تبلیغات

د عبادت درجې که يوماشوم وپوښتل شي،چې موروپلاردې ولې خوښ دى؟ وبه وايي؛ځکه چې ما ته د لوبوڅيزونه او جامې اخلي،که ‏يو زلمي وپوښتل شي له موروپلارسره ولې مينه کوې، و به وايي،موروپلارزما دشخصيت دهويت نښې دي او پر ما زړه سواندې دي . که ماشوم غټ شي؛نو له موروپلار سره يې مينه هم زياتېږي […]

د عبادت درجې

که يوماشوم وپوښتل شي،چې موروپلاردې ولې خوښ دى؟ وبه وايي؛ځکه چې ما ته د لوبوڅيزونه او جامې اخلي،که ‏يو زلمي وپوښتل شي له موروپلارسره ولې مينه کوې، و به وايي،موروپلارزما دشخصيت دهويت نښې دي او پر ما زړه سواندې دي . که ماشوم غټ شي؛نو له موروپلار سره يې مينه هم زياتېږي او د لوبو څيزونه به يې له ياده وتلي وي.ځينې خپل کمال او وده د موروپلار په خدمت کې ويني. د خداى عبادت او ستاينه هم همدا شان ده او هر کس د يو دليل له مخې د خداى عبادت کوي.عبادت هم پړاونه او قدمونه لري چې دا دي :

لومړى قدم : ځينې خلک خداى د نعمتونو له کبله ستايي اوعبادت يې کوي ،چې شکر يې وکړي قرآن ټولوخلکو ته وايي:

فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هذَا الْبَيْتِ. الَّذِي أَطْعَمَهُم مِن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِنْ خَوْفٍ ( قريش\٣ ،۴) = [نو (ددې ستر نعمت په شكرانه كې) بايد ددې خونې (كعبې) د پالونكي عبادت وكړي؛ همغه (خداى) چې له لوږې يې وژغورل (او خواړه يې وركړل) او له وېرې او ناامنۍ يې (خوندي او) ډاډمن كړل.]

د عبادت لومړى قدم چې موږ ورته د شکرعبادت وايو د ماشوم د مينې په څېر ده،چې له موروپلارسره يې لري؛ځکه ‏موروپلاريې ورته د لوبو څيزونه اوښاېسته کالي اخلي .

دويم قدم : په دې پړاو کې انسان دعبادت د برکتونو او اغېزو له کبله د خداى عبادت کوي او د مانیزو او اروایزو اغېزو له کبله لمونځ کوي .

قرآن وايي :

اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى‏ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ ( عنکبوت\ ٤٥ )= ((هغه چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي، ولوله او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله ياد ډېر لوى دى او څه چې كوئ، خداى پرې پوهېږي.))

دعبادت دې پړاو ته د ودې عبادت وايې او دا پړاو د ځوان د ميني او درناوى په شان دى،چې له موروپلار سره يې لري او وايي،چې موروپلار زما ښوونکي دي او زه يې له ګواښونو او تيروتنو خوندي ساتلى يم.

دريم قدم : دا پړاو تر ټولواوچت دى خداى حضرت موسى ته وايي :

إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي.[ سورت طه /١٤ ] = ((په حقيقت کې همدا زه “الله”يم،له ما پرته بل معبودنشته؛ نو ما ولمانځه او زما د ياد لپاره لمونځ وكړه .))

حضرت موسى اوبو ډوډۍ ته لمونځ نه کوي له بدیو ‏څخه د لرې والي په خاطر يې هم نه کوي؛ځکه حضرت موسى له دې هرڅه مخکې تللى او الوالعزمه پېغمبر دى او خداى ته د نږدې کېدو او يادونې ته يې لمونځ کوي. خداى ته نږدې والي او ورسره مينه د خداى د اولياوو د عبادت ستر او غوره دليل دى .

په ډله کې هغه کسان چې د ماشوم په شان خوى لرى له غټانوسره ځکه کېنى،چې ښه خواړه وخوري؛يعنې د خپلې ګېډې په خاطر ورسره کينې ؛خو داسې کسان هم شته چې دې خبروته يې پام نه وي او له سترو او غټو کسانو سره ورته ناسته يو مانیز ‏ارزښت ښکاري .

څلورم قدم : دا د عبادت ترټولوغوره او لوړ پړاو دى اوخداى ته د نږدې والي عبادت دى. په قرآن کې څلور آيتونه دي که څوک يې ووايي؛نوسجده پرې واجبېږي په دې آيتونوکې دعبادت له لارې د قرب يا نږدي والي خبره شوي.

وَاسْجُدْ وَاقْتَرِبْ (علق\١٩) = ‏(( هېڅكله داسې نه ده (چې هغه منع كوونكى يې ګڼي) خبره يې مه منه او سجده وكړه او (خداى ته) نژدې شه.))

په هرحال عبادت درجې او پړاونه لري،چې دهمدې درجو پربنسټ د انسان معرفت او ايمان سره توپيرکوي .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست