تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نصر سورت   بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ= د لوراند او لورین الله په نامه إِذا جاءَ نَصْرُ اللّهِ وَ الْفَتْحُ«1» وَ رَأَیْتَ النّاسَ یَدْخُلُونَ فِی دِینِ اللّهِ أَفْواجاً«2» فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ وَ اسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ کانَ تَوّاباً«3»= (پېغمبره!) چې د الله مرسته او( پر باطلو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نصر سورت

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ= د لوراند او لورین الله په نامه

إِذا جاءَ نَصْرُ اللّهِ وَ الْفَتْحُ«1» وَ رَأَیْتَ النّاسَ یَدْخُلُونَ فِی دِینِ اللّهِ أَفْواجاً«2» فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ وَ اسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ کانَ تَوّاباً«3»= (پېغمبره!) چې د الله مرسته او( پر باطلو د حق ) بريا راورسي. او خلک وينې، چې ډلې ډلې د الله دين ته ورننوځي؛ نو خپل پالونكى په پاكۍ وستايه او بښنه ترې وغواړه! [ځكه] چې هغه د توبې ښه قبلوونکی دی.

ټکي:

* عموم مفسرین، دا سورت پر اتم هجري کال د مکې په سوبې پورې اړوند ګڼي، چې ځینو خلکو د اسلام د حقانیت او ځینو یې له وېرې اسلام راووړ؛ لکه ابوسفیان، چې امام علي کرم الله وجهه یې په اړه وايي:

 «ما اسلموا و لکن استسلموا و اسرّوا الکفر[1]= هغوی په ظاهره مسلمان شول؛ خو په باطن کې کافر پاتې شول.

په قرآن کې ایمان ته دوه ډوله ورننوتل راغلي دي: یو دین ته د خلکو ورننوتل، چې په دې سورت کې وايي: «یَدْخُلُونَ فِی دِینِ اللّهِ» او یو د خلکو زړه ته د ایمان ورننوتل، چې په حجرات سورت کې وايي: «وَ لَمّا یَدْخُلِ الْإِیمانُ فِی قُلُوبِکُمْ[2]» تراوسه مو دین زړه ته نه دی درننوتی.

*په یوه حدیث کې راغلي دي: هغه مهال چې حضرت امام مهدي راښکاره شي؛ نو د نړۍ خلک به ډلې ډلې اسلام راوړي[3].

* قرآن د الله پر تسبیح، تر تکبیر او تمجید ډېره سپارښتنه کړې ده: په قرآن کې د تسبیح کلیمه تر تکبیر او تمجید ډېره راغلې ده.

* په یوه حدیث کې راغلي دي:د مکې د سوبې پر مهال،پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله لومړی مسجد الحرام ته ورننوت او لمونځ یې وکړ[4].

*الهي نصرت، له دینه د خلکو په ملاتړ پورې اړوند دی. «إِنْ تَنْصُرُوا اللّهَ یَنْصُرْکُمْ[5]»

* «تَوّابٌ» کلیمه یوولس ځل په قرآن کې راغلې ده، چې نهه ځل یې د لورنې له کلیمې سره «تَوّاباً رَحِیماً»، یو ځل له حکمت سره [6] او یو ځل په مطلق بڼه راغلې ده.

* پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم د مکې تر سوبې روسته ټولو ته بښنه اعلان کړه او مکه بې وینې تویېدنې سوبه شوه. ان هغه مهال چې آنحضرت ولیدل، چې حضرت سعد بن عباده (رض) د غچ شعار ورکوي او وايي: «الیوم یوم الملحمه»؛ یعنې نن به غچ اخلو؛ خو آنحضرت (ص) ترې بیرغ واخست، حضرت علي کرم الله وجهه ته یې ورکړ او و یې ویل: شعار مو بدل کړئ او وویاست: نن د لورنې ورځ ده، نه د غچ.

*واقعي فتح او نصرت د الله له لوري دی؛ نو پر انساني وزلو او ځواکونو تکیه مه کوئ، شونې ده ټولې شونتیاوې وي؛ خو بیا هم مات شئ. «وَ مَا النَّصْرُ إِلاّ مِنْ عِنْدِ اللّهِ[7]»

*د مکې په سوبه کې د بوتلمانځو هیله په نهیلۍ او د شرک هډه د توحید پر هډې بدله شوه. هغه خنډونه لرې شول، چې د مؤمنانو پر لار وو، اسلام تثبیت او نورو هېوادونو ته د لېږد لپاره چمتو شو.

*د استغفار حکم یا د زړه لا رڼاوي ته دی یا د بري د غرور څنډنې ته، یا د امت ګناهونو ته یا د الله په تړاو د آنحضرت (ص) لوړ معرفت ته.

د مکې سوبې ته ځغلنده کتنه

تر حدیبیه سولې روسته داچې مشرکانو ژمنماتي وکړه؛ نو پېغمبر اکرم ځواک چمتو کړ، چې بې وینې تویېدنې مکه سوبه کړي، چې کیسه یې داسې ده: مسلمانانو د مکې په څو کیلومټرۍ کې واړول او ابوسفیان چې د شپې له مکې بهر، پر حالاتو پوهېدو ته راوتی و، د پېغمبر اکرم (ص) له تره حضرت عباس سره یې وکتل. حضرت عباس وویل: پېغمبر له لسو زرو سرتېرو سره درپسې راغلی دی.ابوسفیان وډار شو او حضرت عباس ته پناهنده شو. پېغمبر اکرم هم د حضرت عباس له لوري پناه ورکول ومنل او و یې ویل: چا چې مسجدالحرام، یا د ابوسفیان کور ته پناه یووړه او په خپل کور کې پاتې شو، په امان کې دی.

پېغمبراکرم، حضرت عباس ته وویل: ابوسفیان هغه تنګي ته یوسه،چې د مکې لار ده، چې اسلامي ځواکونه یې په مخ کې تېر شي، چې و یې ګوري. ابوسفیان ددې پرېټ په لیدو وډار شو او حضرت عباس ته یې وویل: د وراره سلطنت دې خورا ستر شوی دی. حضرت عباس وویل: سلطنت نه؛ بلکې نبوت دی. بیا حضرت عباس ورته وویل: د مکې خلکو ته ورشه او له اسلامي ځواکونو سره له مقابلې یې منع کړه.

ابوسفیان، مسجدالحرام ته ورغی او خلکو ته یې وویل: محمد له دومره ځواکونو سره مکې ته راننوځي، چې د مقابلې وس مو ورسره نشته؛ نو یا مسجد الحرام او یا زما په کور او یا په خپل کې پناهنده شئ، اسلام راوړئ، چې روغ پاتې شئ.

په هر حال، پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم، مکې ته راننووت او د هغو ورځو په یاد چې له مکې په پټه وتلی و او د بریا شکرانې ته یې سجده وکړه او بیا پېغمبر اکرم د فتح سورت په تلاوت سره مسجدالحرام ته ورننووت او ورسره مسلمانانو تکبیر وایه. آنحضرت (ص) کعبې ته ورنږدې شو، بوتان یې ماتول او ویل یې: «جاءَ الْحَقُّ وَ زَهَقَ الْباطِلُ إِنَّ الْباطِلَ کانَ زَهُوقاً[8]»داچې د آنحضرت (ص) لاس د کعبې له پاسه سترو بوتانو ته نه رسېده؛ نو حضرت علي ته یې حکم وکړ، چې د آنحضرت پر اوږو پښه کېږدي او د کعبې دپاسه بوتان ړنګ او لاندې راګوزار کړي. بیا یې د کعبې د تمبې کونډه ونیوه او و یې ویل: نن له ما څه تمه لرئ؟ و یې ویل: بښنه. د آنحضرت په سترګو کې اوښکې راټولې شوې، خلکو هم وژړل. آنحضرت ورته هغه خبره وکړه،چې حضرت یوسف (ع) خپلو روڼو ته کړې وه: «لا تَثْرِیبَ عَلَیْکُمُ الْیَوْمَ[9]»نن درباندې هېڅ پړه نشته او و یې ویل: ټول آزاد یاست او بیا یې د (لااله الاّ اللّه وحده وحده انجز وعده نصر عبده …) غونډلې (جملې) ویلې او و یې ویل: هېڅوک به د تېرو تویو شویو وینو او لوټ شویو مالونو یادونه نه کوي، ټولې پخوانۍ دوسیې ختمې او ټول بښل شوي یاست؛نو نوی ژوند پیل کړئ.

پېغامونه:

۱-بریا د الهي نصرت تر سیوري لاندې ده. «إِذا جاءَ نَصْرُ اللّهِ وَ الْفَتْحُ»

2-د کفر او شرک د مشرانو له منځه تلل، توحید او یوپالۍ ته د ورتګ زمینه ده. (إِذا جاءَ نَصْرُ اللّهِ … اَلنّاسَ یَدْخُلُونَ فِی دِینِ اللّهِ)

3- مسلمانان دنده لري تر خپلې وسې وسې، نور هم اسلام ته راوبلي. ( إِذا جاءَ نَصْرُ اللّهِ … اَلنّاسَ یَدْخُلُونَ فِی دِینِ اللّهِ)

4-که خنډونه لرې شي، خلک به ډلې ډلې ایمان راوړي. «یَدْخُلُونَ فِی دِینِ اللّهِ أَفْواجاً»

5-د مکې تر سوبې مخکې به یو یو تن ایمان راووړ؛ خو د مکې تر سوبې روسته ډلو ډلو. «یَدْخُلُونَ فِی دِینِ اللّهِ أَفْواجاً»

6- فتح او بریا مو غره نه کړي، چې هر څه دي، د الله دي.(إِذا جاءَ نَصْرُ اللّهِ … فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ)

7-له عیب، نېمګړتیا، نقص او ظلمه د الله پاک د تنزیه ترڅنګ دې، د هغه د نعمتونو شکر او ستاینه هم وي. «فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ»

8-د الله مننه، ستاینه او تسبیح د استغفار او بښنې غوښتو زمینه ده. «فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ وَ اسْتَغْفِرْهُ»

9-هغه صالحان چې ځواک ته رسي، د غرور او غفلت پر ځای دې ځان د الله (ج) په یاد معطر کړي. (. إِذا جاءَ نَصْرُ اللّهِ … فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ)

10-الله (ج) تردې پاک او سپېڅلی دی، چې خپل یاران او دین به یوازې پرېږدي.(إِذا جاءَ نَصْرُ اللّهِ …فَسَبِّحْ)

11- هر څوک، ان پېغمبر هم، که څومره تسبیح او تحمید وکړي، په پای کې دې استغفار وکړي. «وَ اسْتَغْفِرْهُ»

12- توبه منل الهي دود دی. «إِنَّهُ کانَ تَوّاباً»

«والحمدللّه ربّ العالمین»

 

[1] – بحارالانوار،ج32،ص325.

[2] – حجرات،14.

[3] – نورالثقلین تفسیر

[4] – کنزالدقایق تفسیر.

[5] – محمّد،7.

[6] .نساء،17.

[7] – آل عمران،126.

 

[8] – اسراء،81.

[9] – یوسف،92.

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!