تبلیغات

  د سورة الكهف د منتخبو آیتونو شرح بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د كهف سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت منځپانګه، د مكې د نورو سورتونو په څېر، په ډېره برخه كې يې مبدا، معاد، زېرى او اخطار اوڅار كړى او هم د اصحاب كهف، موسى (ع)، حضر (ع) […]

 

د سورة الكهف د منتخبو آیتونو شرح

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د كهف سورت ټوليزه منځپانګه:

ددې سورت منځپانګه، د مكې د نورو سورتونو په څېر، په ډېره برخه كې يې مبدا، معاد، زېرى او اخطار اوڅار كړى او هم د اصحاب كهف، موسى (ع)، حضر (ع) او د ذوالقرنينو د پېښو په څېر يې هېښنده او عبرتناك داستانونه رانغاړلي دي.

أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحَابَ الْكَهْفِ وَالرَّقِيمِ كَانُوا مِنْ آيَاتِنَا عَجَبًا ﴿۹﴾ = ايا ګومان كوې، چې ((اصحاب كهف او رقيم)) (= د غار ياران او د ليکنې څښتنان) زموږ له ډېرو هېښنده نښو ځنې وو؟

 9_ د اصحاب كهف كيسه: له دې آيته تر 26 پورې د اصحاب كهف هېښنده او عبرتناك داستان ته اشاره شوې ده. د رواياتو له مخې، دا داستان، يو له درې ګونو چارو ځنې دى، چې يهودو د قريشو مشركانو ته وروښوول، چې په اړه يې پېغمبر (ص) وپوښتي او كه پېغمبر ځواب وركړ؛ نو مشركان دې پوه شي، چې بلنه يې رښتيا ده. دوه نورې موضوعات، چې يهوديانو مشركانو ته ورزده كړل، د موسى او خضر داستان او د ذى القرنين داستان و، چې په دې سورت كې درې واړو ته اشاره شوې ده. پام مو وي، چې اصحاب كهف او رقيم، يوه ډله ده. پر اصحاب كهف يې د نامې ايښوونې علت څرګند دى؛ ځكه كهف غار ته وايي او غار ورننووتو ته یې اشاره ده او څه چې په غار كې پرې تېر شول او پر  ((اصحاب رقيم))  يې د نوم ايښوونې علت دادى، چې  (( رقيم))  د  (( ليكل شوي دي))  پر مانا دي او ځكه په دې نامه پېژندل شوي، چې كيسه يې پر يوې تختې وكښل شوه او د غار پر خولې راځوړنده شوه يا د پاچايانو په زېرمتون كې ساتل كېده[1].  په اسلامي سرچينو كې د اصحاب كهف په باب پرېمانه روايات ليدل كېږي، چې ځينې د سند له مخې ډاډمن نه دي؛ نو ځكه يې په ځينو كې تضاد او اختلاف شته. په رواياتو كې، كوم روايت، چې علي بن ابراهيم قمي په خپل تفسير كې راوړى، د متن، مضمون او د قرآن له آيتونو سره د همغږۍ له پلوه غوره بريښي، چې لنډيز يې دا دى: د اصحاب كهف او رقيم په هكله امام صادق (رح) وويل: هغوى د سرغړاندي او جبار پاچا په زمانه كې اوسېدل، چې خپل هېوادوال يې بوت نمانځنې ته رابلل او چې چا به يې بلنه نه منله، واژه يې. دا يوه مؤمنه ډله وه، چې الله تعالى يې نمانځه؛ خو خپل ايمان یې د ظالم پاچا له غونډاله پټاوه. پاچا د پلازمېنې پر وره پاسوالان ګومارلي ول، چې څوك به له ښاره وته، اړ و، چې هلته ايښوول شوي بوت ته سجده وكړي. دا مؤمنه ډله هرڅنګه چې وه، له ښاره د ښکار په پلمه ووتل او هوډمن شول، چې د خپل ښار ته، چې خورا ګناهګار چاپېريال و، بېرته راستانه نشي. په لار كې له يو شپانه سره مخ شوو، چې د الله تعالى نمانځنې ته يې راوباله؛ خو و يې نه منله؛ خو هېښنده داچې د شپون سپی ورپسې شو او بيخي ترې جلا نشو. دوى چې له بوتپالنې تښتېدلي ول، د ورځې په پاى كې يو غار ته ورسېدل او هوډ يې وكړ، چې لږ په غار كې استراحت او دمه وكړي. خداى خوب ورووړ او هومره ويده شوو، چې ظالم پاچا ومړ، او ښاريان هم یو په بل پسې له نړۍ ولاړل او بله زمانه راورسېده او نور خلك رادبره شول (او روپۍ هم بدلې شوې وې). اصحاب كهف تر اوږده خوب روسته، راويښ شول او يو بل يې د خپل خوب په اړه وپوښت. لمر ته يې وكتل، چې پورته راختلى. ويې ويل: يوه ورځ يا د ورځې يوه برخه ويده شوي وو! بيا يې له خپلو يو تن ته دنده وركړه او ويې ويل: دا د سپينو روپۍ واخله او د ناپېژندي په بڼه ښار ته ننوځه او خواړه راوړه؛ خو پام چې و دې نه پېژني؛ ځكه كه رانه خبر شي يا مو وژني يا مو خپل دين ته وراړوي. ملګرى يې ښار ته ورننووت؛ خو د ښار څېره يې بدله وليده، څوك يې پكې نه پېژندل، پر ژبه يې هم نه پوهېده او خلك هم دده پر ژبه سم نه پوهېدل. ورته يې وويل، څوك يې او له كوم ځاى راغلى يې؟! په پايله كې يې خپل راز ووايه. په دې وخت كې، چې د ښار پاچا یوپالی – موحد و، له خپلو يارانو سره له دې سړي سره يوځاى غار ته ورغلل. چې د غار خولې ته ورسېدل، په غار كې يې وكتل. په دې حال كې، خداى اصحاب كهف د رعب او ډار په پرده كې رانغاړلي وو. داسې، چې يو ښاري هم غار ته د ورننووتو جرئت نه درلود؛ خو بې له ملګري يې. چې ملګرى يې غار ته ورننووت، ترهېدلي يې وليدل؛ ځكه ګومان يې وكړ، چې د غار په خوله كې خلك د  (( دقيانوس))  (جبار بوتپالى پاچا) ياران دي؛ خو ملګري يې دوى له خپل اوږده خوبه خبر كړل او ورته يې وويل، چې خداى دوى خلكو ته (د عبرت) نښې كړې دي. دوى خوشحال شوو او له خوشحالۍ يې وژړل او له خدايه يې وغوښتل، چې پر هماغه حال يې مړه كړي. د وخت پاچا وويل: وړ ده، چې دلته جومات جوړ كړو؛ ځكه دوى مؤمنه ډله وه…[2].

وَتَرَى الشَّمْسَ إِذَا طَلَعَتْ تَزَاوَرُ عَنْ كَهْفِهِمْ ذَاتَ الْيَمِينِ وَإِذَا غَرَبَتْ تَقْرِضُهُمْ ذَاتَ الشِّمَالِ وَهُمْ فِي فَجْوَةٍ مِنْهُ ذَلِكَ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ مَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ وَمَنْ يُضْلِلْ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ وَلِيًّا مُرْشِدًا ﴿۱۷﴾ = او (كه ته هلته واى)؛ نو لمر به دې ليده، چې د راختو پر وخت د سمڅې ښي لور ته تاوېږي او د پرېوتو پر مهال كيڼ لور ته اوړي او دوى د سمڅې په يوه ارت ځاى كې پراته دي، دا د الله له نښو دي. چا ته چې الله لار وروښيي؛ نو هماغه لار موندونكى دى او څوك چې بېلارې كړي؛ نو ته به كوم لارښود پالندوى ورته ونه مومې.

 17_ په غار كې د اصحاب كهف موقعيت: خداى په دې آيت كې، په لنډه وينا دا مانا راپوهولې، چې د اصحاب كهف غار، شرقي_ غربي نه و، چې د لمر له وړانګو په ورځ كې يو ځل (ګهيځ يا ماسپښين) ګټنه وكړي؛ بلكې د غار خوله جنوب خوا ته وه، چې په لمر راختو او پرېوتو كې پرې وړانګې لګېدې. همدغسې پخپله پر اصحاب كهف لمر نه لګېده؛ ځكه له خولې يې لرې په پراخه فضا كې پراته وو او خداى په دې توګه د لمر له تودوخې، د رنګونو او مخونو يې له اوړېدنې او د جامو له روستوالي يې بچ كړي وو. همداراز په خپل خوب كې راحت وو؛ ځكه د خوب د ځاى هوا يې را ايساره او ټپه نه وه؛ بلكې په غار كې هوا له شرق او غربه لګېده او اصحاب كهف هم د هوا لګېدو په لار كې پراته وو[3].

وَتَحْسَبُهُمْ أَيْقَاظًا وَهُمْ رُقُودٌ وَنُقَلِّبُهُمْ ذَاتَ الْيَمِينِ وَذَاتَ الشِّمَالِ وَكَلْبُهُمْ بَاسِطٌ ذِرَاعَيْهِ بِالْوَصِيدِ لَوِ اطَّلَعْتَ عَلَيْهِمْ لَوَلَّيْتَ مِنْهُمْ فِرَارًا وَلَمُلِئْتَ مِنْهُمْ رُعْبًا ﴿۱۸﴾ = او (كه ورته دې ليداى؛ نو) ګومان دې كاوه، چې ويښ دي؛ خو ويده وو او موږ پر ښي او كيڼ اړخ اړول را اړول (چې بدن يې روغ رمټ پاتې شي) او سپي يې د سمڅې په خوله كې څنګلې غځولې وې (او پاسوالي يې كوله) او كه دې وركتاى؛ نو ترې تښتېدې او (له ليدو به يې) هيبت درباندې ناست واى .

 18_ د پرانستو سترګو خوب: آيت دا مطلب راڅرګندوي، چې د اصحاب كهف خوب، يو عادي خوب نه و او په خوب كې يې سترګې پرانستې وې؛ لكه د يو ويښ انسان په څېر. ښايي دا استثنايي حالت ددې لپاره و، چې ضرر رسوونکي څاروي ورنژدې نشي؛ ځكه له ويښ انسانه ډارېږي؛ يا داچې د رعب يوه منظره پيدا كړي، چې څوك د ورنژدېدو جرئت ونلري، چې دا پخپله يو ساتندوى ډال ورته وي[4].

وَكَذَلِكَ بَعَثْنَاهُمْ لِيَتَسَاءَلُوا بَيْنَهُمْ قَالَ قَائِلٌ مِنْهُمْ كَمْ لَبِثْتُمْ قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالُوا رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثْتُمْ فَابْعَثُوا أَحَدَكُمْ بِوَرِقِكُمْ هَذِهِ إِلَى الْمَدِينَةِ فَلْيَنْظُرْ أَيُّهَا أَزْكَى طَعَامًا فَلْيَأْتِكُمْ بِرِزْقٍ مِنْهُ وَلْيَتَلَطَّفْ وَلَا يُشْعِرَنَّ بِكُمْ أَحَدًا ﴿۱۹﴾ = او په دغسې (هېښنده) توګه مو (له خوبه) راپاڅول،چې يو بل وپوښتي،يو يې وويل:((څومره ويده وئ؟)) نورو ځواب وركړ: ((يوه ورځ يا څه كم .)) (او داچې د خپل خوب په موده سم پوه نه شول؛ نو) بيا يې وويل : ((پالونكى مو ښه پوهېږي،چې څومره موده ويده وئ . اوس له خپلو يو تن له دغو سيكو سره ښار ته ولېږئ او و دې ګوري، چې تر ټولو ښه خواړه چېرې موندل كېږي، چې يو څه د خوراك لپاره راوړي؛ خو بايد ځيركي وكړي،چې څوك درباندې خبر نه کړي؛ 

19_ د اصحاب كهف د اوږده خوب موخه څه وه؟: له دې آيته ګټنه كېږي، چې په غار كې د اصحاب كهف د اوږده خوب علت دا و، چې پر باطلو د حق د ((سيرت)) حقيقت ورڅرګند شي. هو! اصحاب كهف پر ټولنې يې د كفر او باطلو د لاسبري له لامله د حق له راښكاره كېدو او بريا نهيلي شوي ول او شكمنېدو ته ورنژدې وو. له همدې لامله يې، چې غار ته پناه يووړه؛ نو له خدايه يې وغوښتل، چې په خپل رحمت كې يې راونغاړي او هدايت يې كړي او له سرګردانۍ يې وژغوري. خداى يې دعا قبوله كړه او په كلونو كلونو يې ويده او بيا يې راويښ كړل، چې يو بل وپوښتي، چې څومره ويده وو. يو وايي يوه ورځ او بل وايي د ورځې يوه برخه. بيا خپل چاپېريال ته وګوري او وويني، چې د نړۍ اوضاع اوړېدلې او لږ لږ وپوهېږي، چې په لس ګونو كلونو ويده ول او دا موده، چې د نورو له نظره ډېره اوږده ده؛ خو د دوى له پامه يوه ورځ يا د ورځې يوه برخه راځي او له همدې ځايه وپوهېږي، چې د دنيا د عمر اوږدوالى يا لنډوالى، داسې يو څه نه دي، چې حق مړ كړاى شي يا كوم باطل را ژوندى كړي او د نړۍ پال اراده داده، چې حق پر باطل بريالى شي او ظاهري قدرتونه او دبدبې ټولې له منځه تلونكې دي[5].

 19_ د پاكو او حلالو خوړو اهميت: دا غونډله، د حق لارويانو ته يوه سپارښتنه ده، چې نه يوازې روحاني خوړو ته یې پام وي؛ بلكې خپلو جسماني خوړو ته يې هم پام وي، چې له هر ډول چټليو پاك وي او ان د ژوند په خورا كړكېچنو حالاتو كې هم دا آر له پامه و نه باسي. نن د نړۍ ډېرى خلكو ددې سپارښتنې يوې برخې ته پام ورګرځولى او هڅه كوي خواړه يې له هر ډول ظاهري ناولتيا پاك وي. خواړه په روغتيايي لوښو كې ساتي، چې له ناوليو لاسونه او دوړو خوندي وي؛ البته دا يو ښه چار دى؛ خو نه بايد په دومره چار قناعت وكړو؛ بلكې خواړه بايد د حرامو، ربا، ټګۍ او د هر ډول باطني ناولتيا له ورګډېدو هم پاك وي. په اسلامي رواياتو كې پر حلالو خوړو او په دعا او زړه پاكېدو كې يې پر اغېز، ډېر ټينګار شوى دى. په يو روايت كې لولو، چې يو تن پېغمبر (ص) ته وويل: ښه مې ايسي، چې دعا مې قبوله شي. پېغمبر (ص) ورته وويل: خواړه دې پاك سوتره كړه او حرام خواړه مه خوره)) [6].

وَكَذَلِكَ أَعْثَرْنَا عَلَيْهِمْ لِيَعْلَمُوا أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَأَنَّ السَّاعَةَ لَا رَيْبَ فِيهَا إِذْ يَتَنَازَعُونَ بَيْنَهُمْ أَمْرَهُمْ فَقَالُوا ابْنُوا عَلَيْهِمْ بُنْيَانًا رَبُّهُمْ أَعْلَمُ بِهِمْ قَالَ الَّذِينَ غَلَبُوا عَلَى أَمْرِهِمْ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَيْهِمْ مَسْجِدًا ﴿۲۱﴾ = او دغسې موږ (د هغې سيمې خلك) ورباندې خبر كړل، چې پوه شي (د قيامت په باب) د الله ژمنه رښتوني ده او د قيامت (په راتلو كې) هېڅ شك نشته،هغه مهال،چې دوى په خپلو منځونو كې (په دې خبره) شخړه كوله،چې له ((اصحاب كهف)) سره څه وكړو؟،ځينو وويل :((يوه ودانۍ پرې جوړه كړئ (چې تل له سترګو پټ شي او په باب يې خبرې مه کوئ،چې) پالونكى يې ترې ښه خبر دى))؛خو هغوى چې د(( اصحاب كهف)) له خوالې خبر شول (او دا يې پر دويم ځل راپاڅېدو يو دليل وليد؛نو) ويې ويل : (( هرو مرو پر (غار) يې یو جومات جوړوو (چې خاطره يې هېره نشي .) ))

 21_ د معا د يوه نښه: د اصحاب كهف په لس ګونو كلونو اوږد خوب، مرګ ته ورته و او راويښېدل يې لكه د قيامت د ورځې د راپاڅېدو په څېر و؛ بلكې ويلاى شو دا خوب او راويښېدل، له ځينو اړخونو، تر مړينې او دويم ځل ژوند ته له ورستنېدا ډېر هېښنده و؛ ځكه لس ګونه كلونه پرې تېر شو و؛ خو بدنونه يې وراسته نشول، حال دا نه يې خواړه خوړل او نه يې اوبه څښلې؛ نو ځكه هر پوه ته دا پوښتنه راولاړېږي، چې څرنګه دوی دومره اوږده موده ژوندي پاتې شول. ايا دا پر هر څيز او هر چار د خداى د قدرت او لاسبرۍ دليل نه دى؟ دې پېښې ته په پاملرنې، بېشكه تر مړينې روسته ژوند شونى برېښوي[7].

21_ د اصحاب كهف د قبر تر څنګ د جومات جوړول: ځينو تاريخپوهانو كښلي، چې كله اصحاب كهف د پېښې له حقيقته خبر شو او داچې لس ګونه كلونه ويده ول، ټول خورا هېښ شول او داچې ننګېرله يې، چې اولادونه، روڼه او خپلوان يې له لاسه وركړي او ژوند ورته پيكه دى، له خدايه يې وغوښتل، چې له دې نړۍ يې سترګې ورپټې كړي او د حق د لورنې غېږ ته ورولېږدول شي او داسې وشو. دوى ومړل او تنې يې په غار كې پاتې شوې، تردې چې خلك ورغلل. دلته د جسماني معاد د پلويانو او مخالفانو ترمنځ شخړه راولاړه شوه. مخالفانو هڅه كوله، چې ژر د اصحاب كهف د خوب او راويښېدو موضوع هېره شي او له موافقانو دا خوله ماتى دليل واخلي؛ نو ځكه يې وړانديز وكړ، چې د غار خوله دې ټپه شي، چې اصحاب كهف د خلكو له ليده پټ شي او د خلكو د چوپولو لپاره يې وويل: ډېر يې په اړه خبرې مه كوئ؛ برخليك يې له رازونو ډك و او پالوونكى يې له وضع ښه خبر دى؛ نو ځكه يې كيسه شاته كړئ او پر خپل حال يې پرېږدئ؛ خو رښتيني مؤمنان، چې له دې چاره خبر شول او په حقيقي مفهوم يې قيامت جوتولو ته يو ژوندی لاسوند ګاڼه، هڅه يې كوله، چې دا كيسه بيخي هېره نشي؛ نو ځكه يې وويل، چې د ښخېدا د ځاى تر څنګ يې جومات او عبادتځى جوړوو، چې تل د خلكو ياد وي او له پاك روح يې مرسته وغواړي[8].

إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ وَاذْكُرْ رَبَّكَ إِذَا نَسِيتَ وَقُلْ عَسَى أَنْ يَهْدِيَنِ رَبِّي لِأَقْرَبَ مِنْ هَذَا رَشَدًا ﴿۲۴﴾ = خو دا چې (ووايې: که) الله وغواړي او كه [انشاء الله] دې هېر شو (؛ نو جبران يې كړه او) پالونكى دې درياد كړه او ووايه : ((هيلمن يم زما پالونكى به [د نېکۍ پر لور] تردې هم ډېره نژدې لار راوښيي .))

24_ د  (( ان شاء الله))  د ويلو اهميت: د راتلونكيو خبرونو په باب او د چارو د كولو د هوډ پر وخت د  (( ان شاء الله))  ويل لازم دي؛ ځكه موږ خو په هوډ نيونه كې خپلواك نه يو او كه خداى و نه غواړي، هېڅوك هېڅ چار كړاى نشي؛ نو ځكه چې جوته كړې مو وي، چې اراده او واک مو د خداى په ارادې او واک پورې تړلى دى؛ نو ښه ده، چې په خبرو كې  (( ان شاء الله))  ووايو. له يو شمېر رواياتو ګټنه كېږي، چې كه څوك د ګاندې – راتلونکي په باب بې  (( ان شاء الله)) څه خبره وكړي، خداى يې خپل ځان ته ورپرېږدي او د خپل ملاتړ له كړۍ يې وباسي. له امام صادق (رح) نه په يوه حديث كې لولو: امام امر كړى و، چې يو ليك وليكي، چې ليك پاى ته ورسېد او ورته يې راووړ، و يې ليدل، چې  (( ان شاء الله))  پكې نشته. امام وويل: (( څنګه هيلمن وئ، چې دا ليك (يا دا چار) به پاى ته ورسي، حال دا چې ان شاء الله پكې نشته؟ وګورئ، په هر ځاى كې يې، چې نه وي، ويې كښئ)) [9]. ددې آيت په تفسير كې، له اهلبيتو عليهم السلام، چې ګڼ شمېر روايات راغلي، پر دې ټكي ټينګار شوى، چې ان له يوه كال تر تېرېدو روسته چې درياد شو، چې ((ان شاء الله)) مو ويلى نه دى، جبران يې كړئ او ((ان شاء الله)) ووياست[10].

وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَنْ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا ﴿۲۸﴾ = او له هغوى سره زغم خپل کړه، چې خپل پالونكى سبا و بېګاه يادوي (او) خوښي يې غواړي او د دنيوي ښكلا د لټې لپاره سترګې ترې مه اړوه، او د هغه مه منه، چې زړه يې مو له خپل ياده غافل كړى او په خپلې ځاني غوښتنې پسې تللى او چارې يې له پولې وراووښتې دي.

 28_ تنګلاسو مؤمنانو ته د قرآن پاملرنه: مفسرانو ددې آيت په شان نزول كې ليكلي: پېغمبر اكرم (ص) ته د عربو يو شمېر كبرجن او غټ څټي شتمن راغلل او د ابوذر، سلمان، صهيب، خباب رضى الله عنهم او….. په څېر مؤمنانو ته يې اشاره كوله، و يې ويل: محمده! په غونډه كې به دې هله كېنو او له خبرو به دې ګټنه كړو، چې دا بوين، چې له بوى يې انسان تنګېږي او ځيګې وړينې جامې يې اغوستې، له ځانه لرې كړې؛ خو چې دوى وي؛ نو ځاى مو تش دى! په دې وخت كې، دا آيتونه نازل شول او پېغمبر (ص) ته يې امر وكړ، چې دې تشو غولوونكيو خبرو ته يې غاړه كېنږدې او په ژوند كې د سلمانونو او ابوذرونو په څېر مؤمنو او پاكزړو وګړيو سره وسه، كه څه لاس اړي وي او وړينې جامې يې اغوستي وي. د آيت تر نازلېدو روسته، پېغمبراکرم يې په لټه كې شو. ته وا دوى د شتمنو د خبرو په اورېدو خپه شوي او د جومات په يو ګوټ كې د پالوونكي پر نمانځنه بوخت دي. په پاى كې يې د جومات په يوه ګوټ كې وموندل، چې د خداى پر ذكر لګيا ول. بيا يې وويل: د خداى مننه، چې تر مړينې وړاندې يې امر راكړ، چې ستاسې په څېر له وګړيو سره وسم[11].

وَاضْرِبْ لَهُمْ مَثَلًا رَجُلَيْنِ جَعَلْنَا لِأَحَدِهِمَا جَنَّتَيْنِ مِنْ أَعْنَابٍ وَحَفَفْنَاهُمَا بِنَخْلٍ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمَا زَرْعًا ﴿۳۲﴾ =    او (پېغمبره!) د هغو دوو تنو يو مثال وروړاندې كړه، چې يوه ته يې مو د انګورو دوه باغونه وركړي وو او د دواړو باغونو چاپېره د كجورو ونې او په منځ كې يې كروندې وې؛

كِلْتَا الْجَنَّتَيْنِ آتَتْ أُكُلَهَا وَلَمْ تَظْلِمْ مِنْهُ شَيْئًا وَفَجَّرْنَا خِلَالَهُمَا نَهَرًا ﴿۳۳﴾ = 33   دواړو باغونو خپلې (پوره) مېوې نېولې او څه كمى پكې نه و او د دواړو باغونو په منځ كې مو ستره وياله بهولې وه.

وَكَانَ لَهُ ثَمَرٌ فَقَالَ لِصَاحِبِهِ وَهُوَ يُحَاوِرُهُ أَنَا أَكْثَرُ مِنْكَ مَالًا وَأَعَزُّ نَفَرًا ﴿۳۴﴾ = او په دې توګه يې يوه شتمني درلوده؛ نوځكه (يوه ورځ) يې خپل دوست ته په خبرو اترو كې وويل :(( تر تا مې شتمني ډېره ده او په سړيو كې (هم) درنه غښتلى يم .))

وَدَخَلَ جَنَّتَهُ وَهُوَ ظَالِمٌ لِنَفْسِهِ قَالَ مَا أَظُنُّ أَنْ تَبِيدَ هَذِهِ أَبَدًا ﴿۳۵﴾ = او هغه پرځان ظالم خپل باغ ته (په لويۍ) ورننووت (او) و يې ويل :(( ګومان نه کوم، چې دا باغ به کله هم له منځه ولاړ شي؛

وَمَا أَظُنُّ السَّاعَةَ قَائِمَةً وَلَئِنْ رُدِدْتُ إِلَى رَبِّي لَأَجِدَنَّ خَيْرًا مِنْهَا مُنْقَلَبًا ﴿۳۶﴾ = او باور مې نه راځي، چې قيامت به راپېښ شي، بيا هم كه خپل پالونكي ته وروګرځول شوم (او قيامت و)؛ نو تردې به غوره ځاى وموم .))

قَالَ لَهُ صَاحِبُهُ وَهُوَ يُحَاوِرُهُ أَكَفَرْتَ بِالَّذِي خَلَقَكَ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ سَوَّاكَ رَجُلًا ﴿۳۷﴾ = 37   (ايمانوال) ملګري يې په خبرو اترو كې ورته وويل :(( ايا له هغه منکر شوې،چې له خاورې، بيا یې له څاڅکي پيدا کړې او ورپسې يې يو بشپړ سړى درنه جوړ كړ؟

لَكِنَّا هُوَ اللَّهُ رَبِّي وَلَا أُشْرِكُ بِرَبِّي أَحَدًا ﴿۳۸﴾ = خو زه (وایم) پالونكى مې هماغه “الله” دى او هېڅوك ورسره نه شريكوم.  

وَلَوْلَا إِذْ دَخَلْتَ جَنَّتَكَ قُلْتَ مَا شَاءَ اللَّهُ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ إِنْ تَرَنِ أَنَا أَقَلَّ مِنْكَ مَالًا وَوَلَدًا ﴿۳۹﴾ = او چې كله خپل باغ ته ورننووتې؛ نو ولې دې ونه ويل: ((ماشا الله لاقوة الا بالله = دا هغه نعمت دى، چې الله غوښتى دى، قوت (او ځواك) يوازې د الله له اړخه دى)) او كه وينې، چې شته او اولاد مې تر تا لږ دي (؛نو دا دومره مهمه نه ده ).

فَعَسَى رَبِّي أَنْ يُؤْتِيَنِ خَيْرًا مِنْ جَنَّتِكَ وَيُرْسِلَ عَلَيْهَا حُسْبَانًا مِنَ السَّمَاءِ فَتُصْبِحَ صَعِيدًا زَلَقًا ﴿۴۰﴾ = نو ښايي پالونكى مې تر تا غوره باغ راكړي او هغه دې له اسمانه پر باغ كوم تندر راښکته کړي، چې پر سپېره ډاګ يې واوړي.

أَوْ يُصْبِحَ مَاؤُهَا غَوْرًا فَلَنْ تَسْتَطِيعَ لَهُ طَلَبًا ﴿۴۱﴾ = او يا یې اوبه (ځمكې ته) ورښکته شي، چې پر را ايستو يې لاسبرى نشې.))

 وَأُحِيطَ بِثَمَرِهِ فَأَصْبَحَ يُقَلِّبُ كَفَّيْهِ عَلَى مَا أَنْفَقَ فِيهَا وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَى عُرُوشِهَا وَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُشْرِكْ بِرَبِّي أَحَدًا ﴿۴۲﴾ =  (په هر حال! الهي عذاب راورسېد) او ټوله مېوه يې پوپناه شوه او پر خپل لګښت يې منګولې مروړلې او څپرونه يې نسکور غورځېدلي ول او ويل يې: ((كاشكې! له خپل پالونكي سره مې څوك شريك كړى نه واى!))

وَلَمْ تَكُنْ لَهُ فِئَةٌ يَنْصُرُونَهُ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مُنْتَصِرًا ﴿۴۳﴾ = او كومه ډله يې نه درلوده، چې د الله (د عذاب) پر وړاندې یې مرسته ورسره كړې وای او خپله يې (هم) له وسې څه پوره نه و.

هُنَالِكَ الْوَلَايَةُ لِلَّهِ الْحَقِّ هُوَ خَيْرٌ ثَوَابًا وَخَيْرٌ عُقْبًا ﴿۴۴﴾ = هلته په ډاګه شوه، چې ولايت (او واکمني) يوازې په حق الله پورې اړه لري او هغه (غاړه ايښووونكيو) ته غوره بدله وركوي او غوره پايله ور پر برخه كوي.

وَاضْرِبْ لَهُمْ مَثَلَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَاءٍ أَنْزَلْنَاهُ مِنَ السَّمَاءِ فَاخْتَلَطَ بِهِ نَبَاتُ الْأَرْضِ فَأَصْبَحَ هَشِيمًا تَذْرُوهُ الرِّيَاحُ وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ مُقْتَدِرًا ﴿۴۵﴾ = او (پېغمبره!) د دنيوي ژوند (حقيقت) په دې مثال ورڅرګند کړه، چې: موږ (نن) له اسمانه اوبه راښکته کړې، چې د ځمکې بوزغلى ورسره راوټوکېد؛ خو ترڅه وخت روسته همدغه زرغون څيزونه وچېږي او بادونه يې هرې خوا ته خپروي او الله تل پرهر څيز لاسبرى دى.

الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِنْدَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ أَمَلًا ﴿۴۶﴾ = شته او اولاد د دنيوي ژوند ښايست دى او ستا د پالونكي پر وړاندې د ثواب له اړخه او (هم) د هيلو له اړخه ((پایښتې ښې چارې)) غوره دي.

 

32 تر 46_ د دنيا د حقيقت انځور ته دوه ښكلې بېلګې: خداى د همدې سورت په 7 آيت كې دې حقيقت ته اشاره كړې، چې څه د ځمكې پر مخ ښكلي كړاى شوي، د انسانانو ازمېښت ته وزلې او وسايل دي، چې څرګنده شي، د كوم يو يې كړه وړه ښه دي او البته څه موده روسته دا پړق و پړوك له منځه ځي او څه ترې نه پاتېږي. دا آيتونه د 7 آيت مطلب ته يوه څرګندنه ده؛ په دې توګه، چې خداى په دوو ښكليو بېلګو (د دوو نارينه وو بېلګه او د 45 آيت بېلګه) كې انسان ته د لاس ته ورغلې شتمنۍ او اولادونو حقيقت بيانوي او څرګندوي، چې دا د ژوند ښكلاوې او غولوونكې ګاڼې، چې ژر له منځه تلوونكې دي، څرنګه يې انسان د خداى له ياده غافل او پر ځانونو يې بوخت كړى دى، زړه يې خپل بنده كوي، داسې چې انسان انګېري، چې په واقع كې د شتمنيو او اولادونو مالك دى؛ تر دې، چې د خداى له لوري ناڅاپي پېښه راكوزه شي او با دبدبه ژوند ته يې د پاى ټكى كېږدي او بنيادم ته يې يوازې هغه خاطره پاتېږي، چې له خوبه تر ويښېدو روسته ور ياد وي[12].

34_ د شتمنو ځانمني: دا خبره يې، د ويوونكي د فاسدې ګروهې او باطلې انګېرنې ښوونكې ده. د ډېرى دنيا پالو په څېر يې، ځان د خپلې شتمنۍ حقيقي مالك باله او يو مخې يې هېره كړې وه، چې ټوله شتمني يې د خداى ده او ازمېښت ته وركړاى شوې ده. ظاهري اسباب او وزلې يې ليدې؛ خو د وزليو حقيقي مالك يې هېر كړى و. په دغسې انګېرنې يې خپل ملګري ته وويل، چې تر تا شتمن او وسمن يم. دا هماغه انګېرنه او پوهېدنه ده، چې قارون يې اړ كړ، چې ووايي (( دا شتمني مې له خپلې پوهې تر لاسه كړې)) ، چې دا خبره يې د هغه ناصح په غبرګون كې وه، چې ورته يې وويل: له زياتې شتمنۍ دې خوشحالېږه مه اوله نورو سره نيكي وكړه[13].

39_ (( ماشاء الله، لا قوة الا بالله)) : دا غونډلې – جملې كافر شتمن ملګري ته يې د يو مؤمن سړي روستي ځوابونه دي. په مخكې آيتونو كې مو ولوستل، چې هغه كافر سړى داسې پر خپلې شتمنۍ ميين شوى و، چې ځان او شتمني يې تلپاتې او له خدايه خپلواكه ګڼله. مؤمن ملګري يې د كفري انګېرنې پر وړاندې دوه غونډلې وويلې: يو  ((ماشاء الله))  (څه چې خداى وغواړي، كېږي) ))  او بل  (( لا قوة الا بالله))  (ځواك يوازې د خداى له اړخه دى) او په دې دوو غونډلو يې وپوهاوه، چې هېڅ څيز او هېڅوك له خدايه مړه خوا نه دى او په نړۍ كې هر ځواك او ځواكمن د الله په بې پايه ذات پورې تړلى دى[14]. په رښتيا، چې دا دوه لنډې غونډلې د دنيا په اړه د انسان په ژوند او ليدلوري كې څومره ادلون بدلون راوړاى شي. په يو روايت كې لولو، چې حضرت علي (ك) د  ((لاحول ولا قوة الا بالله))  د مانا په اړه وپوښتل شو. حضرت علي ورته وويل: (( موږ د خداى په شتون كې د كوم څيز مالكان نه يو او هله يې مالكېږو، چې هغه مو مالك كړي؛ نو چې څه راكړي، هغه تر موږ ورته وړ دى او پر موږ يې يو مكلفيت ايښى دى او چې له موږ يې واخلي، خپل مكلفيت يې رانه اخستى دى)) [15].

44_ د نړۍ حقيقي پالندوى: په دې آيت كې ولايت د تدبير د مالكيت پر مانا دى. ددې تفسير له مخې، د آيت مانا داده، پر هغه مهال، چې له هرې لوري د هلاكت يرغلونه پيل شي او اسباب او ظاهري علتونه له كاره ولوېږي او د هغه انسان بېوسي په ډاګه شوه، چې ځان يې له خدايه خپلواك او مړه خوا ګاڼه او څرګنده شوه، چې ولايت، پالندوينه او د انسان او هر څيز د چارو تدبير يوازې د خداى په لاس كې دى؛ ځكه حقيقي څښتن، الله دى او څه چې په دې نړۍ كې په ظاهره اغېز او څه نفوذ لري، له هغه مړه خوا شتونه اغېزمنېږي او د هغه تر ولايت او تدبير لاندې دي[16].

44_ د شتمنۍ ښاڅمني – غرور: په دې داستان كې، د شمتنۍ د ښاڅمني ژوندى انځور وينو او له پايلې سره يې اشنا كېږو، چې پر شرك او كفر پاى مومي. بې ظرفيته انسانان، چې يو ځاى ته ورسي او پر نورو د مقام او شتمنۍ له اړخ لږ شانته غوراوى پيدا كړي؛ نو زیاتره د پېسمنۍ – غرور پر ناروغۍ اخته كېږي. لومړى هڅه كوي، چې نورو ته د خپلو امكاناتو او شونتياوو پيغور وركړي او پر نورو يې د غوراوي وزله كړي. دا هماغه دى، چې قرآن په مخكې آيتونو كې په  ((   أَنَا أَكْثَرُ مِنكَ مَالًا وَأَعَزُّ نَفَرًا)) ياد كړي دي. له دنيا سره يې مينه، لږه لږه يې په نظر كې د دنيا تلپاتېتوب انځوروي او دا خبره كوي:  (( مَا أَظُنُّ أَن تَبِيدَ هَذِهِ أَبَدًا )) ګومان نه كوم كله به هم دا بڼ له منځه ولاړ شي)) ! د مادي دنيا پر تلپاتېتوب ګروهه، له قيامت سره څرګند تضاد لري او دغسې وګړي له معاده منكرېږي او دا خبره كوي:  (( وَمَا أَظُنُّ السَّاعَةَ قَائِمَةً ))  (باور مې نه كېږي، چې قيامت به شي). ځان وينل او غاورتوب يې لاملېږي، چې مادي لوړاوى د پالوونكي درشل ته د خپل نژدېتوب دليل وبولي او ځان ته د خداى پر وړاندې پر سرباندې مقام قايلېږي او ووايي، كه خداى ته ورشو او آخرت وي؛ نو هلته به مو تر دې هم مقام اوچت وي. د دنياپالو ځواكمنو په ژوند كې دا څلورګوني پړاوونه ليدل كېږي. په رښتینه كې د كږېدو ليكه يې له دنيا پالنې پېلېږي او پر شرك، بوتپالنې، كفر او له معاده په نټه پاى مومي؛ ځكه  ((توکیز – مادي ځواك))  د بوت په څېر نمانځي او بې له دې يې هرڅه هېروي[17].

45_ د دنیوي ژوند حقيقت ته ښكلې بېلګه: خداى په دې آيت كې انسانانو ته وايي، چې هر كال د ژوند پيل او پاى مو د سترګو پر وړاندې تكرارېږي. په پسرلي كې بيديا ته ورشئ او هغه ښكلې صحنې ووينئ، چې په هر ګوټ كې يې د ژوند اثار ليدل كېږي. په مني كې همدې بېديا ته ورشئ (چې په پسرلي كې تكه شنه وه) او ووينئ، چې په هرګوټ كې يې د مرګ اثار راښکاره دي. هو! يوه ورځ تاسې پخپله د نوې غوړېدلې غونچې په څېر يو ماشوم وئ، بيا د تازه ګل په څېر ژڼی- ځوان شوئ، ورپسې پوخمنګی، زوړ او بېوسېږئ؛ لكه مړاوي او وچ ګلونه، چې پاڼې يې ژېړې راتاوې او مړې وي او په پاى كې د اجل توپان مو ريبي او څو سبا روسته،بادونه مو ورستې خاورې هرې لوري ته شيندي[18].

46_باقيات صالحات: له باقيات صالحات مراد، نېكې چارې دي. د قرآن كريم د نص له مخې، د خداى په نزد د انسان كړنې ساتلې دي او كه دا كړنې، نېکې وي؛ نو باقيات صالحات دي. له معصومينو علهيم السلام په رواياتو كې راغلي، چې له باقيات صالحات مراد، نمونځ دى او ځينې يې مصداق د اهل بيتو دوستي بولي. څرګنده ده، چې دا هر يو روايت، يې يو مصداق دى. نه داچې مانا يې را ايساره كړي[19].

وَيَوْمَ نُسَيِّرُ الْجِبَالَ وَتَرَى الْأَرْضَ بَارِزَةً وَحَشَرْنَاهُمْ فَلَمْ نُغَادِرْ مِنْهُمْ أَحَدًا ﴿۴۷﴾ = او داسې ورځ (راځي) چې غرونه روان كړو او ځمكه لغړه (او هواره) وينې او دوى [= انسانان] راټولوو، چې يو یې هم نه پرېږدو.

47_ د قيامت په درشل كې د هستۍ ويجاړېدل: دا آيت او ورپسې دوه آيتونه، د قيامت په درشل كې پېښو ته اشاره كوي. دا پېښې ډېرې زياتې دي او د قرآن په لنډو او روستيو سورتونو كې راغلي، چې  ((اَشراط الساعة))  (د قيامت نښې) نومېږي. ددې نښو ټولګه، په دې دليل دى، چې اوسنۍ نړۍ مو يو مخې ورانه او بدلېږي. غرونه له منځه ځي، ونې او ماڼۍ رالوېږي، ځمكه هوار ډاګ كېږي. بيا يې زلزلې ځپي، لمر توره تبۍ كېږي، سپوږمۍ تياره كېږي او ستوري تتېږي او بيا يې پر كنډرو نوې نړۍ، نوى اسمان او نوې ځمكه ابادېږي او په نوې نړۍ كې د انسان نوى ژوند پيلېږي[20].

وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا ﴿۴۹﴾ = او هلته به کړنليکونه كېښوول شي؛ نو ته به ګورې، چې ګناهګاران، څه چې په کړنليکونو کې دي، ترې وېرېږي او وايي به :((هاى، زموږ بدې برخې! دا څنګه ليکنه ده، چې زموږ هره کوچنۍ او لويه پکې راټوله شوې ده؟!)) او (حال دا) خپل ټول كړه به حاضر مومي او ستا پالونكى پرهېچا تېرى نه کوي.  

49_ په قيامت كې درې ګوني كتابونه: له قرآني آيتونو ګټنه كېږي، چې په قيامت كې انسانانو ته درې ډوله كتابونه (كړنليكونه) شته: لومړى، يو كتاب دى، چې د ټولو د كړنو حساب پكې دى لومړنيو تر روستنيو انسانانو كړنې پكې ثبت دي  ((وضع الكتاب)). دويم: هغه كتاب دى، چې هر امت يې لري او كړنې يې پكې ثبت دي. د جاثيه سورت په 28 آيت كې راغلي، چې هر امت خپل كتاب ته بلل كېږي.درېيم: هغه كتاب دى، چې هر انسان ته جلا ايښوول كېږي، د اسراء سورت په 13 آيت كې لولو:  (( او موږ د هر انسان په غاړه كې يې كړه وړه راځوړند كړي او د قيامت پر  ورځ به يو كتاب ورته راوباسو، چې پرانستې به يې ګوري (چې دا يې هماغه كړنليك دى) )) [21]؛ البته تر بحث لاندې آيتونه ښيي، چې په ځانګړو كتابونو كې د انساني كړنو پر ثبت سربېره، هلته خپله كړنې هم انځور او حاضرېږي ( وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا ) هغه كړنې، چې په دې نړۍ كې د انرژۍ په بڼه شوي، چې په حقيقت كې له منځه تللي نه دي او د اوسني بشر علم هم جوته كړې، چې انرژي او ماده له منځه نه ځي؛ بلكې بڼې يې اوړي. پر هغه ورځ د خداى په امر دا وركې انرژۍ پر مادې اوړي او په مناسبو بڼو انځورېږي. نېكې كړنې په ښكلو او زړه پوریو بڼو او بدې كړنې په بدرنګو څېرو كې راښكاره كېږي او دا كړنې به راسره پاتې شي[22].

وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ كَانَ مِنَ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِ أَفَتَتَّخِذُونَهُ وَذُرِّيَّتَهُ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِي وَهُمْ لَكُمْ عَدُوٌّ بِئْسَ لِلظَّالِمِينَ بَدَلًا ﴿۵۰﴾  = او (درياد كړه) چې كله موږ پرښتو ته وويل : ((آدم ته سجده وكړئ!)) ټولو سجده وكړه؛ خو ابليس و نه کړه، چې له پېريانو ځنې و؛ نو د خپل پالونكي له حكمه ووت. ايا (اوس نو) تاسې زما پر ځاى شيطان او ځوځات يې خپل  پالندويان نيسئ، حال دا دوى مو غلیمان دي؟ (او د الله د اطاعت پر ځاى په شيطان او اولاد پسې يې تلل؛ نو مشرکو) ظالمانو ته [د الله پر ځاى] ناوړه بدلونه او ځايناستي ده.

50_ د پرښتو په ليكه كې يو پېرى: له دې آيته ښه ګټنه كېږي، چې ابليس له پرښتو ځنې نه و؛ بلكې له جنیاتو يا پيريانو ځنې و. په ټوليز ډول، د قرآن له آيتونو او د معصومينو عليهم السلام له رواياتو ګټنه كېږي، چې د عبادت له لامله يې مقام دومره اوچت شو، چې د خداى د مقربو پرښتو په ليكه كې شو؛ خو د خداى له حكمه د سرغړونې، تكبر او آدم (ع) ته د سجدې نه كولو په پار، له هغه مقامه وشړل شو او الهي غوسې راونغاړه[23].

وَمَا مَنَعَ النَّاسَ أَنْ يُؤْمِنُوا إِذْ جَاءَهُمُ الْهُدَى وَيَسْتَغْفِرُوا رَبَّهُمْ إِلَّا أَنْ تَأْتِيَهُمْ سُنَّةُ الْأَوَّلِينَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ الْعَذَابُ قُبُلًا ﴿۵۵﴾ = او خلكو ته چې هدايت راغى؛ نو هېڅ شي له ايمان راوړو او بښنې غوښتو منع نه کړل؛ خو ( ته وا منتظر وو) هماغه څه ورسره وشي چې له مخکېنیو سره شوي (چې ټول هلاک شي) یا عذاب مخامخ ورشي ( چې په زوره ایمان راولي).

55_ځېلي كافران الهي عذاب ته سترګې پر لار: دې آيت دې ټكي ته اشاره كړې، چې ځېلي او ښاڅمن – مغرور كافران به په خپله خوښه ايمان رانه وړي او يوازې په دوو حالاتو كې ايمان راوړي: ړومبى، دوى هم په هغو دردناكو عذابونو كې راګېر شي، چې مخكېني قومونه يې راګېر كړي ول؛ دويم داچې په خپلو سترګو الهي عذاب وويني، چې البته دا بېړنی ايمان به بې ارزښته وي. دې ټكي ته پاملرنه لازم ده، چې دا بې لارې ډلې دغسې برخليك ته سترګې پر لار نه وې؛ خو هرومرو يې دا برخليك و؛ نو ځكه قرآن انتظار او سترګې پر لار نومولى دى او دا يو ډول ښكلې كنايه ده؛ لكه كټ مټ، چې يو سر غړاند ته ووايو: غواړې، چې مجازات شې؛ يعنې سزا دې هرومرو برخليك دى؛ هاغسې، چې ته وا ورته سترګې پر لار يې[24].

وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِفَتَاهُ لَا أَبْرَحُ حَتَّى أَبْلُغَ مَجْمَعَ الْبَحْرَيْنِ أَوْ أَمْضِيَ حُقُبًا ﴿۶۰﴾ = او (درياد كړه) چې كله موسى خپل ځوان (ملګري) ته وويل: (( تر هغه به له سفر او پلټنې لاس وانخلم چې د دواړو سيندونو د يوځاى كېدو بريد ته ورسم، كه څه په كلونو كلونو وګرځم .))

60_ ولې حضرت موسى (ع) په حضرت خضر (ع) پسې ولاړ؟: په دې آيت كې د موسى (ع) او يو عالم داستان پيلېږي، چې د دوو سمندرونو په يوځاى كېدو كې يې وكتل. هغه عالم، چې د پېښو له رازونو خبر و او په رواياتو كې يې نامه، (( خضر))  دی. ته وا خداى په دې داستان د اسلام پېغمبر (ص) په دې ټكي پوهوي، چې له بلنې يې د خلكو مخ اړونه او له دنيا پالۍ يې غمجن نشي او په خپله بلنه كې زغم ولري؛ ځكه ددې ظواهرو تر شا، يو باطن شته او د كافرانو د ځواك او شتمنيو ورهاخوا، الهي ځواك دى؛ لكه د خضر (ع) د ظاهري چارو تر شا، چې كوم باطن و، چې روسته ښكاره شو. كوم موسى، چې په دې داستان كې ياد شوى، هماغه موسى بن عمران (ع)  – درېيم اولوالعزم پېغمبر- دى او د رواياتو له مخې، دوست يې – چې په 60 آيت كې ياد شوى-  (( يوشع بن نون))  دى، چې د موسى (ع) وصي دى. له امام باقر نه په يو روايت كې راغلي دي:  (( موسى (ع) له يو شمېر بني اسرائيلو سره ناست و، يو تن ورته وويل: هېڅوك نه پېژنم، چې تر تا ښه خداى پېژني. موسى (ع) وويل: زه يې هم نه پېژنم. په دې وخت كې خداى وحې ورته وكړه: ولې نه، بنده مې خضر تر تا ښه پوه دى. موسى (ع) له خدايه خضر ته د وررسېدو لار وپوښتله؛ نو د خضر د ځاى نښه هغه شوه، چې د موسى (ع) كب ورك شي او څه چې خداى په قرآن كې ويلي، پرې تېر شو)) [25].

60_ مجمع البحرين: مجمع البحرين د دوو سمندرونو د يوځاى كېدو ځاى دى. داچې كوم دوه سمندره دي. مفسرانو پرې خبرې اترې كړي؛ خو ډېر سم احتمال دا دى، چې منظور، د سوئز له خليج سره د عقبې د خليج د يو ځاى كېدو ځاى دى. پوهېږو، چې سور سمندر په شمال كې دوه راوتلې پوزې لري، يوه يې شمالي شرقي لوري ته او بله يې شمالي غربي خوا ته چې لومړۍ پوزې ته يې د عقبې خليج او د دويمې ته يې د سويس خليج وايي، چې په جنوبي برخه كې سره يوځاى كېږي او له سره سمندر سره نښلي[26].

فَلَمَّا بَلَغَا مَجْمَعَ بَيْنِهِمَا نَسِيَا حُوتَهُمَا فَاتَّخَذَ سَبِيلَهُ فِي الْبَحْرِ سَرَبًا ﴿۶۱﴾ =   (خو) چې كله د دواړو سيندونو د يو ځاى كېدو بريد ته ورسېدل (؛نو) دواړو خپل كب (چې خوراك ته راوړى و) هېر كړ او كب د سيند لار ونيوه ( او ولاړ) .

61_ كب څرنګه سمندر ته روان شو؟: تر دې آيت لاندې مرحوم علامه طباطبايي وايي: پوه شه، چې دا آيتونه، تر مړينې روسته د كب په ژوندي كېدو څه څرګندنه او صراحت نه لري (؛لكه چې ځينو مفسرانو ويلي دي)؛ بلكې د عبارت له ظاهرو ګټنه كېږي، چې كب د سمندر پر غاړه پر يو ګټ ايښوول شوى و او په سمندر كې ولوېد، يا د مد له لامله د سمندر څپه راپورته شوه او ماهي يې يووړ او ددې چارو په څېر. كب په سمندر كې ورك شو او په هېښنده ډول يې په تل كې ور ډوب شو. ځينې روايات (؛لكه د 60 آيت په څرګندنه كې، چې كوم روايت وويل شو) دا نظر تاييدوي؛ ځكه په هغوى كې د خضر د ځاى نښه، د ماهي وركېدل و، نه يې ژوندي كېدل[27].

قَالَ أَرَأَيْتَ إِذْ أَوَيْنَا إِلَى الصَّخْرَةِ فَإِنِّي نَسِيتُ الْحُوتَ وَمَا أَنْسَانِيهُ إِلَّا الشَّيْطَانُ أَنْ أَذْكُرَهُ وَاتَّخَذَ سَبِيلَهُ فِي الْبَحْرِ عَجَبًا ﴿۶۳﴾ = ويې ويل : ((و دې ليدل،چې كله موږ له هغه ګټ (پرښې) سره دمه جوړه كړې وه، ما (هلته) هېر كړل، چې د كب پېښه درته ووايم، هسې شيطان یې يادول رانه هېركړل او كب هېښنده په سيند كې خپله لار ونیوه.))

63_ ايا شونې ده، چې شيطان د خداى د پېغمبر له ياده يو څه وباسي: د آيت ددې غونډلې تر لوست روسته، ښايي ذهن ته پوښتنه راشي، چې ايا شونې ده، شيطان د يوشع بن نون پېغمبر په څېر په فكر او ذهن كې تصرف وكړي؛ حال دا پوهېږو، پېغمبران د شيطان پر وړاندې خونديتوب لري. په ځواب كې وايو، له شيطانه د پېغمبرانو معصومیت – پاكلمنتوب پر دې مانا ده، چې شيطان دوى ګناه ته راښكوداى نشي؛ خو كوم دليل نه لرو، چې شيطان به پېغمبر و نه ځورولاى شي او لكه يو څيز يې له ياده وباسي. د قرآن له ځينو آيتونو هم دا مطلب ګټنه كېږي؛ لكه د ص سورت 41 آيت، چې وايي:  (( او زموږ بنده ایوب درياد كړه، چې كله يې خپل پالوونكى وباله (او ويې ويل: پالونكيه!) زه شيطان په تكليف او عذاب كړى يم)) [28].

فَوَجَدَا عَبْدًا مِنْ عِبَادِنَا آتَيْنَاهُ رَحْمَةً مِنْ عِنْدِنَا وَعَلَّمْنَاهُ مِنْ لَدُنَّا عِلْمًا ﴿۶۵﴾ = نو (هلته يې) زموږ له بندګانو يو بنده [خضر] وليد، چې له خپل لوري مو رحمت (او سترې پېرزوينې) وركړې وې او پخپله مو څه علم ورزده كړى و .

65_ د موسى (ع) او خضر (ع) كتنه: په قرآن كې د هغه عالم نامه راغلى نه ده، چې موسى (ع)  ورسره وكتل او په دې آيت كې ښكلی ياد شوى دى؛ خو په رواياتو كې راغلي، چې هغه ((  خضر))  (ع) او د حضرت موسى (ع) له همپېرو پېغمبرانو ځنې و. په ځينو رواياتو كې راغلي، چې خداى ډېر عمر وركړى ، ژوندى دى او له نړۍ تللى نه دى[29].

65_ حضر (ع) له الهي پوهې برخمن و: داچې په دې آيت كې له  (( رَحْمَةً مِنْ عِندِنَا )) مطلب څه دى، مفسرانو ډېرې خبرې اترې كړې: ځينو پر نبوت او ځينو په اوږده عمر تفسير كړې دي؛ خو دا احتمال هم شته، چې مطلب ښه استعداد، پراخ روح او پراخه سينه وي، چې خداى دې ستر نارينه ته ورپېرزو كړي، چې له الهي پوهې برخمن شي. د  (( مِن لَّدُنَّا)) تعبير هم ښيي، چې د حضرت حضر (ع) پوهه، عادي پوهه نه وه؛ بلكې د نړۍ د رازونو او پېښو د رمزونو پر يوې برخې يې پوهه وه، چې يوازې خداى پرې پوهېږي، په علماً تعبير (چې نكره ده او معمولاً په دغسې ځايونو كې درناوي ته كارول كېږي) ښيي، چې حضر (ع) له دې الهي پوهې ډېره برخمني درلوده[30].

وَكَيْفَ تَصْبِرُ عَلَى مَا لَمْ تُحِطْ بِهِ خُبْرًا ﴿۶۸﴾ = او څرنګه به هغه څه وزغمې، چې له خوالې يې پوره خبر نه يې؟

68_ په دوو بېلو برخو كې د موسى او حضر بېلابېلې دندې: بايد پام مو وي، چې حضرت حضر (ع) د باطن د رازونو او د پېښو او ښكارندو په دننه پورې اړوند علومو پر بابونو احاطه درلوده، حال دا موسى (ع) نه پر باطنو مامور و او نه يې پرې دومره پوهېده. په دغسې ځايونو كې ډېر ځل د پېښو ظاهري څېره، له هغه څه سره توپير لري، چې په باطن كې يې ده، چې ډېر ځل ظاهر يې بې خونده او پيكه وي؛ خو باطن به يې ډېر سپېڅلى، سنجول شوى او سولیز – منطقي وي. په دغسې ځايونو كې هغه چې ظاهر ويني، بې زغمه او بېواكه په نيوكه لاس پورې كوي او كله خو هغه استاد، چې د باطنو له خوالې خبر دى او باطن ويني، په ارام خپل چار پر مخ وړي او نيوكې او چغو ته يې پام نه كوي؛ بلكې د مناسب فرصت په لټه كې دى، چې د چار حقيقت ورڅرګند كړي؛ خو زده كړيال هماغسې تروري كوي؛ خو چې خواله راوسپړل شي، پوره آرامېږي. دلته دا پوښتنه رامخې ته كېږي، چې ايا نبايد اولوالعزم او رسالت څښتنی پېغمبر، د خپلې زمانې يو خورا پوه تن وي؟ په ځواب كې وايو، چې بايد د خپلې دندې په برخه؛ يعنې د تشريع په غونډال – نظام كې تر ټولو پوه وي او موسى د تشريع د غونډال په اړه د خپلې زمانې خورا پوه و؛ خو د حضر (ع) مخه څه نورو څيزو ته وه، چې د تشريع په غونډال پورې يې څه تړاو نه درلود. په بله وينا، حضر (ع)  له داسې خوالو خبر و، چې د نبوت بلنه پرې ولاړه نه وه.

له امام صادق (رح) نه په يوه روايت كې په ډاګه لولو، چې:  (( موسى (ع) د شرع په علم كې تر حضره (ع) پوه و.))  له امام رضا نه په يو راغلي روایت كې هم، ګټنه كېږي، چې ددې دوو سترو نارينه وو د دندو قلمرو سره توپير درلود او هر يو په خپل چار كې تر بله ښه پوه و[31].

قَالَ إِنْ سَأَلْتُكَ عَنْ شَيْءٍ بَعْدَهَا فَلَا تُصَاحِبْنِي قَدْ بَلَغْتَ مِنْ لَدُنِّي عُذْرًا ﴿۷۶﴾ =   (موسى) وويل: ((كه بيا مې درنه وپوښتل؛ نو ملګرتيا مې مه كوه (؛ځكه) له لوري مې عذر دروړاندې شو.))

76_ د حضر (ع) پر وړاندې د موسى (ع) انصاف: دا آيت د موسى (ع) انصاف او لرليد څرګندوي؛ ځكه تر درې ځل ازمېښت روسته چې مومي، دنده او ماموريت يې له خضره جلا دى، حق ته غاړه ږدي. هو! سره له دې، چې د ښووند – استاد بېلتون ورته سخت و، ددې واقعيت پر وړاندې ځېل نه كوي او په انصاف، حق نوموړي عالم ته وركوي، حال دا له همدې لنډې دوستۍ يې د حقيقت سترې زېرمې ترلاسه كړې وې. انسان نه ښايي د عمر تر پايه پر خپل ازمېښت بوخت وي او چې كله يې څو ځل يو مطلب وازمېيه، بايد پايلې ته يې غاړه كېدي[32].

وَأَمَّا الْجِدَارُ فَكَانَ لِغُلَامَيْنِ يَتِيمَيْنِ فِي الْمَدِينَةِ وَكَانَ تَحْتَهُ كَنْزٌ لَهُمَا وَكَانَ أَبُوهُمَا صَالِحًا فَأَرَادَ رَبُّكَ أَنْ يَبْلُغَا أَشُدَّهُمَا وَيَسْتَخْرِجَا كَنْزَهُمَا رَحْمَةً مِنْ رَبِّكَ وَمَا فَعَلْتُهُ عَنْ أَمْرِي ذَلِكَ تَأْوِيلُ مَا لَمْ تَسْطِعْ عَلَيْهِ صَبْرًا ﴿۸۲﴾ =  او هغه دېوال ! د ښار د دوه پلار مړيو هلكانو و، چې لاندې يې ترې خزانه ښخه وه او پلار يې ښه سړى و او پالونكي دې غوښتل، چې دوى د مړانې بريد ته ورسي او خپله خزانه راوباسي، چې دا (خزانه) ستا د پالونكي له لوري يو لورنه وه او ما پخپل سر دا (چارې) نه دي كړي، دا و د هغو چارو حقیقت، خواله او مانا، چې زغم دې پرې ونشو كړاى.))

82_ د انسان نېكچاري يې، د اولادونو پر برخليك اغېز لري: له دې آيته ګټنه كېږي، چې د انسان نېكچاري يې پر پاتوړیو – وارثانو هم ښه اغېز شيندي او د خير او نېكمرغۍ يې لاملېږي؛ لكه چې د نساء سورت له نهم آيته هم ګټنه كېږي، چې د مورو پلار ښه توب د اولاد پر برخليك اغېزمن دی:  (( هغوى كه لاس اړي اولادونه پرېږدي او د ګاندې – راتلونكې په باب يې ورسره اندېښنه وي (؛ نو) بايد (د خلكو د پلارمړيو په اړه دې) ووېريږي))  له امام صادق نه روايت شوى: (( خداى د مؤمن د نېكچارۍ په پار، اولاد او لمسى يې هم ښه او سموي او كورنۍ او شاوخوا خلك يې ساتي؛ نو دوى د هغه مؤمن د نېكچارۍ په پار د خداى تر ساتنې لاندې دي))  بيا امام د دوو پلارمړيو هلكانو داستان ياد كړ او د آيت پر دې برخه يې استناد وكړ، چې وايي:  (( وَكَانَ أَبُوهُمَا صَالِحًا ))[33].

82_ايا د حضر كړدود بېلګه ده: پوهانو د موسى (ع) او حضر (ع) په داستان كې د دوى پر درې ګونو پېښو ډېرې خبرې اترې كړې دي. داچې د استاد څرګندنې يې اورېدې؛ نو قانع كېده. پوښتنه داده، چې ايا د چا مال بې اجازې یې معيوب او ټكنى كولاى شو، په دې پار، چې كوم غاصب يې له منځه يو نه سي؟ او ايا يو هلك په دې پار مجازات كړو، چې په ګانده – راتلونکی كې يو چار ترسره كوي؟! او ايا څه لزوم شته، چې موږ د بل چا مال ساتنې ته په وړيا زحمت وكاږو؟! ددې پوښتنو په ځواب كې وايو، چې په نړۍ كې دوه غونډالونه – نظامونه لرو: تكوين غوڼدال او تشريع غونډال. كه څه دا دواړه په ټوليزو آرونو كې همغږي دي؛ خو كله په جزياتو كې يو له بله بېلېږي؛ لكه خداى د خپلو بندګانو ازمېښت ته، دوی په ډارنو څيزونو، په شتمنيو او یېبرو – حاصلاتو كې يې په كمښت او د خپلوانو په منځه وړو يې اخته كوي، چې ددې پېښو پر وړاندې زغمناك معلوم كړي؛ خو ايا كوم پېغمبر دغسې هڅه كړاى شي؟ يا خداى د يو تن د ناپاسلۍ – ناشكرۍ په پار، د روغتيا نعمت ترې واخلي؛ خو د شرع د قوانينو له مخې د يو تن د ناشكرۍ په پار، روغتيا يې ترې اخستى نشو. د الهي تكويني غونډال له پلوه څه مانع نشته، چې خداى ان نابالغه كوچنى پر يوې پېښې اخته كړي او ساه يې واخلي؛ ځكه شونې ده، چې په ګانده كې يې شتون ستر خطرونه رامنځ ته كړي؛ لكه چې ددې وګړيو  پاتېدل د ازمېښت په څېر مصالحو ته وي؛ لكه څنګه چې خداى (د موسى (ع) په څېر) يوې ډلې ته د تشريع غونډال پلي كولو ته دنده وركوي او له پرښتو يا انسانانو يوه ډله د تكويني غونډال پلي كولو ته ګوماري؛ البته بېشكه يوه ډله هم خپلسری هاند او اقدام كړاى نشي او بايد له خپل حقيقي مالك او واكمنه اجازه ولري؛ نو ځكه حضر (ع) په ډاګه اعلان كړه، چې دا چارې مې خپلسرې كړې نه دي[34].

إِنَّا مَكَّنَّا لَهُ فِي الْأَرْضِ وَآتَيْنَاهُ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ سَبَبًا ﴿۸۴﴾ = 84   په رښتیا موږ پر ځمكه ځواكمني، حكومت او ډول ډول وزلې وركړې وې (او هم هر څيز ته د وررسېدو لار مو ورښوولې وه).

84_ ذوالقرنين: دا چې ذوالقرنين څوك و، مفسرانو ډېرې خبرې پرې كړې دي. په دې نظرياتو كې، هغه نظر، چې د قرآن له آيتونو او تاريخي لاسوندونو- شواهدو سره ډېر اړخ لګوي، دادى چې ذوالقرنين هخامنشي پاچا ((ستر كورش))  دى. د تاريخ له مخې، كورش، ختيځ، لويديځ او شمال ته سفرونه كړي، چې په قرآن كې د ذوالقرنين له درې ګونو سفرونو سره اړخ لګوي. لومړى يرغل يې د (ليديا) پر هېواد و، چې د كوچنۍ اسيا په شمال كې پروت و. دا هېواد د كورش د حكومت د مركز په لويديځ كې پروت و. كه د كوچنۍ اسيا د لويديځ کڅ – ساحل نقشه ووينو، وبه وينو، چې د کڅ ستره برخه، په كوچنيو خليجونو كې ډوبېږي؛ په تېره ازمير خليج ته ورنژدې، چې د يوې چينې بڼه خپلوي. په 86 آيت كې وايي، ذوالقرنين په خپل لويديزې سفر كې وننګېرله، چې لمر په توره او خړه چينه كې ورډوبېږي. دا هماغه صحنه ده، چې كورش په ساحلي خليجونو كې د لمر د ټيكلې د لوېدو پر مهال وليده. د كورش دويم يرغل د ختيځ پر لور و. يوناني تاريخپوه؛ (( هېرودت))  وايي: دا يرغل د ليديا تر سوبې روسته و. د ځینو وحشي بېدیاني ټبرونو سرغړونې، کورش يرغل ته اړ كړ. د قرآن تعبير (90 آيت) د ختيځ روستۍ برخې ته د كورش سفر ته اشاره ده، چې ويې كتل لمر پر يو داسې قوم راخېژي، چې د لمر د وړانګو د لګېدو پر وړاندې يې څپرګي نه درلود او بېديا ګرځي ول. د كورش درېيم يرغل د شمال پر لور او د قفقاز د غرونو خوا ته و، چې د دوو غرونو ترمنځ يو تنګي ته ورسېد او د ځايي خلكو په غوښتنه يې د وحشي اقوامو د يرغل مخنيوي ته په تنګي كې يو ټينګ بند ورته جوړ كړ. په اوسني وخت كې، دې تنګي ته د (( داريال تنګى))  وايي، چې همدا اوس هم د  (( ولادي كيوکز))  او  (( تفليس))  ترمنځ دى او اوسپنيز دېوال هم پكې شته. دا دېوال هماغه بند دى، چې كورش جوړ كړى او هغه ځانګړنې پرې پوره تطبيقيږي، چې قرآن (94- 97آيتونه) د ذوالقرنين د بند په باب ويلي دي[35].

84_ د ذوالقرنين په واك كې كوم اسباب وو؟: سبب په آر كې د هغه رسۍ پر مانا ده، چې د كجورو پر ونو پرې خېژي او بيا هر ډول وزلې ته ويل شوى دى. په آيت كې سبب پراخ مفهوم لري او راښيي، چې خداى، ذوالقرنين ته هر څيز ته د وررسېدو لپاره اسباب وركړي وو. عقل او بسیا درايت، سم مديريت، ځواك او قوت، لښكر او انساني ځواك، مادي شونتياوې او امكانات، چې دا اسباب يې غوره وكارول[36].

