تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه د سورة الشورى د متخبو آیتونو شرح   د شورى سورت ټوليزه منځپانګه: وحې ددې سورت د ويينو چورليز دى او په څنګ کې يې توحيد ، معاد، د مؤمنانو او کافرانو ځانګړنې او … اوڅار شوي دي. (الميزان، 18: 5 مخ.) تَكَادُ السَّمَاوَاتُ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله په نامه

د سورة الشورى د متخبو آیتونو شرح

 

د شورى سورت ټوليزه منځپانګه: وحې ددې سورت د ويينو چورليز دى او په څنګ کې يې توحيد ، معاد، د مؤمنانو او کافرانو ځانګړنې او … اوڅار شوي دي. (الميزان، 18: 5 مخ.)

تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِنْ فَوْقِهِنَّ وَالْمَلَائِكَةُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِمَنْ فِي الْأَرْضِ أَلَا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۵﴾ = نژدې ده، چې اسمانونه (د مشركانو د ناروا تورونو له لامله) له پاسه یې وچوي او (حال دا) پرښتې د خپل پالونكي له ستاېنې سره پاكي وايي او د ځمكې اوسېدونكيو ته بښنه غواړي. خبر وسئ، چې په حقيقت کې يوازې الله ډېر لورین بښونكى دى.

5_ نژدې دى، چې آسمانونه د دوى له پاسه وچوي: دا جمله په دوو بڼو تفسير شوې ده: لومړى داچې له وحې سره (چې د تېرو آيتونو د ويينې موضوع وه) په تړاو ده او په حقيقت كې له هغه مطلب سره ورته ده، چې د حشر سورت په 21 آيت كې راغلې ده: ((كه موږ دا قرآن پر كوم غره ورنازل كړى واى؛ نو هرومرو به دې هغه د خداى له ډاره وېرېدونكى ټوټه ټوټه كېدونكى ليدلى واى)). هو! دا د خداى كلام دى، چې له آسمانونو يې رانازلېدل ورباندې لړزې راولي او نژدې دى، چې خپاره واره یې كړي او كه په غرونو ورنازل شوى واى؛ نو چاودېدل؛ ځكه د خداى له لوري يوه ستره خبره ده. يوازې دا د ځېلي انسان زړه دى، چې نه نرمېږي او غاړه ورته نږدي. بل تفسير يې دادى، چې نژدې دى، چې اسمانونه د شرك او د مشركانو بوتپالنې په پار (چې د ځمكې خورا ټيټ ژوي يې د هستۍ له پنځګر سره په يوه ليكه كې ګڼلي دي) وچوي.( الميزان، 18: 350 مخ / د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: مريم_90 څرګندونې)

وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِتُنْذِرَ أُمَّ الْقُرَى وَمَنْ حَوْلَهَا وَتُنْذِرَ يَوْمَ الْجَمْعِ لَا رَيْبَ فِيهِ فَرِيقٌ فِي الْجَنَّةِ وَفَرِيقٌ فِي السَّعِيرِ ﴿۷﴾ = او دغسې موږ لوستونى عربي [= فصيح، ژبور او روان] دروحې كړى دى، چې د “ام القرى”       [= مكې] (خلك) او شاوخوا اوسېدونكي یې باخبر كړې او (د خلكو) د راغونډېدو له ورځې یې ووېروې، چې شك پکې نشته؛ چې يوه ډله په جنت کې ده او یوه (بله) ډله په دوزخ!

7_ ام القرى: شونې ده ددې آيت تر لوست روسته دا پوښتنه راولاړه شي، چې ايا د قرآن د نزول موخه، د مكې او چاپېريال د خلكو ډارول دي ايا دا تعبير د اسلام له نړيوالېدو سره په ټكر كې نه دى؟! يو ټكي ته په پاملرنې دا پوښتنه ځوابېږي او هغه داچې ((ام القرى)) د مكې يوه نامه ده، چې د ((ام)) او ((قرى)) له وییو- كليمو جوړه شوې ده: ((ام)) په آر كې د بنسټ، پيل او د هرڅيز د پيل پر مانا ده او مور ته ځكه ((ام)) وايي، چې دا ولادونو بنسټ او آر دى او ((قرى)) د ((قرية)) جمع او هر ډول ابادۍ ته وايي، كه ښار وي که ستر او كوچني ښارونه يا كلي او بانډې او په قرآن كې دې مانا ته ډېر لاسوندونه شته. اوس وينو، چې ولې یې مكه ((ام القرى)) (د ټولو اباديو مور او آر) نومولې ده. ددې پوښتنې په ځواب كې ((انعام_92)) څرګندنه ولولئ. پردې مطلب سربېره پام مو وي، چې اسلام سوكه سوكه خپور شو: پېغمبر (ص) لومړى مامور شو، چې خپل نژدې خپلوان راوبلي؛ لكه چې د شعرا په 214 آيت كې لولو: ((او خپل نژدې خپلوان دې وډاره)) چې په دې توګه د اسلام هسته جوړونه ټينګه او پراختيا ته چمتو شي. په دويم پړاو كې مامور شو، چې د عربو ملت انذار كړي؛ لكه چې په ((فصلت_3)) كې، قرآن يو ((عربي كتاب)) ښيي او په ((زخرف_44)) كې هم راغلي: [او په رښتيا چې هغه (قرآن) تا او ستا قوم ته پند(ډېر لوړ شرف او عزت) دى] چې كله په دې قوم كې د اسلام ستنې ټينګې شوې؛ نو پېغمبر(ص) مامور شو، چې نړيوال انذار كړي؛ لكه چې په ((فرقان_11)) كې لولو:(( ډېر برکتي(او پايند) دى هغه ذات، چې فرقان [=د باطلو او حق بېلوونكى كتاب] يې پر خپل بنده نازل كړ، چې نړيوالو ته گواښنگرى وي.)) له همدې لامله، پېغمبر (ص) د عربستان له ټاپوزمې دباندې د هغې ورځې د نړۍ سترو مشرانو ته ليكونه واستول او كسرا او قيصر يې اسلام ته راوبلل. همداراز د همدې كړلارې له مخې مسلمانان تر پېغمبراكرم (ص) روسته د نړۍ ګوټ ګوټ ته د اسلام تبليغ ته ولاړل او په نړۍ كې يې اسلامي ښوونې خپرې كړې. (نمونه، 20: 357 مخ + الميزان، 18: 18 مخ.)

وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِنْ شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبِّي عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ ﴿۱۰﴾ = او چې په هر څيز کې مو د نظر اړپېچ پيدا کړ؛ نو پرېكړه يې له الله سره ده. دا الله زما پالونكى دى، يوازې پر هغه مې توكل كړى او يوازې د هغه درشل ته مې مخ وراړولى دى!

10_ متعال خداى؛ د اختلافاتو پرېكړه كوي: ځينې مفسران د آيت مفهوم په هغو اختلافاتو پورې اړوند بولي، چې د متشابه آيتونو په پوهاويو يا د شخړو او حقوقي مسايلو په باب شته. د آيت مفهوم پراخ دى او هر ډول اختلاف، چې په انسانانو كې د الهي پوهاويو، ګروهو، تشريعي احكامو، حقوقي او قضايي او نورو مسايلو په باب پيښېږي، بايد د وحې له لوري هوار كړاى شي. دا آيت په څرګنده دا حقيقت جوتوي، چې د خلكو د اړتيا وړ مسايل په قرآن او سنتو كې راغلي او هر ډول قياس او شعفي قانون جوړونه باطل دي؛ ځكه كه دا ټول احكام په كتاب او سنتو كې نه واى؛ نو د خداى پرېكړې ته د ټولو اختلافاتو ور وړاندې كولو څه مانا نه درلوده. (پيام قرآن، 3: 369 مخ.)

فَاطِرُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ جَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَمِنَ الْأَنْعَامِ أَزْوَاجًا يَذْرَؤُكُمْ فِيهِ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ ﴿۱۱﴾ =  (هغه) د اسمانونو او ځمكې څيروونكى (او پيدا كوونكى) دى (،چې) له خپلو ځانونو یې جوړې جوړې درپېدا كړې او (همداراز) له څارويو یې هم جوړې جوړې او په دې توګه (= د مېرمنو له لارې مو) ځوځات ډېروي، په څېر یې څه نشته او همدا اورېدونكى (او حقیقي) ليدونكى دى .

