تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ درېیم څپرکى د پېغمبراکرم (ص) نيكونه پرله پسې درېیمه برخه د عام الفيل پېښه په قرآن شريف كې د “اصحاب فيل” پېښه په لنډو راغلې ده. تاريخ د دې پېښې لامل داسې ليكي: د “يمن”  چارواكي “ذونواس”،چې د خپل حكومت بنسټونه غښتلي كړل؛نو په يوه سفر كې له يثربه، چې په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

درېیم څپرکى

د پېغمبراکرم (ص) نيكونه

پرله پسې درېیمه برخه

د عام الفيل پېښه

په قرآن شريف كې د “اصحاب فيل” پېښه په لنډو راغلې ده. تاريخ د دې پېښې لامل داسې ليكي:

د “يمن”  چارواكي “ذونواس”،چې د خپل حكومت بنسټونه غښتلي كړل؛نو په يوه سفر كې له يثربه، چې په هغه وخت كې يې ښه ديني موقعيت درلود تېرېده.يهوديان راټول شوي وو او په دې ښار كې يې زيات عبادت ځايونه جوړ كړي وو.

 وخت او موقعيت پېژاندي يهودي،دې چارواكي ته تود ښه راغلاست ووايه او خپل دين ته يې راوباله،چې په ملاتړ کې يې ځان د بوت لمانځيو عربو او مسيحيانو له بريدونو وژغوري.

 د يهودانو تبليغاتو پر ذونواس اغېز وكړ او د يهوديت دين يې ومانه او ذونواس هم د يهودو په پرمختګ كې خورا زيار واېست. ځينو نورو هم له وېرې د يهوديت دين ومانه او چا چې ورسره مخالفت كاوه؛نو  ډېره جزا يې وركوله؛خو د “نجران” خلكو چې له پخوا  يې د “مسيحيت” دين منلى و، په هېڅ قيمت حاضر نۀ شول خپل دين پرېږدي او يهوديت ومني. د نجران د خلكو سرغړونه د “يمن” پر واكمن بده ولګېده او په لوى لښكر يې د نجران د ياغيانو د ځپلو هوډ وكړ. د لښكر بولندوى د نجران د ښار غاړې ته غونډ جوړ كړ او د لوى خندق تر كنلو وروسته يې پکې اور بل كړ او مخالفين يې په سوځولو وګواښل. د نجران مېړنيو خلك، چې د “مسيحيت” دين يې د زړۀ له كومې منلى و،و نۀ  وېرېدل او مرګ او سوځېدل يې ومنل؛ خو يهوديت يې و نۀ مانه. پايله دا شوه، چې بدنونه يې په اور كې جوغدي شول.( كامل، 1ج/253)

دا پېښه په قرآن شريف كې د اصحاب الاخدود” په نامه د بروج په (4-8) آيتونو كې راغلې ده.( مجمع البيان 5ج/ 464-466)

“ابن اثير جزري”؛اسلامي تاريخپوه ليكي: له دې پېښې د نجران يو اوسېدونكى د “دوس” په نامه “د روم قيصر” ته چې د “مسيحيت” ټينګ پلوى و وروتښتېد، نجراني ترې وغوښتل،چې دې خونړى انسان نه د خپلو کړنو سزا ورکړي او په سيمه كې د “مسيحيت” د دين بيرغ بيا ورپوي.

د روم واكمن پر پېښه خواشيني څرګنده كړه او نجراني ته يې داسې ځواب وركړ:(( دا،چې د واكمنۍ مركز مې ستاسې له سيمې لرې پروت دى؛ نو زه به داسې وكړم، چې د “حبشې” واكمن؛ “نجاشي”،ته به ليک وليكم، چې ددې دردوونكې پېښې غچ واخلي. ))

 “نجراني” د “روم” له واكمنه ليك واخېست او په بيړه يې ځان “نجاشي” ته ورساوه او کيسه يې ورته وكړه.

