تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه  د سورة الحشر د منتخبو آیتونو شرح   د حشر سورت ټوليزه منځپانګه :  ددې سورت لومړۍ برخه له يو شمېر يهودو سره د مسلمانانو د مبارزې داستان دى. په روستيو آيتونو کې ټولو مسلمانانو ته ټوليز ورمونه – نصيحتونه شوي،همداراز د قرآن ځانګړنه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 د سورة الحشر د منتخبو آیتونو شرح

 

د حشر سورت ټوليزه منځپانګه :

 ددې سورت لومړۍ برخه له يو شمېر يهودو سره د مسلمانانو د مبارزې داستان دى. په روستيو آيتونو کې ټولو مسلمانانو ته ټوليز ورمونه – نصيحتونه شوي،همداراز د قرآن ځانګړنه او د روح په پاکونې کې يې اغېز ويل شوى دى او په درېيو روستيو آيتونو کې د خداى د صفاتو مهمه برخه را اخلي (نمونه، ۲۳: ۴۷۹ مخ.)

هُوَ الَّذِي أَخْرَجَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِنْ دِيَارِهِمْ لِأَوَّلِ الْحَشْرِ مَا ظَنَنْتُمْ أَنْ يَخْرُجُوا وَظَنُّوا أَنَّهُمْ مَانِعَتُهُمْ حُصُونُهُمْ مِنَ اللَّهِ فَأَتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُمْ بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِي الْمُؤْمِنِينَ فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ ﴿۲﴾ = (الله) هغه (ذات) دى، چې د كتابيانو كافر خلک يې (له مسلمانانو سره) په لومړۍ راټولونه (او جګړې ته په ډله ييز حركت كې) له خپلو کورونو (مدينې) وايستل،تاسې نه انګېرله،چې دوى به ووځي او دوى (هم) ګڼله، چې ټينګې كلا ګانې به يې له الهي عذابه وژغوري؛ نو د الله [عذاب] له داسې لوري ورغى،چې خيال يې هم نه و او (الله) یې په زړونو كې وېره واچوله (داسې چې) خپل كورونه يې پخپلو لاسونو او د مؤمنانو په لاسونو ورانول؛ نو د ((ليد)) خاوندانو عبرت واخلئ.  

2_  په مدينه كې د بني نضير يهودو د دسيسې پاى: په مدينه كې درې ډلې يهود اوسېدل: بني نضير، بني قريظه او بني قينقاع. ويل كېږي له آره دوى حجازيان نه وو؛ خو په خپلو كتابونو كې يې لوستي ول، چې په يثرب كې يو پېغمبر راښكاره كېږي؛ نو دلته راوكوچېدل او سترې راښكاره كېدنې ته سترګې پر لار وو. چې كله رسول الله (ص) مدينې ته هجرت وكړ، له دوى سره يې د نه بريد كولو تړون وكړ؛ خو دوى په هر فرصت كې دا تړون لتاړه؛ لكه د احد تر غزا روسته، كعب بن اشرف (د يهودو مشر) له څلوېښت تنو يهودي سپرو سره مكې ته ورغلل او له قريشو سره يې د پېغمبراکرم (ص) پر ضد تړون وكړ، چې ټول به ورسره جګړه كوي. پېغمبر (ص)  په وحې له دې تړونه خبر شو. بل داچې يوه ورځ پېغمبراکرم له څو مشرانو او يارانو سره د بني نضير ټبر ته ورغلل، چې مرسته يا پور ترې وغواړي  – او ښايي موخه يې دا وي، چې له نژدې د بني نضيرو وضع وڅېړي، چې هسې نه مسلمانان ناڅاپه برتمه او غافلګېر كړي – پېغمبر (ص)  د يهودو له كلا دباندې و او په دې هكله يې له كعب بن اشرف سره خبرې كولې. په دې ترڅ كې په يهودو كې د دسيسې تخم وشيندل شو او يو بل ته يې وويل: يو تن دې بام  ته وخېژي او لويه ډبره دې پرې راوغورځوي او له دې سړي مو دې خلاص كړي. يو تن يهود دې چار ته چمتو شو او بام ته وخوت. رسول الله (ص)  په وحې خبر شو. راپاڅېد او بې له دې، چې له خپلو يارانو سره خبرې وكړي، مدينې ته را روان شو. انګېرل يې، چې پېغمبر راستنېږي؛ خو روسته خبر شو، چې پېغمبر (ص)  په مدينه كې دى، دوى هم مدينې ته ورستانه شوو؛ نو دلته پېغمبر (ص) ته د يهودو تړون ماتونه جوته او په ډاګه شوه او مسلمانان يې جګړې ته تيارسئ كړل. په ځينو رواياتو كې راغلي، د بني نضيرو يو شاعر په پېغمبراکرم پسې خوله راسپړلې وه، چې دا یې د تړون ماتونې يو بل دليل و. داچې پېغمبر (ص) له مخه كاري ګوزار پرې وكړي، محمد بن مسلمه ته يې (چې له كعب بن اشرف سره يې اشنايي درلوده) امر وكړ، چې په هر ډول وي، كعب ووژني، دا چار يې وكړ. د كعب وژنې پر يهودو لړزان راووست. ورپسې پېغمبراکرم (ص) امر وكړ، مسلمانان دې له دې تړون ماتي قوم سره جګړې ته وخوځي. بني نضير چې خبر شول، خپلو ټينګو كلاګانو ته ننووتل او ورونه يې ټينګ وتړل. پېغمبر (ص)  امر وكړ، كلاګانو ته نژدې ځينې د كجورو ونې راونړوئ يا یې وسوځوئ.

يهودو نيوكه وكړه، محمده! تا خو تل له دې ډول چارو نهې كوله! ددې سورت پينځم آيت رانازل شو او ځواب یې وركړ، چې دا يو ځانګړى الهي امر و. محاصره څو ورځې اوږده شوه. پېغمبر (ص) د مدينې د پرېښوولو وړانديز ورته وكړ، و يې مانه او څه مالونه يې له ځانه سره واخستل او پاتې شتمنۍ يې مسلمانانو ته پاتې شوې. (نمونه، 484 مخ.)

مَا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاءِ مِنْكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۷﴾ = څه چې الله ددغو كليو له اوسېدونكيو خپل استازي ته ورکړي؛ نو دا یوازې د الله ، استازي، (د رسول الله) خپلوانو، پلارمړیو، مسكينانو او مسافرو لپاره دي، چې (دا ډېره شتمني) ستاسې د بډايانو ترمنځ لاس په لاس نشي او څه چې د (الله) استازي درکړي، وا يې خلئ (او عمل پرې وكړئ) او چې له څه مو منع كوي؛ نو ډډه ترې وكړئ او د الله له (مخالفته) ځان وساتئ، چې الله سخت عذابى دى.

 7_ بې له جګړې د لاس ته راغليو ولجو حكم: دا آيتونه، د بني نضيرو د ولجو حكم څرګندوي او په عين حال كې، د ټولو هغو ولجو په باب يو ټوليز قانون څرګندوي، چې بې ربړې او بې کړاوه د اسلام ټولنې لاس ته ورځي او په اسلامي فقه كې، ((فئ)) ورته وايي. بايد پام مو وي، داچې په تېر آيت كې ويل شوي، چې ((فئ)) په رسول الله (ص)  پورې اړوند دى، په دې مانا نه ده، چې پېغمبر (ص) یې  پر شخصي لګښت لګوي؛ بلكې داچې د اسلامي حكومت مشر او د اړمنو د حقوق مدافع او ساتنوال دى، غټه برخه يې همدوى ته لګوي. په دې آيت كې ((فئ)) ته شپږ لګښت ځايونه ښوول شوي. 1_ د خداى برخه؛ ښكاره ده، چې خداى د هر څه مالك او خاوند دى او هېڅ څيز ته اړتيا نلري؛ نو دا يو ډول تشريفاتي تړاو دى، چې ورپسې يادې ډلې هېڅ ډول سپكاوی و نه ننګېري او خپله برخه د خداى د برخې په كتار كې وبولي او په ټولیزو اندونو كې يې وركړه د بڅري هومره ټكنۍ نشي. 2_ د پېغمبراکرم (ص)  برخه، چې شخصي او مقامي اړتياوې او چې خلك ترې كومې  تمې لري ورنه يې پوره كړي. 3_ د خپلوانو برخه، چې د پېغمبراکرم د خپلوانو او بني هاشمو برخه ده، چې له زكاته (چې د مسلمانانو ټولیزه شتمني ده) بې برخې دي. 4_ د پلار مړيو برخه. 5_ د مسكينانو برخه. 6_ د مسافرو برخه. دا ټكى پاموړ دى، چې تر پېغمبراکرم روسته دا حق معصومو امامانو او تر دوى روسته جامع الشرايط مجتهدينو ته ور رسي؛ ځكه اسلامي احكام نه ځنډېږي او د حكومت د بنسټونو يوه برخه پر وټيزو مسايلو ايښوول شوې او همدا د اسلامي اصيل اقتصاد د مسايلو يوه برخه ده. (نمونه، 23: 501 مخ)

