تبلیغات

د عبادت هنداره عبادت او بندګي پېغمبر اکرم ( ص) معراج ته يووړ. سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى‏ بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى‏ الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى‏ الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ (اسراء/١ )= ((پاك دى هغه خداى،چې خپل بنده يې د شپې له مسجدالحرامه مسجد الاقصى ته بوت، چې چاپېريال يې مو […]

د عبادت هنداره

عبادت او بندګي پېغمبر اکرم ( ص) معراج ته يووړ.

سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى‏ بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى‏ الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى‏ الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ (اسراء/١ )= ((پاك دى هغه خداى،چې خپل بنده يې د شپې له مسجدالحرامه مسجد الاقصى ته بوت، چې چاپېريال يې مو بركتي كړى دى، چې خپلې ځينې نښې وروښيو، چې يواځې هغه اورېدونكى (او حقيقي) ليدونكى دى.))

عبادت پرېښتوته د نازلېدولار اواروي .

وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَى‏ عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِن مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ (بقره / ٢٣ ) = ((اوكه تاسې دهغه څه په باب شكمن ياست،چې ما پر خپل بنده [= پېغمبر] نازل كړي دي (؛نو لږ تر لږه) دهغه په څېر يو سورت راوړئ؛نوكه رښتيا وايئ (ددې كارلپاره له خداى پرته) خپل شاهدان راوبلئ.))

عبادت د انسان دعا قبلوي؛ځکه لمونځ د خداى تړون دى او څوک چې د خداى پر تړون وفا وکړي ،خداى به هم د انسان پرتړون وفادار وى .

يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَوْفُوا بِعَهْدِى أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ ( بقره /٤٠ ) =[ د اسراييلو اولادې! زما نعمت در پر ياد كړئ چې پرتاسې مې لورولې و اوكومه ژمنه، چې مو راسره كړې ده وفا پرې وكړئ، چې زه هم ستاسې پر هغې وفا وكړم.او (ددندو پر سرته رسولو او د ژمنو په عملي كولو كې ) يواځې له ما ووېرېږئ.]

بې عبادته انسان له تيږي او جماده هم ناوړه دى ؛ځکه قرآن وايې:

ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُمْ مِنْ بَعْدِ ذلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الْأَنْهَارُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاءُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللّهِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ( بقره /٧٤ ) = ((بيا تردې پېښې وروسته ستاسې زړونه دتيږې غوندې سخت شول؛ بلكې تر تيږو هم سخت؛ځكه چې ځېنې تيږي چوي او ويالې ترې بهېږي، ځېنې چول كېږي اوبه ترې راوځي او ځېنې د خداى له وېرې لړزېږي او (د غره له سره) رالوېږي (؛خو ستاسې زړونه، نه د خداى له وېرې تپېږي او نه د پوهې، علم او انساني عواطفو سرچينه ده) او خداى ستاسې له كړنو بې خبره نه دى.))

خوځينې د خداى پر وړاندې خپل سر نه ټيټوي.

عبادت د انسان د شخصيت او ارادې نښه ده د انسان ارزښت په دې کې دى،چې په غرايزو او غوښتنو کې ډوب نه وي، ټولو ته شا کړي او خداى ته مخه کړي.هغه انسان،چې په ځمکه کې يې هيڅ نوم او نښه نه وي عبادت ترې په اسمان کې مشهور شخصيت جوړوي .

عبادت د انسان کوچنى ټاپو د هستۍ له بې نهايتې او نه ختميدوونکې چينې سره نښلوي .

عبادت؛يعنې دا چې انسان له پورته ټولې هستۍ ته ګوري.

عبادت د انسان د وجود ټول دننني،عرفاني او مانیز استعدادونه غوړوي . کورني يا دننني استعدادونه يا اختياري وي او ياهم اکتسابي؛خوعبادت هغه ارزښت دى چې انسان يې پخپله اراده لاس ته راوړي .

دعبادت له لارې انسان له خداى سره خپل تړون يوځل بيا تړي او دا کار د انسان مانیز ژوند تاند ساتي.

عبادت له ګناه او تېروتنې انسان ژغوري او اغېزې يې له منځه وړى. د ګناه او تيروتنې په اړه علم درلودل په يواځې ځان د ګناه مخنيوى نشي کړاى؛بلکې د خداى د ذکر او يادونې له لارې يې مخنيوى کېږي.

عبادت د انسان د اروا لوښى ډکوي که دا لوښى د خداى له ياد پرته پرکوم بل څيزډک شو؛نو دا به د انسانيت له جوهر سره ظلم وي.

عبادت خاورينې ځمکې ته دومره ارزښت ورکوي،چې دې ځمکوته بې له پاکوالي ننوتل ناشوني دي لکه کعبه شريفه اوبيت المقدس . که څه هم دعاګانې مو قبولى نشي؛خو د خداى عبادت او بندګي خپله يوارزښت دى. په غم اوښادۍ دواړو کې عبادت شته.پېغمبر اکرم (ص) ته چې کوثر ورکړل شو ؛نو د لمونځ سپارښتنه ورته کېږي.

إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ. فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ (کوثر\١،۲) = ((په حقيقت كې موږ تاته كوثر [= خير او ډېربركت ] دركړ. نوخپل پالونكي ته دې لمونځ وكړه او قرباني وكړه .))

په کړاوونواو ستونزو کې هم خداى دلمونځ سپارښتنه کړى ده .

وَاسْتَعِينُوْا بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخَاشِعِينَ ( بقره\٤٥) = ((

په صبر او لمانځه سره (له خدايه) مرسته وغواړئ ( پر زغم او د دننني هوسونو پركابوكولو او خداى ته په ځيرتيا كولو قوت واخلئ )؛ خو دا كار عاجز ي كوونكيو بنده ګانو ته سخت نه دى))

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست