تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَاتَّقُواْ يَوْمًا لاَّ تَجْزِي نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْئًا وَلاَ يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَلاَ يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلاَ هُمْ يُنصَرُونَ( بقره/۴۸) ژباړه : او (ځانونه مو) دهغې ورځې له (عذابه) وساتئ،چې هېڅوك نه له چا (الهي عذاب) لرې كولاى شي او نه يې سپارښتنه كولاى شي او نه يې تاوان منل كېږي،چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَاتَّقُواْ يَوْمًا لاَّ تَجْزِي نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْئًا وَلاَ يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَلاَ يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلاَ هُمْ يُنصَرُونَ( بقره/۴۸)

ژباړه : او (ځانونه مو) دهغې ورځې له (عذابه) وساتئ،چې هېڅوك نه له چا (الهي عذاب) لرې كولاى شي او نه يې سپارښتنه كولاى شي او نه يې تاوان منل كېږي،چې (په بدل كې يې پرېښوول شي) او نه ورسره مرسته كېداى شي .

 

د آيت د دې برخې[ او شفاعت يې نه منل كېږي] له تفسيره معلومېږي، چې په قيامت كې به بې د خداى له اجازې د هيچا شفاعت ونه منل شي، خو خداى چې چاته د شفاعت اجازه وركړي؛ نو شفاعت كوي او خداى به يې هم شفاعت قبول كړي لكه چې خداى د طه په 109 كې ويلي دي:[ يَوْمَئِذٍ لَّا تَنفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلًا]( اخستل شوى له: الميزان تفسیر، 1 /154). دا آيت شريف او په څير يې كفارو او هغو وګړيو ته ځانګړى دى چې د درنو ګناهونو له امله له شفاعته بې برخې دي، ځكه د شفاعت له هغو آيتونو او ډېرى رواياتو سره څه منافات نلري، چې وايي پېغمبر(ص) او نور معصومين د دې امت د ګناهګارانو شفاعت كوي. البته د دې مطلب يادونه اړينه ده، چې شفاعت، نه ګناه ته هڅونه ده او نه د وروسته پاتې کېدو لامل او نه په اوسنۍ ټولنو كې ګوندۍ ډوله كوم څيز دی، بلكې يو مهم روزنیز دود دى، چې له بېلا بېلو لوريو مثبت او رغنده اغيز لري. لكه په ګناهګارانو كې هيله راټوكوي او له نهيلى سره د مبارزې اند تاندوي او اجازه نه وركوي،چې د ګناهونو د بښنې د نهيلۍ له امله نور هم پكې ډوب شي. همدغسې چې څوك شفاعت ته هيلمن وي هڅه كوي، په يو ډول له شفاعتګر سره اړيكه ونيسي او داسې يو چار وكړي،چې هغه پرې خوشحاله شي او همدا مانېزه – معنوي اړيكه له شفاعتګره شفاعت شوي ته د ښو صفاتو د لېږولو لاملېږي. لكه چې وويل شو، د شفاعت خورا مهم شرط د خداى اجازه ده او بېشكه چې څوك شفاعت ته هليمن وي بايد په يو ډول د دې اجازې سريزې چمتو كړي، يعنې داسې چارې وكړي، چې خداى پرې خوښېږي. پردې سربېره په ځينو آيتونو كې راغلي چې د ظالمانو شفاعت نه كېږي، په دې توګه د شفاعت هيلمن دې بايد ځان د ظالمانو له ليكې (په هرې مانا ظلم) اوباسي. په ټول كې دا لوري د دې لاملېږي، چې شفاعت ته هليمن په خپلو تېرو كړنو كې له سره كتنه وكړي او خپلې ګاندې– راتلونکې ته غوره هوډونه وکړي، چې دا هم پخپله يوه مثبته وجه او د روزنې مهم لامل دى.

( اخستل شوى له: پيام قرآن، 6 / 508 – 525)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست