عاد يا عادي، د عمدو له مادې د تيري پر مانا ده او دلته مراد هغه دى، چې د اړتيا پر وخت له لازم مقداره ډېره حرامه غوښه وخوري؛ البته موږ ته له اهلبيتو په رارسېدلیو رواياتو كې، كله  (( باغي))  د ظالم پر مانا او  (( عادي))  د غاصب پر مانا راغلي او ان باغي د هغه چا پر مانا ده، چې د امام پر ضد راپاڅي او عادي د غل پر مانا راغلې ده. شونې ده دا روايات دې ته اشاره وي، چې په مسافرتونو كې حرامو غوښو ته بېړنۍ اړتيا پيدا كېږي او كه څوك، د ظلم، تېري او غلا لپاره سفر وكړي او پر دغسې غوښو اخته شي، كه څه ځان ساتنې ته مؤظف دى، چې ګټنه ترې وكړي؛ خو خداى دا چار ګناه بولي[62].

وَعَلَى الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا مَا قَصَصْنَا عَلَيْكَ مِنْ قَبْلُ وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۱۱۸﴾ = كوم څيزونه، چې تردې مخكې مو درته وویل، پر يهودو مو حرام كړي ول او (موږ) پرې ظلم نه دى كړى؛ خو پخپله يې پرخپلو ځانونو ظلم کاوه .

118_ پر يهودو الهي بندېزونه: دا آيت هغو چارو ته اشاره كوي، چې د انعام سورت په 146 آيت كې راغلي:  (( او پر يهودو مو ټول نوكانوال څاروي حرام كړي وو او د غويانو او پسونو د دواړو وازدې مو پرې حرامې كړې وې؛ خو هغه وازدې (مو نه وې حرامې كړې)، چې پر شا يې پرتې وې يا يې په دواړو خواوو پورې وې، يا يې په هډوكيو پورې نښتې وي، موږ يې د سرغړونې له لامله دغسې سزا وركړه او بيخي رښتيا وايو)) او د نساء سورت په 160 او 161 آيتونو كې لولو:  (( پر يهودو مو، يوه برخه څيزونه، چې مخكې ورته حلال وو، حرام كړل؛ځكه ظلمونه يې كول او خلك يې د خداى له لارې ډېر زيات منع كول؛ او (پردې سربېره) سود يې اخسته، چې ترې منع شوي وو او په نا حقه يې د خلكو مالونه خوړل او ….)) [63].

ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ عَمِلُوا السُّوءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابُوا مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ وَأَصْلَحُوا إِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۱۹﴾ = بيا په رښتینه کې پالونکى دې له هغو سره (مرستندوى دى) چې په ناپوهۍ کې ناوړه چار وکړي، بيا توبه ترې وباسي او ځانونه سم کړي؛ البته پالونکى دې تر دې (چارو) روسته لورین بښونکى دى.

119_ د توبې قبلولو شرايط: دا آيت، توبه په زړګنۍ او دنننۍ پښېمانۍ پورې نه را ايساروي؛ بلكې پر عملي اغېز يې ټينګار كوي. سمونه، اصلاح او سکېنده – جبیره، د توبې پوره كول بولي، چې دا غلط اند د انسانانو له مغزو ووځي، چې د  ((استغفر الله)) په ويلو په زرګونو ګناهونه جبرانولاى شو؛ بلكې بايد ګناهونه په عمل كې جبران كړو او د انسان يا ټولنې د روح كومه برخه، چې د ګناه له   زيانمنه شوې، اصلاح او كوشېر شي. آيت دومره پر دې ټكي ټينګار لري، چې بيا په دې غونډلې  ((پالوونكي دې تر توبې او سمونې روسته بښونكى او لورين دى)) ټينګار كوي، چې په بښنې او الهي رحمت كې رانغاړېدل يوازې تر توبې او سمونې روسته شونې دي[64].

إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِلَّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۲۰﴾ = په رښتيا چې ابراهيم (په يوازې سر) د الله د فرمان اطاعتمن امت و؛چې هېڅ ډول كږلېچ يې نه درلود او له مشركانو ځنې نه و؛ 

120_ ابراهيم (ع) يو امت و: داچې ولې حضرت ابراهيم (ع) ته ((امت)) ويل شوى، بېلابېلې خبرې شوي؛ چې ځينې یې دادي: دا ویی – كلمه، د آنحضرت (ع) د ستریا  ښوونكې ده؛ لكه چې وايي:  (( پلانى پخپله په يوازې ځان يو ټبر دى))  همدغسې ويلي يې دي،امت دلته د هغه مشر او امام پر مانا دى، چې لاروي ترې كېږي. ځينو ويلي، چې ابراهيم (ع) په هغې زمانې كې د ځمكې پر مخ يوازېنى مؤحد و، چې د ځمكې پر مخ هېڅ یوپال – مؤحد او خداى نمانځى نه و او ټول انسانان د شرك او بوتپالۍ په منجيله كې راګېر وو؛ نو ابراهيم (ع) په يوازې ځان يو امت او مشركان، بل امت و (روستى نظر، د امام صادق د يوه روايت منځپانګه ده)[65].

إِنَّمَا جُعِلَ السَّبْتُ عَلَى الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۱۲۴﴾ = (يهودو ته) د شنبې د ورځې (بنديزونه) يوازې يوه سزا وه، چې پكې يې اختلاف وكړ او ستا پالونكى به د قيامت پر ورځ په هغه څه كې چې اختلاف يې درلود، پرېكړه وكړي .

124_ ولې په اسلام كې د يهودي دين يو شمېر سخت احكام نسخ شول؟: دا آيت د هغو بندېزونو په هكله دى، چې خداى د يهودو د يو قوم د ګناهونو او تېريو په پار پرې ولګول او د قوم ډېرى وګړيو دا بنديزونه ناليدلي وګڼل او په پايله كې الهي غضب راونغاړل او بيزوګان شوو ( د ډېرو معلوماتو لپاره د اعراف سورت د 163 آيت څرګندنه وګورئ). دا آيت ددې پوښتنې په ځواب كې دى، چې ولې د يهودو په دين كې يو لړ احكام وو، چې له انساني طبيعت سره يې اړخ نه لګاوه، چې بيا په اسلام كې نسخ شوي دي. قرآن ددې شبهې په ځواب كې وايي، له پيله دا بنديزونه پرې لګول شوي نه ول؛ بلكې د ګناهكارېدو په پار ورولګېدل او مجازاتي بڼه يې درلوده او نورو امتونو ته يې غځونې څه لزوم نه درلود او نه يې لري[66].

ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ ﴿۱۲۵﴾ = د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه او په غوره چلن استدلال او ویینه ورسره وكړه، ستا پالونكى تر هر چا ډېر ښه پوهېږي، چې څوك یې له لارې اوښتي او (همداراز) پوهېږي، چې څوك پر سمه لار دي .

125_ د خداى لوري ته بلندود: دا آيت د تبليغ او خداى ته د بلنې او له مخالفانو سره د مناظرې او خبرو اترو دود څرګندوي. په پيل كې وايي: ((د پالوونكي لوري ته دې په حكمت او غوره ورم- نصحيت بلنه وركړه))  ؛ ځكه په دې لار كې ړومبى ګام، د ويده عقلونو ويښولو ته د سم سول او پخو دلايلو كارونه ده. دويم ګام د انسانانو له عواطفو ګټنه ده؛ ځكه موعظه او ورم ډېر عاطفي اړخ لري، چې په راپارولو يې سترې پرګنۍ حق پلو ته ورځیرولای شو او داچې موعظه يې په حسنه قيد كړى، ښايي دې ته اشاره وي، چې ورم هله اغېزمن دى، چې تاوتريخوالى، ځانمني، د مقابل لوري سپكول، د ځېل راپارول او…. پكې نه وي. درېيم ګام، په ښه دود خبرې اترې او مناظره ده. دا پړاو په هغوى پورې ځانګړى دى، چې ذهن يې له ناسمو زېرمو ډك وي او بايد ذهن يې په مناظره تش كړو، چې حق منلو ته چمتو شي. ښكاره ده، مناظره هله اغېزمنه ده، چې ښه وي؛ يعنې حق، عدالت، سمواكى، رښـتيا  او امانت پرې واكمن وي او له هر ډول سپكاوي، توهين او ځان لوړ ګڼل پكې نه وي او په يوه خبره كې، ټول انساني اړخونه وساتل شي[67].

 

 

 

 

 

[1] نمونه، 11: 142 مخ.

[2] نمونه، 11: 151 مخ + الميزان، 12: 203 مخ.

 

[3] الميزان، 12: 211 مخ.

[4] نمونه، 11: 172 مخ.

[5] نمونه، 11: 172 مخ.

[6] وسائل الشيعه، 25: 96 مخ.

[7] نمونه، 11: 172 مخ

[8] نمونه، 11: 182 مخ.

[9] پيام قرآن، 2: 222 مخ.

[10] نمونه، 11: 183 او 188 مخونه.

[11] نمونه، 11: 194 مخ.

[12] نمونه، 11: 206 مخ.

[13] الميزان، 12: 232 مخ.

[14] سجده_ 12

[15] يونس_90

[16] نمونه، 11: 209 مخ.

[17] الميزان، 12: 234 مخ.

[18] نمونه، 11: 213 مخ.

[19] الميزان، 12: 237 مخ.

[20] نمونه، 11: 221 مخ.

[21] نمونه، 11: 225 مخ.

[22] نمونه، 11: 235 مخ.

[23] الميزان، 12: 253 مخ.

[24] الميزان، 12: 256 مخ.

[25] الميزان، 12: 260 مخ.

[26] نمونه، 11: 249 مخ.

[27] نمونه، 11: 254 مخ.

[28] نمونه، 11: 267 مخ.

[29] نمونه، 11: 267 مخ.

[30] الميزان، 12: 276 مخ.

[31] الميزان، 12: 280 مخ.

[32] نمونه، 11: 284 مخ.

[33] الميزان، 12: 288 مخ.

[34] نمونه، 11: 290 مخ.

[35] الميزان، 12: 292 مخ.

[36] نمونه، 11: 302 مخ.

[37] الميزان، 12: 294 مخ.

[38] الميزان، 12: 297 مخ.

[39] نمونه، 11: 322 مخ.

[40] الميزان، 12: 298 مخ.

[41] الميزان، 12: 299 مخ. نمونه، 11: 344 مخ

[42] الميزان، 12: ۳۱۴

[43] نمونه، 11: ۳۵۰ مخ.

[44] اطيب البيان، 8: 167 مخ

[45] نمونه، 11: 357 مخ.

[46] تفسير موضوعي، 2: 707 مخ.

[47] الميزان 12: 323 مخ+ نمونه، 11: 359 مخ+ اطيب البيان 8: 174 مخ.

[48]   نمونه ، ۱۱، ۳۶۱

[49]  نمونه ۱۱، ۳۹۶

[50]  المیزان ۱۲، ۳۳۵

[51] طیب البیان، ۸ ټ، ۱۸۱ مخ.

[52] نمونه، 11ټ: ۳۹۰ مخ.

[53] نمونه، ۱۱ټ، ۳۸۸  مخ.

[54] الميزان، 2: 341 مخ.

[55] نمونه، 11: 397 مخ.

[56] الميزان، 12: 347 مخ.

[57] نمونه، 11: 412 مخ.

[58] الميزان، 12: 352 مخ.

[59] الميزان، 12: 358 مخ.

[60] الميزان، 12: 376 مخ.

[61] نمونه، 11: 435 مخ.

[62] نمونه، 11: 441 مخ.

[63] نمونه،11: 444 مخ.

[64] نمونه، 11: 445 مخ.

[65] الميزان، 12: 367 او 368 مخونه.

[66] الميزان، 12: 369 مخ.

[67] نمونه، 11: 355 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!