 11_ هېڅ څيز د خداى په څېر نه دى: دا جمله، د خداى تعالى د ټولو صفاتو د پېژندنې آريزه ستن ده، چې دې ته په نه پاملرنې د پالونكي پر يوه صفت هم پوهېداى نشو؛ ځكه د خداى د پېژندنې د لارې د لارويانو د لارې پر سر پروت خطرناك ګړنګ، د ورته والي او تشبيه ګړنګ دى، چې خداى په يوه صفت كې له مخلوق سره ورته وبولي، دا امر لاملېږي، چې د شرك په ګړنګ كې ولوېږي. په بله وينا، خداى له هر پلوه بې پايه او نامحدود دى او بې له خدايه هرڅه، له هر اړخ محدود او را ايسار دي؛ د واک، پوهې، ژوند، ارادې، لورنې او دا د ممكناتو له نيمګړتياوو د خداى سوتره او پاك ګڼل دي. په همدې دليل، ډېرى مفاهيم، چې د غير الله په باب جوت دي، هډو د الله په باب څه مانا نلري؛ لكه ځينې چارې اسانې او ځينې راته سختې دي، ځينې څيزونه رانه لرې او ځينې نژدې دي؛ ځينې پېښې مخكې شوي او ځينې په ګانده كې پېښېږي؛ همداراز ځينې اجسام، واړه او ځينې لوى دي. علت يې دادى، چې وجود مو محدود دى او د ژویو له خپلمنځي پرتلنې، په ذهن كې مو دغسې مفاهيم پيدا كېږي؛ خو هغه وجود، چې له هر پلوه بې نهايت دى او ازل او ابد يې رانغاړلى، دا ماناوې ورته انګېرل كېږي نه. د خداى په باب لرې او نژدې نه انګېرل كېږي او هرڅه ورته نژدې دي، ستونزمن او آسان ورته نشته او ټولې چارې ورته اسانې دي. ګانده او تېر ورته نشته او ټول ورته حال دي؛ البته پر دې ماناوو پوهېدل هله شوني دي، چې ځير شو او ذهن له روږديو څيزونو تش كړو، له همدې لامله وايو، چې پخپله د خداى د شتون پېژندل اسان دي؛ خو د صفاتو پېژندل يې ستونزمن دي. (نمونه، 20: 366 مخ) بېشكه خداى يو موجود دى، چې له خيال، قياس، ګومان او وهم اوچت دى او د ذات انګېرنه يې راته ناشونې ده؛ ځكه هغه څيزونه راته انګېرېدونكي دي، چې په څېر مو یې ليدلي وي يا د ليدلو څيزونو له وېش او يوځاى كېدو لاس ته راشي؛ خو هغه چې سارى ونلري، په وهم او عقل كې مو نه ځايېږي، دومره پوهېږو، چې شته او په هستۍ كې يې كړنې او اغېزې وينو او له همدې اثارو او اغېزو يې پر ځانګړنو او اوصافو په لنډو پوهېداى شو. هېڅوك ان پېغمبرانو او پرښتې يې هم د ذات پر حقيقت پوهېداى نشي او پر همدې حقيقت منښته، د خداى په باب د انسان د معرفت او پوهاوۍ روستی پړاو دى. د پېغمبر (ص) دا حديث((موږ هاغسې ونه پېژنداه؛ لكه چې ددې د پېژندو حق دى)) څرګندوي. دليل يې هم څرګند دى؛ ځكه خداى له هر اړخ يو بې نهايت او بې انتها شتون دى او بې له ده هرڅه، له هر پلوه محدود او متناهي دي؛ نو ځكه ((الله)) له ((غير الله)) سره قياسولاى نشو او داچې زموږ وجود، عقل او فكر محدود دى؛ نو كله يې هم نامحدود حقيقت ته نه رسوو. پاموړ خو داچې په يو حديث كې لولو: يو تن، پېغمبراکرم (ص) د علم د لوړ پړاو په باب وپوښت، پېغمبر (ص) ورته وويل: (( د خداى پېژندنه لكه چې وړ یې ده)) بيا يې وويل: ((داچې پوه شې، چې سارى نه لري او هغه ايكي يو معبود، پنځګر، وسمن، ړومبى، روستى،ښکاره او پټ وپېژنې، چې سارى نه لري؛ نو دا دى د معرفت الله حق)). (پيام قرآن، 3: 265 مخ)

شَرَعَ لَكُمْ مِنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ كَبُرَ عَلَى الْمُشْرِكِينَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ اللَّهُ يَجْتَبِي إِلَيْهِ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَنْ يُنِيبُ ﴿۱۳﴾ = داسې دين یې دروټاکه، چې نوح ته یې دهغه سپارښتنه كړې وه او چې څه مو دروحې كړي او (همداراز) څه چې مو ابراهيم، موسى او عيسى ته د هغه سپارښتنه كړې (دا ده):  (( (د توحيد) دين ټینګ کړئ او اختلاف پكې مه کوئ)) مشركان چې څه ته وربلې دا پرې سخت پرېوځي . د الله چې چاته خوښه شي، خپل لوري ته يې غوره كوي او څوك چې توبه وكاږي (؛ نو) سمه لار ورښيي .

13_ اسلام؛ د الهي اديانو نچوړ: دا آيت دا حقيقت راڅرګندوي، چې توحيد ته د اسلام بلنه، څه نوې بلنه نه؛ بلکې د ګردو اولوالعزمو پېغمبرانو بلنه ده. نه يوازې د توحيد آر؛ بلكې په ټولو اسماني اديانو كې د پېغمبرانو د بلنې ګرد سره آرونه يو ول. ددې آيت په وينا، څه چې تېرو اولوالعزمو پېغمبرانو ته سپارښتنه شوې او په شرايع كې يې وه، د اسلام په شريعت كې راټول شوي دي. د ((مِّنَ الدِّينِ)) تعبير راښيي، چې د آسماني شرايع همغږي، يوازې په توحيد يا ګروهيزو آرونو كې نه؛ بلكې له بيخه الهي اديان سره يو دي؛ كه څه د انساني ټولنې تكامل ايجابوي، چې تشريعات او فرعي قوانين د انسانانو له تكامل سره همغږي مخ پر تكامل ولاړ شي، چې روستی پړاو او د اديانو خاتم ته ورسي؛ نو ځكه په قرآني آيتونو كې پرېمانه شواهد شته، چې ښيي په ټولو الهي اديانو كې د ګروهو ټوليز آرونه، قوانين او دندې يو رنګ وې. (نمونه، 20: 377 مخ.)

اللَّهُ الَّذِي أَنْزَلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ وَالْمِيزَانَ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ قَرِيبٌ ﴿۱۷﴾ = الله هغه (ذات) دى، چې كتاب يې په حقه راولېږه او(هم) تله (د حق او باطل د سنجونې وزله او د قيامت خبر) او ته څه خبر يې، ښايي ساعت (قيامت) نژدې وي!

 17_ خداى، كتاب او تله په حق رالېږلي: له كتابه منظور، وحې ده، چې شريعت او دين رانغاړي، چې پر انساني ټولنې واكمن وي. ميزان (تله) د هرې كچې (مقياس) پر مانا ده، چې څيزونه پرې سنجول كېږي او مطلب ترې، هماغه دين دى، چې كتاب رانغاړي؛ نو ځكه دين يې ميزان نومولی، چې ګروهې او كړنې پرې سنجوي او په پايله كې د قيامت پر ورځ هم له مخې يې سنجونه، محاسبه او جزا وركول كېږي؛ نو ميزان (تله)؛ دين دى. له آرونو او فروعو سره يې ځينو مفسرانو، ميزان په پېغمبراكرم (ص) تفسير كړى دى؛ البته دا تفسير له ړومبي تفسير سره په ټكر كې نه دى؛ ځكه ( لكه چې وويل شو) له ميزان مطلب له ارونو او فروعو سره د خداى دين دى او معلومه ده، چې پېغمبر اكرم (ص)، د دين د آرونو او فروعاتو كټ مټ مصداق دى او هغه تله ده، چې د امت د هر وګړي دينوالي پرې تلل كېږي او هر وګړى، چې له آنحضرت (ص) سره ډېر ورته والى لري، ښه دينوال او چې لږ ورته والى لري، دين يې لږ دى. (الميزان، 18: 38 مخ)

مَنْ كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الْآخِرَةِ نَزِدْ لَهُ فِي حَرْثِهِ وَمَنْ كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ نَصِيبٍ ﴿۲۰﴾ = چې څوك د اخروي كښت [گټه] غواړي، كښت یې ورزیاتو (او په حاصلاتو كې يې زياتوالى راولو) او چې څوك يوازې د دنيوي كښت [گټه] غواړي، څه ترې وركوو؛ خو په اخرت كې يې هېڅ برخه نشته.

 20_ د دنيا او آخرت كښت: دې آيت، په يوې تشبېه، نړيوال د پالونكي د روزۍ او ترې د ګټنې د څرنګوالي په باب له بزګرانو سره ورته كړي، چې يوه ډله یې آخرت ته كري او بله يې دنيا ته او د دواړو كښتونو پايله يې په ګوته كړې ده. ددې آيت په وينا، انسانان ټول بزرګان دي او دا نړۍ مو کرځاى دى؛ زموږ كړنې يې، تخمونه دي او الهي شونتياوې هغه باران دى، چې پرې ورېږي؛ خو دا تخمونه يو له بله ډېر توپير لري: د ځينو یېبرې- حاصلات نامحدود، تلپاتې، ونې يې تلتاندې او تلښیرازه او له مېوو ډكې دي؛ خو د ځينو یېبرې ډېرې لږې، عمر يې لږ او ژر تېرې دي او ترخې او بې خونده مېوې لري. ((يُرِيدُ)) (غواړي) د خلكو د نيتونو توپير ته اشاره ده او ټول آيت، په تېر آيت كې د پالوونكي د نعمتونو او روزۍ په باب شرح ده، چې يوه ډله دا نعمتونه د آخرت تخمونو په بڼه كاروي او ځينې يې دنيا ګټنې ته. په زړه پورې خو داچې د آخرت د بزګرانو په باب وايي: (( پر كرنې يې بركت ږدو او یېبرې يې ورزياتوو))؛ خو نه وايي، چې د دنيا له ګټې او خوندونو اخستنې بې برخې دي؛ خو د دنيا د بزګرانو په هكله وايي: ((له همدې دنيا (لږ څه) وركوو؛ خو په آخرت كې يې هېڅ برخه نشته)). په دې توګه نه دنياپالو ته هغه څه په لاس ورځي، چې غواړي یې او نه آخرت غواړي، له دنيا بې برخې كېږي؛ په دې توپير، چې لومړۍ ډله په تشو لاسونو آخرت ته ورځي او دويمه ډله په ډكو لاسونو. له پېغمبراکرم(ص) نه په يو روايت كې لولو: (( د چا چې نيت دنيا وي، خداى يې چار پرېشانوي او نيستي ور وړاندې كوي او له دنيا يوازې دومره ترلاسه كوي، چې ورټاكل شوې ده او د چاچې نيت آخرت وي، خداى يې پرېشاني پر ساهوتوب وراړوي او زړه يې مړه خوا كوي او دنيا غاړه ايښودې ورځي)) په رښتینه كې اسلام، دنيا موخه نه ګڼي؛ بلكې د يو كرځي په توګه ورته ويني، چې یېبرې یې په قيامت كې واڼل كېږي. د قرآن په نورو آيتونو او د پاكلمنو په رواياتو كې، دې آيت ته ورته تعبيرونه راغلي دي؛ لكه د بقرې سورت په 261 آيت كې، انفاق له داسې تخم سره ورته شوى، چې اوه وږي ترې راټوكېږي او په هر وږي كې سل دانې او كله ډېرې وي. دا د آخرتي تخم كرنې بېلګه ده. له پېغمبراکرم(ص) نه په يو حديث كې لولو: ((خلك يوازې د خپلو ژبو د رېبل شويو یېبرو په پار په اور كې پړمخې لوېږي)) له علي (ك) په يو روايت كې راغلي: ((شتمني او اولاد ددې نړۍ برخه او صالح كړنې، په آخرت كې د انسان برخه ده او كله خداى يوې ډلې ته دا دواړه نعمتونه وركوي.)) له دې آيته پردې ټكي هم پوهېداى شو، چې دنيا او آخرت دواړه هڅو ته اړتيا لري او يو هم بې زحمته په لاس نه راځي؛ لكه چې هېڅ یېبره هم بې رنځه چمتو كېداى نشي؛ نو څومره ښه ده، چې انسان په هڅه او كړاو داسې ونه (وكري او) وپالي، چې مېوه یې خوږه، همېش او تل ولاړه وي؛ نه هغه ونه، چې ژر خزانېږي او له منځه ځي. (نمونه تفسیر، 20 ټ: 397 مخ)

ذَلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ قُلْ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى وَمَنْ يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ ﴿۲۳﴾ = دا (هماغه) څه دي، چې الله یې نېکانو مؤمنانو ته زېرى وركوي، ووايه: ((په دې چار (رسالت) هېڅ بدله درځنې نه غواړم؛ خو د خپلوانو (په باب) مینه [/اهلبیت مې])) او څوك چې نېكې چارې وكړي، پر نېكيو به يې ورزيات كړو، په رښتيا الله منندوی بښونكى دى.

 23_ ((ذوى القربى)) څوك دي؟: ګردو شيعه مفسرينو او يو شمېر اهلسنتو مفسرانو ويلي، چې له ((ذوى القربى)) مطلب د پېغمبراكرم (ص) خپلوان دي. ددې تفسير پر وړاندې، احتمالات او نور تفاسير هم ياد شوي، چې په نظر رسي آريز نيت يې د پېغمبراكرم (ص) د امامت او خلافت تتول او د اهل بيتو د مقام د اهميت راټيټول دي. ددې آيت په باب آريز ټكى دادى، چې له يوې خوا قرآن مجيد له ډېرى الهي پېغمبرانو روايتوي، چې په ډاګه یې ويل: ((موږ هېڅ بدله ورڅخه نه غواړو، بدله مو پر نړۍ پال ده)) (وګورئ: شعراء_ 109، 127، 145، 164، او 180) بلخوا دا آيت پخپله د پېغمبر (ص) په باب وايي: (( زه درنه بدله نه غواړم؛ خو له خپلوانو سره مې مينه)) له درېيم لوري داچې په ((فرقان_57)) كې د پېغمبر (ص) په باب لولو:[ ووايه:(( زه له تاسې په دې (= د دين په رسونه) هېڅ ډول بدله نه غواړم؛خو (زما بدله داده) چې د چا خوښه شي؛ نو د خپل پالونكي لار دې غوره كړي.))]له څلورم لوري په ((سبا_47)) کې د پېغمبر (ص) په اړه لولو: [ووايه: ((که ما له تاسې کومه بدله غوښتې وي؛نو هغه دې همدا ستاسې وي؛ زما اجر يوازې پر الله دى او هغه پر هر څه شاهد دى.)) ] كه دا څلورګوني آيتونه يو د بل ترڅنګ كېدو؛ نو پايله اخستل كېږي، چې د اسلام پېغمبر(ص) د نورو الهي پېغمبرانو په څېر، له خلكو خپل ځان ته څه اجر او بدله غوښتې نه ده؛ بلكې له خپلوانو سره يې مينه، د خداى پر لور يوه لار او سل په سلو كې د خلكو پر ګټه ده؛ ځكه دا مودت او مينوالي، امامت او خلافت او د پېغمبر(ص) ځايناستې او په امت كې د رسول الله (ص) د مشرتوب د ليكې غځېدا ته يوه دريمڅه او په رڼا كې يې د خلكو ښيون دى. دا حقيقت هله څرګندېږي، چې له پېغمبر (ص) ددې آيت د تشريح او تفسير په هكله راغلي رواياتو ته مراجعه وكړو. د آيت په تفسير كې له راغليو رواياتو پايله اخلو، چې بېشكه دا آيت د امامت او خلافت په باب دى، چې رسالت ته اجر ګڼل كېږي، هغه اجر، چې خلك خداى ته ورنژدې كوي او ګټه يې د خلكو ده. له حضرت ابن عباس )رض) نه روايت شوى: ((چې دا آيت نازل شو، اصحابو رضى الله عنهم وويل: رسول الله (ص)!هغوى څوك دي، چې خداى یې ورسره د مينې كولو امر راته كړى دى؟ ويې ويل: [على، فاطمه او اولاد يې])) همدا راز پېغمبر(ص) ويلي: ((خداى، پېغمبران له بېلابېلو ونو پيدا كړي، خو زه او علي له يوې ونې پيدا شوي يو، زه يې جرړه يم او علي يې، ښاخ، حسن او حسين يې مېوې او زموږ لارويان يې پاڼې دي؛ نو چې چا يې پر كوم ښاخ منګولې ولګولې ژغورل كېږي او چې څوك كوږ شي؛ نو لوېږي….)) بيا پېغمبر(ص) همدا آيت ولوست [قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى] . “ابن المنذر”،”ابن حاتم” او “مردويه” په خپلو تفاسيرو کې او “طبراني” په “معجم الکبير”کې له “ابن عباس” روايت کړى: [قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى] آيت،چې نازل شو؛نو رسول الله (ص) وپوښتل شو،چې پر موږ ستا له کومو خپلوانوسره مينه کول واجب شوې ده ؟ورته يې وويل: علي،فاطمه او دوه زامن يې (حسن اوحسين). امام احمد بن حنبل (رح) د “فضائل الصحابه” په كتاب كې روايت کړي دي: د[قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى] آيت چې نازل شو؛نو اصحابو، پېغمبراکرم(ص) ته وويل:د څښتن استازیه!ستا خپلوان (اهلبيت) څوك دي،چې مينه يې پر موږ واجبه ده؟ پېغمبراکرم(ص) وويل:((علي،فاطمه او دوه زامن يې.)) او د څښتن رسول دا خبره درې ځل وويله. سيوطي په “الدرالمنثور” تفسير كې، تر پورتني آيت لاندې له ابن عباس روايت كړي: پېغمبر د مودت آيت په هکله وويل:((كه زما حق ادا كوئ؛ نو زما له اهلبيتو سره مينه ولرئ….)) زمخشري په “كشاف” تفسير كې، فخر رازي او قرطبى پخپلو تفسيرونو كې روايت کړى دى :((پر آل محمد” عاشق مړ، شهيد له دنيا ځي. خبر اوسئ ! پر آل محمد عاشق مړ له توبې سره له دنيا تللى دی. خبر اوسئ ! پر آل محمد عاشق مړ له پوره ايمان سره له دنيا تللى دی. خبر اوسئ! پر آل محمد عاشق مړ ته د مرګ پرېښته د جنت زېری كوي او بيا پرې د “نكر او منكر” پرښته هم د جنت زېری كوي. خبر اوسئ ! پر آل محمد عاشق مړ د ناوې غوندې په درناوي ،جنت ته بېول كېږي. خبر اوسئ ! پر آل محمد عاشق مړ ته په قبر كې د جنت پر لور دوه ورونه پرانستل کېږي.خبر اوسئ! پر آل محمد عاشق د مړي قبر د پرښتو زيارت وي.خبر اوسئ! پر آل محمد عاشق مړ پر سنت او جماعت له دنيا تللى دی. خبر اوسئ ! څوك چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې له دنيا ولاړ شي؛نو د قيامت پر ورځ يې پر تندي ورليكلي وي: د څښتن له رحمته نهيلی. خبر اوسئ ! څوك چي له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې له دنيا تللى دی؛ نو كافر مړ شوى.خبر اوسئ څوك،چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې مړ شي؛نو د جنت بوي به پرې و نه لګي.)) (پیام قرآن، ۹ ټ، ۲۲۵مخ)

وَالَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ ﴿۳۷﴾ = او (د هغو) كسانو (لپاره دي) چې له سترو ګناهونو او ناوړه (چارو) ډډه كوي او چې غوسه شي؛ نو ورځنې تېرېږي؛

37_ د غوسې تېرول: دا آيت، د رښتينو مؤمنانو يوه وتلې ځانګړنه څرګندوي: د غوسې پر مهال د ځان كابو كول، چې غوسه د انسان يو ډېر كړكېچن حال دى. په زړه پورې داچې نه وايي له آره مؤمنان غوسه كېږي نه؛ ځكه غوسه د انسان د طبيعت يوه برخه ده او په ځينو ځايونو؛ يعنې هلته، چې د خداى لپاره او د مظلومانو د حقوقو تر لاسه كولو ته وي، غوسه اړينه ده؛ بلكې وايي: د غوسې پر مهال، ځان نه ګناهګاروي، مقابل لورى بښي او بايد همدغسې وي. انسان څنګه الهي عفوې ته سترګې پر لار وي؛ خو پخپله كينه كښ او غچ اخستونكى دى. دلته ځكه په ځانګړي ډول پر غوسې ډډه وهل شوې، چې دا د يو سوځنده اور حالت دى، چې د انسان له دننه رابلېږي او ډېر دي داسې كسان، چې ځان كابو كولاى نشي؛ خو مؤمنان كله هم غوسې ته غاړه نږدي. له امام باقر(رح) نه په يو روايت كې لولو: ((خداى د هغه چا بدن پر اور حراموي، چې د خوشحالۍ، ډار او غوسې پر مهال خپل ځان كابو كړي)). (نمونه تفسیر، 2 ټ: 459 مخ) له پېغمبر اکرم (ص) نه په يو حديث كې لولو: ((چې څوك خپله غوسه تېره كړي، سره له دې چې عملي كولاى یې شي؛ نو خداى يې زړه د قيامت پر ورځ له ډاډينې او ايمانه ډكوي)). (اصول كافي، 2 ټ: 139 مخ.) له امام صادق (رح) روايت شوى: ((د درې ځانګړنو د درلودونكي، د ايمان ځانګړنې پوره دي: هغه چې د ظلم پر وړاندې درېږي، د خداى لپاره غوسه تېروي او بښنه او تېرېدنه لري؛ نو خداى دوى بې له څه حسابه جنت ته ورننباسي او د ربيه او مفرد ټبرونو هومره د ګڼ شمېر خلكو په باب يې شفاعت منل كېږي)). (نور الثقلين، 1: 464 مخ)

وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ ﴿۳۸﴾ = او د هغو كسانو (لپاره دي) چې د خپل پالونكي (بلنه) يې منلې، نمونځ يې درولى او خپلې چارې په خپلمنځي مشورې سر ته رسوي او څه چې موږ ورروزي كړي (د الله په لار كې يې) لګوي؛

38_ په چارو كې مشوره؛ يو مهم آر دى: شورا او مشورت، يوه ستره ټولنيزه موضوع ده، چې بې له دې چارې نيمګړې وي. كه يو انسان څومره هم له فكري پلوه پياوړى وي؛ نو ډول ډول موضوعاتو ته يوازې له يو يا څو اړخونو ويني او نور اړخونه ورته ناڅرګند دي؛ خو كه كومه موضوع په شورا كې اوڅار شي او عقلونه، تجربې او ډول ډول ليدلوري يو د بل لاسنيوي ته راودانګي؛ نو چار پوره پخېږي او نيمګړنې يې كمېږي او له ښويېدنې لرې كېږي. له پېغمبر اکرم(ص) نه په يو حديث كې لولو:((چې څوك له چا سره مشوره وكړي؛ نو پر سمه لار هدايتېږي.)) له علي (ك) نه په يو روايت كې لولو:((د مشورې په څېر ښه ملاتړ او د اډانې ځاى نشته)) په بل روايت كې لولو:(( مشوره عين هدايت دى)). پاموړ ده، چې دلته د آيت تعبير د يوې همېشنۍ كړلارې په توګه دى، نه د لنډ وخت لپاره وايي، چې د مؤمنانو ځانګړنه ده، چې خپلمنځي چارې یې په سلا مشوره دي. په زړه پورې خو دا، پخپله پېغمبر (ص) سره له دې، چې بيخي پوره عقل و او د وحې له سرچينې سره يې اړيكه درلوده؛ خو په ټولنيزو، عملي مسايلو، جګړې، سولې او نورو چارو كې يې له خپلو يارانو سره سلامشوره كوله او ان سره له دې، چې كله ستونزې هم راولاړېدې، خو عمومي نظر ته يې غوراوى وركاوه او په دې توګه خلكو ته بېلګه وه؛ ځكه د سلامشورې بركتونه تر احتمالي زيانونو يې خورا ډېر دي؛ البته پام مو وي، چې شورا يوازې د عملي كارونو او د موضوعاتو د پېژندنې لپاره دي؛ نه د دين د احكامو او ديني چارو په هكله  – ؛لكه د امام او د پېغمبر د خليفه ټاكنه -، چې بايد يوازې د وحې له سرچينې او له كتاب او سنتو راغلي وي او د ((امرهم)) تعبير همدې مانا ته په اشاره دى؛ ځكه د ((دين احكام)) د خداى چار دى او نه د خلكو. (نمونه، 20: 462 مخ.)

وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَنْ يُكَلِّمَهُ اللَّهُ إِلَّا وَحْيًا أَوْ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسُولًا فَيُوحِيَ بِإِذْنِهِ مَا يَشَاءُ إِنَّهُ عَلِيٌّ حَكِيمٌ ﴿۵۱﴾ = او له هېڅ بشر سره دا (وړ) نه ده، چې الله خبرې ورسره وكړي؛ خو په (نېغه) وحې (په خوب كې يا په الهام يا اشارې سره)، يا د پردې تر شا يا (له پرښتو) كوم استازى ورلېږي؛ نو څه چې غواړي، پخپله اجازه يې وحې كوي؛ (ځكه) چې هغه لوړ مقامى حکيم دى.

