تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورة نوح د منتخبو آیتونو شرح   د نوح سورت ټوليزه منځپانګه  دا سورت د حضرت  نوح (ع) د رسالت ، د قوم ځېل یې او د حضرت نوح بلنې ته د شا کوونې، ورته د نوح (ع) ښېرا، د کافرانو پوپنا کېدل، […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د سورة نوح د منتخبو آیتونو شرح

 

د نوح سورت ټوليزه منځپانګه 

دا سورت د حضرت  نوح (ع) د رسالت ، د قوم ځېل یې او د حضرت نوح بلنې ته د شا کوونې، ورته د نوح (ع) ښېرا، د کافرانو پوپنا کېدل، د مؤمنانو د بښنې او ژغورنې په اړه ويينې لري .(الميزان، 20: 29 مخ.)

قَالَ رَبِّ إِنِّي دَعَوْتُ قَوْمِي لَيْلًا وَنَهَارًا ﴿۵﴾ = (نوح) وويل: (( پالونكيه! په رښتینه كې ما خپل قوم شپه و ورځ (ستا لوري ته) راوباله.

فَلَمْ يَزِدْهُمْ دُعَائِي إِلَّا فِرَارًا ﴿۶﴾ = نو بلنې مې د دوى تېښته [له ايمان او اطاعته] ورزياته كړه.

وَإِنِّي كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوا أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ وَاسْتَغْشَوْا ثِيَابَهُمْ وَأَصَرُّوا وَاسْتَكْبَرُوا اسْتِكْبَارًا ﴿۷﴾ = او په حقيقت كې ما چې هر ځل دوى بللي، چې ويې بښې (؛ نو) خپلې ګوتې يې پخپلو غوږونو كې ايښي او خپل څادرونه يې پر سر راکښلي او (پرخپل مخالفت يې) ټينګار وکړ او ښه ډېره زياته لويي يې وكړه.

ثُمَّ إِنِّي دَعَوْتُهُمْ جِهَارًا ﴿۸﴾ = بيا مې په رښتینه كې دوی (ستا د فرمان اطاعت ته) په لوړ غږ راوبلل،

ثُمَّ إِنِّي أَعْلَنْتُ لَهُمْ وَأَسْرَرْتُ لَهُمْ إِسْرَارًا ﴿۹﴾ = بيا مې په رښتيا په ښكاره او پټ په پټه (د توحيد او ايمان حقيقت) ته راوبلل.

 5 تر 9_ تبليغ دود: په دې آيتونو كې، چې د نوح (ع) د بلنې په اړه راغلي، پردې سربېره چې پېغمبر اکرم او په مكه كې ډېرو لږو مؤمنانو ته تسلي او ډاډ وركوي، د خداى د لارې ټولو مبلغانو ته يوه ټولیزه كړلار هم ده. د آيتونو له لحنه ګټنه كېږي، چې نوح (ع) كله د خلكو كورونو ته ورتله يا يې په كوڅو او بازار كې ځانته خبرې ورسره كولې او په زغم او مينه يې تبليغ ورته كاوه او كله به د خوشحاليو او ويرغونډو ته ورتله او د خداى حكم به يې په ډاګه ورلوسته؛ خو همېش له نامطلوبو غبرګونونو، سپكاوۍ او وهلو ډبولو سره مخېده؛ خو بيا يې هم له خپل تبليغ لاس نه اخسته. دا هېښنده زغم او زړه سوى او بېسارى څوار – استقامت يې حق دين ته د بلنې په لار كې يوه پانګه وه. ډېره هېښنده خو دا، په نهه سوه او پنځوس كلنې بلنې كې يې، يوازې د اتيا تنو په شاوخوا كې پرې ايمان راووړ. هو! هغه د خلكو ښه مشر او لارښودېداى شي، چې له دې چار سره ډېر مينه ولري او پر خلكو زړه سواند وي؛ بلكې پر خلكو ميين او عاشق وي. که له اولاد سره د مورو پلار مينه نه واى؛ نو د روزنې او پالنې ستونزې یې زغملاى نشوې او كه پېغمبران د خلكو د ښيون څوبمن او مينوال نه واى؛ نو ددې چار پېټى يې منلاى نشو او ددې لارې ډول ډول خطرونو ته يې غاړه نه ايښووله. (پيام قرآن، 7: 42 مخ او نمونه، 25: 65 مخ.)

 

فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا ﴿۱۰﴾ = نو ورته مې وويل: ((له خپل پالونكي بښنه وغواړئ [؛ ځكه] چې هغه ډېر بښونكى دى.

يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا ﴿۱۱﴾ = چې له بره بركتي اورښتونه درباندې ووروي،

وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَلْ لَكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَلْ لَكُمْ أَنْهَارًا ﴿۱۲﴾ = په شتمنيو او زامنو به مو ملاتړ وكړي او باغونه به دركړي او ويالې به دروبهوي.

 10 تر 12_ د بښنې غوښتو او ابادۍ ترمنځ اړيكه: له دې او نورو آيتونو ښه پوهېدل كېږي، چې د بښنې غوښتو او د نعمت د پرېمانۍ، ابادۍ او د كړاوونو د منځه تلو ترمنځ ځانګړې اړيكه شته؛ همداراز د ظلم، فساد او د نعمتونو د منځه تلو او د كړاوونو د راولاړېدو ترمنځ هم نېغ اړيكه شته؛ البته دا يوازې يوه مانيزه اړيكه نه؛ بلكې په باب يې توکیزه اړيكه هم شته. كفر او بې ايماني، د پازوالۍ – مسووليت نه احساسولو، قانون ماتونې او اخلاقي ارزښتونو د هېرولو سرچينه ده او دا چارې لاملېږي، چې د ټولنو يووالى له منځه ولاړ شي، د خپلمنځي ډاډ ستنې مخ پر لړزېدو شي، انساني او وټیز ځواكونه تویې او ټوليز انډول له منځه ولاړ شي. پر كومه ټولنه، چې دا چار لاسبرى شي، په بېړه د ځوړ لار خپلوي او كه وينو، چې ځينې ټولنې د ايمان او تقوا له نه درلودو سره سره له توکیز نسبي پرمختګه برخمن دي؛ نو بايد وګڼو، چې په نسبي ډول يې ځينې اخلاقي آرونو ته پاملرنه كړې ده. په رواياتو كې پردې مانا هم ټينګار شوى دى. علي (ک) ويلي: ((زياته بښنه وغواړه، چې ځان ته روزي راجلب کړې)). (نمونه، 25: 71 مخ او الميزان، 20: 33 مخ.)

وَقَالُوا لَا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلَا سُوَاعًا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا ﴿۲۳﴾ = او ويې ويل: هېڅكله له خپلو معبودانو لاس وانخلئ (په تېره) د “ود”،”سواغ”،”يغوث”،  “يعوق”او”نسر” بوتان خو پرېنږدئ .

 23_ د وَدّ، سُواع، يغوث، يَعوق او نَسر بوتان: له قراينو ګټنه كېږي، چې دې پينځو بوتانو ځانګړى امتياز درلود او ددې بېلاري قوم د ځانګړې پاملرنې وړ وه؛ نو ځكه يې څوګیرو- فرصت طلبو مشرانو هم پر نمانځنې ټينګار كاوه. داچې دا بوتان له كومه پيدا شوي، ډول ډول روايتونه شته. ځينو ويلي، دا د پينځو صالحو نارينه وو نامې دي، چې تر نوح (ع) وړاندې وسېدل او چې مړه شول، د شيطان په لمسونه يې، انځورونه او مجسمې د يادګار لپاره جوړې كړې او په درنښت يې ورته كتل او سوكه سوكه يې دې چار د بوتپالنې بڼه ونيوه. ځينو ويلي، دا د آدم (ع) د پينځو اولادونو نامې دي، چې به هر يو ومړ؛ نو پر ياد به يې يو انځور جوړاوه؛ خو څه وخت روسته دا چار هېر شو او د نوح (ع) په پېر كې يې لمانځنه ډېره شوه. ځينې ګروهن دي، دا د هغو بوتانو نامې دي، چې خپله د نوح (ع) په پېر كې جوړ شول او لامل يې دا وه، چې نوح (ع) خلك د آدم (ع) د قبر له طوافه منع كول او يوې ډلې د ابليس په لمسونه، پر ځاى يې، مجسمې جوړې كړې او پر نمانځنه يې بوخت شول. سملاسي دا پينځګوني بوتان جاهلي عربو ته ولېږدول شو او هر ټبر له خپلو نورو بوتانو سره، له دوى يو يو بوت ځان ته وټاكه او لمانحل يې. (نمونه، 25: 38 مخ.)

وَقَالَ نُوحٌ رَبِّ لَا تَذَرْ عَلَى الْأَرْضِ مِنَ الْكَافِرِينَ دَيَّارًا ﴿۲۶﴾ = او نوح وويل: ((پالونكيه! د ځمكې پر مخ يو كافر هستوګن هم مه پرېږده!

 إِنَّكَ إِنْ تَذَرْهُمْ يُضِلُّوا عِبَادَكَ وَلَا يَلِدُوا إِلَّا فَاجِرًا كَفَّارًا ﴿۲۷﴾ = [ځكه] كه پرې يې ږدې، بندګان دې بېلارې كوي او بې له بد چاري او ډېر ناشكره (ځوځاته) به (بل) څه ونه زېږوي .

 26 او 27_ د نوح (ع) روستۍ ښېرا: تر ډېرو هڅو روسته د نوح (ع) د قوم ډېرو لږو پرې ايمان راووړ؛ نو ترې نهيلى شو او له خدايه يې وغوښتل، چې د ځمكې پر مخ يو كافر هستوګن هم مه پرېږده، دا ښيي، چې د انبياوو (ع) ښېرا، له دې د نوح (ع)، د غوسې او كسات لپاره نه؛ بلكې د منطقي حساب له مخې وه. نوح (ع) خو څه كم حوصله نه و، چې په ډېر كوچني څيز راوپارېږي او ښېرا وكړي؛ بلكې د قرآن په وينا، د نهه سوه او پينځوس كالو بلنې، زغم، زړه خوړو او نهيلۍ روسته يې خوله په ښېرا راوسپړله. ددې آيتونو له ټوله ګټنه كېږي، چې الهي عذابونه د حكمت له مخې دي. (نمونه، 25: 88 مخ.)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!