تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه  د سورة يـس د منتخبو آیتونو شرح د يـس سورت ټوليزه منځپانګه: ۱ – د پېغمبر اکرم (ص) د رسالت او قرآن مجيد په اړه خبرې شوي دي ٢- د درېيو الهي پېغمبرانو رسالت، توحيد ته يې د بلنې څرنګوالى او له شرک سره […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 د سورة يـس د منتخبو آیتونو شرح

د يـس سورت ټوليزه منځپانګه:

۱ – د پېغمبر اکرم (ص) د رسالت او قرآن مجيد په اړه خبرې شوي دي

٢- د درېيو الهي پېغمبرانو رسالت، توحيد ته يې د بلنې څرنګوالى او له شرک سره يې د نه ستړي کېدونکيو مبارزو په باب مسايل راغلي دي .

  ٣-  توحيدي په زړه پورې ټکي او په هستۍ کې د پالونکي د ستریا آيتونه ويل شوي دي .

  ٤- په معاد پورې اړوند موضاعت او ډول ډول دلايل يې،د حشرونشر څرنګوالى،د قيامت پر ورځ پوښتنې او ځوابونه، د نړۍ پاى او جنت او دوزخ ياد شوى دى. په رواياتو کې دې  سورت  ته د ((قرآن زړه )) ويل شوى  دى (نمونه، 18: 309 مخ.).

لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلَى أَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۷﴾ = هو! (داچې حق يې و نه مانه؛ نو) پر ډېرو يې (د الله) د عذاب ژمنه جوته شوې؛ نو ځكه ايمان نه راوړي.

 إِنَّا جَعَلْنَا فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلَالًا فَهِيَ إِلَى الْأَذْقَانِ فَهُمْ مُقْمَحُونَ ﴿۸﴾ = په حقيقت كې موږ يې په غاړو كې تر زنو غړوندي وراچولي، چې سرونه يې نېغ پاتې دي (او ښكته كولاى يې نشي.)

 وَجَعَلْنَا مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَأَغْشَيْنَاهُمْ فَهُمْ لَا يُبْصِرُونَ ﴿۹﴾ = او مخې ته یې مو هم دېوال جوړ کړی او تر شا یې هم دېوال او (سترګې يې) مو ورپوښلي؛ نو ځكه ليداى نشي.

 وَسَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنْذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۱۰﴾ = او پر دوى بې توپېره ده، که يې ووېروې که يې ونه وېروې، ايمان نه راوړي.

 7 تر 10_ د پېژند وزلو ناكارېدل: په ظاهر په 7 آيت كې له الهي فرمانه مطلب، د شيطان لارويانو ته د جهنم د عذاب ژمنه ده؛ لكه چې د سجدې سورت په 13 آيت كې لولو: ((خبره او ژمنه مې په رښتيا ده، چې دوزخ به هرومرو له (بې ايمانه ګناهګارو) پېريانو او انسانانو ټولو ډك كړم))؛ البته دا د هغوى په باب دى، چې يو مخې يې له الله سره خپله اړيكه پرې كړې او ځېل يې تر روستي بريده رسولى دى؛ ځكه انسان هله سمېږي او لار ته ورسخېږي، چې يو مخې یې توحيدي فطرت په ناوړو كړنو او خويونو له منځه وړى نه وي؛ كه نه پر زړه يې مطلق تياره خپرېږي او د هيلو ټولې دریمڅې پرې بندېږي. له آره انسان له ځانه د بهر نړۍ په باب د معلوماتو لاس ته راوړو لپاره له وزلو كار اخلي، چې پېژندوزلې ورته ويل كېږي. يوه برخه يې؛ لكه عقل، وجدان او فطرت د ذات په دننه كې دي او د انسان ظاهري حواس؛ لكه سترګې او غوږونه يې له ذاته دباندې دي. دا وزلې كه سمې وكارېږي؛ نو ورځ تر بلې  پياوړېږي او حقايق ښه او دقيق راښيي؛ خو كه څه موده په کږنیزو او انګېرنیزو- انحرافي بهيرونو كې ولوېږي يا له آره ګټنه ترې ونشي؛ نو سوكه سوكه شړېږي يا يو مخې اوړي او حقايق اپوټه ښيي. دا د انسان ناسم اندونه او كړنې دي، چې د پېژندوزلو نعمت ترې اخلي او دلته انسان پخپله آريز ګرم دى. په همدې دليل، په قرآن او رواياتو كې ټينګار شوى، كه انسان څه ګناه وكړه، سملاسي دې توبه وكاږي او په توبه كې له ځنډه او پر ګناه له ټينګاره دې ډډه وكړي او كوچنى خنډ دې پر لوى خنډ او بند تر اوړېدو وړاندې لرې كړي او د پرمختګ لار دې پرانستې پرېږدي او د خپلې مخې دوړي دې كېنوي. (نمونه، 18: 320 مخ.)

إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي الْمَوْتَى وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ وَكُلَّ شَيْءٍ أَحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ ﴿۱۲﴾ = په حقيقت كې موږ پخپله مړي راژوندي كوو او څه یې چې مخكې لېږلي او څه چې ترې پاتې دي، ليکو يې او موږ ټول څيزونه په یو څرګند لارښود (لوح محفوظ) كې شمېرلي دي.

 12_ امام مبين (څرګند لارښود): ډېری مفسرانو، دلته امام مبين پر لوح محفوظ (؛يعنې هماغه كتاب، چې ددې نړۍ ټولې كړنې، ژوي‏ او پېښې پكې ثبت او خوندي دي) تفسير كړى دى. شونې ده، د امام تعبير له دې پلوه وي، چې دا كتاب په قيامت كې د ثواب او عذاب ټولو مامورينو ته لارښود دى او د انسانانو د كړنو ارزښت سنجولو، ثواب او سزا ته يې يو کچه وي. (نمونه، 18: 332 مخ.) په رواياتو كې لولو، چې امير المؤمنين علي (ك) امام مبين دى. له علي (ك) په يو روايت كې راغلي: ((پر الله  قسم، زه امام مبين يم، حق له باطله جلا كوم او دا مې له پېغمبره په ميراث وړى دى.)) د علي (ك) په باب له پېغمبراکرم(ص) نه په يو حديث كې لولو: ((هغه يو امام دى، چې الله  تعالى د هرڅيز علم پكې ور ايښى دى))؛ البته دا روايات د آيت له ظاهري مانا سره (چې مخكې وويل شول) په ټكر كې نه دي؛ ځكه دا روايات، باطنو او د آيت د ظاهري مانا ور هاخوا مانا ته اشاره لري او كېداى شي الله  هغه بنده ته د څرګند كتاب (كتاب مبين) پوهه ور روزي كړي، چې الله  یې ايكي يو ګڼلى وي او د الله  نږه بنده وي او داسې يو بنده تر رسول الله (ص) روسته مولا الموحدين علي (ك) دى. (الميزان، 17: 71 مخ.)

وَاضْرِبْ لَهُمْ مَثَلًا أَصْحَابَ الْقَرْيَةِ إِذْ جَاءَهَا الْمُرْسَلُونَ ﴿۱۳﴾ = او (د انطاكيه) كلي د اوسېدونكيو بېلګه ورته ووایه، چې د خداى استازي ورغلي ول؛

13_انطاكيه مېشتي: انطاكيه، د شام يو لرغونى ښار دى، چې د ځينو په وينا، د مسيح له زوكړې درې سوه كاله وړاندې جوړ شوى دى. دا ښار په لرغوني پېر كې، د شتمنۍ، پوهې او سوداګرۍ له پلوه د روم په درېيو سترو ښارونو كې شمېرل كېده. تردې آيتونو لاندې د راغليو رواياتو له ټوله معلومېږي، چې حضرت عيسى (ع) خپل دوه تنه حواريون بوتپالو انطاكيه مېشتو ته ورولېږل. ښار ته ورغلل او خلك يې توحيد ته راوبلل او د خپلې بلنې د حقانيت جوتولو ته يې د ناروغانو د رغېدا په څېر معجزې وروښوولې. د ښار پاچا دواړه ونيول او بنديان يې كړل. په دې وخت كې حضرت عيسى(ع) د حواريونو مشر شمعون صفا ورولېږه. ده هم پاچا او خلك توحيد ته راوبلل او معجزې يې وروښوولې. د قرآن له آيتونو ګټنه كېږي، چې ښارمېشتو ايمان رانه وړ او په اسماني كړيكه له منځه ولاړل. په ځينو رواياتو كې راغلي، چې پاچا ايمان رانه وړ او له قوم سره يې هوډ وکړ، چې دا درې واړه ووژني. ((حبيب نجار)) له دې خبرې خبر شو. هماغه، چې (20_ 27) آيتونه يې په اړه خبرې كوي. ځان يې د ښار له لرې ځايه ورورساوه او دوى ته يې نصيحت وكړ او د استازيو اطاعت ته يې وبلل؛ البته د قرآن له آيتونو ګټنه كېږي، چې په پاى كې كافر قوم دى هم شهيد كړ. په رواياتو كې د حق د لارې ددې شهيد په باب ارزښتناك ويناوې روايت شوي، چې راښيي د الله  پر وړاندې يې لوړ مقام او درجه لري. له پېغمبراکرم(ص) نه په يوه حديث كې لولو: (( درې تنه د امتونو مخكښان دي، چې د سترګو رپ هومره هم پر الله  كافر نشول: علي بن ابىطالب، د يس خاوند (حبيب نجار) او د آل فرعون مؤمن، دوى د خپلې زمانې پېغمبران تصديق كړل او علي يې غوره دى)). آيت يې د شهادت په اړه وايي: ((ورته وويل شو: جنت ته ننوځه))؛  ته وا ددې مؤمن شهادت، هماغه او جنت ته يې ننوتل هماغه. ددې دواړو (شهادت او جنت) ترمنځ واټن دومره لږ و، چې قرآن په خپل لطيف تعبير كې د شهادت يادولو پر ځاى يې، جنت ته يې ورننووتل ياد كړي دي؛ البته څرګنده ده، چې دلته له جنته مطلب، برزخي جنت دى؛ ځكه له آياتو او رواياتو ګټنه كېږي، چې تلپاتې جنت په قيامت كې د مؤمنانو په برخه كېږي؛ لكه چې كافرانو ته دوزخ دى. د قبر په باب روايت دى، چې (( قبر يا د جنت د بڼونو يو بڼ دى يا د دوزخ له جوغړيو يو جوغړى)) په زړه پورې خو داچې ((حبيب نجار)) تر خپل شهادت روسته هم هيله وكړه، چې كاشكې قوم يې ايمان راوړى واى. له پېغمبر اکرم (ص) نه په يو روايت كې لولو: ((دا مؤمن هم پر خپل ژوند د خپل قوم خير غواړي او هم تر مرګ روسته يې د دوى د ښيون هيله درلوده)). (نمونه، 18: 340 + الميزان، 17: 82 مخ.)

سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنْبِتُ الْأَرْضُ وَمِنْ أَنْفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا يَعْلَمُونَ ﴿۳۶﴾ = پاك دى هغه (الله) چې دا ګردې جوړې يې پيدا كړي، که ځمکه یې راټوکوي يا يې له انساني نوغې وي يا له هغو څيزونو، چې لا یې پېژني هم نه.

 36_ چې لا نه یې پېژني: لرې نه ده، چې په دې آيت كې جوړې د نر او ښځې پر ځانګړې مانا وي او قرآن مجيد په بوټو، انسانانو او نورو ژویو كې، چې خلك یې لا نه پېژني د جوړې شتون ښيي. شونې ده، چې دا ژوي، بوټي وي، چې پر هغه وخت جوړه توب يې (بې د كجورې له ونې او په څېر يې) ناپېژاندى و؛ خو اوس جوته شوې، چې په بوټو كې جوړه توب يوه ټولیزه ځانګړنه ده. همداراز شونې ده، چې د سمندرونو د تل څاروي وي، چې پر هغه وخت څوك ترې خبر نه ول او نن يې انسانانو ته يو څنډه را برسېره شوې ده. دا احتمال هم وركړ شوى، چې جوړه توب په اتوم كې مثبتو او منفي ذرو ته اشاره وي. پوهېږو، چې د نړۍ ټول څيزونه له اتومونو جوړ شوى او اتوم د نړۍ د ماڼۍ د خښتې په څېر دى، تر هغې ورځې، چې اتوم چاودل شوى نه و، ددې جوړه توب د شتون څه خبره نه و؛ خو روسته جوته شوه، چې مثبتې او منفي جوړې د اتوم په هسته او مدارونو كې چورلي. (نمونه، 18: 377 مخ.)

وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَهَا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ ﴿۳۸﴾ = او لمر (هم ورته يوه نښه ده، چې) د پوه ځواکمن (الله) د حساب له مخې پر خپلې ټاکلې لار چلېږي.

 38_ د لمر لېږدیز خوځون – حركت: دا آيت په ډاګه د لمر خوځون څرګندوي؛ خو داچې د دې خوځون مطالب څه دى، مفسران ورباندې پرېمانه ويينې لري. آيت ته روستى او ډېر نوى تفسير دا دى، چې پوهانو په نوې لاس ته راوړونه كې وويل، چې زموږ د كهكشان په منځ كې لمر د لمريز نظام له غونډال سره په يو ټاكلي لور د لرې ستوري په پلو (چې ويګا يې نومولى) په حركت كې دى. د څېړنو له مخې، دوراني حركت، د لمر كهكشان د يو میليون او يو لك او دېرش زره كليومتره په شاوخوا كې په يو ساعت كې په فضاء كې ګرځوي؛ خو د كهكشان په دننه كې هم لمر ثابت نه دى؛ بلكې سرعت يې په ساعت كې نژدې دوه اويا زره او څلور سوه كيلومتره د فلكې بڼې ((الجاثي على ركبتيه)) پر لور حركت كوي. دا فلكي بڼه د ستورو يوه ټولګه ده او لكه پر ګونډو ناست يو تن، چې پاڅېدو ته چمتو دى او نامه يې هم له همدې مانا اخستل شوې ده. داچې موږ په فضاء كې د لمر له چټك حركته ناخبره يو، دليل يې د فلكي کتلو لرېوالى دى. د لمر په استوا كې د وضعي حركت پېر يې، نژدې پينځه ويشت شپه و ورځ – شواروزه اخلي؛ يعنې لمر په (25) شپه و ورځ كې يو ځل پر خپل ځان راچورلي. پوهانو دا موضوع د لمر د سطحې در ټوله څېړنې معلومه كړې ده؛ ځكه ليدلي يې دي، چې دا رټې بې ځايه كېږي او تر (25) ورځو روسته پوره خپل ځاى ته راستنېږي. (نمونه، 18: 381 او 389 مخ.) دې آيت ته نور تفسيرونه هم شوي دي. (پيام قرآن، 2: 190 مخ.)

وَالْقَمَرَ قَدَّرْنَاهُ مَنَازِلَ حَتَّى عَادَ كَالْعُرْجُونِ الْقَدِيمِ ﴿۳۹﴾ = او سپوږمۍ ته مو منازل (پړاوونه) ټاكلي، تردې چې د کجورې د يوې وچې زړې څانګې په څېر شي.

39_ د سپوږمۍ پړاوونه: له پړاوونو مطلب، هماغه اته ويشت ګوني پړاوونه دي، چې سپوږمۍ یې له مطلقې تيارې وړاندې وهي؛ ځكه سپوږمۍ، چې پوره دېرش ورځې وي، په اسمان كې تر اته ويشتمې شپې ليدل كېږي؛ خو د اته ويشتم پر شپه ډېره نرۍ ژېړ رنګې، تته او لږه روښانه وي او په دوو نورو شپو كې د ليدو نه وي، چې محاق ورته وايي؛ البته هغه مياشتې، چې نهه ويشت ورځې وي، معمولاً سپوږمۍ تر اوه ويشتمې شپې ليدل كېږي او دوه پاتې شپې محاق دى. دا پړاوونه پوره دقيق او شمېرل شوي؛ داسې چې ستورپوهان د خپلو دقيقو شمېرنو له مخې، له سل ګونو كلونو مخكې وړاندوينه كړاى شي. دا هېښنده غونډال د انسانانو ژوند ته پېینه – نظم وربښي او یو طبيعي اسماني مهال ويش دى، چې لوستي او نالوستي يې لوستاى شي او كه انسان په بېلابېلو شپو كې دقت او ځيرنه وكړي؛ نو په ليدو يې (دقيقاً يا تقريباً) پوهېږي، چې دا كومه شپه او د كومې مياشتې ده. د مياشتې په پيل كې، د سپوږمۍ څنډې پورته دي او سوكه سوكه يې حجم ورزياتېږي تر اومې، چې د سپوږمۍ پوره كړۍ ښكاره كېږي او بيا پرې تر څوارلسمې ورزياتېږي، چې ټيكلى يې پوره شي. تردې روسته د سپوږمۍ له كوزې برخې تر يو ويشتمې كمېږي، چې بيا نيمه كړۍ كېږي. همدغسې ترې تر اته ويشتمې شپې كمېږي، چې د كمزورې او كمرنګې هلال په بڼه شي، چې څنډې يې كښته خوا ته دي. (نمونه، 18: 383 مخ.)

وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّقُوا مَا بَيْنَ أَيْدِيكُمْ وَمَا خَلْفَكُمْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿۴۵﴾ = او چې ورته وويل شي: ((له هغه څه (= الهي عذابه) ځانونه وساتئ، چې مخې ته مو دي او له هغه څه هم چې تر شا مو دي. ښايي لورنه درباندې وشي.)) (نو ځان ناګاروي)

 45_ مخې او شاته: مفسرانو په دې اړه ډول ډول خبرې كړې دي. په دې منځو حال كې په نظر رسي، چې له مخې مطلب، دنیوي مجازات دي، چې بېلګه یې په تېرو آيتونو كې وويل شوه او له شاته مراد، د آخرت سزا ده، چې تر شا يې لري. د شاته تعبير په دې پار دى، چې تر اوسه راغلى نه دى او ته وا د انسان شاته حركت كوي او په پاى كې يوه ورځ ورسي او له غاړې به يې راونيسي او له دې سزاګانو له ډډې كولو مطلب دادى، چې بنیادم هغه لاملونه رادبره نکړي او داسې چار ونكړي، چې ددې سزاګانو وړ شي. (نمونه، 18: 399 مخ.) ددې آيت په تفسير كې له امام صادق نه په يو روايت كې لولو: ((مانا يې دا ده، چې په مخ كې له پرتو ګناهونو او تر شا سزاګانو ډډه وكړئ)). (الميزان، 17: 97 مخ.)

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ أَنْفِقُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنُطْعِمُ مَنْ لَوْ يَشَاءُ اللَّهُ أَطْعَمَهُ إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۴۷﴾  = او چې ورته وويل شي: ((څه چې الله دركړي (د ده په لار کې يې) ولګوئ))؛ نو كافران مؤمنانو ته وايي: ((آيا موږ هغو ته خواړه وركړو، چې كه الله غوښتي واى؛ نو پخپله به يې وركړي ول؟! (نو الله غوښتي، چې هغوى وږي وي) تاسې خو بيخي په ښكاره بېلارېتوب کې ياست.))