 لِلْفُقَرَاءِ الْمُهَاجِرِينَ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ وَأَمْوَالِهِمْ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا وَيَنْصُرُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ ﴿۸﴾ = (په دې مالونو کې) هغه بېوسي مهاجرين هم برخمن دي،چې له خپلو كورونو او مالونو شړل شوي او د الله فضل او خوښي لټوي او د الله او استازي یې ملاتړ دي، همدوى رښتوني دي.

8_ پر ځانونو د نورو ړومبي كول: په يو روایت كې راغلي، يو تن پېغمبراکرم (ص)  ته وويل: وږى يم، پېغمبر امر وكړ، زما له كوره خواړه ورته راوړئ؛ خو په كور كې يې خواړه نه وو. ويې ويل: نن شپه به يې څوك مېلمه كړي؟ يو تن چمتو شو او وږى يې له ځان سره بوت؛ خو يوازې ماشومانو ته يې ډېر لږ خواړه درلودل. له همدې لامله يې مېلمه ته خواړه راوړل او ډيوه يې مړه كړه او خپلې مېرمن ته يې وويل: چې هر څنګه وي، ماشومان ويده كړه. بيا مېړه او مېرمن له مېلمه سره پر دسترخوان كېناستل او تشې خولې يې خوځولې او خواړه يې نه خوړل. مېلمه په دې ګومان، چې كوربانه ورسره خواړه خوري، ځان يې موړ كړ او كوربانه د شپې وږي ويده شول. ګهيځ پېغمبر (ص)  ته ورغلل. پېغمبر (ص)  په موسكا وركتل او بې له دې، چې خبرې ورسره وكړي، دا آيت يې ولوست او د دوى سرښندنه يې وستايله، له اهل بيتو عليهم السلام په رارسېدلیو رواياتو كې لولو: كوربانه؛ علي (ك)، ماشومان، اولاد يې او هغې چې ماشومان وږي ويده كړل، د اسلام مېرمن حضرت فاطمة الزهرا (رض) وه. (مجمع البيان، 9: 430 مخ )

وَالَّذِينَ تَبَوَّءُوا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِنْ قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۹﴾ = او (همداراز) هغوى چې تر (مهاجرينو) مخكې په (مدينه) كې هستوګن ول او ايمان يې راوړى (او) ورمهاجر شوي یې ښه ایسي او څه چې دوى (مهاجرينو) ته وركړ شوي، پخپلو زړونو كې ورته اړتيا قدرې (كينه او کنجوسي) نه احساسوي او (دوی) تر خپلو ځانونو (غوره او) لومړي ګڼي، كه څه دوى پخپله ډېر اړمن وي او څوك چې د خپل ځان له کنجوسۍ خوندي شو؛ نو همدوى بريالي دي.

9_ برياليتوب؛ له كنجوسۍ او حرصه ځان ساتنه: ((شُحَّ)) هغه كنجوسۍ ته وايي، چې حرص ورسره مل وي؛ داسې، چې پرې روږدى شي. په يو روایت كې لولو، امام صادق  يو خپل يار وپوښت: ((شح پېژنې؟)) ويې ويل: مطلب كنجوس دى. امام وويل: (( شح تر كنجوسۍ بدتر دى. هغه بخيل دى، چې په خپلو درلودو كې كنجوسي كوي؛ خو شح، هم د نورو په درلودو كې كنجوسي كوي او هم په خپلو كې؛ تردې چې د نورو درلودو ته يې سترګې نيولې وي، چې په حلالو يا حرامو یې تر لاسه كړي او بيخي په خداى وركړې روزۍ قانع نه دى)) په بل روایت كې لولو: (( د مسلمان په زړه كې شُحّ نه ځايېږي؛ لكه چې د يو انسان په زړه كې د خداى د لارې دوړه او د جهنم لوګى نه ځایيږي)). لنډه دا، د كنجوسۍ او حرص پرېښوول انسان برياليتوب ته رسوي؛ حال دا، ددې رټلو خويونو درلودل د انسان د نېكمرغۍ ماڼۍ ويجاړوي. (نمونه، 23: 520 مخ.)

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ نَافَقُوا يَقُولُونَ لِإِخْوَانِهِمُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلَا نُطِيعُ فِيكُمْ أَحَدًا أَبَدًا وَإِنْ قُوتِلْتُمْ لَنَنْصُرَنَّكُمْ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۱۱﴾ = ايا منافقان دې لیدلي نه دي، چې خپلو كافرو كتابيانو روڼو ته وايي: ((كه (له هېواده) وشړل شوئ (؛ نو) موږ به هم هرومرو درسره وځوو او ستاسې په باب به هېڅكله د هېچا خبره ونه منو او كه جګړه درسره وشوه؛ نو هرومرو به مو مرسته كوو!)) او الله شاهدي وركوي، چې دوى بېخي دروغجن دي.

لَئِنْ أُخْرِجُوا لَا يَخْرُجُونَ مَعَهُمْ وَلَئِنْ قُوتِلُوا لَا يَنْصُرُونَهُمْ وَلَئِنْ نَصَرُوهُمْ لَيُوَلُّنَّ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ ﴿۱۲﴾= كه [يهود] وايستل شي، ورسره به ونه ووځي او كه جګړه ورسره وشي،(منافقين) به يې مرسته و نه كړي او كه مرسته يې هم وكړي، هرومرو (د جګړى له ډګره) شا اړوي او تښتي، بيا یې څوك مرسته نه كوي.

لَأَنْتُمْ أَشَدُّ رَهْبَةً فِي صُدُورِهِمْ مِنَ اللَّهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَفْقَهُونَ ﴿۱۳﴾ = البته تر خدایه له تاسې ډېر ډارېږي؛ځكه دوى ژور نه پوهېږي.

لَا يُقَاتِلُونَكُمْ جَمِيعًا إِلَّا فِي قُرًى مُحَصَّنَةٍ أَوْ مِنْ وَرَاءِ جُدُرٍ بَأْسُهُمْ بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْقِلُونَ ﴿۱۴﴾ = (يهودان) هېڅكله په ګډه درسره نه جنګېږي؛خو د ټينګو كلاګانو يا د دېوالو ترشا (به جنګېږي)، په (خپلو) کې يې جګړه سخته ده (؛خو ستاسې په مقابل كې کمزوري دي.) ته يې يو موټى ګڼې او (حال دا) د زړونو (لارې يې) سره جلا جلا دي؛ ځكه دوى بې عقله قوم دى.