قَالُوا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِنَّ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلَى أَنْ تَجْعَلَ بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ سَدًّا ﴿۹۴﴾ = (د سیمې خلكو) وويل : (( ذوالقرنينه ! ياجوج او ماجوج په دې سيمه كې فساد خپروي؛ نو ايا شونې ده، چې څه لګښت دركړو، چې زموږ او د دوى ترمنځ يو بند [دېوال] جوړ کړې؟))

94_ له هغه قوم سره د ذوالقرنين خبردود چې په خبره نه پوهېدل: په ۹۳ آیت کې وايي ذوالقرنین داسې يو قوم ته ورسېد، چې په هېڅ خبرې نه پوهېدل او ځان ته يې ځانګړې ژبه درلوده؛ خو 94 آيت وايي، چې هغه قوم له ذوالقرنين سره خبرې وكړې او د ياجوج او ماجوج پر وړاندې يې مرسته ترې وغوښته. شونې ده، چې دا وينا يې – سره له دې، چې د ذوالقرنين پر ژبه نه پوهېدل- په اشارو يا په ډېرو نيمګړو ټكو وي، چې په وينا يې شمېرلاى نشو. دا احتمال يې هم وركړى، چې دا خپلمنځي پوهاوى يې په ځينو ژباړونكيو يا په الهي الهام – لكه له سليمان (ع) سره د ځينو مرغانو خبرې كول- شوى وي[37].

94_ ياجوج و ماجوج: ياجوج و ماجوج، قراينو او لاسوندونو – شواهدو ته په پاملرنې په زيات احتمال د مغولو يوه ډله وه، چې قفقازيان يې سخت ځورول. كورش، چې دې سيمې ته ورغى، قفقازيانو ترې وغوښتل، چې مخه يې ونيسي او ده هم د ذوالقرنين د مشهور بند په جوړولو لاس پورې كړ[38].

أَفَحَسِبَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنْ يَتَّخِذُوا عِبَادِي مِنْ دُونِي أَوْلِيَاءَ إِنَّا أَعْتَدْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ نُزُلًا ﴿۱۰۲﴾ = ايا نو كافرانو ګڼله، چې پر ځاى مې زما بندګان (خپل) پالندويان نیولای شي؟ موږ جهنم د كافرانو مېلمستيا ته چمتو كړى دى!

102_ جنت و دوزخ: د نه ستاېنېدونې بدلې او سزا سريزه:  (( نُزُل))  هغه څه دي، چې مېلمه په لومړي راننووتو كې پرې ښه راغلاست كېږي. دا آيت وايي، چې جهنم، د كافرانو ((نُزُل))  دى. په 107 آيت كې لولو، چې جنت د نېكچاريو مؤمنانو (( نُزُل))  دى، له دې تعبيره ځينو مفسرانو ګټنه كړې، چې جنت او دوزخ د مؤمنانو او كافرانو لومړنۍ بدله او سزا ده او تر شاته يې نه ستاېنېدونې ثواب او عذاب شته. د قرآن ځينې آيتونه هم دا نظر تاييدوي؛ لكه: (ق_ 35)  ((؛نو د سترګو د يخېدو كوم څيزونه، چې د دوى د كړنو په بدله كې ورته پټ كړاى شوي دي، هېڅوك پرې خبر نه دي)) .  (زمر_47):  ((  او (ظالمانو ته به په قيامت كې) د خداى له لوري داسې څه ورښكاره شي، چې (بيخي) يې ګومان نه كاوه[39])) .

قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا ﴿۱۰۳﴾ = ووایه : (( ايا ډېر زيانکاري خلک در په ګوته کړو؟

الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا ﴿۱۰۴﴾ = هغوى چې په دنيوي ژوند كې يې هلې ځلې وركې او پوپنا شوې دي؛ خو پخپله انګېري، چې ښه كارونه كوي.))

103 او 104_ خورا زيانمن: ډېر وينو، چې كله انسان يوه ګناه كوي؛ خو انګېري، چې ښه او مهم چار يې كړى دى. شونې ده، چې دا پېچلې ناپوهي (جهل مركب) يوه شېبه يا يو كال يا ان ټول عمر دوام ومومي او په رښتيا، ستره بدمرغي ترې نه انګېرل كېږي. كه وينو قرآن دغسې وګړي خورا زيانمن نومولي؛ نو دليل يې څرګند دى: هغوى چې ګناه كوي؛ خو پوهېږي، چې ګناهګاران دي. زیاتره، چې خپلې ګناه ته يو بريد ټاكي او ډېر كېږي، چې په خود او ځان ته يې پام شي؛ نو جبران ته يې توبه كاږي او په سمو چارو لاس پورې كوي؛ خو هغوى چې ګناهګاران دي او په عين حال كې، خپل ګناهونه عبادت، خپلې ناوړې چارې نېكچاري او كږلېچ، سمونې بولي، خپلو چارو ته دوام وركوي. قرآن دا د پاموړ تعبير ورته كارولى دى:  (( بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا )) په روايتو كې، دې تعبير ته څرګند مصاديق ياد شوي، چې د غور او تامل وړ دي. په ځينو روايتو كې، ګوټناستې – تارك دنيا نارينه او ښځې ددې آيت مصداق ښوول شوي دي؛ ځكه يو عمر د ((دېرونو)) (عبادتځايونو) په ګوټونو كې تېروي او ځان د ژوند له حلالو خوندونو بې برخې كوي او دا بې برخېتوب خداى ته د ورنژدېدو لامل ګڼي. په ځينو رواياتو كې، د  (( نهروان خوارج))  يې يو مصداق ښوول شوى؛ دا سرسري، بې مغزه او ناپوهه ډله، چې د علي (ك) د وژنې په څېر خورا ستره ګناه يې خداى ته د ورنژدېدو لامل ګاڼه او جنت يې ځان ته په خپله ولكه كې فرض كړى و . هو! سخت تعصبونه، پېسمني – غرور او ښاڅمني – تكبر، ځانویني، ځانخوښي ، ځانواکي او دنيا پالنه ددې ناسمو او غلطو انګېرنو خورا مهم لاملونه دي[40].

قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَمَنْ كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا ﴿۱۱۰﴾ = ووايه : (( زه خو يوازې ستاسې په څېر يو بشر يم (ځانګړنه مې داده،چې) وحې راته كېږي،چې يوازېنی معبود مو ايکې يو معبود دى؛ نو څوك چې له خپل پالونكي سره د مخامختيا په هيله وي؛نو بايد ښې چارې وكړي او هېڅوك د خپل پالونكي په نمانځنه كې شريك نه كړي .))

 110_ لقاء الله: بېشكه له لقاء الله مراد، حسي ملاقات او ليده كاته نه دي؛ د حسي ليده كاتو لازمه، د جسم درلودل دي او د جسم درلودو لازمه يې محدودوالى، اړين والى او نستېدل – فنا كېدل دي او هر عقلمن پوهېږي، چې خداى دغسې ځانګړنې نه لري؛ نو له  (( لقاء الله)) منظور، (( باطني مشهود))  دي؛ يعنې داچې انسان په قيامت كې تر بل هر وخت د خداى آثار ډېر او ښه ويني؛ نو د زړه په سترګو يې ښکاره ليدلى دي. په همدې دليل – د قرآن د آيتونو له مخې- ان په قيامت كې د خداى ځيلي منكران، خولې په نټه – انکار سپړي؛ ځكه نمښتې – انکار ته يې بله لار نه ويني[41].

110_ اخلاص؛ د نېکو كړو وړو حقيقت: دا آيت، په يوه لنډه غونډله كې د نېکې کړنې حقيقت بيانوي. په څرګند تعبير، څو په عمل كې د اخلاص او خلوص حقيقت رانشي، د نېکې کړنې رنګ به خپل نه كړي[42]. له رسول الله (ص) نه روايت شوى: ((چې څوك ځانښوونې او ريا ته نمونځ وكړي، روژه ونيسي او صدقه وركړي؛ نو د خپل پالوونكي په عبادت كې يې شريك پيدا كړى دى))  بيا يې تر ویینې لاندې آيت ولوست. له امام باقر او امام صادق نه په يوه روايت كې لولو:  (( كه كوم بنده د خداى د لورنې او اخرت په پار يو چار وكړي؛ خو په نيت كې يې د يو چا خوشحالول هم نيولي وي؛ نو په حقيقت كې مشرك دى[43])) .

 

[1] الميزان، 13: 241 مخ.

[2] نمونه، 12: 395 مخ.

[3] الميزان، 13: 251 مخ.

[4] نمونه، 12: 369 مخ.

[5] الميزان، 13: 253 مخ.

[6] نمونه، 12: 375 مخ.

[7] نمونه، 12: 381مخ.

[8] نمونه، 12: 382 مخ.

[9] نمونه، 12: 284-389 مخونه.

[10] نمونه، 12: 390 مخ.

[11] نمونه، 12: 414 مخ.

[12] الميزان، 13: 304 مخ.

[13] الميزان، 13: 306 مخ

[14] الميزان، 13: 311 مخ.

[15] نهج البلاغه، 404 حكمت.

[16] الميزان، 13: 314 مخ.

[17] نمونه، 12: 439 مخ.

[18] نمونه، 12: 447 مخ.

[19] الميزان، 13: 315مخ.

[20] نمونه، ۱۲: ۴۵۱ مخ.

[21] الميزان، 13: 320 مخ.

[22] نمونه، 12: 457 مخ.

[23] نمونه، 12: 466مخ.

[24] نمونه، 12: 471 مخ.

[25] الميزان، 13: 333 مخ.

[26] نمونه، 12: 480 مخ.

[27] الميزان، 13: 335 مخ.

[28] الميزان، 13: 336مخ.

[29] الميزان، 13: 334 مخ.

[30] نمونه، 12: 486 مخ.

[31] نمونه، 12: 487 او 515 مخونه.

[32] الميزان، 12: 494 او 519 مخونه.

[33] الميزان، 13: 345 مخ.

[34] نمونه، 12: 505 مخ.

[35] نمونه، 12: 542- 549 مخونه.

[36] نمونه، 12: 526 مخ.

[37] نمونه، 12: 533 مخ.

[38] نمونه، 12: 552 مخ.

[39] الميزان، 13: 364 مخ.

[40] نمونه، 12: 563 مخ.

[41] نمونه، 12: 566 مخ.

[42] نمونه، 12: 577 مخ.

[43] الميزان، 13: 402 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!