 47_ له انفاقه د تېښتې پلمه: دې آيت، چې د كافرانو له خولې كومه خبره راوړې، هماغه سرسري خبره ده، چې په هر پېر او وخت كې د ښاڅمنو – مغرورو او بخيلو وګړيو له خوا اوڅارېږي؛ داچې كه پلانى نشتمن دى، هرومرو يې داسې چار كړى، چې الله  غواړي نشتمن پاتې شي او كه موږ شتمن شوي يو، هرومرو داسې چار مو كړى، چې الله  په خپلې لورنې كې رانغاړلي يو؛ نو ځكه، نه د هغوى نېستي او نه زموږ شتمني يوه هم بې حكمته نه ده. ددې خبرې وياند، له دې ناخبره دى، چې دا دنيا، د ازمېښت ډګر دى او خدا يو په تنګلاسۍ ازمېي او بل په غنا او شتمنۍ او كله يو انسان په دوو وختونو كې په دواړو د ازمېښت په بټۍ كې ږدي، چې ايا په نېستۍ كې امانت، لوړې طبع او شكر ايستنې ته پابند پاتېږي که يې لتاړي او همداراز د شتمنۍ پر مهال، چې څه لري، د الله  په لار كې يې نفقه كوي كه نه. په حقيقت كې د تكوين غونډال غوښتنه ده، چې الله  ځمكه له ټولو نعمتونو سره د بشر په اختيار كې كړي او دوى د تكامل د بهير د وهلو لپاره په خپلو كړنو كې ازاد پرېږدي او په عين حال كې، داسې غريزې يې پكې ورايښي، چې انسان ځان پلو ته راكاږي. د تشريع غونډال هم دغسې غوښتنه ده، چې په سرښندنې، تېرېدنې او انفاق د غرايزو كابو كولو، د نفس پاكوالي او د انسانانو روزنې ته قوانين راباسي او انسان، چې ((خليفة الله)) مقام ته د رسېدو لپاره استعداد لري، له دې لارې دې لوړ مقام ته ورسي: په زكات ځان پاك كړي، په انفاق له زړه کنجوسي وڅنډي او پاړکيز واټن پرې لرې كړي، چې په بشري ژوندانه كې زرګونه فسادونه ترې راولاړېږي. دا كټ مټ ددې خبرې په څېر ده، چې ځينې ووايي، څه اړتيا ده، چې زده كړې وكړو يا يې بل ته وروښيو. كه الله  غوښتل موږ ټولو ته يې علم او پوهه راكوله، چې هېڅوك يې زده كړې ته اړتيا ونه لري، ايا كوم عقلمن دا منطق مني؟. (نمونه، 18: 401 مخ.)

مَا يَنْظُرُونَ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً تَأْخُذُهُمْ وَهُمْ يَخِصِّمُونَ ﴿۴۹﴾  = دوی بې له یوې سترې (اسماني) کړیکې بل څه ته څارو نه دي، چې داسې وخت به یې راګېر کړي، چې (په دنيوي چارو كې) به پر شخړو بوخت وي؛

فَلَا يَسْتَطِيعُونَ تَوْصِيَةً وَلَا إِلَى أَهْلِهِمْ يَرْجِعُونَ ﴿۵۰﴾ = نو (په دې حال کې) نه کوم وصيت كولاى شي او نه خپلو كورنيو ته ورستنېدای شي .

وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَإِذَا هُمْ مِنَ الْأَجْدَاثِ إِلَى رَبِّهِمْ يَنْسِلُونَ ﴿۵۱﴾ = او (بل ځل چې) په شپېلۍ كې پوكى وشي؛ نو یو دم به له قبرونو د خپل پالونكي (محکمې) ته ورمنډې کړي .

قَالُوا يَا وَيْلَنَا مَنْ بَعَثَنَا مِنْ مَرْقَدِنَا هَذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُونَ ﴿۵۲﴾ = وايي به: ((پر موږ دې افسوس وي، چا له خپلو خوبځايونو راپاڅولو؟! (هو!) دا هماغه څه دي، چې لوراند الله يې ژمنه كړې وه او استازيو (يې) رښتيا ويلي وو.))

إِنْ كَانَتْ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ جَمِيعٌ لَدَيْنَا مُحْضَرُونَ ﴿۵۳﴾ = يوازې يوه كړيكه به وي، چې ناڅاپه ټول به موږ ته راحاضر كړاى شوي وي

 49 تر 53_ د قيامت كړيكې: په 49 آيت كې له كړيكې مراد، د شپېلۍ لومړى پوكى دى. دا پوكى هماغه ستره اسماني كړيكه ده، چې ټول په يوه لنډه شېبه كې، پر هماغه ځاى او پر كوم حالت، چې دي، ساه ترې اخلي او لانجمن توکیز ژوند يې پاى ته رسوي. له رسول الله (ص) روايت شوى: (( دوو تنو خپل ټغرونه خپاره كړي او تر راټولولو وړاندې يې قيامت جوړېږي او يو تن مړۍ ډوډۍ خولې ته نيولې؛ خو په خوله كې له ور ايښوولو وړاندې قيامت جوړېږي او يو څوك خپل لوښى ډكوي، چې څاروي خړوب كړي؛ خو خړوب كړي يې نه وي، چې قيامت جوړېږي.)) 51 آيت د شپېلۍ دويم پوكي ته اشاره لري، چې مړي پرې راژوندي كېږي. د الله  په حكم خاورې او وراسته هډوكي د ژوند جامې اغوندي او له قبرونو راپاڅي او حساب او محاكمې ته په هغه هېښنده محکمه كې حاضرېږي؛ لكه څنګه چې ټول په يوه كړيكه مړه شول، په شپېلۍ كې په يوه پوكي راژوندي كېږي. نو ځكه د مړيو راژوندي كولو او د پالوونكي د عدل په محکمه كې سوبتیا- حضور ته ډېر وخت پکار نه دى؛ لكه څنګه چې د انسانانو مرګ ته اوږد وخت پکار نه و، لومړۍ كړيكه، د مرګ چغه وه او دويمه كړيكه د ژوند او د پالوونكي د عدل په محکمه كې سوبتیا ده. (نمونه، 18: 406 مخ او الميزان، 17: 98 مخ.)

سَلَامٌ قَوْلًا مِنْ رَبٍّ رَحِيمٍ ﴿۵۸﴾ = (پر تاسې) سلام، (دا) د لورين پالونکي له لوري یوه وېنا ده.

58_ د جنتيانو ستر نعمت: جنتيان په مازې، چې جنت ته ننوځي، د الله  له سلام او درود سره مخېږي. علي بن ابراهيم د آيت په تفسير كې ويلي دي: (( دا سلام د امان په مانا دى.)) پر رښتونو مؤمنانو د پالوونكي له لوري ځانګړى امان او امنيت رانازلېږي، چې په رڼا كې به يې همېش پراته وي. دا سلام، ښه راغلاست دى، چې د جنت پنځوونكى پالوونكى يې پر خپل صالح بنده وايي او بندګان به په ((دار السلام)) كې ورسره وي. (تفسير موضوعي، 5: 324 مخ.) له پېغمبر اکرم(ص) نه په يوه روايت كې راغلي: ((جنتيان په جنتي نعمتونو كې ډوب وي؛ نو پر سر يې يوه رڼا راښكاره كېږي؛ د الله  د لورنې رڼا پرې وړانګې اچوي. بيا دا غږ راپورته كېږي: جنتيانو سلام درباندې! دا هماغه دي، چې په قرآن كې راغلي: ((سَلَامٌ قَوْلًا مِن رَّبٍّ رَّحِيمٍ ))؛ نو دلته يې د الله  د لورنې نظر دومره جذبوي، چې بې له ده له هرڅه غافلېږي او ټول جنتي نعمتونه هېروي او پرښتې له هر وره پرې راننوځي او وايي: درود درباندې)). (نمونه، 18: 419 مخ.)

أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَنْ لَا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ ﴿۶۰﴾ = ای د آدم اولادې! ايا سپارښتنه مې درته کړې نه وه، چې شيطان مه نمانځئ (؛ ځكه) چې هغه مو څرګند غلیم دى؟!

وَأَنِ اعْبُدُونِي هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ ﴿۶۱﴾ = او داچې (یوازې) ما ونمانځئ، چې دا سیده لار ده؟

60 او 61_ د څښتن نمانځنې ژمنه: له شيطان نمانځنې مراد، د شيطان د وسوسو او سپارښتنو منل دي؛ ځكه هېڅوك بې له ((الله)) يا هغه چې  الله  یې د اطاعت حكم كړى دى د اطاعتېدنې وړتيا او لياقت نه لري. له امام باقر نه په يوه روايت كې لولو: ((چې څوك د یو وياند خبرې ته غوږ كېدي، دا يې نمانځلى ، كه وياند د الله  له لوري خبرې وكړي؛ نو اورېدونكي، الله  نمانځلى دى او كه وياند د ابليس له لوري وي؛ نو اورېدونكي، ابليس نمانځلى دى)) او همداراز يې وويل: چې څوك د پالوونكي په سرغړونه كې د يو چا ومني؛ نو نمانځلى یې دى.  الله ، چې له بنيادمو كومه ژمنه اخستې، مطلب يې هغه سپارښتنه ده، چې د پېغمبرانو له خولې يې ورته كړې، چې د ابليس به نه منئ؛ لكه چې دا خبره یې كړې ده: (( بينادمه! شيطان مو و نه غولوي؛ هماغسې چې ستا پلار و مور يې له جنته راواېستل… (اعراف_ 27) )) او دا سپارښتنه يې: (( او شيطان مو د الله  له لارې منع نه كړي، چې ستاسې ښكاره دښمن دى (زخرف_ 62) )). الله  د شيطان د نه لاروي كولو علت وايي: ((هغه مو ښكاره دښمن دى.)) په قرآن او رواياتو كې ددې دښمنۍ په اړه ډېرې خبرې شوي دي. له حضرت علي (ك) په يو روايت كې لولو: [ نو د الله  بندګانو، د الله  له دښمنه وډار شئ، هسې نه شيطان مو پر خپل رنځ (ښاڅمنۍ – تكبر) اخته كړي او په خپلې بلنې مو له خپل ځايه راپاڅوي او خپل سپاره او پلي درنه راچاپېر كړي. پر ځان مې قسم، په ليندۍ كې يې د ګواښ غشي ايښي او ليندۍ يې ښه كش كړې او له نژدې مو په غشيو ولي؛ ځكه يې ويلي: (( پالوونكيه! داچې زه دې بېلارې كړم، زه پر ځمكه (توکیز نعمتونه) ښكلي ور انځوروم او ټول بېلارې كوم؛ خو بې له نږه بندګانو دې)) ]. (له نمونه، 18 – 422 مخ + المیزان، ۷ ټ، ۱۰۲ مخ په ګټنې)

وَمَنْ نُعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِي الْخَلْقِ أَفَلَا يَعْقِلُونَ ﴿۶۸﴾ = او د چا چې عمر اوږد كړو؛ نو په پنځون (او سلوک) کې يې اولټه کړو (او د کوچنيتوب بېوسۍ ته يې ورستنوو) ولې اندنه نه کوي؟!  

 68_ د زړښت پېر يا په پنځون كې بل مخ اوړېدل او سرچپه كېدل: په دې آيت كې له بل مخ اوړېدو مطلب، د كوچنيتوب حالت ته د انسان پوره ورستنېدنه ده. په رښتيا ډېرې دردناكې ورځې رارسي، چې سخت خپګان یي په زحمت انځورولاى شو. قرآن مجيد د حج سورت په (5) آيت كې وايي: ((او ځينې دومره عمر كوي، چې د ژوند خورا ناوړه پړاو او زړښت ته رسي، داسې چې له پوهې روسته پر څه نه پوهېږي)) په ځينو رواياتو كې اويا كلنو او په ځينو كې نوي كلونو ته پر ځمكه د الله  بنديان ويل شوي دي. په هر حال، د ((أَفَلَا يَعْقِلُونَ)) غونډله انسانانو ته ګواښنه كوي، وايي: که دا شته ځواك رعایتي او امانتي درسره نه واى، په دې اسانۍ در څخه نه اخستل كېده. پوه شئ، چې د بل چا د ځواک لاس درباندې دى. همدغسې د ځوانۍ او نشاط د پېر پر قدر پوه شئ، چې د بېوسۍ او زړښت پر مهال، څه كار مو له وسې پوره نه دى. د پېغمبراکرم (ص) په يو روايت كې لولو: (( پينځه څيزونه مخكې له پينځو څيزونو غنيمت وګڼه: تر زړښت وړاندې ځواني، تر رنځ وړاندې روغتيا، تر نېستۍ وړاندې مړه خواتوب، تر كړاو وړاندې سوكالي او تر مرګ مخكې ژوند)). ( نمونه، ۱۸/ ۴۳۵  مخ )

وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ ﴿۷۸﴾ = او بېلګه یې راته راوړه او خپل پنځون يې هېر كړ، و يې ويل: ((څوك به دا وراسته هډوكي راژوندي كړي؟!))

78_ وراسته هډوكي: له امام صادق نه روايت شوى (( اُبى بن خلف، پېغمبراکرم(ص) ته ورغى، له دېواله يې يو روست هډوكى راويست او ميده يې كړ او ويې ويل: موږ چې وراسته او خپاره واره هډوكي شوو؛ نو بل ځل به راژوندي كړاى شو؟ بيا الله  دا آيتونه رانازل كړي: [قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ] )) (الميزان، 17: 118 مخ) د آيت له څېړنې ګټنه كېږي، چې ددې خبرې د ويونكي له نظره، د معاد ستونزه په دوو څيزونو كې ده: 1_ د وراسته هډوكيو بياژواكي محال دي. 2_ د انسان د بدن اجزاوې، چې د نورو ژویو له اجزاوو سره ګډې وډې شوې وي؛ نو پېژندنه يې ناشونې ده. قرآن د لومړۍ نيوكې په ځواب كې، د انسان ړومبى پنځون اوڅاروي، چې ووايي د مړيو راژوندي كول، د دوى د لومړي پنځون په څېر شونې دي او لرې ګڼل يې بې ځايه دي. په دويمه نيوكه كې د الله  پراخ علم ته په ((عليم)) ځانګړنه اشاره كوي. (منشور جاويد، 9: 67 مخ.)