11 تر 14_ د يهودو په فتنو كې د منافقانو ونډه: ځينو مفسرانو دې آيتونو ته يو شان نزول روایت كړى، چې لنډيز یې دا دى: د عبدالله بن ابى او يارانو په څېر يې د مدينې يو شمېر منافقانو په پټه د بني نضير يهودو ته يو تن ورولېږه او پيغام يې ورولېږه: په خپلو ځايونو كې ټينګ اوسئ، له خپلو كورونو مه راوځئ او خپل سنګرونه مضبوط كړئ، موږ د خپل قوم او نورو دوه زره تنه ملاتړي لرو او تر روستۍ سلګۍ درسره يو؛ د بني قريظه وو ټبر او د عطفان په ټبر كې نور همژمني هم ملګرتوب درسره كوي. همدا لامل شو، چې د بني نضير يهود د پېغمبر (ص) پر ناباندۍ – مخالفت وهڅول شوو؛ خو په دې وخت كې، د بني نضير يو مشر ((سلام))  د بني نضير د کړلار پالندوى ((حى بن اخطب)) ته وويل: د عبدالله بن ابی خبرو ته غوږ مه ږدئ، هغه مو له محمد سره جګړې ته هڅوي او پخپله په كور كېني او تاسې د كړاوونو خولې ته وركوي. حى بن اخطب وويل: له محمد سره دښمني او جګړه خو مو خپل چار دى. سلام ورته وويل: پر خداى قسم، وينم، چې په پاى كې مو له دې سيمې شړي، شتمنۍ او شرف مو له منځه ځي، كوچنيان مو بنديان او جګړه ماران مو وژل كېږي. دا آيتونه ددې پېښې پايله څرګندوي.( نمونه، 23: 526 مخ)

كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلْإِنْسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۶﴾ = او (همداراز كار يې) د شيطان په څېر دى، چې كله يې انسان ته وويل: ((كافر شه (چې ستونزې دې لرې كړم).)) خو چې كافر شو، (شيطان) وويل: ((په رښتینه كې زه ستا په باب څه ژمنه نه لرم؛ زه له نړۍ پال خدايه وېرېږم.))

 16_ څاه ته د شيطان په ورسته رسۍ مه وركوزېږئ: داچې په دې آيت كې له انسانه مطلب څوك دى، ډول ډول خبرې پرې شوي. ځينو ويلي، مطلب ټول هغه انسانان دي، چې د شيطان تر اغېز لاندې دي، په دروغجنو ژمنو غولېږي او د كفر لار خپلوي او په پاى كې شيطان يې يوازې پرېږدي او كركه ترې څرګندوي. ځينو ويلي، منظور د ابوجهل او لارويانو په څېر يې ځانګړي انسانان دي، چې د بدر په غزا كې د شيطان په غولوونكيو ژمنو وغولېدل او په پاى كې يې د ماتې تراخه وڅكل. (وګورئ: انفال_48) ځينو مفسرانو او حديثپوهانو، تردې آيت لاندې د بني اسرائيلو د يو نمنځچاري – عابد ((برصيصا)) كيسه راوړې، چې ګردو وګړيو ته يو ستر سبق كېداى شي، چې كله هم څاه ته د شيطان او منافقانو په ورستې رسۍ كوز نشي، چې تلل به يې په څاه كې لوېدل وي. د كيسې لنډيز دا دى: په بني اسرائيلو كې (( برصيصا)) نامى يو عابد و، اوږد وخت يې عبادت كړى و او د قرب مقام دې بريد ته وررسېدلى و، چې اروايي ناروغان یې ورته راوستل او په دعا يې رغېدل. يوه ورځ د يوې با وګړې – با شخصیتې كورنۍ يوه ښكلې ښځه خپلو روڼو ورته راوسته او د رغېدا لپاره څه موده ورسره پاتې شوه. دلته شيطان په وسوسې اچولو لګيا شو او عابد ته يې ننداره دومره ښكلې انځور كړه، چې عابد له ښځې سره زنا وكړه. څه موده روسته څرګنده شوه، چې ښځه دوه ځانې شوې (او داچې د يوې ګناه كول همېش د سترو ګناهونو سرچينه وي) ښځه يې ووژله او د بېديا په يوې څنډې كې يې ښخه كړه. روڼه يې له پېښې خبر شوو او دا خبر په ټول ښار كې خپور شو او امير هم پرې خبر شو او له يو شمېر خلكو سره وخوځېد، چې ځان له پېښې خبر كړي. چې كله د عابد ګناه جوته شوه؛ نو له عبادتځي یې راوكېښ. عابد  پر خپلې ګناه تر اعتراف روسته، امير امر وكړ، چې پر دار يې راځوړند كړئ. چې دار ته ور وخوت، شيطان يې په سترګو كې انځور شو او ويې ويل: زه وم، چې پردې ورځ مې اخته كړې او چې څه وايم، منه يې، چې و دې ژغورم. عابد وويل: څه وكړم؟ ويې ويل: يوازې سجده راته بسیا ده. عابد وويل: په دې حال كې خو مې له وسې پوره نه ده. شيطان وويل يوه اشاره هم بس ده. عابد د سترګې په كونج يا لاس يوه اشاره وكړه او شيطان ته يې سجده وكړه او ومړ او په مازې كفر له نړۍ ولاړ. هو! د شيطانانو، او د دوی د  منافقانو پلیونو د وسوسو پايلې دغسې دي. (نمونه، 23: 537 او 544 مخونه.)

