تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَامْتَازُوا الْيَوْمَ أَيُّهَا الْمُجْرِمُونَ (یس/۵۹) = او (ورته ويل كېږي 🙂 ای مجرمانو نن (له نېکانو) رابېل شئ. أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَن لَّا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ (یس/۶۰) = ای د آدم اولادې! ايا سپارښتنه مې درته کړې نه وه، چې شيطان مه نمانځئ (؛ ځكه) […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَامْتَازُوا الْيَوْمَ أَيُّهَا الْمُجْرِمُونَ (یس/۵۹) = او (ورته ويل كېږي :) ای مجرمانو نن (له نېکانو) رابېل شئ.

أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَن لَّا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ (یس/۶۰) = ای د آدم اولادې! ايا سپارښتنه مې درته کړې نه وه، چې شيطان مه نمانځئ (؛ ځكه) چې هغه مو څرګند غلیم دى؟!

((وَأَنْ اعْبُدُونِي هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ = (یس/ ۶۱) او دا چې ما ولمانځئ، چې دا سمه لار ده؟!

((وَلَقَدْ أَضَلَّ مِنكُمْ جِبِلًّا كَثِيرًا أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ (یس/۶۲)  = او په يقين چې هغه له تاسې ډېرى بې لارې كړل،ايا نوعقل مو نه و كارولى؟! ))

 ټکي :

ګناهکارانو او نیکانو بېلتون د الهي عدل د قانون له مخې دى،چې ويې ويل:  ((أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا لَّا يَسْتَوُونَ(سجده/۱۸)

* اوکېداى شي یو له بله د مجرمانو بېلېدل او  يوازې کېدل او د بېلتانه پر درد اخته کېدل وي؛لکه په دنيا کې انفرادي زندان، چې مجرمان هر يو په يوه خونه ‏کې اچول کېږي .

((عهد)) ټکى،چې کله هم له ((الى)) سره راشي؛نو د سپارښتنې مانا ورکوي.

*يوازې ځينو مؤمنانو پر الهي سپارښتنې عمل کړى دى. (مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ) (احزاب/۲۳)

*((جِبِلًّا كَثِيرًا )) هغو ډېرو خلکو ته ويل کېږي، چې د غره  په څېر ستريا ولري. (مفردات راغب)

*له شيطان لمانځنې موخه شيطان ته غاړه ایښوونه ده؛لکه  څنګه چې په حديث کې راغلي: چا چې په ګناه کې چا ته غاړه کېښووه؛نو د هغه بندګي يې کړې ده. (وسایل ۱۸/ ۷۹)

 پيغامونه:

١ _ قیامت د پرېکړې او يو له بله د مجرمانو د بيلتون ورځ ده. (وَامْتَازُوا الْيَوْمَ)

٢ _ قيامت د مجرمانو د رټلو ورځ ده. (أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ)

٣ _ الهي عذاب تر غاړه خلاصونې وروسته دى.( أَلَمْ أَعْهَدْ)

٤ _ انسان يا د خداى بنده دى او يا د شيطان. (لَّا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ اعْبُدُونِي)

٥ _ د شيطان دښمني ښکاره دښمني ده. (عَدُوٌّ مُّبِينٌ)

٦ _ هغه نېغه لار،چې په ټولو لمونځونو کې يې له خدایه غواړو،(اهدِنَا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ )هماغه خداى لمانځنه ده.

٧ _ د عبادت تر تر ټولو ستره فلسفه په ژوند کې د سمې لارې ټاکنه ده. (اعْبُدُونِي هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ)

٨ _ د غولېدونکيو له برخليکه عبرت اخستل پکار دي. (أَضَلَّ…. جِبِلًّا كَثِيرًا أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ)

٩ _ د شیطان د غولونکیو په تریخ برخلیک کې انده – اندیشه د شیطان له لومو او وسوسو د ژغورنې لار ده.( أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ)

١٠ _ هغوى بايد ورټل شي،چې خپل اند او عقل نه کاروي. (أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ)

 

د شيطان په باب خبرې اترې

*پوښتنه : آيا شيطان شته؟

ځواب: د شيطان په شتون کې هيڅ اړنګ- شک نشته؛ځکه هم خداى يې د شتون په باب خبر راکړى او هم هر څوک چې خپل ژوند ته پام وکړي؛نو  پوه به شي،چې شيطان ورته وسوسې وراچولي دي او له دې لارې کړای شي د شيطان پر شتون ځان پوه کړي؛يعنې چې کله غواړو په پوره ډاډمن زړه لمونځ وکړو؛خو نه يې شو  کړای؛ نو دا په دې دليل دى،چې له موږ پرته يو بل مخالف هم شته،چې خداى ته مو له پامه مخنيوى کوي . 

*پوښتنه: خداى ولې شيطان پېدا کړ؟

ځواب: شیطان  هم د نورو موجوداتو؛لکه انسان، پرښتې او پېریانو  او په څېر يو موجود  دی، چې د خداى پر عبادت بوخت و؛خو په يو الهي ازمېښت کې يې د خداى  له فرمانه سرغړونه وکړه او د توکمپالۍ د حس له امله یې د خدای امر ته غاړه کېنښوه،ویې ویل : زه له اوره جوړ شوى یم او انسان له خاورې. د لویۍ ، تعصب او کينې له امله نه يوازې د خداى فرمان يې پلى نه کړ او د دې پر ځاى،چې توبه وکاږي او بښنه وغواړي؛نو پر خداى يې نيوکه هم وکړه. خبره دا ده، چې خداى هغه بد نه و پېدا کړی ؛بلکې شيطان بدعمل وکړ  او سره له دې،چې کړاى يې شول توبه وباسي؛خو له خدایه يې د خلکو د بې لارې کولو لپاره اوږد عمر وغوښت. خداى هم يا د هغه د پخوانيو عبادتونو د ثواب په پار او يا د انسان د ازمېښت په پار مهلت ورکړ او د شيطان د وسوسو پر وړاندې يې د پېغمبرانو په رالېږلو انسان سمبال کړ او د انسان د تېروتنو پر  وړاندې یې د توبې ور پرانستى پريېښود.

*پوښتنه: ايا شيطان او ابليس يو دی، که دوه بېل موجودات دي ؟!

ځواب : ابليس د هماغه موجود نوم دى،چې د خداى د فرمان پر  وړاندې ‏ يې سروغړونه وکړه؛خو د شيطان ټکى هغه ته خاص او ځانګړى نه دى او بې له هغه نورو ته هم ويل کېږي . د ساري په ډول : په روايتونو کې  زيان رسوونکيو موجوداتو ته او په قرآن کې ځينو انسانانو ته هم شيطان ويل شوى دى.

*پوښتنه: د شیطان سياست څه دى؟

ځواب: په قرآن کې به مو د ((خطوات الشيطان)) ټکى ليدلى وي،چې دا ویی – کلمه‏ د ((خطوه)) جمع ده،چې د قدم په مانا ده . د شيطان سياست هم قدم په قدم پرمختګ دى، د ساري په ډول : لومړى انسان کتو ته رابولي او څيز ورته ښه ښکاره کوي، په بل قدم کې يې فکر ته ورننوځي او بل قدم د عمل قدم وي .

ډېرې ګناهګانې له ټوکو پيلېږي. ډېرې غلاګانې له ارزانه  توکیو ‏پيلېږي او غټو غلاګانو ته رسي.

حضرت علي (ک) د نهج البلاغې په يوه خطبه کې وايي: شيطان لومړۍ هګۍ اچوي ((فباض)) بيا چورګړي ترې راوځي ((وفرخ)) بيا ګرځي((ودب)) او وروسته د خلکو په لمنو کې وده کوي(( درج فى حجورهم)) تردې ځايه رسي، چې کتل او خبرې يې هم شيطاني کېږي .

*قرآن  او روايتونو د شيطان لومې راښوولي دي :

حرام رزق، شراب،جواري، ډنډورې، تفرقه، له نا اهله انډيوالانو سره ناسته که دا انډېال ګاونډى وي، ښووند – ښوونکی وي، زده کړیال وي که پېسمني – غرور او بېځايه هيلې. ښایي وویل شي : د شيطان د راننووتو تر ټولو ستر ورونه سترګې،غوږونه ، ژبه او شهوت وي. يوه ننداره لیدل، يوه ډنډوره او يا باطله خبره اورېدل او يا د  يو ټکي په ویلو او جنسي کاميابۍ ته رسېدل نورو  ژورو او خطرناکو وسوسو ته لار پرانځي ؛البته شيطان د سپي په څېر دى، چې د کور پر خاوند برید نه کوي . خداى ابليس ته وويل : (( إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ(حجر/۴۲)= ته مې پر مخلصو ( سوچه) بندګانو واک نشې کړای . )) ستا نفوذ يوازې پر پرديو دى؛لکه سپى، چې پر  پردیو  وردانګي.