 51_ وحې؛ د پېژندګلو خورا مهمه سرچينه: ((وحې)) د چټكې اشارې، رمزي خبرو او په ليك يا اشاره د پټو پيغامونو لېږل دي او داچې پېغمبرانو (ع) ته د الهي پوهاويو ښوونې په مرموزه بڼه ترسره كېدې؛ نو دا اصطلاح ورته كارول شوې وه. په قرآن مجيد كې، د پېژندګلو ددې سرچينې په هكله ډېر آيتونه شته. (پيام قرآن، 1: 216 مخ) نه يوازې په قرآن، چې په ټولو اسماني كتابونو كې، دا سرچينه اوڅار ده او له اره د اسماني اديانو لارويان، وحې د معرفت او پوهاوۍ د سترې سرچينې په توګه پېژني، چې د خداى له بې پايه پوهې سرچينه نيسي؛ خو نورې مشهورې سرچينې، په انسانانو پورې تړاو لري او پر وړاندې يې ډېرې محدودې او ناڅيزه دي. په حقيقت كې كه عقل مو غښتلى رڼا وركوونكى او فطرت، وجدان او تجربه هم نور رڼا وركوونكي وي؛ نو وحې د لمر په څېر ده، چې ګرده نړۍ رڼا كوي؛ نو ځكه وحې د موحدينو له نظره، د معرفت او د پېژندګلو ستره او غني سرچينه شمېرل كېږي. په دې آيت كې، له خداى سره د پېغمبرانو د اړيكو له لارو، درېيو لارو ته اشاره شوې ده، وايي: هېڅ انسان له خداى سره مخامخېداى نشي؛ ځكه هغه له جسم او جسمانيته پاك دى؛ خو : 1_ د وحې له لارې: بايد پام مو وي، چې دلته له وحې مطلب، مطلق وحې نه ده؛ ځكه آيت د وحې ډولونه څرګندوي او دا د الهي وحې له درې ګونو لارو يوه يې ده؛ بلكې منظور، پټې خبرې كول دي، بې له دې، چې د خداى او پېغمبر ترمنځ يې كوم ډول واسطه وي. 2_ د پردې تر شا: دا ډول وحې، له واسطې سره مل ده، چې په حجاب (پردې) تعبير شوې ده؛ البته دا حجاب او پرده پخپله وحې نه كوي؛ بلكې يوازې يوه واسطه ده، چې تر شا یې پېغمبر ته الهي وحې ور رسي. ددې وحې بېلګه، په طور غره كې له حضرت موسى (ع) سره د خداى خبرې كول دي؛ لكه په ((قصص_30)) كې، چې لولو: [نو، چې كله هغه (اور) ته ورسېد د ناو د ښي غاړې په هغه بركتي ځمكه كې له ونې غږ وشو: ((موسى! بېشكه همدا زه الله نړۍ پال يم)) ] همداراز څه چې په خوبونو كې پېغمبرانو ته وحې كېدل، له دې ډول وحې ځنې دي. 3_ د استازي له لارې: دا استازى، د وحې پرښته ده، چې څه خداى غواړي، په فرمان يې د خداى پر پېغمبر نازلوي؛ لكه چې په (( شعراء_ 193 او 194)) كې لولو: ((هغه روح الامين ستا پر (پاك) زړه درنازل كړى دى، چې له ګواښګرندو شي)) په يو روايت كې لولو، ځينو اصحابو يې امام صادق (رح) وپوښت: دا څه دي، چې پېغمبر (ص) په ځينو ځايونو كې ويل: جبرائيل داسې وويل او دا جبرئيل دى، چې حكم راكوي او په بل وخت كې (د وحې په حال كې) بېسده كېده؟ امام وويل: (( دا ځكه چې كله به وحې د خداى له لوري وه؛ نو جبرائيل به يې ترمنځ نه و؛ نو په دې حال كې به د وحې له سخت درونوالي بېسده كېده؛ خو چې جبرائيل به د خداى او پېغمبر (ص) ترمنځ واسطه و، پېغمبر(ص) به له دغسې حالت سره نه مخامخېده او ويل يې: جبرائيل راته وويل او دا جبرائيل دى)). له امام صادق (رح) نه په يو بل روايت كې لولو: ((چې كله به جبرائيل (ع)، پېغمبر (ص) ته راتله؛ نو اجازه يې اخسته او پر وړاندې يې د مريي په څېر كېناسته)). په هر حال، ډېرى روايات ددې مطلب ښوونكي دي، چې پر پېغمبر (ص) درې واڼه وحې (بې واسطې، په واسطې او حجاب، د وحې پرښتې له لارې) نازلېدې. (الميزان، 18: 74 مخ.)

وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحًا مِنْ أَمْرِنَا مَا كُنْتَ تَدْرِي مَا الْكِتَابُ وَلَا الْإِيمَانُ وَلَكِنْ جَعَلْنَاهُ نُورًا نَهْدِي بِهِ مَنْ نَشَاءُ مِنْ عِبَادِنَا وَإِنَّكَ لَتَهْدِي إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۵۲﴾ = او لكه څنګه (چې مخكېنيو پېغمبرانو ته مو وحې ورلېږلې وه)؛ نو موږ له خپل امره یو روح (د قرآن په بڼه) دروحې كړ (که نه) ته نه پوهېدې، چې كتاب څه دی او نه د ايمان (په مانا او حقیقت) پوهېدې؛ خو هغه مو يوه رڼا كړه، چې خپلو بندګانو ته (چې وړ يې وبولو) سمه لار پرې ورښيو او په رښتيا ته (خلکو ته) د سمې لارې خوا ته لار ښوونه كوې؛

 52_ الهي وحې: دې غونډلې ته ورته په ((غافر_15)) كې راغلې؛ نو د ډېرو معلوماتو لپاره ((غافر_15)) څرګندنه وګورئ.

52_ تردې وړاندې نه پوهېدې، چې كتاب او ايمان څه دى؟: ځينو كوږاندو داسې ګڼلې، چې دا جمله وايي، چې پېغمبر (ص) تر نبوت وړاندې پر خداى ايمان نه درلود؛ خو د آيت مانا څرګنده ده او وايي: د قرآن تر نازلېدو وړاندې، قرآن دې نه پېژانده او له منځپانګې او ښوونو يې ناخبره او ايمان دې پرې نه درلود. دا تعبير د پېغمبراکرم له توحيدې ګروهې، اوچت معرفت او د عبادت او بندګي پر آرونو له پوهېدو سره څه ټكر نه لري. له مخكې مخكې د قرآن له منځپانګې ناخبرتيا، يو مطلب دى او د خداى ناپېژاندي بل مطلب دى.

تر نبوت وړاندې د پېغمبراکرم (ص) وګړنى ژوند (چې په تاريخي كتابونو كې هم راغلى) ددې مانا ژوندى ګواه دى او تردې څرګنده د حضرت علي (ك) خبره ده، چې وايي: ((چې رسول الله (ص) له تي جلا شو، خداى، شپه او ورځ خپله ستره پرښته ورسره مل كړه، چې د كرامت، خصال او ښو خويونو په بهير كې يې لارښوونه وكړي.)) (نمونه، 20: 505 مخ) همدا مانا په ((ضحى_7)) كې هم راغلى: [او ته يې لارنابلدى وموندلې؛ نو (بيا) يې درته لار وښووله] دلته هم له ((ضال)) څخه مراد، بېلارې نه دى؛ بلكې له نبوت، رسالت او د قرآن له منځپانګې نا خبرتيا ده. (نمونه، 27: 103 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!