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنْظُرْ نَفْسٌ مَا قَدَّمَتْ لِغَدٍ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۱۸﴾ = مؤمنانو! د الله له (مخالفته) ډډه وكړئ او هر څوك بايد وګوري، چې (خپل) سبا (قيامت) ته يې څه مخكې ورلېږلي او [خپل ځانونه] د الله له [عذابه] وساتئ، په حقيقت كې څه چې كوئ، الله پرې خبر دى.

 18_ قیامت ته وار له مخكې ورلېږونه: په دې آيت كې پردې ټكي ډډه لګول شوې، چې انسان بايد وويني، قيامت ته یې وار له مخكې څه زېرمه ورلېږلې. په قيامت كې د انسان آريزه پانګه، هغه كړنې دي، چې له مخكې يې ورلېږلي، كه نه غالباً څوك د انسان په فكر كې نه دي، چې تر مرګ روسته څه ورولېږي. له رسول الله (ص) په يو حديث كې لولو: (( د خداى په لار كې نفقه وركړئ؛ كه څه يو من كجورې، يا لږې يا يو موټى يا لږې يا د يوې دانې هومره يا د نيمې دانې هومره وي! او كه څوك دا هم و نه مومي؛ نو په پاكو خبرو دې زړونه خوشحال كړي؛ ځكه په قيامت كې، چې د خداى پر وړاندې درېږئ، خداى درته وايي: ستا په هكله مې داسې او هاغسې ونكړل؟ غوږونه او سترګې مې درنكړې؟ شتمني او اولادونه مې درنكړل؟ بنده وايي: هو! خداى پاك وايي: نو وګوره او ووينه، چې ځان ته دې څه رالېږلي. بيا بنده وړاندې روسته او خپلو ښي او كيڼ لوريو ته ويني او داسې څه نه مومي، چې خپل مخ پرې د دوزخ له اوره وساتي)). (نمونه، 23: 545 مخ) بل ټكى داچې په آيت كې دوه ځل پر ((الهي تقوا)) سپارښتنه شوې. ځينو مفسرانو يې په اړه ويلي: لومړۍ تقوا، ((له ګناهونو ډډه كول او د فرايضو ترسره كولو)) ته اشاره ده. دويمه تقوا ((په عمل كې اخلاص او له ځانښوونې ډډه كول)) دي؛ نو ځكه آيت ويلي، انسان باید له ګناهونو ډډه وكړي او ښه پام وكړي، چې څه خپل آخرت ته ورلېږي؛ خو دې ټكي ته هم باید ځير شو، چې څه لېږي، يوازې د خداى لپاره او له ریا او ځانښوونې سوچه وي. (الميزان، 19: 226 مخ.)

 

لَوْ أَنْزَلْنَا هَذَا الْقُرْآنَ عَلَى جَبَلٍ لَرَأَيْتَهُ خَاشِعًا مُتَصَدِّعًا مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۲۱﴾ = كه موږ دا قرآن پر كوم غره نازل كړى واى، بېشکه هغه به دې د الله له وېرې وېرجن ټوټه ټوټه كېدونکى لیدلی واى! او دا بېلگې خلكو ته وايو، ښايي (پر خپل حالت) غور وكړي.

 21_ كه قرآن په غرونو ورنازل شوى وای؛ نو چاودېدل: ډېرى مفسرانو، دا آيت د تشبيه په بڼه تفسير كړى او ويلي يې دي، موخه، ددې ټكي ويل دي، چې دا غرونه له ټينګښت سره سره، كه عقل او احساس يې درلوداى او دا آيتونه د انسانانو د زړونو پر ځاى پر دوى ورنازل شوي واى؛ نو دومره لړزېدل، چې ټوټه ټوټه كېدل؛ خو يو شمېر انسانان دومره کلک زړي او ډبرزړي دي، چې ډېر لږ ونجون – بدلون هم پكې نه راځي. ځينو يې په ظاهر تفسير كړى او ويلي يې دي: د هستۍ ټول ژوي (چې غرونه هم پكې دي) ځان ته يو يو ډول درك او شعور لري او كه دا آيتونه ورنازل شوي واى؛ نو په رښتيا، ټوټه ټوټه كېدل؛ په هر حال پر زړونو او اندونو د قرآن له اغېزې نټه كړاى نشو او د اسلام په تاريخ كې يې ډېرې بېلګې ليدل شوي دي، چې خورا سخت زړونه د څو آيتونو په اورېدو دومره نرم او پاسته شوي، چې ‎ ځان یې يو مخې اسلام ته سپاره؛ خو يوازې هغه ځېلي وګړي له دې چاره مستثنى ول، چې په وجود كې د ښيون ته هېڅ ځاى نه وه. (نمونه، 23: 549 مخ)

هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ ﴿۲۲﴾ = دی هغه الله دى، چې بې له ده معبود نشته، پر پټو او ښكاره وو پوه دى، هغه لوراند (او) لورين دى.

 هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۲۳﴾ = دی هغه الله دى، چې بې له ده معبود نشته، آریز واكمن او مالك دى، له هرې نيمګړتيا پوره پاك دى، پر چا تېرى نه كوي، امان وركوونكى دى؛ پر ټولو څيزونو څارن دى، داسې بريمن ځواك دى، چې پخپل ځواک هره چاره سموي، د پرتم خاوند دى (او) الله له هر هغه څه پاك دى، چې دوی يې ورسره شريكوي!

هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۲۴﴾ = دی پنځوونکی الله؛ (بې مخینې) پنځګر، (بېسارى) انځورګر؛ غوره نامې (او ځانګړنې) يوازې د ده دي، په اسمانونو او ځمكه كې، چې هر څه دي، تسبيح یې وايي؛ او دی ناماتى حكيم دى.  

22 تر 24_ د روستيو آيتونو برم: په روستيو آيتونو كې اسماء الله او الهي صفات راغلي، چې خورا برمیاله آيتونه دي او د انسانانو روزنې ته ستر سبق هم دى. له پېغمبراکرم (ص) نه په يو حديث كې لولو: ((چې چا د (( لو انزلنا هذا القرآن)) آيت د حشر سورت تر پايه ولوست او پر همدې شپه ومړ؛ نو شهيد مړ شوى دى)) يو صحابي وايي: پېغمبر (ص) مې د خداى د اسم اعظم په اړه وپوښت. ويې ويل: (( د حشر سورت روستۍ برخه ډېره لوله)) بيا مې هم دا پوښتنه وكړه. حضرت همدا ځواب راكړ. په يو حديث كې راغلي: (( دا آيتونه، بې له مرګه د هر درد شفا ده)) (نمونه، 23: 558 مخ.) البته څرګنده ده، چې ويل شوي فضايل او بدلې هغه ته دي، چې آيتونه په ځير او تدبر ولولي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!