*پوښتنه: له دې دومره شیطاني وسوسو سره  د بشر ګناه څه ده؟

ځواب : په قرآن کې وايو:

 ((وَقَالَ الشَّيْطَانُ لَمَّا قُضِيَ الأَمْرُ إِنَّ اللّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدتُّكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُم مِّن سُلْطَانٍ إِلاَّ أَن دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي فَلاَ تَلُومُونِي وَلُومُواْ أَنفُسَكُم مَّا أَنَاْ بِمُصْرِخِكُمْ وَمَا أَنتُمْ بِمُصْرِخِيَّ إِنِّي كَفَرْتُ بِمَآ أَشْرَكْتُمُونِ مِن قَبْلُ إِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ(ابراهیم/۲۲) =[ او چې كله (په قيامت كې د حساب) كار پاى ته ورسېږي، شيطان وايي :((په حقيقت كې خداى چې تاسې ته وعده دركړه (؛نو) وعده يې رښتيا وه او ما هم درسره وعده كړې وه؛خو بې لوزي مې درسره وكړه، پرتاسې مې څه واک نه و؛ خو دا چې را و مې بللئ؛ نو راسره مو ومنله؛نو ځكه پرما پړه مه اچوئ، خپل ځانونه پړه وګڼئ . نه زه ستاسې ستونزو ته رسېداى شم او نه تاسې زما ستونزو ته . تاسې چې تردې مخكې زه(د خداى په چاروكې ) شريك ګڼلم، ترې منكر يم )) په واقع کې ظالمانو ته دردناك عذاب دى! ))

*پوښتنه: د شيطان د نفوذ لارې کومې دي؟

ځواب :

 ١ _ همدا چې انسان له نورو سره د مرستې په فکر کې شي؛ نو شيطان يې له راتلونکې نشتمنۍ وېروي. (الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ) (بقره/ ۲۶۸)

٢ _ همداچې د دوو تنو ترمنځ مينه وويني،هغوى جوارۍ ته کېنوي او د ګټونکي او بېلونکي کينه پکې اچوي. (إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ) (مایده/۹۱)

٣ _ همداچې انسان د واده په فکر کې شي،ورته وايي چې اوس لا وختي دى.

٤ _ همداچې وغواړي پر خپل وخت لمونځ وکړي، درته وايي، چې صبر وکړه، کېنه ستړى يې،لا وخت شته.

٥_ همداچې د توبې په فکر کې شى ،وايي: په بوډا توب کې به یې وباسه .

٦ _  کله شيطان د نوم په بدلولو انسان پر ګناه ککړوي، په ديني چارو کې بې ځايه لګښت ته ديني شعائر وايي، په کور کې بې ځايه لګښت ته پتمني او  پر دوستانو پيسې لګولو ته سخاوت وايي، له خداى ،معاد او مسئوليته غفلت کوي،عیاشۍ ته دمه وايي،د مال په راټولو کې حرص ته د ژوند جوړول، چل ول ته هوښيار توب، ټګۍ برګۍ ته تدبير، نفاق ته سياست، د سپېڅلتیاوو سپکاوي ته روڼ اندي،د ښه رواجونو له منځه وړوو ته تمدن او د ملي ،اندیز او ګروهیز هويت له لاسه ورکولو ته له زمانې سره همرنګي وايي .

نو دا چې په قرآن کې لولو، شيطان به کارونه (په همدې عنوانو) انسانانو ته ښکلي انځوروي (وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ) (انعام/۴۳)؛ نو مفهوم يې همدا دى.

په پاى کې وايي ،چې انسان کړای شي پر خداى د توکل له لارې،د خداى په يادولو،لمانځه،له متقي دوستانو سره د نژدېوالي، د فساد د نندارو او غونډو په لرېتوب او په تاريخ کې له غولېدونکيو په عبرت اخستو  ځان د شیطان له لومو خلاص کړي او که پر ګناه ککړ شو؛نو پر توبه، له خدایه په بښنې او د لمونځ په کولو دې ځان پاک کړي، قرآن وايي: ((إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ(هود/۱۱۴) نېکې،بدۍ له منځه وړي .))

سرچینه : تفسیر نور (مولف شیخ محسن قرآیتی)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!