الَّذِي جَعَلَ لَكُمْ مِنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَارًا فَإِذَا أَنْتُمْ مِنْهُ تُوقِدُونَ ﴿۸۰﴾ = هغه چې له شنې ونې یې اور درپيدا كړى او د (اړتيا) پر مهال ترې اور بلوئ.))

80_ د انرژيو قيامت: په مفسرانو كې مشهوره ده، چې دا آيت د ((مرخ)) او ((عفار)) ونو ته اشاره لري، چې یو پر بل وسولول شي؛ نو بلېږي. پخوا به خلكو د عفار پر شنه لښته د مرخ شنه لښته موښوده او د الله  په حكم يې اور كاوه او په دې توګه به خلكو اور بلاوه؛ نو د مړي راژوندي كول د لامده لرګي تر بلولو هېښنده نه دي؛ سره له دې، چې اوبه او اور دوه متضاد څيزونه دي؛خو ددې تفسير ترڅنګ ښه دقيق تفسير هم شته او هغه داچې د بوټيو يو مهم كار، له هوا د كاربن ډای اکسایډ اخستل او د نباتي سلولوز جوړول دي. دا د بوټيو د ژوندينكو سلولوز، له هوا كاربونيك ګاز اخلي او تجزيه كوي يې، بيا نو اكسيجن ازادوي او كاربن ډای اکسایډ ساتي او بيا يې له اوبو سره يوځاى كوي او د ونو لرګی ترې جوړوي؛ خو مهم ټكى دا دى، چې د طبيعي علومو د ګواهۍ او لیېنې له مخې اجسام، چې هر كيمياوي جوړښت مومي، يا بايد اصلي انرژي واخلي يا يې ازاده كړي؛ نو ځكه چې كله ونې په كاربن اخستو بوختې وي، ددې قانون له مخې، د يوې انرژي شتون ته اړتيا لري، چې دا تودوخه او د لمر رڼا ده. په دې توګه، د ونو د لرګيو د جوړښت پر مهال، د لمر انرژي يوه برخه پكې زېرمه كېږي او چې كله لرګي سوځوو، دا زېرمه شوې انرژي ازادېږي؛ ځكه بل ځل كاربن د هوا له اكسيجن سره يوځاى كېږي او د كاربن ګاز جوړوي او اكسيجن او هايدروجن (اوبه) ازادېږي؛ نو ځكه پر ځمكه د ټولو انرژيو سرچينه د لمر انرژي ده. همداراز دلته د انرژيو قيامت ته رسو او وينو، په دې فضاء كې، چې كومه رڼا او تودوخه خپرېږي او د ونو پاڼې او لرګي يې پالي، هېڅكله له منځه تللي نه دي او نه ځي؛ بلكې بڼه يې اوړي او د انسانانو له سترګو پټ په لرګيو، ښاخونو او د ونو په پاڼو كې پټېږي او چې كله يو ټوټه لرګى بلېږي، قيامت يې پيلېږي او څومره د لمر انرژي، چې پكې پټه وه، ددې حشر او نشور په شېبه كې راښكاره كېږي، بې له دې، چې په يوه لنډ وخت كې د بلې شمعې د رڼا هومره يوڅيز ترې كم شوى وي. (نمونه، 18: 463 مخ.)

إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ ﴿۸۲﴾ = كار یې دغسې دى، كه كله يو څيز وغواړي(؛نو) يوازې ورته وايي،چې ((شه!))؛نو (بس) شي.

82_ د الله  اراده = د څيزونو شتون: ښكاره ده، چې په دې آيت كې الهي فرمان د لفظي امر پر مانا نه دى؛ همدغسې د ((كُنْ)) (شه) ویی داسې ویی نه ده، چې الله  یې په لفظ ووايي؛ ځكه ((الله)) نه كوم لفظ لري او نه الفاظو ته اړين دى؛ بلكې منظور د يو څيز رامنځ ته كولو ته يې اراده ده او د ((كُنْ)) تعبير په دې پار دى، چې له دې تعبيره ډېر لنډ او پراخ نه انګېرل كېږي. هو! د يو څيز شتوالي ته يې اراده، هماغه او شتون يې هماغه دى. حضرت علي ويلي دي: [چې د هرڅه اراده وكړي وايي: ((شه))؛ نو (بس) شي؛ نه په داسې غږ، چې غوږونه یې واوري او نه داسې چغه، چې واورېدل شي؛ بلكې د پاک الله  خبره، هماغه چار دى، چې رامنځته كول كوي]. (نمونه، 18: 471 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!