تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د قریش سورت بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه لِإِیلافِ قُرَیْشٍ«1» إِیلافِهِمْ رِحْلَهَ الشِّتاءِ وَ الصَّیْفِ«2» فَلْیَعْبُدُوا رَبَّ هذَا الْبَیْتِ«3» اَلَّذِی أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَ آمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ«4»= ( الله له دې سپېڅلې ځمكې سره) د قريشو د مينې پيدا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د قریش سورت

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

لِإِیلافِ قُرَیْشٍ«1» إِیلافِهِمْ رِحْلَهَ الشِّتاءِ وَ الصَّیْفِ«2» فَلْیَعْبُدُوا رَبَّ هذَا الْبَیْتِ«3» اَلَّذِی أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَ آمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ«4»= ( الله له دې سپېڅلې ځمكې سره) د قريشو د مينې پيدا كولو لپاره (فيل سورو ته سزا وركړه، چې د پېغمبر راتلو ته لار هواره شي)، له ژمنيو او دوبنيو (سوداګریزو) سفرونو سره یې مینه (چې له لامله يې ورته راستانه شي)؛ نو (ددې ستر نعمت په شكرانه كې) بايد ددې خونې (كعبې) پالونكی ولمانځي؛ هماغه (الله) چې له لوږې یې ماړه کړل او له وېرې او ناامنۍ يې (خوندي او) ډاډمن كړل .

ټکي:

* ځینو مفسرانو دا سورت، د مخکني سورت په دوام کې بللی او پر یو لړ روایتونو یې استناد کړی، چې په لمانځه کې ددې دوو سورتونو جلا کول جایز نه ګڼي؛ لکه د ضحی او انشراح سورت. که ابرهه بریالی شوی وای؛ نو د قریشو معاش به هم له منځه تللی و او الله (ج) د قریشو د معاش خوندېینې ته فیل اصحاب تس نس کړل.

* «رِحْلَهَ» پر سپرلۍ او رحله لار وهلو ته وايي. قریشو په کال کې دوه ځل سوداګریز سفرونه درلودل، یو په ژمي کې یمن او بل په دوبي کې شام ته.

 * د جاهلیت د دود پرخلاف، چې وینه تویونه او جګړه یې ارزښت ګاڼه، د ایلاف او الفت کلیمو تکرار، پر قریشو د الهي پېرزوینو څرګندوی دی.

*سوداګریز سفرونه، د صادراتو او وارداتو د پرمختیا لاملېږي او پایله یې د ژوند ښه والی او فرهنګي تبادله ده.

*د فیل اصحابو تر تس نسېدو روسته، خلکو د حرم سیمې وګړیو ته ځانګړی درناوی کاوه.

پېغامونه:

1-د دښمن ماته د همپالنې لامل دی. «فَجَعَلَهُمْ کَعَصْفٍ مَأْکُولٍ»

2-د ټولنې د بېلابېلو اقشارو ترمنځ یووالی او مینه یو الهي نعمت دی. «لِإِیلافِ قُرَیْشٍ»

3- چې د ټولنوټيزو (اجتماعي اقتصادي) او امنیتي چارو هواری ونشي؛ نو دوی عبادت ته بللای نشو. (فَلْیَعْبُدُوا … اَلَّذِی أَطْعَمَهُمْ … وَ آمَنَهُمْ)

4 –د عبادت یوه فلسفه د مُنعم شکر دی. «فَلْیَعْبُدُوا رَبَّ هذَا الْبَیْتِ»

5-الله (ج) د مکې او کعبې چارې سمبالوي. «رَبَّ هذَا الْبَیْتِ»

6-د ټولنې د معیشت او امنیت تأمین دې د الله د بندګۍ او عبادت په بهیر کې وي.( فَلْیَعْبُدُوا … اَلَّذِی أَطْعَمَهُمْ … وَ آمَنَهُمْ)

7-لوږه او خوړو ته اړتیا، د بشر ځانګړنه ده او ددې اړتیا پوره کول، د الله د پېرزو او لورنې نښه ده. «أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ»

8-امنیت ټینګول او د ترهګریزو لاملونو لرې کول، یو الهي چار دی. «آمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ»

9-ګټې وټې ته سفر، په اسلام کې یو منل شوی چار دی. «رِحْلَهَ الشِّتاءِ وَ الصَّیْفِ»

«والحمدللّه ربّ العالمین»

 

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!