 د حبشې د واكمن په رګونو كې د غيرت وينې په خوټېدو شوې او اويا زره كسيز لښكر يې د حبشي د بولندوى؛ “ابرهه الاشرم” په مشرۍ “يمن”  ته ولېږه. د حبشې منظم لښكر د سمندر له لارې د “يمن”  په سواحلو كې واړول. ذونواس چې څومره هڅې وكړې خلك او قبايل مبارزې ته راوهڅوي؛خو چا مثبت ځواب ور نۀ کړ،چې بالاخره يې په يوه كوچني بريد حكومت راوپرځېد او د “يمن”  اباد هېواد د حبشې تر واكمنۍ لاندې راغى او د لښكر بولندوى “ابرهه” د حبشې د واكمن له لوري والي وټاكل شو.

“ابرهه” د خپلې بري او غچ اخستو په مستۍ كې ډوب و او له شهوت پالۍ يې يوه شېبه هم لاس وا نۀ خېست او د حبشې د پاچا د خوشحالۍ لپاره يې په “صاف” كې لويه “كليسا” جوړه كړه، چې په خپل وخت كې يې سارى نۀ درلود،بيا يې ليك نجاشي ته وليكه: د كليسا د جوړېدو كار بشپړېدونکى دى،په پام كې لرم د “يمن”  خلك د كعبې له زيارته منع كړم، چې همدا كليسا د ټولو زيارت شي.

 ددې ليك مضمون پر خلكو ناوړه اغېز وكړ، تردې چې يو شپه د “بني افقم” د ټبر يوې ښځې په دې  كليسا كې متيازې وكړې او په دې  كار يې حکومت ته خپله غوسه وښووه، چې دې كار حكومت ډېر په غوسه كړ. بل خوا څومره به،چې دوى په خپلې كليسا کې ګوتې وهلې،چې ښکلې يې كړي،هومره به له کعبې سره د خلكو مينه  نوره هم زياتېده. دې چارو “ابرهه” دې ته اړ كړ،چې كعبه ړنګه کړي. په همدې موخه يې يو لښكر تيار كړ د لښكر مخې به “فيلانو” روان وو، چې د “ابراهيم خليل الله” په لاس جوړه شوې كعبه ورانه کړي.

 عربو مشرانو حالات نازك وليدل او يقين يې وكړ،چې د عربو خپلواكي او شخصيت په زوال كې دى؛خو د “ابرهه” تېرو بريو هغوى له هر ډول ګټور هوډه بيوسې كړي وو؛خو سره له دې،ځينې غيرتمن وګړي او ټبرو د “ابرهه” پر وړاندې ودرېدل او په مېړانه وجنګېدل،چې يو ترې “ذونفر” و، چې د “يمن”  له مخورو و او خلكو ته يې وويل :د کعبې دفاع وكړئ ؛خو ډېر وخت تېر نۀ شو،چې د “ابرهه” پاڅونونه يې له ماتې سره مخ كړل.

 تر هغوى وروسته “نفيل بن حبيب” سخته مبارزه پېل كړه؛ خو ماتې يې وخوړه او په خپله نفيل د “ابرهه” له لښكر سره اسير شو او نفيل له “ابرهه” بښنه وغوښته؛خو “ابرهه” ورته وويل: په يوه شرط دې بښم،چې موږ ته د کعبې لار وښيي. نفيل د “ابرهه” لښكر تر “طايف” پورې را و رساوه او بيا يې دا دنده خپل ملګري “ايورغال” ته  وسپارله.

 ايورغال لښكر ته د “مغمس” تر سيمې پورې ، چې مکې ته نږدې و لارښوونه وكړه. د “ابرهه” لښكر هلته ځاى پر ځاى شو او د پخواني دود له مخې، “ابرهه” خپل بولندوى ته دنده وركړه،چې د خلكو مالونه او اوښان لوټ كړي، چې په لوټ شويو اوښانو كې 260 اوښان د “عبدالمطلب” هم وو. بيا “ابرهه” خپل يو بل بولندوى “حناطه” ته دنده وركړه،چې د قريشو له  مشرانو سره خبرې اترې وكړې او ورته يې وويل: د کعبې ويجاړه شوې منظره مې په ذهن كې انځور شوې ده.

ښكاره ده، چې “قريش” به په پېل كې څه مقاومت وښيي؛خو چې وينه يې تويه نۀ شي؛ نو نېغ به مکې ته ولاړ شي او مشر ته به يې ځان ورسوي او ورته وبه وايي: موخه مې د كعبې ويجاړول دي او كه قريشو مقاومت ونۀ کړ؛ نو هېڅ ډول  تېرى به پرې ونۀ شي.

 د “ابرهه” استازى مكې  ته راننووت، چې په دې  باب خبرې اترې وكړي ؛ ګوري چې د قريشو ډلې په هر ګوټ او كونج كې ناستې دي؛ نو استازي د كعبې د مشر پوښتنه يې وكړه؛ نو د “عبدالمطلب” كور ته يې بوت.

 “عبدالمطلب” د “ابرهه” د پيغام په اورېدو وويل: موږ به هېڅكله دفاع ونۀ کړو! كعبه د خداى كور دى. هغه كور،چې “ابراهيم خليل الله” جوړ كړى دى. د خداى چې څه خوښه وي، هماغسې به وكړي.

 د “ابرهه” د بولندوى د “عبدالمطلب” نرم او سوله ييز منطق چې له قوي ايمانه يې سرچينه اخيستې وه خوښ نۀ شو او له “عبدالمطلب” نه يې وغوښتل، چې ورسره د “ابرهه” د لښكر غونډ ته ولاړ شي.

د ابرهه د لښكر غونډ ته دعبدالمطلب تګ

“عبدالمطلب” له څو زامنو سره د “ابرهه” غونډ ته ولاړ. د قريشو د مشر متانت،وقار او ستروالى ددې لامل شو،چې “ابرهه” له خپل تخته راكوز شي،د “عبدالمطلب” لاس يې ونيو او له ځان سره يې پر تخت كېناوه او بيا يې پر درناوي د ژباړن په خوله عبدالمطلب وپوښت: څنګه راغلى يې او څه غواړې؟

“عبدالمطلب” : زه په مالونو او اوښانو پسې راغلى يم، چې 260 اوښان پکې زما دي. زه له تاسې هيله كوم،چې هغه خپلو مالكانو ته وركړې.

“ابرهه”:د څېرې رڼا دې راته د دنيا هومره ستره ده؛خو ستا دې وړې غوښتنې زما  په نظر ستا ستروالى راټيټ كړ! زه خو دلته ستا د نيكونو د معبد ورانولو ته راغلى يم او تمه مې درلوده،چې د كعبې خبره به رامنځ ته كړې،چې ما له دې كاره، چې ستاسې سياسي او ديني استقلال ته يو ګوزار دى؛ستون کړى بيخي مي توقع نۀ درلوده،چې تۀ به د څو بې ارزښته څيزونو شفاعت ته راغلى يې.

 “عبدالمطلب” : زه ددې اوښانو خاوند يم او هغه كور هم خپل خاوند لري او د هر ډول بريده مخنيوى به يې وكړي.

 “ابرهه” ددې خبرې په اورېدو سر وخوځاوه  او په غرور يې وويل: په دې  لار كې څوك نۀ وينم،چې مخنيوى مې وكړي.

 بيا يې امر وكړ، چې لوټ شوي مالونه يې بېرته وركړي.

قريش په تمه دي

“قريش” په بې صبرۍ په تمه وو، چې “عبدالمطلب” راشي او خلك له دښمن سره له خبرو اترو خبر كړي.

 “عبدالمطلب” د قريشو مخورو ته وويل: څومره ژر مو،چې له لاسه كېږي،ځانونه او مالونه مو درو او غرو ته ورسوئ،چې له زيانه خوندي شئ.

 څو شېبې وروسته خلكو خپل كورونه پرېښوول او غرونو ته ولاړل.په غرونو كې د ماشومانو او ښځو ژړاګانو او د څارويو غږونو انګازې كولې.

“عبدالمطلب” په هماغه تپه تياره كې له څو قريشو سره له غره راكوز شو او ځانونه يې كعبې ته ورسول. حال دا چې د “عبدالمطلب” اوښكې بهېدې او په دردمن زړۀ يې د كعبې كړۍ په لاس كې ونيوه او له خپل خداى سره يې داسې خواله وكړه :

خدايه!  بې تا يې له شره د خونديتوب بله هيله نۀ لرو.خدايه! هغوى له خپل حريمه لرې كړه. د كعبې دښمن ستا دښمن دى. خدايه! پرې يې نۀ ږدې چې كور دې خراب كړي. خدايه! بنده دې د خپل كور دفاع كوي؛نو تۀ دې هم د خپل كور دفاع وكړه. خدايه! داسې ورځ مۀ راولې، چې صليب يې برلاسى شي.

 بيا يې د كعبې كړۍ پرېښووه او غره ته ولاړ،چې له هغه ځايه ننداره وكړي، چې څه به كېږي.

د عام الفیل پيښه
د عام الفیل پيښه

سبا،چې “ابرهه” او لښكر يې د مکې پر لور را روان و؛ نو د سمندر له لوري ډلې ډلې مرغۍ راښكاره شوې،چې په خولو او پښو كې يې واړه واړه كاڼي وو.د مرغيو سيوري د “ابرهه” پر لښكر اسمان تياره كړ. دې مرغيو د خداى په امر د “ابرهه” پر لښكر دكاڼو باران راکوز كړ، چې سرونه يې ورمات كړل او د بدنو غوښې يې توې شوې. يو كاڼى د “ابرهه” پر سر هم ولګېد.رپ او وېره پرې راغله او يقين يې وكړ، چې د خداى عذاب پرې نازل شوى دى. لښكر ته يې وليدل،چې د شوې د پاڼو په څېر پر ځمكه رژېدلى پروت دى او هغوى،چې روغ پاتې وو، ورته يې وويل: د ستنېدو تيارى ونيسئ او په بيړه د “صفا” پر لور روان شول، ان په خپله “ابرهه”، چې صفا ته ورسېد؛نو غوښې يې توې شوې او په عجيبه وضع ومړ.

دا كيسه خداى تعالى په قرآن كريم كې داسې راوړې ده:

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ

آيا و دې نۀ ليدل،چې پالونكي دې له فيل سپرو [= د “ابرهه” لښكر چې د كعبې ويجاړولو ته راغلى و] سره څه وكړل؟!

أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ= آيا د هغوى دسيسه يې شنډه نۀ کړه؟!

وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ = او ډلې ډلې مرغان يې پرې ولېږل،

تَرْمِيهِم بِحِجَارَةٍ مِّن سِجِّيلٍ= چې د پخې خټې په کاڼو يې وولي؛

فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَّأْكُولٍ= نو (په پاى كې، خداى) هغوى د ژووليو وښو په څېر وګرځول.

(سيره ابن هشام، لومړى ټوك/ 43-62،كامل/ لومړى/ 260-263،بحار 15ټوك/ 130-146 )

د “ابرهه”  تر ماتې  وروسته

د “ابرهه” وژل كېدل،د كعبې او مكې خلك د نورو عربو په نظر ستر كړل؛نور چا جرات نۀ درلود د قريشو پر سيمه بريد وكړي يا يې وځوروي او په مغزو كې يې د كعبې د ورانولو فكر وګرځي.

 عمومي افكارو داسې قضاوت كاوه: خداى د خپل كور او د قريشو د احترام او عظمت له امله دښمن وځاپه او ډېرو لږو داسې فكر كاوه، چې دا كار د کعبې ساتنې ته شوى دى او په دې امر كې د قريشو سترتيا او کوچنى والى ونډه نۀ لري او ګواه يې دا خبره ده،چې پر قريشو ډېرو واكمنو بريدونه کړي؛خو داسې كانه پرې نۀ وه شوې.

دې اسان او بې وينې توييدنې بري د قريشو په فكر او زړۀ كې نوي فكرونه پيدا كړل؛غره شول او نورو ته په محدوديتونو قايل شول؛ځكه  فكر يې كاوه په عربو كې غوره دي او انګېرله يې،چې يوازې دوى د 360  بوتانو د ملاتړ خاوندان دي. همدا وو،چې مزې چړچې او فحشا يې لا نوره هم ډېره كړه.

 ګروهمن وو، چې خوږ ژوند يې ددې بوتانو پايله ده، چې نور عرب يې بې له دوى ذليل او خوار كړي دي.

دې ټولو افكارو او كړنو د “نړيوال مصلح” او “سمونپال” راښکاره کېدو ته شرايط چمتو كړي وو.

“ورقه بن نوفل” د ژوند په وروستيو كې مسيحي شوى و او د “انجيل” له مخې يې،چې د خداى او د پېغمبر اکرم په باب خبره كوله؛نو د مكې فرعون “ابوسفيان” به ورته تريو تندى نيوه او په غوسه كېده .

 “ابوسفيان” به ويل: موږ داسې خداى او پېغمبر ته نۀ يو؛ځكه د بوتانو له لورېينو او ملاتړه برخمن يو.

عبدالله

يوه ورځ “عبدالمطلب”،د خپل څلرويشت کلن زوى (عبدالله) ژوند د سلو اوښانو په وركولو بېرته واخېست. دا پېښه ددې لامل شوه، چې “عبدالله” پر قريشو سربېره،په خپلې كورنۍ كې هم د ځانګړي مقام خاوند شي؛ځكه كوم څيز چې ګران او په سختۍ لاس ته راشي؛نو ورسره زياته مينه كېږي؛ ځكه نو”عبدالله” په خپل ټبر،كورنۍ او خپلوانو كې ځانګړى احترام درلود.

هغه ورځ،چې “عبدالله” له خپل پلار سره د قربانۍ د ځاى پر لور روان  و؛ نو له متضادو احساساتو سره مخ شو.پلار ته د درناوي حس پرې واكمن و؛ نو ځكه يې بې له تسليمه بله هېڅ چاره نۀ درلوده؛خو بل خوا د تقدير لاسونو غوښتل د ژوند د پسرلي ګلونه يې د مني د ګلونو په څېر مړاوي نۀ کړي. د احساساتو او غمونو څپې يې په زړۀ كې څپاندې شوې. هماغسې چې په خپله “عبدالمطلب” د دوو ځواکونو؛يعنې ايمان او عاطفې ترمنځ راګېر شوى و او دې پېښې په دواړو كې د خپګان څپه راپورته كړې و؛ خو مشكل په داسې بڼه حل شو،چې بيان شو. “عبدالمطلب” ته فكر ورغى، چې د “عبدالله” خپګان له “آمنې” بي بي سره د واده له لارې جبران كړي؛ نو چې “عبدالمطلب” د قربانۍ له ځايه راستون شو؛ نو نېغ  د “وهب  بن عبد مناف بن زهره” كور ته ولاړ او د هغه پر لور”آمنه” يې، چې په پاكلمنۍ او عفت  مشهوره  وه مرکه وکړه او خپل زوى ته يې نكاح كړه او په هماغه مجلس كې يې پر “لاله” ځان ته، چې د “آمنې” د تره لور وه مرکه وکړه او “حمزه” [د پېغمبر اکرم تره] ترې وزېږېد.

 

په يثرب كې د عبدالله مرګ

“عبدالله” تر واده وروسته د رڼا ژوند پېل كړ او د ژوند تياره يې په آمنې بي بي رڼا كړه او څه موده وروسته يې سوداګري پېل كړه. له يوه كاروان سره “شام” ته روان شو. دا مهال آمنه بي بي دوه ځانې وه. څو مياشتې وروسته د كاروان د راتلو خبر راورسېد. ځينې استقبال ته بهر وتلي وو. د “عبدالله” بوډا پلار په تمه و او د نږور سترګو يې هم،”عبدالله” په كاروان كې لټاوه. له بده مرغه “عبدالله” پکې نۀ و او په پوښتنه پوه شول،چې “عبدالله” په راستنېدو كې ناروغ او د خپلوانو كره پاتې شوى دى. دې خبر سخر او نږور ډېر خپه كړل او ويې ژړل.

“عبدالمطلب” ورپسې خپل مشر زوى (حارث) ولېږه،چې له ځان سره يې راولي،چې مدېنې ته ورسېد؛نو خبر يې كړ،چې “عبدالله” د كاروان تر تلو يوه مياشت وروسته،د ناروغۍ له امله مړ شوى دى. حارث راستون شو او خپل پلار او ورندار يې له دې پېښې خبر كړل. له “عبدالله” يوه رمه، يوه مينځه “ام ايمن” او پينځه اوښان پاتې وو.(تاريخ طبرى، 2ج/ 7-8،سيره حلبى 1ج/59.)

د رسول اکرم (ص) ژوند

مولف : شیخ جعفر سبحاني

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست