تبلیغات
|

د صفا او مروه سعى (( صفا )) هغه کلکې او اوارې تيګې ته ويل کېږي،چې شګې او خاورې پکې نه وي. ((مروه)) کلکې او تېرې تيګې ته وايي . صفا او مروه د دوه غونډيو نومونه دي،چې يو تر بلې ٤٢٠ متره لرې پرتې دي او نن دا واټن د يو پوښل شوي سړک […]

د صفا او مروه سعى

(( صفا )) هغه کلکې او اوارې تيګې ته ويل کېږي،چې شګې او خاورې پکې نه وي. ((مروه)) کلکې او تېرې تيګې ته وايي .

صفا او مروه د دوه غونډيو نومونه دي،چې يو تر بلې ٤٢٠ متره لرې پرتې دي او نن دا واټن د يو پوښل شوي سړک په بڼه دى.حا جي لومړى په ميقات کې احرام تړي ،بيا له کعبې طوافونه کوي،بيا د مقام ابراهيم شا ته د طواف دوه رکعته لمونځ کوي او ورپسې څلورم عمل ترسره کوي،چې د صفا اومروه سعى ده ؛يعنې د صفا او مروه د غونډيو په منځ کې به ځي راځي . دا تګ (يا سعى) بايد له صفا پيل کړي او تر مروه پورې لاړشي او له مروه بېرته صفا ته راشي او دا عمل اووه ځل وکړي. البته تګ او راتګ دوه ځل حسابېږي .قرآن وايي :

((إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِن شَعَآئِرِ اللّهِ فَمَنْ حَجَّ الْبَيْتَ أَوِ اعْتَمَرَ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِ أَن يَطَّوَّفَ بِهِمَا وَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَإِنَّ اللّهَ شَاكِرٌ عَلِيمٌ [بقره ١٥٨]=بېشكه (( صفا)) او (( مروه )) د خداى له شعايرو( او نښو) دي، چا چې د بيت الله حج يا عمره وکړه؛ نوڅه باک نلري چې که د دواړو ترمنځ سعى ( = تګ راتګ) وكړي ( او د مشركانو بې رويه كړنې د صفا او مروه د سپېڅليو ځايو مقام نشي راټېټولاى چې د صفا او مروه پر غونډيو به يې بوتان كېښوول ) اوڅوك چې د نېكو چارو په ترسره كولو كې د خداى حكم و مني؛ نو په حقيقت کې خداى (د عمل پر وړاندې يې ) شاكر(او په كړنو يې) پوه دى. ))

د مطلب روښانه کېدو ته پرتاريخي جرړه يې رڼا اچوو:

حضرت ابراهيم ترسپين ګيرتوبه د اولاد خاوند نشو. تر ډېرو دعاګانو وروسته خداى ورته د خپلې مينځې حاجرې له لارې د اسماعيل په نامه زوى ورکړ. لومړى مېرمن يې پر دې پېښه خپه شوه . حضرت ابراهيم د خداى پر حکم دا مور و زوى د مکې د غرونو په منځ کې په بې اوبو او تودو دښتو کې ځان ته پرېښوول اوويې وويل :

((رَّبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُواْ الصَّلاَةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُم مِّنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ (ابراهيم/۳۷)=پالونكيه ! ما په يو بې اوبو او بې کښته ناو كې د خپل اولاد يوه برخه ستا د قدرمن كور تر څنګ مېشت كړه، چې لمونځ وكړي؛ نو تۀ د يو شمېر خلكو زړونه ورته راواړوه او له محصولاتو ځنې روزي وركړه، ښايي چې هغوى ستا شكر وباسي. ))

تر دې وروسته حضرت ابراهيم له مکې راووت . د مور و زوى اوبه او خواړه مخ پرخلاصېدو ول،د مور شيدې هم خلاصې شوې،ماشوم چغې او سورې وهلې،مور يې پرېشانه او سرګردانه د صفاغونډۍ ته وخته، اوبه يې ونه ليدلى،د مروه غونډۍ ته يې منډې کړې؛خو بيا يې هم اوبه ونه ليدې ،بېرته يې د صفا غونډۍ ته منډې کړې ؛خو اوبه يې ترسترګو نه شوې دا کاريې اووه ځل وکړ،په پاى کې يې وليدل،چې د ماشوم تر پښولاندې اوبه راخوټېږي ( د زمزم اوبه ). ( بحارالانوار ٩٩\ ٢٤١)

هو! خداى پېرزو کوي؛خو تر زيار او کوښښ وروسته! موږ بايد زيار وباسوو،چې خداى راباندې له ډول ډول لارو پېرزوينې وکړي. مور په لريو ځايو کې په اوبو پسې ګرځېده ؛خو خداى ورته اوبه د خپل ماشوم تر پښو لاندې پيدا کړې. په حديث کې راغلي : د زمزم اوبه تر ټولو اوبوغوره دي او خداى د دردونو دوا ګرځولې ده . (سفينة البحار)

پېغمبراکرم(ص) به چې په مدينه کې و ؛نو يارانوبه يې ورته د زمزم اوبه په ډالۍ کې راوړې چې په ورين تندي يې منلې . نن هر حاجي بايد د صفا او مروه د غونډيو په منځ کې اووه ځل ولاړ او راشي . له صفا يې پيل کړي او پرمروه دې يې پاى ته ورسوي .امام صادق وايي :”د ځمکى پرمخ د صفا او مروه ترمنځ بله کومه مهمه سيمه نشته؛ځکه دلته هر کبرجن خوارېږي” .[ تفسيرنمونه ٢\ ٥٤٢]

امام صادق وايي : “پېغمبراکرم (ص) به د صفا پرغونډۍ ډېرپاتې کېده “.(بحارالانوار ٩٩\ ٣٥٢)

د صفا غونډۍ د پېغمبراکرم(ص) منبر و او دلته به يې خلک توحيد ته رابلل . د صفا غونډۍ يو وخت د بوت پالنې اډه وه ؛خو د پېغمبراکرم(ص) د مبارزې له امله دا اډه وځپل شوه. امام باقروايي : “هرښه او بد انسان ،چې دې غونډيو ته وخېجي ؛نو خداى پرې پېرزوينې کوي او دعا ګانې يې قبلېږي؛خو د نېکانو دعاګانې په آخرت کې او د بدانوپه همدې دنيا کې قبلېږي . “(محجة البيصاة ٢\ ١٤٨)

ددې سپېڅليو کړنوپه هکله ليکنې دهغوى روح نشي څرګندولاى. خداى دې دټولو نصيب وکړي،چې حج ته ولاړ شو او له نږدې يې پخپله ووينو،چې د خداى اولياوو څومره کوښښونه کړي او دا هم ووينو،چې څرنګه خداى د يوې مينځې يادونه همېشه ژوندى ساتي؛ دا ځکه چې هغې د توحيد خپرولو او لمانځه ته کړاوونه زغملي وو.

[ سرچینه ؛ د شیخ محسن قرآیتی د حج کتاب]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!